No-IMG

د حکمتيار صاحب يو پنځوسمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يکشنبه د اسد ۸مه؛ ۱۴۰۲ھ‌ش:

د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله يو پنځوسمه درسي حلقه د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.

 

نوموړي د خپل مخکني درس په دوام وويل:

٦ باب: (د مينده څاروي د پريښودو اجوره)

1059 ـ عَنِ ابنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: نَهَى النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ عَسْبِ الْفَحْلِ. (بخاري: 2284)

له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم ښځينه څاروي ته د نر (مينده) د پريښودو په بدل کي د اجورې يا کرايې له اخستلو نهي کړې ده.

ښاغلی حکمتيار زياتوي چي دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په شپږو طبقو كي يو يو راوي لري چي راويان ئې دا دي: مُسَدَّد، عَبْدُ الوَارِثِ، إِسْمَاعِيل بْن إِبْرَاهِيم، عَلِيِّ بْنِ الحَكَمِ، نَافِعٍ او ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا. دا موضوع اوس په يوې مهمي تجارتي معاملې بدله شوې؛ څوك چي د غواوو او نورو څارويو فارمونه لري؛ نه يوازي دې كار ته اړ وي؛ بلكي د پيچكارۍ له لاري د غواوو تلقيح كوي؛ همدا راز د نورو حيواناتو؛ په بخاري كي نه د دې وضاحت مومو چي د نهي وجه عامه ده كه خاصه؛ دا كار په هر صورت كي ناجائز دئ كه په خاص حالت او بڼي كي؟ دا هم نه دي ويل شوي چي په دې اړه نور روايات هم شته چي له دې سره اختلاف لري كه نه؛ دا اوس كه تاسو د دې روايت له مخي قضاوت كوي نو پرېكړه به فقط دا وي چي دا كار حرام او ناجائز دئ؛ خو راشئ وگورو حقيقت څه دئ؛ بخاري يوازي د ممانعت روايت راوړى؛ هغه روايت ئې نه دئ راوړى چي په هغه كي له اجورې پرته د دې كار جواز مومو؛ د سنن ابي داؤد دې روايت ته ځير شئ:

1274 - عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، أَنَّ رَجُلًا مِنْ كِلَابٍ سَأَلَ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ عَسْبِ الفَحْلِ؟ «فَنَهَاهُ»، فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنَّا نُطْرِقُ الفَحْلَ فَنُكْرَمُ، «فَرَخَّصَ لَهُ فِي الكَرَامَةِ»: هَذَا حَدِيثٌ حَسَنٌ غَرِيبٌ،

له انس بن مالك روايت دئ چي وايي: د كِلاب قبيلې يوه تن له رسول الله صلى الله عليه و سلم وپوښتل: موږ د څارويو تلقيح كوو؛ نو ترې منع ئې كړ؛ بيا هغه سړي وويل: يا رسول الله! موږ نر څاروى چا ته امانت وركوو؛ چي تلقيح پرې وكړي؛ او په بدل كي ئې څه هديه راكول كېږي؛ نو په دې هديې كي ئې هغه ته رخصت وركړ.

دا روايت له ترمذي علاوه په نسائي او طبراني كي هم له معمولي توپير سره راغلى. او معنى ئې دا ده چي دا كار اصولاً مانع نه لري؛ او د هديې په توگه څه پرې اخيستل هم جائز دي؛ نو اوس به له دې دواړو په ظاهر كي متعارضو رواياتو كوم يو په كوم دليل غوره كوو؟ فقهاء همدا كار كوي؛ محدثين او د احاديثو شارحين بايد همدا كار وكړي؛ كه نه نو معتارض روايات به ئې په امت كي اختلاف رامنځته كوي. دومره ويلى شو چي دا كار په اصل كي ناجائز نه دئ اجوره پرې اخيستل ناجائز گڼل شوې؛ يعني كه دا په كليوالو كي تر سره كېږي؛ څه پرې اخيستل صحيح نه دي؛ دا همداسي ده لكه له ماعون امتناع ناروا گڼل شوې؛ (وَيَمْنَعُونَ الْمَاعُونَ) او له وركړي د ماعون (د مرستي عام اسباب) مخنيوى كا؛ دا د هغو خصلت گڼل شوى چي د قيامت په ورځي باور نه لري؛ ماعون هغه څه ته وايي چي معمولاً ئې يو بل ته موقتاً وركوي؛ لكه بېل، تبر، تله، او نور؛ خو كه د يوې مهمي تجارتي معاملې په توگه تر سره كېږي او دواړه لورې ترې گټه اخلي؛ نو مانع نه لري؛ آخري فتوى بايد د مفتيانو يو هيئت وركړي.

 

نوموړي همداراز د صحيح البخاري په 37 کتاب کي بيا پر (حواله) بحث وکړ او د ياد کتاب په

١ باب کي پر دې عنوان (که قرض شتمن ته حواله شي، بايد رد ئې نه کړي) تفصيلي بحث وکړ، هلته چي فرمايي:

1060 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَطْلُ الْغَنِيِّ ظُلْمٌ وَمَنْ أُتْبِعَ عَلَى مَلِيٍّ فَلْيَتَّبِعْ». (بخاري: 2288)

له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((د غني له لوري ځنډول ظلم دئ او که د چا قرض کوم شتمن ته حواله شي؛ بايد دا حواله ومني)).

 

قدرمن مشر زياتوي چي د ياد روايت لومړۍ برخه (د غني له لوري ځنډول ظلم دئ)؛ له شرحي او تصرف پرته واضح مطلب نه افاده كوي؛ واضح نه ده چي د غني له لوري د څه شي ځنډول ظلم دئ؟ په دوهمي برخي كي ئې هم ابهام شته؛ د نورو رواياتو په مرسته پوهېدى شو چي مطلب ئې څه دئ. اصلي مقصد دا دئ چي كه كوم پوروړي غني وي او كولى شي خپل قرض اداء كړي؛ په دې كي ځنډ كول ظلم دئ؛ خو كه پوروړى کوم شتمن ته خپل پور حواله كړي؛ نو د پور خاوند دي دا حواله ومني.

نوموړی همداراز وايي چي دا روايت په بخاري كي 3 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2287 - 2288 - 2400 – غريب دئ؛ راويان ئې دا دي: عَبْدُ اللَّهِ بْنُ يُوسُف، مَالِكٌ، أَبِي الزِّنَادِ، الأَعْرَجِ او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ حسين سليم أسد وايي: إسناده ضعيف

 

ورته مهال ښاغلي حکمتيار د (حواله) کتاب په ٢ باب کي بيا پر دې عنوان؛ (د مړي قرض که ژوندي ته حواله شي) هم مفصل بحث درلود؛ لکه چي وايي:

1061 ـ عَنْ سَلَمَةَ بْنِ الأَكْوَعِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: كُنَّا جُلُوسًا عِنْدَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذْ أُتِيَ بِجَنَازَةٍ فَقَالُوا: صَلِّ عَلَيْهَا فَقَالَ: «هَلْ عَلَيْهِ دَيْنٌ؟» قَالُوا: لا. قَالَ: «فَهَلْ تَرَكَ شَيْئًا؟» قَالُوا: لا، فَصَلَّى عَلَيْهِ ثُمَّ أُتِيَ بِجَنَازَةٍ أُخْرَى فَقَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ صَلِّ عَلَيْهَا، قَالَ: «هَلْ عَلَيْهِ دَيْنٌ؟» قِيلَ: نَعَمْ، قَالَ: «فَهَلْ تَرَكَ شَيْئًا؟» قَالُوا: ثَلاثَةَ دَنَانِيرَ فَصَلَّى عَلَيْهَا، ثُمَّ أُتِيَ بِالثَّالِثَةِ، فَقَالُوا: صَلِّ عَلَيْهَا، قَالَ: «هَلْ تَرَكَ شَيْئًا؟» قَالُوا: لا، قَالَ: «فَهَلْ عَلَيْهِ دَيْنٌ؟» قَالُوا: ثَلاثَةُ دَنَانِيرَ قَالَ: «صَلُّوا عَلَى صَاحِبِكُمْ» قَالَ أَبُو قَتَادَةَ: صَلِّ عَلَيْهِ يَا رَسُولَ اللَّهِ وَعَلَيَّ دَيْنُهُ فَصَلَّى عَلَيْهِ. (بخاري: 2299)

له سَلَمَه بن اکوع رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: موږ له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره ناست وو چي يوه جنازه راوړل شوه؛ وئې ويل: (يا رسول الله!)؛ د جنازې لمونځ ئې وکړه؛ وئې فرمايل: آيا پور پرې شته؟ وئې ويل: نه؛ وئې فرمايل: «څه ئې تر شا پرېښي؟» وئې ويل: نه؛ نو لمونځ ئې پرې وكړ؛ بيا بله جنازه راوړل شوه؛ خلکو وويل: يا رسول الله! د جنازې لمونځ ئې وکړه! وئې فرمايل: ((آيا كوم پور پرې شته؟)) وويل شول: هو؛ وئې فرمايل: ((آيا څه ئې تر شا پرېښي؟)) وئې ويل: درې ديناره؛ نو د جنازې لمونځ ئې وکړ؛ بيا درېيمه جنازه راوړل شوه؛ خلکو وويل: د جنازې لمونځ ئې وکړه؛ وئې فرمايل: «آيا څه ئې تر شا پرېښي؟» وئې ويل: نه؛ وئې فرمايل: ((آيا كوم پور پرې شته؟))؛ وئې ويل: هو؛ وئې فرمايل: د خپل ملگري د جنازې لمونځ وكړئ؛ أبو قتاده وويل: يا رسول الله! د جنازې لمونځ ئې وكړه؛ پور ئې پر ما؛ نو لمونځ ئې وكړ.

نوموړی وايي چي پورتنی روايت په سنن نسائي كي له لږ توپير سره راغلى؛ په پاى كي ئې ويل شوي:

2100 - عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ ... فَلَمَّا فَتَحَ اللهُ عَلَى رَسُولِهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «أَنَا أَوْلَى بِكُلِّ مُؤْمِنٍ مِنْ نَفْسِهِ مَنْ تَرَكَ دَيْنًا فَعَلَيَّ وَمَنْ تَرَكَ مَالًا فَهُوَ لِوَرَثَتِهِ» السنن الكبرى للنسائي

له جابر بن عبد الله رضي الله عنه روايت دئ.... كله چي الله تعالى پر خپل پيغمبر صلى الله عليه و سلم د برياوو او نعمتونو دروازې پرانستلې؛ وئې فرمايل: زه پر هر مؤمن تر ده زيات؛ د پاملرني له پلوه وړ يم؛ چا چي پور تر شا پرېښود؛ پرې كول ئې پر ما دي؛ او چا چي مال تر شا پرېښود؛ نو هغه د ده د ورثه وو دئ.

د هغه پر وينا؛ په قرآن كي دا مومو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د هغو پر جنازې له لمونځ كولو او پر قبر ئې د دعاء لپاره له ودرېدو منع شوى چي په جهاد كي ئې له شركت ډډه كړې؛ هلته چي فرمايي:

وَلا تُصَلِّ عَلَى أَحَدٍ مِنْهُمْ مَاتَ أَبَدًا وَلا تَقُمْ عَلَى قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُوا وَهُمْ فَاسِقُونَ 84  التوبة

او چي ومري پر هيڅ يوه ئې (د جنازې) لمونځ مه كوه او پر قبر ئې مه ودرېږه؛ يقيناً چي دوى پر الله او پيغمبر ئې كفر كړى او په داسي حال كي مړه شوي چي فاسقان ول.

كه څه هم دا حكم پيغمبر عليه السلام ته متوجه دئ؛ خو هر مسلمان ته په كار ده چي د هغه چا په جنازه كي له برخي اخيستو ډډه وكړي چي نفاق او فسق ئې ورته څرگند وي؛ مسلمان ته په كار ده چي نه په ژوند كي د فاسق او منافق درناوى وكړي او نه ئې له مړيني وروسته؛ د كافر او منافق لپاره د مغفرت او بخښني له دعاء هم بايد ډډه وكړي.

 

نوموړی دا هم وايي چي ښايي رسول الله صلى الله عليه و سلم دغي الهي لارښووني ته په پام سره؛ د پوروړي د جنازې له لمانځه ډډه كړې؛ په دې كار كي يو مصلحت هم مضمر دئ؛ دا د دې باعث كېږي چي خلك د پور اداء كولو ته خاص اهتمام وكړي؛ كه ده مال تر شا نه وي پرېښى نو خپلوان ئې دا كار وكړي.

 

ښاغلي حکمتيار همداراز د صحيح البخاري د حواله کتاب په ٣ باب کي بيا (د الله تعالى دا قول: (وَالَّذِينَ عَقَدَتْ أَيْمَانُكُمْ) النساء 33) هم د لاندينيو روایاتو په استناد سره تشريح کړ، لکه چي وايي:

1062 ـ عن أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّهُ قِيلَ لَهُ: أَبَلَغَكَ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لا حِلْفَ فِي الإِسْلامِ»؟ فَقَالَ: قَدْ حَالَفَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَيْنَ قُرَيْشٍ وَالأَنْصَارِ فِي دَارِي. (بخاري: 2294)

روايت دئ چي انس بن مالک رضي الله عنه ته وويل شول: آيا تا ته دا خبر دررسېدلى چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((په اسلام کي حِلْف (تړون) نشته))؟ وئې ويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم په خپله زما په کور کي د قريشو او انصارو تر منځ د دوستۍ تړون کړى دئ.

دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2294 - 6083 – متن او راويان ئې سره ورته دي؛ د بخاري روايات له يوې خوا وايي په اسلام كي تړون نشته؛ همهاله وايي انس رضي الله عنه دا ادعاء نه مني او وايي: زما په كور كي د مهاجرينو او انصارو تر منځ تړون شوى؛ همد راز په صحيح  مسلم او سنن ابي داؤد كي لولو:

206 - (2530) عَنْ جُبَيْرِ بْنِ مُطْعِمٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَا حِلْفَ فِي الْإِسْلَامِ، وَأَيُّمَا حِلْفٍ كَانَ فِي الْجَاهِلِيَّةِ لَمْ يَزِدْهُ الْإِسْلَامُ إِلَّا شِدَّةً» مسلم

له جبير بن مطعم روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: په اسلام كي تړون نشته؛ او هر تړون چي په جاهليت كي وو؛ اسلام ئې لا مضبوطوي.

1180 - عَنْ قَيْسِ بْنِ عَاصِمٍ، أَنَّهُ سَأَلَ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنِ الْحِلْفِ فِي الْإِسْلَامِ فَقَالَ: «لَا حِلْفَ فِي الْإِسْلَامِ وَتَمَسَّكُوا بِحِلْفِ الْجَاهِلِيَّةِ» مسند ابي داؤد

له قيس بن عاصم روايت دئ چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم ئې د تړون په اړه وپوښتل؛ وئې فرمايل: په اسلام كي تړون نشته؛ او د جاهليت د زمانې تړون مضبوط ونيسئ.

 

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير زياتوي چي دا به څنگه توجيه كوو؟ يو وايي تړون نشته؛ بل وايي شته؛ بل وايي د جاهليت تړون هم مضبوط وساتئ؟!! يوه توجيه دا ده: په اسلام كي قومي تړونونه نشته؛ داسي چي يوه قبيله به له بلي دفاع كوي؛ په اسلام كي ټول قومونه او قبائل په واحد امت كي راغونډ شوي؛ دوست او دښمن ئې شريك دئ؛ ټول به په گډه له حق او له مظلوم دفاع كوي؛ كه د جاهليت په زمانه كي كوم روغ تړون شوى؛ مسلمانان به دا تړون مزيد كلك او مضبوطوي.

 

همداراز نوموړي په ٤ باب کي دا عنوان (څوک که د مړي د قرض ذمه واخلي) د لاندينيو روایاتو په استناد سره تشريح کړ، هلته چي فرمايي:

1063 ـ عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِاللَّهِ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَوْ قَدْ جَاءَ مَالُ الْبَحْرَيْنِ قَدْ أَعْطَيْتُكَ هَكَذَا وَهَكَذَا وَهَكَذَا» فَلَمْ يَجِئْ مَالُ الْبَحْرَيْنِ حَتَّى قُبِضَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَلَمَّا جَاءَ مَالُ الْبَحْرَيْنِ أَمَرَ أَبُو بَكْرٍ فَنَادَى: مَنْ كَانَ لَهُ عِنْدَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عِدَةٌ أَوْ دَيْنٌ فَلْيَأْتِنَا فَأَتَيْتُهُ، فَقُلْتُ: إِنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: لِي كَذَا وَكَذَا فَحَثَى لِي حَثْيَةً فَعَدَدْتُهَا فَإِذَا هِيَ خَمْسُ مِائَةٍ وَقَالَ خُذْ مِثْلَيْهَا. (بخاري: 2296)

له جابر بن عبدالله رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: يو ځل نبي صلى الله عليه و سلم راته وفرمايل: ((که د بحرين مالونه راورسېدل دومره او دومره به درکړم))؛ خو د بحرين د مالونو له رارسېدو مخکي رسول الله صلى الله عليه و سلم رحلت وکړ او کله چي هغه مالونه را ورسېدل؛ د ابوبکر رضي الله عنه په امر غږ وشو: له چا سره چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم كومه ژمنه او پور وي؛ موږ ته دي راشي؛ نو ورغلم؛ او ومي ويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم دا او دا راته فرمايلي وو: نو يوه لپه ئې راکړه؛ ومي شميرلې؛ نو هغه پنځه سوه درهمه وو؛ بيا ئې راته وويل: دوه برابره نوري ئې هم واخله.

دا روايت په بخاري كي 4 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2297 - 2598 - 3137 - 4383 – له بخاري پرته په بل هيڅ كتاب كي نه دئ راغلى؛ غريب دئ؛ په څو طبقو كي يو يو راوي لري؛ راويان ئې دا دي: عَلِي بْن عَبْدِ اللَّهِ، سُفْيَان، عَمْرو، مُحَمَّدَ بْنَ عَلِي او جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ

 

د قدرمن مشر په وينا؛ د پورتني روايت په متن كي څو ابهامات دي: دا نه دي ويل شوي چي له بحرين د زكات مال راغلى وو كه بل څه؟ د زكات د مال د مصرف موارد مشخص دي؛ هيڅوك ئې په خپله خوښه نه وېشلى شي او نه ئې غير مستحق ته وركولى شي؛ دا مطلب هم نه دئ واضح شوى چي ولي جابر ته دومره مبلغ وركړى شوى؟ دا عدم وضاحت؛ امراءو ته دا فرصت وركوي چي په دې روايت استناد سره په بيت المال كي هر ډول تصرف ځان ته جائز وگڼي؛ ښايي همدې ته په پام سره هيڅ بل محدث دا روايت په خپل كتاب كي د راوړلو وړ نه دئ گڼلى.

هيڅ امير حق نه لري په بيت المال كي د عدالت او اصولو خلاف، له مسلمانانو سره له مشورې او د دوى له موافقې پرته؛ د خپلي خوښي او مرضي مطابق تصرف وكړي؛ صحابه وو د عمر رضي الله عنه كميس تر نورو اوږد ليدلى؛ په جومات كي ورته ويل شوي: اول د دې سپيناوى وكړه؛ بيا به دي اطاعت كوو.

 

نوموړی زياتوي چي دا هم په پام كي ولرئ؛ د هغه راوي د روايت په منلو كي تر نورو زيات احتياط كوئ چي د امويانو او عباسيانو د مستبدو حكامو خوا كي پاته شوي او دربارونو ته منلي او مقبول وو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي: څوك چي داسي حكامو ته نژدې كېږي؛ كه څه هم په ظاهر كي ئې استدلال دا وي چي د هغوى د اصلاح لپاره دا كار كوي؛ خو په حقيقت كي ئې مثال هغه چا ته ورته دئ چي پر اغزني وني لاس راكاږي؛ نتيجه به ئې دا وي چي لاسونه ئې زخمي شي؛ يعني له دې نژدېوالي فقط خپل ايمان او شخصيت ته صدمه رسوي.

 

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير همداراز د صحيح البخاري د حواله کتاب له تشريح وروسته د وکالت پر کتاب بحث وکړ او

په ١ باب کي ئې (د شريک وکالت) عنوان د لاندينيو روایاتو په استناد سره توضيح کړ، لکه چي وايي:

1064 ـ عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَعْطَاهُ غَنَمًا يَقْسِمُهَا عَلَى صَحَابَتِهِ فَبَقِيَ عَتُودٌ فَذَكَرَهُ لِلنَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: «ضَحِّ بِهِ أَنْتَ». (بخاري: 2300)

له عُقْبَه بن عامر رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم څو پسونه ورکړل چي په صحابه وو ئې وويشي؛ نو يو وزگړى پاته شو؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ئې ياده كړه؛ وئې فرمايل: ((ته ئې قرباني کړه)).

دا روايت په بخاري كي 3 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2300 - 2500 - 5555 – غريب دئ؛ په څلورو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: لَيْث، يَزِيد، أَبو الخَيْرِ او عُقْبَة بْنِ عَامِر او په پنځمه طبقه كي دوه راويان لري چي دا دي: عَمْرو بْن خَالِد او قُتَيْبَة بْن سَعِيد.

د روايت مقصد دا دئ چي په وكالت سره قرباني جائزه ده؛ يعني دا چي د قرباني خاوند څوك وكيل وټاكي او هغه د ده په وكالت قرباني وكړي.

 

په ٢ باب کي ئې بيا پر دې موضوع بحث درلود (که شپون يا وکيل پوه شي چي کوم پسه مري) هلته چي فرمايي:

1065 ـ عَنْ كَعْبِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّهُ كَانَتْ لَهُمْ غَنَمٌ تَرْعَى بِسَلْعٍ فَأَبْصَرَتْ جَارِيَةٌ لَنَا بِشَاةٍ مِنْ غَنَمِنَا مَوْتًا فَكَسَرَتْ حَجَرًا فَذَبَحَتْهَا بِهِ، فَقَالَ لَهُمْ: لا تَأْكُلُوا حَتَّى أَسْأَلَ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَوْ أُرْسِلَ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ يَسْأَلُهُ، وَأَنَّهُ سَأَلَ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ ذَاكَ أَوْ أَرْسَلَ فَأَمَرَهُ بِأَكْلِهَا. (بخاري: 2304)

له کعب بن مالک رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: زموږ مېږي وې چي په سَلْع غره کي به څرېدلې؛ يوې وينځي له دې مېږو يوه د مړه كېدو حالت کي ليدلې وه؛ نو تيږه ئې ماته کړې او هغه ئې پرې ذبح کړې وه؛ نو ده د کور خلکو ته وويل: تر هغه ئې مه خورئ چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم پوښتنه وکړم او يا داسي څوک ولېږم چي ترې وپوښتي؛ او دا چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم ئې په دې اړه وپوښتل؛ يا دا چي څوك ئې ولېږو؛ چي رسول الله د هغي غوښي د خوړلو امر وکړ.

د ښاغلي حکمتيار پر وينا دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2304 - 5502 – دا ترې معلومېږي چي د ښځي په لاس ذبيحه هم جائزه ده او په تېرې تيږي ذبح كول هم او دا هم چي شپون كولى شي د مړه كېدو له وېري څاروى ذبح كړي. امام بخاري د وروستۍ وجهي له مخي تر دې باب لاندي راوړى: که شپون يا وکيل پوه شي چي کوم پسه مري.

 

ورته مهال قدرمن مشر په ٣ باب کي (د قرض اداء کولو لپاره وکيل نيول) موضوع وڅېړله او وئې ويل:

1066 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَجُلاً أَتَى النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَتَقَاضَاهُ فَأَغْلَظَ، فَهَمَّ بِهِ أَصْحَابُهُ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «دَعُوهُ فَإِنَّ لِصَاحِبِ الْحَقِّ مَقَالاً» ثُمَّ قَالَ: «أَعْطُوهُ سِنًّا مِثْلَ سِنِّهِ» قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ إلَّا أَمْثَلَ مِنْ سِنِّهِ فَقَالَ: «أَعْطُوهُ فَإِنَّ مِنْ خَيْرِكُمْ أَحْسَنَكُمْ قَضَاءً». (بخاري: 2306)

له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي يو سړى رسول الله صلى الله عليه و سلم ته راغى؛ خپل قرض ئې ترې غوښت او توندي يا بې ادبي وکړه؛ اصحابو د هغه په اړه د څه كولو قصد وكړ؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((هغه پرېږدئ؛ د حق خاوند وينا همداسي وي)) بيا ئې وفرمايل: ((د ده د اوښ په څېر اوښ وركړئ؛ وئې ويل: يا رسول الله! فقط د ده تر اوښ غوره شته؛ وئې فرمايل: ((همغه ورکړئ؛ ځکه ستاسو غوره هغه دئ چي د قرض اداء كولو كي تر ټولو ښه وي)).

دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2306 – 2606؛ كه څه هم د دواړو لومړى راوي ابو هريره ده او موضوع ئې يوه ده؛ خو يو ئې ابهامات لري او په 2606 كي دا ابهامات رفع شوي؛ په دې كي دا اضافه مطالب گورو: وَقَالَ: «اشْتَرُوا لَهُ سِنًّا، فَأَعْطُوهَا إِيَّاهُ» فَقَالُوا: إِنَّا لاَ نَجِدُ سِنًّا إِلَّا سِنًّا هِيَ أَفْضَلُ مِنْ سِنِّهِ، قَالَ: «فَاشْتَرُوهَا، فَأَعْطُوهَا إِيَّاهُ، فَإِنَّ مِنْ خَيْرِكُمْ أَحْسَنَكُمْ قَضَاءً»: رسول الله وفرمايل: ده ته يو اوښ واخلئ او ورئې كړئ؛ وئې ويل: داسي اوښ نه شو موندلى چي د ده تر اوښ غوره نه وي؛ وئې فرمايل: ((همدغه واخلئ او ورئې کړئ؛ ځکه ستاسو غوره هغه دئ چي د قرض اداء كولو كي تر ټولو ښه وي.

تاسو به حتماً ووايئ: غوره دا وه چي يوازي په بشپړ روايت اكتفاء شوې وى؛ جې ته څه ضرورت وو چي يو ناقص او مبهم روايت د واضح او نسبتاً مشرح روايت په څنگ كي راوړل شي؛ يقيناً ښه صورت همدا دئ؛ خو امام بخاري ځان ته اسلوب لري؛ راوي ته اعتبار وركوي؛ نه د روايت متن ته؛ له وروستيو راويانو په بېله صيغه وررسېدلى؛ نو ځكه ئې هغه له نقص سره سره راوړى. له مشهورو كتابونو يوازي مسند احمد كي هم راوړل شوي؛ نورو د پاته صحاح سته په شمول هيچا نه دئ راوړى؛ امام مسلم د امام بخاري شاگرد هم نه دئ راوړى.

 

نوموړی زياتوي چي دا هم په يادولو ارزي چي آيا په قرآن كي د دې لپاره هم څه شاهد او منشأ مومو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د قرض خاوند د بې ادبي په اړه فرمايلي: (هغه پرېږدئ؛ د حق خاوند وينا همداسي وي)؟ ځواب دا دئ: هو؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم د هر صحيح حديث لپاره په قرآن كي حتماً منشأ او بنسټ شته؛ په ډېرو ئې موږ هم پوهېږو؛ او كه د ځينو په منشأ پوه نه شو؛ نو دا بايد خپل عيب وگڼو نه دا چي خپل عيب قرآن ته منسوب كړو؛ قرآن بشپړ او تفصيلاً لكل شىء دئ؛ ما داسي صحيح حديث نه دئ ليدلى چي بنسټ مې په قرآن كي نه وي موندلى؛ دا د ځينو علماءو وينا ده او زه په خپله دې نتيجې ته رسېدلى يم. يو مورد ئې د دغه روايت دا برخه ده؛ چي قرآن ئې په اړه فرمايي: (لا يُحِبُّ اللَّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلا مَنْ ظُلِمَ...) النساء 148: په بدي خبري خوله پرانيستل؛ د الله نه خوښېږي؛ مگر د هغه چا چي ظلم پرې شوى؛ ... د آيت الفاظ دا راښيي چي الله تعالى نه يوازي د مظلوم چيغه اوري او هغه ته ئې د خپل مظلوميت څرگندولو او د ظالم په خلاف د غږ اوچتولو اجازه وركړې بلكي د ده دا خبري ئې خوښېږي، حتى د ده هغه خبري هم چي په عادي حالت كي بدي برېښي او له مظلوميت پرته په بل حالت كي د الله تعالى نه خوښېږي، خو د مظلوميت په وخت كي ئې له يوه مظلوم انسان خوښوي. نو د رسول الله صلى الله عليه و سلم د دغه الهي لارښووني له مخي صحابه وو ته د قرض لرونكي د بې ادبي په وړاندي د زغم او څه نه كولو سپارښتنه وكړه. له هغه سره به حتماً دا ژمنه شوې وه چي په فلان وخت به داسي اوښ ورسپاري؛ په سپارلو كي ځنډ راغلى؛ نوځكه غصه شوى؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم دا غصه كېدا د ده حق گڼلى.

 

په ٤ باب کي بيا وکيل يا استازي ته د هِبَه پر ورکړې او جواز بحث درلود، لکه چي وايي:

1067 ـ عَنِ الْمِسْوَرِ بْنِ مَخْرَمَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَامَ حِينَ جَاءَهُ وَفْدُ هَوَازِنَ مُسْلِمِينَ فَسَأَلُوهُ أَنْ يَرُدَّ إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ وَسَبْيَهُمْ، فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَحَبُّ الْحَدِيثِ إِلَيَّ أَصْدَقُهُ، فَاخْتَارُوا إِحْدَى الطَّائِفَتَيْنِ، إِمَّا السَّبْيَ، وَإِمَّا الْمَالَ، وَقَدْ كُنْتُ اسْتَأْنَيْتُ بِكُمْ » وَقَدْ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ انْتَظَرَهُمْ بِضْعَ عَشْرَةَ لَيْلَةً حِينَ قَفَلَ مِنَ الطَّائِفِ، فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ غَيْرُ رَادٍّ إِلَيْهِمْ إلَّا إِحْدَى الطَّائِفَتَيْنِ قَالُوا: فَإِنَّا نَخْتَارُ سَبْيَنَا، فَقَامَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي الْمُسْلِمِينَ فَأَثْنَى عَلَى اللَّهِ بِمَا هُوَ أَهْلُهُ ثُمَّ قَالَ: «أَمَّا بَعْدُ فَإِنَّ إِخْوَانَكُمْ هَؤُلاءِ قَدْ جَاءُونَا تَائِبِينَ، وَإِنِّي قَدْ رَأَيْتُ أَنْ أَرُدَّ إِلَيْهِمْ سَبْيَهُمْ، فَمَنْ أَحَبَّ مِنْكُمْ أَنْ يُطَيِّبَ بِذَلِكَ فَلْيَفْعَلْ، وَمَنْ أَحَبَّ مِنْكُمْ أَنْ يَكُونَ عَلَى حَظِّهِ حَتَّى نُعْطِيَهُ إِيَّاهُ مِنْ أَوَّلِ مَا يُفِيءُ اللَّهُ عَلَيْنَا فَلْيَفْعَلْ» فَقَالَ النَّاسُ: قَدْ طَيَّبْنَا ذَلِكَ لِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَهُمْ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّا لا نَدْرِي مَنْ أَذِنَ مِنْكُمْ فِي ذَلِكَ، مِمَّنْ لَمْ يَأْذَنْ فَارْجِعُوا حَتَّى يَرْفَعُوا إِلَيْنَا عُرَفَاؤُكُمْ أَمْرَكُمْ» فَرَجَعَ النَّاسُ فَكَلَّمَهُمْ عُرَفَاؤُهُمْ ثُمَّ رَجَعُوا إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَأَخْبَرُوهُ أَنَّهُمْ قَدْ طَيَّبُوا وَأَذِنُوا. (بخاري: 2307 ـ 2308)

له مِسْوَر بن مَخْرَمَه رضي الله عنه روايت دئ: کله چي د هوازن قبيلې پلاوى له اسلام راوړو وروسته؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته راغى؛ نو ورته پاڅېد؛ هغوى ترې وغوښتل چي مالونه او اسيران ئې وروسپارل شي؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ما ته تر ټولو محبوبه وينا هغه ده چي تر نورو زياته رښتينې وي؛ تاسو له دوو شيانو يو غوره کړئ، يا مو اسيران او يا مو مالونه؛ او ما تاسو ته انتظار كوو؛ راوي وايي: يقيناً چي رسول الله صلى الله عليه و سلم؛ څه باندي لس ورځي؛ له طائف تر راستنېدو وروسته دوى ته انتظار کړى وو؛ كله چي د پلاوي غړو ته معلومه شوه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم له يوه شي پرته بل څه نه وركوي؛ نو وئې ويل: موږ خپل اسيران غواړو؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم د مسلمانانو منځ كي پاڅېد؛ د الله تعالى داسي ثناء ئې وويله چي ورسره ښايي؛ بيا ئې وفرمايل: ((اما بعد؛ ستاسو وروڼو توبه کړې او راغلي؛ او ما دا مناسبه وموندله چي اسيران ئې ورکړو؛ له تاسو چي څوک دا خوښوي نو دا كار دي وكړي؛  او که څوک دا خوښوي چي پر خپلي برخي تر هغه ولاړ وي چي په بدل کي ئې له لومړني فئ؛ چي الله تعالی ئې زموږ په برخه کړي؛ عوض ورکړم؛ نو همداسي دي وكړي؛))؛ خلکو وويل: د رسول الله صلى الله عليه و سلم لپاره پر دې راضي شوو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: موږ پوه نه شو چي له تاسو چا موافقه وكړه؛ چا موافقه ونه كړه؛ نو ستانه شئ تر هغه چي ستاسو عرفاء موږ ته ستاسو كار وړاندي كړي؛ نو خلك ستانه شول عرفاءو ئې ورسره خبري وكړې؛ بيا همغه استازي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ورغلل او خبر ئې کړ چي راضي دي او موافقه ئې وكړه.

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا دا روايت په بخاري كي 3 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2307 - 3131 – 4318؛ غريب دئ؛ په شپږو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: سَعِيد بْن عُفَيْر، لَيْث، عُقَيْل، ابْنِ شِهَاب، عُرْوَةُ، مَرْوَان بْن الحَكَم او مِسْوَرَ بْنَ مَخْرَمَةَ.

دلته د ولس استازي د عرفاء په نامه ياد شوي؛ عرفاء په وزن د علماء؛ د عارف جمع؛ هغه چي خپل خلك او د هغوى غوښتني پېژني؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم دلته له خلكو همدا غوښتي؛ چي د عرفاءو له لاري ده ته خپله موافقه او رضايت ورسوي؛ او هغه مهال چي د مسلمانانو شمېر زيات شو؛ نو قبېلو ته به ئې ويل چي د مشورو لپاره خپل عرفاء معرفي كړي؛ په ټولو هغو مسائلو كي چي په عام ولس پوري تړاو لري؛ كه دا جنگ يا سوله ده؛ يا نور ملي مسائل؛ همدا عرفاء راغوښتل او د دوى له موافقې وروسته به ئې اقدام كولو. يعني چي همدا د اسلامي حكومت يوه اساسي فريضه او دنده ده؛ په ملي مسائلو كي د مسلمانانو له مشورې او موافقې پرته هيڅ فيصله نشي كولى. كه رسول الله صلى الله عليه و سلم ځان په مشوره مكلف گڼلو؛ دا ځكه چي الله تعالى ورته امر كړى؛ وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ؛ بل څوك به څنگه دا حق لري چي په ملي مسائلو كي؛ په يوازي سر او له مشورې پرته تصميم ونيسي. قرآن په دې آيت كي مشوره تر تصميم او عزم وړاندي ياده كړې؛ او عزم ئې د مشورې نتيجه ښودلې او وايي: (... وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ...) آل عمران 159: او په كار كي ورسره مشوره كوه؛ او كله چي له مشورې راوتلى عزم او پرېكړه وكړې؛ پر الله توكل كوه.

 

په ٥ باب کي بيا نوموړي پر دې بحث وکړ چي (موکل د وکيل د خبري منظوري ورکولى شي) لکه چي وايي:

1068 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: وَكَّلَنِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِحِفْظِ زَكَاةِ رَمَضَانَ، فَأَتَانِي آتٍ فَجَعَلَ يَحْثُو مِنَ الطَّعَامِ، فَأَخَذْتُهُ وَقُلْتُ: وَاللَّهِ لأَرْفَعَنَّكَ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: إِنِّي مُحْتَاجٌ، وَعَلَيَّ عِيَالٌ، وَلِي حَاجَةٌ شَدِيدَةٌ، قَالَ: فَخَلَّيْتُ عَنْهُ، فَأَصْبَحْتُ، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «يَا أَبَا هُرَيْرَةَ مَا فَعَلَ أَسِيرُكَ الْبَارِحَةَ؟» قَالَ: قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ شَكَا حَاجَةً شَدِيدَةً وَعِيَالاً فَرَحِمْتُهُ، فَخَلَّيْتُ سَبِيلَهُ، قَالَ: «أَمَا إِنَّهُ قَدْ كَذَبَكَ وَسَيَعُودُ» فَعَرَفْتُ أَنَّهُ سَيَعُودُ لِقَوْلِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّهُ سَيَعُودُ» فَرَصَدْتُهُ، فَجَاءَ يَحْثُو مِنَ الطَّعَامِ، فَأَخَذْتُهُ فَقُلْتُ: لأَرْفَعَنَّكَ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: دَعْنِي فَإِنِّي مُحْتَاجٌ، وَعَلَيَّ عِيَالٌ، لا أَعُودُ فَرَحِمْتُهُ، فَخَلَّيْتُ سَبِيلَهُ، فَأَصْبَحْتُ، فَقَالَ لِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «يَا أَبَا هُرَيْرَةَ مَا فَعَلَ أَسِيرُكَ؟» قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ شَكَا حَاجَةً شَدِيدَةً وَعِيَالاً، فَرَحِمْتُهُ، فَخَلَّيْتُ سَبِيلَهُ، قَالَ: «أَمَا إِنَّهُ قَدْ كَذَبَكَ، وَسَيَعُودُ» فَرَصَدْتُهُ الثَّالِثَةَ، فَجَاءَ يَحْثُو مِنَ الطَّعَامِ، فَأَخَذْتُهُ فَقُلْتُ: لأَرْفَعَنَّكَ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ، وَهَذَا آخِرُ ثَلاثِ مَرَّاتٍ، أَنَّكَ تَزْعُمُ لا تَعُودُ ثُمَّ تَعُودُ، قَالَ: دَعْنِي أُعَلِّمْكَ كَلِمَاتٍ يَنْفَعُكَ اللَّهُ بِهَا، قُلْتُ: مَا هُوَ؟ قَالَ: إِذَا أَوَيْتَ إِلَى فِرَاشِكَ فَاقْرَأْ آيَةَ الْكُرْسِيِّاللَّهُ لا إِلَهَ إلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُحَتَّى تَخْتِمَ الآيَةَ فَإِنَّكَ لَنْ يَزَالَ عَلَيْكَ مِنَ اللَّهِ حَافِظٌ، وَلا يَقْرَبَنَّكَ شَيْطَانٌ حَتَّى تُصْبِحَ، فَخَلَّيْتُ سَبِيلَهُ، فَأَصْبَحْتُ، فَقَالَ لِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَا فَعَلَ أَسِيرُكَ الْبَارِحَةَ؟» قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ زَعَمَ أَنَّهُ يُعَلِّمُنِي كَلِمَاتٍ يَنْفَعُنِي اللَّهُ بِهَا فَخَلَّيْتُ سَبِيلَهُ، قَالَ: «مَا هِيَ؟» قُلْتُ: قَالَ لِي: إِذَا أَوَيْتَ إِلَى فِرَاشِكَ فَاقْرَأْ آيَةَ الْكُرْسِيِّ مِنْ أَوَّلِهَا حَتَّى تَخْتِمَ الآيَةَ)اللَّهُ لا إِلَهَ إلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ( وَقَالَ لِي: لَنْ يَزَالَ عَلَيْكَ مِنَ اللَّهِ حَافِظٌ، وَلا يَقْرَبَكَ شَيْطَانٌ حَتَّى تُصْبِحَ، وَكَانُوا أَحْرَصَ شَيْءٍ عَلَى الْخَيْرِ فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَمَا إِنَّهُ قَدْ صَدَقَكَ وَهُوَ كَذُوبٌ، تَعْلَمُ مَنْ تُخَاطِبُ مُنْذُ ثَلاثِ لَيَالٍ يَا أَبَا هُرَيْرَةَ؟» قَالَ: لا قَالَ: «ذَاكَ شَيْطَانٌ». (بخاري: 2311)

ابن خُزَيمه وايي: هلال بن بِشر يو ناآشنا او ډېر غريب حديث رااورولى چي له عثمان بن هيثم د جامع جومات مؤذن؛ هغه له عوف؛ هغه له محمد بن سيرين او هغه له ابو هريره رضي الله عنه روايت كړى چي ويلي ئې دي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د روژې د صدقاتو په ساتني وگمارلم، يو راتلونكى راته راغى او هغه خوراكي توكي ئې سپړل، نو ومي نيولو او ورته ومي ويل: قسم دئ چي حتماً دي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وړاندي كوم، وئې ويل: زه محتاج يم، بچيان راپه غاړہ دي او سخت اړ شوى يم؛ (ابو هريره) وايي: نو هغه مي پرېښود؛ سبا رسول الله صلى الله عليه و سلم راته وويل: اې ابو هريره! تېره شپه ستا اسير څه وكړل؟ وايي ورته ومي ويل: يا رسول الله! د شديد حاجت او بچيانو شكايت ئې راته وكړ، زړہ مي پرې وسوزېدو او هغه مي پرېښود؛ وئې فرمايل: يقيناً چي هغه درواغ درته ويلي او حتماً به بيا راشي؛ نو د رسول الله صلى الله عليه و سلم وينا ته په پام سره چي حتماً به بيا راشي؛ پوه شوم چي هغه به حتماً بيا راشي؛ نو څارنه مې كوله؛ نو راغى او هغه خوراكي توكي ئې سپړل؛ نو ومي نيولو او ورته ومي ويل: قسم دئ چي حتماً دي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وړاندي كوم؛ وئې ويل: ما پرېږده، زه محتاج يم او بچيان راپه غاړہ دي؛ بيا نه راځم؛ نو زړہ مي پرې وسوزېدو او هغه مي پرېښود؛ سبا رسول الله صلى الله عليه و سلم راته وويل: اې ابو هريره! تېره شپه ستا اسير څه وكړل؟ وايي ورته ومي ويل: يا رسول الله! د شديد حاجت او بچيانو شكايت ئې راته وكړ، زړہ مي پرې وسوزېدو او هغه مي پرېښود؛ وئې فرمايل: يقيناً چي هغه درواغ درته ويلي او حتماً به بيا راشي؛ نو درېيم ځل ورته په څار كي شوم؛ نو راغى او هغه خوراكي توكي ئې سپړل؛ نو ومي نيولو او ورته ومي ويل: قسم دئ چي حتماً دي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وړاندي كوم او دا درېيم ځل دئ چي ته د بيا نه راتلو ژمنه كوې خو بيا راځې؛ وئې ويل: ما پرېږده؛ داسي كلمات به دروښيم چي الله تعالى گټه پرې درورسوي؛ ورته ومي ويل: هغه څه دي؟ وئې ويل: كله چي څملې نو آية الكرسي (اللهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَىُّ الْقَيُّومُ...) د آيت تر پايه لوله؛ چي په دې سره به تر سحره پر تا د الله تعالى له لوري يو ساتونكى گمارل شوى وي او شيطان به نشي درنژدې كېدى؛ نو هغه مي پرېښود؛ سبا رسول الله صلى الله عليه و سلم راته وويل: اې ابو هريره! تېره شپه ستا اسير څه وكړل؟ ومي ويل: يا رسول الله! ژمنه ئې وكړہ چي داسي كلمات به دروښيم چي الله تعالى گټه پرې درورسوي؛ نو پرې مي ښود؛ وئې فرمايل: دا څه دي؟ ومي ويل: راته وئې ويل: كله چي څملې نو آية الكرسي (اللهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَىُّ الْقَيُّومُ...) د آيت تر پايه لوله؛ چي په دې سره به تر سحره پر تا د الله تعالى له لوري يو ساتونكى گمارل شوى وي او شيطان به نشي درنژدې كېدى؛ (راوي وايي) او دوى د خير په چارو كي ډېر حريص ول؛ (نو ځكه ئې د شيطان دا خبره منلې ده)؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: خو هغه يقيناً رښتيا درته ويلي په داسي حال كي چي ډېر دروغجن دئ. اې ابو هريره! آيا پوهېږې په دغو دريو شپو كي له چا سره مخاطب وې؟ وئې ويل نه؛ وئې فرمايل: دا شيطان وو.

 

قدرمن مشر د پورتني روايت په اړه وويل: دا روايت په بخاري كي درې ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2311 - 3275 – 5010؛ په لنډہ توگه او له دې توپير سره چي په دې كي وَاللهِ لأَرْفَعَنَّكَ راغلي او په هغوى كي يوازي لأَرْفَعَنَّكَ. د سند له مخي داسي دئ چي په څلورو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: عُثْمَان بْن الهَيْثَم، عَوْف، مُحَمَّدِ بْنِ سِيرِين او أَبِو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عنه؛ د متن له پلوه؛ په دغو برخو كي له قرآن سره تعارض لري:

الف•        قرآن وايي چي پېريان نه ليدل كېږي او دا روايت وايي چي ابو هريره درې شپې سر په سر شيطان وليد او ټينگ ئې ونيولو!

 

ب•          قرآن وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په غيب نه پوهېدو او دا روايت وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم درې شپې سر په سر په غياب كي ليدل چي د ابو هريره رضي الله عنه او شيطان تر منځ څه تېرېدل!

 

ج•           قرآن وايي چي شيطان انسان ته يوازي د فحشاء او منكر سپارښتنه كوي او غلطو كارونو او ناسمو باورونو ته ئې هڅوي؛ خو دا روايت وايي چي شيطان؛ ابو هريره رضي الله عنه ته د آية الكرسي فضائل وروښودل! دا په داسي حال كي چي قرآن په ټول تأكيد او د حصر په صيغه وايي چي شيطان ستاسو دښمن دئ او يوازي په دغو دريو كارونو تاسو گماري: سوء، فحشاء او د الله په اړہ هغه څه ويل چي نه پرې پوهېږئ.

إِنَّمَا يَأۡمُرُكُم بِٱلسُّوٓءِ وَٱلۡفَحۡشَآءِ وَأَن تَقُولُواْ عَلَى ٱللَّهِ مَا لَا تَعۡلَمُونَ ١٦٩  البقره:‏169

يقيني خبره دا ده بله نه ده چي هغه تاسو په كركجنو او قبيح كارونو گماري او په دې چي د الله په اړہ هغه څه ووايئ چي نه پرې پوهېږئ.

 

ح•           قرآن وايي چي د پېريانو خوراك اوبه دي؛ (وَ أَلَّوِ استَقَمُوا عَلى الطرِيقَةِ لأَسقَيْنَهُم مَّاءً غَدَقاً * الجن: 16: او دا چي كه (پېريان) په سمه لار استقامت وكړي نو په پرېمانه اوبو به ئې خړوبه كړو)؛ خو دا روايت وايي چي شيطان د كجورو د غلا لپاره راغلى وو!!

 

خ•           عقل وايي چي غل د غلا په وخت كي ځان پټوي او دا روايت وايي چي شيطان د غلا په وخت كي خپل اصلي شكل بدل كړى وو او د انسان په بڼه كي په څرگنده توگه د ابو هريره خوا ته ورغلى وو او هغه هم د غلا لپاره!

 

س•          د دې روايت لپاره په قرآن كي هيڅ شاهد نه مومو.

 

ش•          قرآن وايي الهي سنت او الهي فطرت (فطرت الله) ثابت او نه بلېدونكى دئ؛ داسي چي هيڅ مخلوق نشي كولى خپل اصلي شكل بدل كړي او د بل مخلوق بڼه غوره كړي؛ عقل همدا خبره كوي؛ خو دا روايت وايي چي شيطان ابو هريره ته د انسان په بڼي كي څرگند شوى وو!

 

ص•         دا روايت وايي چي ابو هريره رضي الله عنه درې ځلي په ډېر تأكيد سره لوړہ كړې وه چي شيطان به تر لاس نيولى رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ورولي؛ خو هر ځل ئې خپله لوړہ ماته كړې!!

 

نوموړی د خپل وضاحت په دوام زياتوي چي په دې روايت كي چي كومي خبري راغلې دي دا له ځينو جدي توپيرونو سره په نورو كتابونو كي بريدة او أبو أيوب الأنصاري ته منسوب شوي دي. خو هلته ويل شوي چي دوى په ناڅاپي توگه متوجه شوي چي له خوراكي توكو څه كم شوي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ئې دا خبره كړې او گواكي هغه ورته فرمايلي چي دا كار شيطان كوي او بيا د شيطان راتلو ته مترصد پاته شوي...

داسي روايت مي هم له نظره تېر شوى چي وايي: ابو هريره په خپله د تېري شپې جريان رسول الله صلى الله عليه و سلم ته بيان كړى؛ نه دا چي رسول الله صلى الله عليه و سلم هغه ته ويلي چي تېره شپه دي اسير څه وكړل!!

 

د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ دغو خبرو ته په پام سره په بشپړ ډاډ او يقين سره ويلى شو چي نه انسان كولى شي پېريان وگوري او نه پېريان كولى شي خپل شكل بدل كړي.

دلته د قرآن درې څرگند او محكم آيتونه زموږ په وړاندي ځلېږي چي وايي: نه موږ پېريان ليدلى شو او نه رسول الله صلى الله عليه و سلم هغوى ليدلي؛ عبد الله بن عباس رضي الله عنهما وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم نه پېريان ليدلي او نه ئې قرآن وراورولى. پر قرآن د ايمان تقاضا دا ده چي كه د نړۍ ټول خلك راغونډ شي او د قرآن د دغو صريحو آيتونو خلاف خبره وكړي نو د يوه مؤمن په توگه به د قرآن د وينا په اړہ شك نه كوو او د خلكو خبرو ته به اهميت نه وركوو.

قرآن په صريح او قاطع توگه وايي چي هيڅ مخلوق نشي كولى په بل مخلوق ځان بدل كړي؛ الهي فطرت او د خلقت په اړہ د الله تعالى سنن تغيير نه منونكي دي. دا د قرآن قاطع وينا ده؛ كه انسان نشي كولى له ځانه پېرى او فرشته جوړ كړي؛ په داسي حال كي چي هغه اشرف المخلوقات دئ؛ او علم ئې تر فرشتو هم زيات او جامع؛ نو پېريان به څنگه دا كار وكړى شي؛ پېريان له اور پيدا شوي، په داسي مخلوق نشي بدلېدى چي هغه له خاوري پيدا شوى. هغه فرشتې چي د انسان په بڼه كي مريمي عليها السلام او ځينو پيغمبرانو عليهم السلام ته لېږل شوې؛ دا د دوى ذاتي كار نه وو؛ هره فرشته دا كار نشي كولى؛ همدغه خاصي فرشتې د الله تعالى په حكم او د دې لپاره د انسان په بڼه كي لېږل شوې چي انسان يوازي د انسان په وينا او خبري پوهېدى شي.

په دې اړہ روايات متعارض دي؛ تر منځ ئې شديد تعارض او حتی  تضاد تر سترگو كېږي؛ د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه دوه روايات او د عبدالله بن عباس رضي الله عنه روايت ټول د يوې پېښي په اړہ دي؛ خو تر منځ ئې شديد تعارض دئ؛ څوك چي وايي د عبدالله بن مسعود روايات د دوو بېلو بېلو پېښو په اړہ دي هغوى د تعارض رفع كولو لپاره دا خبره كوي.

د ابو هريره رضي الله عنه بل روايت د همدې پېښي په اړہ داسي دئ چي سحر ده په خپله رسول الله صلى الله عليه و سلم ته پېښه بيان كړې او هغه ورته ويلي چي دا شيطان وو!! هغه روايت دا خبره نه كوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ورته ويلي: اسير دي تېره شپه څه وكړل؟! دوه نور روايات چي نورو ته منسوب شوي داسي دي چي وايي له غلې څه كمېدل، پرته له دې چي كموونكى ئې ليدلى وي؛ پېښه رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ويل شوې او گواكي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي چي دا كار شيطان كوي!! دا ټول روايات د سند له مخي غريب دي او په څو طبقو كي يو يو راوي لري. په داسي مهمي اعتقادي موضوع كي داسي غريب روايات منل او هغه هم په داسي حال كي چي له قرآن سره په څرگنده توگه تعارض لري؛ ډېره عجيبه ده!! د داسي رواياتو په اړه احتياط كول د إيمان تقاضا ده؛ په تلوار سره او له تحقيق پرته ئې منل د قرآن او د رسول الله صلى الله عليه و سلم د لارښوونو خلاف كار دئ؛ روايت هغه مهال بايد ومنل شي چي په قرآن كي ورته شاهد ومومو او په راويانو كي ثقه شاهدان؛ نه له قرآن سره تعارض ولري، نه له نورو صحيح رواياتو سره او نه له عقل سره. له همدې كبله له بخاري پرته په بل هيڅ مهم او معتبر كتاب كي نه دئ راوړل شوى؛ حتى د امام بخاري شاگرد امام مسلم هم د راوړلو وړ نه دئ گڼلى.

 

د درس په پای کي په اجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک