د حکمتيار صاحب نه څلويښتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
يکشنبه د اسد اول؛ ۱۴۰۲:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله نهڅلوېښتمه درسي حلقه د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼشمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د خپل ننني درس تر پيل وړاندي وويل:
تر ننني درس وړاندي يوه موضوع وړاندي كول غواړم: تاسو به ډېر اورېدلي وي؛ مخصوصاً له يوې خاصي ډلي؛ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په سر كي د حديث له ليكلو ممانعت كړى وو؛ خو وروسته ئې بيا اجازه وركړه؛ خو دا ئې نه دي ويلي چي دا نهي تر كله پر خپل حال وه او كله پاى ته ورسېدله؛ او كله د حديث د ليكلو اجازه وركړى شوه؛ ما ته له تحقيق وروسته معلومه شوه چي دا ادعاء حقيقت نه لري؛ ستاسو مخي ته به هغه روايات هم كښېږدم چي په تأكيد او قاطعيت سره وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د ژوند تر پايه د حديث د ليكلو اجازه نه ده وركړې؛ او هغه روايات هم چي ځينو د حديث د ليكلو جواز ترې راايستلى؛ خو په ډېر تكلف او ضعيف استدلال سره؛ او هغه هم د رسول الله صلى الله عليه و سلم د رسالت په يوه دوه وروستي كلونو كي.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه؛ د حديث ليكلو جواز وركول دوه صورتونه درلودى شي:
اول: دا چي رسول الله صلى الله عليه و سلم يو يا څو كسان توظيف كړي وي چي د ده احاديث وليكي؛ حقيقت دا دئ چي د دې لپاره هيڅ سند او مدرك نشته؛ كه داسي وى نو د دوى نومونه به اخستل شوي وو او ټول صحابه به ترې خبر وو؛ همغسي لكه د وحي كاتبان او ليكونكي چي ټولو ته معلوم وو او رسول الله صلى الله عليه و سلم به د هري وحي له نزول سره سم رابلل؛ نوې وحي به ئې هغوى ته اوروله، هغوى به ليكله؛ او نسخې به ئې خپرېدې.
دوهم: دا چي رسول الله صلى الله عليه و سلم عامه اجازه وركړې وي او هر چا كولى شو؛ احاديث وليكي؛ د دې لپاره هم نه يوازي شواهد نه مومو؛ بلكي گڼ شمېر روايات لرو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د دې ممانعت كړى؛ او يقيناً چي د عام جواز خبره كول هم بې دليله ده او هم بدي پايلي لري؛ هغه څوك به دا خبره كوي چي د داسي كار له بدو پايلو خبر نه وي؛ يو عادي انسان دا نه خوښوي چي د ده خبري دي څوك په خپل سر وليكي او هغه دي خپرې كړې؛ هيڅوك نشي كولى د بل خبري په بشپړ دقت او امانت سره انتقال كړي؛ هم به د الفاظو په انتقال كي اشتباه كوي او هم د معنى او محتواء په انتقال كي؛ موږ په مطبوعاتي ناستو كي خپل مطالب په ليكلې بڼه خبريالانو ته وركوو؛ له دې وېري چي عمداً يا سهواً ئې په غلطه توگه انتقال نه كړي؛ نه غواړو هغوى په خپل سر او په خپلو الفاظو او ادبياتو زموږ مطالب انتقال كړي؛ خو سره له دې گورو چي هر ځل مطالب په سمه توگه نه وي انتقال شوي؛ كه ئې له يوې ژبي بلي ته ژباړي ډېر مطالب ترې گډ وډ او غلط شي او كه غواړي هغه مختصر كړي نو گورو چي اصلي او مهم مطالب ترې پاته شوي وي. د رسول الله صلى الله عليه و سلم له لوري د حديث له ليكلو ممانعت؛ هم د حكمت مطابق وو او هم له رواياتو په څرگنده توگه معلومېږي چي همداسي شوي. دې رواياتو ته لږ ځير شئ:
1288 - عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لَا تَكْتُبُوا عَنِّي شَيْئًا غَيرَ الْقُرْآنِ، فَمَنْ كَتَبَ عَنِّي شَيْئًا غَيرَ الْقُرْآنِ فَلْيَمْحُهُ» سنن الدارمي
له ابو سعيد خدري روايت دئ چي نبي صلى الله عليه و سلم فرمايلي: له قرآن پرته بل څه له ما مه ليكئ؛ او چا چي له قرآن پرته بل څه له ما ليكلي وي؛ هغه دي له منځه يوسي.
حسين سليم اسد وايي: دا د سند له پلوه صحيح حديث دئ. په دغو معروفو كتابونو كي راوړل شوى: مسلم، مسند البزاز، مسند احمد، صحيح ابن حبان، سنن الدارمي، سنن النسائي الكبرى، سنن الكبرى للبيهقي او مسند أبي يعلى.
بايد متوجه وو چي ابو سعيد خدري د رسول الله صلى الله عليه و سلم د رحلت په وخت كي شل كلن وو؛ يعني چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم تر رحلت لږ وړاندي به ئې دا خبره اورېدلې وي.
په دې اړه بل روايت دا دئ:
11092 – عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: كُنَّا قُعُودًا نَكْتُبُ مَا نَسْمَعُ مِنَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَخَرَجَ عَلَيْنَا، فَقَالَ: «مَا هَذَا تَكْتُبُونَ؟» فَقُلْنَا: مَا نَسْمَعُ مِنْكَ، فَقَالَ: «أَكِتَابٌ مَعَ كِتَابِ اللَّهِ؟» فَقُلْنَا: مَا نَسْمَعُ، فَقَالَ: «أَكِتَابٌ غَيْرُ كِتَابَ اللَّهِ؟ امْحِضُوا كِتَابَ اللَّهِ وَأَخْلِصُوهُ» قَالَ: فَجَمَعْنَا مَا كَتَبْنَا فِي صَعِيدٍ وَاحِدٍ؛ ثُمَّ أَحْرَقْنَاهُ بِالنَّارِ.... مسند احمد
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وئې ويل: ناست وو او هغه څه مو ليكل چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم مو اورېدل؛ وئې فرمايل: دا څه دي چي ليكئ ئې؟ ومو ويل: هغه څه چي له تا ئې اورو؛ وئې فرمايل: آيا د الله د كتاب خوا ته بل كتاب؟ ومو ويل: فقط هغه څه چي موږ ئې اورو (هيڅ څه له ځانه نه پرې زياتوو)؛ وئې فرمايل: مگر د الله له كتاب پرته بل كتاب؟ د الله كتاب خالص او منفرد ونيسئ. ابو هريره وويل: څه چي مو ليكلي وو ټول مو راغونډ كړل او په اور كي مو وسوزول.
بايد متوجه وو چي ابوهريره د اوم هجرى كال په لومړيو كي؛ د خيبر جنگ په كال ايمان راوړى؛ له دې روايت چي راوي ئې ابوهريره دئ معلومېږي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د رسالت په 20 كلونو كي؛ د بعثت له ورځي بيا تر اُوَم هجري كال؛ هيچا ته د احاديثو د ليكلو اجازه نه وه وركړې؛ او چا چي د ده له اجازې پرته څه ليكلي وو؛ ټول ئې وسوزول؛ معلومه نه ده چي ابو هريره به د رسالت په پاته دريو كلونو كي كله دا اجازه غوښتې وي؛ خو رسول الله صلى الله عليه و سلم ونه منله؛ نو د حديث د ليكلو لپاره څه مجال پاته شوى وو؟ يعنى دا ادعاء هيڅ وزن نه لري چي رسول الله صلى الله عليه و سلم به د خپل ژوند په پاته يو يا دوه كلونو كي د حديث د ليكلو اجازه وركړې وي؛ له دې روايت دا هم معلومېږي چي هغه روايت قطعاً صحيح نه دئ چي گواكي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ما ته قرآن راكړى شوى او مثل ئې ورسره؛ كه ابو هريره؛ د رسالت 21 كال كي له رسول الله صلى الله عليه و سلم اورېدلي چي د تعجب او حيرت په توگه ئې فرمايلي: أَكِتَابٌ مَعَ كِتَابِ اللَّهِ؟» أَكِتَابٌ غَيْرُ كِتَابَ اللَّهِ؟ امْحِضُوا كِتَابَ اللَّهِ وَأَخْلِصُوهُ: آيا د الله د كتاب په څنگ كي بل كتاب؟ مگر د الله له كتاب پرته بل كتاب؟ د الله كتاب خالص او منفرد وساتئ (بل كتاب ئې په خوا كي مه جوړوئ). آيا ايمان او عقل اجازه راكوي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم دا مؤكده لارښوونه او سپارښتنه له پام وغورځوو او داسي څه ووايو چي د دې سپارښتني خلاف وي؟! ولي به دا اشتباه كوو؛ ضرورت او گټه ئې څه ده؟
د حزب اسلامي افغانستان د محترم أمير په وينا؛ كه دا روايت د رسول الله صلى الله عليه و سلم د حجة الوداع خطبې په رڼا كي وڅېړو؛ هغه خطبه چي په كي ويلي ئې وو: هغه څه په تاسو كي پرېږدم چي كه منگولي پرې ټينگي وساتئ؛ هيڅكله به بې لاري نه شئ؛ د الله تعالى كتاب. په قطعي توگه دې نتيجې ته رسو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم نه د حديث د ليكلو اجازه وركړې؛ او نه له قرآن پرته بل كتاب وو؛ په بشپړ يقين سره ويلى شو چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم لومړۍ او وروستۍ سپارښتنه همدا وه: كه په (قرآن) منگولي ولگوئ؛ هيڅكله به بې لاري نه شئ؛ هره بله رأى او ادعاء؛ ناسمه او د حقيقت خلاف ده.
راشئ وگورو چي د دې څرگندو حقائقو نه منونكي د خپلي رأى لپاره څه دليل لري؛ دوى د سنن ابي داؤد دا روايت په دليل كي وړاندي كوي:
3646 - عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو، قَالَ: كُنْتُ أَكْتُبُ كُلَّ شَيْءٍ أَسْمَعُهُ مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أُرِيدُ حِفْظَهُ، فَنَهَتْنِي قُرَيْشٌ وَقَالُوا: أَتَكْتُبُ كُلَّ شَيْءٍ تَسْمَعُهُ وَرَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَشَرٌ يَتَكَلَّمُ فِي الْغَضَبِ، وَالرِّضَا، فَأَمْسَكْتُ عَنِ الْكِتَابِ، فَذَكَرْتُ ذَلِكَ لِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَأَوْمَأَ بِأُصْبُعِهِ إِلَى فِيهِ، فَقَالَ: «اكْتُبْ فَوَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ مَا يَخْرُجُ مِنْهُ إِلَّا حَقٌّ» سنن ابي داؤد
له عَبْد اللَّه بْنِ عَمْرٍو روايت دئ چي وايي: ما به هر هغه څه ليكل چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم به مي اورېدل؛ غوښتل مي هغه حفظ كړم؛ قريشو ترې منع كړم او وئې ويل: آيا هر هغه څه ليكې چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم ئې اورې؟ په داسي حال كي چي هغه بشر دئ؛ كله د غضب حالت كي څه وايي او كله د رضاء حالت كي؛ نو ما له ليكلو ډډه وكړه؛ بيا مي دا رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ياده كړه؛ نو هغه په خپلي گوتي سره خپلي خولې ته اشاره وكړه او وئې فرمايل: وليكه؛ په هغه ذات قسم چي زما نفس ئې په لاس كي دئ؛ له دې يوازي حق خبره وځي.
دا روايت چي راويان ئې دا دي: مُسَدَّد، أَبُو بَكْرِ بْن أَبِي شَيْبَةَ، يَحْيَى، عُبَيْدِ اللَّهِ بْنِ الْأَخْنَسِ، الْوَلِيدِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِي مُغِيثٍ، يُوسُفَ بْنِ مَاهَك او عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو؛ غريب دئ؛ په 5 طبقو كي يو يو او په شپږمه كي دوه راويان لري؛ له صحاح سته يوازي سنن ابي داؤد كي راغلى؛ اهل ظاهر په داسي حال كي په دې روايت استناد كوي چي امام بخاري او امام مسلم هم نه دئ راوړى؛ په صحيح بخاري كي دا باب مومو: باب كتابة العلم؛ چي مقصد ئې د حديث ليكل دي؛ ترې لاندي ئې هغه روايات راوړي چي له هغوى اصلاً د احاديثو د ليكلو خبره نه ثابتېږي؛ نور خو پرېږدئ؛ حتى د امام بخاري شاگرد؛ امام مسلم هم ورسره موافق نه دئ. روايات دا دي:
111 - عَنْ أَبِي جُحَيْفَةَ، قَالَ: قُلْتُ لِعَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ: هَلْ عِنْدَكُمْ كِتَابٌ؟ قَالَ: " لاَ، إِلَّا كِتَابُ اللَّهِ، أَوْ فَهْمٌ أُعْطِيَهُ رَجُلٌ مُسْلِمٌ، أَوْ مَا فِي هَذِهِ الصَّحِيفَةِ. قَالَ: قُلْتُ: فَمَا فِي هَذِهِ الصَّحِيفَةِ؟ قَالَ: العَقْلُ، وَفَكَاكُ الأَسِيرِ، وَلاَ يُقْتَلُ مُسْلِمٌ بِكَافِرٍ " بخاري
له ابو جُحَيفه روايت دئ چي وايي: علي بن ابي طالب ته مي وويل: آيا كوم خاص كتاب درسره شته؟ وئې ويل: نه؛ مگر د الله تعالى كتاب؛ او هغه فهم چي مؤمن انسان ته ئې وركړى؛ او هغه څه چي په دې پاڼي كي دي؛ ومي ويل: نو په دې پاڼي كي څه دي؟ وئې ويل: د قاتل د خپلوانو له لوري ديت وركول، د اسير آزادول او دا چي مسلمان د كافر په بدل كي نه وژل كېږي.
له دې روايت نه يوازي د حديث د ليكلو جواز نه معلومېږي؛ بلكي نه ليكل ئې ثابتېږي؛ دا ځكه چي:
1. له علي رضي الله عنه سره فقط يو ليكلي حديث وو؛ كه رسول الله صلى الله عليه و سلم د حديث ليكلو اجازه وركړې وى او دا ئې ضروري گڼلى نو له شك پرته چي علي رضي الله عنه به د حديث ضخيم او ستر كتاب درلود؛ ځكه دئ د بعثت له لومړۍ ورځي بيا د رسول الله صلى الله عليه و سلم تر رحلت پوري تل ورسره وو؛ او په ليك لوست هم پوهېدو؛ خو دا روايت وايي: له ده سره يوازي يو ليكلى حديث وو!!
2. أبو جحيفه د رسول الله صلى الله عليه و سلم د رحلت په وخت كي نوى ځوانۍ ته رسېدلى وو؛ نو د ده دا روايت به حتماً د رسول الله صلى الله عليه و سلم له رحلت وروسته وو؛ او دا ښيي چي تر دې مهال له علي رضي الله عنه سره فقط يو ليكلى حديث وو او هغه هم دومره (العَقْلُ، وَفَكَاكُ الأَسِيرِ، وَلاَ يُقْتَلُ مُسْلِمٌ بِكَافِرٍ)؛ يعني نيم سطر.
3. په روايت كي ويل شوي چي علي رضي الله عنه؛ له قرآن وروسته د هغه فهم يادونه كړې چي الله تعالى ئې هر مسلمان ته وركوي؛ دا د اسلام او صحابه وو له نظره د فهم اهميت او مقام په گوته كوي؛ كه څه هم موږ د قرآن په حقانيت د عقل او فهم په مرسته پوهېږو؛ د انسان مكلفيتونه له بلوغ او د عقل له پوخوالي وروسته پيل كېږي؛ مجنون مكلف نه دئ؛ خو له قرآن وروسته د فهم يادونه ښيي چي هم رسول الله صلى الله عليه و سلم د قرآن له لارښونو د خپل فهم مطابق موږ ته لارښووني كړې او هم هر بل مسلمان ته الله تعالى د قرآن مناسب فهم ورپه برخه كوي.
4. په روايت كي دا وضاحت نه مومو چي د محارب كافر او معاهد او ذمي كافر تر منځ توپير دئ؛ په داسي حال كي چي د محارب كافر په وژلو سره ديت نشته؛ خو د معاهد او ذمي كافر په وژلو كي قصاص او ديت شته.
د بخاري بل روايت دا دئ:
112 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ: ... فَجَاءَ رَجُلٌ مِنْ أَهْلِ اليَمَنِ فَقَالَ: اكْتُبْ لِي يَا رَسُولَ اللَّهِ، فَقَالَ: «اكْتُبُوا لِأَبِي فُلاَنٍ». .... فَقِيلَ لِأَبِي عَبْدِ اللَّهِ أَيُّ شَيْءٍ كَتَبَ لَهُ؟ قَالَ: كَتَبَ لَهُ هَذِهِ الخُطْبَةَ. بخاري
له ابو هريره روايت دئ چي .... د يمن يو سړى راغى او وئې ويل: يا رسول الله! ما ته (دا خطبه) وليكه؛ وئې فرمايل: د فلاني پلار ته ئې وليكئ؛ بيا ابو عبد الله ته وويل شول: څه شى ئې ورته وليكل؟ وئې ويل: همدا خطبه ئې ورته وليكله.
دا د مكې د فتحي د كال خبره ده؛ د دوو قبيلو تر منځ د قتل پېښه رامنځته شوې وه؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته اطلاع ورسېده؛ هغوى ته ورغى؛ هلته ئې يوه خطبه درلوده؛ يوه يمني ترې وغوښتل چي دا خطبه په ليكلې بڼه ده ته وسپارل شي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم امر وكړ چي ورته وليكل شي. عجيبه ده كه څوك له دې دا خبره راباسي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د حديث د ليكلو اجازه وركړې وه؛ دا يوه معينه خطبه د خاصي قضيې په اړه وه؛ او د رسول الله صلى الله عليه و سلم په سپارښتنه او حضور كي ليكل شوې؛ نه دا چي هر چا ته ئې د حديث د ليكلو اجازه وركړې!! او دا هم د رسول الله صلى الله عليه و سلم د عمر په پاى كي او د مكې له فتحي وروسته وو. د بخاري بل روايت دا دئ:
113 - عن وَهْب بْن مُنَبِّهٍ، عَنْ أَخِيهِ، قَالَ: سَمِعْتُ أَبَا هُرَيْرَةَ، يَقُولُ: «مَا مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَحَدٌ أَكْثَرَ حَدِيثًا عَنْهُ مِنِّي، إِلَّا مَا كَانَ مِنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو، فَإِنَّهُ كَانَ يَكْتُبُ وَلاَ أَكْتُبُ» تَابَعَهُ مَعْمَرٌ، عَنْ هَمَّامٍ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ بخاري
د وَهْب بْن مُنَبِّه ورور ويلي چي له ابوهريره مي اورېدلي چي ويل ئې: د رسول الله صلى الله عليه و سلم په صحابه وو كي هيچا تر ما زيات احاديث؛ له ده؛ نه دي روايت كړي؛ مگر هغه چي د عبد الله بن عمرو له لوري دي؛ ځكه هغه به ليكل.
د دې روايت معنى دا ده چي ابن عمرو به ليكل خو ابوهريره به نه ليكل؛ تر دې وړاندي د عبد الله بن عمرو په اړه روايت ستاسو له نظره تېر شو چي ده په خپله ويلي زه صحابه وو ترې منع كولم؛ نو ما ليكل بند كړل! د صحابه وو منع كول ښيي چي له دې كار سره موافق نه وو؛ د فرد په مقابل كي د صحابه وو اجماع او اكثريت معتبر گڼل كېږي.
د بخاري بل روايت داسي دئ:
114 - عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ، قَالَ: لَمَّا اشْتَدَّ بِالنَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَجَعُهُ قَالَ: «ائْتُونِي بِكِتَابٍ أَكْتُبْ لَكُمْ كِتَابًا لاَ تَضِلُّوا بَعْدَهُ» قَالَ عُمَرُ إِنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ غَلَبَهُ الوَجَعُ، وَعِنْدَنَا كِتَابُ اللَّهِ حَسْبُنَا. فَاخْتَلَفُوا وَكَثُرَ اللَّغَطُ، قَالَ: «قُومُوا عَنِّي، وَلاَ يَنْبَغِي عِنْدِي التَّنَازُعُ» فَخَرَجَ ابْنُ عَبَّاسٍ يَقُولُ: «إِنَّ الرَّزِيَّةَ كُلَّ الرَّزِيَّةِ، مَا حَالَ بَيْنَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَبَيْنَ كِتَابِهِ»
له ابن عباس رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: کله چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم درد او رنځ زيات او سخت شو؛ (تر رحلت لږ وړاندي)؛ وئې فرمايل: (يو کتاب راته راوړئ چي هغه څه درته وليکم چي تر هغه وروسته بې لاري نشئ). عمر رضي الله عنه وويل: پر رسول الله صلى الله عليه و سلم باندي خپل درد او رنځ غلبه کړې ده، له موږ سره د الله تعالى کتاب شته؛ همغه راته کافي دئ. په موجودو صحابه وو كي اختلاف راولاړ شو او شور او ځوږ ډېر شو؛ نو (رسول الله صلى الله عليه و سلم) وفرمايل: (له ما پورته شئ؛ زما په وړاندي اختلاف او نزاع مناسبه نه ده.)؛ ابن عباس ووتلو او ويل ئې: يقيناً بشپړ مصيبت وو چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم او د څه ليكلو تر منځ خنډ شو.
تكرار: دا روايت په بخاري كي شپږ ځلي نور په دغو شمېرو راغلى: 3053، 3168، 4431، 4432، 5669، 7366
توپير: په ځينو كي ائْتُونِي بِكَتِفٍ أَكْتُبْ لَكُمْ كِتَابًا په ځينو كي هَلُمُّوا أَكْتُبْ لَكُمْ كِتَابًا او په ځينو كي ائْتُونِي بِكِتَابٍ أَكْتُبْ لكم كتاباً ويل شوي، په ځينو كي وَعِنْدَنَا كِتَابُ الله حَسْبُنَا او په ځينو كي وَعِنْدَكُمُ الْقُرْآنُ، په ځينو كي دعُونِى فَالَّذِي أَنَا فِيهِ خَيْرٌ مِمَّا تَدْعُونِى إِلَيْهِ او په بل كي ذَرُونِى، فَالَّذِي أَنَا فِيهِ خَيْرٌ مِمَّا تَدْعُونِى إِلَيْهِ په ځينو كي دا هم ويل شوي چي وَأَوْصَى عِنْدَ مَوْتِهِ بِثَلاَثٍ "أَخْرِجُوا الْمُشْرِكِينَ مِنْ جَزِيرَةِ الْعَرَبِ، وَأَجِيزُوا الْوَفْدَ بِنَحْوِ مَا كُنْتُ أُجِيزُهُمْ". وَنَسِيتُ الثَّالِثَةَ: له وفات مخكي ئې د دريو خبرو سپارښتنه وكړە: مشركين له جزيرة العرب وباسئ، هغه ډله همغه لوري ته ولېږئ (او جوائز ئې وركړئ) چي ما ئې لېږل غوښتل؛ او درېيمه مي هېره شوې؛ او ځيني نور توپيرونه.
دا روايت د سند له مخي داسي دئ چي په دريو طبقو كي يو يو راوي لري، د متن له پلوه له نورو رواياتو سره تعارض لري، دغه مطلب (ائْتُونِي بِكِتَابٍ أَكْتُبْ لَكُمْ كِتَابًا لاَ تَضِلُّوا بَعْدَهُ)؛ له بخاري پرته په بل هيڅ مهم كتاب كي نه دئ راوړل شوى؛ د صحاح سته د پاته پنځو كتابونو په شمول؛ د دې رواياتو په اړە څو خبري كولى شو:
الف· په دغو متعارضو رواياتو كي يوازي يو غوره كولى شو، همغه چي وايي رسول الله صلى الله عليه و سلم له وفات مخكي د دريو خبرو سپارښتنه وكړە...، د رواياتو متن او محتوى ته په پام سره هر عاقل انسان دې نتيجې ته رسي چي دا روايت دقيق برېښي، همدا له هغه حالت سره مناسبي سپارښتني دي. او د پاته رواياتو په اړە څو پوښتني راولاړېږي:
ب· آيا دا منلى شو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم داسي مهمه خبره له ځان سره ساتلې وه او د ژوند ترپايه ئې چا ته نه كوله؟ او په پاى كي ئې هم د ځينو د شور او ځوږ په وجه پرېښوده؟ له غلاتو پرته هيڅوك د رسول الله صلى الله عليه و سلم په اړە داسي خبره نشي كولى!
ج· رسول الله صلى الله عليه و سلم خو ليك او لوست نه كولو؛ څنگه دلته ويل شوي چي كتاب يا د اوږې هډوكى راوړئ چي څه درته وليكم؟ دا څنگه تر دې د مخه هيڅكله رسول الله صلى الله عليه و سلم داسي نه وو كړي، نه ئې د قرآن په اړە ويلي چي راشئ نوې وحي راغلې درته وئې ليكم او نه ئې د خپلي وينا په اړە داسي خبره كړې؛ څنگه ومنو چي په لومړي ځل او هغه هم له رحلت لږ مخكي ئې دا خبره وكړە؟!
ح· صحابه وو خو د ده د صحت او روغتيا په ورځو كي هم د ده په وړاندي له شور او ځوږ ډډە كوله؛ د ده د شديد مرض په حالت كي به ئې څنگه دا كار كولو؟
د· نور روايات خو وايي چي په دغو شپو ورځو كي د رسول الله صلى الله عليه و سلم خوا ته يوازي د ده مېرمني او ډېر نژدې خپلوان راتلل، د نورو صحابه وو د راغونډېدو خبره په بل كوم روايت كي نه مومو!! دا ځكه چي د ده وړوكي كور او خوني ته د زياتو صحابه وو ننوتل؛ د عقل منافي خبره ده؛ كه نور څوك راغلي وى نو ولي د دوى نومونه نه دي اخيستل شوي. له روايت دا نه معلومېږي چي عبدالله بن عباس رضي الله عنهما هلته حاضر وو؛ او دا هم نه دي ويل شوي چي ده دا خبره له چا اورېدلې؟ او هغه كس ولي له ده پرته بل چا ته دا خبره نه ده كړې؟!
اوس نو تاسو او هغه څوك چي د بريا تلويزيون له لاري دا درس اوري؛ په سړه سينه او شفاف ذهن؛ له ړوند تعصب او افراطي حب او بغض پرته ووايئ؛ آيا له دغو رواياتو دا خبره راايستل چي رسول الله صلى الله عليه و سلم؛ د حديث ليكلو اجازه وركړې وه؛ عجيبه او حيرانوونكې نه ده؟!!
له پورتني تفصيلي وضاحت وروسته ښاغلي حکمتيار په ٥٣ باب کي (د خنزير وژل) عنوان د لاندينيو رواياتو په استناد باندي تشريح کړ، هلته چي فرمايي:
1044 ـ وَعَنهُ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمُ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا مُقْسِطًا فَيَكْسِرَ الصَّلِيبَ، وَيَقْتُلَ الْخِنْزِيرَ، وَيَضَعَ الْجِزْيَةَ، وَيَفِيضَ الْمَالُ حَتَّى لا يَقْبَلَهُ أَحَدٌ». (بخاري: 2222)
١٠٤٤ – او له همده (ابو هريره رضي الله عنه) روايت دئ چي وئې ويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((قسم په هغه ذات چي زما نفس ئې په لاس کي دئ؛ ډېر ژر به عيسى بن مريم؛ د عادل واکمن په توگه ستاسو منځ ته راکوز شي؛ صليب به مات کړي، خنزير به ووژني، جزيه به پاى ته ورسوي او مال به دومره زيات شي چي څوک به ئې نه اخلي))
دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2222 - 3448 -
د بخاري د 2222 روايت راويان دا دي: قُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيد، اللَّيْثُ بْنُ سَعْد، ابْنِ شِهَاب الزُّهْرِيِّ، سَعِيدِ بْنِ الْمُسَيِّبِ، أَبو هُرَيْرَةَ، او د بل ئې دا: إِسْحَاقُ، يَعْقُوبُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ، پلار ئې ابراهيم، صَالِحٍ، ابْنِ شِهَاب، سَعِيد بْن المُسَيِّب، أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ. يعني په دريو طبقو كي يو يو راوي لري؛ په نورو كتابونو كي هم له همدغو راويانو سره راغلى؛ يعني چي دا روايت د سند له مخي ډېر غريب دئ؛ اما متن ئې دا پوښتني رامنځته كوي:
په روايت كي په دې آيت استناد شوى:
وَإِن مِّنۡ أَهۡلِ ٱلۡكِتَٰبِ إِلَّا لَيُؤۡمِنَنَّ بِهِۦ قَبۡلَ مَوۡتِهِۦۖ وَيَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ يَكُونُ عَلَيۡهِمۡ شَهِيدٗا ١٥٩ النساء
او د اهل كتاب به هيڅوك نه وي مگر داسي چي له خپل مرگ مخكي به هرومرو پر ده ايمان راوړي او د قيامت په ورځ به پرې شاهد وي.
قدرمن مشر زياتوي چي د دې آيت دوه ترجمې شوې:
1- له اهل كتاب به هيڅوك داسي پاته نه شي چي له خپل مرگ مخكي د عيسى عليه السلام حقيقت ورته معلوم نه شي او په دې پوه نه شي چي هغه نه خداى وو او نه د خداى زوى؛ بلكي د خداى بنده او د هغه پيغمبر وو.
2- د عيسى عليه السلام له راكوزېدو وروسته به ټول موجود اهل كتاب د ده له مرگ مخكي پر ده ايمان راوړي.
په دغي دوهمي ترجمې او تفسير كي دوه فقرې او مطالب مقدر گڼل شوي: (د عيسى عليه السلام بيا راتگ) او (هغه وخت موجود اهل كتاب)؛ خو نه دا مطالب په آيت كي شته او نه داسي الفاظ چي دا مطالب ترې راووځي؛ له دې تقديرونو پرته هيڅوك له آيت دا مطلب نه شي اخيستلى. خو په لومړۍ ترجمې كي د آيت له خپلو الفاظو پرته هيڅ لفظ او مطلب نه دئ علاوه شوى، لومړۍ ترجمه د دې لپاره هم غوره برېښي چي په آيت كي ټولو اهل كتاب ته اشاره شوې، حصر او استثناء په كي نشته، خو په دوهمي ترجمې كي يوازي د عيسى عليه السلام د راكوزېدو په وخت كي موجود اهل كتاب اخيستل شوي او نور مستثنى شوي. دوهمه ترجمه ستونزي لري او غير دقيق ده.
د قرآن له بياناتو معلومېږي چي د مرگ په وخت كي ډېر حقائق انسان ته څرگند شي، په خپلو غلطيو او اشتباهاتو پوه شي، لكه د همدې سورې په 97 آيت كي د هغو كسانو په اړه ويل شوي چي په دارالكفر كي پاته شوي وو، د ملائكو له وينا به پوه شي چي پر خپل ځان ئې ظلم كړى وو، هسي ئې د الله پراخه زمكه تنگه گڼلې وه او له هجرت ئې ډډه كړې وه، په كار وه چي د خپل دين او ايمان د حفاظت لپاره ئې هجرت كړى وى او د كفر له سلطې ئې ځان آزاد كړى وى؟!
هغه اهل كتاب چي عيسى عليه السلام د خداى زوى گڼي او گمان كوي چي د ده په وجه به له عذاب او الهي مؤاخذې خوندي وي؛ د خپل مرگ په وخت كي به پوه شي چي دا هسي بې بنياده هيلي وې، نه هغه خداى وو او نه د خداى زوى او نه له عذاب زموږ د ژغورني ذمه وار.
د قيامت په ورځ به هم وگوري چي عيسى عليه السلام د دوى خلاف شهادت وركوي.
د دې روايت دا برخه (وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ)؛ هم وضاحت ايجابوي؛ اهل ظاهر د دې او دې ته ورته نصوصو په اړه ډېر شاذ او ناسم تعبير لري؛ (الَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ) يوه استعاره ده؛ مقصد ئې دا دئ: هغه چي زما نفس ئې په واك كي دئ؛ يعني هغه چي زما د ژوند مالك دئ؛ نه نفس كوم جسم او جسد دئ چي تمليك ئې د لاس په څېر عضو ايجابوي او نه دلته د الله تعالى د ذات په اړه څه ويل شوي؛ كه بحث د الله تعالى د ذات په اړه وى نو داسي به ويل كېدل: لله اليد؛ دقرآن په هيڅ آيت كي به دا ونه مومئ چي د الله تعالى د ذات څرنگوالي په اړه صراحتاً يا اشارتاً څه ويل شوي؛ حتى دا هم نه مومو چي د الله تعالى د ذات په اړه د تفكر سپارښتنه په كي شوې وي؛ له همدې امله رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي: لا تفكروا في الله: د الله تعالى د ذات په اړه فكر مه كوئ؛ تاسو پرې احاطه نه شئ كولى.
ښاغلی حکمتيار زياتوي چي دا شاذ مسلك د ابن تيميه او د هغه د يارانو له لوري رامنځته شوى؛ په خيرالقرون؛ صحابه، تابعين، تبع تابعين او ورپسې نسلونو كي ئې هيڅ بېلگه او مثال نه مومو؛ په خيرالقرون كي؛ نه يوازي هيچا الله تعالى ته د عضو او غړي ثابتولو هڅه نه ده كړې او حتى له څه ويلو ئې ډډه كړې؛ خو اهل ظاهر؛ په استعارو او متشابه آيتونو د استناد په مټ؛ ناكامه او قبيح هڅه كړې؛ او وايي: خداى انسان د ځان په څېر پيدا كړى، دوه لاسونه، دوه پښې، هر لاس او پښه ئې پنځه پنځه گوتي، ساق، دوه سترگي، دوه غوږونه، څادر، لونگ، د سرو زرو نعلين، د ناستي لپاره عرش او كرسي ... لري، د قيامت په ورځ به ئې ساق بربنډ شي، له عرش د زمكي آسمان ته راكوزېږي، خاندي، .... يعني له هره پلوه انسان ته ورته؛ خو په پاى كي وايي: بلا تشبيه او بلاتكييف؛ او دا هم ځكه وايي چي الله تعالى فرمايلي: (... لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ...)؛ د دې آيت معنى دا ده چي په دې ټول عالم كي هيڅ شى په خپل ذات او صفاتو كي الله تعالى ته ورته نه دئ؛ اهل ظاهر د دې لپاره چي وښيي؛ دوى الله تعالى له انسان سره نه دئ تشبيه كړى؛ وايي: الله تعالى دوه لاسونه لري خو لاسونه ئې د انسان په څېر نه دي!! يعني چي الله تعالى هم انسان ته ورته دئ او هم نه دئ ورته؛ دا يقيناً چي مغالطه ده؛ هم له ځان سره او هم له نورو سره؛ الله تعالى هغه ذات دئ چي په ټولو مخلوقاتو كي هيڅ يو ئې په هيڅ څه كي الله تعالى ته ورته نه دئ؛ مخلوق جسم لري، اجزاء او اعضاء لري، نه وي، پيدا شي، له منځه ولاړ شي، حالت ئې بدلېږي، مكان ته اړ دئ، په يوه وخت كي يوازي يو ځاى وي، له يوه ځاى بل ته د تگ لپاره وخت ته ضرورت لري، .... او په سلگونو نور مشخصات؛ خو الله تعالى له دې ټولو منزه دئ؛ څوك چي په دغو كي هر څه الله تعالى ته منسوب كړي؛ د قرآن د دې آيت مخالفت ئې كړى:
فَلا تَضْرِبُوا لِلَّهِ الأَمْثَالَ إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ 74 النحل
نو الله ته مثالونه مه بيانوئ؛ يقيناً چي الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ.
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ د دې ځلاندي او څرگندي الهي لارښووني معنى دا ده چي انسان د الله تعالى د ذات په څرنگوالي د پوهېدو لپاره نه لازم درك او فهم لري او نه علم؛ د ادراك او فهم داسي ملكه او استعداد نه لري چي په مرسته ئې د الله تعالى د ذات څرنگوالى درك كړى شي؛ د عقل وزرونه ئې دلته د الوت توان نه لري؛ او د بيان لپاره ئې په خپل قاموس كي الفاظ او اسماء نه مومي؛ د ده ټول اسماء او صفات د هغه څه په اړه دي چي په خپلو سترگو ئې گوري؛ لمر، سپوږمۍ، آسمان، زمكه، غر، ونه، بوټى، سپين، تور، سور، تود، سوړ، ښوى، ځيږ، ... خو د غيب عالم لپاره نه اسماء لري او نه صفات. د عالم شهود او عالم غيب تر منځ چي كومه كرښه ده؛ همدلته به توقف كوي؛ يوازي په هغه څه به اكتفاء كوي چي عليم رب، په غيب او مشهود پوه ذات ئې موږ ته معرفي كوي. هو؛ په دې ډگر كي له قرآن پرته بله داسي مرجع نه شي موندلى چي مرسته ئې وكړي.
إن شاء الله؛ په دې ارتباط به په راتلونكي كي مفصل بحث كوو؛ ما ورته تيارى پيل كړى.
د درس په پای کي په اجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.
