No-IMG

حکمتيار: الله تعالى ټول مؤمنان د حزب الله په نامه ياد كړي

د ملتونو د يو والي او له قومونو او قبيلو متحد ملت جوړول؛ فكري مبارزې او د فكر، عقيدې او آرمان په بنسټ جوړ شوي حزب ته ضرورت لري؛ له داسي حزب پرته ملتونه په قومونو او قبيلو وېشل كېږي او داسي واحد محور نشي موندلى چي دوى له قومي اختلافاتو وژغوري؛ ځيني د ناپوهۍ له كبله د حزب له نامه سره حساسيت ښيي؛ په داسي حال كي چي الله تعالى ټول مؤمنان د حزب الله په نامه ياد كړي؛ يعني د الله په نامه جوړ شوى ټولى؛ او د شيطان اتباع ئې د حزب الشيطان په نامه؛ په حزب الله كي د نړۍ ټول مؤمنان او ټولي اسلامي ډلي؛ او د ټولو حقه مذاهبو پلويان شامل دي؛ لكه څنگه چي هره قبيله يو حزب دئ؛ او قرآن د عربو د ټولو مشركو قبائلو گډ جنگ؛ د احزاب جنگ په نامه ياد كړ؛ همدا راز هر مذهب يو حزب دئ؛ څوك چي احزاب نه مني؛ هغه به هم خپل مذهب نه مني او هم نور حقه مذاهب؛ د داعش لار به غوره كوي؛ چي د مذاهبو پلويان مشرك او واجب القتل گڼي او د هغوى په جوماتونو كي د لمانځه په وخت؛ انتحاري عمليات؛ جنت ته د رسېدو لنډه او آسانه لار بولي!! آيا عجيبه نه ده چي يو ښاغلى به عملاً د يوه گوند او سياسي او فكري ټولي غړى وي؛ ډله به ئې د نورو ډلو له غړو جوړه شوې وي؛ اكثر مشران به ئې تر نن وړاندي د نورو گوندونو غړي پاته شوي وي؛ خو هغه به وايي: په اسلام كي احزاب نشته!!!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک