د حکمتيار صاحب اته پنځوسمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه د سنبلې لومړۍ نېټه؛ ۱۴۰۲:
د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله اته پنځوسمه درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼ شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د خپل مخکيني درس په دوام (په خوړو او نورو شيانو کي د شراکت) موضوع د لانديني روايت په استناد تفصيلاً وڅېړله او وئې ويل:
1136 ـ عَنْ عَبْدِاللَّهِ بْنِ هِشَامٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ وَكَانَ قَدْ أَدْرَكَ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَذَهَبَتْ بِهِ أُمُّهُ زَيْنَبُ بِنْتُ حُمَيْدٍ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَتْ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، بَايِعْهُ فَقَالَ: «هُوَ صَغِيرٌ». فَمَسَحَ رَأْسَهُ وَدَعَا لَهُ، وكَانَ يَخْرُجُ إِلَى السُّوقِ فَيَشْتَرِي الطَّعَامَ فَيَلْقَاهُ ابْنُ عُمَرَ وَابْنُ الزُّبَيْرِ رَضِي اللَّه عَنْهمَ فَيَقُولانِ لَهُ: أَشْرِكْنَا فَإِنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَدْ دَعَا لَكَ بِالْبَرَكَةِ، فَيَشْرَكُهُمْ فَرُبَّمَا أَصَابَ الرَّاحِلَةَ كَمَا هِيَ، فَيَبْعَثُ بِهَا إِلَى الْمَنْزِلِ. (بخاري: 2501 ـ 2502)
له عبدالله بن هِشام رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ئې ليدلی وو، مور ئې؛ زينب بنت حُمَيد؛ هغه رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وروستلی وو او ويلي ئې وو: يا رسول الله! له ده بيعت واخله؛ فرمايلي ئې وو: ((دى وړوکى دئ))؛ بيا ئې پر سر لاس راکش کړى او دعاء ئې ورته کړې وه؛ دى بيا داسي وو چي كله به بازار ته تلو او څه خواړه به ئې اخستل؛ او عبدالله بن عمر او عبدالله بن زبير رضي الله عنهم به ورسره مخ شول؛ دواړو به ورته ويل: موږ درسره شريک کړه؛ ځکه نبي صلى الله عليه و سلم تا ته د برکت دعاء کړې ده؛ نو شريک به ئې كړل؛ نو كله به ئې پر يوه اوښ بار خوړو په اندازه گټه وکړه او هغه به ئې کور ته ولېږله.
دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 5 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: أَصْبَغ بْن الفَرَج، عَبْد اللَّه بْن وَهْب، سَعِيد، زُهْرَةَ بْنِ مَعْبَد او عَبْد اللَّه بْنِ هِشَام؛ له بخاري پرته په بل هيڅ كتاب كي نه دئ راوړل شوى.
له پورتنۍ توصيح وروسته نوموړي د صحيح البخاري په
٤۶ کتاب کي د (گروي) په موضوع بحث وکړ او وئې ويل:
تر دې وړاندي چي د دې كتاب روايات وڅېړو؛ ښه به وي چي د رهن په معنى پوه شو او وگورو چي په قرآن كي په دې اړه څه لارښووني شوې. دې آيت ته ځير شئ:
وَإِنْ كُنْتُمْ عَلَى سَفَرٍ وَلَمْ تَجِدُوا كَاتِبًا فَرِهَانٌ مَقْبُوضَةٌ فَإِنْ أَمِنَ بَعْضُكُمْ بَعْضًا فَلْيُؤَدِّ الَّذِي اؤْتُمِنَ أَمَانَتَهُ وَلْيَتَّقِ اللَّهَ رَبَّهُ وَلا تَكْتُمُوا الشَّهَادَةَ وَمَنْ يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ 283 البقرة
او كه په سفر كي وئ او كوم كاتب مو ونه موندو؛ نو بيا مقبوضه رهن (گرو تر لاسه كول) دي او كه ستاسو ځينو ځيني نور امين وگڼل (او اعتبار ئې پرې وكړ) نو امين گڼل شوى دي؛ د هغه امانت بېرته وركړي او له خپل رب دي ووېرېږي؛ او شهادتونه مه پټوئ او چا چي پټ كړل نو بې شكه چي زړه ئې گنهگار دئ او الله په هر هغه څه ښه پوه دئ چي تاسو ئې كوئ.
ښاغلی حکمتیار زياته کړه؛ چي دلته د رهن صورت بيان شوى، كه په سفر كي، د كاتب د نه شتون په صورت كي؛ چا ته د پور وركولو ضرورت احساس شو؛ قرض وركړئ؛ له پوروړي د تضمين لپاره؛ كوم څه په امانت واخلئ؛ كله چي ئې پور اداء كړ؛ امانت ئې مسترد كړئ.
د آيت له الفاظو داسي معلومېږي چي رهن په سفر او د شاهد او كاتب د نه شتون حالت پوري مربوط سپارښتنه ده؛ داسي چي پور وركوونكي بايد دا ومني چي په دغه حالت كي له پوروړي گرو تر لاسه كړي؛ نه په نورو حالتونو او د شاهد او كاتب په شتون كي؛ خو كه هغه د پوروړي له مجبوريت او اړتيا په استفادې سره؛ داسي څه ترې اخستل غواړي چي كولى شي له هغه گټه تر لاسه كړي؛ نو بيا دا معامله جواز نه لري.
نوموړی زياتوي چي؛ متأسفانه له دې جواز هم سود خورو د سود لپاره حيله جوړه كړې؛ په داسي حال كي چي رهن يو امانت دئ او له هغه گټه اخيستل جائز نه دي؛ له هغه گټه اخيستل سود ته ورته كار دئ؛ سود خور له دې همغه گټه تر لاسه كوي چي د نقدو پيسو په وركولو ئې تر لاسه كوي؛ اوس په ډېرو هېوادونو كي بډايان زمكي اخلي، كورونه پرې جوړوي، په رهن ئې وركوي، د كور تر اصلي قيمت په كمه بيع ئې هغه چا ته په رهن وركړي چي په دې كور كي به اوسېږي او له كرايي به خلاص وي؛ د كور مالك دا د رهن په نامه تر لاسه كړى مبلغ د گټي په نورو مواردو كي په كار واچوي، دوه درې كورونه په رهن وركړي او د رهن په پيسو ئې درېيم كور جوړ كړي او په دې سره هومره گټه تر لاسه كړي چي د سود له بلي معاملې ئې نه شي تر لاسه كولى. ډېر خلك له بانكونو په سود پيسې اخلي او بيا كورونه او ښار گوټي پرې جوړوي او په رهن ئې وركوي؛ په ځينو هېوادونو كي د كورونو مالكان اكثراً د كرايه پر ځاى خپل كورونه په رهن وركوي؛ او داسي رهن په حقيقت كي حرام كار ته د حلال بڼه وركول دي.
قدرمن مشر د يادي موضوع د لا وضاحت په دوام وويل؛ د قرآن لارښوونه په دې اړه داسي ده:
وَمَا آتَيْتُمْ مِنْ رِبًا لِيَرْبُوَ فِي أَمْوَالِ النَّاسِ فَلا يَرْبُو عِنْدَ اللَّهِ وَمَا آتَيْتُمْ مِنْ زَكَاةٍ تُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُضْعِفُونَ 39 الروم
او له سود مو چي څه د دې لپاره وركړي چي د خلكو په مال كي وده وكړي؛ نو د الله په وړاندي وده نه كوي؛ او له زكات مو چي څه د الله د رضاء په تكل وركړي؛ نو همدا دوى (څو ځلي) زياتوونكي دي.
د نوموړي په وینا دا مبارك آيت د اقتصادي مناسباتو دوه متقابل صورتونه زموږ په وړاندي ږدي: ربا (سود) او زكات، د سود په اړه وايي: هغه (مال) چي خلكو ته ئې په دې موخه وركوئ چي د هغوى په مال كي زيات شي، وده وكړي او تر خپل اصلي او لومړني مقدار زيات تاسو ته بېرته راستون شي؛ دا سود دئ او د الله تعالى په وړاندي وده نه كوي او بې بركته دئ؛ وده ئې د الهي لارښوونو مطابق نه ده؛ او كوم څه چي د زكات په توگه او د الله تعالى د رضاء په تكل وركوئ نو په دې سره نه يوازي د خپل رب رضاء تر لاسه كوئ بلكي مضاعف بدله او اجر درپه برخه كېږي، همدا زكات وركوونكي د الهي معيارونو له مخي د خپلو نعمتونو څو ځلي زياتوونكي دي.
د دې مبارك آيت الفاظ ډېر صريح او حكم ئې ډېر پرېكنده دئ او هري هغي معاملې ته د سود (ربا) نوم وركوي چي بنسټ ئې پر داسي تعامل ولاړ وي چي د يوه مال د بل په مال كي زيات شي، يو بل ته خپل مال وركړي او د مال دا لومړنى خاوند، څه موده وروسته، هم خپل مال او هم ئې اضافي گټه تر لاسه كړي، پرته له دې چي څه كار، زيار او څه تاوان ئې گاللى وي. د (زكات) په مقابل كي د (ربا) راوړل د سود ماهيت او څرنگوالى لا زيات واضح كوي، زكات دا دئ چي څوك په خپل حلال مال كي يوه برخه د فقير او مسكين مسلم حق وگڼي او هغه د الله تعالى د رضاء تر لاسه كولو په موخه وركړي او سود دې ته وايي چي څوك د خپل نفس راضي كولو په موخه خپل مال بل ته په دې شرط وركړي چي مزيد مال او گټه تر لاسه كړي.
د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير وايي؛ دلته دا پوښتنه هم راولاړېږي چي آيا دا هم د سود په ضمن كي راځي چي څوك خپله د كر زمكه بل ته وركړي او هغه ئې وكري او گټه د دواړو تر منځ په يوه عادلانه او معقول تناسب ووېشل شي؟ يا خپلي پيسې بل ته وركړي او هغه پرې تجارت وكړي، كور پرې جوړ كړي او په كرايه ئې وركړي، زمكه پرې واخلي او وئې كري، يا كوم بل گټور كار پرې وكړي او په گټي كي ئې دى او د زمكي او مال خاوند شريك وي؟
نوموړی د يادي پوښتني ځواب ته په پام سره وايي؛ كه دې پوښتني ته د دې مبارك آيت په رڼا كي ځواب ووايو نو يقيناً ځواب به ئې له دې پرته بل څه نه وي چي د مسكين له خولو د گټي تر لاسه كولو پر ځاى له هغه سره مرسته وكړه، له گټي پرته حسنه قرض وركړه، هغه ستا ورور دئ او ستا په مال كي د حق خاوند، كه د الله تعالى رضاء لټوې او دا غواړې چي الله تعالى ستا په مال كي بركت واچوي نو يا بلاعوضه مرسته ورسره وكړه او يا له گټي پرته حسنه پور وركړه. خو دا چي آيا داسي معامله جائزه ده كه نه؛ بايد ووايو چي ځينو فقهاءو په دې شرط جائز گڼلې چي په گټي كي دواړه لوري په يوه عادلانه تناسب شريك وي او د تاوان په صورت كي د مال خاوند د تاوان پېټى قبول كړي.
دې ته مو بايد پام وي چي دا معامله اوس له مخكيني انفرادي حالت وتلې او پراخه نړۍ واله بڼه ئې غوره كړې، ستر ستر بانكونه رامنځته شوي، له يوه د سود په بدل كي پيسې تر لاسه كوي، بل ته ئې د سود په بدل كي وركوي، هغه پرې يا تجارت كوي، يا كورونه جوړوي او په كرايه ئې وركوي، يا د حمل و نقل وسائل (لكه كښتۍ، جهازونه او موټري) پېري او گټه تر لاسه كوي؛ او دې ته ورته كوم بل كار پرې روانوي، څه موده وړاندي دې ته د يوه گټور اقتصادي تعامل په سترگه كتل كېدل، په اسلامي نړۍ كي هم ځينو هڅه وكړه چي دې ته اسلامي رنگ وركړي، خو په دې وروستيو كي د دې معاملې بدي پايلي راڅرگندي شوې، د امريكا او اروپا ستر ستر بانكونه له افلاس سره مخامخ شول، ستر ستر اقتصادي بحرانونه ئې وزېږول، دولتونه مجبور شول د دې خطرناكو بحرانونو د حل لپاره دغو بانكونو ته په ملياردونو ډالر پور وركړي، خو سره له دې ونه توانېدل چي دا ستونزه حل كړي، يوه بېلگه ئې په افغانستان كي رامنځته شوه، د صليبي ځواكونو له تسلط وروسته گڼ شمېر بانكونه جوړ شول، ټول ئې د هغو كړيو له لوري چي دغو ځواكونو واك ته رسولي ول، دغو بانكونو په غولوونكو اعلاناتو سره له خلكو پيسې تر لاسه كړې، د اقتدار خاوندانو له دغو بانكونو د پور په نامه په لوى مقدار كي پيسې واخيستې، بهر ته ئې انتقال كړې او په دوبۍ او نورو هېوادو كي ئې كورونه او هوټلونه جوړ كړل، په پاى كي بانكونو ته نه گټه مسترد شوه او نه د قرض اصلي مبلغ، دا ځكه چي دا مبالغ هم له خلكو په دوكه تر لاسه شوي وو او هم له بانكونو؛ د كابل بانك نژدې يو مليارد ډالر د څو خائنانو له لوري اختلاس شول، هغه هم د لوړ پوړو چارواكو او د دوى د خپلوانو له لوري!!
د ښاغلي حکمتیار په وينا؛ آيا عجيبه نه ده چي څوك داسي معاملې ته د مضاربت نوم وركړي او هغه جائز وگڼي؟!! له هغو مفتيانو چي دا معامله جائز گڼي پوښتنه كوم: د مال د خاوند او هغه چا تر منځ چي په دې مال كوم توليدي كار تر سره كوي او څه گټه تر لاسه كوي؛ څومره كسان له كوم گټور او توليدي كار او زيار پرته مستفيد كېږي؟ د بانك له شريكانو نېولې تر مأمورينو پوري او د هغو شركتونو له مالكانو نېولې چي له دغو بانكونو د سود په بدل كي پيسې تر لاسه كوي د دوى تر اداري پرسونل پوري؟!! څنگه داسي معامله جائز گڼئ چي له سر تر پايه په دوكې، سود، له زيار گاللو او تاوان منلو پرته گټي باندي ولاړه ده؟!! ولي هغي معاملې ته اسلامي رنگ وركوئ چي د غرب له ظالمانه پانگوال نظام زېږېدلې او هغوى ته ئې بدي پايلي تحويل كړې؟!! نړۍ وال بانكي نظام په بشپړه توگه پر سودي تعامل ولاړ دئ، دا د غربي پانگوال نظام يوه ځانگړتيا ده، غربيانو دا نظام پر نړۍ والو تپلى؛ ولي دا هڅه كوئ چي له كفري نظام زېږېدلى بانكي سيسټم ته شرعي او اسلامي رنگ وركړئ؟ څه دې ته اړ كړي يئ چي له دې كفري نظام راولاړو شوو ستونزو ته داسي نسخه وړاندي كړئ چي نه يوازي د حل لار او ذريعه نه ده بلكي د اسلام په اړه شكوك او شبهات راولاړوي؟ ولي نه وايئ چي دا ستونزي غير اسلامي تگلارو زېږولې علاج ئې دا دئ چي دا نظام په بشپړه توگه له منځه ولاړ شي، هم ئې فكري بنسټونه نسكور شي او هم ئې كړنلاري او تگلاري؟!! اسلام داسي نظام دئ چي ټولي برخي ئې سره تړلې دي، يوه برخه ئې له نورو بېل هيڅكله هغه نتيجه نه وركوي چي د نورو په څنگ كي او له نورو سره يو ځاى ئې وركوي؛ داسي نشي كېدى چي د يوې ټولني فكري، سياسي، اجتماعي او اقتصادي مناسبات به په بشپړه توگه پر غير اسلامي بنسټونو ولاړ وي او د اسلامي اقتصاد د يوې برخي په پلي كولو سره به د هغي ټولني ستونزي حل كېږي!! د پانگوال غربي نظام له بانكي سيسټم د راولاړو شوو ستونزو د حل لپاره د مضاربت نسخه وركول؛ د هغه ډاكټر نسخې ته ورته ده چي يوه بيمار ته د سرخوږي دوا وركوي؛ خو په دې نه پوهېږي چي دا سرخوږى ئې له څه راولاړ شوى او عامل ئې څه دئ!! يقيناً چي د داسي ډاكټر نسخه به د گټي پر ځاى بيمار ته لا زيات تاوان رسوي.
د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير زياتوي چي د قرآن لارښووني ښيي چي هر هغه دَين او قرض؛ چي قرض وركوونكي ته گټه جلب كړي؛ هغه ربا او سود دئ او الله تعالى حرام كړى. په اسلام كي هره مداينه، مبايعه، معاهده، تجارت، نكاح، مشاوره؛ چي په هغې كي څو كارونه شوي وي؛ ناروا او غير معتبره معامله ده:
1- زور، اكراه او جبر؛ له خپل زور او سلطې په استفادې سره څوك په نكاح كول، څه پېرل، بيعت تر لاسه كول او نور.
2- د بل له مجبوريت غلطه استفاده؛ لكه دا چي يو څوك تر عمليات لاندي مريض لري؛ پيسو ته اړ دئ؛ څوك دوا په پور وركړي؛ خو په گرانه بيه.
د طرفينو عدم رضايت؛ په پېر پلور، تجارت، نكاح او بيعت كي.
3- دوكه او فريب؛ لكه يو شى د بل شي په نامه وپلورل شي، يا څوك خپله غوا د پلورلو لپاره منډيي ته بيايي؛ خو دوه ورځي ئې نه لوشي؛ چي تي ئې له شيدو ډك معلوم شي او په لوړه بيه ئې وپلوري؛ يا كوم واكمن؛ د خپلي خوښي خلك راغونډ كړي؛ د خپلي خوښي پرېكړه پرې لاسليك كړي او دې ته د ملت د پرېكړي نوم وركړي؛ په همدى پرېكړي؛ غونډ شوي خلك لاسونه لوړولو ته اړ كړي او ووايي: ملت فيصله وكړه چي دا ښاغلى د خپلو ځلاندو خدماتو له امله؛ دائم العمر جمهور رئيس وټاكل شو!! داؤد، ببرك، نجيب او خلف ئې همدا كارونه كړي؛ او تر دوى وړاندي ټولو پاچايانو.
4- حيله: لكه دا چي څوك په پور سره گټه او سود تر لاسه كوي؛ خو محتاج كس ته د نقدو پيسو په ځاى جنس وركوي؛ مديون او پوروړى؛ له ده جنس په گرانه بيه اخلي او څو گامه آخوا ئې په بل چا د بازار په نرخ پلوري.
گرو او رهن ته داسي بڼه وركول چي سود ترې جوړېږي او په حقيقت كي بل ته پور وركول او پر همدې پور مفته گټه تر لاسه كول وي.
5- په يوه مال كي چي دوه او تر دوه زيات شريكان ولري؛ كه دا د يوې كورنۍ وي او كه د يوه ملت بيت المال او عمومي شتمني؛ هيڅوك حق نه لري په خپل سر او د شريكانو له موافقې او رضايت پرته په هغه كي لږ يا ډېر تصرف وكړي؛ هر يو اړخيز تصرف ناروا او حرام دئ.
قدرمن مشر د خپل وضاحت په دوام دا هم وویل:
د رهن په اړه د احنافو په شمول د ټولو فقهاءو او سلف شبه اجماع په دې ده:
الف: گرو به د پور وركوونكي په بشپړ واك كي وي؛ همغسي چي قرآن وايي: (فَرِهَانٌ مَقْبُوضَةٌ: نو قبض كړى شوى رهن).
د پور خاوند له گرو؛ د گټي او منفعت تر لاسه كولو حق نه لري.
ب: نه د پور خاوند او نه د گرو خاوند؛ د معاملې تر پاى او د قرض تر وركړي پوري؛ په گرو كي نه يو اړخيز تصرف كولى شي او نه ئې پلورلى شي. امام ابو يوسف وايي: رهن اخستونكى حق نه لري چي له گرو گټه تر لاسه كړي؛ حتى كه غلام وي بايد استخدام ئې نه كړي، كه سورلي وي؛ پرې سپور نشي، كه جامه وي نه به ئې اغوندي، كه كور وي نه به په كي اوسي، ... راهن هم حق نه لري له رهن استفاده وكړي يا ئې وپلوري.
ج: په متأخرينو كي ځينو پور وركوونكي ته له گرو د استفادي جواز ثابتولو هڅه كړې او دې ته ئې د (بيع وفا)، (بیع جائز) او (بیع امانت) نوم وركړى؛ امام شافعي د انتفاع جواز نه مني، امام مالك ئې په دې شرط جائز گڼي چي په قرض كي مجرا او د انتفاع مجموعي مبلغ له پور كسر شي. د احنافو متأخرين؛ چي ډېرى ئې د سمرقند او مصر اوسېدونكي دي؛ وايي: گرو اخستونكي ته له گرو شوي ملكيت؛ د گرو وركوونكي په اجازه، انتفاع او گټه اخستل جائز دي. دا توجيه ځكه كمزورې ده چي كه له گروي مال انتفاع ناجائز وي نو د پور اخستونكي رضايت او موافقه؛ د هغه حرمت نه شي بدلولى؛ بيا خو به څرگند سود هم په دا ډول استدلال جائز گڼل كېږي؛ همغسي چي قرآن د سود خورو استدلال زموږ مخي ته ايښى او فرمايي:
الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لا يَقُومُونَ إِلا كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا... 275 البقرة
هغه چي سود خوري نه پاڅي مگر د هغه چا د پاڅېدو په څېر چي شيطان په مس (لاس راښكلو) سره د ده حواس خراب كړي وي، دا له دې كبله چي وايي: بيع خو هم د سود په څېر ده! حال دا چي الله بيع حلاله كړې او سود ئې حرام كړى ....
نوموړی زياتوي چي؛ څوك چي سود خوري؛ هغه په حقيقت كي يو مخبوط الحواس انسان دئ چي شيطان ئې حواس گډ وډ كړي، له مال سره افراطي ميني او د زيات مال د تر لاسه كولو شديد حرص؛ د جنون او لېونتوب حد ته رسولى، د ده له كاږه نظره بيع د سود په څېر ده، د ده ذهن د شيطانى القاءاتو تر اغېز لاندي دئ، په ذهن ئې شيطان سپور دئ، له همدې كبله وايي چي په بيع او تجارت كي هم يو له بل گټه تر لاسه كېږي، نو كه په سود كي همدا كار كېږي ولي بايد حرام وگڼل شي؟! شيطاني استدلال همداسي وي، ژور توپيرونه له پامه غورځول او شكلي ورته والي ته گوته نيول او په هغه استناد كول؛ د شيطان او د هغه تر اغېز لاندي انسانانو خصلت دئ. هر سليم العقله انسان پوهېږي چي په سود كي د يوه بې وزلي انسان له مجبوريت گټه اخيستل كېږي، يوې خوا ته ئې د پانگي خاوند دئ چي له كوم كار پرته يقيني او حتمي گټه تر لاسه كوي او بلي خوا ته ئې يو مجبور بې وسه انسان دئ چي دې معاملې ته د مجبوريتونو په سبب اړ شوى، له تاوان پرته ئې بل څه نه په برخه كېږي، څه چي په سود تر لاسه كوي يا به ئې په خپلو ضروري اړتياوو لگوي او يا به ئې په داسي كار چي خولې د ده په كي توى شي او گټه ئې د سود خور په جيب كي پرېوځي. سود د هغه پانگوال نظام بنيادي اړخ دئ چي خلك په كي په دوو ډلو وېشل شوي وي؛ يوې خوا ته د ټولني د ټولو شتمنيو خاوندان او بلي خوا ته هغه نادار او بې وزلي انسانان چي د دغو شتمنو لپاره بايد شپه ورځ كار وكړي او د خپلو تڼاكو او خولو په بيع تر لاسه كړى عايد د شتمنو مخي ته كښېږدي. په دې نظام كي شتمن حاكم دئ او واكمني د شتمنو په لاس كي او نظام او ټول فردي او اجتماعي قوانين او مناسبات ئې د شتمنو په خدمت كي.
نوموړی همداراز د خپل وضاحت په دوام وايي؛ پانگوال نظام له سود پرته نه شي چلېدى، د امريكا اوسنى نظام د دې ښه بېلگه ده؛ هلته د سترو سترو شركتونو او كمپنيو خاوندان او د پراخو زمكو مالكان؛ پر امريكا او پر ټولو زېرمو ئې حكومت كوي، د هېواد په سلو كي نوي شتمنۍ په سلو كي د پنځو شتمنو په لاس كي دي، له دغو شتمنو پرته او د دوى له خوښي پرته نه څوك د هېواد جمهور رئيس كېدى شي، نه د كوم ايالت گورنر، نه د كانگريس او پارلمان غړى.
قدرمن مشر زياتوي چي؛ د ملگرو ملتونو د 1383كال راپور وايي چي د امريكا 34 مليونه وگړي په فقر كي ژوند كوي، يعني په هرو اوه امريكايانو كي يو په فقر كي ژوند كوي، كار، روزگار او معاش نه لري، دا په داسي حال كي چي امريكا د نړۍ ډېر هېوادونه له اقتصادي پلوه په خپلي استعماري ولكې كي نيولي او هر كال له دغو مستعمراتو په ملياردونو ډالر تر لاسه كوي؛ كله دلته او كله هلته د جگړو اور بل كړي او په دې سره له يوې خوا د خپلو وسلو لپاره د خرڅلاو بازار پيدا كړي او له بلي خوا په دغو جنگ ځپلو هېوادونو كي د ډار، وېري او بې امنيۍ داسي حالت راپيدا كړي چي شتمن واكمنان، تاجران او بډايان ئې له خپل هېواد د خپلو شتمنيو ايستلو او د امريكا بانكونو ته په انتقال مجبور شي، د امريكا د ډېرو بانكونو د پانگو يوه لويه برخه په هغو شتمنيو شامله ده چي عربي شيخانو ورانتقال كړې.
د نوموړي په وينا؛ دې ته مو بايد پام وي چي د پورتني آيت د دې برخي (يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ) معنى دا نه ده چي كوم مجسم يا غير مجسم شيطان پرې لاس راكاږي او يا د عوامو په اصطلاح پيريان ورباندي كښېني او په دې كښېناستو يا لاس راكښو سره ئې پيرياني كوي!! بلكي په دې سره د شيطان تلقين او د انسان په زړه او دماغ د هغه اغېز ته اشاره شوې؛ ځكه قرآن د شيطان هغه اعتراف زموږ مخي ته ايښى چي د قيامت په ورځ به ئې كوي او انسانانو ته به وايي: (وَقَالَ الشَّيْطَانُ لَمَّا قُضِيَ الأَمْرُ إِنَّ اللَّهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدْتُكُمْ فَأَخْلَفْتُكُمْ وَمَا كَانَ لِي عَلَيْكُمْ مِنْ سُلْطَانٍ إِلا أَنْ دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي ....) إبراهيم 22: او كله چي د دې كار د پاى ته رسېدو پرېكړه وشي؛ شيطان به ووايي: يقيناً چي الله له تاسو سره رښتينې ژمنه كړې وه او ما چي ژمنه درسره كړې وه درنه په شا شوم؛ او پر تاسو مي هيڅ راز واكمني نه وه؛ مگر دومره چي تاسو ته بلنه دركړم او راسره ومو منله....
همدا راز فرمايي:
مِنْ شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ 4 الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ 5 مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ6 الناس
د بيا بيا راتلونكي وسواس له شره؛ هغه چي وسوسې اچوي په سينو كي د خلكو؛ كه له پېريانو وي كه له خلكو.
يعني چي د شيطان كار فقط د خلكو سينو كي وسوسې اچول دي؛ نه په خلكو لاس راښكل او مس كول. قرآن په همدې ارتباط او د متقي مؤمنانو په اړه فرمايي:
إِنَّ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوۡاْ إِذَا مَسَّهُمۡ طَٰٓئِفٞ مِّنَ ٱلشَّيۡطَٰنِ تَذَكَّرُواْ فَإِذَا هُم مُّبۡصِرُونَ ٢٠١ الاعراف
يقيناً هغه چي تقوى ئې كړې؛ كله چي ئې د شيطانانو كوم طائف (چورلېدونكى)؛ مس كړي (كوم شيطانى تلقين ورته وكړي)؛ سملاسى متوجه شي؛ نو هغه وخت ئې بصيرت په برخه (او د خپلي لاري د پېژندو وړ) شي.
د درس په پای کي په إجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.
