No-IMG

ځينې خلک د مذهبي مخالفتونو له امله د حکمتيار څېړنې د انکار حدیث په بڼه تعبیروي

مولانا عبد الصبور عباسي

 

له حدیثو ځنې انکار ضلالت دی.

خو حدیث د حجت په توګه نه منل جلا مسئله ده او د ځینو احادیثو په اړه د څېړنې او انتقاد قضیه جلا ده ،دا په  أمت کښې نوې خبره نه ده، ځينې خلک د مذهبي او نورو مخالفتونو له امله د مشر حکمتيار صیب ځینې څېړنې د بد نیتۍ له امله  د انکار حدیث په بڼه تعبیروي، دغه رنګ خلکو دغه شان تهمتونه په امام اعظم رحمه الله هم لګولي ول، چې هغه بیا د امام جعفر صادق علیه السلام او نورو مشرانو په وړاندې دخپل موقف وضاحت وکړ، دا یوه علمي قضیه ده،باید په علمي توګه وڅېړل شي، فیسبوک کښې عوامو او عامو لوستلو ځوانانو ته د داسې مسائلو ویستل په هیڅ معنا د دین خدمت نه دی او نه مشر د احادیثو له حجیت نه دسره منکر نه دی، ځینې د بدنیتۍ له مخې دهغه خبرې غلطې تو جیه کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک