مونږ او يران – آزاد بحث – څلورمه برخه
ایران کې د افغان مسافرو د شهیدانولو سلسله نه لومړۍ ده او نه به اخیرنۍ شي تر اوسه سیند ته د اچول شوو افغانانو قضیه لا پاي ته نده رسیدلې داده ورپسې يې بله دردونکې پیښه تر سره کړه چي څو تنه افغانان په ډزو او بیا د موټر د اور اخیستو په پیښه کې ژوندي وسوځول شول دواړه پیښې د ایراني پولیسو له خوا وشوې رسمي یونیفورم یې تر شا وو کوم عام ایراني داجنایتونه ندي کړي له افغانانو سره دداسې ناوړه سلوک پیښې ایران کې د عامو ایرانیو او دولتي کسانو لخوا عادي خبرې دي هلته هیڅ افغان دا حق نلري چي د کوم جابر ایراني خلاف د پولیسو ماموریت او یا محکمې ته لاړ شي په داوړو حالاتو کې افغان بایلونکی دئ .
ایران موږ سره نوې جګړې ته داخیل شوی یو خو موږ ساده خلک په خپل ۵۰۰۰ کلن د رښتیا او درواغو په عمر نازیږو څو کسان د شاعرانو او تاریخپوهانو په نوم زموږ د غافل کیدو قصیدې راته ولیکي خیال کې هر یو میرویس خان او ابدالي شو، خیال کې هر یو ملا محمدعمر مجاهد شو خو اصلا موږ ټول اوس د ګورګین بګیل عسکر جوړ شوي یوو نه مو ارګ له افغانیت ډک ده نه يې احساس او درک د واقیعي افغانانو دی نه رهبران کومه خپلواکي لري او نه طالب صیب هغه د مرحوم ملا محمدعمر مجاهد د وخت باشهامته طالب ده چي له ایران سره به هماغه له غرور ډک چلند وکړي . ایران له موږ څخه د تیر تاریخ غچ نه اخلي هسې دې شاعران زموږ د غفلت ترانې نه لیکي پخوا د جغرافیه د نیولو جګړې موډ وې ورپسې د تیلو او ګازو جګړې موډ شوې مطمین اوسئ ایران د افغانستان جګړه کې په شد او مد دخیل ده ایران د اوبو په سر موږ سره جګړه پیل کړې په همدې خاطر يې سرحدي ښارونو کې جنګیالیوو ته د روزنیز کمپونو، وسلو، تجهیز او لیږد را لیږد شرایط برابر کړي دي هرڅه به پدې نه راټولو چي دا جګړه به خامخا طالبان ورته کوي بلکې طالبان به همداسې ورته ګوري لکه د پاکستان ازغن دیوال جوړیدل خو د وخت له تقضاؤ او مجبوریتونو سره سم به ورته سپڼ نشي کولاي ایران خپل افغان جنګیالي لري که ۱۲۰۰۰فاطمین پداسې حال کې سوریه او عراق کې ترهګریزو موخو لپاره جنګولاي شي چي رهبران یې (محقیق، دانش او خلیلی) په ارګ ماڼۍ او سپیدار قصر کې ناست وي په څرګنده يې ملاتړ کوي د جنګالیو په سر معاش او حق الزحمه کابل کې ورته سپارل کیږي نو طالب مشران او قومندنان به د هغه مجبوریت او تمې له مخې څنګه مخالفت وکړي د کومې تمه او مجبوریت له مخې یې چي ارګ کې ناست امریکا تپلی مشر اشرف غنی سپڼ خپل مرستیال او دولتي چارواکو ته نشي کولاي.
اوس د تیلو او ګازو ترڅنګ د اوبو جګړه پیل شوې موږ او ایران ته د اوبو جګړه مهمه او سرنویشت سازه ده نه د امریکا، روس او چین ترمنځ د پیل شوې جګړه په څیر چي د نړۍ د کوز او بر سر د اقتصادي زیرمو د فتح او اشغال لپاره یې تر سره کوي د نړۍ د کوز او بر سره د اشغال په جګړه کې موږ ته همدا مهمه ده چي څنګه د خپلو اوبو په سره هغه جګړه وګټو چي وژل کیږو هم موږ افغانان، سره زر(اوبه) هم زموږ له لاسه مفتې وړي، مهاجر کیږم هم زه، رټل کیږم هم زه او د اوبو په سر پیل شوې جګړه کې لاستړلی ورغورزول کیږم هم زه خپل وطن کې د باروتو په زور او ایران کې د موټر د ننه د اور په واسطحه او مرمیو قتلیږم.
دا منم چي طالبان هم د اقتدار شوق او مجبوریتونه لري او د ارګ ماڼۍ او سیاسي رهبران يې هم لري لوستونکیه زه او ته یې هم لرو نو لدې جګړې او شرمونو به څنګه او کله خلاصیږو؟ لدې به هلته نجات مومو چي موږ وجدان ولرو، عاطفه ولرو، غیرت ولرو، احساس ولرو، مستقل فکر اعلان کړو یو بل وبښو د شرم په نوم څه وپیژنو، ملي ګټې محترمې وګڼو له موقتي سهولیاتو تیر شو د راتلونکي لپاره مثبت او قاطع تدبیر نیولو اراده او عمل وکړو، د همسایه و په سرحدونو، ښارونو، سړکونو، کمپونو، روغتونونو کې د افغانان تورسرې، سپین ږیري، ځوان او ماشوم په ذلت، چور، او سپکاوي ودردیږو .
مهاجرین: له نړۍ والو سازمانونو سره دې په تضمین مشترکه طرح د دولت او طالبانو له خوا جوړه شي او داخیل کې دې ورته یو څه وسایل او شرایط برابر شي ټول مهاجرین دې له ایران او پاکستان راستانه کړل شي یو خو به دا د همسایګانو له خوا له خوږ ګوتو نیولو سلسله پاي ته ورسیږي او بل به موږ افغانان د یو مظبوط دریځ خاوندان شو په نړۍ کې چي کوم هیوادونه ښې وژونکې وسلې او الوتکې لري د هغوي قدر ډیر ده موږ خو هغه سیالي د ثور کمونستي کودتا نه شروع تر اوسه بایللې ده د ریس جمهور، رهبر، ملا، امي، جنرال، دهقان، فیسبوکي په جیب، لاس، دفتر او پټي کې مبایل، قلم، وسله، چاړه، فتوا، بارود، بیلچه حتي زموږ د ټولو افغانانو د ښځو،خویندو، میندواو لورګانو په لاس ګړۍ په سر ټیکری په پښو بوټ او چپلکې اوپه تن جامې هم بیګانا او پردۍ دي په ډوز او جاسوسۍ مو ځان ۵۰۰۰ کلن کړی هیڅ نه منم دا چي زموږ هرڅه پردي نو دا وجدان مو ولې پردی دی؟ راځۍ دا اتحاد خو را خپل کړو بیا به درباندې هیڅ ذر او زور اغیز ونکړي.
