د حکمتيار صاحب شپږ څلويښتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه د سرطان ۲۱مه؛ ۱۴۰۲:
د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله شپږ څلوېښتمه درسي حلقه د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼشمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د خپل ننني درس تر پيل وړاندي زياته کړه؛
د يوې موضوع لږ تفصيلي څېړل راته ضروري بريښي؛ دا چي آيا رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د الهي احكامو او لارښوونو اړوند وحي په قرآن كي خلاصه شوې كه نه د ده هره وينا بېله وحي ده او هيڅ خبره ئې شخصي نه ده؟ له پيغمبرانو عليهم السلام سره په دښمنۍ كي ځيني له ټولو پولو اوښتي او ځينو په دوستي او محبت كي غلو كړې؛ په داسي صفاتو ئې ستايلي چي الله تعالى نه دي ستايلي؛ چا خپل پيغمبر د الله تعالى په څنگ كي پر عرش كښېنولى، چا بېل مخلوق گڼلى چي له نور پيدا شوى، چا د حكم صادرولو او حلال او حرام ټاكلو كي د خداى برابر شريك گڼلى، چا الله تعالى او د هغه كتاب ته شا كړې؛ له پيغمبر سره افراطي محبت او د هغه وينا او حديث ته د الله په كتاب ترجيح وركول ئې مذهب شوى؛ دا نن اسلامي امت د همداسي ډلو له آفت سره مخامخ دئ؛ يوه ډله چي له ټول امت بېله تگلاره او شاذ رأى لري؛ ادعاء كوي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم هره خبره وحي ده؛ او حتى دومره غلو كوي چي كه روايت د قرآن له آيت سره تعارض ولري؛ وايي: روايت د آيت ناسخ دئ؛ په مخكيني درس كي مو يو روايت درلود چي په ونو كي د مېوې د نه پلورلو په ارتباط وو؛ او بيا وروسته رسول الله صلى الله عليه و سلم له مخكيني دستور خلاف بېله مشوره وركړه؛ په گڼ شمېر آيتونو كي دې ته ورته مطالب گورو چي د دې ډلي رأى له بنسټه ردوي؛ دا څو آيتونه ئې بېلگي دي چي لارښووني ئې په صراحت سره د دې ډلي رأى تكذيبوي:
عَفَا اللَّهُ عَنْكَ لِمَ أَذِنْتَ لَهُمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَتَعْلَمَ الْكَاذِبِينَ 43 التوبة
الله دي درته عفوه وكړي (اې محمده)! ولي دي اجازه وركړه؟! چي هغه درته څرگند شوي وى چي رښتيني دي او دروغجن دي پېژندلي وى.
ښاغلي حکمتيار د خپل وضاحت په دوام وويل چي دلته څو خبري زموږ مخي ته راځي:
1- پيغمبر عليه السلام ته ويل شوي چي الله دي د دې كار عفوه درته وكړي چي دغو كسانو ته دي رخصت وركړ؛ دوى درغلي وو چي درته ووايي: د څه عذر په وجه په دې جنگ كي برخه نشو اخيستى؛ تا ورسره موافقه وكړه او اجازه دي وركړه؛ غوره دا وه چي دا اجازه دي نه وى وركړې؛ چي صادق او كاذب درته معلوم شوي وى.
2- په دې آيت كي كه له يوې خوا جهاد د هغه معيار په توگه معرفي شوى چي د خلكو ايمان پرې تلل كېږي؛ په ايمان كي صادق هغه دئ چي د الله تعالى په لار كي جهاد كوي او دروغجن هغه دئ چي له جهاد ډډه كوي!! تاسو به د ټول قرآن په هيڅ آيت كي صراحتاً يا اشارتاً ونه مومئ چي بل عبادت د معيار په توگه معرفي شوى وي او داسي ويل شوي وي چي په هغه سره په ايمان كي صادق له كاذب بېلولى شئ.
3- له بلي خوا له دې آيت دا هم معلومېږي چي كه د رسول الله صلى الله عليه و سلم ځيني كارونه او ويناوى د وحى مطابق دي، ځيني ئې د وحي شرح او عملي تعبير او تفسير دي؛ خو ځيني ئې د ده شخصي خبري دي؛ ټول كارونه او ويناوي ئې وحي نه دي؛ د احكامو او لارښوونو وحى په قرآن كي خلاصه شوې؛ دلته په څرگنده توگه گورو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم يوې ډلي ته په خپله خوښه اجازه وركړې؛ او الله تعالى پرې نارضايتي ښودلې. آيا كېدى شي د دې آيت په شتون كي د رسول الله صلى الله عليه و سلم اجازه هم د الله تعالى له لوري وحي وگڼو؟! شاذ مذهبي روايت پال او شخصيت پال همدا خبره كوي!!! همدا راز قرآن فرمايي:
عَبَسَ وَتَوَلَّىٰٓ ١ أَن جَآءَهُ ٱلۡأَعۡمَىٰ ٢ وَمَا يُدۡرِيكَ لَعَلَّهُۥ يَزَّكَّىٰٓ ٣ أَوۡ يَذَّكَّرُ فَتَنفَعَهُ ٱلذِّكۡرَىٰٓ ٤ عبس
تندى ئې تريو كړ او مخ ئې واړاوو؛ كله چي هغه ړوند ورته راغى؛ څه شي ته خبر كړې؛ ښايى (غوښتل ئې) ځان تزكيه كړي؛ يا پند واخلي او پند ئې گټور كړي.
چا تندى تريو كړ او مخ ئې واړاوو؟ څوك د يوه ړانده په راتلو ناراض شو او هغه ته ئې شا كړه؟ ولي خطاب مخامخ پيغمبر عليه السلام ته متوجه نه دئ او داسي نه دي ويل شوي چي تا تندى تريو كړ او له هغه ړانده دي مخ واړاوو؟ ولي په سر كي له هغه چلن د غائب په صيغه يادونه شوې او بيا لهجه بدلېږي او د وينا مخ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته اوړي؟
قدرمن مشر زیاتوي چي مفسرين په دې اړه بېل بېل تعبيرونه لري چي تر ټولو غوره او دقيق ئې دا دئ: كله چي د خپل يوه دوست كوم كار خوښ نه كړو او د ده له شأن ئې لري وگڼو او ده ته دا ويل وغواړو چي له تا مو دا انتظار نه وو او ورته ووايو چي ته او دا كار؛ ښايي د هغه كار د كولو په وخت كي به دا ته؛ له هغه اوچت شأن او له داسي كار ډېر لوړ شخصيت؛ په خپله نه وې!! معمولاً په دغسي يوې صيغې سره هغه ته خطاب كوو او خپله ناخوښي څرگندوو. پيغمبر عليه السلام له دغو آيتونو همدا انتباه اخيستې؛ چي الله تعالى ناراض شوى او په دې آيتونو سره ئې ده ته عتاب كړى؛ د دې آيتونو له نزول وروسته به ئې كله چي عبد الله بن ام مكتوم وليدو نو ورته ويل به ئې: أهلا بمن عاتبنى فيه ربى: هغه ته ښه راغلى چي رب مي د ده له كبله عتاب راته كړى؛ دوه ځلي ئې په خپل غياب كي د مدينې لپاره خپل ځاى ناستى وټاكلو. د عبس ( تندى ئې تريو كړ) او تولىٰ (مخ ئې واړاوو) په الفاظو كي د عتاب او نارضايتي نښي له ورايه څرگندي دي. دا سوره چي د عبس په نامه ياده شوې له پيل تر پاى همدې موضوع ته مختص شوې او ټول مطالب ئې په همدې ارتباط دي. آيا دا سوره كافي نه ده چي باور ولرو د رسول الله صلى الله عليه و سلم ځيني كارونه داسي وو چي د خپلي رأى مطابق ئې تر سره كړي. شاذ مذهبي څه ځواب لري؟!!
وَإِنْ كَادُوا لَيَفْتِنُونَكَ عَنِ الَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ لِتَفْتَرِيَ عَلَيْنَا غَيْرَهُ وَإِذًا لاتَّخَذُوكَ خَلِيلا 73 وَلَوْلا أَنْ ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدْتَ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئًا قَلِيلا 74 إِذًا لأَذَقْنَاكَ ضِعْفَ الْحَيَاةِ وَضِعْفَ الْمَمَاتِ ثُمَّ لا تَجِدُ لَكَ عَلَيْنَا نَصِيرًا 75 الإسراء
او نژدې وه په فتنه كي دي واچوي او له هغه څه دي واړوي چي تا ته مو دروحي كړي؛ په دې توگه چي د وحي خلاف خبره له ځانه موږ ته منسوب كړې او هغه مهال به ئې ته نژدې دوست نيولې. او كه مو مضبوط كړى نه وى نو يقيناً چي نژدې وه لږ شانته د دوى لوري ته متمايل شې؛ چي په هغه صورت كي به مو په ژوند كي هم دوه برابره عذاب درڅكلى وو او له مرگ وروسته هم دوه برابره، بيا به دي زمونږ په خلاف كوم ملاتړى نه شو موندلى.
د ښاغلي حکمتيار پر وينا چي په دې آيتونو كي داسي له عتابه ډكي صيغي مومو چي نظير ئې په ټول قرآن كي نشو موندلى!! رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ويل شوي: كه د دښمن دا غوښتنه دي منلې وى چي په الهي وحي كي د لږ قدري تغيير مطالبه ئې كوله او له ځانه دي څه ويلي وى نو هم به مو په دنيا كي تا ته دوه برابره عذاب درڅكلى وو او هم په آخرت كي!! خو د الله تعالى د پېرزويني له امله پر خپل دريځ ثابت او ټينگ پاته شوې او د دوى غلطي غوښتني ته تسليم نشوې!! دا آيت د قريشو هغو مسلسلو غوښتنو ته اشاره كوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته به ئې په وار وار او په بېلو بېلو الفاظو ويل: زموږ د معبودانو په ضد له څه ويلو ډډه وكړه، داسي څه ووايه چي ټول پرې راغونډ شو، د تلفيق او روغي جوړي كوم مناسب صورت راپيدا كړه، لږ ته راكوز شه او لږ به موږ او په دې سره به د دښمنيو او مخالفتونو دا لړۍ پاى ته ورسوو!! او رسول الله صلى الله عليه و سلم هم غوښتل داسي كوم څه وكړي؛ خو گورئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته په دې اړه الهي لارښوونه څنگه وه او په كومو الفاظو ئې له داسي روغي جوړي منع كړى!! گورئ چي د پيغمبرانو عليهم السلام دنده څومره حساسه ده او په دې دروند الهي مأموريت كي د معمولي اشتباه پايله څومره جدي او هيبتناكه!! گورئ چي د دښمن د خوشحالولو او ارضاء لپاره معمولي تنازل څنگه د الله تعالى د سخت غضب سبب گرځي!! همدا راز گورئ چي كه د دښمن لوري ته ډېر لږ تمايل دومره جدي نيول كېږي او د داسي سختي مؤاخذې وړ گڼل كېږي؛ له دښمن سره د مصالحې او سازش عاقبت به څنگه وي؟!! او دا هم په څرگنده توگه گورئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم له وحي پرته هم داسي څه كولى شو؛ او دا استقلال ئې درلود؛ خو الله تعالى ترې وساتلو؛ له دې معلومېږي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم غوښتل څه وكړي؛ او يو ډول تفاهم رامنځته شي؛ او دا كار ئې كولى شو؛ خوالله تعالى ترې منع كړ.
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ تَبْتَغِي مَرْضَاتَ أَزْوَاجِكَ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ 1 قَدْ فَرَضَ اللَّهُ لَكُمْ تَحِلَّةَ أَيْمَانِكُمْ وَاللَّهُ مَوْلاكُمْ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ 2 التحريم
اې نبي! ولي هغه څه حراموې چي الله درته حلال كړي؟ په داسي حال كي چي د خپلو مېرمنو رضاء لټوې؛ او الله مهربان بخښونكى دئ. يقيناً چي الله تاسو ته د قسمونو پرانيستل مقرر كړي؛ او الله ستاسو مولا دئ او هغه باحكمت پوه دئ.
نوموړی زياتوي؛ لكه چي گورئ په دې آيت كي ويل شوي: اې نبي! ولي هغه څه حراموې چي الله درته حلال كړي؟ هغه هم د دې لپاره چي د خپلو مېرمنو رضاء تر لاسه كړې!! الله تعالى د دې كار بخښنه درته كړې؛ دا ځكه چي الله مهربان بخښونكى دئ.
د دې آيت له فحوى څو خبري معلومېږي:
الف: رسول الله صلى الله عليه و سلم له داسي كار د امتناع كولو لوړه كړې چي ورته حلال وو.
ب: دا كار ئې د خپلو مېرمنو د خوشحالولو په موخه كړى.
ج: دا داسي كار وو چي الله تعالى نه دئ خوښ كړى؛ خو ده او د ده مېرمنو ته ئې بخښنه كړې.
ح: الله تعالى ورته لارښوونه كړې چي دا لوړه د كفارې په وركولو سره ماته كړي.
له دې آيت دا هم معلومېږي چي الله تعالى هيچا ته د حل او حرمت په اړه د پرېكړي حق نه دئ وركړى؛ حتى پيغمبر عليه السلام هم دا حق نه لري چي حلال حرام كړي او حرام حلال. الله تعالى فرمايي: (... إِنِ الْحُكْمُ إِلا لِلَّهِ أَمَرَ أَلا تَعْبُدُوا إِلا إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ... ) يوسف 40: حكم او پرېكړه الله ته مختص ده؛ امر ئې كړى چي له ده پرته د بل چا عبادت مه كوئ؛ همدا سم دين دئ.
خ: همدا راز له آيتونو دا هم معلومېږي چي يو حلال شى پر ځان حرامول داسي دي لكه د يوه جائز كار د نه كولو لوړه كول؛ او حكم ئې دا دئ چي كفاره وركړى شي او امتناع منتفي كړى شي.
د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير همداراز د خپل وضاحت په دوام دا هم وويل؛
آيا اهل ظاهر او هغه چي ادعاء كوي د رسول الله صلى الله عليه و سلم هره وينا او فعل د وحي مطابق وو او په خپل ژوند كي ئې نه له وحي پرته څه ويلي او نه څه كړې؛ په خپل ناسم مسلك كي د دې آيتونو لپاره څه تأويل مومي؟!
وَإِذْ أَسَرَّ النَّبِيُّ إِلَى بَعْضِ أَزْوَاجِهِ حَدِيثًا فَلَمَّا نَبَّأَتْ بِهِ وَأَظْهَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ عَرَّفَ بَعْضَهُ وَأَعْرَضَ عَنْ بَعْضٍ فَلَمَّا نَبَّأَهَا بِهِ قَالَتْ مَنْ أَنْبَأَكَ هَذَا قَالَ نَبَّأَنِيَ الْعَلِيمُ الْخَبِيرُ 3 التحريم
او كله چي پيغمبر له خپلو ځينو مېرمنو سره يوه خبره په سري توگه ياده كړه؛ نو كله چي هغې دا خبره (نورو ته) بيان كړه او الله دى پرې پوه كړ؛ يوه برخه ئې څرگنده كړه او له بلي ئې ډډه وكړه؛ نو كله چي ئې هغه پرې خبره كړه وئې ويل: چا دا خبره درته وكړه؟ وئې ويل: باخبره پوه ذات پرې خبر كړم.
د دې مبارك آيت مطالب دا دي:
رسول الله صلى الله عليه و سلم له خپلو ځينو مېرمنو سره يوه خبره په سري توگه ياده كړې؛ له ځينو مراد يوه يا تر يوې زياتي كېدى شي خو آيت ته په پام سره يوې مېرمني ته ئې سري خبره كړې؛ د شريعت له نظره سري خبره امانت گڼل كېږي او افشاء ئې خيانت؛ حتى كه څوك له چا سره په داسي حال كي كومه خبره كوي چي يوې خوا بلي خوا ته گوري او له وضعي ئې معلومېږي چي نه غواړي بل څوك دا خبره واوري؛ دا هم امانت دئ؛ كه څه هم هغه اورېدونكي ته نه وي ويلي چي دا سري او امانت خبره ده: عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه و سلم قَالَ «إِذَا حَدَّثَ الرَّجُلُ الْحَدِيثَ ثُمَّ الْتَفَتَ فَهِىَ أَمَانَةٌ » الترمذي
كله چي هغې دا خبره نورو ته بيان كړه او الله تعالى خپل پيغمبر پرې خبر كړ؛ نو له هغې ئې په داسي توگه پوښتلي چي يوه برخه ئې څرگنده كړې او له بلي ئې ډډه كړې؛ يعني يوازي دا ئې ورته ويلي چي دا خبره تا نورو ته كړې؟! دا ئې نه دي ورته ويلي چي چا ده ته اطلاع وركړې؛ هغې ويلي: چا دا خبره درته وكړه؟ رسول الله صلى الله عليه و سلم ورته ويلي: باخبره پوه ذات پرې خبر كړم.
دلته څو حساس مطالب زموږ توجه جلبوي:
1- د آيت له الفاظو او له اړوند روايت معلومېږي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د دغو مېرمنو پر دوو خبرو نيوكه شوې: حسادت او د رسول الله صلى الله عليه و سلم سري خبره افشاء كول.
2- رسول الله صلى الله عليه و سلم د هغه چا نوم نه دئ افشاء كړى چي ده ته ئې دا خبره رسولې وه؛ په عامه صيغه ئې ويلي: باخبره پوه ذات پرې خبر كړم؛ په همدې كي د مؤمنانو لپاره يوه مهمه لارښوونه مضمره ده او هغه دا چي په داسي مواردو كي بايد د اطلاع رسوونكي د نوم له افشاء ډډه وشي؛ دا ځكه چي له افشاء ئې ستونزي او اختلافات راولاړېږي.
3- دې ته مو هم پام وي چي ځيني پر دې آيت استناد كوي او وايي: د احكامو منشأ په قرآن كي نه ده خلاصه شوې؛ داسي احكام هم شته چي په قرآن كي ئې منشأ نه شو موندلى او گواكي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د هغوى په اړه داسي مستقله وحي شوې چي په قرآن كي نه ده ذكر شوې!! دوى د ځينو نورو آيتونو په شمول د دې آيت پر دغي فقرې (قَالَ نَبَّأَنىَ الْعَلِيمُ الْخَبِيرُ) استناد كوي او وايي: په قرآن كي دا مطلب نه دئ راغلى چي الله تعالى رسول الله صلى الله عليه و سلم ته دا خبر وركړ چي هغي مېرمني ئې نورو ته هغه سري خبره افشاء كړې؛ او گواكي له دې معلومېږي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته په دې اړه بېله وحي شوې!!
دوى ته وايو: ستاسو دا استدلال هم د نورو په څېر په بشپړه توگه غلط دئ؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم نه دي ويلي چي ما ته الله تعالى مخامخ او بلاواسطه وويل؛ كه داسي وى نو هغه به فرمايلي وو: قال لي ربي: زما رب راته وويل؛ دا ئې هم نه دي ويلي چي ما ته ئې په خپله يا د فرشتې په واسطه وحي وكړه؛ كه داسي وى نو هغه به فرمايلي وو: اوحى إلي: ما ته ئې وحي وكړه؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: باخبره پوه ذات پرې خبر كړم؛ د دې معنى قطعاً دا نه ده چي الله تعالى ما ته بلاواسطه او مخامخ يا د فرشتې له لاري اطلاع راكړه؛ په حقيقي معنى ئې هر هغه څوك پوهېږي چي د آيت نوري فقرې هم په پام كي ونيسي؛ مخصوصاً دا فقره چي وايي: وَ أَظهَرَهُ اللهُ عَلَيْهِ: او الله دى پرې پوه كړ؛ يعني الله تعالى داسي انتظام وكړ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم له موضوع خبر شي؛ په قوي احتمال سره دا اطلاع د هغه چا له لوري وركړى شوې چي دا خبره ئې اورېدلې وه؛ داسي بالواسطه خبرېدا الله تعالى ته منسوبول؛ نه د حقيقت خلاف انتساب دئ او نه دروغ گڼل كېدى شي؛ د كوم انسان په واسطه له كومي خبري خبرېدل په حقيقت كي د الله تعالى په اراده او توفيق تر سره كېږي؛ د (أَظهَرَهُ اللهُ عَلَيْهِ) معنى همدا ده. په آيت كي ويل شوي: رسول الله صلى الله عليه و سلم له اړوند مېرمني پوښتنه وكړه چي ولي دي هغه سري خبره افشاء كړې؛ خو دا ئې ترې پټ كړل چي چا اطلاع وركړې؛ د آيت دا فقره چي وايي: عَرَّف بَعْضهُ وَ أَعْرَض عَن بَعْضٍ: يوه برخه ئې څرگنده كړه او له بلي ئې ډډه وكړه؛ په يقيني توگه همدا مطلب افاده كوي؛ او په دې سره قرآن موږ ته لارښوونه كوي چي په داسي مواردو كي د هغه چا د نامه له افشاء كولو ډډه وكړئ چي كه ئې نوم افشاء شي په فتنې او د دوو تر منځ په زړه بداوي او نزاع منتج كېږي. عجيبه ده چي دوى د دې مبارك آيت له څرگندو الفاظو داسي غلطه انتباه اخلي!! د خپل غلط دريځ او منهج لپاره هيڅ معقول دليل نه مومي؛ نو په تكلف سره هڅه كوي؛ يو كچه او كمزورى دليل له ځانه اختراع كړي؛ حقيقت دا دئ چي حديث د قرآن شرح او تفصيل دئ، د ټولو هغو احكامو اصلي منشأ قرآن دئ چي په احاديثو كي ئې مومو، د ځينو منشأ دومره څرگنده ده چي هر څوك پرې پوهېږي او د ځينو داسي چي يوازي رسول الله صلى الله عليه و سلم پرې پوه شوى او هغه موږ ته بيان كړي.
له پورتنيو تفصيلي توضيحاتو وروسته ښاغلي حکمتيار د تېر درس په دوام بحث وکړ او وئې ويل:
كله چي ابراهيم عليه السلام بتان مات كړل او تبر ئې د لوى بت په غاړي كي وځړاوو؛ خلكو ترې وپوښتل چي دا كار تا كړى؟ ځواب ئې دا وو:
قَالَ بَلْ فَعَلَهُ كَبِيرُهُمْ هَذَا فَاسْأَلُوهُمْ إِنْ كَانُوا يَنْطِقُونَ 63 الأنبياء
وئې ويل: ما نه بلكي د دوى دغه ستر بت دا كار كړى؛ ترې وپوښتئ كه خبري كولى شي.
د آيت دوهمه فقره (فَاسْأَلُوهُمْ إِنْ كَانُوا يَنْطِقُونَ): نو ترې وپوښتي كه خبري كولى شي؛ په ډېر وضاحت سره ښيي چي دا د لومړۍ فقرې (بَلْ فَعَلَهُ كَبِيرُهُمْ هَذَا): ما نه؛ بلكي د دوى دغه ستر بت دا كار كړى؛ تتمه ده؛ او په گډه ئې معنى دا ده: تبر د لوى بت غاړه كي دئ؛ تور خو بايد ده ته متوجه وي؛ ظاهر خو همدا شهادت وركوي چي ماتوونكى هغه دئ چي تبر ورسره دئ؛ ما ولي تورنوئ؟ كه هغوى خبري كولى شي ترې وپوښتئ؛ له مات شوو وپوښتئ چي چا مات كړئ؛ له لوى بت وپوښتئ چي تور مني كه انكار كوي؟ او متصل ئې ورته وويل: آيا د هغه څه عبادت كوئ چي نه گټه دررسولى شي او نه تاوان درنه دفع كولى شي؟!!
قَالَ أَفَتَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لا يَنْفَعُكُمْ شَيْئًا وَلا يَضُرُّكُمْ 66 الأنبياء
وئې ويل: آيا له الله پرته د هغه څه عبادت كوئ چي نه څه گټه دررسولى شي او نه تاوان.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه؛ څوك نه پوهېږي چي په دې آيتونو كي د كذب او درواغو هيڅ شائبه هم نه تر سترگو كېږي.
په حقيقت كي د ابراهيم عليه السلام دا پنځه پورتنۍ خبري دروغ نه وې؛ د درواغو اطلاق نه شي پرې كېدى؛ خو كه د دغه روايت له مخي په هغوى د درواغو اطلاق كېږي؛ نو بيا خو دا دروغ (كذب)؛ درې نه؛ بلكي شپږ دي او د الله تعالى په اړہ خو دوه نه بلكي درې دي؛ د خپلي مېرمني په اړہ دا خبره ده ته منسوبول چي ويلي ئې وو دا مي خور ده؛ په دې اړہ نه يوازي په قرآن كي كومه اشاره نه مومو؛ بلكي د دې خبري په كولو سره د قرآن د وينا مخالفت كېږي؛ ځكه قرآن هغه پنځه خبري يادوي او دا روايت دغه درې ترې حذفوي او په ځاى ئې هغه خبره راوړي چي قرآن نه ده كړې!! د قرآن له مخي خو د الله تعالى په اړہ درې ځلي درواغو ته ورته خبره شوې؛ درې ځلي ئې ويلي: هذا ربي؟ هذا ربي؟ هذا ربي؟ دا ولي په روايت كي نه دي راغلې؟ ولي هغه خبري د الله تعالى په اړه دروغ گڼل شوې چي له الله تعالى سره هيڅ تعلق نه لري؟ د (إِنِّي سَقِيمٌ) او (بَلْ فَعَلَهُ كَبِيرُهُمْ) له الله تعالى سره څه تړاو دئ؟!! دا خو يوه توريه او پوښتنه ده؛ نه د ابراهيم عليه السلام تصديقي وينا؛ كه په تكلف سره دا درې يو وگڼو نو دوهم ئې كوم دئ؟ دا دواړہ خو في ذات الله نه دي!! يو ئې د بت په اړہ دئ او بل ئې د ځان په اړہ؛ په روايت كي خو ويل شوي چي: لَمْ يَكْذِبْ إِبْرَاهِيمُ عَلَيْهِ السَّلاَمُ إِلَّا ثَلاَثَ كَذَبَاتٍ، ثِنْتَيْنِ مِنْهُنَّ فِي ذَاتِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ؛ او دا دواړہ ئې في ذات الله گڼي: قَوْلُهُ (إِنِّي سَقِيمٌ) وَقَوْلُهُ: (بَلْ فَعَلَهُ كَبِيرُهُمْ هَذَا)؛ حال دا چي دا دواړہ (في ذات الله) نه دي؛ د الله تعالى د ذات په اړہ خو يوازي هغه درې ځلي (هذا ربي) ويل دي؛ د ساره د قصې لپاره خو په دې روايت كي هم مجال نه پاته كېږي!!
ټول ائمه، فقهاء او محدثين په دې متفق دي چي محمد عليه السلام د الله تعالى رسول دئ؛ دنده ئې د الله تعالى پيغام (قرآن) رسول دي؛ حديث د قرآن شرح او تفسير دئ؛ شرح او تفسير هيڅكله له متن سره تعارض نه شي درلودى؛ كوم روايت چي له قرآن سره اړخ نه لگوي؛ نه د رسول الله صلى الله عليه و سلم حديث دئ او نه د منلو وړ؛ حق په قرآن كي خلاصه شوى؛ همغسي چي قرآن فرمايي:
وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَآمَنُوا بِمَا نُزِّلَ عَلَى مُحَمَّدٍ وَهُوَ الْحَقُّ مِنْ رَبِّهِمْ كَفَّرَ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَأَصْلَحَ بَالَهُمْ 2 محمد
او هغه چي ايمان ئې راوړى او نېك عملونه ئې كړي او پر هغه څه ئې ايمان راوړى چي پر محمد نازل شوى او هغه د دوى د رب له لوري حق (رښتينى پيغام) دئ؛ د دوى بدغوني خصلتونه ئې ترې وپوښل او د دوى حالت ئې غوره او سم كړ.
نوموړي همداراز وویل؛ لكه چي گورئ دلته قرآن ته (هو الحق) ويل شوي؛ يعني ټول حق؛ نه يو حق.
او قرآن وايي:
فَذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمُ الْحَقُّ فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلا الضَّلالُ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ 32 يونس
نو همدا الله ستاسو حقيقي رب دئ؛ نو له حق وروسته له ضلالت پرته بل څه دي؟ نو په كوم لوري گرځول كېږئ؟!
دا پوښتنه چي آيا د قرآن او حديث تر منځ اختلاف او تعارض ممكن او جائز دئ؟؛ كه روايت له قرآن سره تعارض ولري؛ څه به كوو؟ ځواب ئې دا دئ: د صحيح حديث او قرآن تر منځ تعارض محال دئ.
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ د مسلمان باور بايد دا وي چي له قرآن سره متعارض روايت د رسول الله صلى الله عليه و سلم حديث نشي كېدى؛ دا روايت به يا جعلي او موضوعي وي؛ يا ئې راوي ضعيف او په سمه توگه د رسول الله صلى الله عليه و سلم د وينا له انتقال عاجز؛ هيڅ امكان نه لري چي رسول الله صلى الله عليه و سلم به د قرآن خلاف خبره كړې وي؛ متأسفانه دا روايت ځپلې ډله؛ د آيت او روايت تر منځ د توپير او تعارض په صورت كي؛ په روايت اكتفاء او آيت ته شا كوي او له پامه ئې غورځوي!!! لكه چي دلته گورو د بايبل يوه دروغجنه خبره ئې د رسول الله صلى الله عليه و سلم د حديث په توگه وړاندې كړې؛ په داسي حال كي چي د هغې لپاره په قرآن كي هيڅ شاهد نه مومي؛ دا خبره ئې له كومه رايستلې چي ابراهيم خپله مېرمن د خور په نامه ياده كړې؟ څنگه مني چي ابراهيم عليه السلام خپله مېرمن فرعون ته ورلېږلې وه؟ څنگه دا جسارت كوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم الله تعالى ته داسي څه منسوب كړي چي په قرآن كي نشته؟
د درس په پای کي په اجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.
