هرات دروازه/شهیدان چوك؛ کندهار افغانستان
د کندهار ښار په منځ کي یو تاریخي ګمبده ده، هغه وخت چي انگرېزانو د اول وار د پاره (اپريل ١٨٣٩ع) افغانستان تر اشغال لاندي راوست، نو د ملك په مختلفو ښارو كي جنگونه ورسره كېدل او دغو جنگونو كرار كرار شدت پيدا او غازيانو د افغانستان په لويو ښارو كي پر انگرېزانو باندي شپه او ورڂ يوه كړې وه او دوی د خپل اشغال په ټوله مدت كي د وطن په كونج كونج كي د افغانانو د مسلسلو حملو او جنگو څخه په عذاب وه، تر څو په پاث كي هغه وخت چي وزير_محمداكبرخان د انگرېزانو سياسي نماينده ويليم مكناټن په كابل كي وواژه، نو انگرېزانو د افغانستان څخه وتلو ته غاړه كښېښووله.
خو په هلمند او كندهار كي جنگونو ادامه لرله چي په هلمند كي د اخترمحمدخان عليزي حملې پر انگرېزانو باندي او د نوموړي غازي جنګونه د يادوني او افتخار وړ دي. په كندهار كي انگرېزي متهاجمينو د خپل درې كلن اشغال آخري اوه يا اته مياشتي په كلابندۍ كي تېرى كړې چي ځانونه د غازيانو د حملو څخه وساتي. په كندهار كي انگرېزانو د جنرال ناټ په مشري خپل عسكر او قواوي و احمدشاهي كلا ته ننه ايستلې، د ښار اكثريت ڂوانان او نارينه يې د ښاره وايستله او د ښار دروازې يې په ځانونو پسى وتړلې او د ١٨۴۲ع د پسرلي د شروع څخه تر مني پوري ښار كلابند وو خو پر هغه سربېره كندهاريانو د ښار د دباندي څخه پر آرامه نه پرېښووله او پر برجو او دروازو به يې حملې كولې. كلابندو انگرېزي قواوو د هندوستان او كابل څخه د تازه دمه عسكرو و رارسېدلو ته انتظار ايست خو په ضمن كي يې د كندهاري آزادي خواهانو او غازيانو دحملو په نتيجه كي په زرو عسكر د لاسه وركړي وه او يوازي درې زره اوښان يې د كندهاري جنگياليو په لاس ورغلي وه.
ويل كېږي چي د دغه جنگي كلابندۍ په يوه شپه د تالیبانو يوې څلوېښت كسيزه ډلي د هرات پر دروازه باندي چي د انگرېزي قواؤ لخوا يې ساتنه كېدله، حمله وكړه او دروازې ته يې اور واچاوه. د كلا د برجونو څخه انگرېزانو د توپكو او توپونو گولۍ پر واورولې او د يوه ملا په شمول يې ۴١ تنه غازيان طالبان شهيدان كړه او په هغه وخت كي خلگو تر هرات دروازې دباندي په يوه لويه شامۍ كي ښخ كړه.
په ۱۳۲۸ شمسى كال د افغانستان د دولت لخوا د وزير محمد ګل خان مومند په مشرۍ د دغو پاكو شهيدانو په ياد دغه ګنبده او دايروي چوك جوړ سو چي پر شا اوخوا يې د ميوند په جنگ كي نيول سوى توپونه هم ودرول سول او د شهيدانو د چوك په نامه مشهوره سو چي تر نن ورځي پوري د حاجي ميرويس خان او احمدشاه بابا پر مقبرو سربېره د كندهار د ښار د نورو مشهورو او تاريخي آبداتو او عمارتونو په جمله كي راڂى او دغه چوك زموږ د ملي كارنامو او افتخاراتو يو ښه څرگندوی دئ. کندهاري مورخ فريد ميوندي د خپل نيکه له خولې ماته ددې شهیدانو مجموعی تعداد اویا (۷۰) تنه ښوولی دئ.
دلته په دې اوږد قبر کي څلوېښت تنه شهيدان ښخ دئ، زما د ورتګ پر مهال د کندهار ښار اکثره سپين سري ښځي د خپلو مرادونو د پاره دلته راتلې او دوعا ئې غوښتل، په دې توپونو کي دوه توپه د امير شېرعلي د د دورې د مهال دئ چي د کابل په ماشين خانه کي جوړ سوي دي.
