No-IMG

د حکمتيار صاحب پنځه پنځوسمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يکشنبه د اسد۲۲مه؛ ۱۴۰۲:

د حزب اسلامی افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله پنځه پنځوسمه درسي حلقه د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي ګڼ‌شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.

نوموړي د خپل مخکيني درس په دوام وويل:

١٠ باب: (نورو ته د زمكو ورکول)

1100 ـ عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: أَرَادَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ يُقْطِعَ مِنَ الْبَحْرَيْنِ، فَقَالَتِ الأَنْصَارُ: حَتَّى تُقْطِعَ لإِخْوَانِنَا مِنَ الْمُهَاجِرِينَ مِثْلَ الَّذِي تُقْطِعُ لَنَا، قَالَ: «سَتَرَوْنَ بَعْدِي أَثَرَةً فَاصْبِرُوا حَتَّى تَلْقَوْنِي». (بخاري: 2377)

1100 – له انس بن مالک رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم اراده وکړه چي د بحرين د زمكو (يا زكات او صدقات) څه برخي ووېشي؛ انصارو وويل: خو له هغه وروسته چي زموږ مهاجرو وروڼو ته زموږ په شان برخي وركړى شي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((له ما وروسته به پر تاسو نورو ته ترجيح وگورئ؛ نو تر هغه صبر وكړئ چي له ما سره مخامخ شئ)).

 

ښاغلي حکمتیار زياته کړه چي دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ، په پنځو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: سُلَيْمَان بْن حَرْب، حَمَّاد بْن زَيْد، يَحْيَى بْن سَعِيد او أَنَس رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ له بخاري پرته په بل هيڅ كتاب كي نه دئ راوړل شوى؛ ښايي د نه راوړلو وجوهات ئې دا وي: د روايت دوهمه برخه له لومړۍ سره مناسبت نه لري؛ دوهمه برخه ئې د راتلونكي په اړه يوه وړاندوينه ده؛ په داسي حال كي چي قرآن د رسول الله صلى الله عليه و سلم ته دا لارښوونه كوي:

قُلْ مَا كُنْتُ بِدْعًا مِنَ الرُّسُلِ وَمَا أَدْرِي مَا يُفْعَلُ بِي وَلا بِكُمْ إِنْ أَتَّبِعُ إِلا مَا يُوحَى إِلَيَّ وَمَا أَنَا إِلا نَذِيرٌ مُبِينٌ 9  الأحقاف

ووايه: زه د پيغمبرانو لومړنى نه يم او نه په دې پوهېږم چي له ما سره به څه كېږي او نه په دې چي له تاسو سره به څه كېږي؛ او زه يوازي د هغه څه متابعت كوم چي ما ته ئې وحي كېږي، زه له يوه څرگند نذير پرته بل څه نه يم.

د روايت دوهمه برخه له دې آيت سره مغايرت لري؛ ځكه دا آيت په څرگنده او پرېكنده توگه وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم نه په دې پوهېدو چي له ده سره به په مستقبل كي څه كېږي او نه په دې چي له نورو سره به څه  كېږي. هغه چي څه ويل فقط د الله تعالى له لوري وحي وه؛ نه په خپله له غيب څه ويل.

 

نوموړي همداراز په ١١ باب کي دا عنوان تشريح کړ چي؛ (د چا لار او وياله چي د بل په باغ كي وي) لکه چي وايي:

1101 ـ عَنِ ابنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «مَنِ ابْتَاعَ نَخْلاً بَعْدَ أَنْ تُؤَبَّرَ فَثَمَرَتُهَا لِلْبَائِعِ إلَّا أَنْ يَشْتَرِطَ الْمُبْتَاعُ، وَمَنِ ابْتَاعَ عَبْدًا وَلَهُ مَالٌ فَمَالُهُ لِلَّذِي بَاعَهُ إلَّا أَنْ يَشْتَرِطَ الْمُبْتَاعُ». (بخاري: 2379)

له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي اورېدلي چي فرمايل ئې: ((که چا د خرما وني له پيوندولو وروسته واخستلې؛ نو مېوه ئې د خرڅوونکي ده؛ مگر دا چي اخستونکى ئې ځان ته مشروط کړي؛ او که څوک داسي غلام واخلي چي څه مال لري؛ نو مال ئې د خرڅوونکي دئ؛ مگر دا چي اخستونکى ئې ځان ته مشروط کړي)).

دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ په مسلم، ترمذي، نسائي او سنن الكبرى للبيهقي كي هم راوړل شوى؛ د ټولو د راويانو لړۍ سره ورته ده؛ روايت غريب دئ؛ په څلورو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: ليْث، ابْن شِهَاب، سَالِمِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ، او پلار ئې عبد الله بن عمر رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما.

 

قدرمن مشر ورته مهال د بخاري د ٤۱ کتاب (قرض «پور») په اړه هم تفصيلي بحث وکړ او وئې ویل:

١ باب: (قرض اخستل د بېرته اداء کولو او يا تلف کولو په نيت)

1102 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَنْ أَخَذَ أَمْوَالَ النَّاسِ يُرِيدُ اداءءَهَا أَدَّى اللَّهُ عَنْهُ وَمَنْ أَخَذَ يُرِيدُ إِتْلافَهَا أَتْلَفَهُ اللَّهُ». (بخاري: 2387)

له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((که څوک د خلكو مال په دې نيت واخلي چي بېرته به ئې اداء کوي؛ الله تعالى به ئې ترې اداء كړي؛ او که څوک ئې د تلف كولو په نيت واخلي؛ نو الله به ئې تلف كړي)).

د نوموړي په وينا د روايت مراد دا دئ چي كه څوك له بل پور اخلي او قصد ئې دا وي چي دا پور به حتماً اداء كوي؛ نو الله تعالى به دا توفيق وركړي او كه څوك ئې د تلف كولو په قصد واخلي نو الله تعالى به د تلف كېدو اسباب ورته برابر كړي. او زياتوي چي؛ دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ په مسند احمد او شُعب الإيمان كي هم راوړل شوى؛ غريب دئ په 3 طبقو كي يو يو راوي لري چي دادي: ثَوْر، أَبو الْغَيْث او أَبو هُرَيْرَةَ رضي الله عنه.

 

ښاغلي حکمتیار همداراز د قرض کتاب په ٢ باب کي (د قرض اداء کول) عنوان هم د لاندينيو رواياتو په استناد په تفصيلي توگه تشريح کړ، هلته چي فرمايي:

1103 ـ عَنْ أَبِي ذَرٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: كُنْتُ مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَلَمَّا أَبْصَرَ يَعْنِي أُحُدًا قَالَ: «مَا أُحِبُّ أَنَّهُ تَحَوَّلَ لِي ذَهَبًا يَمْكُثُ عِنْدِي مِنْهُ دِينَارٌ فَوْقَ ثَلاثٍ إلَّا دِينَارًا أُرْصِدُهُ لِدَيْنٍ» ثُمَّ قَالَ: «إِنَّ الأَكْثَرِينَ هُمُ الأَقَلُّونَ إلَّا مَنْ قَالَ بِالْمَالِ هَكَذَا وَهَكَذَا وَقَلِيلٌ مَا هُمْ» وَقَالَ: «مَكَانَكَ» وَتَقَدَّمَ غَيْرَ بَعِيدٍ فَسَمِعْتُ صَوْتًا فَأَرَدْتُ أَنْ آتِيَهُ، ثُمَّ ذَكَرْتُ قَوْلَهُ: «مَكَانَكَ حَتَّى آتِيَكَ» فَلَمَّا جَاءَ قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ الَّذِي سَمِعْتُ أَوْ قَالَ: الصَّوْتُ الَّذِي سَمِعْتُ، قَالَ: «وَهَلْ سَمِعْتَ؟» قُلْتُ: نَعَمْ. قَالَ: «أَتَانِي جِبْرِيلُ عَلَيْهِ السَّلام فَقَالَ: مَنْ مَاتَ مِنْ أُمَّتِكَ لا يُشْرِكُ بِاللَّهِ شَيْئًا دَخَلَ الْجَنَّةَ، قُلْتُ: وَإِنْ فَعَلَ كَذَا وَكَذَا؟ قَالَ: نَعَمْ». (بخاري: 2388)

له ابو ذر رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: زه له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره وم چي سترگي ئې د احد په غره ولگېدې؛ وئې فرمايل: ((نه ئې خوښوم چي دا راته په سرو زرو بدل شي؛ او له ما سره ئې تر دريو ورځو وروسته؛ يو دينار پاته وي؛ مگر هغه دينار چي د قرض اداء کولو لپاره ئې ساتم)). بيا ئې وفرمايل: «د ډېر مال خاوندان به د لږ څه خاوندان وي؛ مگر هغه چي د مال په اړه دا او دا ووايي؛ او دوى څومره لږ دي»؛ بيا ئې وفرمايل: پر خپل ځاى اوسه؛ دى وړاندي ولاړ؛ خو ډېر لري نه؛ ما يو غږ واورېد؛  ومي غوښتل چي ورشم؛ بيا مې هغه وينا راياد شوه چي وئې ويل: پر خپل ځاى اوسه؛ کله چي راغى؛ ومي ويل: يا رسول الله! څه چي مي واورېدل؛ يا ئې وويل: هغه غږ چي وامي ورېدو؛ (څه وو؟)؛ وئې فرمايل: «آيا وادي ورېدو؟» ومي ويل: هو؛ وئې فرمايل: «جبرئيل عليه السلام راته راغى او وئې ويل: ستا له امت چي څوك ومري په داسي حال كي چي له الله تعالى سره څه نه شريكوي؛ جنت ته به داخل شي؛ ومي ويل: او كه دا دا ئې كړي وي؟ وئې فرمايل: هو؛».

دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په دريو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: الأَعْمَش، زَيْدِ بْنِ وَهْب او أَبو ذَر رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ په مسلم او مسند احمد كي له همدې راويانو په دې صيغه راغلى چي د بخاري تر روايت نسبتاً واضح او له ځينو ابهاماتو عاري دئ؛ په نښه شوې فقرې د بخاري په روايت كي نه مومو:

عَنْ أَبِي ذَرٍّ، قَالَ: كُنْتُ أَمْشِي مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي حَرَّةِ الْمَدِينَةِ عِشَاءً، وَنَحْنُ نَنْظُرُ إِلَى أُحُدٍ، فَقَالَ لِي رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «يَا أَبَا ذَرٍّ» قَالَ: قُلْتُ: لَبَّيْكَ يَا رَسُولَ اللهِ، قَالَ: " مَا أُحِبُّ أَنَّ أُحُدًا ذَاكَ عِنْدِي ذَهَبٌ، أَمْسَى ثَالِثَةً عِنْدِي مِنْهُ دِينَارٌ، إِلَّا دِينَارًا أَرْصُدُهُ لِدَيْنٍ، إِلَّا أَنْ أَقُولَ بِهِ فِي عِبَادِ اللهِ، هَكَذَا - حَثَا بَيْنَ يَدَيْهِ - وَهَكَذَا - عَنْ يَمِينِهِ - وَهَكَذَا - عَنْ شِمَالِهِ - قَالَ: ثُمَّ مَشَيْنَا فَقَالَ: «يَا أَبَا ذَرٍّ» قَالَ قُلْتُ: لَبَّيْكَ يَا رَسُولَ اللهِ، قَالَ: «إِنَّ الْأَكْثَرِينَ هُمُ الْأَقَلُّونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، إِلَّا مَنْ قَالَ هَكَذَا وَهَكَذَا وَهَكَذَا» مِثْلَ مَا صَنَعَ فِي الْمَرَّةِ الْأُولَى، قَالَ: ثُمَّ مَشَيْنَا؛ قَالَ: «يَا أَبَا ذَرٍّ، كَمَا أَنْتَ حَتَّى آتِيَكَ» قَالَ: فَانْطَلَقَ حَتَّى تَوَارَى عَنِّي، قَالَ: سَمِعْتُ لَغَطًا، وَسَمِعْتُ صَوْتًا، قَالَ: فَقُلْتُ: لَعَلَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عُرِضَ لَهُ، قَالَ: فَهَمَمْتُ أَنْ أَتَّبِعَهُ، قَالَ: ثُمَّ ذَكَرْتُ قَوْلَهُ «لَا تَبْرَحْ حَتَّى آتِيَكَ» قَالَ: فَانْتَظَرْتُهُ، فَلَمَّا جَاءَ ذَكَرْتُ لَهُ الَّذِي سَمِعْتُ، قَالَ فَقَالَ: " ذَاكَ جِبْرِيلُ، أَتَانِي فَقَالَ: مَنْ مَاتَ مِنْ أُمَّتِكَ لَا يُشْرِكُ بِاللهِ شَيْئًا دَخَلَ الْجَنَّةَ، قَالَ قُلْتُ: وَإِنْ زَنَى وَإِنْ سَرَقَ؟ قَالَ: وَإِنْ زَنَى وَإِنْ سَرَقَ"

د دې معنى دا ده چي بشپړ روايت دا دئ او د بخاري په روايت كي ډېر څه حذف شوي. مخصوصاً دا برخي چي په بخاري كي په دې صيغه راغلي: قُلْتُ: وَإِنْ فَعَلَ كَذَا وَكَذَا؟ قَالَ: نَعَمْ او په مسلم او مسند احمد كي داسي دي: قُلْتُ: وَإِنْ زَنَى وَإِنْ سَرَقَ؟ قَالَ: وَإِنْ زَنَى وَإِنْ سَرَقَ": ومي ويل: كه څه هم زنا ئې كړې وي او غلا ئې كړې وي؟ وئې فرمايل: هو؛ كه څه هم زنا ئې كړې وي او غلا كړې وي.

د دې روايت په اړه دا خبري بايد په پام كي ولرو:

1- دا گناه ته د هڅولو لپاره نه دي ويل شوي؛ بلكي موخه ئې دا ده چي گنهگار ته ووايي: سره له دې گناهونو كولى شي توبه وكړې؛ د خپل مهربان رب لوري ته مخه كړې او جنت دي په برخه شي؛ كه گناه كوونكى داسي وانگېري چي د نجات ټولي دړي ورته تړل شوې دي؛ نو همدا يأس او ناهيلي به ئې د گناه په ناولي ډنډ كي د پاته كېدو باعث كېږي. 2- دا د هغه غلط او ناسم مسلك ترديد كوي چي په گناه سره انسان د ايمان له دائرې وځي

 

ښاغلي حکمتیار په ٣ باب کي بيا (په غوره طريقې سره د قرض اداء کول) عنوان هم د لاندينيو رواياتو په استناد سره توضيح کړ، لکه چي وايي:

1104 ـ عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِاللَّهِ رضي الله عنه قَالَ: أَتَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَهُوَ فِي الْمَسْجِدِ ضُحًى فَقَالَ: «صَلِّ رَكْعَتَيْنِ» وَكَانَ لِي عَلَيْهِ دَيْنٌ فَقَضَانِي وَزَادَنِي. (بخاري: 2394)

له جابر رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: غرمه مهال رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ورغلم؛ هغه په جومات کي وو؛ وئې فرمايل: ((دوه رکعته لمونځ وکړه))؛ دغه وخت زما څه قرض ورباندي وو؛ نو زما قرض ئې اداء كړ او څه ئې زيات راكړل.

دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 443 - 2394 – غريب دئ؛ په څلورو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: خَلَّاد بْن يَحْيَى، مِسْعَر، مُحَارِب بْن دِثَار او جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّه رضي الله عنه؛ له بخاري پرته بل مهم كتاب نه دئ راوړى.

 

نوموړي همداراز په ٤ باب کي بيا (د پوروړي جنازه) پر موضوع تفصيلي بحث درلود او وئې ویل:

1105ــ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَا مِنْ مُؤْمِنٍ إلَّا وَأَنَا أَوْلَى بِهِ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ اقْرَءُوا إِنْ شِئْتُمْ النَّبِيُّ أَوْلَى بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنْفُسِهِمْ... فَأَيُّمَا مُؤْمِنٍ مَاتَ وَتَرَكَ مَالاً فَلْيَرِثْهُ عَصَبَتُهُ، مَنْ كَانُوا وَمَنْ تَرَكَ دَيْنًا أَوْ ضَيَاعًا فَلْيَأْتِنِي فَأَنَا مَوْلاهُ». (بخاري: 2399)

له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((هيڅ مؤمن داسي نه دئ چي زه په دنيا او آخرت كي د ده په اړه لومړيتوب ونه لرم؛ (ابوهريره وايي:) که غواړئ نو دا آيت ولولئ: (النَّبِيُّ أَوْلَى بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنْفُسِهِمْ...)؛ الاحزاب: ٦. ((نو هر مؤمن چي ومري او څه مال ترې پاته شي؛ نو د ده عصبه خپلوان؛ هر څوك چي وي؛ هغه دې په ميراث يوسي؛ او چا چي كوم قرض او محتاج اهل او عيال تر شا پرېښودل؛ نو هغوى دي ما ته راشي؛ زه ئې مولا او كفيل يم)).

عصبه هغه خپلوان دي چي كه يوازي وي او د ټاكل شوي ميراث وارثان ورسره نه وي؛ نو ټول ميراث ئې په برخه كېږي او د داسي وارثانو په شتون كي پاته برخه د هغوى وي.

 نوموړي زياوي چي دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى: غريب دئ؛ په څلورو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: أَبُو عَامِر، فُلَيْح، هِلاَلِ بْنِ عَلِي، عَبْد الرَّحْمَن بْنِ أَبِي عَمْرَة او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ له بخاري علاوه؛ يوازي مسند احمد او السنن الكبرى للبيهقي كي له همدې راويانو او متن سره راغلى.

په كوم آيت چي استناد شوى؛ ترجمه ئې داسي ده: (مؤمنانو ته دا نبي د دوى تر خپلو ځانونو لومړى توب لري؛ او مېرمني ئې د دوى ميندي دي...)؛ يعني مؤمنان به رسول الله صلى الله عليه و سلم تر خپل ځان لوړ گڼي او پر خپل ځان به ده ته ترجيح وركوي؛ د ده مېرمني به خپلي ميندي گڼي؛ له دې آيت قطعاً دا نه معلومېږي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم به د مؤمنانو د قرضونو كفيل وي. له دې موضوع سره د التوبه سورې دا آيت واضح او دقيق مناسبت لري:

إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللَّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ 60  التوبة

صدقات خو يوازي د فقيرانو، مسكينانو، پرې (گمارل شوو اړوند مأمورينو)، هغه چي زړونه ئې (پرې) رانژدې كېږي، غلامانو، پوروړو، د الله په لار كي او د مسافرانو لپاره دي؛ د الله له لوري يوه فريضه؛ او الله باحكمت پوه دئ.

په دې آيت كي د بيت المال د مصارفو او لگښتونو موارد ذكر شوي؛ چي يو ئې له پوروړو سره مرسته ده؛ يعني د اسلامي دولت يوه دنده او مكلفيت دا دئ چي له دوى سره به مرسته كوي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم همدې ته په پام سره ويلي: كه څوك وفات شو؛ په داسي حال كي چي پوروړى وو؛ زه ئې مولا او كفيل يم؛ د پور اداء كول ئې پر ما دي.

 

د حزب اسلامی افغانستان محترم أمير ورته مهال په ٥ باب کي دا عنوان تشريح کړل چي؛ (د مال ضايع کول منع دي) لکه چي وايي:

1106 ـ عَنِ الْمُغِيرَةِ بْنِ شُعْبَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ اللَّهَ حَرَّمَ عَلَيْكُمْ: عُقُوقَ الأُمَّهَاتِ، وَوَأْدَ الْبَنَاتِ، وَمَنَعَ وَهَاتِ، وَكَرِهَ لَكُمْ: قِيلَ وَقَالَ، وَكَثْرَةَ السُّؤَالِ، وَإِضَاعَةَ الْمَالِ». (بخاري: 2408)

له مُغِيرَه بن شعبه رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((الله تعالى پر تاسو د مور ځورول حرام كړي؛ د لوڼو ژوندۍ ښخول او هغه حق نه اداء کول چي پر تاسو لازم دئ؛ او خوشې خبري، ډېري پوښتني او د مال ضايع کول؛ نه درته خوښوي.

دا روايت په بخاري كي 3 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2408 - 5975 - 7292 – غريب دئ او په دوو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: وَرَّاد او مُغِيرَة بْن شُعْبَة. په صحيح مسلم، مسند احمد او السنن الكبرى للبيهقي كه هم له همدې راويانو او متن سره راوړل شوى.

 

د ښاغلي حکمتیار په وينا په روايت كي چي څه راغلي؛ د ټولو مطالبو لپاره په قرآن كي منشأ مومو؛ كه دا د مور ځورول، كه د نجونو ژوندۍ ښخول، كه د حق اداء كول، كه له خوشو خبرو ډډه كول، له غير ضروري ډېرو پوښتنو اجتناب كول او د مال نه ضائع كول دي؛ څوك چي له قرآن لږ هم خبر وي؛ نو پوهېږي چي دا ټول په قرآن كي او د څرگندو په ترڅ كي راغلي؛ اما له قرآن بې خبر؛ روايات ځپلي داسي انگېري چي دا رسول الله صلى الله عليه و سلم ته بېلي وحي په ترڅ كي ويل شوي؛ راشئ دې آيتونو ته لږ ځير شئ:

1- وَقَضَى رَبُّكَ أَلا تَعْبُدُوا إِلا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاهُمَا فَلا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلا كَرِيمًا 23  الإسراء

او ستا رب پرېكړه كړې چي له ده پرته د هيچا عبادت مه كوئ او له والدين (مور او پلار) سره ښېگڼه كوئ، كه د دوى يو يا دواړه ستا خوا ته زړښت ته ورسېږي نو اُف هم مه ورته وايه؛ او مه ئې رټه؛ او محترمانه وينا ورته كوه.

 

2- وَإِذَا الْمَوْءُودَةُ سُئِلَتْ 8 بِأَيِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ 9 التكوير

او كله چي ژوندۍ ښخه شوې وپوښتى شي. 9- په كومي گناه وژل شوې؟

 

3- وَالَّذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَعْلُومٌ24 لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ25  المعارج

او هغه چي په مالونو كي ئې ځانگړى معلوم حق وي. د سؤالگرو او بې وزلو لپاره.

 

4- وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ 3 المؤمنون

او هغه چي له بېهوده (خوشي كار او خبري) ډډه كوونكي دي،

 

5- وَإِذَا سَمِعُوا اللَّغْوَ أَعْرَضُوا عَنْهُ وَقَالُوا لَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ سَلامٌ عَلَيْكُمْ لا نَبْتَغِي الْجَاهِلِينَ 55  القصص

او كله چي چټي خبره واوري مخ ترې اړوي او وايي: موږ ته خپل عملونه او تاسو ته خپل عملونه، پر تاسو دي سلام وي، موږ جاهلان نه غواړو.

 

6- يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَسْأَلُوا عَنْ أَشْيَاءَ إِنْ تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ وَإِنْ تَسْأَلُوا عَنْهَا حِينَ يُنَزَّلُ الْقُرْآنُ تُبْدَ لَكُمْ عَفَا اللَّهُ عَنْهَا وَاللَّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ 101  المائدة

اې مؤمنانو! د هغو شيانو په اړه پوښتنه مه كوئ چي كه درته څرگند شي نو خفه به مو كړي او كه د هغه په هكله هغه وخت پوښتنه وكړئ چي قرآن نازلېږي نو درته څرگند به شي، الله دي د دې عفو وكړي او الله حليم بخښونكى دئ.

په دې آيتونو كي ټول هغه مطالب راغلي چي په دغه روايت كي راغلي؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم د ټولو صحيح احاديثو وضعيت همداسي دئ؛ هر يو ئې د قرآن شرح او تفسير دئ.

 

ورته مهال قدرمن مشر د بخاري په ٤۲ کتاب (خصومات) کي د شخړو او منازعاتو مسائل په تفصيلي توگه تشريح کړل؛ لکه چي وايي:

١ باب: (د مسلمان او يهودي دعوی)

1107 ـ عَنْ عَبْدِاللَّهِ بنِ مَسْعُود رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: سَمِعْتُ رَجُلاً قَرَأَ آيَةً سَمِعْتُ مِنَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خِلافَهَا فَأَخَذْتُ بِيَدِهِ، فَأَتَيْتُ بِهِ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: «كِلاكُمَا مُحْسِنٌ» قَالَ شُعْبَةُ: أَظُنُّهُ قَالَ: «لا تَخْتَلِفُوا فَإِنَّ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمُ اخْتَلَفُوا فَهَلَكُوا». (بخاري: 2410)

له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: له يوه سړي مي واورېدل چي يو آيت ئې تلاوت كړ؛ په داسي حال كي چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي د هغه خلاف اورېدلى وو؛ نو تر لاس مي ونيولو  او رسول الله صلى الله عليه و سلم ته مي بوت؛ نو وئې فرمايل: ((دواړه ښه يئ؛ شعبه وايي: گمان كوم چي وئې ويل: اختلاف مه کوئ ځکه هغه چي تر تاسو وړاندي ول؛ اختلاف ئې وكړ او له كبله ئې هلاک شول.

دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ له بخاري پرته په بل هيڅ مهم كتاب كي نه دئ راوړل شوى؛ غريب دئ په پنځو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: أَبُو الوَلِيدِ، شُعْبَة، عَبْدُ المَلِكِ بْن مَيْسَرَة، النَّزَّال بْن سَبْرَة او عَبْد اللَّه بن مسعود رضي الله عنه.

 

د قدرمن مشر پر وينا دا روايت څو جدي ابهامات او ستونزي لري:

1- تر دې باب لاندي راوړل شوى: د مسلمان او يهودي دعوی؛ خو له روايت دا نه معلومېږي چي دعوى د مسلمان او يهودي تر منځ وه؛ بلكي داسي معلومېږي چي د عبد الله بن مسعود او كوم بل صحابي تر منځ وه؛ او دعوى هم د يوه آيت په ارتباط؛ داسي دعوى يوازي د دوه مسلمانانو تر منځ كېدى شي؛ نه د يهودي او مسلمان تر منځ.

2- دا نه دي ويل شوي چي اختلاف د كوم آيت او لفظ او څه ډول قرائت په اړه وو.

3- دا چي رسول الله صلى الله عليه و سلم دواړو ته ويلي چي ستاسو دواړو قرائت سم دئ؛ د دې معنى څه ده؟! دا وضاحت ايجابوي؛ خو نه په بخاري كي د دې وضاحت مومو او نه د بخاري په كومي شرحي كي. څه به كوو او له دې روايت به زموږ تشخيص او انتباه څه وي؟ په دې ارتباط څو عرائض لرم:

الف: صحابه وو پر يوه خاص قرائت اجماع كړې او همغه په ليكلي بڼي كي تر موږ پوري په تواتر سره رارسېدلى او نن زموږ په اختيار كي دئ؛ يوازي په همدې قرائت بايد اكتفاء وكړو؛ قطعاً صحيح نه ده چي د صحابه وو اجماع پرېږدو او شاذ قرائتونه، آراء او روايات د اختلاف وسيله كړو.

ب: دا مختلف او په اصطلاح اوه گوني قرائتونه؛ په دومره توپير سره د توجيه وړ كېدى شي چي يو لفظ چي معنى ئې يوه وي؛ خو داسي معمولي تغيير په كي راغلى وي چي د آيت په معنى او مراد كي د تغيير باعث نه وي؛ لكه د فاتحې سورې دا آيت (مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ)؛ چي د (مَلِكِ يَوْمِ الدِّينِ) او مَلِيكِ يَوْمِ الدِّينِ) په توگه قرائت شي؛ د مَالِكِ، مَلِكِ او مَلِيكِ معنى كاملاً سره ورته او غږ ئې هم ډېر نژدې او مشابه؛ نه داسي لفظي تغيير چي په معنى كي د تغيير باعث وي. بل مورد ئې دا چي كومي قبيلې به يو حرف سم نه شو تلفظ كولى او بل ته ورته غږ سره به ئې تلفظ كولو؛ لكه بلال رضي الله عنه چي (ش) ئې (س) تلفظ كولو؛ فقط داسي بېل بېل قرائتونه د توجيه وړ گڼلى شو.

ج: ښه او معقول اسلوب دا دئ چي د صحابه وو پر اجماع اكتفاء وشي او د بېل قرائتونو د رامنځته كېدو او رواجولو مخنيوى وشي. زما هغه قاريان نه خوښېږي چي په قرائت كي ډېره قلقله كوي او هڅه كوي يو آيت په څو مختلفو قرائتونو سره قرائت كړي؛ گمان كوم دوى به د رسول الله صلى الله عليه و سلم د هغه لارښووني مصداق وي چي فرمايلي ئې دي: داسي زمانه به راشي چي ځيني به قرآن په قلقلې او نغمې سره وايي خو تر ستوني به ئې لاندي نه تېرېږي. ښه قاري هغه دئ پر خپل قرائت نه مادي اجوره او شكرانه تر لاسه كوي او نه معنوي؛ تحسين او تمجيد؛ قرائت ئې اغېزمن وي؛ اورېدونكي ته خداى ورپه يادوي؛ په زړه كي ئې د الله تعالى مينه پاروي او له سترگو ئې اوښكي بهوي؛ احساس ئې دا وي چي دا قارئ زما د رب كلام رااوروي؛ په ډېر تمكين او احتياط سره؛ نه هغه چي قرائت ئې د سندرو په څېر وي؛ د سندرو اورېدو شوق پاروي او د اوږد نفس سيالي كوي. او ښه حافظ هغه دئ چي لومړى په قرآن پوه شي؛ له ترجمې او تفسير وروسته ئې حفظ كړي؛ هم د قرآن عالم وي، هم عامل او هم حافظ؛ هم ئې د الفاظو حافظ او هم د دې آيت مصداق حافظ: (... الآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللَّهِ ...)؛ يعني مجاهد حافظ.

ح: په رواياتو كي دا هم مومو چي دعوى د يوه يهودي او مسلمان تر منځ او د موسى عليه السلام او رسول الله صلى الله عليه و سلم د فضيلت په ارتباط وه؛ يهودي ويل موسى عليه السلام تر ټولو افضل دئ؛ ابوبكر عليه السلام ويل محمد عليه السلام تر ټولو افضل دئ؛ لانجه تر رسول الله صلى الله عليه و سلم پوري رسېدلې او هغه فرمايلي: زما په ستايني كي غلو مه كوئ او تر نورو پيغمبرانو مي غوره مه گڼئ؛ .... د قيامت په ورځ به له ډېر هيبت ټول انسانان بې سده شي؛ زه چي كله راپاڅم نو موسى عليه السلام به د عرش خوا ته ولاړ ومومم؛ نه به پوهېږم چي هغه به بې سده شوى نه وي او كه تر ټولو وړاندي به په سد شوى وي؛ د يوسف عليه السلام په ارتباط فرمايي: كه د يوسف عليه السلام په ځاى زه وي او له دومره اوږدې مودې وروسته له زندان د وتلو بلنه به مي ښايي منلې وى؛ خو ده د ملك بلنه ونه منله.

 

د درس په پای کي په إجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه های ته ورسېده.

د حزب اسلامی افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک