افغانستان او آی پي ال
ځه یوه لوبه او څه یو کرکټ! هند ته، د کرکت مینه والو ته او د مهندر سنګ ډوني په مشرۍ د چنای سوپر ګنګز لوبډلې ته دې مبارک وي. آی پي ال زموږ په عصر کې د کرکټ یوه ښکلې ننداره، تفریح او د استعدادونو د موندلو او ځلېدو بهترین سټیج دی. ډوني د پنځم ځل لپاره د آی پي ال اتلولي وګټله.
زمو لوبغاړو په کې د مالي ګټې وټې تر څنګ، د نړۍ د بهترینو روزونکو سره وخت تېر کړ، زده کړې یې وکړې، د نړۍ او هند د قوي لوبغاړو په خلاف یې توپ اچوونه او توپ وهنه وکړه، په خپل قوت باندې لا ډاډه شول او ګمزورتیاوې یې لا ور معلومې شوې. او نړۍ له دې لارې د افغانستان د ښکلا ننداره ورکړه. زموږ لوبغاړي که همدا د آی پي ال تجربې افغان کرکټ ته انتقال کړي، لوی غنمیت دی.
زما لپاره په کې ښه خبر دا و چې زموږ افغان ځوانان د دنیا په دغه غوره لیګ کې تر وروستي توپ پورې دخېل وو، په لوبو باندې یې مثبت اغیز درلوده، مینه والو ته یې خوشحالي ورکړه، نړۍ ته یې د افغانستان ښه تصویر وښوده او د خپل استعداد نماېش یې وړاندې کړي.
د افغان کرکټ لپاره د د غه آی پي ال لویه لاس ته راوړنه باید او شاید د نور احمد لکڼوال ښه ځلېدل وي. د نور له لوري د څه باندې ۷۰زره نندارچیانو په وړاندې، په پردۍ ځمکه او د دنیا په یو لوی میدان کې له فشار څخه په ډکې پایلوبې او لوبې کې بهترینه توپ اچوونه او دوه کسان اوټ کول، د افغانستان د کرکټ د ښې راتلونکې زیری دی. نور احمد ته د دغه بریالي سفر مبارکي وایم. لا دې وځلېږي. له دغه لیګ وروسته به موږ او تاسو یو متفاوت نور وینو، ان شاءالله.
په پایلوبه کې زموږ راشد خان ښه ورځ نه لرله، که څه هم تر دې ځای پورې یې د ګجرات په رسېدو کې لویه ونډه لرله. راشد خان په دغه لیګ کې ۲۷ لوبغاړي اوټ کړل او د لیګ د دغه سیزن دویم غوره توپ اچوونکی شو. یو کیچ یې هم ونیوه چې د دغه لیګ په غوره کیچونه کې راځي. راشد خان د آی پي ال او هر بل لیګ ښکلا ده. هغه یو ثابت شوی نړیوال ستوری دی او د افغانستان یو ښه استازی دی. لا دې وځلېږي.
نوین الحق مو په اول ځل په آی پي ال کې ولوبېده او ښه وځلېده. په آی پي ال کې په دې سیزن کې په خپلې وروستۍ لوبې کې یې څلور کسان اوټ کړل او د رواني فشار سره سره یې ثابته کړه چې د لویو لوبو مستعد او ذهین لوبغاړی دی. په دې هیله چې بیا بیا یې په آی پي ال کې ووینو.
د رحمان الله ګربز ښکلیو شپږیز او د بالیوووډ له «باچا» شاه رخ خان سره ملاقات د افغانستان د ښکلی تصویر یو بل اړخ و چې په دغه لیګ کې دنیا ولیده. دوه پټانان!
ګربز بهترین کیپینګ وکړ که څه هم په توپ وهنې کې یې بخت ډېر یار نه و. ان شاءالله اینده کې به تر دې لا ښه وي.
فضل حق فاروقي مو د سنرایزر په لوبډلې کې خپل اغیز جوت ساتلی و، خو ډېر فرصت ورنکړل شو چې موږ یې ډېر اوټ او ان سوینګونه ووینو. په دې هیله چې بل سیزن کې بلې لوبډلې سره د لوبو چانس پیدا کړي او لا وځلېږي.
څه موده مخکې له یوې لوبې وروسته په لنډې مرکې کې هندي مبصر هارشه بګلي له راشد خان څخه وپوښتل چې افغانستان دا دومره ښه توپ اچووونکي (ورو توپ اچوونکي) له کومه کوی؟
هغه وویل: له داسې استعدادونو څخه افغانستان ډک دی او که چانس ورکړل شي، نړۍ ته به ثابت کړي چې افغانان ښه استعدادونه لري....
هارشه بګلي یې د خبرو په ځواب کې وویل: موږ به یې راولو......
په دې هیله چې بل آی پي ال کې ډېر افغان لوبغاړي ووینو، چې ولوبېږي، وځلېږي او د وطن ښه نمایندګي وکړي.
آی پي ال خلاص شو او د راروانې جمعې په ورځ به افغانستان له سري لانکا سره د دریو یوې ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي. د افغانستان د بري په هیله!
