د کابل جلال اباد لویه لاره، څو پېشنهادونه
اکرام الله واحدي
ـ لویو بار وړونکو موټرانو ته دې د سرخکان دوسرکې (لغمان) تر څنګ یو پراخه مېدان و ټاکل شي تر څو د ورځې له خوا هلته تم شي او بیا د شپې له ۹ بجو وروسته دې اجازه ورکول شي تر څو د ورځې مسافر وړونکي لیني او شخصي موټر په اسانۍ رفت امد وکړي.
ـ هر لس یا شل کیلومټره فاصله کې دې یو چیک پوسټ ایجاد شي تر څو موټران چیک، بیروبار کنټرول، او د اړتیا په وخت کې حادثاتو ته رسیدګي وشي.
ـ هغه موړونه چې ډېر خطر لري او تل پکې د ټکر امکان وي باید هلته د سړک منځ کې کټارې نصب شي تر څو موټروانان مجبور شي چې هلته یو بل پسې منظم یو طرفه او قرار حرکت وکړي، ځکه هلته بیا د مخکې کېدو چانس کمیږي چون سړک تنګ وي.
ـ اونۍ کې یو یا دوه ځل باید ناڅاپي د لایسنس چیک او کنترول وشي، او سرغړونکې دې بې تبعیضه جریمه شي.
ـ چرسي ډریوران دې یا له چرسو او یا له ډریورۍ منع کړل شي.
ـ که ممکن وي د ټولګټو وزارت دې ځینو ځایونو کې سړک پراخه کړي (د دوهم لین سړک کیسه خو هسې هم ځنډنۍ ده).
ـ پاکستان لاس موټر والا باید تنها په دې خونړۍ لاره لاړ نشي ځکه داسې موټر کې دوهم کس ضرور دی چې ډریور ته لار او د مخکې کېدلو ځایونه وښایي ـ ۵۰ سلنه خطر همدا دی چې یو څوک پاکستان لاس موټر ولري.
ـ په دې لار دې ډرایوران تیلیفون نه استعمالوي، د اړتیا په وخت کې دې موټر ودروي خو د لس شل تنو د ژوند سره دې لوبې نکوي. مسئولین باید میکانېزم ورته جوړ کړي.
ـ چې کله اب و هوا خرابه وي باید مسافرو ته خبر ورکړل شي تر څو د سیلابونو، طوفانونو او غر ښوېدنې څخه ځانونه وژغوري.
ـ یو څو ایمرجنسي امبولاسونه دې ۲۴ ساعته په دې لاره ریزرف وساتل شي تر څو د اړتیا په وخت کې خلکو سره مرسته وکړي.
ـ د پل چرخي بیروبار نه د بسوګۍ واده جوړ شوی، نه جمهوریت او نه اوسني حکومت خلکو ته کومه اسانتیا را منځته کړې. باید مناسبه حللاره وموندل شي.
که دې وړاندیزونو سره موافق یئ پوسټ تر نورو خلکو ضرور ورسوئ، ځکه دا لاره اوس په یو ستر عذاب بدله شوې!
