No-IMG

د حکمتيار صاحب اوه څلويښتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يکشنبه د سرطان ۲۵؛ ۱۴۰۲ھ‌ش:

د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس په سلسله کي خپله

اوه څلوېښتمه درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.

نوموړي د صحيح البخاري د کتاب البيوع(پېر پلور) او

د خپل مخكيني درس په دوام وويل:

راشئ وگورو قرآن په دې اړه څه وايي چي كه رسول الله صلى الله عليه و سلم د الله تعالى او د هغه د لارښوونو په ارتباط څه له ځانه كم او زيات كړي وى نو له هغه سره به څه كېدل؛ دې آيتونو ته لږ ځير شئ:

تَنْزِيلٌ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ 43 وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَيْنَا بَعْضَ الأَقَاوِيلِ 44 لأَخَذْنَا مِنْهُ بِالْيَمِينِ 45 ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِينَ 46 فَمَا مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ عَنْهُ حَاجِزِينَ 47 الحاقة

(دا قرآن) د رب العالمين له لوري رالېږنه ده؛ او كه ئې ځيني خبري راباندي تړلى؛ حتمأً به مو په ښي لاس ترې اخيستلى؛ بيا به مو د غاړي رگ ترې پرې كولى؛ نو ستاسو هيڅوك به ترې دفع كوونكى نه وى.

يعني قرآن د الله تعالى له لوري لېږل شوى كتاب دئ؛ نه د محمد عليه السلام د ويناوو مجموعه؛ الله تعالى د ده په واسطه موږ ته رالېږلى؛ د ده لپاره ئې د رسول نوم غوره كړى؛ رسول يعني پيغام رسوونكى؛ او د ده او د ټولو پيغمبرانو دنده ئې هم داسي راښودلې: مَا عَلَى الرَّسُولِ إِلا الْبَلاغُ: او پر پيغمبر فقط د پيغام رسول دي؛ او قرآن له پيغمبرانو حكايت كوي او فرمايي: وَمَا عَلَيْنَا إِلا الْبَلاغُ الْمُبِينُ: او پر موږ له څرگند رسولو پرته بل څه نشته؛ او د دې معنى دا ده چي د رسول دنده فقط او فقط د الله تعالى پيغام؛ په بشپړ امانت او په بشپړه توگه رسول دي.

 

ښاغلي حکمتيار د خپل وضاحت په دوام وويل؛ گورئ چي الله تعالى پيغمبرانو ته د رسول نوم غوره كړى؛ نه د وكيل نوم؛ وكيل هغه استازي ته وايي چي له بل وكالت كوي؛ خو رسول هغه دئ چي فقط پيغام په بشپړ امانت سره رسوي؛ قرآن فرمايي:

وَكَذَّبَ بِهِ قَوْمُكَ وَهُوَ الْحَقُّ قُلْ لَسْتُ عَلَيْكُمْ بِوَكِيلٍ 66  الأنعام

او ستا قوم (دا قرآن) تكذيب كړ؛ په داسي حال كي چي هغه حق دئ؛ ووايه: زه پر تاسو وكيل نه يم.

رَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِكُمْ إِنْ يَشَأْ يَرْحَمْكُمْ أَوْ إِنْ يَشَأْ يُعَذِّبْكُمْ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ وَكِيلا 54  الإسراء

ستاسو رب ډېر ښه درباندي پوه دئ؛ كه وغواړي پېرزوينه به درباندي وكړي او كه وغواړي په عذاب به مو اخته كړي؛ او ته مو پر دوى وكيل نه يې لېږلى.

 

د نوموړي په وينا؛ وكيل هغه چا ته وايي چي د بل وكالت او استازيتوب كوي؛ دا اختيار وركړى شوى وي چي د موكل په استازيتوب څه ووايي او څه وكړي؛ خو رسول له پيغام رسولو پرته بل حق نه لري.

قرآن فرمايي: كه د الله رسول؛ كوم قول او وينا له ځانه الله تعالى ته منسوب كړي؛ نو سخته سزا به وركوي: آيا گمان كوئ چي كه څوك له ځانه خبري جوړي او الله تعالى ته ئې منسوب كړي؛ نو الله تعالى به دې كار ته هيڅ التفات نه كوي؛ جدي به ئې نه نيسي او داسي كس ته به سزا نه وركوي؟! كه پيغمبر داسي كار كړى وى؛ الله تعالى به هيڅكله فرصت او مجال نه وو وركړى؛ حتماً به داسي بې باكي جدي نيسي؛ دومره چي د زړه رگونه به ئې ور پرې كړي او ژوند ته به ئې خاتمه وركړي!! او دا موږ ته په ډېر قاطعيت او صراحت سره وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم هيڅ څه پر قرآن نه اضافه كړي او نه ئې ترې كم كړي؛ د الله تعالى په كتاب او لارښوونو كي ئې هيڅ لاسوهنه نه ده كړې؛ په بشپړ امانت او له زيادت او نقصان پرته ئې د الله تعالى پيغام خلكو ته رسولى.

 

قدرمن مشر زياتوي چي متأسفانه په امت كي يوه داسي ډله هم راټوكېدلې چي روايت ته پر آيت ترجيح وركوي؛ د قرآن له آيت سره متعارض روايت؛ د آيت ناسخ گڼي!! وايي: پيغمبر ته هم قرآن وركړى شوى او هم د قرآن مثل؛ ادعاء كوي چي په قرآن كي داسي تشي شته چي يوازي په رواياتو ډكي شوې؛ حتى وايي: قرآن حديث ته اړ دئ نه حديث قرآن ته!! دا له ټول اسلامي امت منزوي خوارجي او تكفيري ډله؛ چي شاذ مذهب او رأى لري؛ هم د قرآن په اړه او هم د الله تعالى د ذات او صفاتو په اړه؛ نه يوازي د روايت د صحت لپاره؛ له قرآن سره مطابقت او عدم تعارض ئې شرط نه گڼي؛ بلكي وايي: د تعارض په صورت كي حديث د آيت ناسخ دئ!!! خو حقيقت بيا دا دئ نه بل څه؛ چي روايت د صحت لپاره تر هر څه وړاندي د قرآن شهادت او تأييد ته اړ دئ او د تعارض په صورت كي به قطعاً نه منل كېږي. دا خو پرېږدئ رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي: كه ما ته منسوب روايت د يوه مؤمن زړه تأييد نه كړ؛ زه ترې بېزار يم. هلته چي فرمايي:

عَنْ أَبِي حُمَيْدٍ، وأَبِي أُسَيْدٍ، أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِذَا سَمِعْتُمُ الْحَدِيثَ عَنِّي تَعْرِفُهُ قُلُوبُكُمْ، وَتَلِينُ لَهُ أَشْعَارُكُمْ، وَأَبْشَارُكُمْ، وَتَرَوْنَ أَنَّهُ مِنْكُمْ قَرِيبٌ، فَأَنَا أَوْلَاكُمْ بِهِ، وَإِذَا سَمِعْتُمُ الْحَدِيثَ عَنِّي تُنْكِرُهُ قُلُوبُكُمْ، وَتَنْفِرُ أَشْعَارُكُمْ، وَأَبْشَارُكُمْ، وَتَرَوْنَ أَنَّهُ مِنْكُمْ بَعِيدٌ فَأَنَا أَبْعَدُكُمْ مِنْهُ»  مسند احمد

له ابو حُميد او ابو اُسيد روايت دئ چي نبي صلى الله عليه و سلم وفرمايل: كه مو ما ته منسوب داسي حديث واورېد چي ستاسو زړونه ئې خوښوي او پېژني، ستاسو وېښتان او پوستكي ورته نرم شي؛ او داسي ئې مومئ چي تاسو ته نژدې دئ؛ نو زه تر تاسو هغه ته اولى يم؛ او كه مو ما ته منسوب داسي حديث واورېد چي ستاسو زړونه ئې نه خوښوي او نه ئې پېژني، ستاسو وېښتان او پوستكي ترې نفرت كوي؛ (ورته ځيږ شي) او داسي ئې مومئ چي له تاسو لري دئ؛ نو زه تر تاسو زيات له هغه لري يم.

 كه يوه خبره يو مؤمن انسان ته منسوب شي او هغه پرې خفه شي او ځان ته ئې سپكاوى وگڼي؛ آيا ډېره عجيبه نه ده چي څوك همدا خبره رسول الله صلى الله عليه و سلم ته منسوب كړي؟!!

 

ښاغلي حکمتيار دا هم وويل؛ هغه روايت چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ما ته قرآن راكړى شوى او مثل ئې؛ دا دئ:

 244 - عَنِ الْمِقْدَامِ بْنِ مَعْدِي كَرِبَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " أَلَا إِنِّي أُوتِيتُ الْكِتَابَ وَمِثْلَهُ مَعَهُ، أَلَا إِنِّي أُوتِيتُ الْقُرْآنَ وَمِثْلَهُ مَعَهُ، أَلَا يُوشِكُ رَجُلٌ شَبْعَانُ عَلَى أَرِيكَتِهِ يَقُولُ: عَلَيْكُمْ بِالْقُرْآنِ فَمَا وَجَدْتُمْ فِيهِ مِنْ حَلَالٍ فَأَحِلُّوهُ، وَمَا وَجَدْتُمْ فِيهِ مِنْ حَرَامٍ فَحَرِّمُوهُ أَلَا لَا يَحِلُّ لَكُمْ لَحْمُ الْحِمَارِ الْأَهْلِيِّ وَلَا كُلِّ ذِي نَابٍ مِنَ السَّبُعِ " السنة للبروزي

له مقدام بن معدي كَرِب رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: پام چي ما ته دا كتاب راكړى شوى او ورسره مثل ئې؛ پام چي ما ته دا قرآن راكړى شوى او ورسره مثل ئې؛ پام چي ښايي يو موړ سړى پر كوچ ناست به وايي: قرآن پر ځان لازم كړئ څه چي مو په هغه كي حلال وموندل حلال ئې وگڼئ او څه چي مو په هغه كي حرام وموندل حرام ئې وگڼئ؛ پام چي نه د كورني خره غوښه درته حلاله ده او نه هر داړي لرونكي ځناور.

دا روايت غريب دئ؛ په 4 طبقو كي يو يو راوي لري؛ له معروفو كتابونو يوازي مسند احمد او سنن ابي داؤد كي راوړل شوى؛ د پاته صحاح سته په شمول د حديث هيڅ معروف كتاب د راوړلو وړ نه دئ گڼلى.

په توجيه كي ئې ځينو ويلي: قرآن وركړى شوى او د قرآن فهم؛ او ځينو ويلي: لكه چي متلو وحى ورته شوې همداسي غير متلو وحى هم ورته شوې؛ او دې ته ورته توجيهات؛ خو هيڅ يوه ئې زړه ته لار نه مومي؛ ځكه په روايت كي كتاب او مثل ئې او قرآن او مثل ئې ويل شوي؛ خو له دې كبله چي نه عملاً بل كتاب شته او نه بل قرآن؛ نو چا چي همدا غريب روايت معتبر گڼلى؛ مجبور دئ ناكامه توجيه به ورته لټوي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته قرآن وركړى شوى او د قرآن فهم؛ داسي څه ئې نه دي حرام كړي چي منشأ ئې په قرآن كي نه وي؛ په قرآن كي د ځينو حلال او حرام څارويو يادونه په ډېره څرگنده توگه شوې؛ چي دا د نورو لپاره مثال او بېلگه ده؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم همدغو ته په پام سره د نورو ورته څارويو او حيواناتو د حل او حرمت په اړه لارښووني كړې؛ نه دا چي بېله وحي ورته شوې؛ د داسي بېلي وحي هيڅ مثال څوك نشي وړاندي كولى او داسي روايت نشي په گوته كولى چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي وي: ما ته د دې حيوان د حل او حرمت په اړه بېله وحي شوې!! قرآن د څارويو په اړه فرمايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ ۚ أُحِلَّتْ لَكُمْ بَهِيمَةُ الْأَنْعَامِ إِلَّا مَا يُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ غَيْرَ مُحِلِّي الصَّيْدِ وَأَنْتُمْ حُرُمٌ ۗ إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ 1 مائده

اې مؤمنانو! په تړونونو وفا وكړئ، څرېدونكي بوده درته حلال كړى شوي، مگر هغه چي درباندي ولوستى شي؛ خو حلال نه گڼونكي د ښكار كله چي په احرام كي وئ؛ بې شكه چي الله همغسي حكم كوي چي غواړي ئې.

په دې مبارك آيت كي درې اساسي خبري راغلې:

1- په خپلو ژمنو او تړونونو وفا وكړئ؛ كه دا له الله تعالی سره وي او كه په خپلو منځونو كي، كه د مسلمان او مسلمان تر منځ وي او كه د مسلمان او نامسلمان تر منځ. په لږ دقت سره په دې پوهېدى شو چي ديانت په دوو خبرو كي راخلاصه كېږي: خپلو تعهداتو او ژمنو ته التزام او د حلال او حرام مراعات؛ دا مبارك آيت دغو دوو اساسي خبرو ته گوته نيسي؛ په خپلو تعهداتو وفا كول په حقيقت كي د ديانت بل نوم دئ؛ څوك چي خپلو ژمنو ته وفا نه لري هغه هيڅ دين نه لري؛ لكه چي پيغمبر عليه السلام فرمايي: "لَا دِينَ لِمَنْ لَا عَهْدَ لَهُ": څوك چي په خپل عهد نه وي ولاړ؛ هيڅ دين نه لري.

 

2- ټول څرېدونكي حيوانات؛ كه دا د كور څاروي وي او كه د صحراء څرېدونكي حيوانات؛ درته حلال دي؛ مگر هغه چي الله تعالى له دې حكم مستثنى كړي. د آيت دغه برخه څو لارښووني لري:

د هغو حيواناتو غوښه انسان ته حلاله كړى شوې چي څارويو ته ورته وي؛ واښه او دانه خوري. په آيت كي د (صيد: ښكار) له ذكر معلومېږي چي په بهيمة الانعام كي ټول هغه حيوانات شامل دي چي څارويو ته ورته وي؛ يعني د هغو حيواناتو غوښه هم حلاله ده چي صحرائي دي؛ په كور كي د څارويو په څېر نه ساتل كېږي؛ خو څارويو ته ورته وي.

 

3- په دغه مبارك آيت كي د هغو صحرائي حيواناتو په اړه وضاحت نه دئ شوى چي څارويو ته ورته نه وي او د واښو پر ځاى غوښه خوري. د همدې لپاره ځينو فقهاءو دا حيوانات ترې مستثنى كړي، دوى په هغه روايت هم استناد كوي چي وايي پيغمبر عليه السلام د هر داړي لرونكي ځناور او د هر منگولي لرونكي ښكاري مرغه له غوښي ممانعت كړى:

عن ابنِ عباسٍ رَضِيَ االلَّهُ عَنْهُمَا قال: نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عن أَكْلِ كُلِّ ذِى نابٍ مِنَ السِّباعِ، وعن كُلِّ ذِى مِخلَبٍ مِنَ الطَّيرِ. رواه ابو داؤد

له ابن عباس رضي الله عنهما روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم له هر داړي لرونكي ځناور او له هر منگولي لرونكي مارغه نهي كړې.

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ له روايت داسي معلومېږي چي گواكي د كورني خره او داړي او منگولي لرونكو ځناورو او مرغانو غوښه د رسول الله صلى الله عليه و سلم د حكم  له مخي حرام شوې؛ نه د قرآن د لارښووني له مخي!! حال دا چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د مائدې سورې له همدې آيت فهمولې چي څارويو ته ورته حيوانات او مرغان جائز دي؛ هغه چي غوښه نه خوري او داړي او منگولي نه لري. د كورني خره په اړه ډېرى علماء وايي چي د خيبر په جگړي كي رسول الله صلى الله عليه و سلم د هغوى له حلالولو او د غوښي له خوړلو ممانعت وكړ؛ دا ځكه چي هغه مهال خره د حمل و نقل مهمه وسيله وه؛ كه نه نو دا صحرايي خره او آس ته ورته دئ.

 

ښاغلي حکمتيار همداراز له پورتنيو توضيحاتو وروسته د ثلاث كذبات روايات؛ چي په مخکني درس کي ئې هم بحث پرې کړی وو، د لا وضاحت په خاطر ئې تفصيلي بحث پرې وکړ او وئې ويل:

ياد روايات بخاري تر بېلو بېلو بابونو لاندي راوړي؛ ځيني ئې مرفوع دي؛ سند ئې تر رسول الله صلى الله عليه و سلم پوري رسېدلى او ځيني ئې موقوف؛ سند ئې تر صحابي پوري رسېدلى؛ ټول ئې غريب او راويان ئې په دريو طبقو كي دا دي: حماد بْنُ زَيْدٍ، أَيُّوبَ، مُحَمَّد بن سيرين او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ په دغو كي يو روايت هغه دئ چي وايي: د قيامت په ورځ به خلك د شفيع په لټه كي شي؛ د آدم، نوح، ابراهيم، موسى، عيسى او محمد عليهم السلام خوا ته به ورشي؛ نور به عذر وړاندي كړي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم به شفاعت وكړي؛ ابراهيم عليه السلام به ووايي: ما درې دروغ ويلي؛ نو ځكه به شفاعت ونه كړي؛ د دې روايت لومړى راوي هم ابوهريره دئ خو پاته راويان ئې له نورو رواياتو سره فرق لري.

په ځينو كي د كذباتو يادونه شوې او په ځينو كي نه؛ په ځينو كي دوه كذبات د الله تعالى په اړه گنل شوي او په ځينو كي درې؛ په ځينو كي دا درې د كذباتو په توگه معرفي شوي: إني سقيم، بل فعله كبيرهم او دا چي خپله مېرمن ئې د خور په نامه ياده كړې؛ كه دا روايات د قرآن په رڼا كي وڅېړو نو څو څرگندي خبري مو مخي ته راځي:

الف•        د ساره رضي الله عنها مربوط خبره په قرآن كي نشته؛ منشأ ئې فقط بايبل كېدى شي؛ ښايي رسول الله صلى الله عليه و سلم د بايبل د غلطو خبرو په ضمن كي دا ياده كړې وي؛ خو راوي داسي انگېرلې وي چي دا د رسول الله صلى الله عليه و سلم خبره ده؛ نه د بايبل غلطه خبره؛ او ښايي د راويانو په لړ كي كوم راوي همدا خبره كړې وي او بل غلط شوى وي او دا ئې د رسول الله صلى الله عليه و سلم خبره گڼلې وي.

 

ب•          قرآن چي د ابراهيم عليه السلام كومي خبري زموږ مخي ته ايښې دي؛ په هغوى كي هيڅ داسي خبره نه مومو چي دروغو ته ورته وي؛ يوازي په يوې كي ئې انسان ته دا شك پيدا كېږي چي ښايي دا به رښتيا نه وه؛ او هغه دا چي خلكو ورته ويلي: راځه چي مېله ځاى ته ولاړ شو او هغه ويلي: زه مريض يم؛ د ابراهيم عليه السلام لوړ شخصيت او دې ته په پام سره چي الله تعالى د صادق په صفت ستايلى؛ ويلى شو چي حتماً به ئې هغه ورځ داسي مريضي درلوده چي خلكو د عذر په توگه منلې.

 

ج•           ولي به د يوه ستر پيغمبر؛ ستر موحد، په ځوانۍ كي د بتانو ماتوونكى، د ډېرو پيغمبرانو پلار او جد؛ د كعبې معمار، د خداى خليل، هغه چي الله تعالى ئې عصمت تضمين كړى؛ الله تعالى ورته د صادق لقب وركړى؛ د داسي عظيم او ستايل شوي شخصيت په اړه به ولي يو داسي غريب روايت معتبر گڼو چي له قرآن سره په بشپړه توگه منافات او تعارض لري؟!! يوازي هغه چي غريب روايت تر قرآن ورته مهم برېښي؛ دا جسارت به كوي؛ يوه عادي انسان ته مربوط ادعاء مني خو د الله تعالى شهادت او گواهى نه مني!! د مذهب او مسلك بنسټ ئې په غريبو او مرجوح رواياتو ولاړ دئ؛ نه د قرآن په مضبوطي ستني؛ د روايت د صحت او ضعف په اړه فقط د راوي له مخي قضاوت كوي نه د روايت د متن او محتواء له مخي؛ دې ته تيار دئ چي يوه ستر او معصوم پيغمبر ته د داسي سترو دريو درواغو نسبت وكړي چي دوه او حتى ټول ئې د الله تعالى په اړه دروغ دي؛ خو دې ته چمتو نه دئ چي ووايي: دا روايت ځكه د منلو وړ نه دئ چي راوي ئې شاهد نه لري، متن ئې له قرآن سره مغايرت او مخالفت لري؛ او ستر پيغمبر ته د دروغ ويلو نسبت شوى!! دا خبره ځكه نه شي ويلى چي په دې اعتراف سره د ده د كچه مذهب سسته ماڼۍ نسكورېږي؛ مذهب ئې په ړندو سترگو او كڼو غوږونو شخصيت پالنه ده.   

 

ښاغلي حکمتيار همداراز زياته کړه؛ راشئ وگورو چي بايبل په دې اړه څه ويلي؛ ښايي ځيني به داسي انگېري چي اوس د بايبل په اړه بحث؛ نه ضروري دئ او نه مفيد؛ خو واقعيت دا دئ چي موږ دې بحث ته سخت ضرورت لرو؛ ناټو او په سر كي ئې امريكا د مسيحي هېوادو نظامي تړون؛ پر افغانستان د اشغال په جريان كي؛ غوښتل زموږ ځوان نسل مسيحيت ته واړوي؛ گمان ئې كولو له اسلام سيكولرزم ته اړول وخت غواړي خو مسحيت ته ئې اړول نسبتاً آسان كار دئ؛ زموږ د جمهور رئيس مېرمن مسيحي وه، دوى به هيڅكله په اشغال شوي هېواد داسي څوك جمهور رئيس ونه ټاكي چي د پاپ لاسونه ئې نه وي ښكل كړي؛ د بايبل په اړه څه ليكل يو مهم ضرورت وو؛ الحمد لله ما ته الله تعالى داسي مناسب شرائط برابر كړل چي بايبل ولولم او د قرآن په رڼا كي ئې وڅېړم.

 

د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير زياتوي چي؛ د بايبل ليكوال؛ د ملتونو د شجرو باب لاندي؛ د ابراهيم عليه السلام او د ده د پاك لمني مېرمني سارا په اړہ داسي ناپاكه ژبه كاروي چي انسان ورته حيران شي، دوى د ټولو پيغمبرانو عليهم السلام په اړہ همداسي غلط او كافرانه اظهارات لري؛ د ابراهيم عليه السلام په اړہ ليكي:

"خداى ابرام ته وفرمايل: خپل ولايت، پلرنى كور او خپلوان پرېږده او هغه ځاى ته ولاړ شه چي زه به ئې درته لارښوونه وكړم؛ ابرام وخوځېدو؛ لومړى كنعان، بيا د كنعان جنوب او په پاى كي مصر ته ولاړ؛ كله چي مصر ته ورسېدو؛ خپلي مېرمني ته ئې وويل: ته ښكلې يې، كه د مصر خلك پوه شې چي ته زما مېرمن يې نو ستا د تصاحب او ترلاسه كولو لپاره به ما ووژني؛ خو كه ووايې چي زما خور يې نو ستا لپاره به خلك له ما سره ښه چلند كوي او سر به مي خوندي وي!! فرعون ته ځينو درباريانو اطلاع وركړہ چي سارا ډېره ښكلې ده؛ د دې د ښايست ډېره ستاينه ئې وكړہ؛ فرعون امر وكړ چي زما قصر ته ئې راولئ؛ بيا فرعون د سارا په خاطر ابرام ته ډېري هداياوي لكه پسونه، غوايي، اوښان، خره، غلامان او وينځي وركړې؛ خو خداى فرعون او د ده په قصر كي اوسېدونكي په سخت مصيبت اخته كړل؛ دا ځكه چي د ابرام مېرمن ئې قصر ته بېولې وه؛ فرعون ابرام وروغوښت او ورته وئې ويل: دا څه كار وو چي تا له ما سره وكړ؛ ولي دي ما ته ونه ويل چي سارا ستا مېرمن ده؟ ولي دي هغه خپله خور وښوده چي ځان ته ئې په نكاح كړم؟ اوس ئې درسره بوځه او له دې ځايه ولاړ شه"!!

 

د نوموړي په وينا؛ د ابراهيم عليه السلام او د ده د پاك لمني مېرمني په شأن كي دا سپكه ژبه او د داسي عظيم الشأن شخصيتونو په اړہ د داسي سپكو او رذيلانه خبرو په اورېدو سره د انسان وېښتان ځېږ شي؛ دا هغه ابراهيم عليه السلام دئ چي قرآن ئې د مؤمنانو جد، د الله خليل، ستر بت ماتوونكى، ستر موحد او د كعبې معمار معرفي كوي او وايي چي د عراق د ستر ظالم حاكم په وړاندي ئې سر ټيټ نه كړ، له گواښونو ئې ونه وېرېدو، په اور كي له لوېدو ئې پروا نه وه، په منجنيق كي د كښېنولو په وخت كي ئې ويل حسبنا الله و نعم الوكيل، نمرود په مرگ تهديد كړ؛ ده په ځواب كي ورته وويل: د مرگ ژوند پرېكړہ زما رب كوي؛ نه ته؛ همغسي لكه چي لمر د ده په اراده له ختيځ طلوع كوي او په مغرب كي پرېوځي؛ نه ئې ته وخت او مسير بدلولى شې او نه بل څوك. ابراهيم عليه السلام هغه وخت هم دروغ ونه ويل او ونه وېرېدو چي په يوازي سر معبد ته ننوت، ټول بتان ئې مات مات كړل، كله چي خلك معبد ته راغلل او خپل بتان ئې نسكور وموندل او ژر پوه شول چي دا كار له ابراهيم پرته د بل چا نه دئ؛ نو دى ئې راحاضر كړ او وئې پوښتو: دا كار تا كړى؟ هغه د انكار په ځاى وويل: تبر خو د ستر بت په غاړہ كي دئ؛ ترې وپوښتئ كه خبري كولى شي؟ هغوى وويل: ته پوهېږې چي دوى خبري نه شي كولى؛ نو ورته وئې ويل: افسوس پر تاسو او ستاسو پر دغو معبودانو؛ نه خبري كولى شي، نه له ځانه دفاع كولى شي او نه د ځان په خلاف اتهام ردولى شي؛ څنگه د هغه څه عبادت كوئ چي نه گټه رسولى شي او نه تاوان دفع كولى شي؟!! داسي يو ستر، زړہ ور او پر خپل رب متوكل پيغمبر به څنگه له وېري دروغ وايي؟!! خپله مېرمن به د دې لپاره خپله خور معرفي كوي چي هر څوك ئې په دې موخه درناوى وكړي چي د نكاح كولو چانس تر لاسه كړي؛ بايبل نه يوازي د ابراهيم عليه السلام د قصې دا مهمي برخي نه رااخلي او له نمرود سره د ده د مبارزې په اړہ هيڅ نه وايي؛ بلكي د نمرود ستاينه كوي؛ هلته چي وايي: د نوح يو لمسى (د كوش زوى) نمرود نومېدو؛ چي يو زړہ ور او نوميالى اتل وو؛ د هغه قدرت په سبب چي خداى وركړى وو؛ ډېر ماهر غشي ويشتونكى شو؛ د همدې لپاره ده چي كه نن څوك وغواړي د غشو په ويشتو كي د چا مهارت وستايي نو وايي: خداى دي تا د نښي په ويشتو كي د نمرود په څېر كړي!! د نمرود له ستايني د بايبل ماهيت درك كولى شئ؛ اشغالگرانو چي چا ته د اتل لقب وركولو؛ له همدې هم د دغو اتلانو ماهيت پېژندى شو او هم د اشغالگرانو ماهيت.

 

محترم مشر د خپل وضاحت په دوام وويل: بايبل وايي چي كنعان ته د تلو په وخت كي ابرام (ابراهيم عليه السلام) پنځه اويا كلن وو، طبيعي ده چي مېرمن به ئې هم همدومره عمر درلود؛ په داسي زړښت كي د دې د ښايست خبره كول او دا بې بنسټه ادعاء او دروغجنه دعوى كول چي فرعون هغه ځان ته په دې خاطر په نكاح كړہ چي ابراهيم عليه السلام ويلي وو دا زما خور ده؛ ډېره مسخره خبره ده؛ مگر فرعون ته د مصر ښايسته او ښكلې پېغلي كمي وې چي يوه پنځه اويا كلنه بوډۍ په نكاح كړي؟ بايبل دلته ليكي چي له ابراهيم عليه السلام سره دا معامله په مصر كي او د مصر د فرعون له لوري شوې، خو څو پاڼي وروسته ليكي چي دا پېښه د فلسطين په جرار نومي ښار كي واقع شوې او دا كار د فلسطين د پاچا ابيملك له لوري شوى؛ هلته ليكي چي په دې وخت كي ابراهيم پنځه نوي كلن وو!! د بايبل ليكوال؛ د اسحاق او ابيملك تر عنوان لاندي؛ همدا قصه د ابراهيم عليه السلام زوى اسحاق ته منسوبوي؛ څه چي ئې د ابراهيم او سارا په اړه ليكلي؛ همدا ئې د اسحاق او مېرمن ئې ربكا په اړه ليكلي. درې واړه قصې دروغ دي؛ بايبل له داسي درواغو او تناقضاتو ډك دئ؛ وجه ئې دا ده چي دا د دروغجنو رواياتو كتاب دئ؛ هر مذهب چي د راويانو لاس ته لوېدلى؛ له همداسي برخليك سره مخامخ شوى.

بايبل ليكي: ابرام ډېر شتمن وو؛ ډېري رمې ئې درلودې؛ پوښتنه كوو چي د رمو خاوند خو په صحرا او غرونو كي اوسېږي؛ هغه په مصر كي څه كول؟ مصر خو هغه وخت هم لوى ښار وو او د همدې لپاره د مصر (ښار) په نامه يادېدو؟!! كه بايبل ليكلي وى چي ابراهيم عليه السلام د دعوت په ارتباط مصر ته تللى وو؛ چا پرې اعتراض نه كاوو؛ خو هغه ليكي چي ابرام له خپلو څارويو او رمو سره د مصر په لوري وخوځېدو!!

 

نوموړی زياتوي؛ دې ته مو بايد پام وي چي بايبل د فرعون په ښكرور تاريخي دروغ ويلي؛ د مصر د هغو واكمنو لقب فرعون وو چي د موسى عليه السلام په زمانه كي په دې نامه يادېدل او تر دې وړاندي د يوسف عليه السلام په زمانه كي د ملك په نامه يادېدل؛ يوسف عليه السلام د ابراهيم عليه السلام كړوسى وو؛ د مصر واكمنان څو پېړۍ وروسته د فرعون په نامه ياد شوي.

قرآن چي د ابراهيم عليه السلام په اړہ څه ويلي د بايبل ټولي خبري حرف حرف ردوي.

 

د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ بايبل په دې اړہ هيڅ نه دي ويلي چي ابراهيم عليه السلام د خپل پلار او قوم پر غلط دين اعتراض وكړ، د خپل پلار او قوم له مخالفت سره مخامخ شو، خپل پلار له كوره په شړلو وگواښو، بتان ئې مات كړل، زنداني شو، نمرود په مرگ تهديد كړ، په اور كي واچول شو او له عراق ئې هجرت وكړ؛ بايبل د دې ټولو خبرو په اړہ ساكت دئ او حتى له عراق د ابراهيم عليه السلام د وتلو په اړہ ليكي چي تارح (د ابرام پلار) له خپل زوى ابرام، له خپلي نږور ساراى او له خپل لمسي لوط سره يو ځاى له اوركلدانيان؛ د كنعان په لوري وكوچيدو او په حران كي ځاى په ځاى شول!! قرآن د ابراهيم عليه السلام د پلار د نوم په اړہ هم د بايبل ادعاء غلطه گڼي او هغه د تارح په ځاى د آزر په نامه يادوي؛ متأسفانه زموږ ځيني مفسرين هومره د دغه جعلي بايبل تر اغيز لاندي تللي چي د قرآن د دغي صريح وينا په خلاف وايي چي د ابراهيم عليه السلام د پلار نوم تارح وو او آزر د ده تره او يا د بت نوم وو!! وجه ئې دا ده چي گمان كوي بايبل به همغه تورات او انجيل وي؛ نو ځكه د قرآن او بايبل د تلفيق او تطبيق هڅه ئې كړې؛ په داسي حال كي چي بايبل د دروغجنو رواياتو مجموعه ده او قرآن په ټولو مواردو كي د بايبل د قصو او ويناوو ترديد، تكذيب او تصحيح كړې؛ نا تأييد او تصديق؛ قرآن د آزر نوم ځكه ياد كړى چي موږ ته وښيي د بايبل دا ادعاء هم دروغجنه ده؛ قرآن د ډېرو پيغمبرانو نومونه ياد كړى خو د هغوى د پلرونو نومونه ئې نه دي ياد كړي؛ مگر د هغو چي پلرونه ئې پيغمبران ول؛ د نوح، موسى، ايوب، صالح، هود او نورو د پلرونو نومونه نه دي ياد شوي؛ دا ځكه چي قرآن د شجرو كتاب نه دئ.

 

د درس په پای کي په اجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک