د سري لانکا په وړاندې د لوبې بایللو غټ علت د افغان لوبغاړو خرابه توپ وهنه وه
سري لانکا په درېیمې لوبې کې افغانستان ته په ډېر لوی توپیر ماتې ورکړه او د دریو لوبو دا لړۍ یې وګټله. مبارک دې وي ورته.
د لوبې د بایللو غټ علت د افغان لوبغاړو خرابه توپ وهنه وه. چې زموږ توپ وهونکي داسې توپ وهنه کوي, ګټل نه کېږي. هېڅ یو لوبغاړي هم په پچ پښې ټېنګې نکړې, نه یې مجرب او نه یې ځوان. داسې ژر ژر وسوځېدل ته وا دوی هېڅ داسې نړیوالې لوبې نه وې کړې. د دوی اوله لوبه وګوره, چې له سري لانکا څخه یې وګټله, او بیا یې دویمه او درېیمه وګوره, هېڅ به دې باور ونشي چې دا به هماغه لوبډله وي. د اکثریت لوبغاړو په څېرو کې د توپ وهونکو څخه د ډار نښې له ورایه ښکارېدې, پوهېږم چې توپ سوینګ کېده او سوینګ توپ وهونکو ته خطرناک وي, خو ۳۰۰ توپونه دي, که ۱۰۰ هم ضایع شي پروا نکړي, په ۲۰۰ نورو یې چې سمه لوبه وشي, ۳۰۰ هم کېږي. داسې ښکارېده چې لوبغاړو دا محاسبه نه وه کړې او یا یې عملي نکړه.
د سري لانکا په دې لوی میدان کې, هر توپ وهونکی چې مخامخ(فرنټ) لوبېږي, ډېر پايي او څوک چې بې ځایه د نورو شاټونو هڅه کوي, بې ځایه اوټ کېږي. د رحمت شاه اوټ کېدل یې ښه مثال و. نن باد هم و, زموږ توپ وهونکو دې ته هم پام ونکړ چې د باد په مقابل کې شاټ وهل, نتیجه نه ورکوي, د ګربز شاټ یې ښه مثال و چې توپ له کوم ځای څخه چېرته ولاړ او کېچ شو. اول خو هغه وخت د داسې شاټ هېڅ ضرورت نه و. کله چې باد وي, هم توپ وهونکي او هم توپ اچوونکي, د باد له سرعت څخه د خپل ځان په ګټه کار اخلي. دا یو غټ فکتور دی. د افغانستان همدا غوره او مجرب توپ وهونکي دي, چې دوی داسې لوبېږي, له ځوانانو څه ګیله.
په دغو لوبو کې هغه افغان لوبغاړو, چې د نړۍ په لویو لیګونو کې لوبېږي,کومه خاصه کارنامه ونکړه. اصلي خبره دا ده چې شل اوریز او اوږد فارمټ ډېر فرق کوي. د کرکټ شاټونه, میدان, قوانین او هر څه هماغه دي, خو باید د هرې لوبې لپاره جلا فکر او پلان وشي. کرکټ د فکر لوبه ده, له شل اوریزو لوبو څخه یوې ورځنیو ته د فکر بدلول اساسي کار دی. شل اوریزو کې هر توپ باندې د شاټ وهلو فکر حاکم وي, خو اوږد فارمټ کې یوازې په لوس او خراب بال باندې د لوی شاټ اجازه وي, دا د یوې او دوو منډو لوبه ده. که یو اور کې څلور پنځه منډې هم وشي, ښه هدف ټاکل کېږي. شل اوریزو کې بالران هم هڅه کوي بال مس کړي او لوی شاټ پرې ونه وهل شي او ویکټه واخلي, خو اوږد فارمټ کې بیا بالر ډېر ډسپلین او د فیلډینګ مطابق بال کوي, په دې فکر سره چې توپ وهونکی مجبور کړي تېروتنه وکړي او ځان وسوځوي.
زه پوهېږم چې هلته لوی لوی روزونکي شته او هغوی به لوبغاړو ته دا خبرې کوي او لوبغاړي هم مسلکي دي په دې پوهېږي. د پاکستان سره هم اخري لوبې کې او د سري لانکا سره هم اخري لوبو کې موږ ډېره خراب نمایش وکړ. لوبډلې مخې ته ځي, موږ شاته روان یو. افغانستان تر دې ښه استعداد لري. په دې هیله چې له دغو تېروتنو زده کړې وشي او ډېرې نورې لوبې را روانې دي او هلته تکرار نشي.
سري لانکا یو عادي ټیم نه دی, افغانستان یې چې ترې ګټي, غټ خبر دی, سري لانکا له اولې ماتې وروسته, ډېر ښه او قوي کمبیک وکړ.
په هر حال, افغانستان له بنګله دېش سره د ټست لوبې ته هم سکواډ اعلان کړ. اکثریت د اوږد فارمټ او هغه لوبغاړي دي چې کورني کرکټ کې هم ځلېدلي دي. د بري يه هیله یې.
کرکټ
نظر
