No-IMG

خپلواکۍ که و نه پالل شي، بايلل سوې ده!

اسد الله اسد

 

د خپلواکۍ پالل ايجابوي چي يو ملت داسي يو خپلواک نظام ولري چي ريښې ٸې په ولس کي وي، د ملت سياسي، اقتصادي او فرهنګي خپلواکۍ تضمين او تامين کړي!

موږ په سيمه کي يو لرغونى ملت يو، د آريايانو ميراث خور ملت چي د تمدنونو زانګو ٸې زنګولې خو نننى وضعيت مو چيشى دٸ؟

 ـ نړۍ او سيمي ته قناعت نسو ورکولى چي موږ تاړاک ګر نه يو، د چا عزت، ابرو، امنيت او ډوډۍ ته غله نه يو، بلکي يو ابرومند او شريف ولس يو چي له نړۍ سره ژوند غواړو، نړيوالو تعهداتـو او ميثاقونو ته ژمن يو!

 ـ له انګليس څخه د خپلواکۍ تر اخيستلو وروسته لا نه يو توانېدلي چي يو خپلواک سياسي او اقتصادي نظام جوړ کړو، داسي چي د ټول ملت ګټي خوندي کړي ـ

 ـ د سياسي واک او ځواک د لېږد مېکانيزم نه لرو، همدې تشې تل د نظام پر ضد وسلوالو بغاوتونو او کودتايي سياستونو ته لار خلاصه کړې!

 ـ زموږ نن هم په ډېرو وړو وړو خبرو سر نه دٸ خلاص، لا هم فکر کــوو چي:

۔ــ د خپلواکۍ، هوسايۍ او نېکمرغۍ څپې (امانيزم) پر وړاندي د غلامۍ، بدمرغۍ او تاريکۍ سېلۍ (سقاويزم) سمه وه

 ــ په ننني نړيوال سياسي او حقوقي چاپېريال کي د اومي پېړۍ اکټونه او چوکاټونه د عمل وړ دي

 ــ اسلام او افغانيت سره جلا دي، يو د بل ضد ٸې پېژنو، پيروان ٸې تفسير په پرديو چوکاټونو او فکرونو کوي!

 موږ بايد سر خلاص کړو چي:

 ـــ امان الله خان د هيواد د خپلواکۍ، هوسايۍ، پرمختګ او نېکمرغۍ سمبول وو، د يو انسان په حيث ترې لازمي "inherent" تېروتني وسوې خو د ده په پرتله د سقاوى زوى د بدمرغۍ، تاريکۍ، غلامۍ او جهل استازى وو، هيڅ ښه والى ٸې نه درلود!

 ــ تر څو چي يو ملت اقتصادي خپلواکۍ نه وي ترلاسه کړې، سياسي خپلواکۍ هيڅ مانا نه لري

۔ـ د خپواک نظام پايلي بايد د ټولنيز عدالت، نړيوال حيثيت، د ملت د مشارکت، رضايت، باور او ډاډمنتيا په بڼي کي ډاګيزه سي

 ـ په ننني نړيوال چاپېريال کي افغانيت زموږ د جلال او جمال توغ دٸ، اسلام مو د لاري مشال دٸ، د دې توغ ټټېدل او د دې مشال تتېدل، د خپلواکۍ د بايللو نښې دي!

 ـ پر دې خاوره د بهرنيو هر ډول نظامي حضور زموږ خپلواکۍ غصب کړې، هغوى چې پر وړاندي درېدلي زموږ اتلان دي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک