دموکراسي او انتخابات
عبد الرازق حبيبي
څلور کاله وړاندې په همدې ورځ غرب، سعودي، اماراتو او ګڼو نورو خاينو حاکمانو په خپلو استخباراتي لوبو د ټول ولس په اکثريت ټاکل شوی د قرآن حافظ او عالم دکتور محمد مرسي لمړی له واکه لرې او بیا یې په ډېر وحشت سره په شهادت ورساوه، د هغه پر ملګرو یې د هېڅ ډول وحشت او شکنجې صرفه ونه کړه، خو سره ددې هم دده او زرګونو نورو هغو مؤمنانو چې لسګونه کاله یې د یو اسلامي نظام د حاکميت لپاره شپې شمارلې قاتل سيسي په ډېرې بې شرمۍ سره ولسمشر او ټول غرب ته منلی حاکم او د ولس منختب ولسمشر وګڼل شو، خو د همدې غرب په قانون کې بیا اردوغان دکتاتور دی.
نو تاسو خپله فکر وکړئ چې اسلامپال بیا څنګه رايو او ټاکنو ته رابلي چې دوی هر ځای کې چي اسلامپال د رايو له لارې راشي دوی یې لومړی پښې وهي او د هر ډول دسيسو له لارې یې له واکه غورځوي.
په الجزاير، فلسطين، تونس، مصر ترکيه او ګڼو نورو هېوادونو کې اسلامپالو بار بار همدا تجربې وکړې خو ټول همدې غرب او د هغو سيمه ازو ګوډاګيانو له واکه راګوزار او بیا په سخت ترينو شکنجو سره شهيدان کړل.
نو اسلامپال په کوم اساس بیا په ټاکنو او دموکراسې باور وکړي؟
