د افغانستان تحصیلی نصاب ژور بدلون ته اړتیا لري
عبد الرحمن سليم
اکثره هغه ځوانان چې په غربي هیوادونو کې د زده کړو چانس ومومي او زده کړې ترسره کړي، نو د زده کړو بشپړېدو وروسته هرومرو درک کوي چې د افغانستان تحصیلی نصاب ژور بدلون ته اړتیا لري او باید داسې عیار شي چې ځوانان په فکر کولو، تحلیل او ارزونې روږدې کړي تر څو ښې پرېکړې وکړی شي . په همدې لړ کې ما خپله شخصاً ځینې دوستانو او مشرانو ته تل مشوره ورکړې ده چې زمونږ وطن کې د اقتصاد، سیاسي علومو او فلسفې مشترک لسانس تشه محسوس کیږي او باید ایجاد شي. دا کار په دولتي پوهنتونونو کې په لږ زحمت سره خو شخصي پوهنتونونو کې په خورا آسانۍ ترسره کیدی شي .
همداسې یوه بله رشته چې ورسره ډېر سطحي چلند کیږي هغه د ژورنالزم مسلک دی. مونږ مسلکي ژورنالستان ډېر کم لرو.خصوصاً هغه ژورنالستان چې یوه برخه کې ځانګړې تخصص ولري لکه ورزش، اقتصاد، سیاست، روغتیا، قانون او یا هم بلې برخه کې، مونږ یې نه لرو. مثلاً تاسې ته به د کرکټ مثال درکړم چې څومره ژورنالستان لرو چې په کرکټ پوهیږي ؟ آیا هغه ژورنالستان چې په تلویزیونونو کې د کرکټ مبصرینو په نامه راځي رښتیا هم د تبصرې وړتیا لري ؟
د لیکنو او فیسبوک څخه ما عمداً ځان څه موده لرې ساتلی ؤ خو نن مې په داسې خبرونو سترګې ولګېدې چې مجبور یې کړم یو دوه کرښې خط، خط کړم. پرون د یونسف ادارې په مرسته د MICS سروې ابتدایه نتایج خپاره شوي دي. په سروې کې ادعا کیږي چې په افغانستان کې د ۵ کلونو څخه کم عمره ماشومانو له ډلې یې ۴۴.۷ سلنه (Stunted)، ۱۸.۴ سلنه ماشومان (Underweight)، ۳.۷ سلنه یې (Wasted) ، او ۴.۵ سلنه یې (Overweight) دي. زه حد اقل دا تمه لرم چې هغه هیواد چې زرګونه ژورنالستان لري، له ۱۰۰ څخه زیاد چاپي رسنۍ درلودې، ۱۸۰ شا او خوا رادیوګانې یې درلودې او ۵۰ شا او خوا تصویري کانالونه یې درلودل، داسې غمیزي رسنیز کړي، خو آیا تاسې د روغتیا دغه ستونزې په اړه د چا لخوا واوریدل ؟ آیا د سؤتغذي دغه سویه د تشویش وړ نه ده؟!
نوټ: Stunting هغه حال ته ویل کیږي چې د ماشوم قد د هغه د عمر مطابق د متوقع قد څخه ټیټ وي. Underweight هغه حالت دی چې د ماشوم وزن د عمر په پرتله کم وي. Wasting بیا د ډنګرتوب هغه حالت دی چې وزن د قد مطابق متناسب نه وي او Overweight هغه حالت ته ویل کیږي چې د ماشوم وزن د هغه عمر په تناسب ډېر وي .
