No-IMG

نابالغ او ناعاقل فیسبوک کاروونکي!

چې فیسبوک لرې، انټرنټ لرې، په پښتو او نورو ژبو لیکل کولای شې، طبعي ده چې «لوستی به یې او تعلیم به» هم لرې. کور، مور، پلار، خور، ورور، ښځه, زوی، لور او هر څه به لرې. ځان به هم درته ښه او عظیم شخص ښکاري.  خو چې په فیسبوک او ټولنیزو رسنیو کې بل ښکنځې او سپکاوی یې کوي او کورنۍ او شخصیت ته یې خوله اچوې، دا خپل دې مخې ته نه درېږي؟

څو ورځې مخکې راشد خان راته په یوې مرکې کې له همداسې خلکو څخه احترامانه «خواست وکړ، چې دلوبغاړو کورنۍ دې ته خوله» نه اچوي. رحمان الله ګربز هم همداسې یوه خبره وکړه. یو بل لوبغاړي خو دا هم وویل چې زما مور «مړه ده او دا ظالمان یې یادوي، زه حیران شم چې زما مور بیچاره څه کړي....» ډېر نور هم همداسې خبرې لري....

چې بل ته ښکنځل کوې، دا خپل دې مخې ته نه درېږي؟

د څو لوبغاړو د ټولنیزو رسنیو پاڼو کې مې د ښکنځلمارو سپکې سپورې ولېدلې، وشرمېدم. نپوهېږم چې ټولنیزو رسنیو کې په موږ افغانانو او په خاص ډول پښتنو کې دا د ښکنځلو دود له کومې راغی؟ یو کس او په خاص ډول د کرکټ یو لوبغاړي به خپل یو تصویر خپور کړی وي، یو «نابالغه او ناعاقله فیسبوک کاروونکی» به راشي او ورته به ولیکي: ستا ښځ.. خو... او ......

چې بل ښکنځي، دا خپل دې مخې ته نه درېږي؟!

ځینې په کې بیا داسې دي‌ چې ما غوندې په امریکا او اروپا کې ناست وي او د خپلې قبولۍ لپاره به یې وطن او خاوره په دوو پېسو خرڅ کړې وي، خو لوبغاړو ته به ولیکي: خاینه، غداره. «خاین او غدار» ډېر ثقیل او درانه الفاظ دي....

چې بل ته یې وايي، خپل سر دې ګریوان ته ښکته کړی؟

ځینې بیا ځان دومره حق په جانبه بولي، ته وا د وطن ټولې ستونزې د همدې کرکټ او همدغو ځینو لوبغاړو له کبله دي او په وطن کې هر څه سم دي او یوازې یې همدا برخه کږه ده. که ترې یې وپوښتې چې تا جناب د دې وطن لپاره په خپله برخه کې څه کړي؟ خوله به یې اخوا دېخوا ولاړه شي!

ځینې په کې بیا داسې دي چې نورو او په خاص ډول« کرکټ لوبغاړو ته سپکې سپورې ویل او سپکاوی ‌ خپل حق بولي...»

چې د بل سپکاوی خپل حق ګڼي، نورو ته هم بیا دا حق ورکوې چې تا سپک کړي؟

که همدغو ښکنځلمارانو ته ووايي چې ځه د وطن د اوسنیو واکمنانو یو ټېټ مامور ته په فیسبوک کې ښکنځل خو څه کوي، مازې یوه سالمه انتقادي ‌خبره وکړه، ته وا دا غیرت به وکړي؟

زموږ ځینې خلک عقدو او کینو په سر اخیستې او هېڅ نپوهېږي، چې څه ووايي او څه ولیکي. د چا به یو کس په دې بد اېسي چې ولې تر ده ښه ژوند، شهرت، پېسې،‌ اثر او رسوخ لري او همداسې پسې ځه..... اصلي خبره او اصلي کېسه تل ورکه وي او د اصلاح نیت خو په ډېرو کمو خلکو لیدل کېږي.

سپارښتنه او غوښتنه

لطفآ په عادي ژوند او ټولنیزو رسنیو کې چا ته ښکنځل مکوئ، سپکاوی مکوی، کورنۍ ته یې خوله مه اچوئ او داسې هېڅ بده خبره مه کوئ او مه یې لیکئ چې نغواړی بل  یې تاسو ته وکړي او ووايي.

زه د افغانانو او په خاص ډول د پښتنو د «لوستيو او تعلیم یافته» خلکو څحه دا غواړم چې په ټولنیزو رسنیو کې د فیسبوک د دا ډول «نابالغه او ناعاقله کاروونکو» د اصلاح لپاره لږ لاس په کار شي او د ټولنې دا تربیتي برخې ته دې لږ پام وکړي. داسې خلک مو چې هر چېرې لیده، پوه یې کړئ، که نپوهېده،‌  راشه درشه ورسره محدوده کړئ‌ چې سم شي. ټولنیزو رسنیو کې د بلاک بټن خو هر وخت روښان او آن وي. ستاسو د خیر یوه خبره شاید د ډېرو فکر بدل کړي.

یادونه

دا لیکنه یوازې د فیسبوک «نابالغه او ناعاقله ښکنځلمارانو» ته ده. سالم منتقدین دې خدای لري. په کومې ټولنې کې چې سالم انتقاد نه وي، هلته فکر وده نه کوي، اصلاح نه راځي، د ستونزو حل نه پیدا کېږي او د یو او بل له فکري‌ تنوع څخه څوک نه خبرېږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک