No-IMG

د حکمتيار صاحب درې پنځوسمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يکشنبه د اسد ۱۵مه؛ ۱۴۰۲ھ‌ش:

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله دري پنځوسمه درسي حلقه د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.

نوموړي د خپل مخکيني درس په دوام وويل:

1085 ـ عَنْ ابنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا: كَانَ يُكْرِي مَزَارِعَهُ عَلَى عَهْدِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَأَبِي بَكْرٍ وَعُمَرَ وَعُثْمَانَ وَصَدْرًا مِنْ إِمَارَةِ مُعَاوِيَةَ، ثُمَّ حُدِّثَ عَنْ رَافِعِ بْنِ خَدِيجٍ: أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه و سلم نَهَى عَنْ كِرَاءِ الْمَزَارِعِ، فَذَهَبَ ابْنُ عُمَرَ إِلَى رَافِعٍ فَسَأَلَهُ فَقَالَ: نَهَى النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ كِرَاءِ الْمَزَارِعِ، فَقَالَ ابْنُ عُمَرَ: قَدْ عَلِمْتَ أَنَّا كُنَّا نُكْرِي مَزَارِعَنَا عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِمَا عَلَى الأَرْبِعَاءِ وَبِشَيْءٍ مِنَ التِّبْنِ. (بخاري: 2343)

له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي خپله زراعتي زمكه به ئې د نبي صلى الله عليه و سلم، ابوبکر، عمر، عثمان رضي الله عنهم او د معاويه د خلافت په لومړيو کي په اجاره يا کرايه ورکوله؛ بيا له رافع بن خديج رضي الله عنه دا خبره وشوه چي نبي صلى الله عليه و سلم د زمكي له اجارې نهي کړې؛ نو ابن عمر؛ رافع ته ورغى او پوښتنه ئې ترې وکړه؛ رافع ورته وويل: نبي صلى الله عليه و سلم د زراعتي زمكو له اجارې وركولو نهي کړې ده؛ نو ابن عمر وويل: ته پوهېږې چي موږ د رسول الله صلى الله عليه و سلم په زمانه کي خپلې زراعتي زمكي په څلورمه او څه اندازه واښو په بدل کي په اجاره ورکولې.

دا روايت په بخاري كي 3 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2286 - 2344 - 4012؛ له دغو توپېرونو سره: په ټولو كي دا مطلب شريك دئ: (أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: نَهَى عَنْ كِرَاءِ المَزَارِعِ؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم د زمكو په اجاره وركولو نهي كړې)؛ خو په ځينو كي دا هم راغلي: (قَدْ عَلِمْتَ أَنَّا كُنَّا نُكْرِي مَزَارِعَنَا عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: موږ به د رسول الله صلى الله عليه و سلم په زمانه كي خپلي زمكي په اجاره وركولې)؛

 

ښاغلی حکمتيار زياتوي چي په بخاري كي دا وضاحت نه مومو چي كوم روايت ارجح او اصح دئ او اجاره وركول جائز دي كه نه. كه غور وكړو نو د اجارې دوه ډوله مومو:

1- دا چي د زمكي يوه برخه مالك ته او بله اجاره كوونكي ته مختص شي؛ له دې نزاع رامنځته كېږي؛ يوه حاصل وركړي او بله په كوم آفت اخته او حاصل ئې نه وي.

2- په معين مبلغ يا حاصل اجاره كړى شي؛ په دې كي مانع نشته.

 

نوموړي همداراز د يادي موضوع د لا وضاحت په دوام وويل؛ هلته چي فرمايي:

1086 ـ وَعَنْهُ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّهُ قَالَ: كُنْتُ أَعْلَمُ فِي عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّ الأَرْضَ تُكْرَى ثُمَّ خَشِيَ عَبْدُاللَّهِ أَنْ يَكُونَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَدْ أَحْدَثَ فِي ذَلِكَ شَيْئًا لَمْ يَكُنْ يَعْلَمُهُ فَتَرَكَ كِرَاءَ الأَرْضِ. (بخاري: 2345)

له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: زه پوهېدم چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم په زمانه کي به زمكي په اجاره ورکول کېدې؛ بيا عبدالله بن عمر رضي الله عنهما ووېرېدو چي ښايي نبي صلى الله عليه و سلم به په دې اړه داسي څه ويلي وي چي دى به ترې خبر نه وي؛  نو د زمكي اجاره ورکول ئې پرېښودل.

 

د قدرمن مشر پر وينا له دې معلومېږي چي عبد الله بن عمر رضي الله عنهما له دې وېري د زمكه اجاره وركول پرېښي چي ښايي رسول الله صلى الله عليه و سلم به په دې اړه نوې خبره كړې وي؛ چي دى ترې خبر نه دئ.

 

ورته مهال ښاغلي حکمتيار په ١٠ باب او جنت کي د کشت او کر په اړه لاندينی روايت په تفصيلي توگه تشريح کړ، لکه چي وايي:

1087 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَوْمًا يُحَدِّثُ وَعِنْدَهُ رَجُلٌ مِنْ أَهْلِ الْبَادِيَةِ: «أَنَّ رَجُلاً مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ اسْتَأْذَنَ رَبَّهُ فِي الزَّرْعِ فَقَالَ لَهُ: أَلَسْتَ فِيمَا شِئْتَ؟ قَالَ: بَلَى، وَلَكِنِّي أُحِبُّ أَنْ أَزْرَعَ، قَالَ: فَبَذَرَ فَبَادَرَ الطَّرْفَ نَبَاتُهُ وَاسْتِوَاؤُهُ وَاسْتِحْصَادُهُ، فَكَانَ أَمْثَالَ الْجِبَالِ، فَيَقُولُ اللَّهُ: دُونَكَ يَا ابْنَ آدَمَ فَإِنَّهُ لا يُشْبِعُكَ شَيْءٌ»، فَقَالَ الأَعْرَابِيُّ: وَاللَّهِ لا تَجِدُهُ إلَّا قُرَشِيًّا أَوْ أَنْصَارِيًّا، فَإِنَّهُمْ أَصْحَابُ زَرْعٍ، وَأَمَّا نَحْنُ فَلَسْنَا بِأَصْحَابِ زَرْعٍ، فَضَحِكَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ . (بخاري: 2348)

له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه و سلم په داسي حال کي چي يو بانډه وال سړى هم ناست وو؛ وفرمايل: ((يوه جنتي له خپل رب په جنت کي د کرني (زراعت)؛ اجازه وغوښته؛ الله تعالى ورته وفرمايل: آيا په داسي څه كي نه يې چي تا غوښتي؟ وئې ويل: ولي نه؛ خو دا مي خوښېږي چي څه وکرم؛ (نو اجازه وركړى شوه)؛ نو څه ئې وشيندل؛ نو شين كېدل ئې، په خپلي سټي ودرېدل ئې، حاصل وركول ئې، (كوڼه كول ئې؛ د غرونو په څېر) د سترگو په رپ کي وو؛ نو الله تعالى به فرمايي: دا ستا دي اې د آدم زويه! خبره دا ده چي تا هيڅ څه نه شي مړولى؛ نو هغه بانډه وال وويل: والله چي له قريشي او انصاري پرته به ئې بل څوك ونه مومې؛ همدا دوى د زراعت او كرني خاوندان دي؛ موږ زراعت نه كوو؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وخندل.

 

د نوموړي پر وينا دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2348 - 7519 – غريب دئ او په پنځو طبقو كي يو يو راوي لري؛ چي دا دي: مُحَمَّد بْن سِنَان، فُلَيْح، هِلاَل، عَطَاءِ بْنِ يَسَار او  أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ له بخاري او مسند احمد پرته په بل هيڅ مهم كتاب كي نه دئ راوړل شوى؛ د دواړو متن داسي دئ چي ځيني برخي ئې له څه علاوه كولو پرته واضح مطلب نه افاده كوي؛ په ژباړه كي ئې چي څه په قوس كي نيول شوي؛ دا علاوه شوي دي؛ په مجموع كي؛ د متن په اړه دا پوښتني راولاړېږي:

الف·         جنتيان به جنت ته له محاسبې وروسته ننوځي؛ دروازې ئې هم له محاسبې وروسته پرانستل كېږي؛ خو دا روايت وايي چي همدا اوس يو تن جنت ته داخل شوى او هلته ئې له الله تعالى غوښتي چي د څه كرلو اجازه وركړي.

 

ب·         تر محاسبې وړاندي؛ د انسانانو روح پرته له كالبوت؛ بېله ساتل كېږي؛  د قيامت په ورځ به روح ته كالبوت وركړى شي او انسان به راژوندي شي؛ له محاسبې وروسته به د جنت په لوري بېول كېږي او همدا مهال به د جنت دروازه د دوى په وړاندي پرانستل كېږي.

 

ج·         قرآن مرگ او ژوند يوازي دوه ځلي گڼي؛ (قَالُوا رَبَّنَا أَمَتَّنَا اثْنَتَيْنِ وَأَحْيَيْتَنَا اثْنَتَيْنِ ...) غافر 11؛ دوزخيان به ووايي: اې زموږ ربه! دوه ځلي دي مرگ او ژوند راكړ؛ خو د بخاري له دې او ځينو نورو غريبو رواياتو داسي معلومېږي چي مرگ ژوند څو څو ځله دئ؛ په قبر كي هم ډېر ځلي ژوند او مرگ وي؛ او همدا اوس هم ډېر خلك په جنت كي دي او دا دئ يو خو بزگري هم كوي.

 

ح·         په قرآن كي نه تر بيا ژوندون وړاندي جنت ته د ننوتلو خبره مومو او نه په جنت كي د څه كرلو په اړه كوم شاهد.

 

خ·         قرآن د جنت د مېوو په اړه فرمايي چي په رنگ او شكل كي به د دنيا مېوو ته ورته وي: (... كُلَّمَا رُزِقُوا مِنْهَا مِنْ ثَمَرَةٍ رِزْقًا قَالُوا هَذَا الَّذِي رُزِقْنَا مِنْ قَبْلُ وَأُتُوا بِهِ مُتَشَابِهًا...) البقرة 25: (...كله چي ئې له مېوې څه ورروزي كړى شي؛ وايي به: دا خو همغه دي چي تر دې د مخه راكړى شوې وې؛ حال دا چي يوې بلي ته ورته مېوې به وركړى شوې وي...)؛ د دې معنى دا ده چي د جنت مېوې به له رنگ او شكل د دنيا مېوو ته ورته وي خو په خوند، گټي او په بشپړه جذب كېدو كي به توپير لري؛ د دنيا مېوې داسي دي چي يوه برخه ئې جذب او بله برخه ئې دفع كېږي.

 

د·         بانډه وال ته دا خبره د ټوكو خبره معلومه شوې نو ځكه ئې ملنډي وهلي چي دا به نو يا قريشي وو او يا د مدينې له انصارو!!

 

د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير همداراز د صحيح البخاري په ٤۰ کتاب کي د لاندينيو روایتونو په استناد بيا پر (مساقات يا د خړوبولو) پر موضوع هم تفصيلي بحث درلود، لکه چي وايي:

او د الله دا قول: (... وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ أَفَلا يُؤْمِنُونَ) الأنبياء 30 او دا قول ئې (أَفَرَأَيْتُمُ الْمَاءَ الَّذِي تَشْرَبُونَ- أَأَنْتُمْ أَنْزَلْتُمُوهُ مِنَ الْمُزْنِ أَمْ نَحْنُ الْمُنْزِلُونَ- (لَوْ نَشَاءُ جَعَلْنَاهُ أُجَاجًا فَلَوْلا تَشْكُرُونَ) الواقعة: 68- 70

هغه زياتوي چي تر روايت وړاندي بايد دا وضاحت وشي چي د فتح البارئ مصنف ابن حجر ليكي: وقول الله عز وجل: وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ أَفَلا يُؤْمِنُونَ وقوله جل ذكره: (أَفَرَأَيْتُمُ الْمَاءَ الَّذِي تَشْرَبُونَ إلى قوله: فَلَوْلا تَشْكُرُونَ؛ د دغو آيتونو او باب تر منځ هيڅ مناسبت نشته؛ ځكه آيتونه له بيا ژوندون سره تعلق لري: وَلَا وَجْهَ لَهُ فَإِنَّ التَّرَاجِمَ الَّتِي فِيهِ غَالِبُهَا تَتَعَلَّقُ بِإِحْيَاءِ الْمَوَاتِ.

 

نوموړي د ياد کتاب او موضوع پر دوام په ١ باب کي (خړوبول او د اوبو وېش) عنوان د لاندينيو روایاتو په استناد سره توضيح کړ، لکه چي وايي:

1088 ـ عَنْ سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: أُتِيَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِقَدَحٍ فَشَرِبَ مِنْهُ وَعَنْ يَمِينِهِ غُلامٌ أَصْغَرُ الْقَوْمِ وَالأَشْيَاخُ عَنْ يَسَارِهِ، فَقَالَ: «يَا غُلامُ أَتَأْذَنُ لِي أَنْ أُعْطِيَهُ الأَشْيَاخَ»؟ قَالَ: مَا كُنْتُ لأُوثِرَ بِفَضْلِي مِنْكَ أَحَدًا يَا رَسُولَ اللَّهِ، فَأَعْطَاهُ إِيَّاهُ. (بخاري: 2351)

له سهل بن سعد رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته يوه پياله راوړل شوه؛ وئې څښلې؛ ښۍ خوا ته ئې تر ټولو کشر هلک ناست وو؛ مشران ئې كيڼي خوا ته وو؛ وئې فرمايل: ((اې ځوانه! اجازه راكوې چي مشرانو ته ئې ورکړم؟)) هغه وويل: يا رسول الله! له تا په پاته شوني كي هيچا ته پر ځان ترجيح نه ورکوم؛ نو د اوبو جام ئې هغه ته ورکړ.

 

نوموړی زياتوي چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2351 - 2366 – غريب دئ؛ په دوو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: أَبُو حَازِم او سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ له بخاري او المعجم الكبير للطبراني؛ پرته په بل هيڅ مهم كتاب كي نه دئ راوړل شوى.

1089 ـ عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: حُلِبَتْ لِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ شَاةٌ دَاجِنٌ فِي دَارِي وَشِيبَ لَبَنُهَا بِمَاءٍ مِنَ الْبِئْرِ الَّتِي فِي دَارِي، فَأَعْطَى رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْقَدَحَ فَشَرِبَ مِنْهُ حَتَّى إِذَا نَزَعَ الْقَدَحَ مِنْ فِيهِ، وَعَلَى يَسَارِهِ أَبُو بَكْرٍ وَعَنْ يَمِينِهِ أَعْرَابِيٌّ، فَقَالَ عُمَرُ وَخَافَ أَنْ يُعْطِيَهُ الأَعْرَابِيَّ: أَعْطِ أَبَا بَكْرٍ يَا رَسُولَ اللَّهِ عِنْدَكَ، فَأَعْطَاهُ الأَعْرَابِيَّ الَّذِي عَلَى يَمِينِهِ، ثُمَّ قَالَ: «الأَيْمَنَ فَالأَيْمَنَ». (بخاري: 2352)

له انس بن مالک رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته په كور كي د هغي پالل شوې مېږي شيدې ولوشل شوې چي زما په کور کي وه؛ او د هغه څا اوبه ورسره گډي شوې چي زما كور كي وو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته مي د شيدو پياله ورکړه؛ نو ترې وئې څښلې؛ تر هغه چي پياله ئې له خپلي خولې لري کړه؛ كيڼ لوري ته ئې ابوبکر او ښي لوري ته ئې يو أعرابي وو؛ نو عمر؛ په داسي حال كي چي وېرېدو؛ پياله بانډه وال ته ورکړي، وويل: يا رسول الله! ابوبکر ته ئې ورکړه؛ ستا خوا ته دئ؛ خو هغه کوچي ته ئې ورکړه چي ښۍ خوا ته ئې وو؛ بيا ئې وفرمايل: ((د ښي لوري وال مستحق وي؛ يا بركتي او بختور وي؛ يا له ښي ورپسې ښي ته وركول وي)).

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا دا روايت په بخاري كي 3 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2352 - 5612 - 5619 – غريب دئ؛ په دوو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: الزُّهْرِي او أَنَسُ بْنُ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ په ځينو كي ويل شوي چي مېږه ولوشل شوه: حُلِبَتْ لِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ شَاةٌ دَاجِنٌ،؛ په بل كي ويل شوي: ما مېږه ولوشله: فَحَلَبْتُ شَاةً او په بل كي ويل شوي: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته داسي شيدې راوړل شوې چي اوبه ورسره گډي شوې وې: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أُتِيَ بِلَبَنٍ قَدْ شِيبَ بِمَاءٍ؛ له بخاري پرته په بل هيڅ مهم كتاب كي نه دئ راوړل شوى.

 

نوموړي همداراز په ٢ باب کي بيا پر دې موضوع تفصيلي بحث درلود چي؛ (لومړى حق د اوبو د مالک دئ) هلته چي فرمايي:

1090 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لا يُمْنَعُ فَضْلُ الْمَاءِ لِيُمْنَعَ بِهِ الْكَلأُ». (بخاري: 2353)

1090 – له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((تر اړتيا زياتو اوبو مخنيوى دي نه كېږي؛ داسي چي له كبله ئې د ورشو ممانعت وشي)).

يعني که څوك د اوبو څاه، چينه يا كاريز لري؛ اوبه ئې د ده تر اړتياوو زياتي وي؛ شاوخوا ئې واښه او د څارويو څړځای وي؛ نو دلته څرېدونکي څاروي دي له اوبو نه ايساروي؛ ځکه ايسارول ئې شپانه اړباسي له دې سيمي بل ځاى ته خپل ساروي بوځي.

 

نوموړی وايي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2353 - 6962 – غريب دئ؛ په څلور طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: مَالِك، أَبو الزِّنَادِ، الأَعْرَج او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ اما په نورو كتابونو كي له نورو راويانو هم روايت شوى؛ لكه سنن ابي داؤد، سنن ابن ماجه، صحيح مسلم، سنن الترمذي، صحيح ابن حبان، مسند احمد، موطأ، د ځينو د راويانو سلسله همدا د بخاري سلسله ده او د ځينو په عائشه رضي الله عنها منتهي كېږي.

1091 ـ وَعَنْهُ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لا تَمْنَعُوا فَضْلَ الْمَاءِ لِتَمْنَعُوا بِهِ فَضْلَ الْكَلإِ». (بخاري: 2354)

او له همده (ابو هريره رضي الله عنه) بل روايت داسي دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((تر ضرورت د زياتو اوبو ممانعت مه كوئ؛ چي په همدې سره تر اړتيا د زياتو ورشو ممانعت وكړئ)).

دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ په پنځو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: يَحْيَى بْن بُكَيْر، لَيْث، عُقَيْل، ابْنِ شِهَابٍ، ابْنِ المُسَيَّبِ، أَبو سَلَمَةَ او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ له بخاري پرته په نورو مهمو كتابونو كي نه دئ راوړل شوى.

 

په ٣ باب کي بيا (د څاه په سر دعوى او په اړه ئې فيصله) عنوان د لاندينيو روایاتو په استناد سره تشريح کړ، لکه چي وايي:

1092 ـ عَنْ عَبْدِاللَّهِ بن مسعود رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَنْ حَلَفَ عَلَى يَمِينٍ يَقْتَطِعُ بِهَا مَالَ امْرِئٍ مُسْلِمٍ هُوَ عَلَيْهَا فَاجِرٌ لَقِيَ اللَّهَ وَهُوَ عَلَيْهِ غَضْبَانُ، فَأَنْزَلَ اللَّهُ تَعَالَى: إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللَّهِ وَأَيْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِيلاً الآيَةَ، (77 آل عمران)؛ فَجَاءَ الأَشْعَثُ فَقَالَ: مَا حَدَّثَكُمْ أَبُو عَبْدِالرَّحْمَنِ؟ فِيَّ أُنْزِلَتْ هَذِهِ الآيَةُ، كَانَتْ لِي بِئْرٌ فِي أَرْضِ ابْنِ عَمٍّ لِي فَقَالَ لِي: «شُهُودَكَ» قُلْتُ: مَا لِي شُهُودٌ قَالَ: «فَيَمِينُهُ»، قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ إِذًا يَحْلِفَ. فَذَكَرَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ هَذَا الْحَدِيثَ فَأَنْزَلَ اللَّهُ ذَلِكَ تَصْدِيقًا لَهُ. (بخاري: 2357)

له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((څوک چي په يوه قسم لوړه كوي؛ په دې موخه چي د خپل مسلمان ورور مال ترې وشكوي؛ په داسي حال كي چي پرې فاجر وي؛ (په درواغو ئې لوړه كړې وي)؛ نو له الله تعالى سره به په داسي حال كي مخ شي چي پرې غصه به وي))؛ نو الله تعالى دا آيت نازل كړ: (إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللَّهِ وَأَيْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِيلاً .... الآيَةَ: يقيناً هغه چي د الله په عهد او په خپلو قسمونو لږ بيع پېري، دوى ته به په آخرت كي هيڅ برخه نه وي او د قيامت په ورځ به نه الله ورسره تكلم كوي، نه به ورته نظر كوي او نه به ئې پاكوي؛ او دوى ته به دردناك عذاب وي). نو اشعث راغى او وئې ويل: ابو عبدالرحمن (ابن مسعود) تاسو ته څه وويل؟ دا آيت زما په باره کي نازل شوى؛ ما د خپل تره د زوى په زمكي کي يو څاه درلود؛ (رسول الله صلى الله عليه و سلم) ما ته وويل: شاهدان دي راوله؛ ومي ويل: شاهدان مي نشته؛. وئې فرمايل: ((نو د هغه قسم به وي))؛ ومي ويل: يا رسول الله! نو بيا خو به هغه لوړه كوي؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم دا خبره وكړه او الله تعالى دا آيت د دې خبري د تصديق لپاره نازل کړ.

 

قدرمن مشر د يادي موضوع د لا روښانتيا په پار وويل چي؛ دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په پنځو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: عَبْدَان، أَبو حَمْزَة، الأَعْمَش، شَقِيقٍ، عَبْدِ اللَّه بن مسعود رَضِيَ اللَّهُ عَنْه؛ له بخاري پرته په نورو مهمو كتابونو كي نه دئ راوړل شوى. په متن كي ئې دا ملاحظه ده: كوم آيت چي د شاهد په توگه وړاندي شوى او ويل شوي چي د دې قضيې په اړه نازل شوى؛ په ټول يقين سره ويلى شو چي دا آيت د اهل كتاب د علماءو په اړه نازل شوى؛ دا د آل عمران سورې 77 آيت دئ؛ ويلى شو چي د آل عمران سورې له 55 آيت تر 101 آيت پوري ټول د اهل كتاب په اړه دي؛ د روايت قضيه ئې يو مصداق گڼلى شو خو د آيت شأن نزول ئې قطعاً نه شو نيولى. همدا راز د آيت يوه فقره هم په روايت كي نه ده راوړل شوې؛ (وَلا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ) او الله به ورسره تكلم نه كوي؛ ژباړه ئې هم په روايت كي هېره شوې؛ دا اشتباه په ورپسې روايت كي هم تكرار شوې.

 

هغه زياتوي چي د آيت مطلب دا دئ: چا چي د الله د كتاب له بيانولو ډډه وكړه، د كومي دنيوي گټي لپاره ئې د الله د كتاب كوم څه پټ كړل، د ظلم او فساد په خلاف ئې غږ اوچت نه كړ، له جهل او شرك د خلكو د ژغورني لپاره ئې جهاد ونكړ، يا د دې لپاره چي ژوند او مال متاع ئې په خطر كي ونه لوېږي او يا د دې لپاره چي په دې كتمان سره له ظالمو واكمنانو څه تر لاسه كړي، نو د قيامت په ورځ به الله تعالى له ده سره تكلم نه كوي، همغسي لكه چي ده د الله په كتاب تكلم نه وو كړى؛ له گناه به ئې پاك نه كړي؛ همغسي لكه چي ده له فساد سره مقابله نه وه كړې او ټولنه ئې له ظلم او شرك نه وه پاكه كړې؛ ده ته به دردناك عذاب وي؛ همغسي لكه چي ده مظلومان په دردناكو عذابونو كي يوازي پرېښي وو؛ څه چي په دې سكوت او مداهنت تر لاسه كوي په اصل كي د دوزخ اور دئ چي په خپلي گېډي كي ئې اچوي.

 

په ٤ باب کي ئې بيا پر دې عنوان تفصيلي بحث درلود چي (له اوبو د مسافر منع کولو گناه) هلته چي فرمايي:

1093 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «ثَلاثَةٌ لا يَنْظُرُ اللَّهُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، وَلا يُزَكِّيهِمْ، وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ: رَجُلٌ كَانَ لَهُ فَضْلُ مَاءٍ بِالطَّرِيقِ فَمَنَعَهُ مِنِ ابْنِ السَّبِيلِ، وَرَجُلٌ بَايَعَ إِمَامًا لا يُبَايِعُهُ إلَّا لِدُنْيَا، فَإِنْ أَعْطَاهُ مِنْهَا رَضِيَ، وَإِنْ لَمْ يُعْطِهِ مِنْهَا سَخِطَ، وَرَجُلٌ أَقَامَ سِلْعَتَهُ بَعْدَ الْعَصْرِ، فَقَالَ: وَاللَّهِ الَّذِي لا إِلَهَ غَيْرُهُ لَقَدْ أَعْطَيْتُ بِهَا كَذَا وَكَذَا فَصَدَّقَهُ رَجُلٌ» ثُمَّ قَرَأَ هَذِهِ الآيَةَ: إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللَّهِ وَأَيْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِيلاً. (بخاري: 2358)

له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((درې تنه داسي دي چي الله تعالى به نه د قيامت په ورځ ورته گوري؛ او نه به ئې له گناه پاکوي او د هغوى لپاره به دردناک عذاب وي: يو هغه چي د لارې خوا ته تر اړتيا زياتي اوبه ولري او مسافر ترې منع کوي؛ بل هغه چي له يوه امام او مشر سره بيعت كوي خو بيعت نه كوي مگر د دنيوي غرض په موخه؛ که له دې څه وركړي نو راضي شي او كه ئې ورنه كړي نو خفه او ناراض شي؛ او هغه سړى چي خپله متاع تر مازديگر وروسته خرڅلاوه ته وړاندي کړي او وايي: قسم په هغه الله چي له ده پرته بل معبود نشته چي په دې مي دومره او دومره (روپۍ) ورکړې دي؛ نو بل سړى ئې رښتينى وگڼي))؛ بيا رسول الله صلى الله عليه و سلم دا آيت تلاوت کړ: إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللَّهِ وَأَيْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِيلاً.... آل عمران: ٧٧).

 

ښاغلي حکمتيار وویل؛ د دې روايت په اړه څو خبري بايد په پام كي ولرو:

1·         په كوم آيت چي استناد شوى؛ د آيت يوه فقره (وَلا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ) په روايت كي نه ده راوړل شوې؛ آيت داسي دئ:

إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللَّهِ وَأَيْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِيلا أُولَئِكَ لا خَلاقَ لَهُمْ فِي الآخِرَةِ وَلا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ وَلا يَنْظُرُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ 77  آل عمران

يقيناً هغه چي د الله په عهد او په خپلو قسمونو لږ بيع پېري؛ دوى ته به په آخرت كي هيڅ برخه نه وي او د قيامت په ورځ به نه الله ورسره تكلم كوي، نه به ورته نظر كوي او نه به ئې پاكوي؛ او دوى ته به دردناك عذاب وي.

 

2·         دا آيت اصلاً د اهل كتاب په اړه دئ؛ خو مصداق ئې هم هغوى دي او هم ټول هغه كسان چي له الله تعالى سره د خپلو ژمنو په ماتولو او د الله په نامه دروغجنو قسمونو سره قليله متاع تر لاسه كوي. هم ئې كاذب امام مصداق كېدى شي هم غرضي بيعت كوونكى؛ ...... د همدې لپاره به تاسو په گڼ شمېر رواياتو كي د بېلو بېلو كسانو يادونه ومومئ؛ لكه دا:

 9594) 9592- عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ثَلاَثَةٌ لاَ يَنْظُرُ اللَّهُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ: الإِمَامُ الْكَذَّابُ، وَالشَّيْخُ الزَّانِي، وَالْعَائِلُ الْمَزْهُوُّ. مسند احمد

له ابو هريره روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: درې تنه داسي دي چي الله تعالى به د قيامت په ورځ نه ورته گوري: دروغجن امام، زوړ زاني، متكبر مسكين.  

6111- عَنْ سَلْمَانَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ثَلاَثَةٌ لاَ يَنْظُرُ اللَّهُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ : أُشَيْمِطٌ زَانٍ، وَعَائِلٌ مُسْتَكْبِرٌ، وَرَجُلٌ جَعَلَ اللَّهَ بِضَاعَةً، لاَ يَشْتَرِي إِلاَّ بِيَمِينِهِ، وَلاَ يَبِيعُ إِلاَّ بِيَمِينِهِ. المعجم الكبير للطبراني

له سلمان رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: درې تنه داسي دي چي الله تعالى به د قيامت په ورځ نه ورته گوري: عمر خوړلى زاني، متكبر مسكين او هغه چي له الله تعالى يوه متاع كړ كړي؛ نه څه پېري مگر پر ده لوړي سره؛ او نه څه پلوري مگر پر ده لوړي سره.

1211- عَنْ أَبِي ذَرٍّ، عَنِ النَّبِيِّ صَلى الله عَليه وسَلم قَالَ: ثَلَاثَةٌ لَا يَنْظُرُ اللهُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ القِيَامَةِ، وَلَا يُزَكِّيهِمْ، وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ، قُلْنَا: مَنْ هُمْ يَا رَسُولَ اللهِ، فَقَدْ خَابُوا وَخَسِرُوا؟ فَقَالَ: المَنَّانُ، وَالمُسْبِلُ إِزَارَهُ، وَالمُنَفِّقُ سِلْعَتَهُ بِالحَلِفِ الكَاذِبِ. السنن الترمذي

له ابو ذر روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: درې تنه داسي دي چي الله تعالى به نه د قيامت په ورځ ورته گوري؛ نه به ئې تزكيه كوي او دوى ته به دردناك عذاب وي؛ ومو ويل: دوى څوك دي؟ يا رسول الله!؛ يقيناً زيانمن شوي؛ وئې فرمايل: ډېر منت باروونكى، د اوږد لونگ پر زمكي كشوونكى او په دروغجن قسم خپله متاع پلورونكى.

622 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " ثَلَاثَةٌ لَا يَنْظُرُ اللَّهُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ وَلَا يُزَكِّيهِمْ، وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ: رَجُلٌ عِنْدَهُ فَضْلُ مَاءٍ مَنَعَهُ مِنَ ابْنِ السَّبِيلِ، وَرَجُلٌ حَلَفَ عَلَى سِلْعَةٍ بَعْدَ الْعَصْرِ كَاذِبًا فَصَدَّقَهُ كَاذِبًا وَاشْتَرَاهَا، وَرَجُلٌ بَايَعَ إِمَامًا لَا يُبَايِعُهُ إِلَّا لِلدُّنْيَا فَإِنْ أَعْطَاهُ وَفَى وَإِنْ لَمْ يُعْطِهِ لَمْ يَفِ لَهُ " الإيمان لإبن منده

له ابو هريره روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: درې تنه داسي دي چي الله تعالى به نه د قيامت په ورځ ورته گوري؛ نه به ئې تزكيه كوي او دوى ته به دردناك عذاب وي؛: هغه سړى چي تر اړتيا زياتي اوبه لري خو مسافر ترې منع كوي؛ هغه سړى چي له مازديگر وروسته؛ په خپلي متاع په دروغو لوړه كوي؛ بل ئې رښتينى وگڼي او ترې وئې پېري؛ او هغه چي له يوه امير او امام سره يوازي د دنيايي غرض لپاره بيعت كوي؛ كه څه وركړي؛ پر خپل بيعت وفا كوي او كه ئې ورنه كړي؛ وفا نه كوي

 

ښاغلي حکمتيار زياته کړه چي په روايت كي يو سړى داسي معرفي شوى چي له يوه امام او مشر سره بيعت كوي؛ خو بيعت ئې د دنيوي غرض لپاره وي؛ که څه وركړي نو راضي شي او كه ئې ورنه كړي نو خفه او ناراض شي؛ راشئ وگورو چي آيا د دې لپاره كوم شاهد او منشأ په قرآن كي مومو كه نه؛ موږ په دې باور يو چي د هر صحيح حديث لپاره حتماً په قرآن كي څرگنده منشأ موندلى شو؛ كه احياناً موږ ئې په موندلو ونه توانېږو؛ دا به زموږ قصور وي؛ نه بل څه؛ ځيني داسي فكر او ادعاء كوي چي حديث مستقله وحي ده او داسي موارد شته چي په رواياتو كي ئې مومو خو په قرآن كه نشته؛ دلته په دې ارتباط يو واضح مورد مومو؛ قرآن فرمايي:

وَمِنْهُمْ مَنْ يَلْمِزُكَ فِي الصَّدَقَاتِ فَإِنْ أُعْطُوا مِنْهَا رَضُوا وَإِنْ لَمْ يُعْطَوْا مِنْهَا إِذَا هُمْ يَسْخَطُونَ 58  التوبة

او د دوى ځيني هغه دي چي د صدقاتو په اړه پر تا نيوكه كوي؛ نو كه څه ترې وركړى شي راضي كېږي او كه ترې ورنه كړى شي نو ناڅاپه غصه كېږي.

 

د نوموړي پر وينا دا همغه مطلب دئ چي په روايت كي راغلى؛ زه له هغو محققينو سره په بشپړه توگه موافق يم چي وايي: د هر صحيح حديث لپاره په قرآن كي منشأ مومو؛ ما په خپل كم علم او نامكمل حفظ سره؛ همدا حقيقت درك كړى.

 

قدرمن مشر همداراز په ٥ باب کي بيا (د اوبو ورکولو فضيلت) موضوع ته تفصيلاً اشاره وکړه او وئې ويل:

1094 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «بَيْنَا رَجُلٌ يَمْشِي فَاشْتَدَّ عَلَيْهِ الْعَطَشُ فَنَزَلَ بِئْرًا فَشَرِبَ مِنْهَا، ثُمَّ خَرَجَ فَإِذَا هُوَ بِكَلْبٍ يَلْهَثُ يَأْكُلُ الثَّرَى مِنَ الْعَطَشِ، فَقَالَ: لَقَدْ بَلَغَ هَذَا مِثْلُ الَّذِي بَلَغَ بِي، فَمَلأَ خُفَّهُ، ثُمَّ أَمْسَكَهُ بِفِيهِ، ثُمَّ رَقِيَ، فَسَقَى الْكَلْبَ، فَشَكَرَ اللَّهُ لَهُ، فَغَفَرَ لَهُ» قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ وَإِنَّ لَنَا فِي الْبَهَائِمِ أَجْرًا؟ قَالَ: «فِي كُلِّ كَبِدٍ رَطْبَةٍ أَجْرٌ».(بخاري: 2363)

١٠٩4 – له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((يو سړى پر لاره روان وو چي سخته تنده پرې راغله؛ يوه کوهي ته کوز شو اوبه ئې وڅښلې؛ كله چي راپورته شو يو سپى ئې وليد چي له تندې ئې ژبه له خولې را ايستلې او له تندي خاوره څټي؛ وئې وويل: دې ته هم داسي حالت ته رسېدلى چي ما ته رسېدلى وو؛ نو خپله موزه ئې له اوبو ډکه کړه؛ بيا ئې په خوله کي ونيوله او راپورته شو او سپي ته ئې اوبه ورکړې؛ الله تعالى ئې د دې عمل ستاينه وكړه او قبول ئې کړ او مغفرت ئې ورته وکړ)). اصحابو وويل: يا رسول الله! آيا موږ ته به په بوده وو كي هم اجر وي؟ وئې فرمايل: ((د هر لامده ځگر (له خاوند) سره په نېكي كي اجر شته)).

 

د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په پنځو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: عَبْدُ اللَّهِ بْنُ يُوسُف، مَالِك، سُمَيٍّ، أَبو صَالِح او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ له بخاري او موطأ پرته په بل هيڅ مهم كتاب كي نه دئ راوړل شوى.

 

د درس په پای کي په اجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک