د حکمتيار صاحب پنځه څلويښتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
يکشنبه د سرطان ۱۸مه؛ ۱۴۰۲:
د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار او د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار خپله
پنځه څلوېښتمه درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼشمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د کتاب البيوع (پېر پلور) او د خپل مخکني درس په دوام وويل:
٤٣م باب: (سپين زر په سرو زرو په قرض پلورل) لکه چي وايي:
1032 ـ عن الْبَرَاءِ بْنِ عَازِبٍ وَزَيْدَ بْنَ أَرْقَمَ رضي الله عنهما أنَّهُمَا سُئلا عَنِ الصَّرْفِ فَكُلُّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا يَقُولُ: هَذَا خَيْرٌ مِنِّي، فَكِلاهُمَا يَقُولُ: نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ بَيْعِ الذَّهَبِ بِالْوَرِقِ دَيْنًا. (بخاري: 2181)
له براء بن عازب او زيد بن ارقم رضي الله عنهما روايت دئ چي دواړه د اسعارو د تبادلې په اړه وپوښتل شول؛ نو هر يوه به ويل: دى تر ما غوره دئ؛ او دواړو ويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم له دې نهي کړې چي په قرض سره په سپينو زرو؛ سره زر وپېرل شي.
ښاغلي حکمتيار همداراز په ٤٤ باب کي د لاندينيو روایاتو په استناد (د مزابنه بيع) عنوان په تفصيلي توگه تشريح کړ؛ هلته چي فرمايي:
1033 ـ عَنْ عَبْدِاللَّهِ بنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لا تَبِيعُوا الثَّمَرَ حَتَّى يَبْدُوَ صَلاحُهُ وَلا تَبِيعُوا الثَّمَرَ بِالتَّمْرِ». و عن زَيْدُ بْنُ ثَابِتٍ: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَخَّصَ بَعْدَ ذَلِكَ فِي بَيْعِ الْعَرِيَّةِ بِالرُّطَبِ أَوْ بِالتَّمْرِ، وَلَمْ يُرَخِّصْ فِي غَيْرِهِ. (بخاري: 2183 ـ 2184)
له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((مېوه تر هغه مه خرڅوئ چي پخه شوې نه وي؛ او په وني کي خرما (تازه) په وچه خرما مه پلورئ))؛ او له زيد بن ثابت رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وروسته په تازه او وچي خرما كي د (بَيْعِ الْعَرِيَّةِ) اجازه وركړه؛ خو له دې پرته ئې په نورو كي اجازه نه ده ورکړې.
نوموړي د خپل وضاحت په دوام وويل: (بيع عَرِيَّه) دې ته ويل کېږي چي د کومي وني مېوه؛ كوم فقير ته په صدقه كي يا چا ته د خوراک لپاره ورکړل شي؛ خو د دې لپاره چي هغه تل اړ نه شي د مېوې خوړلو او ټولولو په موخه هلته ولاړ شي؛ نو د وني خاوند كولى شي د وني تازه مېوه ترې وپېري او په عوض كي ئې وچه مېوه پرې وپلوري.
په ٤٥ باب کي ئې بيا (مېوه په ونو کي په سرو او سپينو زرو خرڅول) عنوان د لاندينيو روايتونو په استناد تر مفصل بحث لاندي ونېو او زیاته ئې کړه:
1034 ـ عَنْ جَابِرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: نَهَى النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ بَيْعِ الثَّمَرِ حَتَّى يَطِيبَ وَلا يُبَاعُ شَيْءٌ مِنْهُ إلَّا بِالدِّينَارِ وَالدِّرْهَمِ إلَّا الْعَرَايَا. (بخاري: 2189)
له جابر رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم له پخوالي مخکي د مېوې له خرڅولو نهي کړې او هيڅ ډول مېوه بايد له دينار او درهم پرته په بل څه خرڅه نه شي؛ مگر (عرايا) چي په وچي او يا لمدې مېوې ئې هم خرڅول روا دي.
1035 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَخَّصَ فِي بَيْعِ الْعَرَايَا فِي خَمْسَةِ أَوْسُقٍ أَوْ دُونَ خَمْسَةِ أَوْسُقٍ. (بخاري: 2190)
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د (عرايا) د خرڅولو اجازه ورکړې ده؛ خو په دې شرط چي دغه مېوه پنځه وسقه او يا ترې لږ وي.
قدرمن مشر د يوې ضمني يادوني په ترڅ کي واضح کړه؛ چي يو وسق شپيته صاع دئ.
په ۴۶ باب کي ئې بيا پر دې موضوع بحث وکړ چي (مېوه تر پخېدو مخکي پلورل)
1036 ـ عَنْ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: كَانَ النَّاسُ فِي عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَتَبَايَعُونَ الثِّمَارَ فَإِذَا جَذَّ النَّاسُ وَحَضَرَ تَقَاضِيهِمْ، قَالَ: الْمُبْتَاعُ إِنَّهُ أَصَابَ الثَّمَرَ الدُّمَانُ، أَصَابَهُ مُرَاضٌ أَصَابَهُ قُشَامٌ، عَاهَاتٌ يَحْتَجُّونَ بِهَا، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَمَّا كَثُرَتْ عِنْدَهُ الْخُصُومَةُ فِي ذَلِكَ: «فَإِمَّا لا فَلا تَتَبَايَعُوا حَتَّى يَبْدُوَ صَلاحُ الثَّمَرِ» كَالْمَشُورَةِ يُشِيرُ بِهَا لِكَثْرَةِ خُصُومَتِهِمْ. (بخاري: 2193)
له زيد بن ثابت رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: خلکو به د رسول الله صلى الله عليه و سلم په زمانه کي مېوې (تر پخېدو مخکي) پلورلې؛ نو کله به چي اخستونکي د مېوې د راټولولو او خرڅوونکي به د بيي غوښتنه وکړه؛ نو اخستونکي به ويل په مېوه خو د (الدُّمَانُ) مرض لگېدلى (څانگه به خرابه او متعفنه شوه)؛ مُرَاضٌ (ډول ډول مرضونه) پرې لگېدلى؛ قُشَامٌ پرې لگېدلى؛ داسي چي نه پرېږدي پخه شي؛ او آفتونو وهلې دي؛ کله چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته دا ډول ډېري دعواء گاني وړاندي شوې؛ نو د دعوو ډېروالي ته په پام سره ئې د مشورې په دود ورته وفرمايل: ((که دا دعواوي نه پرېږدئ؛ نو مېوې تر هغه مه خرڅوئ چي پخې شوې نه وي)).
ښاغلی حکمتيار زياتوي چي دلته بايد لږ توقف وكړو؛ او دا خبره بايد وڅېړو چي د مشورې په توگه دوى ته ويل شوي: ((که دا دعواوي نه پرېږدئ؛ نو مېوې تر هغه مه خرڅوئ چي پخې شوې نه وي))؛ دا د امام بخاري رحمه الله د اسلوب او د يوې تكفيري ډلي د مذهب او مسلك خلاف خبره ده؛ هغه چي وايي د رسول الله صلى الله عليه و سلم هره خبره وحي ده؛ خو دلته په دې روايت كي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته\د يوې موضوع په ارتباط دوه خبري منسوب شوې: يوه ئې د امر په بڼي كي او بله ئې د مشورې په بڼه كي؛ يوه د بلي منافي؛ وه امر او بله مشوره او رخصت؛ يعني چي دوى يوه خبره وحي گڼي او بله د رسول الله صلى الله عليه و سلم شخصي مشوره!! او دا د دوى د مسلك او مذهب منافي او مغاير خبره ده؛ دوى د رسول الله صلى الله عليه و سلم په ژوند كي هيڅ خبره د ده شخصي وينا نه گڼي!! او دا هم د قرآن خلاف ادعاء ده او هم د واقعيتونو خلاف ادعاء. رسول الله صلى الله عليه و سلم د احد او خندق په جگړو كي له خپلي رأى تېر شوى او د نورو رأى ئې منلې؛ د ورځني ژوند ډېري خبري او كارونه ئې د خپلي رأى مطبق وو؛ لكه دا چي څه وخوري، كله ئې وخوري، څه واغوندي، له چا سره وگوري او څه ورته ووايي، چېري ولاړ شي او كله ولاړ شي...
1037 ـ عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِاللَّهِ رضي الله عنه قَالَ: نَهَى النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ تُبَاعَ الثَّمَرَةُ حَتَّى تُشَقِّحَ، فَقِيلَ: وَمَا تُشَقِّحُ؟ قَالَ: تَحْمَارُّ وَتَصْفَارُّ وَيُؤْكَلُ مِنْهَا. (بخاري: 2196)
روايت دئ چي جابر بن عبدالله رضي الله عنه وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم تر رسېدو (پخېدو) وړاندي د مېوې له خرڅولو نهي کړې ده؛ پوښتنه ترې وشوه د مېوې رسېدل يعني څه؟ وئې ويل: کله چي سره شي يا زيړه او د خوړو وړ وگرځي.
ښاغلي حکمتيار همداراز په ٤٧ باب کي د لاندينيو روايتونو په استناد دا موضوع وڅېړله چي (که مېوه له رسېدو مخکي وپلورل شوه) هلته چي فرمايي:
1038 ـ عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلمى عَنْ بَيْعِ الثِّمَارِ حَتَّى تُزْهِيَ فَقِيلَ لَهُ: وَمَا تُزْهِي؟ قَالَ: حَتَّى تَحْمَرَّ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَرَأَيْتَ إِذَا مَنَعَ اللَّهُ الثَّمَرَةَ بِمَ يَأْخُذُ أَحَدُكُمْ مَالَ أَخِيهِ»؟.(بخاري: 2199)
له انس بن مالک رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د مېوو له رسېدو مخکي د هغوى له پلورلو نهي کړې ده. ورته وويل شول: او دا رسېدل ئې څه دي؟ وئې ويل: کله چي سره شي. بيا رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((آيا پام دي كړى؛ که الله تعالى د مېوې راټوكېدو مخنيوى وکړي؛ نو پلورونكى به د څه په بدل کي د خپل ورور مال او پيسې اخلي؟)).
ورته مهال په ٤٨ باب کي قدرمن مشر پر دې عنوان هم تفصيلي بحث درلود چي (که څوک وغواړي خرما په غوره خرما وپلوري) لکه چي وايي:
1039 ـ عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنهما: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ اسْتَعْمَلَ رَجُلاً عَلَى خَيْبَرَ، فَجَاءَهُ بِتَمْرٍ جَنِيبٍ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَكُلُّ تَمْرِ خَيْبَرَ هَكَذَا؟» قَالَ: لا وَاللَّهِ يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنَّا لَنَأْخُذُ الصَّاعَ مِنْ هَذَا بِالصَّاعَيْنِ وَالصَّاعَيْنِ بِالثَّلاثَةِ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لا تَفْعَلْ، بِعِ الْجَمْعَ بِالدَّرَاهِمِ ثُمَّ ابْتَعْ بِالدَّرَاهِمِ جَنِيبًا». (بخاري: 2202)
له ابو سعيد خدري او ابو هريره رضي الله عنهما روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم يو سړى د خيبر په اړه وگمارلو؛ نو هغه غوره خرما ورته راوړه؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((آيا د خيبر ټولى كجوري همداسي دي؟)) وئې ويل: نه؛ يا رسول الله! قسم په الله چي موږ د دې خرما يوه پيمانه په دوو پيمانو؛ او دوه ئې په دريو پيمانو اخلو؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((دا مه کوه؛ هغه ادنى او گډه خرما په دراهمو وپلوره بيا په دغو سكو غوره خرما وپيره.
د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير دا هم وويل چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2201 - 4244 – په څلورو طبقو كي ئې راويان سره ورته دي؛ په پنځمي طبقې كي بېل بېل دي؛ او له همدې كبله په رواياتو كي دا توپير مومو: په يوه كي إِنَّا لَنَأْخُذُ الصَّاعَ مِنْ هَذَا بِالصَّاعَيْنِ، وَالصَّاعَيْنِ بِالثَّلاَثَةِ، او په بل كي إِنَّا لَنَأْخُذُ الصَّاعَ مِنْ هَذَا بِالصَّاعَيْنِ، بِالثَّلاَثَةِ، راغلي؛ يو وايي: يوه پيمانه په دوو او دوه په دريو؛ او بل وايي: يوه په دوو په دريو؛ دواړو كي ستونزي دي: كه يوه په دوه وي نو دوه به په څلورو وي نه په دريو؛ يوه په دوه او دريو هم ستونزه لري؛ وضاحت ئې نه دئ شوى.
صحيح مسلم كي د بخاري 2201 روايت راغلى خو بل ئې نه دئ راوړل شوى؛ د دواړو راويان سره ورته دي او دا ښيي چي امام مسلم د بخاري د پنځمي طبقې له راوي او د هغه له روايت سره توافق نه دئ كړى.
قدرمن مشر همداراز په ٤٩ باب کي (د خامي مېوې خرڅول) موضوع هم د لانديني روايت په استناد وڅېړله، لکه چي وايي:
1040 ـ عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّهُ قَالَ: نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنِ الْمُحَاقَلَةِ وَالْمُخَاضَرَةِ وَالْمُلامَسَةِ وَالْمُنَابَذَةِ وَالْمُزَابَنَةِ. (بخاري: 2207)
له انس بن مالک رضي الله عنه روايت دئ چي وئې ويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم له څو ډوله پېر پلور نهي كړې: الْمُحَاقَلَةِ (غله په وږيو کي پېرل؛ او د صافي غلې په بڼه كي ئې په پيمانه ترلاسه كول) وَالْمُخَاضَرَةِ (تر پخېدو وړاندي د خامي مېوې او دانې اخيستل) وَالْمُلامَسَةِ (متاع پر مشتري يوازي لمسولو سره او په جنسيت ئې له پوهېدو پرته پلورل؛ لكه د ټوټې تان په نيمه رڼا كي او يوازي لمسولو سره پلورل) وَالْمُنَابَذَةِ (دا چي مشتري پلورونكي ته ووايي: څه چي دي زما لوري ته راواچولو همغه په دې قيمت زما شو) وَالْمُزَابَنَةِ (په تخمين سره؛ په وني كي مېوه تر ټولولو وړاندي؛ پر زمكي پرتې خرما سره پېرل؛ او انگور په تاك كي په مميزو پېرل).
نوموړي په ٥٠ باب کي (په پېر او پلور کي د خلکو پر عاداتو) هم تفصيلي وضاحت ورکړ او وئې ويل:
1041 ـ عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا: قَالَتْ هِنْدٌ أُمُّ مُعَاوِيَةَ لِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: إِنَّ أَبَا سُفْيَانَ رَجُلٌ شَحِيحٌ، فَهَلْ عَلَيَّ جُنَاحٌ أَنْ آخُذَ مِنْ مَالِهِ سِرًّا؟ قَالَ: «خُذِي أَنْتِ وَبَنُوكِ مَا يَكْفِيكِ بِالْمَعْرُوفِ». (بخاري: 2211)
له عائشې رضي الله عنها روايت دئ چي د معاويه رضي الله عنه مور هند؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وويل: ابو سفيان بخيل او حريص سړى دئ؛ آيا په دې كي به زما لپاره كومه گناه وي چي په پټه څه واخلم؟ وئې فرمايل: ((ته او اولادونه دي دومره په معروفه توگه (د معمول او رواج مطابق) واخلئ چي درته كفايت كوي))
دا روايت په بخاري كي 4 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2211 - 5364 - 5370 - 7180 – له دغو توپيرونو سره: په يوه كي فَهَلْ عَلَيَّ جُنَاحٌ أَنْ آخُذَ مِنْ مَالِهِ سِرًّا په بل كي وَلَيْسَ يُعْطِينِي مَا يَكْفِينِي وَوَلَدِي، إِلَّا مَا أَخَذْتُ مِنْهُ وَهُوَ لاَ يَعْلَمُ، په بل كي فَأَحْتَاجُ أَنْ آخُذَ مِنْ مَالِهِ راغلي.
ښاغلی حکمتيار زياتوي چي پورتنی روايت په څلور طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: سُفْيَانُ، هِشَامِ، پلار ئې عُرْوَةَ، او عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا.
ورپسي ئې په ٥١ باب کي (له شريک سره د سودا) پر عنوان بحث وکړ او زياته ئې کړه:
1042 ـ عَنْ جَابِرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: جَعَلَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الشُّفْعَةَ فِي كُلِّ مَالٍ لَمْ يُقْسَمْ، فَإِذَا وَقَعَتِ الْحُدُودُ وَصُرِّفَتِ الطُّرُقُ فَلا شُفْعَةَ. (بخاري: 2213)
له جابر رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په هر هغه مال کي چي ويشل شوى نه وي؛ شفعه لازم گرځولې ده؛ خو که حدود وټاکل شي او د مالکانو لاري سره جلا شي؛ بيا شفعه نشته.
د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير پر وينا؛ يعني په هغي زمكي يا تعمير كي چي څو تنه شريكان دي او تر منځ ئې وېش نه دئ شوى؛ د شُفعې حق ټاكل شوى؛ خو كه وېش تر سره شي؛ د هر چا برخه وټاكل شي او پولي څرگندي شي؛ بيا د شفعې حق نشته؛ شفعه د شريكانو تر منځ مشتركي برخي ته ويل كېږي؛ د فقهاءو تر منځ په دې اړه بېلي بېلي رأيي دي؛ د احنافو ائمه او فقهاء أَبُو حنيفَة، أَبُو يُوسُف او مُحَمّد رحمهم الله؛ د هغو فقهاءو له جملې دي چي وايي: د شفعې حق په زمكي، حويلۍ، او دې ته ورته شيانو كي هغه شريك ته حاصل دئ چي په وېش كي ئې برخه نه ده ټاكل شوې؛ بيا د هغه شريك لپاره چي برخه ئې ټاكل شوې؛ په لار او اوبو كي ئې حق په خپل حال پاته كېږي؛ او تر دوى وروسته د هغه گاونډ لپاره چي كور ئې د بل كور له پاسه وي؛ او دروازه ئې په بل لوري.
تجب الشُّفْعَة فِي الْأَرَاضِي والرباع والحوائط للشَّرِيك الَّذِي لم يقاسم ثمَّ للشَّرِيك الَّذِي قَاسم وَقد بَقِي حق طَرِيقه أَو شربه، ثمَّ من بعدهمَا للْجَار الملازق وَهُوَ الَّذِي دَاره على ظهر الدَّار المشفوعة، وبابه فِي سكَّة أُخْرَى،
نوموړي همداراز د بخاري کتاب البيوع په٥٢ باب کي (له حربي کافر د غلام پېرل) پر موضوع بحث درلود او د يادې موضوع د وضاحت په اړه ئې لانديني روايت يو په بل پسي تشريح کړ، لکه چي وايي:
1043 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «هَاجَرَ إِبْرَاهِيمُ عليه السلام بِسَارَةَ فَدَخَلَ بِهَا قَرْيَةً فِيهَا مَلِكٌ مِنَ الْمُلُوكِ أَوْ جَبَّارٌ مِنَ الْجَبَابِرَةِ، فَقِيلَ: دَخَلَ إِبْرَاهِيمُ بِامْرَأَةٍ هِيَ مِنْ أَحْسَنِ النِّسَاءِ فَأَرْسَلَ إِلَيْهِ أَنْ يَا إِبْرَاهِيمُ مَنْ هَذِهِ الَّتِي مَعَكَ قَالَ: أُخْتِي، ثُمَّ رَجَعَ إِلَيْهَا فَقَالَ: لا تُكَذِّبِي حَدِيثِي فَإِنِّي أَخْبَرْتُهُمْ أَنَّكِ أُخْتِي، وَاللَّهِ إِنْ عَلَى الأَرْضِ مُؤْمِنٌ غَيْرِي وَغَيْرُكِ، فَأَرْسَلَ بِهَا إِلَيْهِ، فَقَامَ إِلَيْهَا فَقَامَتْ تَوَضَّأُ وَتُصَلِّي، فَقَالَتِ: اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتُ آمَنْتُ بِكَ وَبِرَسُولِكَ وَأَحْصَنْتُ فَرْجِي إلَّا عَلَى زَوْجِي فَلا تُسَلِّطْ عَلَيَّ الْكَافِرَ، فَغُطَّ حَتَّى رَكَضَ بِرِجْلِهِ ـ قَالَ أَبُو هُرَيْرَةَ: قَالَتِ: اللَّهُمَّ إِنْ يَمُتْ يُقَالُ هِيَ قَتَلَتْهُ ـ فَأُرْسِلَ ثُمَّ قَامَ إِلَيْهَا، فَقَامَتْ تَوَضَّأُ تُصَلِّي وَتَقُولُ: اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتُ آمَنْتُ بِكَ وَبِرَسُولِكَ وَأَحْصَنْتُ فَرْجِي إلَّا عَلَى زَوْجِي فَلا تُسَلِّطْ عَلَيَّ هَذَا الْكَافِرَ، فَغُطَّ حَتَّى رَكَضَ بِرِجْلِهِ قَالَ أَبُو هُرَيْرَةَ: فَقَالَتِ: اللَّهُمَّ إِنْ يَمُتْ فَيُقَالُ: هِيَ قَتَلَتْهُ فَأُرْسِلَ فِي الثَّانِيَةِ أَوْ فِي الثَّالِثَةِ فَقَالَ: وَاللَّهِ مَا أَرْسَلْتُمْ إِلَيَّ إلَّا شَيْطَانًا ارْجِعُوهَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَأَعْطُوهَا آجَرَ فَرَجَعَتْ إِلَى إِبْرَاهِيمَ عليه السلام فَقَالَتْ أَشَعَرْتَ أَنَّ اللَّهَ كَبَتَ الْكَافِرَ وَأَخْدَمَ وَلِيدَةً». (بخاري: 2217)
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: نبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايلي: ((ابراهيم (عليه السلام) له خپلي مېرمني ساره رضي الله عنها سره هجرت وکړ، داسي يوې سيمي ته ورسېدل چي له پاچايانو يو پاچا يا له جابرانو يو جابر په کي وو؛ وويل شول: ابراهيم له داسي مېرمني سره راغلى چي تر ټولو مېرمنو ښايسته ده؛ پاچا څوك ورولېږو چي وپوښتي: اې ابراهيم! دا مېرمن چي له تا سره ده څوك ده؟ وئې ويل: خور مي ده؛ بيا خپلي مېرمني ستون شو او وئې ويل: زما وينا مه تكذيبوه؛ ما ورته ويلي چي ته مي خور يې؛ په الله قسم چي په نړۍ كي له ما او تا پرته بل مؤمن نشته؛ دا ئې هغه ته ورولېږله؛ هغه د دې لوري ته پاڅېد؛ او ساره د اوداسه او لمانځه لپاره پاڅېده؛ او وئې ويل: الهي! كه مي پر تا او ستا پر پيغمبر ايمان راوړى وي او له بد لمنۍ او له خپل مېړه پرته له بل مي خپل عفت ساتلى وي؛ نو دا كافر مه راباندي مسلط كوه؛ نو سا ئې په بندېدو شوه؛ پښه ئې پر زمكي وهله؛ أَبُو هُرَيْرَةَ وايي: ساره وويل: الهي! كه دا ومري نو دا به ويل كېږي چي دې مېرمني ووژلو؛ دا كار دوه درې ځله تكرار شو؛ نو پاچا وويل: والله چي ما ته مو فقط يو شيطان رالېږلى؛ ابراهيم ته ئې ستنه كړئ؛ او آجر (هاجر) ئې وركړه؛ نو ابراهيم عليه السلام ته ستنه شوه؛ او وئې ويل: آيا پوه شوې چي دا كافر نسكور شو او يوه وړه وينځه ئې د خدمت لپاره راكړه)).
محترم مشر زياتوي چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2217 - 6950؛ غريب دئ او په دريو طبقو كي يو يو راوي لري؛ راويان ئې دا دي: أَبُو اليَمَانِ، شُعَيْبٌ، أَبُو الزِّنَادِ، الأَعْرَجِ او أَبِو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ ځيني برخي ئې له بخاري پرته په نورو كتابونو كي نشته.
روايت تر دې باب لاندي راوړل شوى: له حربي کافر د غلام پېرل؛ خو په روايت كي د غلام پېرل نشته. امام مسلم تر دې باب لاندي راوړى: د إبراهيم خليل عليه السلام فضائل؛ د مسلم باب غوره دئ.
د نوموړي پر وينا د دې روايت په وړاندي بايد لږ توقف وكړو؛ چي وگورو آيا په رښتيا دا پېښه رامنځته شوې؟ آيا الله تعالى خپل خليل ابراهيم عليه السلام او مېرمن ئې ساره رضي الله عنها په داسي سختي آزمويني آزمويلي؟ آيا په قرآن كي كوم شاهد لري؟ او كه رسول الله صلى الله عليه و سلم د دې قصې په ارتباط د اهل كتاب خبره كوله او راوي داسي گڼلې چي دا د رسول الله صلى الله عليه و سلم خپله وينا ده؟؛ همغسي لكه چي په مخكيني درس كي مو وليدل: يوه راوي ادعاء كړې چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: سپيره توب نشته مگر په دريو كي: مېرمن، كور او آس كي؛ كله چي عائشې رضي الله عنها ته دا خبره ورسېده؛ سخته په غصه شوه او وئې ويل: په الله قسم چي رسول الله صلى الله عليه و سلم داسي نه دي ويلي؛ بلكي ويلي ئې دي چي د جاهليت زمانه كي به خلكو ويل: سپيره توب په دريو كي دي: مېرمن، كور او آس.
ښاغلي حکمتيار د خپل وضاحت په دوام دا هم وويل چي له ما سره همدا اندېښنه هغه مهال راپيدا شوه چي د بايبل د تحقيق په دوران كي مي وليدل چي دا قصه په ډېر تفصيل او تكرار سره په بايبل كي راغلې؛ تفصيلات به ئې وروسته ستاسو مخي ته كښېږدم؛ لومړى بايد وگورو چي په قرآن او رواياتو كي په دې ارتباط څه راغلي.
په بخاري كي دا روايت هم لرو چي وايي: ابراهيم عليه السلام له دريو درواغو پرته هيڅ درواغ نه دي ويلي؛ يو ئې دا وو چي ساره ئې خپله خور گڼلې!! او دا هغه څه دي چي په بايبل كي راغلي؛ نه په قرآن كي؛ روايت داسي دئ:
3358 - حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ مَحْبُوبٍ، حَدَّثَنَا حَمَّادُ بْنُ زَيْدٍ، عَنْ أَيُّوبَ، عَنْ مُحَمَّدٍ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: " لَمْ يَكْذِبْ إِبْرَاهِيمُ عَلَيْهِ السَّلاَمُ إِلَّا ثَلاَثَ كَذَبَاتٍ، ثِنْتَيْنِ مِنْهُنَّ فِي ذَاتِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ، قَوْلُهُ {إِنِّي سَقِيمٌ} [الصافات: 89]. وَقَوْلُهُ: {بَلْ فَعَلَهُ كَبِيرُهُمْ هَذَا} [الأنبياء: 63].
له ابو هريرة رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: ابراهيم عليه السلام له دريو درواغو پرته هيڅ درواغ نه دي ويلي؛ دوه ئې د الله تعالى د ذات په اړہ وو؛ چي يو ئې د ده دا وينا وه چي وئې ويل: زه ناروغ يم او بل ئې دا وينا چي وئې ويل: د دوى دغه لوى بت دا كار كړى؛ درېيم ئې په دې روايت كي نه دئ راغلى؛ خو په نورو كي ويل شوي چي د خپلي مېرمني ساره په اړہ ئې ويلي: دا مي خور ده...
د هغه پر وينا چي دا روايت په بخاري كي 4 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 3357 - 3358 - 4712 - 5084 – روايت غريب دئ؛ په دوو طبقو كي يو يو راوي لري چي مُحَمَّد بْنِ سِيرِين او أَبو هُرَيْرَةَ دي؛ له دغو توپيرونو سره: په يوه كي لَمْ يَكْذِبْ إِبْرَاهِيمُ إِلَّا ثَلاَثًا په بل كي لَمْ يَكْذِبْ إِبْرَاهِيمُ إِلَّا ثَلاَثَ كَذَبَاتٍ، ثِنْتَيْنِ مِنْهُنَّ فِي ذَاتِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ، قَوْلُهُ {إِنِّي سَقِيمٌ} [الصافات: 89]. وَقَوْلُهُ: {بَلْ فَعَلَهُ كَبِيرُهُمْ هَذَا} [الأنبياء: 63]. په بل كي لَمْ يَكْذِبْ إِبْرَاهِيمُ إِلَّا ثَلَاثَ كَذِبَاتٍ كُلُّهُنَّ فِي اللَّهِ؛ يعني ځيني روايات وايي چي ابراهيم عليه السلام درې درواغ ويلي چي ټول ئې د الله تعالى په اړه دي؛ بل ئې وايي: دوه ئې د الله تعالى په اړه او درېيم ئې دا چي ساره ئې خپله خور گڼلې؛ په روايت كي چي په كومو آيتونو استناد شوى؛ يو ئې هم د الله تعالى په اړه نه دي؛ يو ئې دا دئ چي زه بېمار يم (إِنِّي سَقِيمٌ) او بل ئې دا چي بتان لوى بت مات كړي؛ په قرآن كي دا نشته چي ابراهيم عليه السلام خپله مېرمن د خور په نامه معرفي كړې؛ دا قصه ټوله د بايبل ده؛ په قرآن كي ئې هيڅ يادونه نه ده شوې. بايبل يو ځاى وايي چي له ابراهيم عليه السلام سره دا معامله په مصر كي شوې او بل ځاى په فلسطين كي؛ خو د قرآن له وينا معلومېږي چي ابراهيم عليه السلام له عراق وتلو وروسته؛ هغي سيمي ته څېرمه اوسېدلى چي خپل وراره؛ لوط عليه السلام ئې هلته د خلكو د لارښووني او دعوت لپاره پرېښود؛ چي بيا دا سيمه ټوله نسكوره او په زمكي كي خسف شوه؛ او په جزيرې بدله شوه؛ د بحر الميت په نامه يادېږي چي د اردون او فلسطين تر منځ پرته سيمه ده.
په روايت كي ابراهيم عليه السلام ته درې درواغ منسوب شوي چي وايي دوه ئې د الله تعالى په اړه دي؛ او په بل روايت كي راغلي چي ټول درې درواغ؛ د الله تعالى په اړه وو؛ ابراهيم عليه السلام او د الله تعالى په اړه دروغ؛ داسي څه دي چي نه ئې د مؤمن ايمان مني او نه عقل؛ قرآن د ابراهيم عليه السلام په اړه ويلي:
وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّهُ كَانَ صِدِّيقًا نَبِيًّا 41 مريم
او په كتاب كي ابراهيم درياد كړه؛ يقيناً چي هغه رښتينى نبي وو.
د دې صريح آيت او دې عجيب روايت په ارتباط به څه كوو؟ آيا عجيبه نه ده چي څوك؛ له صحابه وو وروسته په پنځم او شپږم نسل كي د يوه راوي داسي روايت مني چي د الله تعالى يوه ستر او رښتني پيغمبر ته درې ستر ستر درواغ او هغه هم د الله تعالى په اړه منسوبوي؛ هغه پيغمبر چي د الله تعالى لپاره هم د نمرود زندان ومنلو او هم په اور كي لوېدل؛ او هم ئې د خپل بت لمانځونكي پلار دا گواښ چي كه لاس ونه خلې رجم كوم دي!! په بخاري كي د دې ځواب نه مومو چي له دغو متعارضو رواياتو به كوم يو صحيح گڼو؛ قضاوت او انتخاب ئې موږ ته پرېښى؛ دا قضيه او اړوند اختلاف ئې بايد قرآن ته راجع كړو او وگورو چي قرآن په دې اړه څه ويلي؛ الله تعالى موږ په دې گمارلي يو چي هر اختلاف به قرآن ته راجع كوو؛ دې آيتونو ته چي د ابراهيم عليه السلام قصه ئې څېړلې؛ ځير شئ:
فَلَمَّا جَنَّ عَلَيۡهِ ٱلَّيۡلُ رَءَا كَوۡكَبٗاۖ قَالَ هَٰذَا رَبِّيۖ فَلَمَّآ أَفَلَ قَالَ لَآ أُحِبُّ ٱلۡأٓفِلِينَ ٧٦ الانعام
كله چي د شپې تياره پرې راغله او يو ستورى ئې وليد؛ وئې ويل: دا مي رب دئ؟ خو كله چي پرېوت وئې ويل: پرېوتونكي نه خوښوم.
ولي ئې د يوه ستوري خبره كړې؛ ښايي دا هغه ستورى وو چي د عراق ډېريو د خداى په توگه لمانځلو.
فَلَمَّا رَءَا ٱلۡقَمَرَ بَازِغٗا قَالَ هَٰذَا رَبِّيۖ فَلَمَّآ أَفَلَ قَالَ لَئِن لَّمۡ يَهۡدِنِي رَبِّي لَأَكُونَنَّ مِنَ ٱلۡقَوۡمِ ٱلضَّآلِّينَ ٧٧ الانعام
كله چي ئې سپوږمۍ د راختو په حال كي وليدله وئې ويل: دا مي رب دئ؟ خو چي پرېوته وئې ويل: كه مي خپل رب لارښوونه ونه كړي له لار وركي قوم به وم.
فَلَمَّا رَءَا ٱلشَّمۡسَ بَازِغَةٗ قَالَ هَٰذَا رَبِّي هَٰذَآ أَكۡبَرُۖ فَلَمَّآ أَفَلَتۡ قَالَ يَٰقَوۡمِ إِنِّي بَرِيٓءٞ مِّمَّا تُشۡرِكُونَ ٧٨ الانعام
كله چي ئې لمر د راختو په حال كي وليد وئې ويل: دا مي رب دئ؟ دا خو تر ټولو ستر دئ؛ خو چي پرېوت؛ وئې ويل: اې زما قومه! زه له هغو (معبودانو) بې زار يم چي تاسو ئې (له خداى سره) شريكوئ.
قدرمن مشر وايي چي د پورتني آيت له دغي فقرې (قَالَ يَٰقَوۡمِ إِنِّي بَرِيٓءٞ مِّمَّا تُشۡرِكُونَ): اې زما قومه! زه له هغو (معبودانو) بې زار يم چي تاسو ئې (له خداى سره) شريكوئ؛ په بشپړ وضاحت سره معلومېږي چي ابراهيم عليه السلام دا ټولي خبري د قوم په وړاندي كړې؛ د دوى ځينو ستوري پالل، ځينو سپوږمۍ، ځينو لمر او ځينو بتان؛ د ستورو، سپوږمۍ او لمر په اړه ئې ويلي: دا پرېوتونكي دي؛ پرېوتونكي نه خوښوم، د دې وړ نه دي چي په خدايي كي شريك وگڼل شي او ولمانځل شي؛ دا د قوم په وړاندي د ابراهيم عليه السلام استدلال دئ؛ (هَٰذَا رَبِّي) توريه او پوښتنه ده؛ نه د ابراهيم عليه السلام ظن او گمان؛ د استدلال په توگه ويل شوي؛ نه داسي چي دى د الله تعالى په لټه كي وو؛ كله ئې پر ستورو دا گمان كړى چي همدا به خداى وي؛ كله پر سپوږمۍ او كله پر لمر؛ له ځان سره ئې دا خبره نه ده كړې؛ د قوم په وړاندي ئې كړې؛ بايد متوجه وو چي الله تعالى د انسانانو له منځ او د هغوى د لارښووني لپاره داسي عقلمن شخصيتونه غوره كوي چي هم د عقل له پلوه امتيازى شخصيت وي او هم د سالم او روغ فطرت له پلوه؛ د عقل او روغ فطرت خاوند؛ لږ تر لږه په عالم كي له خورو نښو او آيتونو دا درك كولى شي چي رب به ئې كوم ذات او د كومو صفاتو خاوند وي؛ ابراهيم عليه السلام تر قوم وړاندي خپل پلار ته ويلي وو:
وَٱذۡكُرۡ فِي ٱلۡكِتَٰبِ إِبۡرَٰهِيمَۚ إِنَّهُۥ كَانَ صِدِّيقٗا نَّبِيًّا ٤١ إِذْ قَالَ لأَبِيهِ يَا أَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لا يَسْمَعُ وَلا يُبْصِرُ وَلا يُغْنِي عَنْكَ شَيْئًا 42 يَا أَبَتِ إِنِّي قَدْ جَاءَنِي مِنَ الْعِلْمِ مَا لَمْ يَأْتِكَ فَاتَّبِعْنِي أَهْدِكَ صِرَاطًا سَوِيًّا 43 يَا أَبَتِ لا تَعْبُدِ الشَّيْطَانَ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلرَّحْمَنِ عَصِيًّا 44 يَا أَبَتِ إِنِّي أَخَافُ أَنْ يَمَسَّكَ عَذَابٌ مِنَ الرَّحْمَنِ فَتَكُونَ لِلشَّيْطَانِ وَلِيًّا 45 مريم
او په كتاب كي د ابراهيم يادونه وكړه؛ يقيناً چي هغه رښتينى نبي وو؛ هغه مهال چي خپل پلار ته ئې وويل: گرانه پلاره! ولي د هغه څه عبادت كوې چي نه اوري او نه ويني او نه كوم څه (ضرر) درنه دفع كولى شي. اې گرانه پلاره! يقيناً چي ما ته داسي علم راپه برخه شوى چي تا ته نه دئ دركړى شوى؛ نو زما متابعت وكړه چي سمه لار دروښيم. اې زما گرانه پلاره! د شيطان عبادت مه كوه؛ يقيناً چي شيطان د رحمن رب په وړاندي سرغړوونكى دئ. اې زما گرانه پلاره! يقيناً چي زه له دې وېرېږم چي د رحمن رب له لوري په عذاب اخته شې او د شيطان ملگرى شې.
د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ گورئ چي ابراهيم عليه السلام په څومره عطوفت، مهربانۍ او زړه سوي سره خپل پلار ته بلنه وركوي او ورته وايي: ولي د هغه څه عبادت كوې چي نه اوري او نه ويني او نه كوم څه (ضرر) درنه دفع كولى شي؟ دا يو مضبوط عقلي دليل دئ چي د پلار په وړاندي ئې ايښى. د قوم په وړاندي ئې هم دې ته ورته مضبوط دليل ايښى؛ د عالم رب او خالق به نه بدلېدونكى وي او نه پرېوتونكى. دا چي قرآن وايي: ابراهيم عليه السلام؛ خپل والد ته په وار وار د گران پلار خطاب كوي؛ په دې سره موږ ته لارښوونه كوي چي له مخاطب سره ستاسو چلن بايد ډېر ښكلى او له مهربانۍ او عطوفت ډك وي، د يوه زړه سواند او مهربان داعي په توگه خلكو ته بلنه وركړئ. ځيني د كمعلمۍ له كبله مفاهيم سره خلط كړي، گمان كوي چي قرآن موږ ته د كافرانو په اړه د تشدد، سخت چلن او عدم نرمښت سپارښتنه كړې ده او الله تعالى دا خوښوي چي تندي مو كافر ته تريو وي او وينا مو تونده!! خو حقيقت دا دئ چي له كافرانو سره چلن له يوه حالت تر بل توپير لري؛ قرآن موږ ته له محارب كافر سره د يوه ډول چلن سپارښتنه كوي، له هغه كافر سره چي زموږ مخاطب دئ او اسلام ته بلنه وركوو؛ د بل ډول چلن؛ او له هغه كافر سره چي له موږ سره مناقشه او بحث كوي خو د دې لپاره چي په حق پوه او پوښتني ئې ځواب شي؛ د بل ډول معاملې توصيه كوي. په يوه حالت كي به زموږ چلن داسي وي لكه د ابراهيم عليه السلام چلن له خپل پلار سره، په بل ځاى كي به د قرآن د دې لارښووني مصداق وي چي فرمايي:
ٱدۡعُ إِلَىٰ سَبِيلِ رَبِّكَ بِٱلۡحِكۡمَةِ وَٱلۡمَوۡعِظَةِ ٱلۡحَسَنَةِۖ وَجَٰدِلۡهُم بِٱلَّتِي هِيَ أَحۡسَنُۚ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعۡلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِۦ وَهُوَ أَعۡلَمُ بِٱلۡمُهۡتَدِينَ ١٢٥ النحل
د خپل رب لاري ته په حكمت او نېكي موعظې سره بلنه وركړه؛ او په داسي توگه مجادله ورسره كوه چي تر ټولو غوره وي. يقيناً چي ستا رب پر هغو ښه پوه دئ چي د ده له لاري تېروتي؛ او دى پر هدايت شوو هم ښه پوه دئ.
او له محارب دښمن سره د دې لارښووني مطابق:
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ قَٰتِلُواْ ٱلَّذِينَ يَلُونَكُم مِّنَ ٱلۡكُفَّارِ وَلۡيَجِدُواْ فِيكُمۡ غِلۡظَةٗۚ وَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلۡمُتَّقِينَ ١٢٣ التوبه
اې مؤمنانو! له هغو كافرانو سره وجنگېږئ چي درنژدې دي او حتماً دي په تاسو كي زيږوالى ومومي او په دې پوه شئ چي الله له داسي متقيانو سره (مل) دئ.
دې ته هم بايد متوجه وو چي له مور پلار سره زموږ چلن بايد همداسي وي لكه د ابراهيم عليه السلام چلن له خپل پلار سره.
پلار ئې ورته ويلي وو:
قَالَ أَرَاغِبٌ أَنْتَ عَنْ آلِهَتِي يَا إِبْرَاهِيمُ لَئِنْ لَمْ تَنْتَهِ لأَرْجُمَنَّكَ وَاهْجُرْنِي مَلِيًّا 46 مريم
وئې ويل: اې ابراهيمه! آيا زما له معبودانو تېر شوى (څنگ ته شوى) يې؟ كه ډډه ونه كړي نو حتماً به دي رجم (سنگسار) كړم؛ او د تل لپاره له ما لري شه.
او ده په ځواب كي ورته ويلي وو:
قَالَ سَلامٌ عَلَيْكَ سَأَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّي إِنَّهُ كَانَ بِي حَفِيًّا 47 وَأَعۡتَزِلُكُمۡ وَمَا تَدۡعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَأَدۡعُواْ رَبِّي عَسَىٰٓ أَلَّآ أَكُونَ بِدُعَآءِ رَبِّي شَقِيّٗا ٤٨ مريم
سلام پر تا! حتماً به له خپل رب تا ته بخښنه وغواړم؛ يقيناً چي هغه ډېر راباندي مهربان دئ، زه له تاسو او له هغه څه چي تاسو ئې له الله پرته لمانځئ؛ لري كېږم؛ او خپل رب ته دعاء كوم؛ هيله ده چي خپل رب ته په دعاء كي كمبخت نه وم.
غوښتل ئې په هغه ورځ چي خلك د مېلې او عيد لپاره له ښار بهر وځي؛ دى د بتانو ماتولو لپاره په ښار كي پاته شي؛ خلكو ته ئې وويل: (إِنِّي سَقِيمٌ) الصافات 89: زه ناروغ يم (مېلې ته نه ځم).
متأسفانه له دې آيت هم ځينو غلطه انتباه اخستې؛ داسي ئې انگېرلي چي گواكي ابراهيم عليه السلام ستورو ته كتلي او له همدې پوه شوى چي دى مريض دئ؛ آيت داسي دئ:
وَإِنَّ مِن شِيعَتِهِۦ لَإِبۡرَٰهِيمَ ٨٣ إِذْ جَاءَ رَبَّهُ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ 84 إِذْ قَالَ لأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَاذَا تَعْبُدُونَ 85 أَإِفْكًا آلِهَةً دُونَ اللَّهِ تُرِيدُونَ 86 فَمَا ظَنُّكُمْ بِرَبِّ الْعَالَمِينَ 87 فَنَظَرَ نَظْرَةً فِي النُّجُومِ 88 فَقَالَ إِنِّي سَقِيمٌ 89 فَتَوَلَّوۡاْ عَنۡهُ مُدۡبِرِينَ ٩٠ فَرَاغَ إِلَىٰٓ ءَالِهَتِهِمۡ فَقَالَ أَلَا تَأۡكُلُونَ ٩١ مَا لَكُمۡ لَا تَنطِقُونَ ٩٢ فَرَاغَ عَلَيۡهِمۡ ضَرۡبَۢا بِٱلۡيَمِينِ ٩٣ فَأَقۡبَلُوٓاْ إِلَيۡهِ يَزِفُّونَ ٩٤ قَالَ أَتَعۡبُدُونَ مَا تَنۡحِتُونَ ٩٥ وَٱللَّهُ خَلَقَكُمۡ وَمَا تَعۡمَلُونَ ٩٦ الصافات
او يقيناً چي ابراهيم حتماً د ده (نوح) د تابعانو له ډلي وو؛ هغه مهال چي خپل رب ته له روغ زړه سره راغى؛ هغه مهال چي خپل پلار او خپل قوم ته ئې وويل: دا څه دي چي تاسو ئې لمانحئ؟ آيا له الله پرته جعلي او دروغجن معبودان غواړئ؟ نو د رب العالمين په اړه مو څه گمان دئ؟ بيا ئې په ستورو كي په يوه نظر سره وكتل؛ بيا ئې وويل: يقيناً چي زه ناروغ يم. نو په داسي حال كي ئې مخونه ترې واړول چي تر شا كېدونكي ول، نو د دوى معبودانو ته پټ پټ ورغى او (ورته) وئې ويل: آيا (څه) نه خورئ؟!! څه درباندي شوي چي خبري نه كوئ؟! نو د ښي لاس په گوزار سره ئې مضبوط گوزار پرې وكړ؛ نو په منډه منډه ئې د ده لوري ته مخه كړه؛ وئې ويل: آيا هغه څه لمانځئ چي په خپله مو تراشلي؟ په داسي حال كي چي الله هم تاسو پيدا كړي يئ او هم هغه څه چي تاسو ئې جوړوئ.
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ دغه موارد چي په بېل رنگ سره په نښه شوي؛ هر يو ئې د ابراهيم عليه السلام بېل بېل كارونه او ويناوي دي؛ ستورو ته كتل ئې استدلال وو او زه مريض يم ئې په ښار كي د پاته كېدو لپاره عذر؛ نه دا چي ستورو ته په كتلو سره پوه شوى چي دى مريض دئ.
په فال او نجوم باور؛ او د نجومي او فال ليدونكي داسي خبري منل؛ په قرآن د ايمان منافي باور دئ؛ پيامبر عليه السلام فرمايي: څوك چي نجومي او فال ليدونكي ته ورشي او خبره ئې تصديق كړي؛ په هغه قرآن كافر شو چي پر محمد عليه السلام نازل شوى. ابراهيم عليه السلام به څنگه دا كار كوي؛ اصلاً له دغه آيت دا انتباه او تعبير؛ سل په سلو كي غلط تعبير دئ.
د آخري آيت (وَٱللَّهُ خَلَقَكُمۡ وَمَا تَعۡمَلُونَ)؛ په اړه هم په تفاسيرو كي د ښه ډېر اختلاف شاهد يو؛ حتى له دې ئې د جبريه مذهب بنسټ جوړ كړى؛ خو نه له اصل آيت او حقيقي معنى ئې؛ بلكي له ناسم تعبير او تفسير ئې؛ دوى داسي تعبير كړى چي الله تعالى هم زموږ خالق دئ او هم زموږ د عملونو خالق؛ يعني زموږ د عملونو د څرنگوالي پرېكړه د الله تعالى له لوري كېږي؛ هغه ئې خالق دئ؛ او موږ ئې يوه وسيله؛ په داسي حال كي چي دا په بشپړه توگه غلط تعبير او د دې آيت ناسم تفسير دئ؛ دلته له (ما تعملون) هغه بتان مراد دي چي انسان په خپل لاس جوړ كړي او د انسان د عمل محصول دي؛ تر دې وړاندي د بتانو په ارتباط ويل شوي: (أَتَعۡبُدُونَ مَا تَنۡحِتُونَ)؛ آيا هغه څه لمانځئ چي تاسو تراشلي؟ همدا ما تنحتون په بعدي آيت كي د ما تعملون په نامه ياد شوي. لكه چي په دې آيت كي ئې بل مثال مومو: (أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا خَلَقْنَا لَهُمْ مِمَّا عَمِلَتْ أَيْدِينَا أَنْعَامًا فَهُمْ لَهَا مَالِكُونَ) يس 71: آيا دې ته ئې نه دي كتلي چي موږ هغه څاروي دوى ته پيدا كړي چي په خپلو لاسونو مو جوړ كړي؛ او دوى ئې مالكان دي؛ دلته (ما عملت ايدينا) د (ما خلقنا بايدينا) په معنى راغلې؛ تفصيل ئې د پلوشې تفسير الصافات سوره كي وگورئ.
د درس په پای کي په اجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.
