No-IMG

ورور حکمتيار له بهر مېشتي متعهدينو، د هېواد له علماؤ، قومي او جهادي مشرانو سره وکتل

دوشنبه؛ د جوزا ۲۲مه؛ ۱۴۰۲:

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار نن له غرمې مخکې د دوو بېلابېلو کتنو په ترڅ کې له سعودي مېشتي مُتعهد او جهادي شخصیت ښاغلي استاد رحمت الله حبيب، د پوهنتون له استاد ښاغلي دکتور عبدالمتين شهيدي، د خوست ولايت له مُتعهد ځوان ښاغلي انجينير عبدالرحيم حنيف، د کوزې پښتون‌خوا وزيرستان واڼا سيمې له ديني عالم ښاغلي مولوي سيف الرحمان حقاني، د ښاغلي حاجي محمد عارف په مشرۍ د خوست ولايت له يو شمېر ځوانانو، د بادغيس ولايت له قومي مشر ښاغلي شير احمد او همداراز د ښاغلي لطفي په مشرۍ د غزني ولايت له يو شمېر ځوانانو او مشرانو سره وکتل.

په دغو کتنو کې د دواړو لوريو تر منځ پر يو لړ مهمو سياسي او إجتماعي قضاياءو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک