No-IMG

ورور حکمتيار د پکتيکا او خوست ولايت له قومي او جهادي قوماندانو سره وکتل

پنج‌شنبه د جوزا ۴مه؛ ۱۴۰۲:

 

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د دوه جلا-جلا کتنو په ترڅ کې د امريکامېشتي مُتعهد او جهادي شخصیت ښاغلي انجينير محمد طاهر رسولي په مشرۍ د پکتيکا ولايت له يو شمېر جهادي او قومي مشرانو او همداراز د خوست ولايت له جهادي قومندان ښاغلي عباس خان سره وکتل.

په دغو کتنو پر ګڼ‌شمېر هېوادنيو قضاياءو سربېره له هېواده بهر د حزب اسلامي افغانستان  د متعهدينو پر حزبي، دعوتي او فرهنګي فعاليتونو هم تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

ښاغلي انجينير محمد طاهر رسولي همداراز په بهر کې د خپلو حزبي فعاليتونو په اړه قدرمن مشر ته معلومات ورکړل او ترڅنګ يې د هغه آنلاين مشورتي مجلس په اړه له نوموړي مننه وکړه؛ چې په تېر کوچني اختر کې يې له خپلو بهرمېشتو ورونو سره درلود.

نوموړي زياته کړه چې؛ يقيناً هغه يو په زړه‌پوری مشورتي مجلس و. په بهر کې يې ټولو متعهدو ورونو ته مثبته روحيه او انګېزه ورکړه او په هغوی کې يې د فکري، دعوتي او فرهنګي فعاليتونو هوډ لا تقويت کړ.

نوموړي همداراز له قدرمن مشر غوښتنه وکړه چې ورته مجالس بايد هره مياشت او په دوام‌دار ډول دائر شي څو په داخل او خارج کې د متعهدو ورونو او حزبي أمورو تر منځ لا زياته او فعاله هم‌غږي رامنځ‌ته شي.

د حزب اسلامي افغانستان  د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک