دا یی ناپوهي ده که مغالطه؟
دوکتور عمر عماد
د اوسني الحاد سر لارې ریچارد ډاوکینز وایی: مونږ په ساینس کی ځکه د خالق شتون نه فرض کوو چه که یو ځل مو دا اومنله چه ممکن دا کائنات یو چا پیدا کړي وي ، بیا نو ټولې ساینسي پلټنې او څیړنې په ټپه دریږي!
پداسی حال کی چه ساینس د طبیعت قوانین راسپړي او څرنګوالې یی بیانوي، نه دا چه د هغي دایجاد او پیدا کیدلو د اړتیا په اړه بحث کوي، یعنی ساینس د ( څنګه ) ځواب ورکړي، نه د ( ولي) ، د بیلګي په توګه :
ساینس دا معلوموي چه باران څنګه کیږي، خو دی ته کله هم ځواب نه وایی او نه یی ویلی شي چه ولې د باران د کیدلو قوانین او داوبو دوران داسی عمل کوي.
خپله ریچارد ډواکینز په یوه فدیو کی سټیفن هاکنک ته ورځي او پوښتنه تری کوي چه آیا په کائناتو کی نظم حاکم دی او که ګډوډي؟ نو هغه ورته وایی چه په کائناتو داسی دقیق نظم حاکم دې چه که په هغی کی ډیر کم زیاتې او کمی وی نودا کائنات به هیڅ وه نه، ( خو ورپسی بیا - د خالق د شتون څخه د انکار په پار- په پوره عناد وایی چه دا نظم اوحاکم قوانین ټول په تصادفې توګه پیدا شوي دي)
او همدا راز انشټاین وایی : که ددی کائناتو خالق موجود وي نو بیشکه چه هغه به په ریاضیاتو کي پوره ماهر وو!
مطلب دا چه ملحدان هم پدی پوهیږي چه په کائناتو باندی نظم او قانون حاکم دی،او ساینس د همدغی نظم او قوانینو څرنګوالی او د هغه اسرار راسپړي، او دا هغه څه دي چه د الله تعالی تل پاتی دین( اسلام ) نه یوځې دا چه ورسره مخالف نه دې، بلکه امر پری کوي. قرآن مجید ځای ځای انسانانو ته امر کوي چه د خلقت په اسرارو کی فکر وکړي, او د الله تعالى دغه منظور او په سترګو ليدونكې کتاب( کائنات) ولولي:
(قل انظروا ماذا في السماوات والأرض)
( ومن آياته خلق السماوات والأرض وما بث فيهما من دابة وهو على جمعهم إذا يشاء قدير).
( وفي الأرض آيات للموقنين (20) وفي أنفسكم أفلا تبصرون)
( قل سيروا في الأرض فانظروا كيف بدأ الخلق ثم الله ينشئ النشأة الآخرة إن الله على كل شيء قدير )
نو اوس څرنګه څوک دا دعوی کولای شي چه د الله تعالی په شتون اقرار به د ساینس حرکت أو پرمختګ په ټپه ودروي؟
دا خبره ددوه حالتو نه خالي نه ده:
یا به ناپوهي وي او یا به مغالطه( د مخالف غولول).
او چه هر څه وي ، د قرآن مجید صریح آیتونه او رسا بیان یی ځواب دې.
