د حکمتيار صاحب پنځوسمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه د اسد ۴مه؛ ۱۴۰۲:
د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس په سلسله کي خپله پنځوسمه درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼشمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د کتاب البيوع په ٥٤ باب کي تر دې عنوان لاندي چي (د هغو شيانو د تصويرونو خرڅول چي روح نه لري) د خپل مخکيني درس په دوام وويل:
1045 ـ عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما: أنَّهُ أَتَاهُ رَجُلٌ فَقَالَ: يَا ابنَ عَبَّاسٍ إِنِّي إِنْسَانٌ إِنَّمَا مَعِيشَتِي مِنْ صَنْعَةِ يَدِي وَإِنِّي أَصْنَعُ هَذِهِ التَّصَاوِيرَ، فَقَالَ ابْنُ عَبَّاسٍ: لا أُحَدِّثُكَ إلَّا مَا سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سَمِعْتُهُ يَقُولُ: «مَنْ صَوَّرَ صُورَةً فَإِنَّ اللَّهَ مُعَذِّبُهُ حَتَّى يَنْفُخَ فِيهَا الرُّوحَ، وَلَيْسَ بِنَافِخٍ فِيهَا أَبَدًا» فَرَبَا الرَّجُلُ رَبْوَةً شَدِيدَةً وَاصْفَرَّ وَجْهُهُ فَقَالَ: وَيْحَكَ إِنْ أَبَيْتَ إلَّا أَنْ تَصْنَعَ فَعَلَيْكَ بِهَذَا الشَّجَرِ كُلِّ شَيْءٍ لَيْسَ فِيهِ رُوحٌ. (بخاري: 2225)
له ابن عباس رضي الله عنه روايت دئ چي يو سړى ورته راغى او وئې ويل: اې ابن عباس! زه داسي انسان يم چي د معاش او ژوند وسيله مي د خپل لاس صنعت او كسب دئ؛ زه تصويرونه جوړوم؛ نو ابن عباس وويل: له هغه څه پرته بل څه نه درته وايم چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي اورېدلي؛ له هغه مي اورېدلي چي فرمايل ئې: ((څوک چي كوم تصوير جوړ کړي؛ نو الله تعالى به ئې تر هغه عذابوونكى وي چي روح په کي پو كړي او هيڅکله پو كوونكى نشي كېدى))؛ سخت ووېرېدو، رنگ ئې زېړ شو؛ نو ابن عباس وويل: افسوس ستا په حال؛ که ئې له كولو لاس نه اخلې؛ نو د دغو ونو او نورو هغو شيانو تصويرونه جوړوه چي روح نه لري.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه چي دا روايت په بخاري كي 3 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2225 - 5963 - 7042 – دوه ئې سره ورته دي؛ په (7042) كي دا مطالب هم راغلي: مَنْ تَحَلَّمَ بِحُلْمٍ لَمْ يَرَهُ كُلِّفَ أَنْ يَعْقِدَ بَيْنَ شَعِيرَتَيْنِ، وَلَنْ يَفْعَلَ، وَمَنِ اسْتَمَعَ إِلَى حَدِيثِ قَوْمٍ، وَهُمْ لَهُ كَارِهُونَ، أَوْ يَفِرُّونَ مِنْهُ، صُبَّ فِي أُذُنِهِ الآنُكُ يَوْمَ القِيَامَةِ: چا چي د كوم داسي خوب جوړولو هڅه وكړه چي ليدلى ئې نه دئ؛ په دې به گمارل كېږي چي د وربشو د دوو دانو د سر نري تارونه سره وتړي؛ چي نه ئې شي كولى؛ او څوك چي د نورو خبرو ته غوږ نيسي؛ په داسي حال كي چي هغوى ترې كركه لري؛ يا ترې تښتي؛ نو د قيامت په ورځ به ئې په غوږونو كي ويلي سرب توى شي.
نوموړي همداراز په ٥٥ باب کي بيا (د آزاد انسان خرڅولو پر گناه) بحث وکړ او وئې ويل:
1046 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «قَالَ اللَّهُ: ثَلاثَةٌ أَنَا خَصْمُهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ: رَجُلٌ أَعْطَى بِي ثُمَّ غَدَرَ، وَرَجُلٌ بَاعَ حُرًّا فَأَكَلَ ثَمَنَهُ، وَرَجُلٌ اسْتَأْجَرَ أَجِيرًا فَاسْتَوْفَى مِنْهُ وَلَمْ يُعْطِ أَجْرَهُ».(بخاري: 2227)
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي نبي صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((الله تعالى فرمايي: درې کسان داسي دي چي د قيامت په ورځ به ئې زه په خلاف مدعي وم: هغه چي زما په نامه عهد وکړي خو مات ئې کړي او غدر وکړي، هغه چي آزاد انسان خرڅ کړي او بيه ئې وخوري او هغه چي څوک په مزدورۍ ونيسي؛ پوره کار ترې واخلي خو اجوره ئې بشپړه ورنه کړي)).
د هغه پر وينا چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2227 - 2270 -
غريب دئ؛ په څلورو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: يَحْيَى بْن سُلَيْمٍ، إِسْمَاعِيل بْن أُمَيَّة، سَعِيدِ بْنِ أَبِي سَعِيدٍ او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ په متن كي ئې دا اشكال دئ چي وايي: قَالَ اللَّهُ: ثَلاَثَةٌ أَنَا خَصْمُهُمْ يَوْمَ القِيَامَةِ؛ الله تعالى ويلي چي زه به د قيامت په ورځ د دريو كسانو خلاف مدعي وم: په داسي حال كي چي دا مطلب په قرآن كي نه مومو؛ مرحوم علامه الباني ويلي چي دا روايت ضعيف دئ؛ خو په دې كي يحيى بن سليم دئ؛ حافظ ابن حجر د ده په اړه وايي: صادق دئ خو حافظه ئې كمزورې ده. حكم الألباني: ضعيف؛ لكن فيه يحيى بن سليم قال الحافظ ابن حجر صدوق سيء الحفظ.
هغه زياتوي چي له صحاح سته؛ په دريو صحيح مسلم، سنن ترمذي او سنن ابي داؤد كي نه دئ راوړل شوي؛ په سنن ابن ماجه كي همدا روايت له همدې راويانو په دې صيغه راغلى چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: زه به د قيامت په ورځ د دريو كسانو خلاف مدعي وم؛ په صحيح ابن حبان او شرح مشكل الآثار كي هم؛ د ابن ماجه په څېر راغلى. روايت دا دئ:
2442 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " ثَلَاثَةٌ أَنَا خَصْمُهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، وَمَنْ كُنْتُ خَصْمَهُ خَصَمْتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ: رَجُلٌ أَعْطَى بِي، ثُمَّ غَدَرَ، وَرَجُلٌ بَاعَ حُرًّا فَأَكَلَ ثَمَنَهُ، وَرَجُلٌ اسْتَأْجَرَ أَجِيرًا، فَاسْتَوْفَى مِنْهُ وَلَمْ يُوفِهِ أَجْرَهُ " سنن ابن ماجه
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((درې کسان داسي دي چي زه به ئې په خلاف د قيامت په ورځ مدعي وم: هغه چي زما (د رب) په نامه عهد وکړي خو مات ئې کړي او غدر وکړي، هغه چي آزاد انسان خرڅ کړي او بيه ئې وخوري او هغه چي څوک په مزدورۍ ونيسي؛ پوره کار ترې واخلي خو اجوره ئې بشپړه ورنه کړي)).
ښاغلي حکمتيار همداراز په ٥٦ باب کي (د مردار شوي څارويو او بتانو خرڅول) عنوان هم د لاندينيو روایاتو په استناد په تفصيلي توگه تشريح کړ، هلته چي فرمايي:
1047 ـ عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِاللَّهِ رضي الله عنه: أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ عَامَ الْفَتْحِ وَهُوَ بِمَكَّةَ: «إِنَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ حَرَّمَ بَيْعَ الْخَمْرِ وَالْمَيْتَةِ وَالْخِنْزِيرِ وَالأَصْنَامِ» فَقِيلَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَرَأَيْتَ شُحُومَ الْمَيْتَةِ؟ فَإِنَّهَا يُطْلَى بِهَا السُّفُنُ، وَيُدْهَنُ بِهَا الْجُلُودُ، وَيَسْتَصْبِحُ بِهَا النَّاسُ، فَقَالَ: «لا، هُوَ حَرَامٌ» ثُمَّ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عِنْدَ ذَلِكَ: «قَاتَلَ اللَّهُ الْيَهُودَ إِنَّ اللَّهَ لَمَّا حَرَّمَ شُحُومَهَا جَمَلُوهُ ثُمَّ بَاعُوهُ فَأَكَلُوا ثَمَنَهُ». (بخاري: 2236)
له جابر بن عبدالله رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم ئې د فتحي په کال؛ په مکه کي اورېدلي چي وئې فرمايل: ((الله تعالى د شرابو، مردار شوي حيوان، خنزير او بتانو پېر پلور حرام کړي)) ورته وويل شول: يا رسول الله! د مردار شوي حيوان د وازگي (وازدي) په اړه څه وايئ؟ ځکه په هغې سره کښتۍ غوړېږي، پوستکي پري غوړېږي او خلک د رڼا لپاره کار ترې اخلي؟ رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((نه؛ دا حرام دي)) بيا رسول الله صلى الله عليه و سلم دلته وفرمايل: ((الله تعالى دي يهودان هلاک کړي؛ كله چي الله تعالى د حيواناتو وازگي پرې حرامي کړې؛ نو دوی به دا وازگي ويلي کولې او پلورلې؛ او بيه به ئې خوړله)).
دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ په پنځو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: قُتَيْبَة، لَيْث، يَزِيد بْنِ أَبِي حَبِيب، عَطَاءِ بْنِ أَبِي رَبَاح، جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَ؛ خو د صحاح سته په شمول اكثرو مهمو كتابونو له همدې متن او راويانو سره راوړى.
ورپسي ئې په ٥٧ باب کي (د سپي بيه، پېر او پلور) هم د لاندينيو روایاتو په استناد سره تشريح کړ، لکه چي وايي:
1048 ـ عَنْ أَبِي مَسْعُودٍ الأَنْصَارِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم نَهَى عَنْ ثَمَنِ الْكَلْبِ، وَمَهْرِ الْبَغِيِّ، وَحُلْوَانِ الْكَاهِنِ. (بخاري: 2237)
له ابي مسعود انصاري رضي الله عنه روايت دئ چي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د سپي له بيي، د زناکاري له اجورې او د کاهن (فال نيوونكي او جادوگر) له حلوان (شكرانې) نهي کړې ده.
حُلْوَان له حُلْو او خوږ اخستل شوى؛ او د كاهن شكرانه او اجوره ځكه په دې نامه ياده شوې چي مفت او بې زحمته ئې تر لاسه كوي.
نوموړی وايي چي دا روايت په بخاري كي 6 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2086 - 2237 - 2282 - 5346 - 5347 - 5761 چي تر منځ ئې لاندي
توپيرونه شتون لري:
په ځينو كي نَهَى عَنْ ثَمَنِ الكَلْبِ وَثَمَنِ الدَّمِ، وَنَهَى عَنِ الوَاشِمَةِ وَالمَوْشُومَةِ، وَآكِلِ الرِّبَا وَمُوكِلِهِ، وَلَعَنَ المُصَوِّرَ (د سپي له بيي، د ويني ايستلو له اجورې، بل ته له خال وهلو او پر ځان خال وهونكې، د سود له خوړلو او وركولو؛ نهي كړې او پر مصور ئې لعنت ويلى)؛ په ځينو كي نَهَى عَنْ ثَمَنِ الكَلْبِ، وَمَهْرِ البَغِيِّ، وَحُلْوَانِ الكَاهِنِ(د سپي له بيي، د زناکاري له اجورې او د کاهن له شكرانې ئې نهي کړې) او په ځينو كي لَعَنَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الوَاشِمَةَ وَالمُسْتَوْشِمَةَ، وَآكِلَ الرِّبَا وَمُوكِلَهُ، وَنَهَى عَنْ ثَمَنِ الكَلْبِ، وَكَسْبِ البَغِيِّ، وَلَعَنَ المُصَوِّرِينَ (پر خال وهونكي او خال وهونكې، پر سود خوړونكي او سود وركوونكي لعنت ويلى، د سپي له بيي او د زناكاري فاحشې له كسب ئې نهي كړې او پر تصوير ايستونكو ئې لعنت ويلى)؛ راغلي.
هغه زياتوي چي په دې اړه مو مخكينيو درسونو كي پوره وضاحت كړى چي ځيني فقهاء د تعليمي سپي د پېر پلور په جواز قائل دي.
نوموړي همداراز د صحيح البخاري په ۳۴م کتاب کي بيا د (سَلَم) په اړه بحث درلود او وئې ويل:
سَلَم هغي سودا ته وايي چي پېرونكى؛ يو جنس او توكى؛ په نه شتون كي ئې پېري؛ نوع، مقدار او موده ئې ټاكي؛ مبلغ اوس وركوي او متاع وروسته په خپلي نېټې تر لاسه كوي.
نوموړي همداراز د ياد کتاب په لومړي باب کي بيا د لاندينيو روایاتو په استناد (د ټاکلې پيمانې پر سَلَم) بحث وکړ او زياته ئې کړه:
1049 ـ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما قَالَ: قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْمَدِينَةَ وَالنَّاسُ يُسْلِفُونَ فِي الثَّمَرِ الْعَامَ وَالْعَامَيْنِ، فَقَالَ: «مَنْ سَلَّفَ فِي تَمْرٍ فَلْيُسْلِفْ فِي كَيْلٍ مَعْلُومٍ وَوَزْنٍ مَعْلُومٍ». وفي رواية: «إِلَى أَجَلٍ مَعْلُومٍ ». (بخاري: 2239 ـ 2241)
له ابن عباس رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم په داسي حال كي مدينې ته راغى چي خلکو به په مېوو كي يو كال او دوه كاله وړاندي سودا كوله؛ نو وئې فرمايل: ((څوک چي په مېوې کي د سلم سودا كوي؛ نو د معلومي پيمانې او معلوم وزن له مخي دي د سلم سودا وکړي)). او په بل روايت کي دا هم ويل شوي: ((تر معلومي مودې پوري)).
په ٢م باب کي ئې بيا د لاندينيو روایاتو په استناد دا عنوان چي (له هغه چا سره سلم چي اصل مال نه وي ورسره) په تفصيلي توگه تشريح کړ او وئې ويل:
1050 ـ عَنْ ابْنِ أَبِي أَوْفَى رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: إِنَّا كُنَّا نُسْلِفُ عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَأَبِي بَكْرٍ وَعُمَرَ فِي الْحِنْطَةِ وَالشَّعِيرِ وَالزَّبِيبِ وَالتَّمْرِ.
له ابن ابي اوفى رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: موږ به د رسول الله صلى الله عليه و سلم، ابوبکر او عمر (رضي الله عنهما) په زمانه کي په غنمو، وربشو، مميزو او خرما کي د سلم معامله کوله.
1051 - وفي رواية: قَالَ: كُنَّا نُسْلِفُ نَبِيطَ أَهْلِ الشَّأْمِ فِي الْحِنْطَةِ وَالشَّعِيرِ وَالزَّيْتِ فِي كَيْلٍ مَعْلُومٍ إِلَى أَجَلٍ مَعْلُومٍ فقيل له: إِلَى مَنْ كَانَ أَصْلُهُ عِنْدَهُ قَالَ: مَا كُنَّا نَسْأَلُهُمْ عَنْ ذَلِكَ. (بخاري: 2242 ـ 2245)
او په بل روايت کي وايي: موږ به د شام له انباطيانو(بزگرانو) سره په غنمو، وربشو او غوړيو کي؛ په معلومه پيمانه تر ټاکلې مودې د سلم سودا كوله؛ ورته وويل شول: آيا له هغو سره چي اصل مال (مېوه يا غله) به ورسره وو؟ وئې ويل: موږ به د دې پوښتنه نه ترې کوله.
نوموړی زياتوي چي دا روايت هم غريب دئ او هم له بخاري پرته په بل كتاب كي نه دئ راوړل شوى.
ښاغلي حکمتيار همداراز د صحيح البخاري په ۳۵ کتاب (شُفْعَه) هم تفصيلي بحث درلود او زياته ئې کړه:
١ باب: (له بيعي مخکي د شفعې حق)
1052 ـ عَنْ أَبي رَافِعٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ مَوْلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أنَّهُ جَاء إلى سعد بن أبي وقاص رضي الله عنه، فَقَالَ لَهُ: ابْتَعْ مِنِّي بَيْتَيَّ فِي دَارِكَ، فَقَالَ سَعْدٌ: وَاللَّهِ لا أَزِيدُكَ عَلَى أَرْبَعَةِ آلافٍ مُنَجَّمَةً أَوْ مُقَطَّعَةً قَالَ أَبُو رَافِعٍ: لَقَدْ أُعْطِيتُ بِهَا خَمْسَ مِائَةِ دِينَارٍ وَلَوْلا أَنِّي سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «الْجَارُ أَحَقُّ بِسَقَبِهِ مَا أَعْطَيْتُكَهَا بِأَرْبَعَةِ آلافٍ، وَأَنَا أُعْطَى بِهَا خَمْسَ مِائَةِ دِينَارٍ فَأَعْطَاهَا إِيَّاهُ». (بخاري: 2258)
له ابو رافع رضي الله عنه؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم آزاد شوی غلام؛ روايت دئ چي سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه ته ورغى او ورته وئې ويل: زما دا دوې کوټې چي ستا په مېنه کي دي؛ رانه واخله؛ نو سعد وويل: والله چي تر څلور زره په زياته بيه ئې نه اخلم او هغه هم په قسط سره؛ ابو رافع وويل: ما ته خو پنځه سوه ديناره راکول کېږي؛ که مي له رسول الله صلى الله عليه و سلم نه وى اورېدلى چي فرمايي: ((گاونډى د قرب (نژدېوالي) په اساس له نورو زيات مستحق دئ؛ نو په څلور زره مي نه دركولې؛ په داسي حال كي چي ما ته پرې پنځه سوه دينار راکول کېږي؛ نو هغه ته ئې ورکړې.
نوموړی زياتوي چي دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ په بل هيڅ كتاب كي نه دئ راوړل شوى. ځيني ابهامات په كي تر سترگو كېږي؛ له تعديل پرته ئې په معنى سم نه شو پوهېدى؛ د څلور زره څنگ كي د درهم يادونه نه ده شوې؛ دا وضاحت هم نه دئ شوى چي پنځه سوه دينار ولي تر څلور زره درهم زيات گڼل شوي؟ يو دينار 12 درهمه وو؛ ابو رافع د دينار خبره كوله او سعد د درهم؛ پنځه سوه دينار شپږ زره درهم كېږي؛ خو له دې كبله ئې په څلور زره درهم وپلورلې چي دى ئې گاونډ او تر بل مستحق وو.
ښاغلي حکمتيار همداراز په ۲م باب کي بيا د لانديني روايت په استناد دا عنوان تشريح کړ چي؛ (کوم گاونډى ډېر نژدې بلل کېږي؟) هلته چي فرمايي:
1053 ـ عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنَّ لِي جَارَيْنِ فَإِلَى أَيِّهِمَا أُهْدِي؟ قَالَ: «إِلَى أَقْرَبِهِمَا مِنْكِ بَابًا». (بخاري: 2259)
له عائشه رضي الله عنها روايت دئ چي ومي ويل: يا رسول الله! زه دوه گاونډيان لرم؛ کوم يوه ته ئې هديه ورکړم؟ وئې فرمايل: ((هغه ته چي دروازه ئې ډېره درته لنډه ده)).
دا روايت په بخاري كي 3 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2259 - 2595 - 6020 – غريب دئ او په څلورو طبقو كي يو يو راوي لري. له بخاري پرته په بل هيڅ كتاب كي نه دئ راوړل شوى.
ورپسي ئې د صحيح البخاري په ۳۶م کتاب کي بيا پر (اجاره) تفصيلي بحث درلود او وئې ويل:
١ باب: (د صالح سړي مزدورول)
1054 ـ عَنْ أَبِي مُوسَى رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: أَقْبَلْتُ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَمَعِي رَجُلانِ مِنَ الأَشْعَرِيِّينَ فَقُلْتُ: مَا عَمِلْتُ أَنَّهُمَا يَطْلُبَانِ الْعَمَلَ، فَقَالَ: «لَنْ أَوْ لا نَسْتَعْمِلُ عَلَى عَمَلِنَا مَنْ أَرَادَهُ». (بخاري: 2261)
له ابو موسى رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: له دو اشعريانو سره رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ورغلم او ومي ويل: دا كار مي د دې لپاره نه دئ كړى چي دوى په كوم عمل او دندي گمارل غواړي؛ نو وئې فرمايل: ((موږ هغه څوك په كومي دندي نه گمارو چي په خپله ئې غواړي)).
هغه زياتوي چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2261 - 6923 -
د سند له پلوه غريب دئ او د متن له پلوه دا ستونزه لري چي د (علمت) په ځاى (عملت) راغلى چي ابهام ئې رامنځه كړى؛ له بخاري پرته په نورو كتابونو كي؛ د صحيح مسلم په شمول په دې صيغه راغلى:
قَالَ أَبُو مُوسَى الْأَشْعَرِيُّ: أَقْبَلْتُ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَمَعِي رَجُلَانِ مِنَ الْأَشْعَرِيِّينَ: أَحَدُهُمَا عَنْ يَمِينِي، وَالْآخَرُ عَنْ يَسَارِي فَكِلَاهُمَا سَأَلَ الْعَمَلَ وَالنَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَسْتَاكُ قَالَ: «مَا تَقُولُ يَا أَبَا مُوسَى أَوْ يَا عَبْدَ اللَّهِ بْنَ قَيْسٍ؟» قَالَ: قُلْتُ: وَالَّذِي بَعَثَكَ بِالْحَقِّ مَا أَطْلَعَانِي عَلَى مَا فِي أَنْفُسِهِمَا، وَمَا شَعُرْتُ أَنَّهُمَا يَطْلُبَانِ الْعَمَلَ؛ .... فَقَالَ لِي: «لَا نَسْتَعْمِلُ عَلَى عَمِلْنَا مَنْ أَرَادَهُ؛...
ابو موسى رضي الله عنه وويل: له دو اشعريانو سره رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ورغلم؛ يو مي ښي لاس ته او بل كيڼ لاس ته؛ دواړو په دندو گمارل وغوښتل؛ ... وئې فرمايل: ته څه وايې؛ اې ابو موسى؛ ومي ويل: يا رسول الله! په هغه ذات قسم چي ته ئې په حقه رالېږلى يې؛ زه ئې په هغه څه نه يم خبر كړى چي په زړه كي ئې درلودل؛ نه پوهېدم چي دوى په دندو د گمارلو مطالبه لري؛ .... نو ما ته ئې وفرمايل: ((موږ هغه څوك په كومي دندي نه گمارو چي په خپله ئې غواړي)).
د ښاغلي حکمتيار پر وينا له دې په څرگنده توگه معلومېږي چي د بخاري روايت په سمه توگه نه دئ نقل شوى.
(نوموړی همداراز د يادي موضوع د لا وضاحت په دوام وايي؛ کاش؛ دا کار په ګوندونو او حکومتونو کي هم د يو اصل په توگه رعايت شي چي پر دندو ګُمارل د سفارش، خپلوۍ او ملگرتيا پر اساس نه؛ بلکي د أهليت، علمي او مسلکي وړتيا له مخي وشي. نوموړي دې ته په پام سره د نبي علیه السلام هغي وينا ته إشاره وکړه او وئې ويل:
چا چي په خپله د دندې غوښتنه وکړه نو الله تعالی به ئې مرسته ونه کړي، خو بالعکس؛ که څوك د يوې دندې أهليت ونه لري، خو له غوښتنې پرته ورته مسئوليت وسپارل شو نو الله تعالی به ئې مرسته وکړي.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه چي موسی عليه السلام هم خپل رب دا خبره کړې وه چي زه د هغي دندي او مسئوليت توان نه لرم چي ماته ئې سپاري، هارون تر ما غوره او أفصح دی هغه ته دا مسئوليت ورکړه، هغه زما په نسبت د ژبي طلاقت او فصاحت لري او کولای شي دا مسئوليت له ما په ښه توګه ترسره کړي او...
ښاغلي حکمتيار د موضوع په دوام وويل؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم دا خبره چي؛ (د دندې غوښتنه به خپله نه کوې) له همدي ځايه اخيستې.)
نوموړي همداراز د ياد کتاب ٢م، ۳م، ۴م، ۵م بابونه هم په تفصيلي توگه يو په بل پسي تشريح کړل، لکه چي وايي:
۲م باب: (د رمې پوول)
1055 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَا بَعَثَ اللَّهُ نَبِيًّا إلَّا رَعَى الْغَنَمَ» فَقَالَ أَصْحَابُهُ: وَأَنْتَ؟ فَقَالَ: «نَعَمْ كُنْتُ أَرْعَاهَا عَلَى قَرَارِيطَ لأَهْلِ مَكَّةَ». (بخاري: 2262)
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي نبي صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((الله تعالى داسي نبي نه دئ لېږلى چي مېږې ئې نه وي پوولې)) اصحابو وويل: آيا تا هم؟ وئې فرمايل: ((هو؛ ما هم د څو قيراطو په بدل کي؛ د مکې د خلکو رمه پووله)).
د نوموړي په وينا چي دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په څلورو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: أَحْمَدُ بْنُ مُحَمَّدٍ المَكِّيُّ، عَمْرُو بْنُ يَحْيَى، د عمرو نيكه او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ. له بخاري پرته په بل هيڅ مهم كتاب كي نه دئ راوړل شوى.
قدرمن مشر د يادې موضوع د لا وضاحت په توګه دا هم وويل: (د پورتني غريب روايت په اړه که څوك دا ووايي او شك وکړي چي ځينو پيغمبرانو عليهم السلام په ځانګړې توګه يوسف عليه السلام شپني نه ده کړې او رمه ئې نه ده پوولې، (هغه په ماشومتوب کي ورونو خرڅ کړ او د عزيز مصر غلام شو، وروسته زندان ته لاړ او له زندان وروسته ئې د مصر د سلطنت دربار ته لار ومونده) نو د رمو پوولو فرصت ئې ونه موندو. دې ته په پام سره که د پورتني روايت په اړه کوم څوك ملاحظه ولري او شك وکړي، نو ګنهګارېږي پرې نه؛ لطفاً پر داسې ملاحظاتو مه چاته د منکر حديث نسبت کوئ او مه پرې څوك تکفروئ. خلك اسلام ته را وبلئ او مسلمانان ئې کړئ، پر لوی لاس څوك له اسلام مه باسئ.
نوموړي دا هم وويل؛ موږ له هيچا سره مذهبي، سليقوي او شخصي تعصب نه لرو، بلکي زموږ اعتراض د رواياتو په برخه کي پر دغو کمزورو مواردو او اصولو دی چي واردو اعتراضاتو ته ځواب نه لري او خلك په شك کي اچوي.)
ورپسي نوموړي په ٣م باب کي (له مازديگره تر شپې مزدوري) عنوان په تفصيلي توگه تشريح کړ، لکه چي وايي:
1056 ـ عَنْ أَبِي مُوسَى رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَثَلُ الْمُسْلِمِينَ وَالْيَهُودِ وَالنَّصَارَى كَمَثَلِ رَجُلٍ اسْتَأْجَرَ قَوْمًا يَعْمَلُونَ لَهُ عَمَلاً يَوْمًا إِلَى اللَّيْلِ عَلَى أَجْرٍ مَعْلُومٍ، فَعَمِلُوا لَهُ إِلَى نِصْفِ النَّهَارِ، فَقَالُوا: لا حَاجَةَ لَنَا إِلَى أَجْرِكَ الَّذِي شَرَطْتَ لَنَا وَمَا عَمِلْنَا بَاطِلٌ، فَقَالَ لَهُمْ: لا تَفْعَلُوا أَكْمِلُوا بَقِيَّةَ عَمَلِكُمْ وَخُذُوا أَجْرَكُمْ كَامِلاً، فَأَبَوْا وَتَرَكُوا، وَاسْتَأْجَرَ أَجِيرَيْنِ بَعْدَهُمْ، فَقَالَ لَهُمَا: أَكْمِلا بَقِيَّةَ يَوْمِكُمَا هَذَا وَلَكُمَا الَّذِي شَرَطْتُ لَهُمْ مِنَ الأَجْرِ، فَعَمِلُوا حَتَّى إِذَا كَانَ حِينُ صَلاةِ الْعَصْرِ قَالا: لَكَ مَا عَمِلْنَا بَاطِلٌ وَلَكَ الأَجْرُ الَّذِي جَعَلْتَ لَنَا فِيهِ، فَقَالَ لَهُمَا: أَكْمِلا بَقِيَّةَ عَمَلِكُمَا مَا بَقِيَ مِنَ النَّهَارِ شَيْءٌ يَسِيرٌ، فَأَبَيَا، وَاسْتَأْجَرَ قَوْمًا أَنْ يَعْمَلُوا لَهُ بَقِيَّةَ يَوْمِهِمْ، فَعَمِلُوا بَقِيَّةَ يَوْمِهِمْ حَتَّى غَابَتِ الشَّمْسُ، وَاسْتَكْمَلُوا أَجْرَ الْفَرِيقَيْنِ كِلَيْهِمَا، فَذَلِكَ مَثَلُهُمْ وَمَثَلُ مَا قَبِلُوا مِنْ هَذَا النُّورِ». (بخاري: 2271)
له ابو موسى رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: د مسلمانانو او يهودو او نصرانيانو مثال هغه چا ته ورته دئ چي يوه ډله ئې د معلومي اجورې په بدل كي استخدام كړه چي د ده لپاره يو كار يوه ورځ تر شپې پوري وكړي؛ نو هغوى تر نيمي ورځي كار وكړ او وئې ويل: ستا هغي بدلې ته ضرورت نه لرو چي موږ ته دي ټاكلې؛ او څه چي موږ كړي؛ باطل دي؛ ورته وئې ويل: داسي مه كوئ؛ پاته كار مو بشپړ كړئ؛ او بشپړه اجوره مو واخلئ؛ ډډه ئې وكړه او كار ئې پرېښود؛ له دوى وروسته ئې دوه نور اجيران استخدام كړل؛ او ورته وئې ويل: دا كار په خپلي پاته ورځي كي بشپړ كړئ او تاسو ته به همغه بدله دركوم چي ټاكلې مي وه؛ دوى تر هغه كار وكړ چي د مازديگر د لمانځه وخت شو؛ نو وئې ويل: ستا لپاره همدا كار دئ چي خوشى مو وكړ؛ او هغه اجوره هم ستا شوه چي موږ ته دي ټاكلې وه؛ ورته وئې ويل: خپل پاته كار بشپړ كړئ؛ د ورځي كومه برخه چي پاته ده؛ لږ ده؛ ډډه ئې وكړه؛ نو بله ډله ئې استخدام كړه چي د ده لپاره؛ په خپلي پاته ورځ كي كار وكړي؛ نو هغوى په خپلي پاته ورځ كي تر هغه كار وكړ چي لمر ولوېد او په دې توگه ئې د دواړو مخكينيو ډلو بشپړ اجر او بدله تر لاسه كړە. نو همدا د يهودانو او نصرانيانو؛ او د هغو (مسلمانانو) مثال دئ چي دا نور (اسلام) ئې قبول کړى.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 558 - 2271 – غريب دئ؛ په څلورو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: أَبُو أُسَامَةَ، بُرَيْدٍ، أَبو بُرْدَةَ او أَبو مُوسَى؛ له بخاري پرته يوازي په يوه بل مهم كتاب؛ سنن الكبرى للبيهقي كي راوړل شوى؛
٤ باب: (که مزدور خپله اجوره وانخلي)
1057 ـ عَنْ عَبْداللَّهِ بنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «انْطَلَقَ ثَلاثَةُ رَهْطٍ مِمَّنْ كَانَ قَبْلَكُمْ حَتَّى أَوَوُا الْمَبِيتَ إِلَى غَارٍ فَدَخَلُوهُ فَانْحَدَرَتْ صَخْرَةٌ مِنَ الْجَبَلِ فَسَدَّتْ عَلَيْهِمُ الْغَارَ، فَقَالُوا: إِنَّهُ لا يُنْجِيكُمْ مِنْ هَذِهِ الصَّخْرَةِ إلَّا أَنْ تَدْعُوا اللَّهَ بِصَالِحِ أَعْمَالِكُمْ، فَقَالَ رَجُلٌ مِنْهُمُ: اللَّهُمَّ كَانَ لِي أَبَوَانِ شَيْخَانِ كَبِيرَانِ، وَكُنْتُ لا أَغْبِقُ قَبْلَهُمَا أَهْلاً وَلا مَالاً، فَنَأَى بِي فِي طَلَبِ شَيْءٍ يَوْمًا، فَلَمْ أُرِحْ عَلَيْهِمَا حَتَّى نَامَا، فَحَلَبْتُ لَهُمَا غَبُوقَهُمَا، فَوَجَدْتُهُمَا نَائِمَيْنِ، وَكَرِهْتُ أَنْ أَغْبِقَ قَبْلَهُمَا أَهْلاً أَوْ مَالاً، فَلَبِثْتُ وَالْقَدَحُ عَلَى يَدَيَّ أَنْتَظِرُ اسْتِيقَاظَهُمَا حَتَّى بَرَقَ الْفَجْرُ، فَاسْتَيْقَظَا فَشَرِبَا غَبُوقَهُمَا، اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتُ فَعَلْتُ ذَلِكَ ابْتِغَاءَ وَجْهِكَ فَفَرِّجْ عَنَّا مَا نَحْنُ فِيهِ مِنْ هَذِهِ الصَّخْرَةِ، فَانْفَرَجَتْ شَيْئًا لا يَسْتَطِيعُونَ الْخُرُوجَ»، قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: وَقَالَ الآخَرُ: اللَّهُمَّ كَانَتْ لِي بِنْتُ عَمٍّ كَانَتْ أَحَبَّ النَّاسِ إِلَيَّ، فَأَرَدْتُهَا عَنْ نَفْسِهَا فَامْتَنَعَتْ مِنِّي، حَتَّى أَلَمَّتْ بِهَا سَنَةٌ مِنَ السِّنِينَ، فَجَاءَتْنِي فَأَعْطَيْتُهَا عِشْرِينَ وَمِائَةَ دِينَارٍ عَلَى أَنْ تُخَلِّيَ بَيْنِي وَبَيْنَ نَفْسِهَا فَفَعَلَتْ، حَتَّى إِذَا قَدَرْتُ عَلَيْهَا، قَالَتْ: لا أُحِلُّ لَكَ أَنْ تَفُضَّ الْخَاتَمَ إلَّا بِحَقِّهِ، فَتَحَرَّجْتُ مِنَ الْوُقُوعِ عَلَيْهَا، فَانْصَرَفْتُ عَنْهَا وَهِيَ أَحَبُّ النَّاسِ إِلَيَّ، وَتَرَكْتُ الذَّهَبَ الَّذِي أَعْطَيْتُهَا، اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتُ فَعَلْتُ ابْتِغَاءَ وَجْهِكَ فَافْرُجْ عَنَّا مَا نَحْنُ فِيهِ، فَانْفَرَجَتِ الصَّخْرَةُ، غَيْرَ أَنَّهُمْ لا يَسْتَطِيعُونَ الْخُرُوجَ مِنْهَا» قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «وَقَالَ الثَّالِثُ: اللَّهُمَّ إِنِّي اسْتَأْجَرْتُ أُجَرَاءَ فَأَعْطَيْتُهُمْ أَجْرَهُمْ غَيْرَ رَجُلٍ وَاحِدٍ تَرَكَ الَّذِي لَهُ وَذَهَبَ، فَثَمَّرْتُ أَجْرَهُ حَتَّى كَثُرَتْ مِنْهُ الأَمْوَالُ فَجَاءَنِي بَعْدَ حِينٍ، فَقَالَ: يَا عَبْدَ اللَّهِ أَدِّ إِلَيَّ أَجْرِي، فَقُلْتُ لَهُ: كُلُّ مَا تَرَى مِنْ أَجْرِكَ مِنَ الإِبِلِ وَالْبَقَرِ وَالْغَنَمِ وَالرَّقِيقِ، فَقَالَ: يَا عَبْدَ اللَّهِ لا تَسْتَهْزِئُ بِي، فَقُلْتُ: إِنِّي لا أَسْتَهْزِئُ بِكَ، فَأَخَذَهُ كُلَّهُ فَاسْتَاقَهُ فَلَمْ يَتْرُكْ مِنْهُ شَيْئًا، اللَّهُمَّ فَإِنْ كُنْتُ فَعَلْتُ ذَلِكَ ابْتِغَاءَ وَجْهِكَ فَافْرُجْ عَنَّا مَا نَحْنُ فِيهِ، فَانْفَرَجَتِ الصَّخْرَةُ فَخَرَجُوا يَمْشُونَ». (بخاري: 2272)
له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي واورېدل چي فرمايل ئې: ((له هغو چي تر تاسو وړاندي وو؛ درې تنه په گډه وخوځېدل؛ تر هغه چي د شپې تېرولو لپاره يوه غار ته ننوتل؛ نو له غره يوه لويه ډبره راورغړېده او د غار خوله ئې پرې بنده کړه، دوى سره وويل: له دې ډبري مو بل څه نه شي ژغورلى مگر دا چي الله تعالى ته د خپلو صالح اعمالو په وړاندي كولو سره دعاء وکړئ، نو د دوى له منځه يوه سړي وويل: خدايه! زاړه مور او پلار مي درلودل؛ او ما به تر دوى وړاندي نه خپل اهل ته خواړه وركول او نه غلامانو ته؛ يوه ورځ د يوه کار له وجهي وځنډيدم، نو په داسي حال كي دوى ته ورسېدم چي ويده شوي وو؛ نو شيدې مي د دوى په لوښو كي ورته ولوشلې؛ خو دواړه مي ويده وموندل؛ او دا مي ښه ونه ايسېده چي تر دوى مخکي خپلو اولادونو او غلامانو ته ماښامنى وركړم، نو همداسي ولاړ پاته شوم چي جام مي په لاسو کي وو؛ تر هغه د دوى راويښېدو ته منتظر پاته شوم؛ چي سهار شو، دوى (مور، پلار) راويښ شول او خپلي شيدې ئې وڅښلې؛ خدايه! که دا کار مي صرف ستا د رضا لپاره کړى وي؛ نو له دغه كړاو مو وژغوره چي د دې تيږي له كبله ورسره مخامخ يو!! نو دومره وښوېده چي څه چاود راپيدا شو؛ خو په وتلو نه توانېدل؛ نبي صلى الله عليه و سلم فرمايي: ((بيا دوهم وويل: خدايه! زما يوه د تره لور وه چي تر هر چا ډېره راباندي گرانه وه؛ هوسي او نفسي غوښتنه مي ترې وكړه؛ خو هغې له ما ډډه وكړه؛ تر هغه چي د وچكاليو يوه کال ځورولې وه؛ ما ته راغله؛ يو سل شل دينار مي په دې شرط وركړل چي زما او دې تر منځ خلوت ته چمتو شي؛ نو همداسي ئې وكړل؛ تر هغه چي زه پرې مسلط شوم؛ وئې ويل: له الله ووېرېږه؛ درته حلال نه دي چي مُهر له حق ئې پرته له منځه يوسې؛ نو له دې زړه تنگى شوم چي په اړه ئې گناه كي پرېوځم؛ نو په داسي حال كي ترې منصرف شوم چي تر ټولو خلكو مي زياته مينه ورسره وه؛ او هغه سره زر مي پرېښودل چي وركړي مي وو؛ خدايه! كه مي دا كار ستا د رضاء لپاره كړى وي؛ له هغه څه مو وژغوره چي په كي واقع يو؛ نو ډبره وخوځېده؛ خو پرته له دې چي دوى ترې وتلى شي؛ نبي صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((او درېيم وويل: خدايه! ما مزدوران نيولي وو؛ له يوه سړي پرته مي ټولو ته اجوره ورکړه؛ هغه خپله اجوره پريښوده او ولاړ؛ ما ئې دا اجوره په کار واچوله چي ښه ډېر مال ترې جوړ شو؛ څه موده وروسته راته راغى؛ او وئې ويل: اې د خداى بنده! زما اجوره راکړه؛ ما ورته وويل: دا ټول څه چي ته ئې گورې؛ اوښان، غوايي، مېږي او غلامان؛ ستا د اجورې دي؛ وئې ويل: اې د خداى بنده! ملنډي مه راباندي وهه؛ ومي ويل: ملنډي نه درباندي وهم؛ نو هغه دا ټول شيان تر لاسه او روان ئې كړل او هيڅ څه ئې پرېنښودل؛ خدايه! که دا کار مي ستا د رضاء لپاره کړى وي؛ نو له دې كړاو چي په كي لوېدلي يو؛ موږ وباسه! په دې سره تيږه ايسته شوه او دوى ووتل او روان شول)).
نوموړی وايي چي دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ،؛ په څلورو طبقو كي يو يو راوي لري؛ راويان ئې دا دي: أَبُو اليَمَان، شُعَيْبٌ، الزُّهْرِيِّ، سَالِم بْن عَبْدِ اللَّهِ پلار ئې عَبْدَ اللَّهِ بْنَ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَ؛ له مهمو كتابونو يوازي په بخاري او مسلم كي راوړل شوى.
٥ باب: (هغه څه چي د دم، دعاء په بدل کي ورکول کېږي)
1058 ـ عَنْ أَبِي سَعِيدٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: انْطَلَقَ نَفَرٌ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي سَفْرَةٍ سَافَرُوهَا حَتَّى نَزَلُوا عَلَى حَيٍّ مِنْ أَحْيَاءِ الْعَرَبِ فَاسْتَضَافُوهُمْ، فَأَبَوْا أَنْ يُضَيِّفُوهُمْ، فَلُدِغَ سَيِّدُ ذَلِكَ الْحَيِّ، فَسَعَوْا لَهُ بِكُلِّ شَيْءٍ لا يَنْفَعُهُ شَيْءٌ، فَقَالَ بَعْضُهُمْ: لَوْ أَتَيْتُمْ هَؤُلاءِ الرَّهْطَ الَّذِينَ نَزَلُوا لَعَلَّهُ أَنْ يَكُونَ عِنْدَ بَعْضِهِمْ شَيْءٌ، فَأَتَوْهُمْ فَقَالُوا: يَا أَيُّهَا الرَّهْطُ إِنَّ سَيِّدَنَا لُدِغَ وَسَعَيْنَا لَهُ بِكُلِّ شَيْءٍ لا يَنْفَعُهُ، فَهَلْ عِنْدَ أَحَدٍ مِنْكُمْ مِنْ شَيْءٍ، فَقَالَ بَعْضُهُمْ: نَعَمْ وَاللَّهِ إِنِّي لأَرْقِي، وَلَكِنْ وَاللَّهِ لَقَدِ اسْتَضَفْنَاكُمْ فَلَمْ تُضَيِّفُونَا، فَمَا أَنَا بِرَاقٍ لَكُمْ حَتَّى تَجْعَلُوا لَنَا جُعْلاً، فَصَالَحُوهُمْ عَلَى قَطِيعٍ مِنَ الْغَنَمِ، فَانْطَلَقَ يَتْفِلُ عَلَيْهِ وَيَقْرَأُ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ فَكَأَنَّمَا نُشِطَ مِنْ عِقَالٍ، فَانْطَلَقَ يَمْشِي وَمَا بِهِ قَلَبَةٌ، قَالَ: فَأَوْفَوْهُمْ جُعْلَهُمِ الَّذِي صَالَحُوهُمْ عَلَيْهِ، فَقَالَ بَعْضُهُمُ: اقْسِمُوا، فَقَالَ الَّذِي رَقَى لا تَفْعَلُوا حَتَّى نَأْتِيَ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَنَذْكُرَ لَهُ الَّذِي كَانَ فَنَنْظُرَ مَا يَأْمُرُنَا، فَقَدِمُوا عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَذَكَرُوا لَهُ فَقَالَ: «وَمَا يُدْرِيكَ أَنَّهَا رُقْيَةٌ؟» ثُمَّ قَالَ: «قَدْ أَصَبْتُمُ اقْسِمُوا وَاضْرِبُوا لِي مَعَكُمْ سَهْمًا» فَضَحِكَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ . (بخاري: 2276)
له ابو سعيد رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: د رسول الله صلى الله عليه و سلم له اصحابو يوه ډله په سفر ووتل؛ تر هغه چي د عربو يوه کلي ته ورسېدل؛ د مېلمه پالني غوښتنه ئې ترې وکړه؛ خو مېلمانه ئې نه کړل؛ بيا د کلي مشر وچيچل شو؛ په ټول توان ئې د هغه لپاره هڅه وكړه؛ خو گټه ئې ورونه رسېده؛ ځينو ئې وويل: که دغي ډلي ته ورشئ چي دلته كوز شوي؛ ښايي له دوى سره به څه چاره وي؛ ورته ورغلل او وئې ويل: اې! ټوليه! زموږ مشر چيچل شوى؛ ټوله هڅه مو وكړه خو گټه ئې ونه كړه؛ آيا ستاسو له كوم يوه سره څه شته؟ يوه ئې وويل: هو؛ والله چي زه دم كوم؛ خو والله چي له تاسو مو د مېلمستيا غوښتنه وكړه خو تاسو مېلمانه نه كړو؛ نو تر هغه دم نه كوم چي څه بدله راته ونه ټاكئ؛ پر څو مېږو سره جوړ شول؛ ئې نو وخوځېدو، په داسي حال كي ئې چوف كول چي فاتحه (الحمد لله رب العالمين)؛ به ئې ويله؛ داسي شو لكه چي له تړلي پړي آزاد شوى وي؛ داسي روان شو لكه چي هيڅ مرض ئې نه وي؛ نو هغه څه ئې بشپړ وركړل چي پرې سلا شوي وو؛ نو ځينو ئې وويل: وئې وېشئ؛ چا چي دم كړى وو هغه وويل: تر هغه څه مه كوئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ورشو؛ او د هغه څه يادونه كړو چي وشول؛ بيا وگورو چي څه امر راته كوي؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ورغلل او هغه ته ئې کيسه وکړه؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((څه شي پوه كړې چي په دې سره دم کېدى شي؟)) بيا ئې وفرمايل: ((سم کار مو کړئ؛ وئې وېشئ او ما ته هم په خپلو كي يوه برخه وټاكئ)) بيا رسول الله صلى الله عليه و سلم وخندل.
هغه زياتوي چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2276 - 5749 – غريب دئ؛ په ټولو طبقو كي يو يو راوي لري، لومړى راوي ئې ابو سعيد خدري دئ؛ نور راويان ئې د بصرې اوسېدونكي دي؛ ټول راويان ئې په كنيه سره ياد شوي نه په خپلو اصلي نومونو، په روايت كي دا نه دي ويل شوي چي ابو سعيد په خپله په دې ډلي كي حاضر وو او دا دم هم د ده له لوري شوى؛ پوښتنه راولاړېږي چي ولي دا كار شوى؟ همد راز ابو سعيد د رسول الله صلى الله عليه و سلم د رحلت په وخت كي 20 كلن وو؛ نو دى به همدا كال يا لږ وړاندي؛ د سريې د مشر په توگه لېږل شوى وي؛ يعني تر دې وخت ده او نورو ته معلومه نه وه چي په دم اجوره اخيستل جائز دي كه نه؛ دا كار ئې په خپله رأى كړى؛ دا ولي؟ آيا دا شكرانه تر لاسه كول خو به يو استثنايي كار او له دې كبله نه وي شوى چي كليوالو دوى ته يوه گوله ډوډۍ هم ورنه كړه؛ په مقابل كي ئې دوى همدا كار ورسره كړى؟ او كه رسول الله صلى الله عليه و سلم د دوى دا كار سم گڼلى وي؛ نو له همدې كبله به ئې كړى وي؛ نه دا چي په دم شكرانه تر لاسه كول؛ په هر صورت كي جائز وي؛ دا خبره په هغه صورت كي كېدى شي چي په مدينه كي چا دم كړى وي او په دم ئې اجوره تر لاسه كړې وي؛ كه دا كار شوى وى نو دې ډلي به خبره تر رسول الله صلى الله عليه و سلم پوري نه معطله كوله.
شُعَبُ الإيمان كي مزيد وضاحتونو سره په دې صيغه راغلى:
11472 - عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ قَالَ: بَعَثَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَعْثًا فَكُنْتُ فِيهِمْ، فَأَتَيْنَا عَلَى قَرْيَةٍ، فَاسْتَطْعَمْنَا أَهْلَهَا، فَأَبَوْا أَنْ يُطْعِمُونَا شَيْئًا، فَجَاءَنَا رَجُلٌ مِنْ أَهْلِ الْقَرْيَةِ، فَقَالَ: يَا مَعْشَرَ الْعَرَبِ فِيكُمْ رَجُلٌ يَرْقِي؟ فَقَالَ أَبُو سَعِيدٍ: قُلْتُ: وَمَا ذَاكَ؟ قَالَ: مَلِكُ الْقَرْيَةِ يَمُوتُ. قَالَ: فَانْطَلَقْنَا مَعَهُ فَرَقَيْتُهُ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ، فَرَدَّدْتُهَا عَلَيْهِ مِرَارًا، فَعُوفِيَ، فَبَعَثَ إِلَيْنَا بِطَعَامٍ، وَبِغَنَمٍ تُسَاقُ، فَقَالَ أَصْحَابِي: لَمْ يَعْهَدْ إِلَيْنَا النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي هَذَا بِشَيْءٍ، لَا نَأْخُذُ مِنْهُ شَيْئًا حَتَّى نَأْتِيَ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَسُقْنَا الْغَنَمَ حَتَّى أَتَيْنَا النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَحَدَّثْنَاهُ، فَقَالَ: «كُلْ وَأَطْعِمْنَا مَعَكَ، وَمَا يُدْرِيكَ أَنَّهَا رُقْيَةٌ» قَالَ: قُلْتُ: أُلْقِيَ فِي رَوْعِي
– له ابو سعيد خدري روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم يوه ډله ولېږله چي زه هم په كي وم؛ يوه كلي ته ورسېدو؛ خواړه مو له كليوالو وغوښتل خو له دې ئې ډډه وكړه چي كوم څه راباندي وخوري؛ بيا د كليوالو يو تن راته راغى او وئې ويل: اې د عربانو ډلې! آيا په تاسو كي داسي سړى شته چي دم كوي؟ ومي ويل: څه دي؟ وئې ويل: د كلي ملك مري؛ ابو سعيد وويل: له ده سره وخوځېدو؛ نو هغه مي په فاتحة الكتاب؛ دم كړ؛ څو ځلي مي پرې تكرار كړه؛ نو روغ شو؛ بيا ئې موږ ته خواړه راولېږل او څه مېږي چي پوول كېږي؛ نو زما يارانو وويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم موږ ته په دې اړه هيڅ امر نه دئ كړى؛ هيڅ څه نه ترې اخلو؛ تر هغه چي نبي صلى الله عليه و سلم ته ورشو؛ نو مېږي مو رواني كړي؛ تر هغه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ورغلو؛ نو ورته ومو ويل: وئې فرمايل: وئې خورئ او په خوراك كي مو درسره گډ كړئ؛ څه شي خبر كړې چي په دې سره دمول كېدى شي؟ ومي ويل: همداسي مي په زړه كي واچول شوه.
دا روايت چي د بخاري تر روايت له هره پلوه غوره برېښي؛ هم د ځينو وضاحتونو له پلوه او هم د اجورې د نه غوښتلو له پلوه؛ دا مطلب هم زموږ مخي ته ږدي چي الله تعالى مؤمن ته فهم او بصيرت وركوي؛ او كه د خپل مؤمنانه فهم له مخي په څه پوه شي؛ دا يو محمود او مقبول كار دئ نه ممنوع او مقبوح؛ دا دئ گورئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ابو سعيد رضي الله عنه په دې نه دئ ملامت كړى.
نوموړي دا هم وويل چي د بخاري له روايت په دم شكرانه اخيستل معلومېږې خو د شعب الإيمان له روايت نه غوښتل او نه اخيستل؛ هغه روايت له هره پلوه ستونزي لري؛ صحيح بڼه ئې د شعب الإيمان روايت دئ؛ په دم، دعاء، دعوت، أذان، امامت، د قرآن تلاوت؛ اجوره او شكرانه اخستل ناروا دي؛ رقيه په اصل كي دعاء ده؛ تأثير په دعاء كي دئ نه پو كولو كي؛ فاتحه تر ټولو جامع او اغېزمنه دعاء ده؛ د قرآن د ټولو دعاءگانو خلاصه ده؛ ابو سعيد خدري د دعاء په توگه ويلي؛ د اجورې او شكرانې غوښتنه ئې نه ده كړې؛ له ستنېدو وروسته كليوالي په خپل خوښه د خوراك تر څنگ څو مېږي هم وروړې؛ ده او ياران ئې په اخستلو كي متردد وو؛ موضوع ئې د رسول الله صلى الله عليه و سلم پرېكړي ته محول كړه؛ د عربو د عام دود له مخي دوى پر كليوالو دا حق درلود چي د مېلمنو په توگه ئې وپالي؛ درناوى او خوراك وركول؛ د عربو عام او منل شوى دود او رواج وو؛ دا د مېلمه حق گڼل كېدو؛ خو دوى نه په خپل كلي كي دا مېلمانه ومنل او نه ئې وپالل؛ د بيمار مشر له ژغورني وروسته ئې په خپله خوښه دا شيان ورلېږلي وو؛ په روايت كي د كليوالو له دې وينا (اې د عربو ټوليه!!) په څرگنده توگه معلومېږي چي دا كليوال غير عرب او غالباً يهودان وو؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم له لارښووني دا نه معلومېږي چي د دم شكرانه اخستل ئې جائز گڼلې؛ د كليوالو د بد چلن په وړاندي ئې د ابوسعيد خدري رضي الله عنه او د ده د ملگرو كار سم گڼلى؛ له دې په دم د شكرانې تر لاسه كولو جواز راايستل؛ مغالطه ده.
هغه چي په دم او تعويذ شكرانې تر لاسه كوي او همدا ئې د دكان متاع او د روزي وسيله ده؛ داسي روايات خوښوي چي د دې كار جواز ترې ثابت شي؛ كه څه هم نه د سند له پلوه صحيح وي او نه د متن له پلوه.
د درس په پای کي په اجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه
