د پارلمان وکیلانو لخوا د انسانانو قصابي په کابل کي
محمدالله قریشي
کله چي کابل فتحه شو په لومړیو شپو ورځو کي د شپي له خوا په ګزمه کي د میدان هوایې په سرک د شیخ زاید شفاخاني ته مخامخ یوه کوڅه د پوډریانو په نوم یادیده همدغي کوڅي څیرمه یو ځای ډیر سپي سره راټول شوي وو په خپلو کي سره جنګ وو غپ غوپ یې جوړ کړی وو زموږ مسیر هم په همدغه لار شو چیري چي سپي سره جمع شوي وو د سپیو په منځ کي مي په وینو سترګي ولګیدي ډیر پاکټ یوه بله خوا پاشل شوي وو یوه سپینه بوجۍ هم پرته وه سپي مو وشړل نږدی ورغلو په پاکټونو کي داسي څه راته معلوم شول لکه د انسانانو زړونه، پښتورګي، بیا مو هم باور نه کیده بلآخره ډاکتران مو ورته را وغوښتل هغوی چي ولیدل سترګي یې خلاصي پاتي شوي چیغي کړي دا خو د انسانانو زړونه او پښتورګي په طبي پاکټونو کي دي له کاره لویدلي خراب شوي هغه بوجۍ او پاکټونه مو را ټول کړل یو ځای مو دفن کړل ډیر کوښښ مو وکړ چي هغه کسان ونیسو خو بریالي نشوو بیا مو له ډاکترانو څخه پوښتنه وکړه دا څنګه او چا به راوړي وي ډاکتر په ژړغوني غږ جواب راکړ د انسانانو قصابانو. هره ورځ په لسهاوو کسان ورکیږي دلته مافیایې کړۍ فعالي وي ژوندي انسانان یې غلا کول بیا یې د وجود غړي تري کښل له میدان هوایې څخه یې آزادانه اروپایې خارجي هیوادونو ته لیږل ډاکتر خپلي خبري په داسي حال کي راته کولي چي ګریوان یې په اوښکو لوند او غریو نیولی وو زیاته یې کړه دغه کوم زړونه او پښتورګي چي تاسي ولیدل د دي د قاچاق زمینه نه ده ورته مساعده شوي ځکه یې دلته غورځولي دي دا موضوع مو تر ډیره تعقیب کړه له ډیرو خلکو څخه مو پوښتني وکړي نهایې معلومات مو دا شول چي په دي کار کي د پارلمان وکیلانو او لوړ رتبه چارواکو لاس درلوده جرائېم سنګین او نوري اداري هم تري خبري وي خو مخنیوی یې چا نشوای کولای او دا خلک هم د خارجیانو لخوا سپوټ کیدل چا برّګ هم نشوای ورته کتلای آخ وطنه آخ هیوادواله په تاسي څه ظلمونه وشول چا د وطن سرحدونه خرڅ کړل چا د هیواد والو د وجود غړي خرڅول چا د معتادینو د زیاتوالي پروژه په مخ بووله چا یې د عقیدي او فرهنګ د تخریب چاري سمبالولي د هیواد او اسلام دښمنانو په یادو وران کاریو هم زړه نه یخیده په سلهاوو زره نور اجیران یې په ټانګ، طیاره، اسلحه، سمبال کړي وو د افغانانو د وژلو چاري ورته سپارل شوي وي تر ټولو غټه سپین سترګي خو یې لا دا وه چي هم یې وطن خرڅ کړی وو هم یې افغانان وژل او ځانونه یي اتلان او قهرمانان یادول د سترګو لیدلی حال شکر خدایه چي د انسانیت له قصابانو څخه دي خلاص کړو او زموږ ګران وطن دي بیا اصلي بچیانو ته وسپارلو شُکر خدایه شُکر.
