د ښځو د کار اړوند
مولوي محبوب شاه ساجد
اصلا نن چې د ښځو د کار کومه مفکوره فرض عين کيدو طرف روانه ده په تاريخي لحاظ دسې نه وه .
نن نه دوه سوه کاله مخکې پورې غربي ښځې هم د مشرقي ښځو په څير د کور ښځې ( هاوس وايف) وې، د کور کارونه به يې کول، اولاد تربيه به يې کوله، زراعتي کارونه به يې کول يا هم ځينو به په کور کې وړۍ جوړلولې او درزي توب کولو او ياهم په کلي کې به يوه ښځه د زنانه يي امراضو متخصصه وه.
چې کله صنعتي انقلاب شروع شو او کارخانې جوړې شوې نو د ښه معاش او پيسو ترلاسه کولو په لټه کې خلک د کليو نه ښاريو طرف وکوچېدل، په ښارونو کې د ښځو هغه د کليو کارونه (لکه زراعت، درزي، وړۍ جوړل او او ) هم ختم شول، همدا راز په خلکو کې د کار او پيسو ګټلو مسابقت هم پيدا شو، بيا به ځينو سړيو خپلو ښځو ته په کارخانو کې په لږ اجرت او تنخواه کارونه کتل تر دې چې ډېرو سړيو خپلې ښځې هم ځان سره کارخانو ته بوتلي او په کارخانو کې د ښځو د کار يو ترتيب شروع شو.
چونکه د خلکو اولين هدف د سرمايي زياتول وو نو په دې خاطر کومې ښځې به چې په کور کې وې طبيعي خبره ده چې د هغه کور امدن به نسبتاً کم وو نو ځکه به د نورو پرتله غريب او ناقص ښکاره کېده ، بل طرف د کارخانو مالکانو به هم ښځې د سړيو په نسبت ژر ژر استخدامولې ځکه چې ښځو به په کم اجرت او تنخواه کار کولو، همدې د کمپنيو مالکانو به کوښښ کولو چې په اخباراتو کې او مجلو کې د ښځو له کوره راويستلو او کارخانو کې کار کويو ته وهڅوي لکه مثال لاندې ځينې اشتهارات کتلی شئ.
يادو اشتهاراتو کې به په کارخانه کې کارکونکې ښځه قوي او باکماله يادېدلې خو د کور ښځه به بېکاره ، د دې اشتهاراتو هدف د ښځو حقوق نه ول بلکه مالکانو ته ارزان بيه کارګرانو ضرورت وو، ځکه چې هغه وخت اتومات ماشينونه نه وو بلکه يوې عادې کارخانې ته به هم د سلګونو کارګرانو اړتيا وه، ښځو چې په نيمه بيه کار کولو نو معنا مالک ته ستر بچت وو .
په همدې ترتيب سره غربي ښځه له کوره راوتله ، د خاندان ساتنه ترې پاتې شوه او د پېسو په لټه کې سرګردانه شوه .
رفته رفته ځينې مفکرينې ښځې پيدا شوې او هغوئ فکر وکړ چې ولې د سړيو نه لږه تنخواه راکول کيږي ؟ په دې سلسله کې ميري ولسټون کرافټ اولنۍ مفکره وه چې د مساواتو خبره يې وکړه او د فيمينزم تهداب يې کېښود.
فيمنزم سره د ښځو خپله ډله او طبقه جوړه شوه، ښځو به کور کې لږه سخته خبره واوريده نور به مروره شوه او کور به يې پرېښوده ځکه چې ښځې وس ځانته پيسي ګټلی شوي، لهذا په کورونو کې ايثار، مينه ، زغم، خاطر په کمېدو شو، طلاق دو جانبه شو او د ښځو يوازې اوسيدو ځايونه جوړيدل شروع شول .
دا د ښځو له کوره بهر کار کولو مختصر تاريخ وو، د ښځو کار کولو عموم کې ښځو ته ډېره فایده ونکړه، ځکه چې ښځه به له کوره د خودمختارۍ نشه په سر کې نيولې او کار ته به تله، هلته به د مالک په خدمت کې ولاړه وه، خاوند سره به يې ضد کولو او ځان به يې پاتې نه راوسته خو په دفتر کې به چای جوړونې او ځای پاکونې ته خوشحاله وه.
وس وخت کې عمومي فضا دسې جوړه شوې چې په کور کې پاتې کېدل د حيوانيت سره مشابهه او بېکاري بلل کېږي خو د نورو په دفترونو چای پخلی کول عين کمال بلل کېږي .
د غرب په تاريخ کې د کار په ميدان کې ښځه همېشه شاته پاتې او دويمه درجه مخلوق دی ، د يو راپور پر اساس په سلو کارونو کې يوازې په سلورو کارونو کې ښځې له سړيو مخکې دې چې غالبا استقبال کې ودرېدل، ائير هوسټس جوړېدل، ويټره جوړېدل او يو بل دی .
زه دا نه وايم چې ښځه دې کار نه کوي بلکه د ضرورت په اساس دې کار وکړي خو د خواهش په اساس نه !
که څوک وايې چې ښځه بايد د نارينه له احتياجه ځان خلاص کړي نو نارينه د چا له احتياجه ځان خلاص کړې ؟ نارينه هم د دفتر مالک ته، مزدور ته، ګاک ته، لنډه دا چې ټول يو بل ته محتاجه دي ، بله دا چې ښځه د خپل نارينه نه ځان خلاص کړي په کار کې پردې نارينه ته محتاجه يې .
هو ځينې ناشولته نارينه دسې وې چې ظلم کوي او مصارف نه ورکوي نو لهذا ښځه کولی شي چې په شرعي طريقه خپل مصارف پيدا کړي .
بلکه بايد حکومت دسې يو ترتيب جوړ کړې چې مجبوره او ناتوانه ښځو ته يا کونډو ته په شرعي چاپيريال کې د کار زمينه برابره کړي .
همدا راز په طبې مېدان کې د ښځو ضرورت پوره کول دي .
د غرب او فيمينزم هدف ښځه مارکيټ ته راويستل او په اشتهاراتو کې کارول دي، د مسافرو سات تيري لپاره يې طيارې کې خادمه کول او په استقباليه کې يې د کشش او ( فرسټ ايکسپرشن از لاسټ ايکسپريشن) قاعدې ته جوړول دي، وس هم په غرب کې د طب، انجينري، کمپيوټر لهذا ټولو ميدانونو کې نارينه ډېر مخکې دي، په طب کې خو تقریبا يوازې گايئني او سکن ښځو ته پاتې.
هو دې کې شک نشته چې اقتصادي وده او جې ډې پې ورسره ښه شوې خو آيا دا اقتصادي وده په دومره سترو تلفاتو ارزي چې کوم غرب ورکوي ؟
لکه مثال: خانداني نظام تباه کېدل، اولادونه روزنتون ته لېږدول، طلاقونه زياتېدل، جنسي تېرې ۵۰٪ ته رسېدل، ودونه کمېدل، توليد کېدل، سکون ختمديل ، فحاشي او جسم فروشي زياتيدل، د ښځې وقار کمېدل، د نارينه د خواهش په مدار کې اوسېدل، يوازې والی زياتېدل ، په ميلونونو اسقاط حمل او انسان وژنې کېدل او او ....
زه وايم که چېرې په شرعي چوکاټ کې د ضرورت په اساس ښځو ته د کار زمينه مساعده شي پاس ذکر شوي ټولو تلفاتو نه بچ پاتي کېږو .
نوټ: بنده په فيمينزم يو مختصر کتاب ليکلی، چې د فيمينزم تاريخ، اسباب او انواعو ترڅنګ د ښځو د کار، تعليم، سياست، ټولنيز ژوند، د ښځو په سلسله کې غرب او اسلام تقابل ټولو باندې بحث شوی ، ياد کتاب په سلګونو موثقو حوالو مشتمل دی .
