No-IMG

د حکمتيار صاحب دوه پنځوسمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

چهارشنبه د اسد ۱۱؛ ۱۴۰۲:

د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله دوه پنځوسمه درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.

نوموړي د خپل مخکيني درس په دوام وويل:

٦ باب: (د وکيل فاسده بيع مردوده ده) لکه چي وايي:

1069 ـ عَنْ أَبي سَعِيدٍ الْخُدْرِيَّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: جَاءَ بِلالٌ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِتَمْرٍ بَرْنِيٍّ فَقَالَ لَهُ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مِنْ أَيْنَ هَذَا»؟ قَالَ بِلالٌ: كَانَ عِنْدَنَا تَمْرٌ رَدِيٌّ فَبِعْتُ مِنْهُ صَاعَيْنِ بِصَاعٍ، لِنُطْعِمَ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عِنْدَ ذَلِكَ: «أَوَّهْ أَوَّهْ عَيْنُ الرِّبَا عَيْنُ الرِّبَا، لا تَفْعَلْ وَلَكِنْ إِذَا أَرَدْتَ أَنْ تَشْتَرِيَ فَبِعِ التَّمْرَ بِبَيْعٍ آخَرَ ثُمَّ اشْتَرِهِ». (بخاري: 2312)

له ابو سعيد خدري رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: بلال؛ نبي صلى الله عليه و سلم ته برني خرما (يو ډول اعلى خرما) راوړه؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((دا دي له کومه کړه؟)) بلال وويل: له موږ سره ناغوره خرما وه؛ هغه مي دوه پيمانې په يوه پيمانه وپلورله؛ چي پر رسول الله صلى الله عليه و سلم ئې وخورو؛ نو دلته رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((واى، واى؛ دا خو عين سود دئ؛ دا عين سود دئ؛ داسي مه کوه؛ او که غوښتل دي چي (ښه خرما) وپېرې؛ نو خپله خرما په بلي بيعي وپلوره او بيا هغه (ښه خرما) وپېره)).

دا روايت غريب دئ؛ په 5 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: إِسْحَاق، يَحْيَى بْن صَالِح، مُعَاوِيَة هُوَ ابْنُ سَلَّام، يَحْيَى، عُقْبَة بْن عَبْدِ الغَافِر، أَبو سَعِيد الخُدْرِي رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ. له بخاري پرته په بل هيڅ مهم كتاب كي نه دئ راوړل شوى.

 

ښاغلي حکمتيار همداراز په ٧ باب کي (په حدودو کي وکالت) عنوان تشريح کړ، لکه چي وايي:

1070 ـ عَنْ عُقْبَةَ بْنِ الْحَارِثِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: جِيءَ بِالنُّعَيْمَانِ أَوِ: ابْنِ النُّعَيْمَانِ شَارِبًا فَأَمَرَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ كَانَ فِي الْبَيْتِ أَنْ يَضْرِبُوه قَالَ: فَكُنْتُ أَنَا فِيمَنْ ضَرَبَهُ فَضَرَبْنَاهُ بِالنِّعَالِ وَالْجَرِيدِ. (بخاري: 2316)

له عقبه بن حارث رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: نعيمان يا ابن نعيمان پداسي حال کي راوستل شو چي شراب ئې څښلي وو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم په خونه کي موجودو کسانو ته امر وکړ چي هغه ووهي؛ عقبه رضي الله عنه وايي: زه هم په هغو کسانو کي وم چي نعيمان مو وواهه، په څپليو او لښتو سره مو وواهه.  

 

هغه زياتوي چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2316 - 6774 -

له بخاري او سنن الكبرى للبيهقي پرته په بل هيڅ كتاب كي نه دئ راوړل شوى.

د شرابي د سزا په اندازه كي اختلاف دئ؛ احناف؛ حنابله او مالكيان ئې د آزاد لپاره 80 او د غلام لپاره 40 درې گڼي؛ امام شافعي ئې د آزاد لپاره 40 او د غلام لپاره 20 درې بولي. په څپليو او لښتو وهل؛ چي په روايت كي راغلي؛ يا د حد له ټاكلو وړاندي خبره ده او يا د اعتبار وړ نه ده.

 

د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير همداراز د صحيح البخاري په 39 کتاب؛ (مزارعت او زراعت) هم تفصيلي بحث وکړ او وئې ويل:

١ باب: (د کښت او ونو ايښودلو فضيلت)

1071 ـ عَنْ أَنَسِ ابْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَغْرِسُ غَرْسًا؛ او يَزْرَعُ زَرْعًا فَيَأْكُلُ مِنْهُ طَيْرٌ أَوْ إِنْسَانٌ أَوْ بَهِيمَةٌ إلَّا كَانَ لَهُ بِهِ صَدَقَةٌ». (بخاري: 2320)

له انس رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((هيڅ مسلمان به داسي نه وي چي کومه ونه ولگوي يا كوم كر وكري؛ او له هغه؛ کوم مرغه، انسان او حيوان څه وخوري؛ مگر دا چي هغه به د ده لپاره صدقه وي)).

صحيح مسلم كي په دې صيغه راغلى:

7 - (1552) عَنْ جَابِرٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَغْرِسُ غَرْسًا إِلَّا كَانَ مَا أُكِلَ مِنْهُ لَهُ صَدَقَةً، وَمَا سُرِقَ مِنْهُ لَهُ صَدَقَةٌ، وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ مِنْهُ فَهُوَ لَهُ صَدَقَةٌ، وَمَا أَكَلَتِ الطَّيْرُ فَهُوَ لَهُ صَدَقَةٌ، وَلَا يَرْزَؤُهُ أَحَدٌ إِلَّا كَانَ لَهُ صَدَقَةٌ»

له جابر رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((هيڅ مسلمان به داسي نه وي چي کومه ونه ولگوي؛ مگر دا چي څه ترې وخوړل شي د ده لپاره به صدقه وي؛ او چي ترې غلا شي ده ته به صدقه گڼل كېږي، او چي څه ترې ځناور وخوري؛ د ده لپاره به صدقه وي؛ چي څه مرغان ترې وخوري؛ د ده لپاره به صدقه وي يا څه ترې كم كړى شي؛ د ده لپاره به صدقه وي كوم.

 

نوموړي همداراز په ٢ باب کي دا عنوان (په زراعتي وسائلو له حده زيات مشغولتيا) هم په تفصيلي توگه تشريح کړ، لکه چي وايي:

1072 ـ عَنْ أَبِي أُمَامَةَ الْبَاهِلِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أنَّهُ رَأَى سِكَّةً وَشَيْئًا مِنْ آلَةِ الْحَرْثِ، فَقَالَ: سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «لا يَدْخُلُ هَذَا بَيْتَ قَوْمٍ إلَّا أَدْخَلَهُ اللَّهُ الذُّلَّ». (بخاري: 2321)

له ابو اُمَامَه باهلي رضي الله عنه روايت دئ چي ده كومه يوې، سپاره يا كومه بله زراعتي آله وليده؛ نو وئې ويل: له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي اورېدلي چي فرمايل ئې: ((دا وسيله د هيچا کور ته نه ننوځي؛ مگر دا چي الله تعالى به په هغه كي ذلت او خواري ننباسي)).

د قدرمن مشر پر وينا؛ لكه چي گورئ په دې روايت كي دا مطلب نه مومو چي په زراعتي چارو كي زياته مشغولتيا ترې معلومه شي؛ يوازي دومره ويل شوي چي په كور كي ئې د زراعت كومه وسيله ليدلې؛ او بيا ئې ويلي: كوم كور ته چي دا وسيله ننوځي؛ هلته به هرو مرو ذلت ننوځي! بايد وگورو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د دې خبري منسوبول صحيح دي؟ آيا دا روايت د سند او متن له پلوه د اعتبار وړ دئ؟ تر دې وړاندي روايت خو د څه كرلو ستاينه كړې؛ او مسلمانان ئې كرني او زراعت ته هڅولي؛ دا تعارض به څنگه له منځه وړو؟

دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ هم له دې پلوه غريب دئ چي له بخاري پرته په بل هيڅ كتاب كي نه دئ راغلى او هم له دې پلوه چي په څلورو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: عَبْدُ اللَّهِ بْنُ يُوسُف، عَبْدُ اللَّهِ بْن سَالِمٍ الحِمْصِي، مُحَمَّد بْن زِيَاد الأَلْهَانِي، أَبو أُمَامَةَ البَاهِلِي؛ له هغو رواياتو سره هم تعارض لري چي خلك زراعت ته هڅوي او د ثواب كار ئې گڼي. كه څه هم ځينو ويلي چي د روايت مقصد په زراعت كي دومره اشتغال دئ چي فرائض او نور مهم كارونه له انسان پاته شي. او نورو ويلي چي دا د هغو خلكو په اړه دئ چي دښمن ته نژدې اوسي او په زراعت كي د دوى اشتغال او بوختيا د دې باعث كېږي چي له مورچلو غافل شي؛ خو دا دواړه توجيهات ناسم او د روايت له هيڅ برخي دا مطلب نشي تر لاسه كېدى؛ هسي له ځانه او په تكلف او زحمت سره له روايت بل څه جوړول او توجيه كول دي؛ له تاسو پوښتنه كوم آيا د باب او روايت تر منځ كوم مناسبت مومئ؟ آيا په روايت كي داسي الفاظ شته چي وښيي د زراعت وسائل په هر صورت كي سپېره او د ذلت باعث نه دي؛ بلكي په هغه صورت كي سپېره دي چي د فرائضو په وړاندي خنډ شي او مسلمان له دښمن غافل كړي؟ د يوه مبتدئ طالب انتباه به د روايت له خپلو الفاظو څه وي؟ او د هغه چا تعبير به څه وي چي غواړي له جنگ تغذيه شي او د عوائدو مدرك ئې فقط جنگ وي؛ نو له همدې كبله د نورو هر جائز كسب ته په سپكه سترگه گوري؟

داسي كمزورو توجيهاتو ته ضرورت څه دئ؛ ولي په داسي څه ويلو ځان مجبور گڼو چي د يوي ناسمي خبري د سم ثابتولو لپاره به دروغ وايو؟ ولي به زه خپل گران پيغمبر ته د داسي كلام منسوبول منم چي كه ئې څوك ما ته منسوب كړي پرې ناراضه كېږم؟ رسول الله صلى الله عليه و سلم د جامع كلام خاوند وو او ويناوي ئې جوامع الكلم وې؛ د هر مؤمن بنده خبره بايد دا وي: زه د هيچا له لوري رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ناقصه وينا منسوبول نه منم؛ كله چي ناقص روايت اورو نو ولي نه وايو چي راوي اشتباه كړې او خبره ئې په سمه توگه نه ده انتقال كړې؟ يقيناً چي هر څوك پوهېږي أَبو أُمَامَة البَاهِلِيِّ ته منسوب روايت ناقص او مبهم دئ؛ بخاري په همدې روايت اكتفاء كړې او هغه روايات ئې نه دي راوړي چي واضح دي او مطلب په سمه توگه بيانوي؛ لكه دا روايت:

3462 - عَنِ ابْنِ عُمَرَ، قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «إِذَا تَبَايَعْتُمْ بِالْعِينَةِ وَأَخَذْتُمْ أَذْنَابَ الْبَقَرِ، وَرَضِيتُمْ بِالزَّرْعِ، وَتَرَكْتُمُ الْجِهَادَ، سَلَّطَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ ذُلًّا لَا يَنْزِعُهُ حَتَّى تَرْجِعُوا إِلَى دِينِكُمْ» سنن ابي داؤد

له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي وئې ويل: كه په پېر پلور مشغول شوئ، د غويي لكۍ مو ونيوله، په زراعت راضي شوئ او جهاد مو پرېښود؛ الله به داسي ذلت درباندي مسلط كړي چي تر هغه به ئې ونه باسي چي تاسو خپل دين ته ستانه شئ.

دلته د (العينة)؛ يادونه شوې چي مقصد ئې داسي تجارت دئ چي څوك يوه متاع په مؤجله بيه په گرانه وپلوري او بيا ئې په نقدو بېرته وړيا او ارزانه وپېري؛ خو په اصل كي د روايت مراد دا دئ چي كه مسلمانان په تجارت، مالداري او زراعت داسي مشغول شول چي جهاد ترې پاته شي نو له دائمي ذلت سره به مخامخ شي. او دا همغه مطلب دئ چي په دې آيت كي راغلى:

قُلْ إِنْ كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّى يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ وَاللَّهُ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ 24  التوبة

ورته ووايه: كه مو پلرونه، زامن، وروڼه، مېرمني، خپلوان، راغونډ كړي مالونه مو، هغه تجارت چي د بازار له سوړوالي ئې وېرېږئ او هغه كورونه مو چي خوښوئ ئې، تاسو ته تر الله، د هغه تر پېغمبر او د ده په لار كي تر جهاد زيات محبوب وي، نو د الله پرېكړي ته انتظار وكړئ چي الله داسي فاسق قوم نه هدايتوي.

 

ښاغلی حکمتيار زياتوي دا د انسان د ايمان د تللو لپاره ستر او دقيق معيار او ملاك دئ، په دې سره هره لحظه انسان خپل ايمان سنجولى شي، هره لحظه د دې سؤال راپيدا كېږي چي آيا ته ايمان ته ترجيح وركوې، الله ته، د هغه پيغمبر ته؛ او د الله په لار كي جهاد ته او كه پلار، زامنو، وروڼو، خپلوانو، ښځي، مال، تجارت او بنگلو ته ترجيح وركوې؟ انسان هره شېبه د خپل ايمان په اړه د همدغه معيار او ملاك او تلي په اساس قضاوت كولى شي، د چا چي تر الله، پيغمبر او جهاد له دې شيانو سره محبت زيات وي، هغوى فاسقان دي، د الله له هدايت محروم دي، د هغوى پرمخ د هدايت دروازې تړل شوې دي.

 

د نوموړي پر وينا له دې آيت په څرگنده توگه معلومېږي چي هغه څوك بايد د لارښود په توگه غوره نه كړو او د فتوى لپاره هغه ته رجوع ونه كړو چي د الله تعالى په لار كي ئې جهاد نه وي كړى، جهاد ئې تر هر څه غوره نه وي گڼلى، د الله په لار كي ئې قرباني نه وي وركړې او له كافرانو سره ئې د خپلوۍ او دوستۍ اړيكي نه وي شلولې. دا آيت تا ته وايي: پام كوه هغه څوك د امام، پير، مرشد، لارښود، مشر او مفتي په توگه مه نيسه چي الله تعالى، د هغه پيغمبر او د الله په لار كي جهاد د خپل ژوند تر هر څه غوره نه گڼي او قرباني كولو ته ئې چمتو نه وي. چا چي جهاد نه دئ كړى هغه نه يوازي عالم او مرشد نه دئ بلكي د هدايت دروازې ئې پر مخ تړل شوې؛ وَاللَّهُ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ: الله داسي فاسق قوم نه هدايتوي.

 

ښاغلي حکمتيار همداراز په ٣ باب کي دا عنوان (د کښت او زراعت د ساتلو لپاره د سپي ساتل) په تفصيلي توگه تشريح کړ، لکه چي وايي:

1073 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ أَمْسَكَ كَلْبًا فَإِنَّهُ يَنْقُصُ كُلَّ يَوْمٍ مِنْ عَمَلِهِ قِيرَاطٌ إلَّا كَلْبَ حَرْثٍ أَوْ مَاشِيَةٍ». بخاري 2322

له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((څوک چي سپى ساتي؛ هره ورځ ئې له نېکيو د يوه قيراط په اندازه کمېږي؛ مگر هغه سپى چي د زراعت او څارويو د ساتني لپاره وي)).

دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2322 - 3324 – د دواړو لومړى راوي ابو هريره دئ خو امام بخاري له دوو لارو تر لاسه كړى؛ او په داسي حال كي ئې دوه ځلي راوړى چي متن ئې كاملاً سره ورته دئ. له درېيمي لاري ئې بيا داسي تر لاسه كړى چي ځيني مطالب په كي زيات شوي؛ او داسي دئ:

قَالَ ابْنُ سِيرِينَ، وَأَبُو صَالِحٍ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِلَّا كَلْبَ غَنَمٍ أَوْ حَرْثٍ أَوْ صَيْدٍ»: مگر د مېږو او كښت ساتلو او ښكار سپى.

1074 - وعـنه رضي الله عنه في رواية: «إلَّا كَلْبَ غَنَمٍ أَوْ حَرْثٍ أَوْ صَيْدٍ». (بخاري: 2322)

ابو هريره رضي الله عنه په بل روايت کي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((مگر د مېږو (رمې) او کښت ساتلو او د ښکار سپى)).

يعني د دغو موخو لپاره د سپي ساتل د اجر کمېدو لامل نه کېږي: د كښت او رمې ساتلو او ښكار لپاره.

1075 – عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «كَلْبَ صَيْدٍ أَوْ مَاشِيَةٍ».

1075 – ابوهریرة په بل روایت کي وايي: رسول فرمایلي: مگر د ښکار او یا رمې (د څارویو ساتني) سپی.

 

نوموړي ورته مهال په ٤ باب کي (په کرکيله کي د غويي استعمال) عنوان هم د لاندينيو روایاتو په استناد سره توضيح کړ، هلته چي فرمايي:

1076 - حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ، حَدَّثَنَا غُنْدَرٌ، حَدَّثَنَا شُعْبَةُ، عَنْ سَعْدِ بْنِ إِبْرَاهِيمَ، قَالَ: سَمِعْتُ أَبَا سَلَمَةَ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: " بَيْنَمَا رَجُلٌ رَاكِبٌ عَلَى بَقَرَةٍ التَفَتَتْ إِلَيْهِ، فَقَالَتْ: لَمْ أُخْلَقْ لِهَذَا، خُلِقْتُ لِلْحِرَاثَةِ "، قَالَ: " آمَنْتُ بِهِ أَنَا وَأَبُو بَكْرٍ، وَعُمَرُ، وَأَخَذَ الذِّئْبُ شَاةً فَتَبِعَهَا الرَّاعِي، فَقَالَ لَهُ الذِّئْبُ: مَنْ لَهَا يَوْمَ السَّبُعِ، يَوْمَ لاَ رَاعِيَ لَهَا غَيْرِي "، قَالَ: «آمَنْتُ بِهِ أَنَا وَأَبُو بَكْرٍ، وَعُمَرُ» قَالَ أَبُو سَلَمَةَ: وَمَا هُمَا يَوْمَئِذٍ فِي القَوْمِ  (بخاري: 2324)

له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((په داسي حال کي چي يو سړى پر يوې غوا سپور وو؛ غوا ورته وکتل او وئې ويل: زه د دې (سپرلۍ) لپاره نه يم پيدا شوې؛ د کرکيلي لپاره پيدا شوې يم؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((زه، ابوبکر او عمر پرې باور لرو؛ او يوه لېوه يو پسه ونيو؛ شپون ورپسې شو، لېوه ورته وويل: د ځناورو په ورځ به ئې څوك ساتونكى وي؛ هغه ورځ چي له ما پرته به ئې بل شپون نه وي؟! وئې فرمايل: زه، ابوبكر او عمر پرې ايمان لرو))؛ ابو سلمه وويل: په داسي حال كي چي دوى دواړه په دغه ورځ په خلكو كي حاضر نه وو.

دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ د يوه راويان ئې دا دي: مُحَمَّد بْن بَشَّار، غُنْدَر، شُعْبَة، سَعْدِ بْنِ إِبْرَاهِيمَ، أَبو سَلَمَة او أَبو هُرَيْرَة رَضِيَ اللَّهُ عَنْه؛ او د بل ئې دا دي: عَلِي بْن عَبْدِ اللَّهِ، سُفْيَان، أَبُو الزِّنَاد، الأَعْرَج، أَبو سَلَمَةَ او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ يعني چي د دواړو لومړني دوه راويان سره ورته دي او وروسته ئې بېل بېل.

د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير زياتوي چي پورتنی روايت په مهمو كتابونو كي يوازي مسند احمد، صحيح ابن حبان او صحيح مسلم كي راوړل شوى؛ په صحيح مسلم كي داسي راغلى:

13 - (2388) حَدَّثَنِي أَبُو الطَّاهِرِ أَحْمَدُ بْنُ عَمْرِو بْنِ سَرْحٍ، وَحَرْمَلَةُ بْنُ يَحْيَى، قَالَا: أَخْبَرَنَا ابْنُ وَهْبٍ، أَخْبَرَنِي يُونُسُ، عَنِ ابْنِ شِهَابٍ، حَدَّثَنِي سَعِيدُ بْنُ الْمُسَيِّبِ، وَأَبُو سَلَمَةَ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ، أَنَّهُمَا سَمِعَا أَبَا هُرَيْرَةَ، يَقُولُ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " بَيْنَمَا رَجُلٌ يَسُوقُ بَقَرَةً لَهُ، قَدْ حَمَلَ عَلَيْهَا، الْتَفَتَتْ إِلَيْهِ الْبَقَرَةُ فَقَالَتْ: إِنِّي لَمْ أُخْلَقْ لِهَذَا، وَلَكِنِّي إِنَّمَا خُلِقْتُ لِلْحَرْثِ " فَقَالَ النَّاسُ: سُبْحَانَ اللهِ تَعَجُّبًا وَفَزَعًا، أَبَقَرَةٌ تَكَلَّمُ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ «فَإِنِّي أُومِنُ بِهِ وَأَبُو بَكْرٍ، وَعُمَرُ».

قَالَ أَبُو هُرَيْرَةَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: "بَيْنَا رَاعٍ فِي غَنَمِهِ، عَدَا عَلَيْهِ الذِّئْبُ فَأَخَذَ مِنْهَا شَاةً، فَطَلَبَهُ الرَّاعِي حَتَّى اسْتَنْقَذَهَا مِنْهُ، فَالْتَفَتَ إِلَيْهِ الذِّئْبُ فَقَالَ لَهُ: مَنْ لَهَا يَوْمَ السَّبُعِ، يَوْمَ لَيْسَ لَهَا رَاعٍ غَيْرِي؟ " فَقَالَ النَّاسُ: سُبْحَانَ اللهِ فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «فَإِنِّي أُومِنُ بِذَلِكَ، أَنَا وَأَبُو بَكْرٍ وَعُمَرُ»

لكه چي گورئ د مسلم د روايت لومړني راويان هم همدا ابوهريره او ابو سلمه دي؛ خو په متن كي ئې څو خبري اضافه راغلې: يوه دا: فَقَالَ النَّاسُ: سُبْحَانَ اللهِ تَعَجُّبًا وَفَزَعًا، أَبَقَرَةٌ تَكَلَّمُ؟ خلكو وويل: په تعجب او حيرت سره؛ سبحان الله! آيا غوا خبري كوي؟!! بله ئې دا: فَقَالَ النَّاسُ: سُبْحَانَ اللهِ؛ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د خلكو په ځواب كي فرمايلي: زه، ابوبكر او عمر په دې ايمان لرو چي لېوه او غوا دا خبري كړې دي.

د روايت مهم ټكي دا دي:

الف·         يو سړى په غوا سپور شوى؛ غوا مخ وراړولى او هغه ته ئې ويلي: زه د سپرلۍ لپاره نه يم پيدا شوې؛ د کرکيلي لپاره پيدا شوې يم.

ب·         يوه لېوه يو پسه ونيو؛ شپون ورپسې شو، پسه ئې ترې ژغورلى، لېوه ورته ويلي: د ځناورو په ورځ به ئې څوك ساتي؛ هغه ورځ چي له ما پرته به ئې بل شپون نه وي؟!

ج·         رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: كه خلك دې خبرو ته حيرانېږي او تعجب كوي؛ نو زه؛ ابوبكر او عمر پرې ايمان لرو

د يَوْمَ السَّبُعِ په اړه دوه توجيه وړاندي شوې:

ح·         له يَوْمَ السَّبُعِ مراد هغه ورځ ده چي تر لېوه زيات داړونكي ځناور به پر رمو بريد كوي؛ ځيني به وخوري او نوري به لېوه ته پاته شي؛

خ·         دا چي د فتنو په زمانې كي به خلك خپلي رمې بې شپون او ساتونكي پرېږدي او ځناورو ته به په لاس ورشي. امام نووي د مسلم په شرحي كي دې توجيه ته ترجيح وركړې.

څو پوښتني راولاړېږي:

د·         آيا غوا او لېوه د انسان په ژبه خبري كولى شي؟

ذ·         د داسي خبرو كوم بل مثال او ثبوت موندلى شو؟

س·         له غوا خو څوك په پټي كي كار نه اخلي؛ يوازي د شيدو كار ترې اخلي؛ له غويي په يوې او كركيلي كي كار اخيستل كېږي؛ دلته ولي غوا ويلي: موږ په كركيلي كي د كار لپاره پيدا شوې يو.

ش·         په روايت كي دا نه مومو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته په دې اړه وحي شوې، كه د اهل كتاب په كوم كتاب كي د دې قصو د يادېدو خبره شوې او كه ئې د هغوى د ويناوو له مخي؛ په قرآن كي خو د دې لپاره هيڅ شاهد او منشأ نه مومو؛ له بل هيڅ صحابي هم دا خبري نه ده اورېدل شوې؛ نه راوي ويلي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم دا خبري څه مهال كړې او نه ئې دا ويلي چي د ده تر څنگ بل چا ترې اورېدلې!!

ص·         د تارخي شواهدو له مخي د رسول الله صلى الله عليه و سلم په زمانه كي له مسيحيانو او يهودانو سره له بايبل پرته بل كتاب نه وو؛ په بايبل كي دا قصې نه مومو.

ض·         قرآن وايي: حتى جبرئيل عليه السلام هم په غيب نه پوهېږي؛ خو دا روايت وايي چي لېوه په غيب پوهېدو!! شپون ته ئې ويلي: اوس خو تا زما رزق رانه غصب كړ؛ هغه ورځ به سره گورو چي ستا رمه له ما پرته بل شپون نه لري!!!  

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ دې پوښتنو ته يوازي يو ځواب ويل كېدى شي او هغه دا چي دا روايت نه د سند له مخي د منلو وړ دئ؛ او نه د نقل او نه د عقل له مخي؛ نه په قرآن كي ورته شاهد مومو او نه ئې په څنگ كي بل روايت. راشئ وگورو چي قرآن موږ په دې اړه څه لارښووني لري:

1·         قرآن موږ ته وايي: په زمكي او آسمان كي له الله تعالى پرته هيڅوك په غيب نه پوهېږي؛ خو متأسفانه زموږ ځيني د يوه غريب روايت په استناد لېوه ته په غيب پوهېدا منسوبوو!!!! د څلور پښو لېوانو ته هم او د دوو پښو لېوانو ته هم؛ حتى ورستو هډوكو او تر لېوانو ډېر بې رحمه انسان ډوله ځناورو ته هم علم غيب ثابتوو!! ځيني پېريانو ته هم د غيب علم ثابتوي؛ په داسي حال كي چي قرآن فرمايي: پېريانو وويل: كه په غيب پوهېدى نو په اسارت او ذلت كي به نه پاته كېدو؛ ځينو مفسرينو د پېريانو دا وينا داسي تعبير كړې چي كه موږ په غيب پوهېدى نو د سليمان له مرگ د سليمان عليه السلام له مرگ به خبر شوي وو او ډېره موده به د مخكي په څېر په اسارت كي نه پاته كېدو؛ خو غوره تعبير دا دئ چي كه په غيب پوهېدلى نو ډېر وړاندي به له اسارت د وتلو په چم پوه شوي وو؛ او په غلامي كي به نه پاته كېدو؛ څوك چي په غيب پوهېږي؛ هيڅكله دښمن پرې برلاسى كېدى نه شي؛ كولى شي د دښمن هره توطئه او بريد شنډ كړي. خو هغه چي د پېريانو په نامه ډېر څه تر لاسه كوي؛ خلكو ته وايي: جادو درباندي شوى؛ د پېريانو په مرسته كولى شو د تعويذ او كوډو د ښخېدو ځاى پيدا كړو او راوئې باسو؛ د خلكو په غولولو كي ښه مهارت لري؛ جادو شوې مېرمن به په خونه كي ناسته وي؛ دى به مراقبه شي؛ څه به له ځان سره زمزمه كړي؛ ناڅاپي به د بخارۍ د نل له سوري زاړه تعويذونه راولوېږي؛ غوټي به ئې پرانېزي؛ د ږمنځي څو ښاخونه، د وېښتانو څو تارونه، زوړ كاغذ چي څو كږې وږې كرښي به په كي ليكل شوې وي؛ راوباسي؛ او دوكه شوي بېمار او خپلوانو ته به ئې ووايي: دا پېريانو له يوه وچ كوهي، د يوه دېوال له چاود او ..... پېريانو راايستلى.... دوى بايد پېريانو ته په غيب پوهېدا ثابته كړي؛ روزي ئې ورپوري تړلې ده!!!   

2·         قرآن څاروي د بهيمة الانعام په نامه يادوي؛ هر حيوان چي په څلورو پښو درومي؛ كه د وچي وي او كه د سمندر؛ د بهائم په نامه يادېږي؛ دا نوم د دې لپاره ورته غوره شوى چي تكلم نشي كولى؛ د تكلم لپاره چي كوم غړي په كار دي؛ بهائم ئې نه لري؛ نه ئې د حنجرې جوړښت او تارونه داسي دي چي بېل بېل غږونه وايستلى شي او نه ئې ژبه داسي چي په دې غږونو كي مرسته وكړى شي؛ نو دا حيوانات په تربيت او روزني سره هم تكلم نشي كولى؛ په مرغانو كي ځيني داسي دي چي كولى شي انسان ته ورته غږ زده كړي؛ لكه طوطي او ښارو (مينا).

3·         قرآن د سليمان عليه السلام د معجزو په ضمن كي دا هم يادوي چي د مېږي په كلام پوهېدو؛ او هد هد ئې داسي روزلى چي د ده ليك د سبإ ملكې ته ورسوي او هغه د سبإ د خلكو په اړه لازم معلومات ورته راوړي. خو دا د سليمان عليه السلام مختص او ځانگړې معجزه وه؛ بل چا ته نه ده وركړى شوې؛ او دا هم داسي چي دى د مېږي په وينا او كلام پوه شوى؛ نه دا چي هغه د انسان په څېر تكلم كړى.

 

قدرمن مشر همداراز په ٥ باب کي بيا (د کار په بدله کي د مېوې برخه) عنوان هم په مفصل ډول تشريح کړ، لکه چي وايي:

1077 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَتِ الأَنْصَارُ لِلنَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: اقْسِمْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ إِخْوَانِنَا النَّخِيلَ، قَالَ: «لا». فَقَالُوا: تَكْفُونَا الْمَئُونَةَ وَنَشْرَكْكُمْ فِي الثَّمَرَةِ. قَالُوا: سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا. (بخاري: 2325)

له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي: انصارو رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وويل: د خرما دا وني زموږ او زموږ وروڼو (مهاجرينو) تر منځ ووېشه؛ وئې فرمايل: ((نه؛)) هغوى وويل: نو تاسو په کار کي زموږ مرسته وكړئ؛ موږ به مو په مېوه کي راسره شريک کړو؛ مهاجرينو وويل: دا خبره مو قبوله ده او عمل پرې کوو.

دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2325 - 2719 – د متن او إسنادو له پلوه كاملاً سره ورته دي؛ راويان ئې په پنځو طبقو كي يو يو او دا دي: حَكَم بْن نَافِع، شُعَيْب، أَبُو الزِّنَاد، الأَعْرَجِ، او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ له بخاري پرته په بل مهم كتاب كي؛ د پاته صحاح سته په شمول؛ نه تر سترگو كېږي.

1078 ـ عَنْ رَافِعِ بْنِ خَدِيجٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: كُنَّا أَكْثَرَ أَهْلِ الْمَدِينَةِ مُزْدَرَعًا، كُنَّا نُكْرِي الأَرْضَ بِالنَّاحِيَةِ مِنْهَا مُسَمًّى لِسَيِّدِ الأَرْضِ، قَالَ: فَمِمَّا يُصَابُ ذَلِكَ وَتَسْلَمُ الأَرْضُ وَمِمَّا يُصَابُ الأَرْضُ وَيَسْلَمُ ذَلِكَ، فَنُهِينَا، وَأَمَّا الذَّهَبُ وَالْوَرِقُ فَلَمْ يَكُنْ يَوْمَئِذٍ. (بخاري: 2327)

له رافع بن خَدِيج رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: موږ د مدينې په اصلي اوسېدونكو کي تر ټولو زيات د زراعتي زمكو خاوندان وو؛ زمكه به مو په اجاره وركوله؛ داسي چي يوه برخه به ئې د زمكي د خاوند په نامه يادېده؛ نو کله به همدا برخه په کوم آفت اخته شوه او نوره زمكه به روغه پاته شوه؛ او کله به همغه د مالک برخه روغه وه او نوره به په آفت اخته شوه؛ نو ترې منع شوو؛ او هغه وخت سره يا سپين زر مروج نه وو.

دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ خو په صحيح مسلم كي په دې اړه گڼ شمېر روايات راغلي؛ چي ځيني ئې دا دي:

87 - (1536) عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ، «أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَهَى عَنْ كِرَاءِ الْأَرْضِ»

88 - (1536) عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ كَانَتْ لَهُ أَرْضٌ فَلْيَزْرَعْهَا، فَإِنْ لَمْ يَزْرَعْهَا، فَلْيُزْرِعْهَا أَخَاهُ»

90 - (1536) عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ، قَالَ: «نَهَى رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ يُؤْخَذَ لِلْأَرْضِ أَجْرٌ، أَوْ حَظٌّ»

91 - (1536) عَنْ جَابِرٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ كَانَتْ لَهُ أَرْضٌ فَلْيَزْرَعْهَا، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ أَنْ يَزْرَعَهَا وَعَجَزَ عَنْهَا، فَلْيَمْنَحْهَا أَخَاهُ الْمُسْلِمَ، وَلَا يُؤَاجِرْهَا إِيَّاهُ»

92 - (1536) سَأَلَ سُلَيْمَانُ بْنُ مُوسَى، عَطَاءً، فَقَالَ: أَحَدَّثَكَ جَابِرُ بْنُ عَبْدِ اللهِ، أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَنْ كَانَتْ لَهُ أَرْضٌ فَلْيَزْرَعْهَا، أَوْ لِيُزْرِعْهَا أَخَاهُ، وَلَا يُكْرِهَا»، قَالَ: نَعَمْ

94 - (1536) حَدَّثَنَا سَعِيدُ بْنُ مِينَاءَ، قَالَ: سَمِعْتُ جَابِرَ بْنَ عَبْدِ اللهِ، يَقُولُ: إِنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَنْ كَانَ لَهُ فَضْلُ أَرْضٍ فَلْيَزْرَعْهَا، أَوْ لِيُزْرِعْهَا أَخَاهُ، وَلَا تَبِيعُوهَا»، فَقُلْتُ لِسَعِيدٍ: مَا قَوْلُهُ، وَلَا تَبِيعُوهَا يَعْنِي الْكِرَاءَ؟ قَالَ: «نَعَمْ»

95 - (1536) عَنْ جَابِرٍ، قَالَ: كُنَّا نُخَابِرُ عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَنُصِيبُ مِنَ الْقِصْرِيِّ وَمِنْ كَذَا، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ كَانَتْ لَهُ أَرْضٌ فَلْيَزْرَعْهَا، أَوْ فَلْيُحْرِثْهَا أَخَاهُ، وَإِلَّا فَلْيَدَعْهَا»

97 - (1536) عَنْ جَابِرٍ، قَالَ: سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «مَنْ كَانَتْ لَهُ أَرْضٌ فَلْيَهَبْهَا، أَوْ لِيُعِرْهَا»،

99 - (1536) عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ، «أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَهَى عَنْ كِرَاءِ الْأَرْضِ»، قَالَ بُكَيْرٌ: وَحَدَّثَنِي نَافِعٌ، أَنَّهُ سَمِعَ ابْنَ عُمَرَ، يَقُولُ: كُنَّا نُكْرِي أَرْضَنَا، ثُمَّ تَرَكْنَا ذَلِكَ حِينَ سَمِعْنَا حَدِيثَ رَافِعِ بْنِ خَدِيجٍ

 

د نوموړي پر وينا؛ له دې ټولو رواياتو داسي معلومېږي چي يا به د زمكي خاوند په خپله زمكه كري؛ يا به ئې بل مسلمان ته سپاري او يا به ئې پرېږدي؛ نه به ئې په اجاره وركوي او نه به څه پرې اخلي.

 

قدرمن مشر همداراز په ٦ باب کي بيا (په نيمايي حاصل يا يوې برخي مزارعه) موضوع هم تفصيلي بحث درلود او وئې ويل:

1079 ـ عَنْ عَبْدِاللَّهِ بنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا: أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَامَلَ خَيْبَرَ بِشَطْرِ مَا يَخْرُجُ مِنْهَا مِنْ ثَمَرٍ أَوْ زَرْعٍ، فَكَانَ يُعْطِي أَزْوَاجَهُ مِائَةَ وَسْقٍ، ثَمَانُونَ وَسْقَ تَمْرٍ وَعِشْرُونَ وَسْقَ شَعِيرٍ. (بخاري: 2328)

له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د خيبر زمكي د حاصلاتو، مېوې يا غلې د يوې برخي په بدل کي په دهقانۍ ورکړې، له همغه حاصلاتو به ئې خپلو مېرمنو ته سل وسقه؛ اتيا وسقه خرما او شل وسقه وربشي ورکول.

1080 ـ عن ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما: أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَمْ يَنْهَ عَنِ الكِراءِ وَلَكِنْ قَالَ: «أَنْ يَمْنَحَ أَحَدُكُمْ أَخَاهُ خَيْرٌ لَهُ مِنْ أَنْ يَأْخُذَ عَلَيْهِ خَرْجًا مَعْلُومًا». (بخاري: 2330)

1080 – له ابن عباس رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په اجاره د زمكي له ورکولو نهي نه ده کړې؛ خو دا ئې فرمايلي: ((كه له تاسو څوک زمكه خپل ورور ته مجاني وركړي؛ تر دې ورته غوره ده چي څه معلومه اجاره پرې واخلي.

نوموړی وايي چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2330 - 2342 -

راويان او متن ئې سره ورته دي.

 

په ٧ باب کي بيا (د رسول الله صلى الله عليه و سلم اصحابو اوقاف) موضوع د لاندينيو روایاتو په استناد سره تشريح کړه، هلته چي فرمايي:

1081 ـ عَنْ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أنَّهُ قَالَ: لَوْلا آخِرُ الْمُسْلِمِينَ مَا فَتَحْتُ قَرْيَةً إلَّا قَسَمْتُهَا بَيْنَ أَهْلِهَا كَمَا قَسَمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَيْبَرَ. (بخاري: 2334)

له عمر رضي الله عنه روايت دئ چي وئې ويل: که د وروستنيو راتلونکو مسلمانانو اندېښنه راسره نه وى؛ نو هر کلى (سيمه) چي ما به فتح کاوو؛ هغه به مي داسي د فاتحينو تر منځ وېشلو؛ لكه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم خيبر په مجاهدينو وويشلو.

دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2334 - 3125 – دواړه د متن او سند له پلوه سره ورته دي؛ په سنن ابي داؤد، مسند احمد او السنن الكبرى للبيهقي كي هم همدا متن او سند ئې راوړل شوى؛ يعني چي دا روايت غريب دئ او په پنځو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: صَدَقَة، عَبْدُ الرَّحْمَن، مَالِك، زَيْدِ بْنِ أَسْلَم او پلار ئې اسلم.

دا موضوع دقت او جدي بحث ايجابوي چي آيا ټولي مفتوحه سيمي په فاتحينو وېشل شوې كه نه؟؛ له هغو سيمو سره څه شوي چي له جنگ پرته تسليم شوي؟ د خيبر فتح كوم استثنائي حالت وو او له هغو يهودانو سره چلن خاص وو؛ كه نه؟ آيا د خيبر مثال وروسته تكرار شوى كه نه؟ د خيبر يهودان له فتحي وروسته په خپلي سيمي كي پاته شوي؛ خو زمكي ئې په مسلمانانو وېشل شوې؛ نيمايي حاصل به مسلمانانو ته وركول كېدو او نيمايي د يهودانو زارعينو ته. تفصيلات ئې وروسته په بل روايت كي راغلي.

 

په ٨ باب کي ئې بيا دا عنوان تشريح کړ چي؛ (څوک چي شاړه زمكه آباده کړي) لکه چي وايي:

1082 ـ عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَنْ أَعْمَرَ أَرْضًا لَيْسَتْ لأَحَدٍ، فَهُوَ أَحَقُّ». (بخاري: 2335)

له عائشه رضي الله عنها روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((څوک چي بې مالکه زمكه آباده کړي؛ نو همغه ئې تر نورو زيات مستحق دئ)).

دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى او له بخاري پرته په بل مهم كتاب كي نه دئ راوړل شوى.

1083 ـ عَنِ ابنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: أَجْلَى عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى مِنْ أَرْضِ الْحِجَازِ، وَكَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَمَّا ظَهَرَ عَلَى خَيْبَرَ أَرَادَ إِخْرَاجَ الْيَهُودِ مِنْهَا وَكَانَتِ الأَرْضُ حِينَ ظَهَرَ عَلَيْهَا لِلَّهِ وَلِرَسُولِهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَلِلْمُسْلِمِينَ، وَأَرَادَ إِخْرَاجَ الْيَهُودِ مِنْهَا، فَسَأَلَتِ الْيَهُودُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِيُقِرَّهُمْ بِهَا أَنْ يَكْفُوا عَمَلَهَا، وَلَهُمْ نِصْفُ الثَّمَرِ، فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «نُقِرُّكُمْ بِهَا عَلَى ذَلِكَ مَا شِئْنَا» فَقَرُّوا بِهَا حَتَّى أَجْلاهُمْ عُمَرُ إِلَى تَيْمَاءَ وَأَرِيحَاءَ. (بخاري: 2338)

له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: عمر بن خطاب رضي الله عنه؛ يهود او نصرانيان له حجاز وشړل؛ كله چي رسول الله صلى الله عليه و سلم خيبر فتح کړ؛ غوښتل ئې يهود ترې وشړي؛ پر خيبر له تسلط وروسته ئې زمكه د الله تعالى، رسول الله او مسلمانانو ملکيت شوه؛ وئې غوښتل چي يهودان ترې وباسي؛ خو يهودانو له رسول الله صلى الله عليه و سلم وغوښتل چي دوى په كي پرېږدي؛ د عمل بدله ئې وركړي؛ او نيمايي مېوه د دوى وي؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم ورته وفرمايل: ((تر هغه مو په كي پرېږدو چي موږ ئې غواړو؛ نو تر هغه ئې په كي پرېښودل چي عمر رضي الله عنه تَيْمَاء او أَرِيحَاء ته تبعيد كړل.

دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ په ځينو نورو كتابونو كي هم راغلى؛ غريب دئ او په 3 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: مُوسَى بْن عُقْبَة، نَافِع او ابْن عُمَر رضي الله عنهما.

د ښاغلي حکمتيار پر وينا د خيبر د زمكو په اړه؛ د يهودانو د عمل له مخي چلن شوى؛ هغو چي جنگېدلي او تر پايه ئې مقاومت كړى؛ د دوى زمكي د شريعت مطابق توزيع شوې؛ خمس ئې د الله تعالى او د هغه د رسول الله او څلور برخي ئې د مسلمانانو تر منځ وېشل شوې؛ او هغه يهودان چي له مقاومت پرته تسليم شوي؛ له هغوى سره دا معامله شوې چي زمكي به ورسره پاته وي او نيمايي حاصل به ئې مسلمانانو ته سپارل كېږي.

راشئ وگورو چي په قرآن كي په دې اړه څه راغلي؟ قرآن فرمايي:

وَاعْلَمُوا أَنَّمَا غَنِمْتُمْ مِنْ شَيْءٍ فَأَنَّ لِلَّهِ خُمُسَهُ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ إِنْ كُنْتُمْ آمَنْتُمْ بِاللَّهِ وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَى عَبْدِنَا يَوْمَ الْفُرْقَانِ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 41  الأنفال

او په دې پوه شئ چي څه په غنيمت تر لاسه كوئ نو پنځمه ئې د الله، د پيغمبر، د خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو او مسافرو ده، كه په الله او هغه څه مو ايمان راوړى وي چي په خپل بنده ئې د فرقان په ورځي نازل كړ، هغه ورځ چي دواړه ډلي سره مخامخ شوې؛ او الله په هر څه ښه قادر دئ.

دلته د غنائمو په اړه څو لارښووني شوې:

د غنائمو پنځمه برخه به بېلوئ، دا د الله، د پيغمبر، د خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو او مسافرو برخه ده، چي تفصيل ئې دا دئ:

1·         د الله له برخي مراد د جهاد اړوند چاري او عام المنفعه امور دي.

د پيغمبر او د ده د خپلوانو په برخي كي هغه خلك او د دوى كورنۍ هم راځي چي د اسلامي دولت په چارو كي بوخت دي. كه څه هم ځيني فقهاء دا په مشخصه توگه د پيغمبر عليه السلام او د ده د هغو خپلوانو برخه گڼي چي د زكات او صدقاتو له اخيستلو منع شوي او د رسول الله صلى الله عليه و سلم له رحلت وروسته دا برخه منتفي بولي او يوازي په پاته دريو كي ئې راخلاصه كوي:

2·         نېستمن يتيمان

3·         بې وزلي مسكينان

4·         اړ مسافر

د غنائمو څلور برخي به په ټولو هغو مجاهدينو وېشل كېږي چي په جگړي كي ئې برخه اخيستې وي، سپور ته د پلي په پرتله دوه برابره برخه.

كه په الله تعالى ايمان لرئ او په دې مو باور وي چي د بدر په جگړي كي ستاسو بريا د الله تعالى پېرزوينه وه، نو د غنائمو په اړه به همغه څه كوئ چي ستاسو د رب له لوري درته لارښوونه كېږي.

په دې بايد پوه وئ چي الله تعالى په هر څه قادر دئ، داسي نور فتوحات به مو په برخه او نور غنائم به په لاس در كړي.

 

نوموړي همداراز په ٩ باب کي بيا (په کرکيله کي د اصحابو په خپل منځي مرسته) بحث وکړ او وئې ويل:

1084 ـ عَنْ رَافِعِ بْنِ خَدِيجٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قال: قال عمي ظُهَيْرُ بْنُ رَافِعٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: لَقَدْ نَهَانَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ أَمْرٍ كَانَ بِنَا رَافِقًا، قُلْتُ: مَا قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَهُوَ حَقٌّ، قَالَ: دَعَانِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَا تَصْنَعُونَ بِمَحَاقِلِكُمْ»؟ قُلْتُ: نُؤَاجِرُهَا عَلَى الرُّبُعِ، وَعَلَى الأَوْسُقِ مِنَ التَّمْرِ وَالشَّعِيرِ. قَالَ: «لا تَفْعَلُوا، ازْرَعُوهَا؛ او أَزْرِعُوهَا؛ او أَمْسِكُوهَا» قَالَ رَافِعٌ: قُلْتُ: سَمْعًا وَطَاعَةً. (بخاري: 2339)

له رافع بن خديج رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: تره مي ظُهَير بن رافع رضي الله عنه وويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم موږ له هغه کاره منع کړي وو چي موږ ته آسان وو؛ ما وويل: څه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي همغه حق دئ؛ وئې ويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم وغوښتم او راته وئې فرمايل: ((په خپلو زمكو څه کوئ؟))؛ ومي ويل: ((هغه په څلورمه اجاره وركوو؛ يا په څو وسقه خرما او وربشو. رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((داسي مه کوئ؛ يا ئې په خپله وکرئ يا ئې نورو ته ورکړئ چي وئې کري او يا ئې همداسي پرېږدئ)) رافع وايي: وامو ورېدل او اطاعت كوو.

 

د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ راويان ئې دا دي: مُحَمَّد بْن مُقَاتِل، عَبْدُ اللَّهِ، الأَوْزَاعِي، أَبو النَّجَاشِيِّ، رَافِع بْن خَدِيجِ، ظُهَيْر بْنِ رَافِع؛ له همدې متن او راويانو سره؛ په سنن نسائي او سنن الكبرى للبيهقي كي هم راوړل شوى. يعني چي غريب دئ او په شپږو طبقو كي يو يو راوي لري.

 

د درس په پای کي په اجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک