د حکمتيار صاحب څلور پنځوسمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه د اسد ۱۸مه؛ ۱۴۰۲:
د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د
څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله
څلور پنځوسمه درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼشمېر وروڼو پهکي گډون کړی وو.
نوموړي د خپل مخکيني درس پر دوام وويل:
٦ باب: (د اوبو مالک پخپلو اوبو کي لومړی حقدار دئ) لکه چي وايي:
1095 ـ عَنْ أَبي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لأَذُودَنَّ رِجَالاً عَنْ حَوْضِي كَمَا تُذَادُ الْغَرِيبَةُ مِنَ الإِبِلِ عَنِ الْحَوْضِ». (بخاري: 2367)
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((قسم په هغه ذات چي زما نفس ئې په لاس کي دئ؛ د قيامت په ورځ به ځيني خلک داسي له خپل حوض (کوثر) شړم لکه چي پردى اوښ له حوض شړل کېږي)).
دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په پنځو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: مُحَمَّد بْن بَشَّار، غُنْدَر، شُعْبَةُ، مُحَمَّد بْنِ زِيَاد او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، له بخاري، مسند اسحاق ابن راهويه او مسند احمد پرته په بل هيڅ معروف او مهم كتاب كي نه دئ راوړل شوى؛ اسحاق بن راهويه د امام بخاري استاد دئ.
ښاغلی حکمتيار د پورتني روايت د لا توضيح په اړه وايي؛ د حوض كوثر او نهر كوثر په اړه به مو ډېر څه اورېدلي وي؛ راشئ وگورو چي په دې اړه قرآن څه ويلي كه نه؛ او په رواياتو كي څه راغلي؛ موږ هره ورځ؛ الله تعالى ته په لسگونو ځلي دا دعاء كوو: اهدنا الصراط المستقيم: موږ په دې مستقيمي لار هدايت كړه؛ صراط د زمكي پر سر سړك او لار ته وايي؛ خو زموږ مقصد ترې معنوي لار ده نه مادي او د زمكي سړك او لار؛ دا لار په همدغي فاتحې سوره كي موږ ته ښودل شوې: د انبياءو، صديقينو، شهداءو او صالحينو لار؛ د اياك نعبد و اياك نستعين لار؛ دا چي يوازي د الله تعالى عبادت كوو او يوازي له ده استعانت غواړو؛ (وَأَنِ اعْبُدُونِي هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ: او دا چي يوازي زما عبادت وكړئ؛ همدا مستقيمه لاي ده)؛ لكه چي دلته له الصراط مجازي او معنوي لار ده؛ نه مادي او د زمكي سړك؛ همدا راز حوض كوثر په مجازي توگه كارول شوى؛ ټول هغه روايات چي په هغوى كي د (حوضي: زما حوض) يادونه په كي شوې؛ په بخاري كي 13 ځلي په دغو شمېرو راغلي: 1196 - 1344 - 1888 - 2367 - 3596 - 4085 - 6426 - 6579 - 6580 - 6588 - 6590 - 7048 - 7335 – د نوموړي پر وينا؛ له دغو رواياتو؛ څلور ئې داسي دي چي وايي: وَمِنْبَرِي عَلَى حَوْضِي: او منبر مي زما پر حوض دئ؛ د دغو رواياتو شمېرې دا دي: 1196 - 1888 - 6588 - 7335؛ او دا ښيي چي دا حوض؛ چي د كوثر حوض په نامه ياد شوى؛ مجازي حوض دئ نه عيني او مادي حوض؛ ځكه د رسول الله صلى الله عليه و سلم تر منبر لاندي؛ د اوبو كوم مشهود حوض نشته؛ نو بايد وگورو چي په دې سره كوم حوض ته اشاره شوې؛ څه چي ويل كېدى شي هغه فقط دا دي چي دا د هدايت او ارشاد هغه معنوي چينه ده چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم تر منبر لاندي وه؛ له همدې منبر او چيني د حق او هدايت رڼا او وړانگي ټول عالم ته خورېدې؛ د نړۍ گوټ گوټ ته رسېدې او حقپال ترې خړوبېدل؛ د اهل ظاهر مسلك پلويان ښايي له دې هم د اوبو كوم حوض راوباسي!! خو د روايت الفاظ دومره واضح دي چي هيڅ د عقل خاوند كوم بل مطلب نه شي ترې اخيستلى. په همدې څلورو رواياتو كي دا هم راغلي: مَا بَيْنَ بَيْتِي وَمِنْبَرِي رَوْضَةٌ مِنْ رِيَاضِ الجَنَّةِ: هغه څه چي زما د كور او منبر ترمنځ دي؛ دا د جنت يو بڼگى دئ؛ يعني دا د جنت باغچې ته ورته دئ؛ دلته ته چي ځم راځم؛ داسي احساس كوم لكه چي په جنت كي گرځم.
له دغو 13 رواياتو؛ په پنځو كي دغه فقرې مومو: (... وَإِنِّي وَاللَّهِ لَأَنْظُرُ إِلَى حَوْضِي الآنَ، وَإِنِّي أُعْطِيتُ مَفَاتِيحَ خَزَائِنِ الأَرْضِ: او والله چي زه همدا اوس خپل حوض ته گورم؛ او ما ته د زمكي د خزانو كلياني راكړل شوې دي)؛ دلته حوض او د زمكي د خزانو كلياني په مجازي توگه كارول شوي؛ له حوض يا همغه تر منبر لاندي د هدايت حوض دئ او يا د قيامت په ورځ د رسول الله صلى الله عليه و سلم د شفاعت حوض؛ او د زمكي د خزانو له كليانو هم مراد؛ د مسلمانانو د فتوحاتو زېري دي؛ نه دا چي كلياني عملاً راوړل شوې وي او رسول الله صلى الله عليه و سلم ته سپارل شوې وي؛ او كه احياناً په واقعي معنى كلياني وي؛ نو دا به رسول الله صلى الله عليه و سلم ته په خوب كي ښودل شوې وي؛ دا ځكه چي د خوب ژبه انځورونه وي؛ خو حقيقت دا دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم؛ د قرآن له څرگندو بشارتونو پوه شوى چي الله تعالى به دا دين پر ټولو اديانو غالبوي؛ د دغو قرآني بشارتونو مصداق موږ په خپلو سترگو وليد؛ په لنډي مودې كي مسلمانان پر ټول حجاز مسلط شول؛ او بيا د دوى لاس ته نيمايي نړۍ ورغله؛ له فكري، سياسي، علمي او اجتماعي پلوه د نړۍ قيادت او زعامت د دوى په لاس كي پرېوت؛ د دغو رواياتو شمېرې دا دي: 1344- 3596 - 4085 - 6426 - 6590.
نوموړی زياتوي چي په 7048 روايت كي داسي راغلي: أَنَا عَلَى حَوْضِي أَنْتَظِرُ مَنْ يَرِدُ عَلَيَّ، فَيُؤْخَذُ بِنَاسٍ مِنْ دُونِي، فَأَقُولُ: أُمَّتِي، فَيُقَالُ: لاَ تَدْرِي، مَشَوْا عَلَى القَهْقَرَى: زه به د خپل حوض خوا ته د هغو انتظار كوم چي ما ته به راځي؛ ځيني خلك به زما خوا ته ونيول شي؛ نو زه به ووايم: دا زما امتيان دي؛ وبه ويل شي: ته نه پوهېږې؛ دوى په شا ولاړل)؛ له دې په وضاحت سره معلومېږي چي دا د شفاعت حوض دئ؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم شفاعت به د ځينو په اړه نه منل كېږي.
اما دا چي په قرآن كي د كوثر يادونه شوې؛ آيا دا حوض كوثر دئ، كه نهر كوثر او كه بل څه؟ اړوند سوره دا ده:
إِنَّآ أَعۡطَيۡنَٰكَ ٱلۡكَوۡثَرَ ١ فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَٱنۡحَرۡ ٢ إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ ٱلۡأَبۡتَرُ ٣
بې شكه چي تا ته مو كوثر دروبخښو. نو خپل رب ته لمونځ وكوه او قرباني؛ يقيناً چي ستا دښمن په خپله ابتر دئ.
د دې مفصل او مشرح تفسير؛ د قرآن پلوشې كي وگورئ؛ دلته د (الكوثر) مراد نه حوض كوثر دئ، نه نهر كوثر او نه زيات اولاد، بلكي مراد ئې له شك پرته هغه مخلص ياران دي چي الله تعالى د دې سورې د نزول په زمانه كي د پيغمبر عليه السلام په برخه كړي وو، په ابتلاءاتو كي استوار او ثابت قدم پاته شول، له ستونزو او كړاوونو ونه وېرېدل، هري قربانۍ ته چمتو شول، تكليفونه او زحمتونه ئې قبول كړل، هيڅ گواښ او فشار له خپلي لاري او تصميم په شا نه كړل، هر يو ئې لكه يو مضبوط او پياوړى لښكر وو، هر يو ئې له صف سره د ځان په څېر د زرگونو نورو مجاهدينو د پيوستون وسيله او سبب، د الله دين ئې د نړۍ گوټ گوټ ته ورساوو او د دين بيرغ ئې په ټولي نړۍ كي ورپاوو. د دې رأيي د تأييد لپاره لاندي دلائل لرو:
1- د كوثر حوض به د قيامت په ورځ او د كوثر نهر به په جنت كي پيغمبر عليه السلام ته وركول كېږي، په دې سوره كي ويل شوي چي ( الكوثر) مو عملاً او د دې سورې له نزول مخكي تا ته دركړى. إِنَّآ أَعۡطَيۡنَٰكَ ٱلۡكَوۡثَرَ.
2- متأسفانه ځيني دلته هم د نورو مواردو په څېر وايي له كوثر يا حوض كوثر مراد دئ يا نهر كوثر يا ډېر اولاد؛ او هغه هم د فاطمه رضي الله عنها اولاد، دوى تل هڅه كوي چي په داسي مواردو كي په زور او تكلف سره او له كوم معقول او د منلو وړ دليل پرته د خپلي خوښي تعبير له ځانه جوړوي؛ نه دلته د حوض يادونه شوې، نه د نهر او نه د اولاد؛ په داسي حال كي چي د دې سورې د نزول په وخت كي پيغمبر عليه السلام ځوان زامن نه درلودل چي د زيات اولاد معنى ترې واخلو. پر لمسيانو ئې په دې دليل اطلاق نه شي كېدى چي په دې وخت كي ئې هيڅ لمسى نه وو، لمسيان ئې د دې سورې له نزول نژدې شل كاله وروسته زېږېدلي؛ دا سوره وايي چي الله تعالى دا كوثر همغه مهال عملاً رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وركړى وو.
3- كه له (الكوثر) حوض كوثر يا نهر كوثر او يا ډېر اولاد واخلو د آيتونو تر منځ تړاو، ربط او تنسيق له منځه ځي او په بې ربطو جملو بدلېږي، د دې دواړو خبرو تر منځ به څه ربط وي چي تا ته مو حوض كوثر يا نهر كوثر دركړ او دښمنان دي بې اولاد شول!! همدا راز دا خبره نه شو كولى چي تا ته مو ډېر اولاد دركړ او دښمنان دي بې اولاد شول، دا ځكه چي د پيغمبر عليه السلام دښمنان بې اولاد نه ول.
د سورې په دوهم آيت كي پيغمبر عليه السلام ته لارښوونه شوې چي د الكوثر د نعمت په پاس بايد لمونځ وكړې او قرباني وكړې؛ دا داسي ده لكه چي د قريش په سوره كي قريشو ته ويل شوي: د دې نعمتونو په پاس بايد د خپل رب عبادت وكړئ چي له وېري وروسته ئې امنيت درپه برخه كړ او له لوږي وروسته ئې په نس ماړه كړئ؛ او همدا راز لكه چي د (الضحى) او (الشرح) په سورتونو كي د نعمتونو له ذكر وروسته ويل شوي: د الله په نعمتونو اعتراف وكړه او د الله په لوري رغبت وكړه. او داسي لكه د النصر په سورې كي چي گورو د الهي تأييد او نصرت او د خلكو ډله ډله اسلام ته د ننوتو په مقابل كي چي پيغمبر عليه السلام ته د تسبيح او استغفار سپارښتنه شوې.
قدرمن مشر زياتوي چي؛ په ډېر وضاحت سره گورو چي دا آيت پر مخكينيو يوه تفريع او د هغوى نتيجه ده او د الكوثر د اعطاء په مقابل كي د لمونځ او قربانۍ غوښتنه كوي او ښيي چي د كوثر نعمت لا د مخه پيغمبر عليه السلام ته وركړى شوى او د همدې نعمت د شكر په ځاى كولو لپاره په لمانځه او قربانۍ مكلف شوى. په دې آيت كي رسول الله صلى الله عليه و سلم او مسلمانانو ته ويل شوي چي لمونځ او قرباني به مو د الله تعالى لپاره وي، د الله تعالى رضاء تر لاسه كول او د ده اوامر تر سره كول به مو د لمانځه او قربانۍ موخه او هدف وي.
قرطبي ليكلي چي د الكوثر په اړه شپاړس قوله راغلي؛ د دې معنى دا ده چي مفسرينو ته له پيغمبر عليه السلام داسي موثق روايت په لاس نه دئ ورغلى چي د دې آيت لومړى او وروستى تفسير ئې وگڼي او د بلي رأيي له وركولو ډډه وكړي؛ كه داسي روايت ئې موندلى وى هيڅكله به ئې بېله بېله رأيه نه وړاندي كوله او شپاړس مختلف تفسيرونه به ئې نه كېدل. همدا راز له دغو شپاړسو رأيو يوه ئې صحيح كېدى شي او بس، موږ نه يوازي دا حق لرو چي د درنو مفسرينو د دغو مختلفو آراءو تر منځ قضاوت وكړو او تر ټولو غوره ئې انتخاب كړو بلكي بايد او حتماً دا كار وكړو، دا سمه نه ده چي ووايو: ښايي دا صحيح وي او ښايي دا او يا ووايو چي ښايي ټولي صحيح وي او دې ته د جوامع الكلم نوم وركړو؛ دا خبره خو د يوه مبهم كلام په اړه كېدى شي نه د قرآن په څېر د مبين او بليغ كلام په اړه. جوامع الكلم دې ته نه وايي چي مخاطب په شك كي واچوي او په دې پوهېدا ورته گرانه كړي چي د متكلم موخه او هدف څه دئ، دا، كه دا او كه دا؟!! جوامع الكلم هغه كلام دئ چي په لنډو الفاظو كي خپل مطلب په ښه او بشپړه توگه اداء كړى شي، نه تكلف په كي شوى وي او نه اضافي او غير ضروري الفاظ په كي راغلي وي، الكوثر هومره جامع كلام دئ چي نظير ئې نه شو موندلى، خو د دې معنى دا نه ده چي د كوثر ټول هغه معاني دلته مراد دي چي د لغت په كتابونو كي ئې مومو، له الكوثر بايد يوازي يوه محدده او مشخصه معنى مراد وي او مخاطب ئې بايد د كلام له فحوى درك كړى شي. او دې ته وايي بليغ كلام.
نوموړي دا هم وويل؛ كه څه هم كوثر د كثرت د مبالغې صيغه ده او ډېر شيان ئې مصداق كېدى شي، خو دلته كوثر د ابتر په مقابل كي راغلى، د ابتر معنى منزوي شوى او تجريد شوى ده، نو د كوثر معنى به خامخا ناتجريد شوى او نامنزوي شوى وي؛ بل مصداق ورته جوړول اشتباه ده.
دا سوره په مكي دور كي او د الضحى او الشرح له سورتونو وروسته نازله شوې؛ كه څه هم په دې اړه چي د الكوثر سوره په مكه كي نازله شوې كه مدينه كي؛ دوه روايتونه مخي ته راځي: يو ئې وايي چي كله د پيغمبر عليه السلام دوهم زوى هم وفات شو نو عاص بن وائل يا ابولهب وويل بتر محمد: محمد (عليه السلام) ميرات شو، يعني نارينه وارث ترې پاته نه شو او دا سوره د ده په ځواب كي نازله شوه.
په بل روايت كي راغلي:
عَنْ أَنَسٍ قَالَ بَيْنَا رَسُولُ الله -صلى الله عليه وسلم- ذَاتَ يَوْمٍ بَيْنَ أَظْهُرِنَا إِذْ أَغْفَى إِغْفَاءَةً ثُمَّ رَفَعَ رَأْسَهُ مُتَبَسِّمًا فَقُلْنَا مَا أَضْحَكَكَ يَا رَسُولَ الله قَالَ « أُنْزِلَتْ عَلَىَّ آنِفًا سُورَةٌ ». فَقَرَأَ « بسم الله الرحمٰن الرحيم (إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الأَبْتَرُ) ». ثُمَّ قَالَ « أَتَدْرُونَ مَا الْكَوْثَرُ ». فَقُلْنَا الله وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ. قَالَ « فَإِنَّهُ نَهْرٌ وَعَدَنِيهِ رَبِّى عَزَّ وَجَلَّ .... رواه مسلم
له انس رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: په داسي وخت كي موږ د رسول الله صلى الله عليه وسلم په خوا كي وو چي مختصر بې حاله شو، بيا ئې په موسكا سره سر رااوچت كړ؛ موږ وپوښتو چي يا رسول الله! ولي په خندا شوې؟ وئې فرمايل: دا اوس يوه سوره راباندي نازله شوه؛ نو داسي ئې قرائت كړه: « بسم الله الرحمٰن الرحيم (إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الأَبْتَرُ)؛ بيا ئې وفرمايل: پوهېږئ چي كوثر څه دئ؟ موږ وويل: الله او رسول ئې ښه پوهېږي؛ وئې فرمايل: دا يو نهر دئ چي الله تعالى ئې له ما سره وعده كړې ده،...
د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير زياتوي چي د دې سورې د نزول په اړه څو متعارض روايات زموږ مخي ته راځي؛ څرگنده ده چي په دوى كي به يوازي يو صحيح وي؛ يا به سوره مكي وي يا مدني؛ يا به د مكي دور په پيل كي نازله شوې وي او وروسته؛ د دغو رواياتو د صحت او عدم صحت په اړه د سورې د مطالبو په رڼا كي قضاوت كولى شو؛ د سورې له متن او محتوى او د الفاظو له تركيب ئې په واضح توگه معلومېږي چي دا سوره په مكه كي او هغه مهال نازله شوې چي قريشو د گواښونو او فشارونو كړۍ پر رسول الله صلى الله عليه و سلم او مؤمنانو دومره تنگه كړې وه چي گمان ئې كولو؛ له ټولني تجريد شوي؛ څوك ئې خوا ته نه ورځي؛ تياره راتلونكى ئې په برخه دئ؛ د همدې لپاره ئې رسول الله صلى الله عليه و سلم د ابتر په نامه يادولو؛ ابتر يعنى تجريد شوى او يوازي پاته شوى؛ هغي وني ته ئې ابتر ويل چي په بېديا كي به يوازي ولاړه وه؛ اكثر علماء په دې متفق دي چي دا سوره مكي ده او په همدغسي ظروفو او شرائطو كي نازله شوې؛ د انس رضي الله عنه له روايت سره اتفاق نه كوي؛ د سورې هر څه په دې شهادت وركوي چي په مكه كي نازله شوې، انس رضي الله عنه په مدينه كي پيدا شوى او هغه وخت چي پيغمبر عليه السلام مدينې ته هجرت وكړ اته- نه كلن وو، ښايي د دې سورې د نزول په وخت كي به يا پيدا شوى نه او يا به وړوكى ماشوم وو؛ څنگه ومنو چي دى د دغي سورې د نزول په وخت كي حاضر وو؟!
نوموړي دا هم وويل؛ د لومړي روايت په اړه بايد ووايو چي دا سوره د پيغمبر عليه السلام د زامنو له وفات ډېر كلونه وروسته نازله شوې، د معتبرو رواياتو له مخي د ده زامن له بعثت مخكي وفات شوي؛ د دوى د وفات په وخت كي ابو لهب نه يوازي له پيغمبر عليه السلام سره هيڅ اختلاف نه درلود بلكي پيغمبر عليه السلام خپلي دوه لوڼي د ده دوو زامنو ته په نكاح وركړې وې.
نوموړي همداراز د موضوع د لا وضاحت په اړه خپلي يوي ضمني یادوني ته هم تفصيلاً إشاره وکړه او وئې ويل:
كله چي ما د دې مختصري سورې په اړه تحقيق كاوو چي درې لنډ لنډ آيتونه لري، له لسو كلمو جوړه شوې او د قرآن تر ټولو لنډه سوره ده؛ د ډېرو تفسيرونو له مطالعې وروسته او د الله تعالى په كرم او لطف سره مي د دې سورې په تفسير د پوهېدو توفيق په برخه شو، له ليكلو ئې فارغ شوم، قلم مي كښېښود، لاسونه مي د دعاء لپاره اوچت كړل او دا الفاظ مي په ژبه جاري شول: خدايه! ستا د دې پېرزويني ډېر ډېر شكر كوم، هومره چي كه زما د تېرو دېرشو كلونو د مبارزې عوض او بدله يوازي د دغي مباركي سورې دا فهم وي؛ زه قانع او راضي يم او ستا د دې لطف او كرم مرهون.
دا 13 روايات سره له ځينو نښو ستاسو مخي ته ږدم؛
1196 - حَدَّثَنَا مُسَدَّدٌ، عَنْ يَحْيَى، عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ، قَالَ: حَدَّثَنِي خُبَيْبُ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ، عَنْ حَفْصِ بْنِ عَاصِمٍ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَا بَيْنَ بَيْتِي وَمِنْبَرِي رَوْضَةٌ مِنْ رِيَاضِ الجَنَّةِ، وَمِنْبَرِي عَلَى حَوْضِي»
1344 - حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ يُوسُفَ، حَدَّثَنَا اللَّيْثُ، حَدَّثَنِي يَزِيدُ بْنُ أَبِي حَبِيبٍ، عَنْ أَبِي الخَيْرِ، عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ: أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَرَجَ يَوْمًا، فَصَلَّى عَلَى أَهْلِ أُحُدٍ صَلاَتَهُ عَلَى المَيِّتِ، ثُمَّ انْصَرَفَ إِلَى المِنْبَرِ، فَقَالَ: «إِنِّي فَرَطٌ لَكُمْ، وَأَنَا شَهِيدٌ عَلَيْكُمْ، وَإِنِّي وَاللَّهِ لَأَنْظُرُ إِلَى حَوْضِي الآنَ، وَإِنِّي أُعْطِيتُ مَفَاتِيحَ خَزَائِنِ الأَرْضِ - أَوْ مَفَاتِيحَ الأَرْضِ - وَإِنِّي وَاللَّهِ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمْ أَنْ تُشْرِكُوا بَعْدِي، وَلَكِنْ أَخَافُ عَلَيْكُمْ أَنْ تَنَافَسُوا فِيهَا»
1888 - حَدَّثَنَا مُسَدَّدٌ، عَنْ يَحْيَى، عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ، قَالَ: حَدَّثَنِي خُبَيْبُ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ، عَنْ حَفْصِ بْنِ عَاصِمٍ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: «مَا بَيْنَ بَيْتِي وَمِنْبَرِي رَوْضَةٌ مِنْ رِيَاضِ الجَنَّةِ، وَمِنْبَرِي عَلَى حَوْضِي»
2367 - حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ، حَدَّثَنَا غُنْدَرٌ، حَدَّثَنَا شُعْبَةُ، عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ زِيَادٍ، سَمِعْتُ أَبَا هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَأَذُودَنَّ رِجَالًا عَنْ حَوْضِي، كَمَا تُذَادُ الغَرِيبَةُ مِنَ الإِبِلِ عَنِ الحَوْضِ»
3596 - حَدَّثَنِي سَعِيدُ بْنُ شُرَحْبِيلَ، حَدَّثَنَا لَيْثٌ، عَنْ يَزِيدَ، عَنْ أَبِي الخَيْرِ، عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ، أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، خَرَجَ يَوْمًا فَصَلَّى عَلَى أَهْلِ أُحُدٍ صَلاَتَهُ عَلَى المَيِّتِ، ثُمَّ انْصَرَفَ إِلَى المِنْبَرِ فَقَالَ: «إِنِّي فَرَطُكُمْ، وَأَنَا شَهِيدٌ عَلَيْكُمْ، إِنِّي وَاللَّهِ لَأَنْظُرُ إِلَى حَوْضِي الآنَ، وَإِنِّي قَدْ أُعْطِيتُ خَزَائِنَ مَفَاتِيحِ الأَرْضِ، وَإِنِّي وَاللَّهِ مَا أَخَافُ بَعْدِي أَنْ تُشْرِكُوا، وَلَكِنْ أَخَافُ أَنْ تَنَافَسُوا فِيهَا»
4085 - حَدَّثَنِي عَمْرُو بْنُ خَالِدٍ، حَدَّثَنَا اللَّيْثُ، عَنْ يَزِيدَ بْنِ أَبِي حَبِيبٍ، عَنْ أَبِي الخَيْرِ، عَنْ عُقْبَةَ: أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَرَجَ يَوْمًا، فَصَلَّى عَلَى أَهْلِ أُحُدٍ صَلاَتَهُ عَلَى المَيِّتِ، ثُمَّ انْصَرَفَ إِلَى المِنْبَرِ فَقَالَ: «إِنِّي فَرَطٌ لَكُمْ، وَأَنَا شَهِيدٌ عَلَيْكُمْ، وَإِنِّي لَأَنْظُرُ إِلَى حَوْضِي الآنَ، وَإِنِّي أُعْطِيتُ مَفَاتِيحَ خَزَائِنِ الأَرْضِ، أَوْ مَفَاتِيحَ الأَرْضِ، وَإِنِّي وَاللَّهِ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمْ أَنْ تُشْرِكُوا بَعْدِي، وَلَكِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ أَنْ تَنَافَسُوا فِيهَا»
6426 - حَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ، حَدَّثَنَا اللَّيْثُ بْنُ سَعْدٍ، عَنْ يَزِيدَ بْنِ أَبِي حَبِيبٍ، عَنْ أَبِي الخَيْرِ، عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَرَجَ [ص:91] يَوْمًا، فَصَلَّى عَلَى أَهْلِ أُحُدٍ صَلاَتَهُ عَلَى المَيِّتِ، ثُمَّ انْصَرَفَ إِلَى المِنْبَرِ، فَقَالَ: «إِنِّي فَرَطُكُمْ، وَأَنَا شَهِيدٌ عَلَيْكُمْ، وَإِنِّي وَاللَّهِ لَأَنْظُرُ إِلَى حَوْضِي الآنَ، وَإِنِّي قَدْ أُعْطِيتُ مَفَاتِيحَ خَزَائِنِ الأَرْضِ - أَوْ مَفَاتِيحَ الأَرْضِ - وَإِنِّي وَاللَّهِ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمْ أَنْ تُشْرِكُوا بَعْدِي، وَلَكِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ أَنْ تَنَافَسُوا فِيهَا»
6579 - حَدَّثَنَا سَعِيدُ بْنُ أَبِي مَرْيَمَ، حَدَّثَنَا نَافِعُ بْنُ عُمَرَ، عَنِ ابْنِ أَبِي مُلَيْكَةَ، قَالَ: قَالَ عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عَمْرٍو: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «حَوْضِي مَسِيرَةُ شَهْرٍ، مَاؤُهُ أَبْيَضُ مِنَ اللَّبَنِ، وَرِيحُهُ أَطْيَبُ مِنَ المِسْكِ، وَكِيزَانُهُ كَنُجُومِ السَّمَاءِ، مَنْ شَرِبَ مِنْهَا فَلاَ يَظْمَأُ أَبَدًا»
6580 - حَدَّثَنَا سَعِيدُ بْنُ عُفَيْرٍ، قَالَ: حَدَّثَنِي ابْنُ وَهْبٍ، عَنْ يُونُسَ، قَالَ ابْنُ شِهَابٍ: حَدَّثَنِي أَنَسُ بْنُ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ [ص:120] قَالَ: «إِنَّ قَدْرَ حَوْضِي كَمَا بَيْنَ أَيْلَةَ وَصَنْعَاءَ مِنَ اليَمَنِ، وَإِنَّ فِيهِ مِنَ الأَبَارِيقِ كَعَدَدِ نُجُومِ السَّمَاءِ»
6588 - حَدَّثَنِي إِبْرَاهِيمُ بْنُ المُنْذِرِ، حَدَّثَنَا أَنَسُ بْنُ عِيَاضٍ، عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ، عَنْ خُبَيْبِ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ، عَنْ حَفْصِ بْنِ عَاصِمٍ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَا بَيْنَ بَيْتِي وَمِنْبَرِي رَوْضَةٌ مِنْ رِيَاضِ الجَنَّةِ، وَمِنْبَرِي عَلَى حَوْضِي»
6590 - حَدَّثَنَا عَمْرُو بْنُ خَالِدٍ، حَدَّثَنَا اللَّيْثُ، عَنْ يَزِيدَ، عَنْ أَبِي الخَيْرِ، عَنْ عُقْبَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَرَجَ يَوْمًا، فَصَلَّى عَلَى أَهْلِ أُحُدٍ صَلاَتَهُ عَلَى المَيِّتِ، ثُمَّ انْصَرَفَ عَلَى المِنْبَرِ، فَقَالَ: «إِنِّي فَرَطٌ لَكُمْ، وَأَنَا شَهِيدٌ عَلَيْكُمْ، وَإِنِّي وَاللَّهِ لَأَنْظُرُ إِلَى حَوْضِي الآنَ، وَإِنِّي أُعْطِيتُ مَفَاتِيحَ خَزَائِنِ الأَرْضِ، أَوْ مَفَاتِيحَ الأَرْضِ، وَإِنِّي وَاللَّهِ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمْ أَنْ تُشْرِكُوا بَعْدِي، وَلَكِنْ أَخَافُ عَلَيْكُمْ أَنْ تَنَافَسُوا فِيهَا»
7048 - حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ، حَدَّثَنَا بِشْرُ بْنُ السَّرِيِّ، حَدَّثَنَا نَافِعُ بْنُ عُمَرَ، عَنِ ابْنِ أَبِي مُلَيْكَةَ، قَالَ: قَالَتْ أَسْمَاءُ: عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: " أَنَا عَلَى حَوْضِي أَنْتَظِرُ مَنْ يَرِدُ عَلَيَّ، فَيُؤْخَذُ بِنَاسٍ مِنْ دُونِي، فَأَقُولُ: أُمَّتِي، فَيُقَالُ: لاَ تَدْرِي، مَشَوْا عَلَى القَهْقَرَى " قَالَ ابْنُ أَبِي مُلَيْكَةَ: «اللَّهُمَّ إِنَّا نَعُوذُ بِكَ أَنْ نَرْجِعَ عَلَى أَعْقَابِنَا، أَوْ نُفْتَنَ»
7335 - حَدَّثَنَا عَمْرُو بْنُ عَلِيٍّ، حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ مَهْدِيٍّ، حَدَّثَنَا مَالِكٌ، عَنْ خُبَيْبِ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ، عَنْ حَفْصِ بْنِ عَاصِمٍ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَا بَيْنَ بَيْتِي وَمِنْبَرِي رَوْضَةٌ مِنْ رِيَاضِ الجَنَّةِ، وَمِنْبَرِي عَلَى حَوْضِي»
مسند احمد كي د مفاتيح په اړه داسي راغلي:
1361 – عن عَلِي بْنَ أَبِي طَالِبٍ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، يَقُولُ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " أُعْطِيتُ أَرْبَعًا لَمْ يُعْطَهُنَّ أَحَدٌ مِنْ أَنْبِيَاءِ اللَّهِ: أُعْطِيتُ مَفَاتِيحَ الْأَرْضِ، وَسُمِّيتُ أَحْمَدَ، وَجُعِلَ التُّرَابُ لِي طَهُورًا، وَجُعِلَتِ امَّتِي خَيْرَ الْأُمَمِ "
له علي رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: داسي څلور شيان راكړل شوي چي د الله هيڅ نبي ته نه دي وركړل شوي: د زمكي كلياني راكړل شوې، د احمد په نامه ستايل شوى يم، زمكه راته پاكه گڼل شوې او امت مي تر ټولو امتونو غوره گرځول شوى.
ښاغلی حکمتيار همداراز د پورتني روايت د لا وضاحت په اړه وايي چي؛ له دې روايت په څرگنده توگه معلومېږي چي له مفاتيح څو د اوسپني كلياني نه دي؛ بلكي د فتوحاتو او برياوو مفاتيح دي.
1096 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «ثَلاثَةٌ لا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، وَلا يَنْظُرُ إِلَيْهِمْ: رَجُلٌ حَلَفَ عَلَى سِلْعَةٍ لَقَدْ أَعْطَى بِهَا أَكْثَرَ مِمَّا أَعْطَى وَهُوَ كَاذِبٌ، وَرَجُلٌ حَلَفَ عَلَى يَمِينٍ كَاذِبَةٍ بَعْدَ الْعَصْرِ لِيَقْتَطِعَ بِهَا مَالَ رَجُلٍ مُسْلِمٍ، وَرَجُلٌ مَنَعَ فَضْلَ مَاءٍ، فَيَقُولُ اللَّهُ: الْيَوْمَ أَمْنَعُكَ فَضْلِي كَمَا مَنَعْتَ فَضْلَ مَا لَمْ تَعْمَلْ يَدَاكَ». (بخاري: 2369)
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي نبي صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((درې کسان داسي دي چي الله تعالى به د قيامت په ورځ نه خبري ورسره کوي او نه به ورته گوري: هغه سړى چي په خپل مال او متاع لوړه كوي چي دومره ئې پرې ورکړې دي؛ تر هغه مقدار ډېر چي پرې وركړې ئې دي؛ په داسي حال كي چي دى به دروغجن وي؛ او هغه سړى چي تر مازديگر وروسته به په دروغجن قسم لوړه كوي چي د خپل مسلمان ورور مال د ځان ثابت كړي؛ او هغه چي تر خپلي اړتيا زياتي اوبه له نورو منع کوي؛ الله تعالى به فرمايي: نن به تا له خپل فضل او کرم داسي منع کوم لکه چي تا به له هغه فضل (اوبو) مخنيوى كولو چي تا په خپل لاس نه وې پيدا کړې)).
نوموړی زياتوي چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2369 - 7446؛ د ښاغلي حکمتيار پر وينا چي دا روايت غريب دئ؛ په پنځو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: عَبْدُ اللَّهِ بْن مُحَمَّد، سُفْيَان بْن عُيَينة، عَمْرو بْنِ دينار، أَبو صَالِح السَّمَّان او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ. له بخاري او السنن الكبرى للبيهقي پرته بل هيڅ مهم كتاب نه دئ راوړى. په روايت كي د اړوند آيت دوه نوري برخي نه دي راوړل شوې: (... وَلا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ).
قدرمن مشر همداراز په
٧ باب کي پر دې عنوان (هيڅ حِمَى (ايسار شوى ځاى) نشته مگر الله او د هغه رسول ته.) او لانديني روايت هم تفصيلي بحث وکړ؛ لکه چي وايي:
1097 ـ عَنِ الصَّعْب بْنِ جَثَّامَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لا حِمَى إلَّا لِلَّهِ وَلِرَسُولِهِ». (بخاري: 2370)
له صعب بن جَثَّامَه رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((هيڅ حِمى (ايساره شوې سيمه) نشته؛ مگر د الله تعالى او د هغه د رسول))
يعني هيڅوك حق نه لري؛ كوم عامه ملكي زمكه او څړ ځاى؛ ځان ته مختص او نور ترې منع كړي؛ د خپلو څارويو يا ښكار لپاره.
دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2370 - 3012 – د دواړو متن او راويان سره ورته دي؛ غريب دئ؛ په شپږو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: يَحْيَى بْن بُكَيْر، ليْث، يُونُس، ابْنِ شِهَاب، عُبَيْدِ اللَّه بْن عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُتْبَة، ابْنِ عَبَّاس او صَعْب بْن جَثَّامَةَ. يوازي په دغو كتابونو كي راغلى: بخاري، سنن ابي داؤد او السنن الكبرى للبيهقي.
محترم مشر همداراز په ٨ باب کي بيا د لانديني روايت په استناد (د ويالو اوبه څښل؛ د خلكو او حيواناتو له لوري) موضوع په مفصله توگه وڅېړله، هلته چي فرمايي:
1098 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «الْخَيْلُ لِرَجُلٍ أَجْرٌ، وَلِرَجُلٍ سِتْرٌ، وَعَلَى رَجُلٍ وِزْرٌ، فَأَمَّا الَّذِي لَهُ أَجْرٌ: فَرَجُلٌ رَبَطَهَا فِي سَبِيلِ اللَّهِ، فَأَطَالَ بِهَا فِي مَرْجٍ أَوْ رَوْضَةٍ، فَمَا أَصَابَتْ فِي طِيَلِهَا ذَلِكَ مِنَ الْمَرْجِ أَوِ الرَّوْضَةِ كَانَتْ لَهُ حَسَنَاتٍ، وَلَوْ أَنَّهُ انْقَطَعَ طِيَلُهَا فَاسْتَنَّتْ شَرَفًا أَوْ شَرَفَيْنِ كَانَتْ آثَارُهَا وَأَرْوَاثُهَا حَسَنَاتٍ لَهُ، وَلَوْ أَنَّهَا مَرَّتْ بِنَهَرٍ فَشَرِبَتْ مِنْهُ وَلَمْ يُرِدْ أَنْ يَسْقِيَ كَانَ ذَلِكَ حَسَنَاتٍ لَهُ، فَهِيَ لِذَلِكَ أَجْرٌ، وَرَجُلٌ رَبَطَهَا تَغَنِّيًا وَتَعَفُّفًا، ثُمَّ لَمْ يَنْسَ حَقَّ اللَّهِ فِي رِقَابِهَا وَلا ظُهُورِهَا فَهِيَ لِذَلِكَ سِتْرٌ، وَرَجُلٌ رَبَطَهَا فَخْرًا وَرِيَاءً وَنِوَاءً لأَهْلِ الإِسْلَامِ فَهِيَ عَلَى ذَلِكَ وِزْرٌ» وَسُئِلَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنِ الْحُمُرِ فَقَالَ: «مَا أُنْزِلَ عَلَيَّ فِيهَا شَيْءٌ إلَّا هَذِهِ الآيَةُ الْجَامِعَةُ الْفَاذَّةُ فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَه». (بخاري: 2371)
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((آس د يوه سړي لپاره د اجر سبب وي، د يوه سړي لپاره ستر او پرده وي (بل ته له احتياج)؛ او پر يوه د گناه پېټى؛ اما هغه چي ورته د اجر سبب وي؛ هغه سړى دئ چي د الله تعالى په لار کي ئې د جهاد لپاره تړي او پالي؛ په چمن يا باغ کي ئې په اوږد پړي تړي؛ په دې رسۍ كي چي د چمن او باغ كومي برخي ته رسي؛ د ده لپاره به په حسناتو كي حسابېږي؛ او كه ئې رسۍ وشلېږي او يوه دوه لوړي پلي كړي؛ د گامونو پلونه او خوشايه به ئې ده ته حسنات شمېرل کېږي؛ او که په كومي ويالې تېر شي او اوبه ترې وڅښي؛ که څه هم مالک ئې خړوبول نه وي غوښتي؛ دا به هم د ده لپاره نېكي محسوب كېږي؛ نو همدا به د ده لپاره د اجر سبب وي؛ او هغه سړى چي د نورو له احتياج بې نيازه كېدو او له بل مرستي غوښتلو ځان ساتني لپاره آس ساتي؛ بيا د غاړي او شا په اړه ئې د الله تعالى حق هېر نه کړي؛ نو دا به د هغه لپاره پرده او ستر وي؛ او هغه سړى چي د فخر، وياړ، رياء او له مسلمانانو سره د دښمنۍ لپاره آس ساتي؛ نو دا به ورته د گناه پېټى وي))؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم د خرو په اړه وپوښتل شو؛ وئې فرمايل: ((په دې اړه پر ما؛ له دې جامع او بې ساري آيت پرته بل څه نه دي نازل شوي: (فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ). (الزلزال: 7-8).
نوموړی زياتوي چي دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په پنځو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: عَبْدُ الله بْن يُوسُف، مَالِك بْن أَنَس، زَيْدِ بْنِ أَسْلَم، أَبو صَالِح السَّمَّانِ او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ له بخاري علاوه يوازي په موطأ او سنن نسائي كي هم راوړل شوى؛ خو متن او راويان ئې همدا دي.
د روايت دا موضوع توجه ايجابوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د آسونو په اړه د اجر خبره كړې او د خرو په اړه ئې ويلي چي فقط دا جامع او بې ساري آيت راغلى؛ د دې معنى دا ده چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د هري لارښووني لپاره په قرآن كي منشأ درلوده؛ د آسونو په اړه په قرآن كي راغلي:
وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ لا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لا تُظْلَمُونَ 60 الأنفال
او د دوى لپاره له (قوت) او (له تړلو آسونو) چي څومره ستاسو په وس كي وي برابر كړئ، چي د الله دښمن او خپل دښمن او له دوى علاوه هغه چي تاسو ئې نه پېژنئ خو الله ئې پېژني، ووېروئ او څه چي تاسو د الله په لار كي خرڅ كړئ، تاسو ته به په بشپړه توگه بېرته دركړى شي او پر تاسو به هيڅ ظلم نه كېږي.
قدرمن مشر دا هم وويل؛ په دې آيت كي مسلمانانو ته د حربي وسائلو او نظامي تجهيزاتو د جوړولو او لاس ته راوړلو او د دښمن په خلاف د كافي نظامي ځواك د تيارولو په اړه څو لارښووني شوې:
الف• د دښمن په ضد دومره حربي ځواك، وسائل او تجهيزات د روزل شوو آسونو په شمول تيار كړئ چي ستاسو په وس پوره وي.
ب• د دښمن په ضد ستاسو نظامي ځواك بايد دومره مضبوط او پياوړى وي چي په څرگندو او پټو دښمنانو كي وېره او خوف راولاړ كړي.
ج• تاسو چي د جنگي وسائلو او تجهيزاتو په جوړولو او د آسونو په تيارولو او روزلو او د جنگياليو په روزني او تجهيز كوم مالي مصارف او لگښتونه كوئ؛ دا پر ځاى مصرف دئ، الله تعالى به په دې اړه ستاسو مصارف نه ضائع كوي؛ په زړه پوري نتائج به پرې مرتب كوي او په دنيا او آخرت كي به ئې اجر دركوي.
دا همغه مطلب دئ چي تفصيل ئې په روايت كي راغلى؛ اما د آسونو، خرو او كچرو په ارتباط په عامه توگه داسي راغلي:
وَلَكُمۡ فِيهَا جَمَالٌ حِينَ تُرِيحُونَ وَحِينَ تَسۡرَحُونَ ٦ وَتَحۡمِلُ أَثۡقَالَكُمۡ إِلَىٰ بَلَدٖ لَّمۡ تَكُونُواْ بَٰلِغِيهِ إِلَّا بِشِقِّ ٱلۡأَنفُسِۚ إِنَّ رَبَّكُمۡ لَرَءُوفٞ رَّحِيمٞ ٧ وَٱلۡخَيۡلَ وَٱلۡبِغَالَ وَٱلۡحَمِيرَ لِتَرۡكَبُوهَا وَزِينَةٗۚ وَيَخۡلُقُ مَا لَا تَعۡلَمُونَ ٨ النحل
او په هغوى (څارويو) كي؛ تاسو ته ښكلا ده؛ هغه مهال چي بېرته ئې راولئ او هغه مهال چي بهر ئې بيايئ؛ او ستاسو درانه بارونه تر داسي سيمو پر (خپلي) شا وړي چي وررسېدونكي نه يئ مگر د ځان په زحمت (كي اچولو) سره، يقيناً چي ستاسو رب مهربان رؤف دئ؛ او آسونه، كچري او خره ئې پيدا كړل چي پرې سپاره شئ او د ښايست په توگه؛ او هغه څه پيدا كوي چي تاسو نه پرې پوهېږئ.
ح• آسونه، كچري او خره ئې پيدا كړل چي پرې سپاره شئ، تاسو ته تابع او رام او سپرېدو ته مو چمتو، داسي ئې پيدا كړي چي له ښايست ئې خوند اخلئ، رنگونه ئې ښايسته، جوړښت ئې ښكلى او حركات ئې په زړه پوري.
خ• ستاسو د سورلۍ لپاره ئې ډېر نور داسي شيان پيدا كړي چي لا تر اوسه ئې تاسو نه پېژنئ، ډېر نور داسي څاروي شته چي ستاسو په سيمي كي نه تر سترگو كېږي او تاسو نه دي ليدلي، همدا راز د داسي وسائلو جوړولو امكانات ئې په دې عالم كي ايښي چي ورو ورو به ئې جوړول زده كړئ، د سورلۍ او حمل و نقل ټول هغه وسائل په دې لړ كي راځي چي انسانانو تر نن پوري جوړ كړي او يا له دې وروسته به ئې جوړ كړي.
ښاغلي حکمتيار همداراز په ٩ باب کي بيا د لاندينيو روایاتو په استناد (د لرگيو، خسو او وښو پر خرڅولو) بحث وکړ او وئې ويل:
1099 ـ عَنْ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّهُ قَالَ: أَصَبْتُ شَارِفًا مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي مَغْنَمٍ يَوْمَ بَدْرٍ قَالَ: وَأَعْطَانِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ شَارِفًا أُخْرَى، فَأَنَخْتُهُمَا يَوْمًا عِنْدَ بَابِ رَجُلٍ مِنَ الأَنْصَارِ وَأَنَا أُرِيدُ أَنْ أَحْمِلَ عَلَيْهِمَا إِذْخِرًا لأَبِيعَهُ، وَمَعِي صَائِغٌ مِنْ بَنِي قَيْنُقَاعَ فَأَسْتَعِينَ بِهِ عَلَى وَلِيمَةِ فَاطِمَةَ، وَحَمْزَةُ بْنُ عَبْدِالمُطَّلِبِ يَشْرَبُ فِي ذَلِكَ الْبَيْتِ مَعَهُ قَيْنَةٌ فَقَالَتْ: أَلا يَا حَمْزَ لِلشُّرُفِ النِّوَاءِ، فَثَارَ إِلَيْهِمَا حَمْزَةُ بِالسَّيْفِ فَجَبَّ أَسْنِمَتَهُمَا وَبَقَرَ خَوَاصِرَهُمَا ثُمَّ أَخَذَ مِنْ أَكْبَادِهِمَا، قَالَ عَلِيٌّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: فَنَظَرْتُ إِلَى مَنْظَرٍ أَفْظَعَنِي فَأَتَيْتُ نَبِيَّ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَعِنْدَهُ زَيْدُ بْنُ حَارِثَةَ فَأَخْبَرْتُهُ الْخَبَرَ، فَخَرَجَ وَمَعَهُ زَيْدٌ، فَانْطَلَقْتُ مَعَهُ فَدَخَلَ عَلَى حَمْزَةَ فَتَغَيَّظَ عَلَيْهِ، فَرَفَعَ حَمْزَةُ بَصَرَهُ وَقَالَ: هَلْ أَنْتُمْ إلَّا عَبِيدٌ لآبَائِي، فَرَجَعَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُقَهْقِرُ حَتَّى خَرَجَ عَنْهُمْ وَذَلِكَ قَبْلَ تَحْرِيمِ الْخَمْرِ. (بخاري: 2375)
١٠٩9 – له علي بن ابي طالب رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: يو زوړ اوښ مي د بدر ورځي له غنائمو؛ له رسول الله صلى الله عليه و سلم په برخه شو؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم يو بل زوړ اوښ هم راکړ؛ يوه ورځ مي دواړه د يوه انصاري د کور مخي ته چو کړل او غوښتل مي د اِذخِر څه بوټي ورباندي بار او خرڅ ئې کړم؛ له ما سره د بني قينقاع قبيلې يو زرگر هم وو؛ زما نيت دا وو چي د دې بوټو په بيه به د فاطمې رضي الله عنها د وليمې بندوبست وکړم؛ په دې وخت کي چي ما اوښان دلته چو کړي وو؛ حمزه رضي الله عنه د همدې انصاري په کور کي د شرابو په څښلو بوخت وو؛ يوه سندر غاړې (وينځه) هم ورسره وه؛ دې وينځي (په سندري كي ويلي وو)؛ اې حمزه! دا څه چاغ اوښان دي؟ نو حمزه له توري سره هغوى ته ورغى؛ كوهانونه ئې ورپرې كړل، تشي ئې ورڅيري کړل او يني ئې راويستلې. علي رضي الله عنه وويل: دې منظر ته مي وکتل وئې وېرولم؛ نو نبي صلى الله عليه و سلم ته ورغلم؛ په داسي حال كي چي زيد بن حارثه ورسره وو؛ له پېښي مي خبر کړ؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم ووت او زيد هم ورسره وو؛ نو زه هم ورسره روان شوم؛ حمزه ته ورغى؛ غصه ئې پرې وکړه؛ حمزه خپلي سترگي پورته واړولې او وئې ويل: آيا تاسو زما د پلار (غلامان) نه يئ؟ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم په شا شا ترې روان شو؛ تر هغه چي ترې ووت؛ او دا پېښه د شرابو تر تحريم وړاندي وړاندي وه.
قدرمن مشر د پورتني روايت دا هم وويل چي؛ په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په اوو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: إِبْرَاهِيم بْن مُوسَى، هِشَام، ابْن جُرَيْج، ابْن شِهَاب، عَلِيِّ بْنِ حُسَيْنِ بْنِ عَلِيٍّ، حُسَيْنِ بْنِ عَلِيٍّ او عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ.
د روايت د متن په اړه بايد ووايو: حمزه رضي الله عنه د رسول الله صلى الله عليه و سلم دروند تره وو؛ د بدر او احد په سترو او تاريخي جگړو كي ئې له نظامي پلوه اغېزمن قيادت كړى؛ په مكه كي ئې د رسول الله صلى الله عليه و سلم او مسلمانانو مرستي ته ملا وتړله او ايمان ئې راوړ؛ د ده په اړه داسي غريب او له هتك حرمت ډك روايت راوړل؛ د تعجب او حيرت وړ دئ؛ د ده له هتك حرمت پرته به د دې روايت د راوړلو گټه څه وي؟!! په راويانو كي ئې د ابن شهاب نوم گورو؛ هغه په شام كي پاته شوى، له عبدالملک بن مروان تر هشام بن عبدالملک پوري د اموي حكامو حامي وو؛ په دغو حكومتونو كي ئې د قاضي په توگه هم دنده تر سره كړې. د امويانو د مخالفينو په اړه ده ته منسوب روايتونه بايد په ډېر احتياط سره وڅېړل شي. د ابن شهاب نوم به د بخاري په ډېرو رواياتو كي ومومئ؛ د ثقه او معتبر راوي په توگه ئې نيولى. په مخكيني درس كي هم تاسو څو روايات ولېدل چي ابن شهاب ئې د راويانو په لړ كي وو.
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ د شرابو په اړه دا وضاحت هم ضروري برېښي چي تر اسلام وړاندي؛ په تورات، انجيل او نورو الهي كتابونو كي هم حرام وو؛ د شراب په اړه د قرآن له لومړۍ تر وروستۍ لارښووني په څرگنده توگه معلومېږي چي كركجن گڼل شوي او په پاى كي ئې بشپړ حرمت اعلان شوى؛ دا ادعاء ناسمه ده چي گواكي تر اسلام وړاندي ئې څښل جائز وو؛ د الله دين يو دئ؛ څه چي په اسلام كي حلال يا حرام دي؛ په ټولو مخكينيو كتابونو كي هم حلال يا حرام وو.
د درس په پای کي په اجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه
