د حکمتيار صاحب څلور څلويښتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه د سرطان ۱۴مه؛ ۱۴۰۲:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله څلور څلوېښتمه درسي حلقه د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼشمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د کتاب البيوع (پېر پلور(
په ٢٨م باب کي دا عنوان چي؛ (تَلَلْ مستحب دي) د لانديني روايت په استناد باندي تشريح کړ، هلته چي فرمايي:
1015 ـ عَنِ الْمِقْدَامِ بْنِ مَعْدِي كَرِبَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «كِيلُوا طَعَامَكُمْ يُبَارَكْ لَكُمْ». (بخاري: 2128)
له مِقدام بن مَعْدِي کَرِب رضي الله عنه روايت دئ چي نبي صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((خپل خوراکي توکي تلئ؛ درته برکتي کېږي)).
ښاغلی حکمتيار زياتوي چي تلل هم په پېر پلور كي ضروري او مفيد دي؛ د غبن او شك مانع كېږي او هم په كور كي د مصرف لپاره ضروري دي؛ په اونۍ، مياشت او كال كي څومره مقدار خوراكي توكيو او مصرفي شيانو ته ضرورت لرې؛ هغه مهال ئې وپېره چي قيمت ئې ټيټ وي؛ د مبلغ په ځاى جنس وساته؛ په ځانگړې توگه هغه اجناس چي د خرابېدو احتمال ئې نه وي؛ او بيه ئې له يوه وخت تر بل بدلېږي.
ورته مهال نوموړي په ٢٩م باب کي بيا دا عنوان په تفصيلي توگه تشريح کړ، لکه چي وايي؛ (د رسول الله صلى الله عليه و سلم د (صاع) او (مد) برکت)
1016 ـ عَنْ عَبْدِاللَّهِ بْنِ زَيْدٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَنَّ إِبْرَاهِيمَ حَرَّمَ مَكَّةَ وَدَعَا لَهَا، وَحَرَّمْتُ الْمَدِينَةَ كَمَا حَرَّمَ إِبْرَاهِيمُ مَكَّةَ وَدَعَوْتُ لَهَا فِي مُدِّهَا وَصَاعِهَا، مِثْلَ مَا دَعَا إِبْرَاهِيمُ عليه السلام لِمَكَّةَ». (بخاري: 2129)
له عبدالله بن زيد رضي الله عنه روايت دئ چي نبي صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((ابراهيم عليه السلام د مکې حرمت وټاكلو او د برکت دعاء ئې ورته وکړه؛ او ما د مدينې حرمت وټاكلو؛ همغسي چي ابراهيم عليه السلام د مکې حرمت ټاكلى؛ د مدينې د صاع او مد؛ (پيمانو) لپاره مي د برکت داسي دعاء كړې لکه چي ابراهيم عليه السلام د مکې لپاره دعاء کړې وه)).
ښاغلی حکمتيار د خپل وضاحت په دوام وايي چي؛ دا روايت غريب دئ؛ په دريو طبقو كي يو يو راوي لري؛ چي دا دي: عَمْرِو بْنِ يَحْيَى، عَبَّادِ بْنِ تَمِيمٍ او عَبْدُ اللهِ بْنِ زَيْدِ؛ په صحيح مسلم كي له همدې راويانو په دې صيغه راغلى:
454 - (1360) عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ زَيْدِ بْنِ عَاصِمٍ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِنَّ إِبْرَاهِيمَ حَرَّمَ مَكَّةَ وَدَعَا لِأَهْلِهَا، وَإِنِّي حَرَّمْتُ الْمَدِينَةَ كَمَا حَرَّمَ إِبْرَاهِيمُ مَكَّةَ، وَإِنِّي دَعَوْتُ فِي صَاعِهَا وَمُدِّهَا بِمِثْلَيْ مَا دَعَا بِهِ إِبْرَاهِيمُ لِأَهْلِ مَكَّةَ»،
د نوموړي پر وينا د بخاري له روايت سره ئې دا توپيرونه دي: په بخاري كي أَنَّ إِبْرَاهِيمَ حَرَّمَ مَكَّةَ وَدَعَا لَهَا او په مسلم كي إِنَّ إِبْرَاهِيمَ حَرَّمَ مَكَّةَ وَدَعَا لِأَهْلِهَا؛ په بخاري كي وَدَعَوْتُ لَهَا فِي مُدِّهَا وَصَاعِهَا، مِثْلَ مَا دَعَا إِبْرَاهِيمُ عليه السلام لِمَكَّةَ او په مسلم كي وَإِنِّي دَعَوْتُ فِي صَاعِهَا وَمُدِّهَا بِمِثْلَيْ مَا دَعَا بِهِ إِبْرَاهِيمُ لِأَهْلِ مَكَّةَ راغلي.
هغه همداراز په ٣٠م باب کي بيا (د غلې دانې د پلورلو او احتکار يادونه) تر عنوان لاندي تفصيلي بحث درلود او د يادي موضوع د وضاحت په اړه ئې د لانديني روايت په استناد په تفصيلي توگه رڼا واچوله؛ هلته چي فرمايي:
1017 ـ عَنْ ابن عمر رضي الله عنهما قَالَ: رَأَيْتُ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ الطَّعَامَ مُجَازَفَةً، يُضْرَبُونَ عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ يَبِيعُوهُ حَتَّى يُؤْوُوهُ إِلَى رِحَالِهِمْ. (بخاري: 2131)
له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: هغه مي ليدلي چي خوراکي توکي به ئې د تخمين له مخي پېرل او خپلو مېنو ته تر انتقال وړاندي به ئې پلورل؛ دوى به د رسول الله صلى الله عليه و سلم په زمانه کي له همدې كبله وهل کېدل.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير په وينا دا روايت په همدې الفاظو؛ په بخاري كي يو ځل راغلى؛ له بخاري پرته د صحاح سته په بل كتاب كي نه دئ راوړل شوى؛ غريب دئ؛ په شپږو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: إِسْحَاقُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ، وَلِيدُ بْنُ مُسْلِمٍ، اَوْزَاعِيِّ، زُهْرِيِّ، سَالِم او پلار ئې ابن عمر رضي الله عنه. آخري راوي؛ إِسْحَاقُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ (إِسْحَاق بن رَاهَوَيْه) د امام بخاري استاد دئ؛
قدرمن مشر زياتوي؛ دا صحيح ده چي د شتمنو په لاس د ماركيټ له مديريت او كنټرول او له هر ډول غير مشروع پېر پلور مخنيوى وشي؛ د تخمين او چانس ځاى دقيق وزن او تلل ونيسي؛ د نرخونو د مصنوعي زياتېدو ټول عوامل له منځه ولاړ شي؛ اما دا چي له متخلفينو سره څه چلن وشي؛ دا د غريبو رواياتو له مخي نشي ټاكل كېدى؛ د (يُضْرَبُونَ) صيغه غير واضح ده؛ نه په بخاري كي د دې وضاحت شوى او نه ئې په شرحي؛ فتح البارئ او عمدة القاري كي. كه د داسي خلكو سزا وهل وي؛ نو د وهلو څرنگوالى، اندازه، هغه چي د وهلو پرېكړه كوي او هغه چي دا پرېكړه عملي كوي؛ ټول بايد په گوته شي؛ خو كه همداسي مبهم پرېښودى شي او داسي روايات؛ د جاهلو واكمنو لاس ته ورشي؛ نو د ډېرو پوستكي به په وهلو وهلو وباسي؛ په كونداغونو، سوټيو او كيبل وهل به هم جائز گڼي.
له پورتنيو توضيحاتو وروسته ښاغلي حکمتيار لانديني روایات هم يو پر بل پسي تشريح کړ؛ لکه چي وايي:
1018 ـ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، «نَهَى أَنْ يَبِيعَ الرَّجُلُ طَعَامًا حَتَّى يَسْتَوْفِيَهُ» قُلْتُ لِابْنِ عَبَّاسٍ: كَيْفَ ذَاكَ؟ قَالَ: ذَاكَ دَرَاهِمُ بِدَرَاهِمَ وَالطَّعَامُ مُرْجَأٌ قَالَ أَبُو عَبْدِ اللَّهِ " (مُرْجَئُونَ): مُؤَخَّرُونَ ". (بخاري: 2132)
له ابن عباس رضي الله عنه روايت دئ چي: رسول الله صلى الله عليه و سلم له دې ممانعت كړى چي يو سړى د خوراکي توكو له قبض کولو او تر لاسه كولو وړاندي؛ هغه بېرته وپلوري. له ابن عباس رضي الله عنه د دې نهي د علت پوښتنه وشوه؟ ابن عباس ته مي وويل: دا څنگه وي؟ وئې ويل: دا درهم په درهم پلورل دي؛ او سودا د خوراکي توكو په نشتون كي. ابو عبد الله د مُرْجَأٌ په ځاى مرجئُون صيغه ياده كړه؛ معنى ئې وروسته كړى شوى.
مقصد ئې دا دئ چي پېر پلور به د جنس په شتون كي وي؛ پېرونكى ئې بايد عملاً تر لاسه كړي؛ له دې وروسته ئې پر بل د پلورلو حق لري؛ نه د مال په غياب كي سودا سمه ده او نه له قبضولو وړاندي ئې پر بل پلورل جائز دي.
1019 ـ عَنْ عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: يُخْبِرُ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «الذَّهَبُ بِالذَّهَبِ رِبًا إلَّا هَاءَ وَهَاءَ، وَالْبُرُّ بِالْبُرِّ رِبًا إلَّا هَاءَ وَهَاءَ، وَالتَّمْرُ بِالتَّمْرِ رِبًا، إلَّا هَاءَ وَهَاءَ، وَالشَّعِيرُ بِالشَّعِيرِ رِبًا إلَّا هَاءَ وَهَاءَ». (بخاري: 2134)
له عمر بن الخَطَّاب رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((سره زر په سرو زرو پلورل سود دئ؛ مگر دا چي لاس په لاس او برابر وي، غنم په غنمو، خرما په خرما، وربشى په وربشو سود دئ مگر دا چي برابر او لاس په لاس وي)).
نوموړی وايي چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2134 - 2174 – په متن كي له توپير پرته؛ مطلب ئې دا دئ:
جنس بايد لاس په پلاس تبادله شي؛ د هاء و هاء معنى دا ده چي يو ووايي دا واخله او بل ووايي دا واخله؛ لاس په لاس معامله.
پوښتنه راولاړېږي چي سره زر په سره زر كه سره زر په سپينو زرو بدلول؟! ولي به څوك سره زر په سرو زرو بدلوي؛ مگر دا چي عيار او خالص والى ئې فرق ولري؛ غواړو د ټيټ عيار سره زر په لوړ عيار سرو زرو بدل كړو؛ په ارزښت كي ئې توپير وي؛ څه به كوو؟ سمه طريقه دا ده چي خپل زر په مناسبه بيه وپلورو او بيا بل وپېرو؛ همدا راز غنم او نور اجناس؛ د جنس په جنس بدلولو پر ځاى؛ يو وپلورو او بل پرې وپېرو؛ له دې پرته ئې مخامخ لږ په ډېر تبادله؛ سود ته ورته گڼل شوې؛
د نوموړي پر وينا دا هم بايد واضح شي چي د سرو زرو تر منځ توپير په خالص والي كي وي؛ سره زر په اصل كي نرم وي؛ د كلكوالي لپاره ئې له بل فلز سره يو ځاى كوي؛ تناسب ئې مثلاً په 1000 گرام كي 750 سره زر وي؛ يا تر دې ډېر يا لږ؛ د قراط په حساب 18 او 24.
په صحيح مسلم كي دا روايت په دې صيغه راغلى:
4064- [79-1586] عَنْ مَالِكِ بْنِ أَوْسِ بْنِ الْحَدَثَانِ، أَنَّهُ قَالَ: أَقْبَلْتُ أَقُولُ مَنْ يَصْطَرِفُ الدَّرَاهِمَ؟ فَقَالَ طَلْحَةُ بْنُ عُبَيْدِ اللهِ، وَهُوَ عِنْدَ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ: أَرِنَا ذَهَبَكَ، ثُمَّ ائْتِنَا، إِذَا جَاءَ خَادِمُنَا، نُعْطِكَ وَرِقَكَ، فَقَالَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ: كَلاَّ، وَاللَّهِ لَتُعْطِيَنَّهُ وَرِقَهُ، أَوْ لَتَرُدَّنَّ إِلَيْهِ ذَهَبَهُ، فَإِنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: الْوَرِقُ بِالذَّهَبِ رِبًا، إِلاَّ هَاءَ وَهَاءَ، وَالْبُرُّ بِالْبُرِّ رِبًا، إِلاَّ هَاءَ وَهَاءَ، وَالشَّعِيرُ بِالشَّعِيرِ رِبًا، إِلاَّ هَاءَ وَهَاءَ، وَالتَّمْرُ بِالتَّمْرِ رِبًا، إِلاَّ هَاءَ وَهَاءَ.
له مالك بن أَوس روايت دئ چي وئې ويل: راغلم او ويل مي: څوك دراهم (د سرو زرو سكې) پېري؟ طلحه بن عبيد الله چي د عمر رضي الله عنه خوا كي وو وويل: سره زر دي راوښييه؛ بيا هغه مهال راشه چي خادم مو راغلى وي؛ سپين زر به دي دركړو؛ عمر رضي الله عنه وويل: نه؛ قسم په الله چي يا به ئې حتماً سپين زر وركوې او يا به ئې سره زر بېرته وركوې؛ ځكه رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: سپين زر په سرو زرو بدلول سود دئ؛ مگر دا چي لاس په لاس وي؛ غنم په غنمو، وربشي په وربشو، خرما په خرما بدلول سود دئ مگر دا چي لاس په لاس وي.
يعني سكې په سكو او جنس په جنس بدلولو كي د صحت شرط دا دئ چي سره برابر او لاس په لاس وي؛ که نه نو سود گڼل كېږي. كه څوك سره زر په سپينو زرو بدلوي يا 18 قيراطه سره زر په ٢٤ قيراطه پلوري؛ نو لومړى دي خپل جنس وپلوري او بيا دي بل جنس لاس په لاس وپېري.
په ٣١م باب کي قدرمن مشر بيا (د مسلمان په بيع داو لگول جواز نه لري) عنوان په تفصيلي توگه تشريح کړ او وئې ويل:
1030 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ يَبِيعَ حَاضِرٌ لِبَادٍ، وَلا تَنَاجَشُوا وَلا يَبِيعُ الرَّجُلُ عَلَى بَيْعِ أَخِيهِ، وَلا يَخْطُبُ عَلَى خِطْبَةِ أَخِيهِ، وَلا تَسْأَلُ الْمَرْأَةُ طَلاقَ أُخْتِهَا لِتَكْفَأَ مَا فِي إِنَائِهَا. (بخاري: 2140)
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وئې ويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم له دې نهي کړې چي يو ښاري سړى د کليوال لپاره پېرل وكړي؛ (داسي چي يو كليوال خپل مال بازار ته يوسي؛ هلته ئې يو ښاري دلال دوكه كړي او ورته ووايي: مال دي له ما سره پرېږده؛ زه به ئې هغه مهال درته وپلورم چي بيه ئې لوړه شوې وي)؛ فرمايلي ئې دي: تناجُش مه كوئ (تناجش په دروغو او د يوه جنس د بيي لوړولو لپاره له اصلي بيي په زياتي د اخستلو وينا كول) او نه دي څوک د خپل ورور پر بيع (سودا)؛ بيع (او داوطلبي) كوي؛ او نه دي د خپل ورور په خِطبه (کوزدې) داوطلبي كوي او نه دي کومه مېرمن د خپلي خورلڼي د طلاق تلوسه په دې موخه كوي چي د هغې د لوښي خواړه د دې په لوښي كي توى شي.
يعني د بل برخي او قسمت تر لاسه كولو هڅه او تلوسه دي نه كوي؛ په خپل نصيب او د بل په نصيب دي قانع وي.
دا روايت په بخاري كي 5 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2140 - 2150 - 2160 - 2723 - 6066 ؛ غريب دئ؛ په صحابه وو كي يو راوي لري چي ابو هريره دئ؛ په تابعينو كي ئې راويان بېل بېل دي؛ امام بخاري له بېلو بېلو راويانو په بېلو بېلو صيغو تر لاسه كړى؛ نو ځكه ئې د الفاظو او محتوى تر منځ توپيرونه گورو. د 2140 روايت د لومړۍ او دوهمي فقرې تر منځ د ارتباط له پلوه ركاكت ليدل كېږي؛ په لومړۍ كي نهى او په دوهمي او نورو كي وَلا تَنَاجَشُوا او دې ته ورته صيغې راغلې، په ځينو كي وَلا تَنَاجَشُوا راغلي او په ځينو كي نه؛ په يوه كي نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ يَبِيعَ حَاضِرٌ لِبَادٍ په نورو كي نه دي راغلي په يوه كي وَلاَ تَسْأَلُ المَرْأَةُ طَلاَقَ أُخْتِهَا لِتَكْفَأَ مَا فِي إِنَائِهَا په نورو كي نشته؛ په يوه كي إِيَّاكُمْ وَالظَّنَّ، فَإِنَّ الظَّنَّ أَكْذَبُ الحَدِيثِ راغلي؛ او د قرآن له وينا سره مغايرت لري چي وايي: ... اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ ...) الحجرات 12؛ هر ظن گناه نه ده؛ او هر ظن كذب هم نه دئ؛ قرآن د مؤمنانو په اړه فرمايي: (الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُمْ مُلاقُو رَبِّهِمْ وَأَنَّهُمْ إِلَيْهِ رَاجِعُونَ) البقرة 46؛ په يوه كي لاَ تَلَقَّوُا الرُّكْبَانَ راغلي په نورو كي نشته؛ په يوه كي وَلاَ يَبِعْ بَعْضُكُمْ عَلَى بَيْعِ بَعْضٍ په بل كي لاَ يَبْتَاعُ المَرْءُ عَلَى بَيْعِ أَخِيهِ په يوه كي وَلاَ يَزِيدَنَّ عَلَى بَيْعِ أَخِيهِ په يوه كي وَلاَ تُصَرُّوا الغَنَمَ وَمَنِ ابْتَاعَهَا فَهُوَ بِخَيْرِ النَّظَرَيْنِ بَعْدَ أَنْ يَحْتَلِبَهَا، إِنْ رَضِيَهَا أَمْسَكَهَا، وَإِنْ سَخِطَهَا رَدَّهَا وَصَاعًا مِنْ تَمْرٍ» په نورو كي نشته؛ او مطلب ئې دا دئ چي مېږه په دې موخه بې لوشلو مه پرېږدئ چي تي ئې ډك شي او بيا ئې په لوړه بيه وپلورئ. او دې ته ورته توپيرونه.
ښاغلی حکمتيار د خپل وضاحت په دوام زياتوي چي د ټولو اصلي راوي ابوهريره رضي الله عنه دئ؛ خو له ده وروسته دوه راويان لري چي سَعِيدِ بْنِ المُسَيِّب او الأَعْرَج دي؛ د توپيرونو وجه هم وروستي راويان دي؛ په بخاري كي دا نه مومو چي په دغو كي تر نورو ارجح، اصح او جامع ئې كوم يو دئ؛ له قرآن سره د يوه روايت د يوې فقرې څرگند تعارض او عدم توافق خو عادي خبره هم نه ده. ستاسو د اطمئنان لپاره؛ روايات هم ستاسو مخي ته ږدم:
2140 - حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ، حَدَّثَنَا سُفْيَانُ، حَدَّثَنَا الزُّهْرِيُّ، عَنْ سَعِيدِ بْنِ المُسَيِّبِ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: «نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ يَبِيعَ حَاضِرٌ لِبَادٍ، وَلاَ تَنَاجَشُوا، وَلاَ يَبِيعُ الرَّجُلُ عَلَى بَيْعِ أَخِيهِ، وَلاَ يَخْطُبُ عَلَى خِطْبَةِ أَخِيهِ، وَلاَ تَسْأَلُ المَرْأَةُ طَلاَقَ أُخْتِهَا لِتَكْفَأَ مَا فِي إِنَائِهَا»
2150 - حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ يُوسُفَ، أَخْبَرَنَا مَالِكٌ، عَنْ أَبِي الزِّنَادِ، عَنِ الأَعْرَجِ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: «لاَ تَلَقَّوُا الرُّكْبَانَ، وَلاَ يَبِعْ بَعْضُكُمْ عَلَى بَيْعِ بَعْضٍ، وَلاَ تَنَاجَشُوا، وَلاَ يَبِعْ حَاضِرٌ لِبَادٍ، وَلاَ تُصَرُّوا الغَنَمَ، وَمَنِ ابْتَاعَهَا فَهُوَ بِخَيْرِ النَّظَرَيْنِ بَعْدَ أَنْ يَحْتَلِبَهَا، إِنْ رَضِيَهَا أَمْسَكَهَا، وَإِنْ سَخِطَهَا رَدَّهَا وَصَاعًا مِنْ تَمْرٍ»
2160 - حَدَّثَنَا المَكِّيُّ بْنُ إِبْرَاهِيمَ، قَالَ: أَخْبَرَنِي ابْنُ جُرَيْجٍ، عَنِ ابْنِ شِهَابٍ، عَنْ سَعِيدِ بْنِ المُسَيِّبِ، أَنَّهُ سَمِعَ أَبَا هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، يَقُولُ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، «لاَ يَبْتَاعُ المَرْءُ عَلَى بَيْعِ أَخِيهِ، وَلاَ تَنَاجَشُوا، وَلاَ يَبِعْ حَاضِرٌ لِبَادٍ»
2723 - حَدَّثَنَا مُسَدَّدٌ، حَدَّثَنَا يَزِيدُ بْنُ زُرَيْعٍ، حَدَّثَنَا مَعْمَرٌ، عَنِ الزُّهْرِيِّ، عَنْ سَعِيدٍ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لاَ يَبِعْ حَاضِرٌ لِبَادٍ، وَلاَ تَنَاجَشُوا، وَلاَ يَزِيدَنَّ عَلَى بَيْعِ أَخِيهِ، وَلاَ يَخْطُبَنَّ عَلَى خِطْبَتِهِ، وَلاَ تَسْأَلِ المَرْأَةُ طَلاَقَ أُخْتِهَا لِتَسْتَكْفِئَ إِنَاءَهَا»
6066 - حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ يُوسُفَ، أَخْبَرَنَا مَالِكٌ، عَنْ أَبِي الزِّنَادِ، عَنِ الأَعْرَجِ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِيَّاكُمْ وَالظَّنَّ، فَإِنَّ الظَّنَّ أَكْذَبُ الحَدِيثِ، وَلاَ تَحَسَّسُوا، وَلاَ تَجَسَّسُوا، وَلاَ تَنَاجَشُوا، وَلاَ تَحَاسَدُوا، وَلاَ تَبَاغَضُوا، وَلاَ تَدَابَرُوا، وَكُونُوا عِبَادَ اللَّهِ إِخْوَانًا»
په ٣٢م باب کي نوموړي د لاندينيو روايتونو په استناد بيا پر (مزايده بيع) بحث وکړ او زياته ئې کړه:
1021 ـ عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِاللَّهِ رضي الله عنهما: أَنَّ رَجُلاً أَعْتَقَ غُلامًا لَهُ عَنْ دُبُرٍ فَاحْتَاجَ، فَأَخَذَهُ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: «مَنْ يَشْتَرِيهِ مِنِّي»؟ فَاشْتَرَاهُ نُعَيْمُ بْنُ عَبْدِاللَّهِ بِكَذَا وَكَذَا فَدَفَعَهُ إِلَيْهِ. (بخاري: 2141)
له جابر بن عبدالله رضي الله عنه روايت دئ: يوه سړي خپل غلام د خپل مرگ په شرط آزاد کړ (چي زه مړ شم نو ته آزاد يې)؛ بيا محتاج شو؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم هغه غلام ونيو او وئې فرمايل: ((څوک ئې له ما پېري؟)) نو نعيم بن عبدالله په دومره او دومره و پېرو؛ او هغه ته ئې وسپارو.
په دې روايت كي ځيني ابهامات شته چي بايد رفع شي؛ د راوي مطلب دا دئ چي يوه سړي خپل غلام ته ويلي وو: زما له مرگ وروسته؛ ته آزاد يې؛ خو دا سړى دې ته اړ شو چي دا غلام تر مرگ وړاندي وپلوري؛ قضيه تر رسول الله صلى الله عليه و سلم رسېدلې؛ هغه دا غلام د پلورلو لپاره اخستونكو ته وړاندي كړ؛ داسي چي څوك ئې تر نورو په لوړي بيي پېري؛ دې ته په تجارت او پېر پلور كي (مزايده) ويل كېږي؛ نُعَيم بن عبدالله تر نورو په لوړي بيعي اخستلو ته چمتو شو او رسول الله صلى الله عليه و سلم هغه ته وسپارو. د روايت له الفاظو دا مطلب په واضح توگه نه شي تر لاسه كېدى شي.
دا روايت په بخاري كي 4 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2141 - 2403 - 6716 – 6947؛ لومړى راوي ئې جابر بن عبد الله دئ؛ خو په دوهمه طبقه كي ئې راويان دا دي: عَطَاءِ بْنِ أَبِي رَبَاحٍ او عَمْرِو بْنِ دِينَارٍ؛ تر منځ ئې دوه صريح توپيرونه گورو: په دوو كي ويل شوي چي دا غلام نُعَيْمُ بْنُ عَبْدِ اللَّه وپېرو خو په دوو نورو كي ويل شوي چي نُعَيْمُ بْنُ النَّحَّامِ وپېرو؛ عمدة القاري وايي: دا اشتباه ده؛ سمه وينا دا ده چي نُعَيم بن عبد الله پېرلى؛ النحام د عبد الله صفت دئ نه د ده د پلار؛ دوهمه اشتباه دا بولي چي غلام يو كال وروسته وفات شو؛ حال دا چي د غلام مالك وفات شوى نه غلام؛
د قدرمن پر وينا چي لومړۍ ملاحظه ئې دقيقه ده؛ ځكه نعيم په دې نامه مشهور شوى؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم د ده په اړه فرمايلي چي جنت ته داخل شوم او د نعيم د ستوني صافولو غږ مي واورېدو؛ ويل كېږي دى لسم صحابي دئ چي ايمان ئې راوړى؛ خو دوهمه ملاحظه ئې نه يوازي سمه نه ده بلكي ستونزه لري؛ كه مالك مړ شوى وي نو د ده د ژمني له مخي غلام آزاد وو او چا ئې د پلورلو او پېرلو حق نه درلود؛ څنگه ومنو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم به هغه پېرلى يا پلورلى وي؟!
د روايت مقصد دا دئ چي په پېر پلور كي مزايده جائزه ده؛ خو دا بايد ويل شوي وى؛ په دې شرط چي دوكه په منځ كي نه وي؛ داسي چي پلورونكى خپل خلك وگماري او هغوى د نورو د غولولو لپاره په لوړي بيي د پېرلو دروغجن وينا كوي؛ په روايت كي دا شرط نه دئ راغلى.
نوموړي همداراز په ٣٣م باب کي پر دې عنوان (د غرر او حَبَلِ الحَبَلَة بيع (د جنس نه شتون كي او د حيوان نه زېږېدلي بچي بيع) تفصيلي رڼا واچوله؛ لکه چي وايي:
1022 ـ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، «نَهَى عَنْ بَيْعِ حَبَلِ الحَبَلَةِ»، وَكَانَ بَيْعًا يَتَبَايَعُهُ أَهْلُ الجَاهِلِيَّةِ، كَانَ الرَّجُلُ يَبْتَاعُ الجَزُورَ إِلَى أَنْ تُنْتَجَ النَّاقَةُ، ثُمَّ تُنْتَجُ الَّتِي فِي بَطْنِهَا (بخاري: 2143)
له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د حَبَلِ الحَبَلَة له بيعي نهي کړې؛ او دا هغه سودا او معامله وه چي د جاهليت زمانې خلكو به تر سره كوله؛ داسي چي يوه سړي به د اوښي (يا بل حيوان) بچى (يا د بچي بچى) تر زېږېدو وړاندي اخستلو.
په پېر پلور كي د مجهول او غير موجود جنس معامله جائزه نه ده؛ لاس په لاس معامله او د طرفينو رضايت شرط دئ؛ بايع په مبلغ او پېرونكى په جنس راضي شي؛ اما داسي معامله چي د حيوان مجهول او نه زېږېدلى بچى وپېرل شي؛ او مبلغ په سر كي يا له زېږېدو وروسته وركړى شي؛ ممانعت شوى.
په ٣٤م باب کي ئې بيا پر دې موضوع تفصيلي بحث درلود چي؛ (د خرڅلاو په خاطر د څاروي په غولانځه کي شيدې جمع کول جواز نه لري) هلته چي فرمايي:
1023 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لا تُصَرُّوا الإِبِلَ وَالْغَنَمَ، فَمَنِ ابْتَاعَهَا بَعْدُ، فَإِنَّهُ بِخَيْرِ النَّظَرَيْنِ بَعْدَ أَنْ يَحْتَلِبَهَا، إِنْ شَاءَ أَمْسَكَ، وَإِنْ شَاءَ رَدَّهَا وَصَاعَ تَمْرٍ». (بخاري: 2148)
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((اوښه او مېږه له لوشلو مه تم كوئ؛ او چا چي وپېرلې؛ له لوشلو وروسته له دوو رأيو ښه ئې غوره كولى شي: كه ئې غوښتل وئې ساتي او كه ئې غوښتل مسترد ئې كړي له يوې پيمانې خرما سره.
د خرڅلاو پخاطر د اوښې او مېږې په غولانځه کي شيدې مه ټولوئ،که څوک وغوليدل او داسي مېږه يا اوښه ئې واخيستله چي شيدې ئې په غولانځه کي غونډې شوې وئې (څه موده نه وه لوشل شوې) هغه له لوشلو وروسته اختيار لري، که ئې خوښه وه ساتلى ئې شي او که ئې خوښه وه [د لوشل شويو شيدو په بدل کي] له يوه صاع خرما سره ئې دې بېرته مسترده کړي)).
1023 – عن أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، يَقُولُ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنِ اشْتَرَى غَنَمًا مُصَرَّاةً، فَاحْتَلَبَهَا، فَإِنْ رَضِيَهَا أَمْسَكَهَا، وَإِنْ سَخِطَهَا فَفِي حَلْبَتِهَا صَاعٌ مِنْ تَمْرٍ» بخاري 2151
1023 – له ابوهريرة رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: چا چي هغه مېږه وپېرله چي په غولانځه کي ئې شيدې ټولي شوې وي؛ له لوشلو وروسته اختيار لري چي ساتي ئې او که ئې مستردوي؛ خو د مستردولو په صورت کي به د شيدو په بدله کي يوه پيمانه خرما ورکوي.
په ٣٥م باب کي ئې بيا (د زنا کار غلام خرڅول) پر موضوع کافي توضيحات ورکړل، لکه چي وايي:
1024 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِذَا زَنَتِ الأَمَةُ فَتَبَيَّنَ زِنَاهَا فَلْيَجْلِدْهَا وَلا يُثَرِّبْ، ثُمَّ إِنْ زَنَتْ فَلْيَجْلِدْهَا وَلا يُثَرِّبْ، ثُمَّ إِنْ زَنَتِ الثَّالِثَةَ فَلْيَبِعْهَا وَلَوْ بِحَبْلٍ مِنْ شَعَرٍ». (بخاري: 2152)
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((که وينځي زنا وکړه او زنا ئې ثابته شوه؛ نو مالک دي هغه په دورو وهي؛ حد دي پرې جاري كړي؛ او ملامتول او سپكول دي نه كوي؛ بيا كه ئې زنا وكړه او زنا ئې ثابته شوه؛ نو مالک دې په دورو وهلو سره حد پرې جاري كړي؛ او ملامتول او سپكول دي نه كوي؛ او كه ئې درېيم ځل زنا وكړه؛ نو بيا دې وپلوري که څه هم د وړيو په يوې رسۍ وي))
دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2152 – 6839؛ متن او راويان ئې سره ورته دي؛
تبيين ئې يا شاهدان دي، يا اقرار يا حمل.
نوموړي همداراز په ٣٦م باب کي دا موضوع هم په تفصيلي توگه تشريح کړه چي (آيا ښاري د کليوال مال پلورلی شي؟)
1025 ـ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لا تَلَقَّوُا الرُّكْبَانَ وَلا يَبِعْ حَاضِرٌ لِبَادٍ» قَالَ الراوي لابْنِ عَبَّاسٍ: مَـا قَوْلُهُ: «لا يَبِيعُ حَاضِرٌ لِبَادٍ» قَالَ: لا يَكُونُ لَهُ سِمْسَارًا. (بخاري: 2158)
له ابن عباس رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((د كاروانيانو مخي ته مه ورځئ؛ (ښار تر رسېدو وړاندي)؛ او د ښار اوسيدونکى دي د کليوال مال نه ورته پلوري)) راوي ابن عباس رضي الله عنه ته وويل: د رسول الله صلى الله عليه و سلم دا قول چي فرمايي: ((ښاري دي د کليوال مال نه ورته پلوري)) څه معنى لري؟ وئې ويل: د هغه لپاره دي دلال نه شي.
دا دلالي په هغه صورت کي ممنوع ده چي څوك له دې ځان ته حرفه جوړه او له كليوالو گټه تر لاسه كړي؛ ښاري د كليوال له سادگي او ناپوهي د غلطي استفادې اراده ولري؛ اما كه په ښه نيت او هغه ته د گټي رسولو په موخه ئې كوي مانع نه لري.
دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2150 - 2158 – يو همدا دئ او بل مو مخكي تشريح كړى.
ښاغلي حکمتيار همداراز په ۳۷، ۳۸، ۳۹، ۴۰، ۴۱ او ۴۲م بابونو پر لاندينيو بېلابېلو عناوينو مفصل بحث درلود؛ لکه چي وايي:
(د تجارتي کاروانونو مخي ته نه ورتگ)
1026 ـ عَنْ عَبْدِاللَّهِ بنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لا يَبِيعُ بَعْضُكُمْ عَلَى بَيْعِ بَعْضٍ، وَلا تَلَقَّوُا السِّلَعَ حَتَّى يُهْبَطَ بِهَا إِلَى السُّوقِ». (بخاري: 2165)
له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((يو د بل پر بيعي سودا مه کوئ او تر هغه د خرڅلاو متاع مه پېرئ چي بازار ته ورسېږي)).
دا موضوع مخكي څېړل شوې ده.
٣٨ باب: (مميز په مميز او خواړه په خوړو پلورل)
1027 ـ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا: " أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَهَى عَنِ المُزَابَنَةِ، وَالمُزَابَنَةُ: بَيْعُ الثَّمَرِ بِالتَّمْرِ كَيْلًا، وَبَيْعُ الزَّبِيبِ بِالكَرْمِ كَيْلًا ". (بخاري: 2171)
له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي: رسول الله صلى الله عليه و سلم له مُزَابَنه بيعي نهي کړې؛ او مزابنه دې ته ويل کېږي چي وچه خرما د تازه خرما په بدل کي په تول وپلورل شي او يا مميز په انگورو په تول خرڅ شي.
مزابنه داسي وي چي مېوه په وني كي د تخميني وزن په توگه وپلورل شي او له دې شرط سره چي كه مقدار زيات شو زما به وي او كه كم شو پوره كول به ئې زما پر غاړه وي.
قدرمن مشر زياتوي چي دا روايت په بخاري كي 5 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2171 - 2172 - 2185 - 2186 - 2383 – له ځينو توپيرونو سره؛ په يوه كي وَالمُزَابَنَةُ: بَيْعُ الثَّمَرِ بِالتَّمْرِ كَيْلًا، وَبَيْعُ الزَّبِيبِ بِالكَرْمِ كَيْلًا " په بل كي وَالمُزَابَنَةُ: أَنْ يَبِيعَ الثَّمَرَ بِكَيْلٍ: إِنْ زَادَ فَلِي، وَإِنْ نَقَصَ فَعَلَيَّ په بل كي وَالمُزَابَنَةُ: اشْتِرَاءُ الثَّمَرِ بِالتَّمْرِ كَيْلًا، وَبَيْعُ الكَرْمِ بِالزَّبِيبِ كَيْلًا؛ په بل كي وَالمُزَابَنَةُ اشْتِرَاءُ الثَّمَرِ بِالتَّمْرِ فِي رُءُوسِ النَّخْلِ» په بل كي المُزَابَنَةِ بَيْعِ الثَّمَرِ بِالتَّمْرِ؛ خو د دې رخصت وركړى شوى چي محتاج كس؛ په وني كي پخېدو ته نژدې شوې خرما او مېوه له وچي سره تبادله كړي؛
٣٩ باب: (وربشي په وربشو پلورل)
1028 ـ عَنْ مَالِكِ بْنِ أَوْسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّهُ الْتَمَسَ صَرْفًا بِمِائَةِ دِينَارٍ، فَدَعَانِي طَلْحَةُ بْنُ عُبَيْدِاللَّهِ فَتَرَاوَضْنَا حَتَّى اصْطَرَفَ مِنِّي فَأَخَذَ الذَّهَبَ يُقَلِّبُهَا فِي يَدِهِ ثُمَّ قَالَ: حَتَّى يَأْتِيَ خَازِنِي مِنَ الْغَابَةِ وَعُمَرُ يَسْمَعُ ذَلِكَ فَقَالَ: وَاللَّهِ لا تُفَارِقُهُ حَتَّى تَأْخُذَ مِنْهُ، قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «الذَّهَبُ بِالذَّهَبِ رِبًا إلَّا هَاءَ وَهَاءَ» وذكر باقي الحديث وقد تقدم. (بخاري: 2174)
له مالک بن اوس رضي الله عنه روايت دئ چي اړ شو سل ديناره په دراهمو بدل کړي؛ (وايي): نو طلحه بن عبيد الله ور وغوښتلم او دواړه په دې راضي شوو؛ چي له ما ئې واخلي؛ دينارونه ئې واخستل او په خپل لاس کي ئې اړول؛ بيا ئې وويل: انتظار وكړه چي زما خازن له ځنگله راشي؛ عمر رضي الله عنه دا خبري اورېدلې؛ وئې ويل: قسم په الله چي تر هغه به نه ترې بېلېږي چي نه دي وي ترې اخستلي؛ ځکه رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((طلا په طلا سود دئ؛ مگر دا چي برابر او لاس په لاس وي)) او پاته حديث ئې بيان کړ چي مخکي تېر شوى.
دا په مخكينيو درسونو كي څېړل شوى.
٤٠ باب: (سره زر په سرو زرو پلورل)
1029 ـ عَنْ أَبِي بَكْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لا تَبِيعُوا الذَّهَبَ بِالذَّهَبِ إلَّا سَوَاءً بِسَوَاءٍ وَالْفِضَّةَ بِالْفِضَّةِ إلَّا سَوَاءً بِسَوَاءٍ وَبِيعُوا الذَّهَبَ بِالْفِضَّةِ وَالْفِضَّةَ بِالذَّهَبِ كَيْفَ شِئْتُمْ». (بخاري: 2175)
له ابوبکره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((سره زر په سرو زرو مه خرڅوئ مگر برابر برابر؛ سپين زر په سپينو زرو مه خرڅوئ مگر برابر برابر؛ او سره زر په سپينو زرو او سپين زر په سرو زرو؛ په هر ډول چي ستاسو خوښه وي خرڅولئ شئ)).
٤١ باب: (سپين زر په سپينو زرو پلورل)
1030 ـ عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لا تَبِيعُوا الذَّهَبَ بِالذَّهَبِ إلَّا مِثْلاً بِمِثْلٍ، وَلا تُشِفُّوا بَعْضَهَا عَلَى بَعْضٍ، وَلا تَبِيعُوا الْوَرِقَ بِالْوَرِقِ إلَّا مِثْلاً بِمِثْلٍ، وَلا تُشِفُّوا بَعْضَهَا عَلَى بَعْضٍ، وَلا تَبِيعُوا مِنْهَا غَائِبًا بِنَاجِزٍ». (بخاري: 2177)
له ابو سعيد خدري رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((سره زر په سرو زرو مه خرڅوئ مگر دا چي برابر وي؛ يو په بل مه زياتوئ؛ او سپين زر په سپينو زرو مه خرڅوئ مگر دا چي برابر وي؛ او يو په بل مه زياتوئ؛ يو په نقد او بل په نسيه مه خرڅوئ))
د دې وضاحت په مخكينيو رواياتو كي شوى.
٤٢ باب: (دينار په دينار په قرض خرڅول)
1031 ـ عَنْ أَبَي سَعِيدٍ الْخُدْرِيَّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: الدِّينَارُ بِالدِّينَارِ وَالدِّرْهَمُ بِالدِّرْهَمِ، فَقِيلَ لَهُ: فَإِنَّ ابْنَ عَبَّاسٍ لا يَقُولُهُ، فَقَالَ أَبُو سَعِيدٍ: سَأَلْتُهُ؟ فَقُلْتُ: سَمِعْتَهُ مِنَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَوْ وَجَدْتَهُ فِي كِتَابِ اللَّهِ؟ قَالَ: كُلَّ ذَلِكَ لا أَقُولُ وَأَنْتُمْ أَعْلَمُ بِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنِّي وَلَكِنَّني أَخْبَرَنِي أُسَامَةُ: أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لا رِبًا إلَّا فِي النَّسِيئَةِ». (بخاري: 2178 ـ 2179)
له ابو سعيد رضي الله عنه روايت دئ چي ويل ئې: دينار په دينار او درهم په درهم به وي؛ ورته وويل شول: ابن عباس دا خبره نه كوي؛ نو ابو سعيد وويل: ترې ومي پوښتل او ومي ويل: له رسول الله صلى الله عليه و سلم دي اورېدلي كه يا د الله كتاب كي دي موندلي؟ وئې ويل: له دې دواړو يوه خبره هم نه كوم؛ او تاسو د رسول الله صلى الله عليه و سلم په اړه تر ما ښه پوهېږئ؛ خو اسامه دا خبره راته کړې چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((سود يوازي په قرض کي وي))
لكه چي گورئ دلته د ابو سعيد خدري او ابن عباس رضي الله عنهما تر منځ د رأى اختلاف ليدل كېږي؛ يو ئې د دينار په دينار او درهم په درهم داسي تبادله ناجائز گڼي چي له تفاضل او زياتوالي سره وي؛ اما بل ئې يوازي په نسيه كي ناجائز گڼي؛ كه څه هم ويل شوي چي ابن عباس رضي الله عنه له خپلي رأيي تېر شوى؛ خو دا وضاحت ايجابوي:
سره زر د كيفيت له پلوه يو له بل ډول ډېر توپير لري؛ هم ئې په قيمت كي او هم جنسيت كي؛ برابر ئې پلورل او تبادله؛ نه عادلانه ده او نه عملي؛ نور اجناس او خوراكي توكي هم دې ته ورته دي؛ هيڅوك چمتو نه دئ چي ښه خرما، ښه غنم، ښې وريځي په ادنى بدل كړي؛ نو څه به كوو؟ او دا هم د واقعيت خلاف ده چي څوك به له هره پلوه برابر او ورته جنس په بل بدلوي؛ ولي به دا كار كوي؛ او گټه ئې څه ده؟ واضح ده چي يا به يو جنس په بل جنس بدلوي؛ سره زر په سپينو زرو؛ وربشي په غنمو؛ او يا به ادنى جنس په اعلى بدلوي؛ عادلانه او مناسبه معامله دا ده چي يو جنس د بازار په بيه لاس په لاس وپلورل شي او بل جنس وپېرل شي.
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ د ستونزي حل دا دئ چي يا خو به سَوَاءً بِسَوَاءٍ او مِثْلاً بِمِثْلٍ؛ يوازي وزن كي محدود ونه گڼو؛ بلكي جنسيت او كيفيت به ئې هم په كي شامل گڼو او يا دا چي يو به د بازار په نرخ لاس په لاس پلورل كېږي او بل به پېرل كېږي.
د درس په پای کي په اجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه
