No-IMG

د نورستان ښکلا ته ورپېښ ګواښ

انجنير فريد عاطف

 

وایي سویزرلنډ په نړۍ کې ښکلی هیواد دی او لامل یې دادی چې طبیعي ښکلا لري .هیڅ به مبالغه نه وي که وویل شي زمونږ ستاسې ښکلی نورستان تر سویزرلنډ که ښکلی نه دی ترې کم هم نه دی.د نورستان او سویزرلنډ توپیر دې کې دی چې بشري لاسوهنو او  کارونو د سویزرلنډ ښکلا او ارزښت لا زیات کړی ولې دلته بیا برعکس انساني لاسوهنو د نورستان طبیعي ښکلا ته زیان اړولی او دا زیان ورځ تر بلې په ګواښ بدلېدونکی دی.

کلونه وړاندې د نورستان مرکز پارون کې ډیری حکومتي ودانۍ نه وې خو د جمهوریت وروستیو کلونو کې پریمانه ښکلې حکومتي او شخصي ودانۍ جوړې شوې چې  په دې کار سره د ځنګلونو پرې کولو لومړی ګام واخستل شو.داچې نورستان کې د کال نهه میاشتې ساړه وي نو اړتیا ده د ګرمولو لپاره بخارۍ وکارول شي.د یوې حکومتي ادارې د رسمي ارقامو له مخې یوازې حکومتي ادارې د خونو ګرمولو لپاره د کال څه باندې دوه لکه کیلوګرامه لرګي سوزوي،داچې هوټلونو او نورو شخصي ودانیو کې څومره کاریږي لا مالومه هم نه ده.

د نورستان ښکلا ته یو بل لوی ګواښ هله رامنځ ته شو چې درې کاله وړاندې ټول نورستان ملي پارک ونومول شو.د ملي پارک په نومولو سره نورستان ته د سیلانیانو پام ور واوخت او هلته ورتګ زیات شو.دا سیلانیان هلته اړتیا لري دځان  ګرم ساتلو لپاره بخارۍ وکاروي.دملي پارک نومول به هغه  ګټورثابت شوی وای چې لومړی هلته د چاپیریال خوندیتوب لپاره اړین تدابیر په پام کې نیول شوی وای او ددې لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې شوې وای .ددې سره په څنګ د خپل سریو د مخنیوی لپاره د خوندیتوب  یو شمیر مقررات وضع شوي وای ،لکه د لرګینو بخاریو پرځای د برقي بخاریو جبري کارول. یو بل ګواښ هلته د ورتلونکو سیلانیانو لخوا پاتې شوو کثافانو لپاره د یو سیستم نه شتون دی. معمولا سیلانیان په یو شکل نه یو شکل پلاستیک کاروي او هلته یې پریدي .پلاستیک طبیعي ښکلا ته یو ترټولو مهم ګواښ بلل کیږي خو لیدل کیږي چې په دې اړه هلته حتی ابتدایي پوهاوی هم  شتون نه لري.

کیدای شي په لنډ مهال کې به د لرګیو سوزول دومره لویه ستونزه نه وي ځکه هلته لا هم د پیړیو پیړیو راهیسې راپاتې وچ لرګي شته خو دا زیرمه به ددومره زیات کولو پروړاندې تاب رانه وړي او زر به ختمه شي.د جامدو او مایع کثافاتو شتون د چارواکو لخوا تراوسه ځکه جدي نه ګڼل کیږي چې لا یې د نورستان پرمخ داغونه ندي ښکاره شوي خو که یوځل دا داغونه ښکاره شول بیا به یی چاره ستونزمنه وي ځکه نورستان نه پراخه همواره ځمکې نه لري نه هم وسایل او سیستم نو   د کثافاتو د لیږد نه شتون به د نورستان ښکلا تته کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک