د حکمتيار صاحب اته څلويښتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه د سرطان ۲۸؛ ۱۴۰۲:
د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د
څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله
اته څلوېښتمه درسي حلقه د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼشمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د خپل ننني درس تر پيل وړاندي وويل:
إجازه راکړئ چي د نوي درس تر وړاندي وړاندي درته څو مهم عرائض ولرم:
لومړی: د احاديثو د كتابونو د توحيد او امت ته د صحيح احاديثو يوه متفق عليه مجموعه وړاندي كول؛ د هر هغه مؤمن داعي هيله ده چي پوهېږي د امت د اختلافاتو يو ستر عامل متعارض روايات دي؛ لكه چي امت يو قرآن لري بايد د صحيح احاديثو يو كتاب ولري؛ داسي كتاب چي په هغه كي نه تكراري روايات وي؛ او نه د سند له پلوه ضعيف او غريب روايات او نه د متن له پلوه له قرآن سره متعارض روايات؛ د امت د متقي او په قرآن او حديث پوه علماءو يو دروند هيئت بايد دا كتابونه توحيد كړي؛ ما دا مطلب په درسي حلقو كي هم مكرر ويلى او له ډېرو لوريو سره مي هم شريك كړى؛ د تركيې جمهور رئيس اردوغان ته مي هم په دې اړه يو مفصل ليك لېږلى؛ او ورته ليكلي مي دي چي راشه د دې ستر سعادت تر لاسه كولو لپاره يوه اغېزمن او تاريخي اقدام ته ملا وتړه.
دوهم: ښايي د ډېړو له نظره به دا كار مستحيل برېښي؛ خو زما باور دا دئ چي دا هم ممكن دئ او هم د امت د يووالي لپاره ډېر زيات ضروري؛ آبله ورځ ما ته درې جلده كتابونه په لاس راغلل چي د دې كار يوه لويه برخه ئې سر ته رسولې؛ نوم ئې مُعَالِمُ السنةِ النبويه دئ؛ د حديث پنځلسو مهمو او معروفو كتابونو غير تكراري روايات ئې په دريو جلدونو كي تنظيم كړي؛ لومړى ئې د دوى ټول روايات په 14 جلدونو كي راغونډ كړي؛ د ټولو كتابونو د رواياتو مجموعي شمېر 114194 شوي؛ بيا ئې مكرر روايات حذف كړي؛ چي په دې سره ئې شمېر 28430 شوى؛ بيا ئې هغه روايات توحيد كړي چي د معنى له پلوه سره ورته وو؛ او بيا ئې هغه توحيد كړي چي د سند له پلوه متتفاوت خو د متن له پلوه سره ورته وو؛ او په دې توگه له ټولو 3921 روايات جوړ شوي. زما تخمين او حدس همدا وو؛ كه ستاسو په ياد وي ويلي مي وو چي ښايي د ټولو رواياتو شمېر به دومره وي چي د مصحف په اندازه كتاب به ترې جوړ شي. له دغو 3921 رواياتو همدمره كتاب جوړېږي. چا چي دا كتاب تصنيف كړى؛ صالح احمد الشامي نومېږي؛ په دې كتاب كي ئې د رواياتو د صحت په اړه د هغو محققينو رأى ته اعتبار وركړى چي د سند او راويانو له مخي ئې د صحت پرېكړه كړې؛ اوس په دې ارتباط يوه بل مهم او اساسي كار ته اړ يو؛ داسي چي همدا 3921 غوره شوي روايات د يوه دروند هيئت له لوري د متن له پلوه وڅېړل شي او د قرآن په رڼا كي تنقيح شي؛ په دې كي هيڅ شك نشته چي د هر صحيح حديث لپاره به حتماً په قرآن كي څرگنده منشأ ومومو.
درېيم: د دې كتاب دا 3921 روايات د دغو كتابونو له ټولو رواياتو غوره شوي:
1- مُوَطَّأ، 2- مُسْنَد احمد، 3- صحيح البخاري، 4- صحيح مسلم، 5- سنن ابي داؤد، 6- سنن الترمذي، 7- سنن النسائي، 8- سنن ابن ماجه، 9- سنن الدارمي، 10- سنن الكبرى للبيهقي، 12- صحيح ابن خزيمه، 13- صحيح ابن حبان، 14- مستدرك الحاكم او 15- الاحاديث المختاره للإمام المَقْدِسِي.
ښاغلي حکمتيار له پورتنيو ضمني عرائضو او توضيحاتو وروسته د تېر درس په دوام او د بايبل د لاندي عنوان په ارتباط زياته کړه:
(ابراهيم او ابيملك)
بايبل تر دې عنوان لاندي يو ځل بيا د ابراهيم عليه السلام هغه قصه تكراراً ليكي چي يوه ظالم واكمن د ده مېرمن ساره ترې بوتله؛ خو دا ځل په داسي بڼي كي چي له مخكينۍ سره سل په سلو كي تناقض او توپير لري؛ دومره لكه چي دا كاملاً بله قصه وي؛ دا ځل داسي ليكي: كله چي ابراهيم د جرار په ښار كي وو؛ ساره ئې خپله خور معرفي كړہ؛ نو ابيملك د جرار پاچا؛ ځيني كسان ولېږل چي ساره د ده قصر ته راولي؛ خو په همدې شپې خداى په خوب كي ابيملك ته ورڅرگند شو او ورته وئې ويل: ته به خامخا ومرې؛ ځكه مېړوښه ښځه دي په نكاح كړې!! ابيملك لا تر هغه مهاله له دې سره نه وو څملاستلى؛ نو عرض ئې وكړ: خدايه! زه بې تقصيره يم؛ آيا ته به ما او زما قوم وژنې؟ په خپله ابراهيم ما ته وويل چي دا مي خور ده او ساره هم د ده خبره تأييد كړہ او وئې ويل چي دى مي ورور دئ؛ ما هيڅ بد نيت نه درلود؛ خداى وويل: هو؛ ستا خبره صحيح ده؛ د همدې لپاره مي پرې نښودې چي گناه وكړې او هغې ته لاس وروړې اوس نو دا ښځه خپل خاوند ته وسپاره، هغه به دعاء درته وكړي او ته به ژوندى پاته شې!! پاچا سبا سحر وختي پاڅېدو، په تلوار ئې خپل درباريان راوغوښتل، خپل خوب ئې ورته تېر كړ او ټول سخت ووېرېدل؛ نو دغه وخت پاچا ابراهيم خپل دربار ته راوغوښت او ورته وئې ويل: دا څه كار وو چي تا له موږ سره وكړ؟ ما له تا سره څه بد كړي وو چي زه او زما ملك دي په داسي لويي گناه اخته كړو؟... ابراهيم ځواب وركړ: گمان مي دا وو چي د دې ملك خلك به له خداى؛ نه وېرېږي او د دې لپاره چي زما مېرمن تصاحب كړي ما به ووژني؛ پر دې سربېره دا زما ناسكه خور هم ده؛ له يوه پلاره يو او ما دا ځان ته په نكاح كړہ؛ كله چي زما خداى زه له خپل ټاټوبي نورو ملكونو ته ولېږلم؛ له ساره مي وغوښتل چي دا ښېگڼه له ما سره وكړي چي په هر ځاى كي ځان زما خور معرفي كړي!! نو ابيملك ډېر پسونه، غواوي، غلامان او وينځي وركړې، د ده مېرمن ساره ئې وروسپارله او ورته وئې ويل: زما په ټول ملك كي وگرځه د اوسېدو لپاره چي دي كوم ځاى خوښ شو هملته مېشت شه!!
نوموړي همداراز وویل؛ د بايبل په دې دواړو قصو كي دومره ژور اختلاف او توپير شته چي هيڅوك ئې نه شي توجيه كولى؛ په مخكينۍ كي ويل شوي چي دا د مصر فرعون وو او دلته ويل شوې چي دا د جرار پاچا ابيملك وو او ورپسي ويل شوي چي ابيملك د فلسطين پاچا وو؛ هلته ويل شوي چي ساره ئې په نكاح كړہ او ډېر وروسته ورته معلومه شوه چي دا د ابراهيم خور نه بلكي مېرمن ده؛ خو دلته ويل شوي چي خداى پاچا ته د نكاح په همغي لومړۍ شپه په خوب كي وويل چي دا د ابراهيم مېرمن ده؛ هلته ويل شوي چي فرعون؛ ابراهيم او مېرمن ئې د همدې غلطۍ په سبب له خپل ملك د فوځيانو په لاس وشړل او دلته ويل شوي چي ابيملك ورته وويل: زما د ملك په هر ځاى كي چي خوښ دي وي مېشت شه!! په هغې قصې كي د مصر واكمن د فرعون په نامه ياد شوى؛ چي دا د بايبل بل ښكرور تاريخي درواغ دي؛ د ابراهيم عليه السلام په زمانه كي د مصر واكمنان د فرعون په نامه نه يادېدل؛ حتى د ابراهيم عليه السلام د كړوسي؛ يوسف عليه السلام په زمانه كي هم د مَلِكْ په نامه يادېدل نه د فرعون په نامه؛ دا نوم د موسى عليه السلام په زمانه كي كاورل كېدو.
د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير پر وينا: علاوه پر دې د بايبل له وينا خو داسي معلومېږي چي ابيملك هيڅ تقصير نه درلود؛ تقصير د ابراهيم او د ساره وو چي ده ته ئې حقيقت نه وو ويلى او دا نكاح د ساره په خوښه تر سره شوې!! كه داسي وي نو ابيملك څه گناه درلوده؟ ولي خداى ورته ويلي چي ته حتماً مرې؟ او كه ده كومه گناه كړې وي؛ ولي به خداى د ده په گناه د ده قوم هم هلاكوي؟ دا ضد او نقيض خبري او الله تعالى ته د داسي غير عادلانه پرېكړو نسبت به د بايبل ليكونكى او منونكي څنگه توجيه كوي؟؟ څنگه ومنو چي ساره د ابراهيم عليه السلام ناسكه خور وه او ده ورسره نكاح كړې وه!! قرآن خو موږ ته وايي چي ستاسو دين همغه د ابراهيم دين دئ؛ څه چي په هغه دين كي حلال وو درته حلال دي او څه چي حرام وو حرام دي؛ قرآن خو له خور سره نكاح تحريم كړې ده؛ آيا دا كېدى شي چي د ابراهيم عليه السلام په دين كي داسي نكاح جائز وي؟ نن خو علم په قاطع الفاظو د قرآن خبره تأييدوي او له داسي نژدې خپلوانو سره نكاح سخته مضره گڼي؛ عليم خداى به څنگه داسي مضره او تاواني نكاح جائز شمېري؟!!
په قرآن كي د بايبل دغه غلطه، پرېوتې او بې محتوى قصه نه مومو؛ خو په رواياتو كي ځيني داسي روايات شته چي دا قصه په كي راغلې؛ خو هغه هم د بايبل له وينا سره ژور توپير لري او هم له قرآن سره؛ هم د الفاظو له مخي او هم د محتواء له مخي؛ احتمالاً دا روايات له اسرائيلي منابعو اخيستل شوي او يا راوي د بايبل خبره كوله خو اورېدونكي گمان كړى چي دا د ده خبره ده!!
دا بايد ووايم چي په بايبل كي له تحقيق مخكي ما څو ځلي د دې حديث په اورېدو سره ژړلي او ويلي مي دي: يا الله! آيا تا ابراهيم عليه السلام؛ خپل خليل؛ په دې سره هم ابتلاء كړى؟!! خو د بايبل له مطالعې وروسته چي كله ما په دې روايت كي غور وكړ او د قرآن په رڼا كي ورته ځير شوم؛ راته معلومه شوه چي دا روايت له قرآن سره تعارض لري او د بايبل خبره يو دروغجن او بې بنسټه تور دئ.
بايبل د دې قصې په پاى كي ليكي: (دغه مهال ابراهيم خداى ته دعاء وكړہ او خداى پاچا، د ده مېرمنو او وينځو ته شفا وركړہ؛ چي وكولى شي د اولاد خاوند شي؛ دا ځكه چي خداى په دې خاطر د ده ټولي مېرمني شنډي كړې وې چي ابيملك د ابراهيم مېرمن ساره ځان ته نكاح كړې وه!!)
ښاغلي حکمتيار همداراز د بايبل منونکي مخاطب کړل او وئې ويل:
د بايبل له منونكو پوښتنه كوو: د دې خبري معنى خو دا ده چي ساره دومره اوږده موده د ابيملك په نكاح كي پاته شوې چي ده او مېرمنو ته ئې معلومه شوې چي ټولي شنډي شوې دي؛ د ښځو شنډېدل خو په يوه شپه كي نه ښځو ته معلومېږي او نه ئې خاوندانو ته!! د پاچا مېرمنو څه گناه كړې وه چي د مېړہ په جرم مجازات كېږي؟ وينځو څه گناه كړې وه چي هغوى هم د پاچا په جرم ناروغه كړى شوې؟! آيا دا خبره له انساني عقل سره اړخ لگوي چي د يوې شپې په څو ساعتونو كي هم د پاچا مېرمني شنډي شي او هم بېرته روغي؛ د ښځي په شنډېدو خو ډېر حاذق ډاكټر هم؛ له ډېرو پرمخ تللو وسائلو سره؛ داسي ژر نه شي پوهېدى!! تر ټولو لويه پوښتنه دا ده چي آيا د بايبل ليكونكي خپله هغه خبره هېره كړې چي ويل ئې د ابراهيم عليه السلام خيمې ته د خداى او دوو فرشتو د راتلو په مهال د ده مېرمن ساره هومره عمر خوړلې بوډۍ وه چي د اولاد درلودو طمع ئې ختمه شوې وه او حتى د فرشتو او حتى د خداى په دې خبري ئې باور نه شو كولى چي په راتلونكي كال كي به د اولاد خاونده شي؛ د ابيملك په څېر پاچا چي گڼ شمېر نوري مېرمني ئې درلودې او حتماً به ټولي ډېري ښايسته او پېغلي وې؛ ولي به يوه بوډۍ ځان ته نكاح كوي؟ د بايبل د وينا مطابق دا مهال ابراهيم عليه السلام نه نوي كلن او د ساره عمر به تر نوي زيات وو، كوم عقل به دا خبره ومني چي يوه داسي پاچا دا په زور ځان ته نكاح كړہ چي گڼ شمېر نوري مېرمني ئې هم درلودې؟!
د قدرمن مشر په وينا؛ له دغي بې بنسټه قصې وروسته بايبل ليكي: (خداى په خپلي وعدې وفا وكړہ او ساره همغه مهال حامله شوه چي خداى ټاكلى وو او په زوړوالي كي ئې ابراهيم ته زوى وزېږاوو او ابراهيم پر هغه د اسحاق (خندا) نوم كېښود،... په اتمه ورځ ئې سنت كړ،... د اسحاق د تولد په مهال ابراهيم نه نوي كلن وو!! ... او ساره وويل: چا دا گمان كاوو چي زه به يوه ورځ د ابراهيم زوى ته تى وركوم؟!! خو دا دئ ما په زړښت كي هغه ته زوى وزېږاوو؟!)
نوموړي دا هم وويل؛ بايبل د ټولو تاريخي شواهدو خلاف او د ابراهيم عليه السلام په اړہ د يوه ناروا او ظالمانه تور په توگه ليكي چي ابراهيم عليه السلام خپله مېرمن هاجر د ساره په وينا له كوره وشړله او هغه په بئر شبع كي ځاى په ځاى شوه: (يوه ورځ ساره متوجه شوه چي د مصري هاجر زوى اسمعيل؛ اسحاق ځوروي؛ نو ابراهيم ته ئې وويل: دا وينځه او زوى ئې له كوره وباسه؛ ځكه اسمعيل به زما د زوى اسحاق ترڅنگ ستا وارث نه وي!! دې خبري ابراهيم سخت وځوراوو؛ ځكه چي اسمعيل هم د ده زوى وو؛ خو خداى ورته وفرمايل: د خپل زوى او وينځي په اړہ اندېښنه مه كوه؛ څه چي ساره ويلي همغسي وكړہ!! نو ابراهيم سحر وختي پاڅېدو، ډوډۍ او د اوبو ډك ژى ئې د هاجر پر اوږو كېښود او له زوى سره ئې يو ځاى له كوره وايسته؛ هاجر په بئر شبع كي لالهانده گرځېده... كله چي د مشك اوبه تمامي شوې؛ خپل زوى ئې د بوټو لاندي پرېښود او دا سل گزه لري كښېناسته او له ځان سره ئې وويل: نه غواړم د خپل زوى مرگ په خپلو سترگو وگورم او په زوره زوره ئې وژړل؛ دغه وخت خداى د ماشوم چيغو ته متوجه شو او د خداى فرشتې هاجر ته غږ كړ: اې هاجر! څه شوې؟ مه ژاړہ! ځكه خداى ستا د ماشوم چيغي اورېدلې دي، ورشه هغه درواخله او په خپلي غېږي كي ئې ونيسه... بيا خداى د هاجر سترگي پرانيستلې او هغې په خپلي خوا كي چينه وليده، مشك ئې ترې ډك كړ او خپل زوى ته ئې اوبه وركړې؛ خداى له اسمعيل سره وو؛ هغه د فاران په دشتي كي ستر شو او مور ئې يوه مصرۍ نجلۍ ورته وكړہ...)
دلته څو داسي خبري ترسترگو كېږي چي د حقيقت خلاف او د يوه ستر پيغمبر په اړہ ستر تور او اتهام گڼل كېږي:
الف• بايبل له يوې خوا ليكي چي دغه مهال اسمعيل عليه السلام دومره وړوكى ماشوم وو چي مور په غېږ كي گرځاوو، د يوه بوټي سيوري لاندي ئې څملاوو؛ خو له بلي خوا ليكي چي ساره متوجه شوه چي اسمعيل اسحاق ځوروي!! پوښتنه كوو: آيا يو تى خور وړوكى ماشوم هم كولى شي بل ماشوم هومره وځوروي چي د ساره په څېر صبرناكه مور ئې ونه شي زغملى او له ابراهيم عليه السلام وغواړي چي دا او مور ئې له دې كوره وشړہ؟!!
ب• ټول تاريخي شواهد په دې شهادت وركوي چي ابراهيم عليه السلام؛ د الله تعالى په حكم؛ خپله مېرمن هاجر رضي الله عنها او خپل زوى اسمعيل عليه السلام د مكې په وادي كي پرېښي؛ دلته د اسمعيل عليه السلام تر پښو لاندي د زمزم چينه راخوټېدلې او همدلته د ده له نسله د بني اسمعيل لويه قبيله جوړہ شوې. دا يوه مهمه موضوع ده؛ مستشرقين هڅه كوي د بايبل غلطه ادعاء سمه وښيي؛ څه موده وړاندي ئې يو فيلم جوړ او په پراخه پيمانه نشر كړ؛ چي محوري موضوع ئې همدا وه؛ غوښتل ئې ثابته كړي چي نه كعبه هغه كعبه ده چي د ابراهيم عليه السلام په لاس جوړه شوې او نه زمزم همغه څاه چي د هاجر خوا ته په مكه كي راخوټېدلې. تفصيل ئې د قرآن پلوشې كي د دې آيت په تفسير كي وگورئ: (إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِلْعَالَمِينَ) آل عمران 96
ج• نه ابراهيم عليه السلام خپله مېرمن له كوره شړلې ده او نه دا په بئر شبع كي ځاى په ځاى شوې او نه هغه چينه په بئر شبع كي راخوټېدلې؛ په دې اړہ د بايبل ادعاء بې بنسټه او د تاريخي حقائقو خلاف ده. كه دا كار شوى وى نو اوس به خلكو د زمزم د چينې په ځاى د بئر شبع چينې ته مخه كوله او هغې ته به ئې دومره په درنه سترگه كتل چي زمزم ته گوري!!
ح• څنگه به د ابراهيم عليه السلام په څېر يو ستر شخصيت؛ د گڼ شمېر پيغمبرانو پلار او نيكه؛ داسي د عدالت او عاطفې خلاف كار كوي چي خپله يوه مېرمن د بلي د خوشحالولو لپاره په داسي حال كي له كوره وشړي چي تى خور ماشوم ئې په غېږ كي دئ؟!!
د• قرآن دا خبره له بنسټه ردوي او وايي چي ابراهيم عليه السلام خپله مېرمن هاجر او زوى ئې په مكه كي پرېښودل او دا دعاء ئې وكړہ:
رَّبَّنَآ إِنِّيٓ أَسۡكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيۡرِ ذِي زَرۡعٍ عِندَ بَيۡتِكَ ٱلۡمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَ فَٱجۡعَلۡ أَفِۡٔدَةٗ مِّنَ ٱلنَّاسِ تَهۡوِيٓ إِلَيۡهِمۡ وَٱرۡزُقۡهُم مِّنَ ٱلثَّمَرَٰتِ لَعَلَّهُمۡ يَشۡكُرُونَ ٣٧ رَبَّنَآ إِنَّكَ تَعۡلَمُ مَا نُخۡفِي وَمَا نُعۡلِنُۗ وَمَا يَخۡفَىٰ عَلَى ٱللَّهِ مِن شَيۡءٖ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَلَا فِي ٱلسَّمَآءِ ٣٨ ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ ٱلَّذِي وَهَبَ لِي عَلَى ٱلۡكِبَرِ إِسۡمَٰعِيلَ وَإِسۡحَٰقَۚ إِنَّ رَبِّي لَسَمِيعُ ٱلدُّعَآءِ ٣٩ رَبِّ ٱجۡعَلۡنِي مُقِيمَ ٱلصَّلَوٰةِ وَمِن ذُرِّيَّتِيۚ رَبَّنَا وَتَقَبَّلۡ دُعَآءِ ٤٠ ابراهيم: 37-40
اې زموږ ربه! ما خو د خپل اولاد ځيني؛ ستا د محترم كور خوا ته په داسي بېديا كي مېشت كړل چي بې بوټي ده؛ اې زموږ ربه! د دې لپاره چي لمونځ اقامه كړى شي؛ د خلكو زړونه د دوى لوري ته رامات كړہ او له مېوو روزي وركړہ چي شكر وكړي. اې زموږ ربه! يقيناً چي ته په هر هغه څه پوهېږې چي موږ ئې پټوو يا ئې ښكاره كوو؛ او پر الله خو نه څه په آسمان كي پټ پاته كېږي او نه په زمكي كي؛ ستايني هغه الله ته دي چي ما ته ئې په زړښت كي اسمعيل او اسحاق راپه برخه كړل؛ بې شكه چي زما رب د دعاءگانو اورېدونكى دئ؛ اې زما ربه! لمونځ كوونكى مي كړې او اولاد مي هم، اې زموږ ربه! او دعاء مي قبوله كړې!!
د حزب اسلامي افغانستان د محترم أمير په وينا؛ قرآن له دغو آيتونو چي د ابراهيم عليه السلام دعاء ئې په ډېري اغېزمنې بڼي كي بيان كړې؛ څو خبري په صراحت سره معلومېږي:
1• ابراهيم عليه السلام خپله مېرمن هاجر او زوى ئې اسمعيل عليه السلام د مكې په بېديا كي هغه مهال پرېښودل چي هغه ناو سپېره ډاگ وو او هيڅ بوټى په كي نه راټوكېدو.
2• دا كار ئې د الله تعالى په امر او په دې موخه كړى وو چي دلته به څو كاله وروسته د الله تعالى محترم كور (بيت الله) جوړوي.
3• د دوى لپاره ئې د رزق او د دوى په لوري د خلكو د زړونو د راماتېدو دعاء ئې وكړہ. دا ځكه چي په هغي وچي بېديا كي نه بل انسان اوسېدو او نه بوټي، وني او اوبه وې.
4• مطمئن وو چي الله تعالى به دا دعاء داسي قبلوي لكه ده ته چي ئې په زړښت كي اولاد وركړ. د دعاء له الفاظو معلومېږي چي اسمعيل تر اسحق مشر وو.
5• د دعاء په الفاظو كي د ده قوي عاطفه او د مېرمني او زوى په نسبت د ده ژور زړہ سوى او قوي مينه د څپانده سيند په څېر انځور شوې. د دې دعاء په اورېدو سره به د هر مهربان پلار له سترگو اوښكي بهېږي.
ښاغلی حکمتيار زياتوي چي له تاسو پوښتنه كوم: د هاجر رضي الله عنها او د سارا له كور د دې ايستل كېدو په اړه مو تر ننه څه اورېدلي؟ اناگانو مو څه درته ويلي؟ او له منبرونو مو څه اورېدلي؟ آيا د بايبل دا وينا او تبصره مو اورېدلې ده او كه د قرآن وينا؟! آيا په عوامو كي مشهوره قصه دا نه ده چي سارا له ابراهيم عليه السلام وغوښتل هاجر له كوره وباسي؟ خو دا د بايبل خبره او په بشپړه توگه د قرآن خلاف خبره ده؛ حقيقت دا دئ چي د مسيحيانو او يهودانو ستونزي هم له جعلي رواياتو رامنځته شوې او د اسلامي امت ستونزي هم؛ كه د رواياتو مجدده تنقيح ونشي او د متن او سند له پلوه د صحيح احاديثو اجماعي او ټول امت ته منلې مجموعه رامنځته نه شي؛ نو موږ به له همغه برخليك سره مخامخ كېږو چي هغوى مخامخ شول؛ د الله تعالى كتاب شا ته غورځول او په غريبو رواياتو پوري نښتل.
ښاغلي حکمتيار همداراز د بايبل د پورتنۍ قصي له توضيح وروسته د بايبل بله درواغجنه قصه هم د
(اسحاق او ابيملك) تر عنوان لاندي وڅېړله او وئې ويل:
بايبل تر دې عنوان لاندي خپله ليكنه داسي پيل كوي: (يوه ورځ د كنعان په سيمي كي داسي قحطي راغله لكه د ابراهيم په وخت كي چي راغلې وه، نو د همدې لپاره اسحاق د فلسطين پاچا ابيملك خوا ته د جرار ښار ته ولاړ، دلته خداى ورته راښكاره شو او ورته وئې ويل: مصر ته مه ځه، دلته پاته شه، كه زما خبره دې ومنله نو زه به درسره وم، ډېر بركت به درپه برخه كړم، دا ټوله سيمه به تا او ستا اولاد ته وسپارم، دا ځكه چي ما له ابراهيم سره دا ژمنه كړې وه!! ستا نسل به د آسمان د ستورو په څېر بې شمېره كړم!! ... )
دلته څو خبرو ته ځير شئ:
الف• له دې وينا معلومېږي چي جرار د فلسطين مربوط ښار وو نه د مصر كوم ښار او ابيملك د فلسطين پاچا وو او د بايبل د ادعاء له مخي له ابراهيم او ساره سره هغه جفا ده كړې وه، نو پوښتنه كوو چي بايبل ولي په بل ځاى كي ويلي چي هغه جفا د مصر فرعون ورسره كړې وه؟!! دا فاحش تناقض څنگه توجيه كوي؟!
ب• گورئ چي يو ځل بيا خداى ته د حقيقت خلاف او يوه ستره مبالغه منسوب شوې؛ ستا نسل به د آسمان د ستورو په څېر بې شمېره كړم!! او گورئ چي يو ځل بيا بايبل د دې سيمي قباله د خداى له لوري بني اسرائيلو ته وركوي او د خداى له قوله ليكي: دا ټوله سيمه به تا او ستا اولاد ته وسپارم،!!
نوموړی زياتوي چي بايبل د پورتنۍ قصي په دوام ليكي:
اسحاق په جرار كي پاته شو؛ چي كله به خلكو د ربكا په اړہ پوښتنه ترې كوله ورته ويل به ئې دا مي خور ده!! دا ځكه چي ربكا ډېره ښايسته وه؛ له دې وېرېدو چي كه ووايي دا مي ښځه ده د هغې د تصاحب لپاره به ئې څوك ووژني؛ څه موده وروسته ابيملك له كړكۍ وليدل چي اسحاق له ربكا سره لوبي كوي؛ نو اسحاق ئې راوغوښت او ورته وئې ويل: ولي دي ويلي وو چي دا مي خور ده حال دا چي مېرمن دي ده؟! اسحاق په ځواب كي ورته وويل: وېرېدم چي څوك به مي د دې د تصاحب لپاره ووژني!! ....)
دا همغه قصه ده چي بايبل د ابراهيم عليه السلام او د ده د مېرمني ساره په اړہ هم مخكي دوه ځلي ليكلې ده؛ هلته ئې هم له اتيا نوي كلنې بوډۍ ښكلې پېغله جوړہ كړې او دلته هم؛ د بايبل ليكوال دې ته پام نه دئ كړى چي له دې څو كرښي مخكي ئې ليكلي چي اسحاق ته په څلوېښت كلنۍ كي خداى دوه زامن وركړل، دواړہ تكړہ او مضبوط زلميان شول، د ښكار كولو جوگه شول، له دې وروسته قحطي راغله او اسحاق جرار ته په كډہ شو؛ د دې معنى خو دا ده چي په دې وخت كي بايد د اسحاق عمر نژدې شپېته كاله او د ربكا عمر به هم د دې شاوخوا كي وو!! نو اسحاق عليه السلام به ولي له دې وېري خپله سپين سرې مېرمن خپله خور معرفي كوله چي څوك ئې د تصاحب لپاره دى ونه وژني؟!! نه پوهېږو چي د بايبل ليكوال له داسي ښكرورو دروغو څه هدف او مقصد لري او دې ته هم حيران يو چي د بايبل منونكي څنگه دغو ښكرورو دروغو ته نه متوجه كېږي او همدا له درواغو ډك كتاب؛ سپېڅلى گڼي؟!!
ښاغلی حکمتيار وايي؛ كه تاسو د دې عنوان ټولي برخي له نظره تېري كړئ متوجه به شئ چي ټول مطالب او الفاظ ئې تكراري دي؛ توپير يوازي په دې كي دئ چي مخكي د ابراهيم او ساره نوم اخيستل شوى او دلته د اسحاق او ربكا؛ د ابراهيم عليه السلام او ابيملك ترمنځ چي څه تېر شوي او څه د يوه او بل له خولې ليكل شوي؛ دلته ئې هم ليكلي چي د اسحاق او ابيملك ترمنځ همدا له معمولي تغيير سره تېر شوي او ويل شوي!! هلته هم ابيملك پاچا وو او اوس چي ابراهيم عليه السلام وفات شوى او اسحاق هم نژدې شپېته كلن دئ همغه ابيملك پاچا دئ!! هلته هم ابيملك د خپل فوځ له مشر فيكول سره د ابراهيم ليدو ته ورغى او دلته هم له هماغه فيكول سره د اسحاق ليدو ته ورغلى، هلته د ابراهيم له لوري هداياوي وركړى شوې او دلته د اسحاق له لوري!! د (ابيملك او ابراهيم تر منځ عهد) تر عنوان لاندي چي بايبل څه ليكلي، د (اسحاق او ابيملك) ترعنوان لاندي همغه خبري بيا تكرار شوې!! د عقل تقاضاء خو دا ده چي دا مهال به د فلسطين پاچا يا د ابيملك كوم زوى او يا كوم لمسى وو!!
آيا دا خبره هم كوم عقل منلى شي چي اسحاق به د ابيملك قصر ته دومره نژدې اوسېدو چي هغه د خپل قصر له كړكۍ د دوى د لوبو تماشا كوله!!
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ د بايبل ليكوال دلته ليكي چي د اسحاق غلامانو د يوه كوهي د كېندلو او په هغه كي د اوبو د راوتلو خبره كوي او وايي چي اسحاق د بئر شبع نوم پرې كښېښود؛ خو همدا خبره ئې څو صفحې مخكي د ابراهيم عليه السلام په ارتباط كړې او بئر شبع ئې هغه ته منسوب كړى؛ داسي معلومېږي چي ليكوال د دې عنوان مطالب ښايي له مخكيني څه موده وروسته ليكلي وي او دا ترې هېر وو چي تر دې مخكي ئې د ابراهيم عليه السلام په ارتباط ليكلي!! هلته ئې داسي ليكلي دي: ابراهيم ابيملك ته د هغه كوهي په اړہ شكايت وكړ چي د ابيملك نوكرانو ترې غصب كړى وو؛ ابيملك ورته وويل: ولي دي مخكي دا خبره نه وه راته كړې... له دې وروسته ئې دا كوهى د بئر شبع په نامه ياد كړ؛ دا ځكه چي دوى ژمنه او لوړہ وكړہ!! خو دلته ليكي: اسحاق هغه د شبع (قسم) په نامه ونوماوو او كوم ښار چي هلته جوړ شو هغه ئې د بئر شبع په نامه ياد كړ چي تراوسه په همدې نامه پاته دئ!!
د هغه پر وينا؛ يعني چي بايبل د رواياتو كتاب دئ؛ راويانو ته منسوب روايات ئې سره له جدي او ژورو اختلافاتو او تعارضاتو راوړي؛ د تورات او انجيل ځاى رواياتو نيولى؛ متأسفانه ځيني غواړي له قرآن سره همدا معامله وكړي.
د درس په پای کي په اجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.
