No-IMG

حکمتيار: بدخشان ولايت کي چاودنه د خدای ناترسو، دين‌دُښمنو او شريرو عناصرو کار دی

پنج‌شنبه د جوزا ۱۸مه؛ ۱۴۰۲:

د حزب اسلامي افغانستان أمير ښاغلی انجینیر حکمتيار د بدخشان ولايت د مرکز فیض آباد په نبوي مسجد کې د نن ورځې وحشيانه چاودنه؛ چې له کبله يې ګڼ‌شمېر هېوادوالو ته مرګ‌-ژوبله اوښتې پر کلکو ټکو غندي او هغه د خدای ناترسو، دين‌دُښمنو او شريرو عناصرو کار ګڼي.

نوموړی همداراز په ياده ألمناکه پېښه کې د الله تعالیٰ له درباره شهيدانو ته د فردوس جنت، ټپيانو ته د عاجلې او کاملې روغتيا، کورنيو او أقاربو ته يې د جميل صبر او جزيل أجر غوښتنه کوي.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک