No-IMG

الجزایري ښځی له اشغاله د نجات له ورځې تر ننه یوه ورځ هم له تعلیمه بی برخی نه ده پاتې

محمد ناصر حليمی

 

امریکايي قونصل (ويلم شالر) چی الجزائر کی ( 1816م - 1824م) امریکایی دیپلومات و داسې وايي: " اته کلونه می الجزائر کی تیر کړل د یوې الجزائرې ښځې مخ او شکل می ونه لیده".

سره له دې چې د فرانسوي ښکیلاک دماتولو ستر مبارز امام عبدالحمید بن بادیس داسې وایه: "يوې ښځې ته تعلیم ورکول یوه ټولنه په علم سمبالول دی".

الجزایري ښځی له اشغاله د نجات له ورځې تر ننه یوه ورځ هم له تعلیمه بی برخی نه ده پاتې.

پوښتنه داده چی الجزایری علماءو کوم ښوونیز او روزنیز نصاب په څومره عالمانه بڼه دکومو معیارونو له مخی د محتوی او فحوی له مخی جوړ او تطبیق کړ چی په نجونو کی پتپالنه، علمپالنه ځواکمنه کړه او علمپالنه، پتپالنه په علمی او شعوري بڼه حاکمه کړه.

یا په بل تعبیر: حیا د علم او علم د حیا مانع نشو.

ښوونه او روزنه ښځه شعوري، عالمانه حجاب او مخلصانه پتپالنې ته چمتو کوي، ناپوهی مجبورانه ریاکارانه او احتقارانه حجاب ته یی چمتو کوي.

نن د الجزایری میرمنو درملنه،چارسمبالنه او روزنه  الجزایری میرمنې کوي.

نو ویلای شو چی د بی حجابۍ د انحراف مخه د جهل په انحراف نشو نیولای.

اسلام کی عالمانه شعوری او مخلصانه عمل قبلیږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک