No-IMG

د حکمتيار صاحب اووه پنځوسمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يکشنبه د اسد ۲۹مه؛ ۱۴۰۲ھ‌ش:

د حزب اسلامي افغانستان  محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله اوه پنځوسمه درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼ‌ شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.

نوموړي د خپل مخکيني درس په دوام وويل:

١١ باب: (له ظالم د مظلوم بدله؛ كله چي د هغه مال ومومي)

1124 ـ عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قُلْنَا لِلنَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّكَ تَبْعَثُنَا فَنَنْزِلُ بِقَوْمٍ لا يَقْرُونَا، فَمَا تَرَى فِيهِ؟ فَقَالَ لَنَا: «إِنْ نَزَلْتُمْ بِقَوْمٍ فَأُمِرَ لَكُمْ بِمَا يَنْبَغِي لِلضَّيْفِ فَاقْبَلُوا، فَإِنْ لَمْ يَفْعَلُوا فَخُذُوا مِنْهُمْ حَقَّ الضَّيْفِ». (بخاري: 2461)

له عُقْبَه بن عامر رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: نبي صلى الله عليه و سلم ته مو وويل: ته مو ولېږې او کله په داسي قوم واړوو چي هغوى مو مېلمه پالنه نه كوي؛ په دې اړه څه وايې؟ نو موږ ته ئې وفرمايل: ((کله چي کوم قوم ته ورغلئ؛ که داسي څه درته وټاكل شول چي له مېلمه سره ښايي؛ نو قبول ئې كړئ؛ او كه ئې داسي ونه كړل نو د مېلمه حق ترې واخلئ)).

دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 4 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: لَيْث، يَزِيد، أَبو الخَيْر او عُقْبَة بْنِ عَامِر؛ د مسلم په شمول په نورو كتابونو كي هم له همدې متن او سند سره راوړل شوى.

 

ښاغلی حکمتیار وايي؛ دا وضاحت ايجابوي چي د مېلمه حق ترې واخلئ څه معنى لري او څنگه به ئې ترې اخلي؟ په بانډو كي دا كار كېدى شي او كه په كليو كي؟؛ په زور د اخستلو حق لري او كه نه؟؛ او كه له باغ او پټي يا له مېږو ئې څه تر لاسه كول ورته جائز شوي؟؛ دا حكم ابتدائي وو او وروسته منسوخ شوى كه نه؟؛ دا حق مضطر ته وركړى شوى او كه هر مسافر ته؟ په بخاري كي د دې ځواب نه مومو!!

 

د نوموړي په وينا په دې اړه اختلاف دئ ځيني وايي دا په ابتداء كي يو رخصت وو خو وروسته منسوخ شوى، ځيني ئې يوازي مضطر ته جائز گڼي، ځيني ئې دا صورت جائز گڼي چي د كليوالو كوم څه له زور او جنگ پرته تر لاسه كړي او ځان له اضطرار وژغوري؛ ځيني د اضطرار په صورت كي هم د اخستل شوي مال عوض وركول ضروري گڼي؛ اكثريت علماء دا يو عام دود او رواج گڼي او د سنت په سترگه ورته گوري؛ نه د واجب او فرض په سترگه؛ او دا هم وايي چي وروسته منسوخ شوى.

په همدې اړه مو مخكنيو درسونو كي هغه روايت وڅېړو چي د همداسي قضيې په ارتباط وو او مجاهدينو له كليوالو څو مېږي تر لاسه كړې وې؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ورته وفرمايل: دا درته حلال دي؛ غوره او د منلو وړ صورت ئې همدا دئ.

خو كه دا روايت له لازم وضاحت پرته د بې هدف، بې فرهنگ او غيرملتزم جنگياليو لاس ته ورشي؛ نو د ټوپك په زور به له مظلومو كليوالو د پسونو حلالول او كبابونه غواړي او مستمسك به ئې همدا روايت وي.

 

ښاغلي حکمتیار همداراز په ١٢ باب کي (د گاونډي په ديوال کي ميخ ټک وهل) موضوع وڅېړله او وئې ویل:

1125 - حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مَسْلَمَةَ، عَنْ مَالِكٍ، عَنِ ابْنِ شِهَابٍ، عَنِ الأَعْرَجِ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لاَ يَمْنَعْ جَارٌ جَارَهُ أَنْ يَغْرِزَ خَشَبَهُ فِي جِدَارِهِ»، ثُمَّ يَقُولُ أَبُو هُرَيْرَةَ: «مَا لِي أَرَاكُمْ عَنْهَا مُعْرِضِينَ، وَاللَّهِ لَأَرْمِيَنَّ بِهَا بَيْنَ أَكْتَافِكُمْ» بخاري 2463

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لا يَمْنَعْ جَارٌ جَارَهُ أَنْ يَغْرِزَ خَشَبَهُ فِي جِدَارِهِ». ثُمَّ يَقُولُ أَبُو هُرَيْرَةَ: مَا لِي أَرَاكُمْ عَنْهَا مُعْرِضِينَ وَاللَّهِ لأَرْمِيَنَّ بِهَا بَيْنَ أَكْتَافِكُمْ. (بخاري: 2463)

له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((يو گاونډى دي خپل گاونډى له دې؛ نه منع کوي چي خپل لرگى د ده په دېوال کي كښېږدي))؛ وروسته ابو هريره وويل: نه پوهېږم ولي تاسو له دې ډډه كوونكي گورم؟ والله چي ستاسو پر شا به ئې وتپم.

 

د حزب اسلامي افغانستان  محترم أمير زياتوي چي دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 5 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: عَبْد اللَّهِ بْن مَسْلَمَةَ، مَالِك، ابْنِ شِهَاب، الأَعْرَج او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ په مسلم كي هم له همدې سند او متن سره راغلى؛ په مسند احمد او ځينو نورو كي له بل سند سره راغلى خو شعيب الارنؤوط ئې ضعيف گڼي.

دا روايت لږ وضاحت ايجابوي؛ مراد ئې دا دئ چي كه ستا گاونډى دې ته اړ شو چي د خپلي خوني تير ستا پر دېوال كښېږدي، يا كوم بل لرگى او خس؛ په داسي حال كي چي تا ته كوم ضرر نه رسوي؛ نو د دې ممانعت مه كوه؛ او د ابو هريره د وينا او گواښ مراد دا دئ چي كه تاسو په خپله خوښه دا كار ونه كړئ؛ نو زه به تاسو دې ته اړ كړم.

 

نوموړي همداراز په ١٣ باب کي (د كورونو په صحن كي او د لارو خوا ته ناسته) عنوان هم په تفصيلي توگه تشريح کړ، لکه چي وايي:

1126 ـ عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِيَّاكُمْ وَالْجُلُوسَ عَلَى الطُّرُقَاتِ». فَقَالُوا: مَا لَنَا بُدٌّ إِنَّمَا هِيَ مَجَالِسُنَا نَتَحَدَّثُ فِيهَا، قَالَ: «فَإِذَا أَبَيْتُمْ إلَّا الْمَجَالِسَ فَأَعْطُوا الطَّرِيقَ حَقَّهَا» قَالُوا: وَمَا حَقُّ الطَّرِيقِ؟ قَالَ: «غَضُّ الْبَصَرِ، وَكَفُّ الأَذَى، وَرَدُّ السَّلامِ، وَأَمْرٌ بِالْمَعْرُوفِ وَنَهْيٌ عَنِ الْمُنْكَرِ». (بخاري: 2465)

له ابو سعيد خدري رضي الله عنه روايت دئ چي نبي صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((پر لارو له ناستي ډډه کوئ))؛ حاضرينو وويل: موږ بله چاره نه لرو؛ دا زموږ د ناستو ځايونه دي؛ په كي خبري كوو؛ وئې فرمايل: ((که له دغو ناستو پرته؛ بل څه كول نه غواړئ؛ نو د لاري حق اداء کوئ))؛ وئې ويل: د لاري حق څه دئ؟ وئې فرمايل: ((د نظر ساتنه، له زيان رسولو ډډه کول، د سلام ځواب، په معروف گمارنه او له منكر مخنيوى)).

دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 5 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: مُعَاذ بْن فَضَالَة، أَبُو عُمَر حَفْص بْن مَيْسَرَة، زَيْدِ بْنِ أَسْلَمَ، عَطَاءِ بْنِ يَسَار او أَبو سَعِيدٍ خُدْرِي رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ له بخاري او شُعَب الايمان پرته په بل مهم كتاب كي نه دئ راوړل شوى؛ 

په شُعَب الايمان كي؛ له ځينو توپيرونو سره؛ او په داسي حال كي چي په دريو طبقو كي ئې راويان له بخاري سره ورته دي؛ په دې صيغه راغلى

8665 - عَنْ زَيْدِ بْنِ أَسْلَمَ، عَنْ عَطَاءِ بْنِ يَسَارٍ، عَنْ أَبِي سَعِيدٍ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: " إِيَّاكُمْ وَالْجُلُوسَ عَلَى الطُّرُقَاتِ، وَإِنْ كُنْتُمْ لَا بُدَّ فَاعِلِينَ فَاهْدُوا السَّبِيلَ، وَأَعِينُوا الْمَظْلُومَ، وَرُدُّوا السَّلَامَ، وَالْأَمْرُ بِالْمَعْرُوفِ، وَالنَّهْيُ عَنِ الْمُنْكَرِ "

له ابو سعيد خدري روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((پر لارو له ناستي ډډه کوئ؛ او كه په ناچارۍ ئې كوونكي يئ؛ نو نورو ته لار ښيئ، د مظلوم مرسته كوئ، د سلام ځواب وايئ، په معروف گمارنه او له منكر مخنيوى به مو دنده وي)).

 

قدرمن مشر ورته مهال په ١٤ باب کي دا عنوان (كه ئې د عمومي لارو په اړه اختلاف وكړ) د لانديني روايت په استناد سره تشريح کړ؛ لکه چي وايي:

1127 ـ عَنْ أَبَي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَضَى النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا تَشَاجَرُوا فِي الطَّرِيقِ بِسَبْعَةِ أَذْرُعٍ. (بخاري: 2473)

له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فيصله کړې ده چي که د لاري په اړه خلکو شخړه وكړه؛ نو اندازه دې اوه گزه وي.

 

ښاغلی حکمتیار زياتوي چي دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 5 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: مُوسَى بْن إِسْمَاعِيل، جَرِير بْن حَازِم، الزُّبَيْر بْنِ خِرِّيت، عِكْرِمَة او أَبَو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ له بخاري پرته په بل هيڅ مهم كتاب كي نه دئ راوړل شوى.

د روايت معنى دا ده: كه د سړك د پلنوالي او عرض په اړه د گاونډيانو تر منځ شخړه راولاړه شوه؛ نو په 7 ذراع؛ نږدې درې نيم متره دي په خپلو كي توافق وكړي؛ البته دا د وړو كوڅو د سړكونو په اړه دئ؛ هغه مهال همدومره سړك كفايت كولو؛ چي د بار اوښ هم په كې خوځېدلى شو؛ د لارښووني هدف دا دئ چي د گاونډيو تر منځ د كوڅو د پراخوالي اندازه بايد د ټولو په توافق او ضرورتونو ته په پام سره وي.

 

په ١٥ باب کي نوموړي بيا (له چور او مُثلې نهي) موضوع په مفصل ډول وڅېړله، هلته چي فرمايي:

1128 ـ عن عَبْدِاللَّهِ بْنِ يَزِيدَ الأَنْصَارِيَّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: نَهَى النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنِ النُّهْبَى وَالْمُثْلَةِ . (بخاري: 2474)

له عبدالله بن يزيد انصاري رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: نبي صلى الله عليه و سلم له لوټمار او د مړو له مثله کولو نهي کړې ده.

دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 4 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: آدَم بْن أَبِي إِيَاس، شُعْبَة، عَدِيّ بْن ثَابِت او عَبْدَ اللَّهِ بْنَ يَزِيدَ الأَنْصَارِي؛ له بخاري او مسند ابي داؤد الطيالسي پرته په بل هيڅ كتاب كي نه دئ راوړل شوى؛ خو متن ئې له قرآن او سنت سره بشپړ مطابقت لري.

 

د حزب اسلامي افغانستان  محترم أمير همداراز په ١٦ باب کي دا موضوع (څوك چي له خپل مال د دفاع لپاره جنگېږي) تشريح کړه، هلته چي فرمايي:

1129 ـ عَنْ عَبْدِاللَّهِ بْنِ عَمْرٍو رضي الله عنه قَالَ: سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «مَنْ قُتِلَ دُونَ مَالِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ». (بخاري: 2480)

له عبدالله بن عمرو رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي اورېدلي چي فرمايل ئې: ((څوک چي له خپل مال د دفاع په لار کي ووژل شي؛ نو هغه شهيد دئ)).

دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ په 5 طبقو كي ئې راويان دا دي: عَبْد اللَّهِ بْن يَزِيد، سَعِيد بْن أَبِي أَيُّوبَ، أَبُو الأَسْوَد، عِكْرِمَة او عَبْد اللَّهِ بْنِ عَمْرو رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا؛ په سنن ترمذي كي په دې صيغه راغلى:

1421 - عَنْ سَعِيدِ بْنِ زَيْدٍ قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «مَنْ قُتِلَ دُونَ مَالِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ دِينِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ دَمِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ أَهْلِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ»

له سعيد بن زيد روايت دئ چي وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي واورېدل چي ويل ئې: ((څوک چي له خپل مال د دفاع له كبله ووژل شي؛ نو هغه شهيد دئ، څوک چي له خپل دين د دفاع له كبله ووژل شي؛ نو هغه شهيد دئ، څوک چي له خپل سر او ويني د دفاع له كبله ووژل شي؛ نو هغه شهيد دئ، څوک چي له خپل عيال د دفاع له كبله ووژل شي؛ نو هغه شهيد دئ)).

د نوموړي په وينا؛ لكه چي گورئ د سنن ترمذي روايت؛ د بخاري تر روايت جامع او مفصل دئ.

 

په ١٧ باب کي ئې بيا د لاندينيو رواياتو په استناد دا موضوع تفصيلاً وڅېړله، لکه چي وايي؛ (څوک چي د بل چا کاسه يا بل څه مات کړي)

1130 ـ عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ عِنْدَ بَعْضِ نِسَائِهِ فَأَرْسَلَتْ إِحْدَى أُمَّهَاتِ الْمُؤْمِنِينَ مَعَ خَادِمٍ بِقَصْعَةٍ فِيهَا طَعَامٌ، فَضَرَبَتْ بِيَدِهَا فَكَسَرَتِ الْقَصْعَةَ فَضَمَّهَا وَجَعَلَ فِيهَا الطَّعَامَ وَقَالَ: «كُلُوا» وَحَبَسَ الرَّسُولَ وَالْقَصْعَةَ حَتَّى فَرَغُوا فَدَفَعَ الْقَصْعَةَ الصَّحِيحَةَ وَحَبَسَ الْمَكْسُورَةَ. (بخاري: 2481)

له انس رضي الله عنه روايت دئ چي: رسول الله صلى الله عليه و سلم له خپلي کومي مېرمني سره وو چي بلي ئې د خادم په لاس په يوه کاسه کي خواړه ورولېږل، دې هغه کاسه په لاس ووهله او ماته ئې کړه؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم د کاسې ټوټې سره يو ځاى كړې او هغه خواړه ئې په کي واچول او وئې فرمايل: ((وخورئ))؛ لېږل شوى خادم او کاسه ئې تر هغه ايسار كړل چي فارغ شول؛ بيا ئې روغه کاسه ورکړه او ماته ئې وساتله.

دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ په 4 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: مُسَدَّد، يَحْيَى بْن سَعِيد، حُمَيْدٍ او أَنَس رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ په سنن ابن ماجه كي هم د بخاري له دوو لومړنيو راويانو؛ حميد او انس راوړل شوى؛ خو په دې صيغه:

2334 – عن حُمَيْد، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، قَالَ: كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عِنْدَ إِحْدَى أُمَّهَاتِ الْمُؤْمِنِينَ، فَأَرْسَلَتْ أُخْرَى بِقَصْعَةٍ فِيهَا طَعَامٌ، فَضَرَبَتْ يَدَ الرَّسُولِ، فَسَقَطَتِ الْقَصْعَةُ فَانْكَسَرَتْ، فَأَخَذَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْكِسْرَتَيْنِ، فَضَمَّ إِحْدَاهُمَا إِلَى الْأُخْرَى، فَجَعَلَ يَجْمَعُ فِيهَا الطَّعَامَ، وَيَقُولُ: «غَارَتْ أُمُّكُمْ، كُلُوا»؛ فَأَكَلُوا، حَتَّى جَاءَتْ بِقَصْعَتِهَا، الَّتِي فِي بَيْتِهَا، فَدَفَعَ الْقَصْعَةَ الصَّحِيحَةَ إِلَى الرَّسُولِ، وَتَرَكَ الْمَكْسُورَةَ فِي بَيْتِ الَّتِي كَسَرَتْهَا.

له انس رضي الله عنه روايت دئ چي: رسول الله صلى الله عليه و سلم؛ له يوې ام المؤمنين سره وو؛ چي بلي ئې د خادم په لاس په يوه کاسه کي خواړه ورولېږل، دې د خادم لاس ووهلو؛ نو كاسه ولوېده او ماته شوه، نو رسول الله صلى الله عليه و سلم د کاسې دوه ټوټې واخستلې او يوه ئې له بلي سره يو ځاى كړه او هغه خواړه ئې په کي اچول او وئې فرمايل: ((ستاسو د مور سيالي او غيرت پارېدلى؛ وخورئ))؛ نو وئې خوړل؛ بيا ئې د هغي مېرمن روغه كاسه راوړه چي دى ئې په كور كي وو؛ نو روغه كاسه ئې خادم ته وركړه او ماته ئې د هغي په كور كي پرېښوده؛ چي ماته كړې ئې وه.

 

ښاغلي حکمتیار په وينا؛ د دې روايت په اړه څو وضاحتونه ضروري دي:

الف: د بخاري روايت ابهامات لري او د ابن ماجه روايت واضح دئ.

ب: د رسول الله صلى الله عليه و سلم دا دواړه مېرمني څوك وې؛ ولي ئې نومونه نه دي اخستل شوي؟

ج: د دې صحنې ليدونكى څوك وو؛ انس رضي الله عنه ته دا خبره چا كړې؟ د روايت له الفاظو معلومېږي چي دى په صحنه كي حاضر نه وو؟

ح: ولي دا خبره بل چا نه ده كړې او له انس پرته بل راوي نه لري؛ په داسي حال كي چي له روايت معلومېږي نور كسان هم دلته حاضر وو؟!

خ: آيا د عائشې رضي الله عنها په څېر له ستر شخصيت د داسي كړني تصور كولى شو؟! هغه هم د مېلمنو په وړاندي؟

س: آيا د رسول الله صلى الله عليه و سلم د كورني شخصي ژوند په اړه؛ هغه هم د غريب روايت په استناد؛ داسي څه ويل، منل او په كتابونو كي راوړل؛ څه گټه لري؛ دا خو يوازي دښمنانو ته د تبليغاتي موادو په لاس وركول دي؟!

ش: آيا څوك دا خوښوي چي د ده د سكنۍ مور په اړه په كتابونو كي داسي څه وليكل شي؟ د خپلي معنوي مور او د خپل پيغمبر د درنې مېرمني په اړه ئې څنگه مني او خپروي؟!

 

قدرمن مشر زياتوي چي دا او دې ته ورته روايات بايد د حديث له كتابونو حذف شي؛ همداسي لكه چي هر محدث په لسگونو زره روايات حذف كړي او له راوړلو ئې ډډه كړې؛ امام مسلم همدا كار كړى او دا روايت ئې په صحيح مسلم كي نه دئ راوړى؛ سره له دې هغه ئې استاد وو.

 

ښاغلي حکمتیار همداراز د صحيح البخاري په ٤۵ کتاب (شراکت) کي د شراکت په مسائلو تفصيلي بحث درلود، هلته چي فرمايي:

١ باب: (په خوړو او نورو شيانو کي شراکت)

1131 ـ عَنْ سَلَمَةَ بنِ الأكْوَعِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: خَفَّتْ أَزْوَادُ الْقَوْمِ وَأَمْلَقُوا فَأَتَوُا النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي نَحْرِ إِبِلِهِمْ فَأَذِنَ لَهُمْ فَلَقِيَهُمْ عُمَرُ فَأَخْبَرُوهُ فَقَالَ: مَا بَقَاؤُكُمْ بَعْدَ إِبِلِكُمْ، فَدَخَلَ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ! مَا بَقَاؤُهُمْ بَعْدَ إِبِلِهِمْ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «نَادِ فِي النَّاسِ فَيَأْتُونَ بِفَضْلِ أَزْوَادِهِمْ» فَبُسِطَ لِذَلِكَ نِطَعٌ وَجَعَلُوهُ عَلَى النِّطَعِ، فَقَامَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَدَعَا وَبَرَّكَ عَلَيْهِ ثُمَّ دَعَاهُمْ بِأَوْعِيَتِهِمْ فَاحْتَثَى النَّاسُ حَتَّى فَرَغُوا، ثُمَّ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَشْهَدُ أَنْ لا إِلَهَ إلَّا اللَّهُ وَأَنِّي رَسُولُ اللَّهِ». (بخاري: 2484)

له سَلَمَه بن اکوع رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: د خلكو توښې (د سفر خواړه) خلاص او له لوږې سره مخ شول؛ نو د اوښانو د حلالولو په اړه؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ورغلل؛ نو اجازه ئې ورکړه؛ نو عمر ورسره مخامخ شو او ترې خبر ئې كړ؛ وئې ويل: له خپلو اوښانو وروسته به ستاسو ژوند څنگه وي؟ بيا د رسول الله صلى الله عليه و سلم خوا ته ورغى او وئې ويل: يا رسول الله! له خپلو اوښانو وروسته به ئې ژوند څنگه وي؟ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم امر وکړ: ((خلکو ته غږ کړه چي ورسره پاته توښه راوړي))؛ نو د دې لپاره د څرمني دسترخان وغوړول شو او خواړه ئې پرې واچول؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم پاڅېد؛ دعاء ئې وكړه او  برکت ئې ورته وغوښت؛ بيا ئې دوى له خپلو لوښو سره راوغوښتل؛ خلکو خپل لوښي ډکول؛ تر هغه چي فارغ شول؛ بيا رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((شاهدي وايم چي له الله پرته بل معبود نشته او زه د الله تعالى رسول يم)).

 

د ښاغلي حکمتیار په وينا چي دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 4 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: بِشْر بْن مَرْحُوم، حَاتِم بْن إِسْمَاعِيل، يَزِيد بْنِ أَبِي عُبَيْد او سَلَمَة رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ له بخاري پرته په بل هيڅ كتاب كي نه دئ راوړل شوى. يعني چي نورو محدثينو نه د دې روايت سند معتبر گڼلى او نه ئې متن؛ ځكه چي دا يوه عامه پېښه او مهمه قضيه وه؛ كه داسي څه شوي وى نو ډېرو به په خپلو سترگو ليدلې وه او له ډېرو به روايت شوې وه!!

تر دې وروسته به په بل روايت كي وگورئ؛ چي دا د اشعريانو قومي دود وو؛ په وچ كاليو او قحطي كي به ئې همداسي كول؛ هر چا به خپل ټول خوراكي توكي راوړل؛ يو ځاى به ئې غونډ كړل او بيا به د ټولو تر منځ په برابره توگه ووېشل شول؛ يعني چي دا نه كومه معجزه وه او نه كوم فوق العاده عمل.

1132 ـ عَنْ أَبِي مُوسَى رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ الأَشْعَرِيِّينَ إِذَا أَرْمَلُوا فِي الْغَزْوِ أَوْ قَلَّ طَعَامُ عِيَالِهِمْ بِالْمَدِينَةِ جَمَعُوا مَا كَانَ عِنْدَهُمْ فِي ثَوْبٍ وَاحِدٍ، ثُمَّ اقْتَسَمُوهُ بَيْنَهُمْ فِي إِنَاءٍ وَاحِدٍ بِالسَّوِيَّةِ، فَهُمْ مِنِّي وَأَنَا مِنْهُمْ». (بخاري: 2486)

له ابو موسى رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((اشعريان داسي دي چي کله په غزا كي د دوى توښه خلاصه شي او يا ئې په مدينه کي د عيال نفقه کمه شي؛ نو څه چي ورسره پاته وي؛ په يوې ټوټې کي ئې راغونډ کړي؛ بيا ئې په خپل منځ كي؛ په يوه لوښي سره مساويانه ووېشي؛ نو دوى زما او زه د دوى يم)).

دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 4 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: حَمَّاد بْن أُسَامَةَ، بُرَيْدٍ، أَبو بُرْدَةَ او أَبو مُوسَى؛ له مهمو كتابونو يوازي بخاري او مسلم راوړى.

 

د نوموړي په وينا له دې روايت دا هم معلومېږي؛ چي كه رسول الله صلى الله عليه و سلم؛ د اشعريانو د دود مطابق كار كړى وي؛ نو دا كوم فوق العاده كار نه بلكي د دې دود مطابق كار وو؛ د روايت په پاى كي دا فقره؛ نو دوى زما او زه د دوى يم؛ همدا مطلب افاده كوي؛ يعني زما او د دوى طريقه سره ورته او يوه ده. له روايت دا مطلب هم اخلو چي په همدې خواخوږي، ايثار او عدالت سره؛ الله تعالى پر خپلو بندگانو د بركت لورېينه كوي. لكه چي قرآن فرمايي: (وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ .... ) الأعراف 96: او كه كليوالو ايمان راوړى او تقوى ئې كړې وى؛ نو د آسمان او زمكي د بركت دروازې به مو دوى ته پرانستې وې...

 

نوموړي همداراز د ياد کتاب په ٢ باب کي (د پسونو وېشل) موضوع وڅېړله او وئې ويل:

1133 ـ عَنْ رَافِعِ بْنِ خَدِيجٍ قَالَ: كُنَّا مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِذِي الْحُلَيْفَةِ فَأَصَابَ النَّاسَ جُوعٌ فَأَصَابُوا إِبِلاً وَغَنَمًا قَالَ: وَكَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي أُخْرَيَاتِ الْقَوْمِ، فَعَجِلُوا وَذَبَحُوا وَنَصَبُوا الْقُدُورَ، فَأَمَرَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِالْقُدُورِ فَأُكْفِئَتْ، ثُمَّ قَسَمَ فَعَدَلَ عَشَرَةً مِنَ الْغَنَمِ بِبَعِيرٍ، فَنَدَّ مِنْهَا بَعِيرٌ فَطَلَبُوهُ فَأَعْيَاهُمْ وَكَانَ فِي الْقَوْمِ خَيْلٌ يَسِيرَةٌ، فَأَهْوَى رَجُلٌ مِنْهُمْ بِسَهْمٍ فَحَبَسَهُ اللَّهُ ثُمَّ قَالَ: «إِنَّ لِهَذِهِ الْبَهَائِمِ أَوَابِدَ كَأَوَابِدِ الْوَحْشِ، فَمَا غَلَبَكُمْ مِنْهَا فَاصْنَعُوا بِهِ هَكَذَا» فَقَالَ جَدِّي إِنَّا نَرْجُو أَوْ نَخَافُ الْعَدُوَّ غَدًا وَلَيْسَتْ مَعَنَا مُدًى أَفَنَذْبَحُ بِالْقَصَبِ؟ قَالَ: «مَا أَنْهَرَ الدَّمَ وَذُكِرَ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ فَكُلُوهُ لَيْسَ السِّنَّ وَالظُّفُرَ وَسَأُحَدِّثُكُمْ عَنْ ذَلِكَ: أَمَّا السِّنُّ فَعَظْمٌ وَأَمَّا الظُّفُرُ فَمُدَى الْحَبَشَةِ». (بخاري: 2488)

له رافع بن خَدِيج رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: موږ له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره په ذوالحُلَيفه کي وو چي خلک وږي شول؛ نو اوښان او پسونه ئې غنيمت كړل؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم د خلکو وروستيو ليكو كي وو؛ نو خلكو تلوار وكړ، ذبح ئې كړل او ديگونه ئې بار کړل؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم د ديگونو په اړه امر وكړ او نسكور كړى شول؛ بيا ئې غنيمتونه ووېشل؛ لس پسونه ئې له يوه اوښ سره برابر وگرځول؛ له دې ډلي يو اوښ وتښتېدو؛ نو په لټه كي ئې شول، دومره چي ستړي ئې كړل، له دوى سره لږ آسونه وو؛ د دوى يوه سړي غشى خوشي كړ چي الله تعالى هغه اوښ راتم كړ؛ بيا رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((دا څاروي داسي ترېدل لري لکه د وحشي ځناورو ترېدل؛ که له دوى کوم يو درباندي غالب شو نو همداسي ورسره وكړئ)). نو زما نيكه وويل: موږ هيله لرو يا وېرېږو؛ چي سبا له دښمن سره مخ شو؛ چړې هم راسره نشته؛ آيا کولى شو په نى سره ئې ذبح کړو؟ وئې فرمايل: ((هر څه چي وينه جاري کړي او پر حلالولو ئې د الله تعالى نوم ياد شي؛ وئې خورئ؛ خو چي نوک او غاښ نه وي؛ او دا دئ زه به د دوى دواړو په اړه درته ووايم: غاښ خو هډوکى دئ او نوک د حبشو (کافرانو) د ذبحي آله ده.

يعني په هډوكي سره د څاروي ذبح كول جائز نه دي؛ كه دا غاښ وي او كه نوك؛ كه انسان ئې په خپل غاښ يا نوك ذبح كوي او كه ئې د بل حيوان په هډوكي.

 

ښاغلی حکمتیار زياتوي چي دا روايت په بخاري كي 8 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2488 - 2507 - 3075 - 5498 - 5503 -5506 - 5509 - 5543 - غريب دئ؛ په 4 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: سَعِيدِ بْنِ مَسْرُوق، عَبَايَة بْنِ رِفَاعَةَ، پلار ئې رفاعه او نيكه ئې رَافِعِ بْنِ خَدِيجٍ؛ د مسلم په شمول ځينو نورو كتابونو كي هم راغلى؛ متن او روايان ئې سره ورته دي؛ په بخاري كي اته ځلي داسي راوړل شوي چي په بېلو بېلو شمېرو كي ئې ځيني ځيني برخي راغلې.

مراد ئې دا دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم له صحابه وو سره يو ځاى په غزا وتلي؛ معمولاً به رسول الله صلى الله عليه و سلم؛ د قطار په وروستۍ برخي كي وو؛ په دې موخه چي كه څوك د ضعف او ناتوانۍ له كبله شا ته پاته شوى وي؛ ستونزه ئې حل كړي؛ مخكينيو ته د دښمن اوښان او مېږي په لاس ورغلې؛ ځينو تلوار كړى؛ له وېش مخكي ئې څو ذبح كړي او ديگونه ئې بار کړي؛ كله چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وررسېدلى؛ نو لومړى ئې د ديگونو نسكورولو امر كړى؛ بيا ئې په شرعي توگه وېشلي؛ لس پسونه ئې له يوه اوښ سره برابر گڼلي؛ دا مهال يوه تن پوښتلي: كه چړې راسره نه وي؛ آيا كولى شو څاروي په تېره لرگي حلال كړو؟ رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: هر څه چي وينه جاري کړي او پر حلالولو ئې د الله تعالى نوم ياد شي؛ وئې خورئ؛ خو چي نوک او غاښ نه وي؛ يعني په هډوكي ئې مه ذبح كوئ؛ چي په توجيه كي ئې ځينو ويلي: په هر هډوكي له ذبح كولو ممانعت شوى؛ ځينو ويلي چي دا د كافرانو دود وو؛ ځينو ويلي؛ په غاښ سره داسي نه شي ذبح كېدى چي د ويني بهېدو باعث شي؛ په دې اړه هم اختلاف دئ چي ولي ديگونه نسكور كړى شول؛ وجه ئې دا ښودل شوې چي تر وېش وړاندي او د نورو تر رارسېدو وړاندي ذبح شوي؛ تر وېش وړاندي ذبح كول؛ لوټمار او غارت ته ورته ناجائز عمل دئ؛ دا پوښتنه هم ځواب غواړي چي د ديگونو غوښي تلف شوې كه نه؛ دا ځواب غوره گڼل شوى چي غوښه په وېش كي نيول شوې؛ بله پوښتنه دا ده چي ولي لس پسونه له يوه اوښ سره برابر گڼل شوي؛ په داسي حال كي چي په قرباني كي يو اوښ له اوو پسونو سره برابر نيول كېږي؟ په ځواب كي ئې ويل شوي: د دواړو قيمت ته په پام سره دا پرېكړه شوې؛ او له دې سره تعارض نه لري چي په قرباني كي يو اوښ له اوو پسونو سره برابر نيول كېږي.

 

نوموړي همداراز وویل؛ د دې روايت څو برخي مزيد توجه ايجابوي:

1- رسول الله صلى الله عليه و سلم خپله پرېكړه بدله كړه؛ او دا ښيي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم ځيني خبري هغه وحى وه چي مجموعه ئې په قرآن كي مومو؛ او ځيني ئې له همدې وحي د ده تفسير او بيان؛ او ځيني ئې د ده شخصي رأى او ورځنۍ خبري؛ د دې روايت همدا برخه دغه حقيقت زموږ مخي ته ږدي؛ خو هغه چي وايي د رسول الله صلى الله عليه و سلم هره وينا وحي ده!! هغوى دي ووايي: آيا د ده دواړه خبري وحي وې؛ د اوښانو حلالولو اجازه ئې هم او بيا دا بېرته اخستل او بله پرېكړه ئې هم؟!!

2- آيا په قرآن كي دا مومو چي د مسلمانانو مشر او قائد به د قطار په پاى كي درومي؟ نو ځكه رسول الله صلى الله عليه و سلم په دې غزوه كي د قطار په پاى كي روان وو؟! ځواب دا دئ: هو؛ قرآن؛ موسى عليه السلام ته د الله تعالى لارښوونه داسي انځور كړې: (وَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى أَنْ أَسْرِ بِعِبَادِي إِنَّكُمْ مُتَّبَعُونَ) الشعراء 52: او موسى ته مو وحي وكړه چي زما بندگان په شپه كي روان كړه، (دوى وړاندي او ته ئې تر شا)، يقيناً چي ستاسو تعاقب به كېږي،

موسى عليه السلام ته د هجرت حكم شوى خو په دې توگه چي قوم مخكي او دى تر شا، پيغمبر عليه السلام هم لومړى خپل ټول اصحاب له مكي رخصت كړل او ترټولو وروسته ده هجرت وكړ. موسى عليه السلام ته هم همداسي وينا شوې وه.

 

په ٣ باب کي نوموړي بيا (د شريک مال مناسبه بيه) د لانديني روايت په استناد سره توضيح کړه او وئې ويل:

1134 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَنْ أَعْتَقَ شَقِيصًا مِنْ مَمْلُوكِهِ فَعَلَيْهِ خَلاصُهُ فِي مَالِهِ، فَإِنْ لَمْ يَكُنْ لَهُ مَالٌ قُوِّمَ الْمَمْلُوكُ قِيمَةَ عَدْلٍ ثُمَّ اسْتُسْعِيَ غَيْرَ مَشْقُوقٍ عَلَيْهِ». (بخاري: 2492)

له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((که چا په مشترک غلام کي خپله برخه آزاده کړه؛ نو بايد پاته برخه ئې هم په خپل مال سره آزاده کړي؛ که غلام مال ونه لري؛ نو بايد د هغه غلام عادلانه او مناسب قيمت وټاكل شي او بيا په داسي کار وگمارل شي چي غلام ته سخت نه وي.

دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 7 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: بِشْر بْن مُحَمَّد، عَبْدُ اللَّه، سَعِيد بْن أَبِي عَرُوبَة، قَتَادَة، النَّضْرِ بْنِ أَنَس، بَشِيرِ بْنِ نَهِيك او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ له بخاري او مسلم پرته په بل هيڅ كتاب كي نه دئ راوړل شوى.

د مسلم روايت داسي دئ:

3 - (1503) عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَنْ أَعْتَقَ شِقْصًا لَهُ فِي عَبْدٍ، فَخَلَاصُهُ فِي مَالِهِ إِنْ كَانَ لَهُ مَالٌ، فَإِنْ لَمْ يَكُنْ لَهُ مَالٌ، اسْتُسْعِيَ الْعَبْدُ غَيْرَ مَشْقُوقٍ عَلَيْهِ»،

د ښاغلي حکمتیار په وينا په دواړو كي دا توپيرونه مومو: د سند په پنځو طبقو كي د دواړو روايان سره ورته؛ او په متن كي؛ په يوه كي شِقْصًا لَهُ فِي عَبْدٍ په بل كي شَقِيصًا مِنْ مَمْلُوكِهِ په يوه كي فَخَلَاصُهُ فِي مَالِهِ په بل كي فَعَلَيْهِ خَلاَصُهُ فِي مَالِهِ، په يوه كي اسْتُسْعِيَ الْعَبْدُ غَيْرَ مَشْقُوقٍ عَلَيْهِ په بل كي ثُمَّ اسْتُسْعِيَ غَيْرَ مَشْقُوقٍ عَلَيْهِ؛ د بخاري په روايت كي دا شته قُوِّمَ المَمْلُوكُ قِيمَةَ عَدْلٍ په مسلم كي نشته.

په روايت كي دا ابهام شته چي له (في ماله)؛ مراد د غلام مال دئ او كه د شريك مال؛ خو د مسلم د روايت له دې فقرې (إِنْ كَانَ لَهُ مَالٌ)؛ معلومېږي چي مراد ئې د غلام مال دئ؛ د روايت مراد دا دئ: که څوك په مشترک غلام کي خپله برخه آزاده کړه؛ نو بايد پاته برخه ئې هم يا د همغه غلام له مال وركړي او يا له خپل مال؛ که غلام او شريك مال ونه لري؛ نو بايد د هغه غلام عادلانه او مناسب قيمت وټاكل شي او بيا په داسي کار وگمارل شي چي غلام ته سخت نه وي؛ او په دې توگه آزاد شي.

٤ باب: آيا په وېش او د سهم ټاكلو کي پچه اچول كېدى شي؟

1135 ـ عن النُّعْمَانَ بْنَ بَشِيرٍ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَثَلُ الْقَائِمِ عَلَى حُدُودِ اللَّهِ وَالْوَاقِعِ فِيهَا كَمَثَلِ قَوْمٍ اسْتَهَمُوا عَلَى سَفِينَةٍ فَأَصَابَ بَعْضُهُمْ أَعْلاهَا وَبَعْضُهُمْ أَسْفَلَهَا، فَكَانَ الَّذِينَ فِي أَسْفَلِهَا إِذَا اسْتَقَوْا مِنَ الْمَاءِ مَرُّوا عَلَى مَنْ فَوْقَهُمْ فَقَالُوا: لَوْ أَنَّا خَرَقْنَا فِي نَصِيبِنَا خَرْقًا وَلَمْ نُؤْذِ مَنْ فَوْقَنَا، فَإِنْ يَتْرُكُوهُمْ وَمَا أَرَادُوا هَلَكُوا جَمِيعًا، وَإِنْ أَخَذُوا عَلَى أَيْدِيهِمْ نَجَوْا وَنَجَوْا جَمِيعًا». (بخاري: 2493)

له نعمان بن بَشِير رضي الله عنه روايت دئ چي نبي صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((د الله تعالى د حدودو د ساتونکي او تر پښو لاندي کوونکي مثال؛ د هغو خلکو په څېر دئ چي په کښتۍ کي د سپرېدو لپاره پچه واچوي؛ ځينو ته ئې پورتنۍ او ځينو ته ئې لاندينۍ برخه ورسېږي؛ نو هغه چي په لاندينۍ طبقه کي دي؛ کله چي د اوبو تر لاسه كول وغواړي؛ پر هغو به تېرېږي چي تر دوى بر دي؛ نو په خپل منځ کي سره ووايي: كاش موږ په خپلي برخي كي يو سورى جوړ كړو؛ او هغه اذيت نه كړو چي له موږ پاس دي؛ که دوى او هغه څه چي غواړي ئې؛ همداسي پرېږدي؛ نو ټول به هلاک شي؛ خو که ئې تر لاس ونيسي او مخنيوى ئې وكړي؛ نو هم به دوى وژغورل شي او هم نور ټول)).

 

قدرمن زياتوي چي دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 4 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: أَبُو نُعَيْمٍ، زَكَرِيَّاء، عَامِر، النُّعْمَانَ بْنَ بَشِيرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا؛ له بخاري پرته په بل هيڅ كتاب كي نه دئ راوړل شوى.

د روايت موضوع ډېره مهمه؛ او دا ده چي معمولاً ټولني په دوو برخو وېشل شوې وي: 1- برنۍ حاكمه او شتمنه طبقه

2- لاندينۍ محكومه او نېستمنه طبقه؛ برنۍ طبقه؛ د دوهمي طبقي او د دوى د رزق او روزي تر منځ حائل وي؛ دوى نه شي كولى خپل حق مخامخ او له خنډ پرته تر لاسه كړي؛ دا وضعيت بالآخره په دې منتج كېږي چي دوهمه طبقه د حاكم نظام د تخريب لپاره ملا وتړي؛ او دا ظالمانه وېش له منځه يوسي؛ كه د ټولني واكمن او شتمن؛ دا ستونزه حل نه كړي او عادلانه وېش ته چمتو نه شي؛ نو لومړى به دوى او واكمني او شتمني ئې له منځه ځي او بيا ټولنه په مجموع كي. د دې مهمي اجتماعي موضوع لپاره مناسب عنوان په كار وو؛ نه دا عنوان: (آيا په وېش او د سهم ټاكلو کي پچه اچول كېدى شي؟)  

 

ښاغلي حکمتیار زياتوي چي د روايت دا برخه بحث ايجابوي چي آيا په قرآن كي دا مومو چي غير اسلامي ټولني په لوړي او ټيټي طبقې وېشل شوې وي؟ ځواب ئې دا دئ چي: هو؛ قرآن د فرعون په اړه فرمايي: (إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلا فِي الأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ) القصص 4: يقيناً چي فرعون په زمكي كي كبر او لويي وكړه او د هغې اوسېدونكي ئې په ډلو ډلو ووېشل، غوښتل ئې يوه ډله ئې بې وزلې او كمزورې وي، زامن ئې ورحلالول او لوڼي ئې ژوندۍ پرېښودې، يقيناً چي دى له مفسدينو وو.

 

د ښاغلي حکمتیار پر ټکو؛ حقيقت دا دئ چي د هر صحيح حديث لپاره به حتماً په قرآن كي شاهد او منشأ ومومو.

 

د درس په پای کي په إجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان  د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک