No-IMG

د حکمتيار صاحب شپږ پنځوسمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

چهارشنبه د اسد ۲۵؛ ۱۴۰۲:

د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي د حزب اسلامی افغانستان محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله شپږ پنځوسمه درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.

نوموړي د خپل مخکيني درس په دوام لانديني روايتونه په تفصيلي توگه تشريح کړل، لکه چي وايي:

1108 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: اسْتَبَّ رَجُلانِ رَجُلٌ مِنَ الْمُسْلِمِينَ،0 وَرَجُلٌ مِنَ الْيَهُودِ قَالَ الْمُسْلِمُ: وَالَّذِي اصْطَفَى مُحَمَّدًا عَلَى الْعَالَمِينَ، فَقَالَ الْيَهُودِيُّ: وَالَّذِي اصْطَفَى مُوسَى عَلَى الْعَالَمِينَ، فَرَفَعَ الْمُسْلِمُ يَدَهُ عِنْدَ ذَلِكَ فَلَطَمَ وَجْهَ الْيَهُودِيِّ، فَذَهَبَ الْيَهُودِيُّ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَأَخْبَرَهُ بِمَا كَانَ مِنْ أَمْرِهِ وَأَمْرِ الْمُسْلِمِ، فَدَعَا النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْمُسْلِمَ فَسَأَلَهُ عَنْ ذَلِكَ فَأَخْبَرَهُ، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لا تُخَيِّرُونِي عَلَى مُوسَى فَإِنَّ النَّاسَ يَصْعَقُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَأَصْعَقُ مَعَهُمْ فَأَكُونُ أَوَّلَ مَنْ يُفِيقُ، فَإِذَا مُوسَى بَاطِشٌ جَانِبَ الْعَرْشِ، فَلا أَدْرِي أَكَانَ فِيمَنْ صَعِقَ فَأَفَاقَ قَبْلِي؛ او كَانَ مِمَّنِ اسْتَثْنَى اللَّهُ». (بخاري: 2411)

له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي دوو سړيو يو بل وښكنځل؛ يو ئې مسلمان او بل ئې يهودي؛ مسلمان وويل: قسم په هغه ذات چي محمد ئې پر ټولو جهانيانو غوره گرځولى؛ يهودي وويل: قسم په هغه ذات چي موسى ئې پر ټولو عالميانو غوره گرځولى؛ دلته نو هغه مسلمان لاس پورته کړ او يهودي ته ئې پر مخ څپېړه وركړه؛ نو يهودي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ورغى او له خپل كار او د مسلمان له كار ئې خبر كړ؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم هغه مسلمان راوغوښت او له دې پېښي ئې وپوښت؛  نو هغه ترې خبر كړ؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((ما ته پر موسى ترجيح مه راکوئ؛ دا ځکه چي د قيامت په ورځ به ټول خلک بې سده شي، زه به هم ورسره بې سده شم؛ او زه به لومړى كس وم چي راپه سد به شم؛  وبه گورم چي موسى د عرش څنډه کلکه نيولې؛ نه به پوهېږم چي دى هم په هغو كي وو چي بېهوشه شوي او تر ما وړاندي په هوش راغلى او که له هغو به وي چي الله تعالى له بېهوشه كېدو مستثنىٰ كړي)).

قدرمن مشر وویل؛ دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 6 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: يَحْيَى بْن قَزَعَة، إِبْرَاهِيم بْن سَعْد، ابْنِ شِهَاب، أَبو سَلَمَةَ، عَبْد الرَّحْمَنِ الأَعْرَجِ او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ له بخاري پرته په بل هيڅ كتاب كي نه دئ راوړل شوى.

په روايت كي دوه ابهامات دي:

1- دا مسلمان څوك وو؛ ولي ئې نوم نه دئ اخيستل شوى؛ په ځينو رواياتو كي ويل شوي چي دا ابوبكر رضي الله عنه وو.

2- رسول الله صلى الله عليه و سلم د هغه مسلمان په ارتباط څه وكړل چي يهودي ته ئې پر مخ څپېړه وركړه؟ آيا د داسي مناقشاتو په دوران كي د چا وهل جائز دي؟ دې ته په پام سره چي قرآن فرمايلي:

وَلا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِلا الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ وَقُولُوا آمَنَّا بِالَّذِي أُنْزِلَ إِلَيْنَا وَأُنْزِلَ إِلَيْكُمْ وَإِلَهُنَا وَإِلَهُكُمْ وَاحِدٌ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ 46  العنكبوت

او له اهل كتاب سره له دې پرته چي تر ټولو غوره وي په بله توگه مجادله مه كوئ، مگر د دوى له هغو سره چي ظلم ئې كړى؛ او ووايئ: پر هغه څه مو ايمان راوړى چي موږ ته نازل شوي او تاسو ته نازل شوي؛ او زموږ معبود او ستاسو معبود يو دئ او موږ ورته تسليم يو.

 

د نوموړي پر وينا د قرآن دې لارښووني ته په پام سره ويلي شو چي نه ابوبكر رضي الله عنه دا كار كړى او نه بل مسلمان؛ كه دا كار شوى وى نو رسول الله صلى الله عليه و سلم به حتماً په دې اړه څه ويلي وو.

 

هغه زياتوي چي دا موضوع هم وضاحت ايجابوي چي ولي ابوبكر رضي الله عنه ته داسي كار منسوب شوى؟ دا به د كوم راوي كار وي؟ د دې راوي خبره ومنو او كه د ابوبكر رضي الله عنه؛ له رسول الله صلى الله عليه و سلم وروسته اعلم او افضل شخصيت؛ په اړه داسي اتهام رد او له منلو ئې ډډه وكړو؟ د عقل او ايمان غوښتنه دا ده چي په داسي مواردو كي د غريب او مشبوه رواياتو له منلو ډډه وشي؛ د دې روايت په سند كه د ابن شهاب نوم راغلى؛ هغه د اموي حكامو حامى تېر شوى؛ په ځينو نورو مواردو كي هم ده ته منسوب رواياتو كي دې ته ورته ستونزي تر سترگو كېږي. په مخكينيو درسونو كي هم تاسو همداسي يو مورد وليدو.

1109 ـ عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ يَهُودِيًّا رَضَّ رَأْسَ جَارِيَةٍ بَيْنَ حَجَرَيْنِ قِيلَ: مَنْ فَعَلَ هَذَا بِكِ؟ أَفُلانٌ أَفُلانٌ حَتَّى سُمِّيَ الْيَهُودِيُّ، فَأَوْمَأَتْ بِرَأْسِهَا، فَأُخِذَ الْيَهُودِيُّ فَاعْتَرَفَ، فَأَمَرَ بِهِ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَرُضَّ رَأْسُهُ بَيْنَ حَجَرَيْنِ.(بخاري: 2413)

له انس رضي الله عنه روايت دئ چي: يوه يهودي د يوې وينځي سر ددوو تيږو تر منځ ووهلو؛ وويل شول: چا دا كار درسره كړى؟ آيا فلاني او فلاني؛ تر دې چي د هغه يهودي نوم واخستل شو؛ په خپل سر سره ئې اشاره وکړه (چي هو؛) يهودي ونيول شو او اعتراف ئې وکړ؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم د هغه په اړه امر وکړ؛ نو سر ئې د دوو تيږو تر منځ ووهل شو.

دا روايت په بخاري كي 4 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2413 - 2746 - 6876 - 6884 – غريب دئ؛ په دريو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: هَمَّام، قَتَادَة او أَنَس رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ له بخاري پرته په بل هيڅ مهم كتاب كي نه دئ راغلى.

 

ښاغلي حکمتیار همداراز په ٢ باب کي بيا دا عنوان (د مدعيانو يو د بل خلاف خبري) تشريح کړ، لکه چي وايي:

1110 –حَدَّثَنَا مُحَمَّدٌ، أَخْبَرَنَا أَبُو مُعَاوِيَةَ، عَنِ الأَعْمَشِ، عَنْ شَقِيقٍ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ حَلَفَ عَلَى يَمِينٍ، وَهُوَ فِيهَا فَاجِرٌ، لِيَقْتَطِعَ بِهَا مَالَ امْرِئٍ مُسْلِمٍ، لَقِيَ اللَّهَ وَهُوَ عَلَيْهِ غَضْبَانُ» قَالَ: فَقَالَ الأَشْعَثُ: فِيَّ وَاللَّهِ كَانَ ذَلِكَ، كَانَ بَيْنِي وَبَيْنَ رَجُلٍ مِنَ اليَهُودِ أَرْضٌ فَجَحَدَنِي، فَقَدَّمْتُهُ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ لِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَلَكَ بَيِّنَةٌ»، قُلْتُ: لاَ، قَالَ: فَقَالَ لِلْيَهُودِيِّ: «احْلِفْ»، قَالَ: قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِذًا يَحْلِفَ وَيَذْهَبَ بِمَالِي، فَأَنْزَلَ اللَّهُ تَعَالَى: (إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللَّهِ وَأَيْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِيلًا) آل عمران: 77 إِلَى آخِرِ الآيَةِ . بخاري 2416

له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((څوک چي په يوه قسم لوړه كوي؛ په داسي حال كي چي په خپلي لوړي كي فاجر وي؛ (په درواغو ئې لوړه كړې وي)؛ په دې موخه چي د يوه مسلمان سړي مال ترې وشكوي؛ نو له الله تعالى سره به په داسي حال كي مخ شي چي پرې غصه به وي))؛ راوي وايي چي اشعث وويل: والله چي دا زما په اړه وو؛ زما او يوه يهودي تر منځ يوه زمكه وه؛ نو زما له حق ئې انكار وكړ؛ نو هغه مي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وړاندي كړ؛ بيا رسول الله صلى الله عليه و سلم ما ته وويل: آيا شاهد او ثبوت لرې؟ ومي ويل: نه؛ نو يهودي ته ئې وفرمايل: لوړه وكړه؛ ومي ويل: يا رسول الله! هغه به لوړه وكړي او زما مال به تر لاسه كړي؛ نو الله تعالى دا آيت نازل كړ: {إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللَّهِ وَأَيْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِيلًا} [آل عمران: 77] إِلَى آخِرِ الآيَةِ : يقيناً هغه چي د الله په عهد او په خپلو قسمونو لږ بيع پېري؛ دوى ته به په آخرت كي هيڅ برخه نه وي....

 

د حزب اسلامی افغانستان محترم أمير وايي چي دا روايت تر دې وړاندي؛ په دې شمېرې 1092په همدې څلورم جلد كي څېړل شوى.

 

ورته مهال ښاغلي حکمتیار د صحيح البخاري په ٤۳ کتاب (لُقْطَه) «موندل شوى شى» کي بيا د لاندينيو رواياتو په استناد د موندل شويو شيانو په اړه بحث وکړ، لکه چي وايي:

١ باب: (که د موندل شوى شي خاوند؛ نښه ووايي بايد وركړى شي)

1111 ـ عَنْ أُبَيِّ بْنِ كَعْبٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: أَخَذْتُ صُرَّةً مِائَةَ دِينَارٍ فَأَتَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: «عَرِّفْهَا حَوْلاً». فَعَرَّفْتُهَا حَوْلاً، فَلَمْ أَجِدْ مَنْ يَعْرِفُهَا، ثُمَّ أَتَيْتُهُ فَقَالَ: «عَرِّفْهَا حَوْلاً» فَعَرَّفْتُهَا، فَلَمْ أَجِدْ مَنْ يَعْرِفَهَا ثُمَّ أَتَيْتُهُ ثَلاثًا فَقَالَ: «احْفَظْ وِعَاءَهَا، وَعَدَدَهَا، وَوِكَاءَهَا، فَإِنْ جَاءَ صَاحِبُهَا، وَإلَّا فَاسْتَمْتِعْ بِهَا، فاستمتعت». (بخاري: 2426)

له اُبَي بن کعب رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: يوه هميانۍ ((کڅوړه)) مي وموندله چي سل ديناره په كي وو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته مي وروړه؛ وئې فرمايل: ((يو کال ئې اعلانوه))؛ يو کال مي اعلانوله، خو داسي څوک مي ونه موندو چي نښه ئې راته ووايي؛ بيا مي وروړه؛ وئې فرمايل: ((يو کال ئې اعلانوه))؛ يو کال مي اعلانوله؛ خو داسي څوک مي ونه موندلو چي وئې پيژني؛ بيا درېيم ځل ورغلم؛ وئې فرمايل: ((پوښ ئې، شمېره ئې او د خولې بند ئې وساته او په ياد ئې لره؛ که ئې خاوند راغى؛ (وربه ئې کړې) که نه؛ نو گټه ترې واخله))؛ بيا مي په خپله گټه ترې واخستله.

 د نوموړي پر وينا دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2426 - 2437 - غريب دئ؛ په 4 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: شُعْبَة، سَلَمَة، سُوَيْد بْن غَفَلَة او أُبَيَّ بْنَ كَعْب رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ د مسلم، سنن ابي داؤد، ترمذي او مسند احمد په شمول؛ په نورو كتابونو كي هم؛ له همدې متن او سند سره راغلى.

خو دا چي دا اعلان به تر دريو كالونو پوري كېږي كه يو كال؛ دې رأى ته ترجيح وركړى شوې چي تر يوه كال اعلان وشي؛ بيا ئې نښي حفظ او مقدار ئې په ياد وساتل شي؛ مبلغ مصرف شي؛ كه ئې خاوند راغى او ثابته شوه چي مال د ده وو؛ عوض ئې وركړى شي.

 

نوموړي همداراز په ٢ باب کي بيا (په لار کي د خرما موندل) موضوع توضيح کړه او وئې ویل:

1112 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِنِّي لأَنْقَلِبُ إِلَى أَهْلِي فَأَجِدُ التَّمْرَةَ سَاقِطَةً عَلَى فِرَاشِي فَأَرْفَعُهَا لآكُلَهَا ثُمَّ أَخْشَى أَنْ تَكُونَ صَدَقَةً فَأُلْقِيهَا». (بخاري: 2432)

له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي نبي صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((زه کله خپل کور ته ستنېږم؛ نو پر خپل بستر كومه خرما پرته ومومم، راپورته ئې كړم چي وئې خورم؛ بيا ويره راسره پيدا شي چي هسي نه دا صدقه وي؛ نو وئې غورځوم)).

 

قدرمن مشر زياتوي چي دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په پنځو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: مُحَمَّد بْن مُقَاتِل، عَبْدُ اللَّه، مَعْمَر، هَمَّام بْن مُنَبِّه او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ تر دې باب لاندي راوړل شوى: په لار کي د خرما موندل؛ چي مناسبت نه سره لري؛ ځكه په روايت كي پر خپل بستر خرما موندل راغلي؛ خو په مسلم كي تر دې باب لاندي راوړل شوى: بَابُ تَحْرِيمِ الزَّكَاةِ عَلَى رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَعَلَى آلِهِ وَهُمْ بَنُو هَاشِمٍ وَبَنُو الْمُطَّلِبِ دُونَ غَيْرِهِمْ؛ مناسبت ئې تر بخاري څرگند او سم دئ؛ له ابوهريره پرته ئې نور راويان هم له بخاري توپير لري.

 

له پورتنيو توضيحاتو وروسته نوموړي د صحيح البخاري په ۴۴ کتاب (مظالم او غصب) باندي بحث وکړ، هلته چي فرمايي:

و قول الله تعالى: (وَلا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلا عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الأَبْصَارُ) إبراهيم 42

او د الله په اړه دا گمان مه كوه چي له هغه څه به غافل وي چي دا ظالمان ئې كوي؛ يقيناً چي (په دې مهلت سره ئې) يوازي هغي ورځي ته ځنډوي چي سترگي په كي (له ډېره هيبته) ټېغي او رډي شي.

 

ښاغلي حکمتیار زياته کړه؛ تر دې وړاندي چي اړوند روايت وڅېړو؛ د كتاب نوم او په څنگ كي ئې د ابراهيم سورې هغه آيتونه څېړل ضروري برېښي چي امام بخاري دلته راوړي؛ كه لږ غور وكړئ نو درته معلومه به شي چي دا آيتونه له موضوع سره هيڅ مناسبت نه لري؛ عنوان د قيامت په ورځ د مظالمو قصاص دئ؛ خو دا آيت او ورپسې 43 او 44 آيتونه ټول په دنيا كي د كافرانو د عذاب په اړه دي؛ 44 آيت په ټول صراحت سره وايي: او (اې محمد!)؛ خلك له هغي ورځي ووېروه چي عذاب به ورته راشي؛ نو هغه چي ظلم ئې كړى؛ وايي به: اې زموږ ربه! تر يوې ټاكلې نژدې نېټې مو وځنډوه چي ستا بلنه ومنو او د پيغمبرانو متابعت وكړو؛ آيا تاسو هغه نه يئ چي تر دې وړاندي مو لوړه كړې وه چي هيڅ زوال به مو په برخه نشي؟! دا آيتونه ټول د دنيايي عذاب په اړه دي؛ د كتاب له موضوع سره قطعاً مناسبت نه لري.

 

د نوموړي پر وينا د بخاري له هر لوستونكي؛ حتى مبتدئ شاگرد سره هم دا پوښتنه راولاړېږي چي په بخاري كي دا او دې ته ورته ډېر موارد داسي دي چي د راوړل شوو آيتونه او موضوع او باب تر منځ هيڅ مناسبت نه وي؟ په همدې درس كي هم تاسو بل مورد وليدو؛ له ما سره فقط يو ځواب دئ؛ او هغه دا چي ښايي د صحيح بخاري ترتيب او تبويب؛ د امام بخاري له وفات وروسته؛ د ده كوم شاگرد تر سره كړى او دا كار ئې ېه ډېر تلوار او عجله سره كړى؛ ځكه وايم په تلوار او عجله سره چي كه شاگرد ئې هم په اهتمام او تأني سره دا كار كړى وى نو دا ستونزه به نه رامنځته كېده؛ عملاً گورو چي امام مسلم د امام بخاري شاگرد؛ خپل كتاب داسي تنظيم او تبويب كړى چي تر بخاري ډېر غوره دئ

 

قدرمن مشر همداراز د ياد کتاب په ١ باب کي (د مظالمو سزا) عنوان تشريح کړ، لکه چي وايي:

1113 ـ عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِذَا خَلَصَ الْمُؤْمِنُونَ مِنَ النَّارِ، حُبِسُوا بِقَنْطَرَةٍ بَيْنَ الْجَنَّةِ وَالنَّارِ فَيَتَقَاصُّونَ مَظَالِمَ كَانَتْ بَيْنَهُمْ فِي الدُّنْيَا حَتَّى إِذَا نُقُّوا وَهُذِّبُوا أُذِنَ لَهُمْ بِدُخُولِ الْجَنَّةِ فَوَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لأَحَدُهُمْ بِمَسْكَنِهِ فِي الْجَنَّةِ أَدَلُّ بِمَنْزِلِهِ كَانَ فِي الدُّنْيَا». (بخاري: 2440)

له ابو سعيد خدري رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((د قيامت په ورځ چي مسلمانان له دوزخ وژغورل شي؛ د جنت او دوزخ تر منځ پُل سره به ايسار کړى شي؛ نو د هغو مظالمو په اړه به يو له بل قصاص او بدله اخلي چي په دنيا کي د دوى تر منځ شوي؛ تر هغه چي پاک او صفا شي؛ اجازه به وركړى شي چي جنت ته داخل شي؛ قسم په هغه ذات چي د محمد سا ئې په لاس کي ده؛ هر يو به په جنت كي د خپل هستوگنځي لورى تر هغه ډېر ښه پېژني چي په دنيا كي ئې د خپل هستوگنځي لار او لورى پيژندو)).

 

نوموړی وایي چي دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 6 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: إِسْحَاق بْن إِبْرَاهِيم، مُعَاذ بْن هِشَام، هشام، قَتَادَة، أَبو المُتَوَكِّل النَّاجِيِّ او أَبو سَعِيد الخُدْرِي رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ له بخاري پرته بل هيڅ مهم كتاب نه دئ راوړى.

 

په ٢ باب کي ئې بيا د الله تعالى دا قول (أَلا لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الظَّالِمِينَ) او لانديني روايات په تفصيلي توگه تشريح کړل، لکه چي وايي:

1114 ـ عَنِ ابنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «إِنَّ اللَّهَ يُدْنِي الْمُؤْمِنَ فَيَضَعُ عَلَيْهِ كَنَفَهُ وَيَسْتُرُهُ، فَيَقُولُ: أَتَعْرِفُ ذَنْبَ كَذَا؟ أَتَعْرِفُ ذَنْبَ كَذَا؟ فَيَقُولُ: نَعَمْ أَيْ رَبِّ، حَتَّى إِذَا قَرَّرَهُ بِذُنُوبِهِ، وَرَأَى فِي نَفْسِهِ أَنَّهُ هَلَكَ، قَالَ: سَتَرْتُهَا عَلَيْكَ فِي الدُّنْيَا وَأَنَا أَغْفِرُهَا لَكَ الْيَوْمَ، فَيُعْطَى كِتَابَ حَسَنَاتِهِ، وَأَمَّا الْكَافِرُ وَالْمُنَافِقُونَ فَيَقُولُ الأَشْهَادُ: (هَؤُلاءِ الَّذِينَ كَذَبُوا عَلَى رَبِّهِمْ أَلا لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الظَّالِمِينَ)؛ هود: 18. (بخاري: 2441)

له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي اورېدلي چي فرمايل ئې: ((الله تعالى به په آخرت کي مؤمن ځان ته نژدې کړي؛ تر خپل اړخ لاندي او پټ به ئې كړي؛ او وبه فرمايي: آيا دا گناه دي درته معلومه ده؟ آيا دا گناه دي درته معلومه ده؟ نو وبه وايي: هو؛ اې زما ربه! تر هغه چي پر خپلو ټولو گناهونو به ئې معترف كړي؛ او په زړه كي به ئې وگرځي چي تباه شو؛ وبه فرمايي: په دنيا کي مي پټي كړې؛ نن ئې درته بخښم؛ نو د نيکيو کتاب به ئې ورکړل شي؛ او دا کافر او منافقان چي دي؛ شاهدان به (ئې په اړه) وايي: ((دوى همغه دي چي د خپل رب په اړه ئې دروغ ويلي؛ آگاه اوسئ چي پر دغو ظالمانو د الله لعنت دئ)).

 

محترم مشر زياتوي چي دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 5 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: مُوسَى بْن إِسْمَاعِيل، هَمَّام، قَتَادَة، صَفْوَان بْنِ مُحْرِز المَازِنِيِّ او ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا؛ پر بخاري علاوه يوازي صحيح ابن حبان او مُصَنَّف ابن ابي شيبه كي راغلى

 

په ٣ باب کي ئې بيا (مسلمان پر مسلمان ظلم نه کوي) موضوع په مفصل ډول تشريح کړه، هلته چي فرمايي:

1115 ـ عَنْ عَبْدِاللَّهِ بنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ، لا يَظْلِمُهُ، وَلا يُسْلِمُهُ، وَمَنْ كَانَ فِي حَاجَةِ أَخِيهِ كَانَ اللَّهُ فِي حَاجَتِهِ، وَمَنْ فَرَّجَ عَنْ مُسْلِمٍ كُرْبَةً، فَرَّجَ اللَّهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرُبَاتِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ، وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ». (بخاري: 2442)

له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((مسلمان د مسلمان ورور دئ، ظلم نه پرې کوي، ظلم او ظالم ته ئې نه تسليموي، څوک چي د خپل ورور د اړتياوو رفع كولو په لټه كي وي؛ الله تعالى به د هغه حاجتونه پوره کوي، څوک چي د كوم مسلمان د كړاو غوټه پرانيزي؛ الله تعالى به ئې د قيامت د ورځي يو كړاو ترې لري كړي، څوک چي د مسلمان (پر عيب) پرده واچوي؛ الله تعالى به ئې د قيامت په ورځ پرده وکړي)).

دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 5 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: ليْث، عُقَيْل، ابْنِ شِهَاب، سَالِم او عَبْد اللَّه بْن عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا؛ په نورو كتابونو كي هم له همدې سند او متن سره راغلى. يعني د روايت هيڅ راوي له ځان سره شاهد او گواه نه لري.

 

ښاغلي حکمتیار په ٤ باب کي بيا دا موضوع چي (له خپل ورور سره مرسته کوه؛ كه ظالم وي که مظلوم) په تفصيلي بڼه تشريح کړه، هلته چي فرمايي:

1116 ـ عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «انْصُرْ أَخَاكَ ظَالِمًا أَوْ مَظْلُومًا». قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ! هَذَا نَنْصُرُهُ مَظْلُومًا، فَكَيْفَ نَنْصُرُهُ ظَالِمًا؟ قَالَ: «تَأْخُذُ فَوْقَ يَدَيْهِ». (بخاري: 2444)

له انس رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((د خپل ورور مرسته کوه؛ كه ظالم وي که مظلوم؛  حاضرينو وويل: يا رسول الله! د دې مرسته به كوو چي مظلوم وي؛ خو څنگه به ئې مرسته كوو چي ظالم وي؟ وئې فرمايل: ((له پاسه ئې لاسونه ونيسه)).

يعني له ظلم د ظالم مخنيوى؛ په حقيقت كي له هغه سره مرسته ده؛ په دې سره د ظلم له عذاب او بدو پايلو ساتل كېږي.

 

نوموړی د يادي موضوع د لا وضاحت په دوام وايي چي؛ دا روايت په بخاري كي 3 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2443 – 2444- 6952؛ غريب دئ؛ او په صحابه وو كي يو راوي لري چي انس رضي الله عنه دئ: د ټولو رواياتو موضوع هم يوه ده او لومړى راوي ئې هم يو؛ خو په يوه كي «تَأْخُذُ فَوْقَ يَدَيْهِ» په بل كي «تَحْجُزُهُ، أَوْ تَمْنَعُهُ، مِنَ الظُّلْمِ فَإِنَّ ذَلِكَ نَصْرُهُ»؛ سره له دې چي يو ئې مبهم دئ او بل ئې واضح؛ د لومړي راوي؛ انس رضي الله عنه د روايت اصلي صيغه به له شك پرته يوه وه؛ او همغه چي ابهام په كي نشته؛ ښه خو دا وه چي همدا بشپړ روايت راوړل شوى وى؛ خو امام بخاري دا اسلوب غوره كړى چي له بېلو بېلو راويانو اورېدلي روايات؛ سره له توپيرونو او حتى جدي تعارضاتو راوړي؛ پرته له دې چي ووايي: د كوم راوي وينا اصح او ارجح ده.

په سنن الترمذي كي همدا روايت؛ د بخاري له دوو راويانو (حُمَيد او انس)؛ په دې صيغه راغلى

2255 –  عَن حُمَيْدِ الطَّوِيل، عَنْ أَنَسٍ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «انْصُرْ أَخَاكَ ظَالِمًا أَوْ مَظْلُومًا»، قُلْنَا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، نَصَرْتُهُ مَظْلُومًا فَكَيْفَ أَنْصُرُهُ ظَالِمًا؟ قَالَ: «تَكُفُّهُ عَنِ الظُّلْمِ، فَذَاكَ نَصْرُكَ إِيَّاهُ»

حُمَيد الطويل له انس رضي الله عنه روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((د خپل ورور مرسته کوه؛ كه ظالم وي که مظلوم؛  ومو ويل: يا رسول الله! كه مظلوم وي؛ مرسته به ئې وكړم؛ او كه ظالم وي نو څنگه به ئې مرسته كوم؟ وئې فرمايل: ((له ظلم ئې مخنيوى وكړه؛ همدا له ده سره مرسته ده)).

 

د ښاغلي حکمتیار پر وينا په څرگنده توگه معلومېږي چي د روايت سمه او اصلي بڼه همدا د ترمذي روايت دئ.

 

ورته مهال ښاغلي حکمتیار د ياد کتاب ٥، ۶، ۷، ۸ او ۹ باب هم يو په بل پسي تشريح کړل؛ لکه چي وايي:

(ظلم به د قيامت په ورځ د تيارو سبب کېږي)

1117 ـ عَنْ عَبْدِاللَّهِ بنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «الظُّلْمُ ظُلُمَاتٌ يَوْمَ الْقِيَامَةِ». (بخاري: 2447)

له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((ظلم د قيامت په ورځ د تيارو سبب کېږي)).

دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 4 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: أَحْمَد بْن يُونُس، عَبْد العَزِيز المَاجِشُون، عَبْد اللَّه بْن دِينَار او عَبْدِ اللَّه بْنِ عُمَر رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا؛

په صحيح مسلم او ځينو نورو كتابونو كي دا موضوع په دې صيغه راغلى:

56 - (2578) عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: «اتَّقُوا الظُّلْمَ، فَإِنَّ الظُّلْمَ ظُلُمَاتٌ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، وَاتَّقُوا الشُّحَّ، فَإِنَّ الشُّحَّ أَهْلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ، حَمَلَهُمْ عَلَى أَنْ سَفَكُوا دِمَاءَهُمْ وَاسْتَحَلُّوا مَحَارِمَهُمْ»

له جابر بن عبد الله رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: له ظلم ځان وساتئ چي ظلم به د قيامت په ورځ تيارې وي؛ له بخل ډډه وكړئ؛ چي بخل هغه هلاك كړل چي تر تاسو وړاندي وو؛ دې ته ئې چمتو كړل چي ويني ئې توى كړي او محارم ئې حلال وگڼي.

يعني د قيامت په ورځ او هغه مهال چي مؤمنان به د خپل ايمان په رڼا كي مخكي درومي؛ (يَوْمَ تَرَى الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ يَسْعَى نُورُهُمْ بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ بُشْرَاكُمُ الْيَوْمَ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ) الحديد 12؛ دا مهال به ظالمان د ظلم له كبله؛ په تيارو كي وي؛ همغسي لكه چي منافقين به په تيارو كي وي او له مؤمنانو به غواړي؛ دوى ته وگوري چي له رڼا ئې برخمن شي. شح هغه بخل ته وايي چي د مالي واجباتو له اداء كولو انسان منع كوي او د بل پر حق تېري ته ئې هڅوي؛ همدا د جگرو او خونړيو پېښو او يو د بل وينو تويولو او پر محارمو ئې د تېري او تجاوز سبب كېږي.

 

٦ باب: (که مظلوم، ظالم وبخښي)

1118 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ كَانَتْ لَهُ مَظْلَمَةٌ لأَخِيهِ مِنْ عِرْضِهِ أَوْ شَيْءٍ فَلْيَتَحَلَّلْهُ مِنْهُ الْيَوْمَ قَبْلَ أَنْ لا يَكُونَ دِينَارٌ وَلا دِرْهَمٌ، إِنْ كَانَ لَهُ عَمَلٌ صَالِحٌ أُخِذَ مِنْهُ بِقَدْرِ مَظْلَمَتِهِ، وَإِنْ لَمْ تَكُنْ لَهُ حَسَنَاتٌ أُخِذَ مِنْ سَيِّئَاتِ صَاحِبِهِ فَحُمِلَ عَلَيْهِ». (بخاري: 2449)

له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((که پر چا د خپل ورور له لوري؛ د خپل عزت يا بل شي؛ له كبله؛ د مظلوميت دعوى وي؛ نو همدا نن دي له هغه بخښنه وغواړي؛ مخكي له دې چي هغه ورځ راشي چي نه به په كي دينار وي او نه درهم؛ كه ئې كوم صالح عمل وي؛ د مظلمت په اندازه به ترې واخستل شي؛ او كه ئې حسنات نه وي نو د مظلوم ملگري له گناهونو به واخستل شي او پر ده به بار كړى شي)).

نوموړي وويل چي دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 4 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: آدَم بْن أَبِي إِيَاس، ابْن أَبِي ذِئْب، سَعِيد المَقْبُرِي او أَبِو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ له بخاري پرته په بل هيڅ كتاب كي نه دئ راوړل شوى.

 

٧ باب: (د هغه چا گناه چي څه زمكي په اړه ظلم وکړي)

1119 ـ عَنْ سَعِيدِ بْنِ زَيْدٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «مَنْ ظَلَمَ مِنَ الأَرْضِ شَيْئًا طُوِّقَهُ مِنْ سَبْعِ أَرَضِينَ». (بخاري: 2452)

له سعيد بن زيد رضي الله عنه روايت دئ چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم ئې اورېدلي چي فرمايل ئې: ((څوک چي د څه زمكي په ارتباط ظلم وکړي؛ نو د همغي زمكي اوه طبقې به ئې د غاړي طوق شي)).

ښاغلی حکمتیار زياتوي چي دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 6 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: أَبُو اليَمَانِ، شُعَيْب، زُهْرِيِّ، طَلْحَةُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ، عَبْد الرَّحْمَنِ بْنَ عَمْرو او سَعِيد بْن زَيْد رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ. پر بخاري علاه مسند احمد او سنن الكبرى للبيهقي كي له همدې سند او متن سره راغلى.

1120 ـ عَنْ ابن عمر رضي الله عنهما قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ أَخَذَ مِنَ الأَرْضِ شَيْئًا بِغَيْرِ حَقِّهِ خُسِفَ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِلَى سَبْعِ أَرَضِينَ». (بخاري: 2454)

له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((څوک چي په ناحقه څه زمكه غصب کړي؛ د قيامت په ورځ به تر اوومي طبقې په کي ښخ كړى شي)).

د نوموړي پر وينا دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په پنځو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: مُسْلِم بْن إِبْرَاهِيم، عَبْدُ اللَّه بْن المُبَارَك، مُوسَى بْن عُقْبَة، سَالِم او پلار ئې عبد الله بن عمر رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ له بخاري پرته په بل هيڅ مهم كتاب كي نه دئ راغلى

 

٨ باب: (که يو انسان بل ته د څه اجازه وركړي؛ نو جائز كېږي)

1121 ـ وَعنه رضي الله عنه: أنَّهُ مَرَّ بِقَوْمٍ يَأكُلُونَ تَمْرًا فقال: إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم نَهَى عَنِ الإِقْرَانِ إلَّا أَنْ يَسْتَأْذِنَ الرَّجُلُ مِنْكُمْ أَخَاهُ. (بخاري: 2455)

او له همده (ابن عمر رضي الله عنهما) روايت دئ چي د يوې داسي ډلي خوا ته تېرېدو چي كجوري ئې خوړلې؛ وئې ويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم له جوړه جوړه خوړلو نهي كړې؛ مگر دا چي ستاسو كوم يو له خپل ورور اجازه وغواړي.

د روايت مطلب دا دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د كجورو له جوړه جوړه خوړلو نهي كړې؛ كه څه هم په روايت كي دا وضاحت نه دئ شوى چي دا په گډه او له يوه لوښي او دسترخان د خوراك په صورت كي او كه په عامه توگه؛ خو له وروستۍ فقرې (إلَّا أَنْ يَسْتَأْذِنَ الرَّجُلُ مِنْكُمْ أَخَاهُ) چي شعبه ئې د ابن عمر وينا گڼي؛ معلومېږي چي دا نهي په هغه حالت پوري ارتباط لري چي څو تنه په گډه له يوه لوښي خرما خوري. په روايت كي دا هم راغلي چي دا مهال په مدينه كي وچكالي او گراني رامنځته شوې وه؛ (كُنَّا بِالْمَدِينَةِ، فَأَصَابَتْنَا سَنَةٌ، فَكَانَ ابْنُ الزُّبَيْرِ يَرْزُقُنَا التَّمْرَ: موږ په مدينه كي وو؛ وچكالي راباندي راغلې وه؛ ابن زبير به كجوري راباندي خوړلې).

دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2455- 2490 - غريب دئ؛ په 4 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: أَبُو الوَلِيد، شُعْبَة، جَبَلَة او ابْن عُمَرَ رضي الله عنهما.

 

٩ باب: (د الله تعالى دا قول: (وَهُوَ أَلَدُّ الْخِصَامِ) البقرة 204

1122 ـ عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِنَّ أَبْغَضَ الرِّجَالِ إِلَى اللَّهِ الأَلَدُّ الْخَصِمُ». (بخاري: 2457)

له عائشه رضي الله عنها روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((د الله تعالى په وړاندي تر ټولو مبغوض انسان؛ هغه دئ چي ډېر جگړاوو وي)).

 

د حزب اسلامی افغانستان محترم أمير زياتوي چي دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 3 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: ابْنِ جُرَيْج، ابْنِ أَبِي مُلَيْكَة او عَائِشَة رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا؛ د مسلم په شمول په ځينو نورو كتابونو كي هم له همدې متن او سند سره راوړل شوى.

په قرآن كي په دې ارتباط دا آيت لرو:

وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يُعْجِبُكَ قَوْلُهُ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيُشْهِدُ اللَّهَ عَلَى مَا فِي قَلْبِهِ وَهُوَ أَلَدُّ الْخِصَامِ 204  البقرة

او د خلكو ځيني داسي دي چي د دنيا په اړه د ده وينا دي حيرانوي او په هغه څه الله شاهد نيسي چي په زړه كي ئې دي، په داسي حال كي چي دى تر ټولو كلك جگړاوو دئ.

دا هغه دي چي ظاهر ئې د دوست، وينا ئې حيرانوونكې، د دنيوي چارو په اړه وينا ئې ډېره جالبه او جاذبه، خو په حقيقت كي تر بل هر دښمن خطرناك او كينه كښ، له مسلمانانو سره د مخامخ كېدو په وخت كي ځان د دوى له ډلي ښيي، قسمونه خوري چي په زړه كي ئې پوخ ايمان دئ او له مسلمانانو سره كلكه مينه.

 

١٠ باب: (د هغه چا گناه چي په پوهي سره باطله دعوى كوي)

1123 ـ عَنِ أُمِّ سَلَمَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا زَوْجَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَنَّهُ سَمِعَ خُصُومَةً بِبَابِ حُجْرَتِهِ فَخَرَجَ إِلَيْهِمْ فَقَالَ: «إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ وَإِنَّهُ يَأْتِينِي الْخَصْمُ فَلَعَلَّ بَعْضَكُمْ أَنْ يَكُونَ أَبْلَغَ مِنْ بَعْضٍ، فَأَحْسِبُ أَنَّهُ صَدَقَ فَأَقْضِيَ لَهُ بِذَلِكَ، فَمَنْ قَضَيْتُ لَهُ بِحَقِّ مُسْلِمٍ فَإِنَّمَا هِيَ قِطْعَةٌ مِنَ النَّارِ فَلْيَأْخُذْهَا أَوْ فَلْيَتْرُكْهَا». (بخاري: 2458)

د رسول الله صلى الله عليه و سلم له مېرمني ام سلمه رضي الله عنها روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د خپلي حجرې له دروازې سره د يوې شخړي غږ واورېدو؛ نو ورووت او وئې فرمايل: ((زه انسان يم؛ او ما ته دعوى کوونکي راځي؛ ښايي ستاسو ځيني به تر ځينو نورو ډېر بليغ او فصيح وي؛ نو زه به داسي وانگېرم چي ده رښتيا ويلي؛ او له همدې كبله به د ده په گټه فيصله وکړم؛ خو که چا ته مي د كوم مسلمان د  حق ورکړي فيصله وكړه؛ نو دا به ورته د اور يوه ټوټه وي؛ خوښه ئې چي هغه اخلي او که ئې پرېږدي)).

دا روايت په بخاري كي 3 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2458 - 7181 - 7184  غريب دئ؛ په 4 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: ابْنِ شِهَاب، عُرْوَة بْن الزُّبَيْر، زَيْنَب بِنْت أُمِّ سَلَمَة، او مور ئې أُم سَلَمَة رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا؛ له بخاري علاوه؛ صحيح مسلم او ځينو نورو كتابونو كي هم له همدې متن او سند سره راوړل شوى خو په بخاري كي له دې توپيرونو سره چي په يوه كي فَلْيَأْخُذْهَا أَوْ فَلْيَتْرُكْهَا په بل كي فَلْيَأْخُذْهَا أَوْ لِيَتْرُكْهَا او په بل كي فَلْيَأْخُذْهَا أَوْ لِيَدَعْهَا او په مسلم كي فَلْيَحْمِلْهَا، أَوْ يَذَرْهَا راغلي.

 

نوموړي همداراز وویل؛ لكه چي گورئ دلته رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: زه بشر يم؛ كېدى شي د مدعيانو ويناوو او دلائلو ته په پام سره؛ د يوه په گټه پرېكړه وكړم؛ په داسي حال كي چي هغه به مستحق نه وي؛ نو هغه دي پوه شي چي دا به ورته د اور يوه ټوټه وي؛ خوښه ئې چي هغه اخلي او که ئې پرېږدي؛ په دې كي موږ ته څو مهمي لارښووني شوې: 1- رسول الله صلى الله عليه و سلم وايي چي په غيب نه پوهېږم.

2- له دې معلومېږي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم ځيني خبري د ده خپلي خبري او انگېرني دي؛ د هغو ادعاء بې بنسټه ده چي وايي: د رسول الله صلى الله عليه و سلم هره وينا وحي وه؛ دلته رسول الله صلى الله عليه و سلم په خپله فرمايي: فَأَحْسِبُ أَنَّهُ صَدَقَ فَأَقْضِيَ لَهُ بِذَلِكَ نو زه به داسي وانگېرم چي ده رښتيا ويلي؛ او له همدې كبله به د ده په گټه فيصله وکړم؛ او فرمايي: كېدى شي د بل حق چا ته وركړم.

 

د ښاغلي حکمتیار پر ټکو؛ پوښتنه كوو؛ روايت ځپلي د بخاري د دې روايت په اړه د ويلو لپاره څه لري؟!!

 

د درس په پای کي په إجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامی افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک