د شاه فيصل د دعوتي روحيي او مرستې له کبله دا مهال په بلجیم کي مسلمانان هر ډول آزادي لري
عبد الحميد جليلي
په1967 ميلادي کال د بيلجيم هيواد يو لوي تجارتي مرکز اور واخيست چې له امله يې خوا شاه 300 کسان ووژل شول. دغه مهال د سعودي باچا شاه فيصل د بلجيم ته خپل کاري سفر درلود. شاه فيصل د بلجيم هيواد سره د مرستې په پار يو مليون ډالر اعلان کړل،
له دغي اعلان ورسته د ياد هيواد ولسمشر طوډوان اول ډير متاثره شو ځکه پرته له شاه فيصل بن عبدالعزيز هېڅ بل کوم هيواد د مرستې اعلان ونه کړ .
کله چې د بلجيم باچا د شاه فيصل سخاوت او مرسته وليده نو هوډ يي وکړ ترڅو متقابل عمل ترسره کولو سره د نيکي بدل ورکړي او له شاه فيصل څخه غوښتنه وکړه چې څه کولای شم تر څو د سعودي هيواد د مرستې شکريه او مننه پوره کړم؟
شاه فيصل د سعودي او ځان لپاره هيڅ هم ونه غوښتل او يواځې يي غوښته وکړه تر څو په بلجیم کي د مسلمانانو عبادت او روزنې لپاره د جومات او ديني مرکز ځمکه ورکړي!
د بلجيم ولسمشر د بروکسل ښار په يوه سيمه کې لويه ساحه ورکړه تر څو مسلمانان ځان لپاره لوي مسجد او ديني مرکز جوړ کړي او همدارنګه اسلام يي د بلجيم هيواد په رسمي ادیانو کي شامل او ومانه!
اوسمهال په بلجیم کي تر 7 لکو زيات مسلمانان ميشت دي او له عيسويت وروسته اسلام دوهم رسمي دين دي.
شاه فيصل د دعوتي روحيي او مرستې له کبله دا مهال په بلجیم کي مسلمانان هر ډول آزادي لري او يواځې په بروکسل ښار کي تر 300 جوماتونه شتون لري! مسلمانان ګڼ شمير خپلي مدرسي لري چې شمير يي سلګونو ته رسيږي همدارنګه ديني او دعوتي مراکز او مرستندويه ټولنې لري ، د مساجدو امامانو ته حکومت لخوا معاشات او مرعات ورکول کېږي او همدارنګه په لوي او کوچني اخترونو کي رخصتي ورکوي!
له بده مرغه مونږ هميشه غير مسلمو ته د تعصب او کرکی په سترګه کتلي ، کوښښ کوو چې جهنم ته يي وليږو! د هغو د اصلاح او جنت ته ليږلو روحيه مو هيره کړي! کوم چې د اسلام اصل او د دين روحيه ده!
د نن مرکزي اسيا ، اندونيزيا ، ماليزيا او د فلپين او خو شاه هيوادونو مسلمانان او نیمي څخه زياته اسلامي نړي په دعوتي روحيه مسلمانان شوي!
