حکمتيار: څو مهمو او عاجلو كارونو ته ضرورت لرو چي له افغانانو اغېزمن اقدامات غواړي
څو مهمو او عاجلو كارونو ته ضرورت لرو چي له افغانانو اغېزمن اقدامات غواړي:
1. د ملي يو والي استحكام ته ضرورت لرو؛ د داسي درنې شورىٰ له لاري چي ملي اجماع تمثيل كړي؛ په ټولو مهمو قضاياوو كي د تصميم وروستۍ مرجع وي او ټول ئې پرېكړو ته درناوى او التزام ولري؛ كه دا هېواد ته د نوي اساسي قانون جوړول وي، كه د حكومت جوړول وي، د وزيرانو تأييد، د بودجې تصويب، كورنى او بهرنى سياست ټاكل، پر حكومت نظارت، له اجراءاتو ئې پوښتنه؛ د اسلامي ارزښتونو مطابق تعليمي نصاب جوړول؛ او ټول نور مهم ملي مسائل؛ هغه چي د نړۍ په ټولو هېوادونو كي پارلمانونو ته سپارل شوي.
2. د اساسي قانون تشه بايد ژر ډكه شي؛ موږ بايد داسي جامع او مثالي اسلامي اساسي قانون ولرو چي د ټول امت لپاره بېلگه او مثال شي.
3. لكه څنگه چي افغانانو د جهاد هېره شوې فريضه احياء كړه، تر نيمي پېړي لږ موده كي ئې دوه مغرور او بدمستو زبر ځواكونو ته ماته وركړه؛ همدا راز بايد د يوې مثالي اسلامي ټولني او نظام په جوړولو كي هم د امت لپاره غوره اُسوه او قُدوه شو؛ دا كار ممكن دئ؛ فقط لږ دقت او همت ايجابوي.
4. موږ رغنده واحد تعليمي نظام ته ضرورت لرو؛ داسي چي مكتب او مدرسه په بشپړه توگه مدغم كړي؛ يو نوم او يو نظام ولري؛ د تعليم لومړنى پړاو په ټولو كي مشترك او يو ډول؛ او د تخصص دوره ئې جلا جلا؛ يقيناً چي بېل بېل تعليمي نظامونه تفرقه او اختلاف رامنځته كوي؛ دا بېلوالى د استعمار له بقاياوو دئ؛ د بدو موخو لپاره ئې تحميل كړى؛ د دې لپاره چي دين او دينپال منزوي كړي؛ له مدرسې فقط د جومات مؤذن او امام فارغ شي او له مكتب هغه چي د ژوند د نورو ټولو برخو مديران وي.
همدا راز ډېر ژر بايد د واحد رغنده او په اسلامي ارزښتونو ولاړ تعليمي نصاب جوړ كړو؛ داسي نصاب چي (كتاب) او (حكمت) ئې دوه اساسي محورونه وي؛ كتاب يعني د ژوند په ټولو برخو كي الهي لارښووني او (حكمت) يعني د ژوند ټول ضروري علوم او فنون؛ د كتاب په زده كړي او نورو ته ښودلو كي مو شعار دا وي:
وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلا عَلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ 109 الشعراء
د دين په ښودلو كي له هيچا اجر او بدله نه غواړم؛ اجر مي يوازي پر رب العالمين دئ.
او د حكمت زده كړه مو؛ د خداى په زمكي كي د خليفه په توگه روغ تصرف؛ له امكاناتو سمه او رغنده استفاده او د حلال رزق تر لاسه كولو وسيله او هنر؛ او په دې ډگر كي مو شعار د قرآن دا آيت شعار وي:
وَأَنْ لَيْسَ لِلإِنْسَانِ إِلا مَا سَعَى 39 النجم
او دا چي انسان ته د سعي او هڅي له بدلې پرته بل څه نشته.
زموږ په تعليمي نصاب كي بايد د علومو تر څنگ كسب او هنر هم شامل وي؛ داسي چي زده كوونكي له فراغت وروسته نه يوازي خپل مشكلات په خپله حل كړى شي؛ بلكي ټولني ته هم د خدماتو وړاندي كولو جوگه وي؛ هر پيغمبر هم رسول وو او هم د يوه كسب او هنر خاوند؛
وَاذْكُرْ عِبَادَنَا إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ أُولِي الأَيْدِي وَالأَبْصَارِ 45 ص
او زموږ بندگان: ابراهيم، اسحاق او يعقوب په ياد لره؛ك هغه د پياوړو لاسونو خاوندان او سترگور.
دلته زموږ مخي ته هغه هغه ستر ستر شخصيتونه انځور شوي چي متابعت او اقتداء پسي وكړو؛ ځانگړتياوي ئې داسي راښيي: د پياوړو او هنرمنو لاسونو خاوندان او سترگور ول.
الله تعالى د پيغمبرانو رسالت په همدغو دوو (كتاب او حكمت) كي خلاصه كړى:
(... فَقَدْ آتَيْنَا آلَ إِبْرَاهِيمَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَآتَيْنَاهُمْ مُلْكًا عَظِيمًا 54 النساء
يعني د ابراهيم عليه السلام په اولاد كي ټولو پيغمبرانو ته الله تعالى (كتاب) او (حكمت) وركړى او همدا د عظيم ملك جوړولو دوه اساسي اسباب او عوامل دي؛ په دوى كي داؤد او سليمان عليهما السلام ستر هېواد جوړ كړ؛ موسى عليه السلام بني اسرائل وژغورل او د فرعون واكمني د ده په لاس نسكوره شوه؛ محمد عليه السلام تر دوى لا زيات ستر امت او حكومت جوړ كړ. قرآن د داؤد او سليمان عليهما السلام په اړه فرمايي چي مس او اوسپنه ئې كشف كړه، د وسلو او زغرو جوړول مو وروښودل:
وَعَلَّمْنَاهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍ لَكُمْ لِتُحْصِنَكُمْ مِنْ بَأْسِكُمْ فَهَلْ أَنْتُمْ شَاكِرُونَ 80 الأنبياء
الله تعالى پر مسلمانانو د وسلو جوړول او د دښمن خلاف نظامي قوت تيارول؛ همداسي فرض كړي لكه نور ديني فرائض؛ او اړوند علم ئې همداسي فرض دئ لكه د نورو فرائضو علم؛ دومره بايد تر دښمن وړاندي وي چي وسله وال ځواك ئې د خداى او مسلمانانو دښمنان ووېروي؛ دا د الله تعالى حكم دئ؛ كه په دې ميدان كي له علمي او عملي پلوه؛ تر دښمنانو وروسته پاته شو؛ يوه مهمه فريضه مو ترك كړې؛ موږ مسلمان ډاكټر، انجنير او افسر ته همدومره ضرورت لرو لكه امام او قاضي ته؛ زموږ ډاكټر، انجنير او افسر بايد په دين هم پوه وي؛ قاضي او امام مو په نورو علومو هم؛ علم د الله تعالى لوى نعمت دئ؛ هر علم سپېڅلى او ارزښتمن دئ؛ د الله تعالىٰ ستره پېرزوينه او فضل دئ؛ موږ بايد په ټولو علومو كي تر نورو وړاندي وو؛ هغه مهال چي په علومو كي تر نورو وړاندي وو؛ په نيمي نړۍ مو حكومت كولو؛ او د ذلت او اسارت دور مو هغه مهال پيل شوى چي هم مو د الله تعالىٰ (كتاب) ته شا كړه او هم (حكمت) ته.
5. د نوي نسل؛ هلكانو او نجونو سمي او اسلامي روزني ته بايد تر بل هر څه زياته توجه ولرو؛ او دا خپله ستره فريضه او د الله تعالىٰ يوه پېرزوينه چي د دوى د روزني مجال او فرصت ئې موږ ته راكړى؛ دا نسل په دې نيمي پېړۍ كي؛ د دښمنانو د پراخ فكري، فرهنگي او اخلاقي هجوم لاندي وو؛ لړۍ ئې اوس هم په شدت سره روانه ده؛ كور كور ته، تر بندو دروازو آخوا؛ هر شېبه ځان رسوي؛ د ژغورني يوازينۍ او اغېزمنه لار ئې دا ده چي د روزني او تربيت رغنده ماحول ورته جوړ شي او نظام د دوى روزنه خپله ستره فريضه وگڼي؛ كه دا فرصت ضائع كړو؛ جبران به ئې له هيڅ بلي لاري راته ممكن نه وي.
6. د اوسني او راتلونكي حكومت برخليك بايد روښانه او ابهامات له منځه ولاړ شي؛ اوسنى حكومت له سرپرستۍ ووځي او په قانونمن حكومت بدل شي او هم د راتلونكي حكومت د جوړېدو په اړه ملي اجماع رامنځته شي.
7. موږ واحد ملي فوځ او ملي پوليس ته ضرورت لرو؛ له دې وروسته به نه مليشې وي او نه بېلي وسله والي ډلي؛ امنيتي ځواكونه او فوځ بايد د مكلفيت د دورې پر بنسټ جوړ كړو؛ هر افغان بايد د عسكري خدمت دوره ترسره كړي؛ هر افغان بايد يو روزل شوى سرتېرى وي او د ضرورت په وخت كي له خپل هېواد، آزادي، ملي حاكميت، ارضي تماميت، ديني او ملي ارزښتونو دفاع ته چمتو وي.
8. د فوځ او امنيتي ځواكونو شمېر، څرنگوالى، بودجه او مصارف ئې بايد د شورىٰ له لوري وټاكل شي؛ خپلو مالي امكاناتو ته په پام سره؛ داسي فوځ او امنيتي ځواكونه جوړ كړو چي زموږ هېواد د احتمالي گواښونو په وړاندي ورته ضرورت لري؛ ټول ملت به ئې تر شا ولاړ وي؛ په خپلو امكاناتو به ئې جوړوو. مخكنيو حكومتونو د فوځ روزنه، اكمال او تجهيز بهرنيانو ته وسپارو؛ او همدا باعث شو چي هېواد مو له بدو ورځو سره مخامخ شي. د پرديو په لاس جوړ شوي ځواكونه د پرديو د گټو لپاره د ملت په خلاف وجنگېدل.
9. موږ هم د واگنر په څېر مليشې درلودې، بنسټ ئې روسانو كښېښود؛ دومره ځواكمني شوې چي جمهور رئيسان ئې يو په بل بدلول؛ د ائتلافي حكومت په وخت كي ارگ په دوو برخو وېشل شوى وو، يوه او اساسي برخه ئې د مليشو په لاس كي؛ اصلي جمهور رئيس د مليشو مشر؛ او تش په نامه جمهور رئيسان د ده اسير مېلمانه؛ يوه ورته د خالد بن وليد اعزازي لقب وركولو او بل په خپل غياب كي د نائب جمهور رئيس په توگه ټاكلو؛ همدغه مليشه جنرالان؛ يو مهال غربيانو په جنگي او جنسي جناياتو تورنول او بل وخت ئې ستر جنرال، مارشال او د جمهوري رياست معاون ټاكلو او په مډالونو ئې نازول؛ همغه څه چي نن ئې غرب د روسي واگنر مليشو او د هغوى د قومندان په ارتباط وايي او كوي!!
10. افغانانو ته په كار ده له تېر تاريخ عبرت واخلي؛ موږ د هغو حكومتونو د غلطو سياستونو قرباني شوو چي په لويو استعماري ځواكونو پوري تړلي وو؛ كله په شوروي اتحاد او كله په متحده ايالاتو پوري؛ په ستراتيژيكو امنيتي، نظامي، اقتصادي او سياسي روابطو كي بايد تل دا په پام كي ولرو چي په عظمت طلبو ځواكونو اعتماد او تكيه ونه كړو؛ په ځانگړې توگه پر هغو چي له موږ سره په پوله پراته او تر منځ مو واټن لنډ وي؛ همغسي لكه چي له شوروي اتحاد سره مو گډه پوله درلوده؛ كله چي ئې وغوښتل زموږ هېواد اشغال كړي؛ نو لومړى ئې د خپلو روزل شوو افغان افسرانو په لاس؛ يوه په بلي پسي؛ دوه كودتا گاني وكړي او بيا ئې ځواكونه او ټانكونه له څو بندرونو او د زمكي له لاري مخامخ افغانستان ته راننوتل؛ كه له دغو تاريخي پېښو عبرت وانه خلو او يو ځل بيا پر همداسي ځواكونو تكيه او اعتماد وكړو؛ په نظامي او امنيتي برخو كي له هغوى سره ستراتيژيك تړونونه ولرو؛ د لويو ستراتيژيك معادنو د استخراج كار هغوى ته وسپارو؛ د بانكنوټونو د چاپ په اړه پر هغوى اعتماد وكړو؛ خپلي بانكي زېرمي د هغوى په بانكونو كي كښېږدو؛ نو يقيناً چي پايلي به ئې د مخكي په څېر وي؛ هېواد به مو د لويو طاقتونو د سياليو په ډگر بدل شي او د نيابتي جگړو ميدان به ترې جوړ شي.
11. هغه چي له يوې خوا ډرون رالېږي او له بلي خوا په رياكارانه توگه د بشري مرستو كڅوړي؛ دواړه ئې د يوه جنگ دوه برخي دي؛ د هر يوه لپاره خپلي پروژې او موخي لري. له زهرجنو او دروغجنو تبليغاتو، بنديزونو، د افغانستان د بانكي زېرمو كنگل كول، په نړۍ واله كچه د افغانستان منزوي كول، د مخالفينو پالل او د جنگ لپاره چمتو كولو ئې معلومېږي چي بد عزائم لري او لا ئې خپله جگړه د افغانانو خلاف نه ده ختمه كړې.
12. د نفوس دقيقه سر شمېرنه او د برېښنايي تذكرو وېش؛ يو له ډېرو مهمو او عاجلو امورو دئ چي جدي توجه او سريع كار ايجابوي؛ ټول افغانان؛ كه داخل كي دي كه بهر؛ بايد ثبت او تذكرې وركړى شي؛ دقيقه سر شمېرنه د هر هېواد ستر ضرورت دئ؛ هم د اقتصادي، عمراني او اجتماعي چارو او خدماتو لپاره او هم د هغې فتنې د ختمولو لپاره چي دښمنان ئې د قومي او ژبني تعصباتو راپارولو لپاره د وسيلې په توگه كاروي؛ د شل كلن اشغال په دوران كي دوى همدې فتنې ته لمن وهله او يو قوم ئې د بل خلاف استعمالولو؛ د دقيقي سر شمېرني مخنيوى ئې كولو؛ يوه ته ئې ويل: ته 45% يې او بل ته دا چي ته 33% يې؛ په حكومت كي بايد ستا برخه همدومره وي؛ ټولي جعلي، د واقعيتونو خلاف او پاروونكې شمېرې. زموږ د ملي وحدت استحكام دا ايجابوي چي په واقعيتونو ولاړه سر شمېرنه ولرو او له مخي ئې واقعي عدالت تأمين كړو.
13. مؤمن او مجاهد افغانان بايد پرېنږدي چي مخكينى حالت بيا اعاده شي؛ بيا د اشغال، بهرنيو ځواكونو حضور، لاس پوڅو حكومتونو، خونړۍ جگړو، د مفسدينو، پرديپالو، غلو، لوټمارانو واكمني او د اقتدار مستقلو جزائرو شاهد وو؛ ارگ ناستو به غرب ته په خطاب كي ويل: زموږ جنگ او دا هره ورځ د 300 سرتېرو شهادتونه؛ د واشنگتن، لندن، بن او پاريس د امنيت لپاره دي؛ موږ ستاسو د جنگ په لومړۍ كرښي كي قرباني وركوو!! د مقاومت له آدرس به هم دغه سپېره او كركجن الفاظ اورېدل كېدل!! هو؛ د هغوى جنگ د پرديو د امنيت لپاره وو؛ نن هم له بهرنيانو غواړي: بيا راشئ او زموږ ستونزي راحل كړئ!!
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
زمونږ دمجاهد ورور حکمتیا صاحب لیکنه دسر نه تر پایه دافغان اولس داساسی غوښتنو څخه دی یوه غوښتنه زما دمشر نه داده . داد الله حکم دی(وَ شَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ ) (وَ أَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ) دغه کومه شورا چی نن سبا مونږ ورته اشد ضرورت لرو ددی شورا دجوړید لپاره یو تفصیلی طرز العمل په لیکلی ډول دشهادت له لاری خپورشی خوند به وکړی ځکه مونږ تراوسه صرف دغربی پارلمانی انتخاباتی سیستم سره عادت یو چه په اتخاباتو کی د متقی او فاسق مسلمان اوهندو فرق نه کیژی ټول یو صندق ته رایی اچوی که فاسقین او منافقین لاس سره یوکړی اکثریت هم لاس ته راوړی داکثریت په لاس ته راوړو سره بیا په مونږ حاکمان کیژی تیرو شل کلنو انتخابات مونږ ټو ل شاهد یو هیله کوم چی مشر ه دی مسله رڼا واچوی کچیری مخکی په دی څه لیکل شوی وی کتابی یا پی ډی ایف پته یی راکړی
