د حکمتيار صاحب دوه دېرشمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه د ثور ۲۷مه؛ ۱۴۰۲:
د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار او د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار خپله ۳۲مه درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼشمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د خپل مخکيني درس په دوام وويل:
دا چي د مياشتي حالت څنگه بدلېږي رابدلېږي؛ قرآن په همدې ارتباط پوښتنه کوونکو ته ويلي: اوس په دې پوهېدل تاسو ته گران كار دئ؛ په يوه څه پوهېدل ځانته وخت او ځانته خاصه لار او مراتب لري، په خپل وخت او له خپلي لاري ئې د پوهېدو لپاره صبر وكړئ؛ لكه چي كورونو ته بايد له خپلي دروازې ننوځئ نه له شا ئې؛ همدا راز په دې پوهېدل چي د سپوږمۍ حالت څنگه بدلېږي رابدلېږي؛ دا هم خپله خاصه لار او خاص وخت او داسي خاصي پوهي ته ضرورت لري چي اوس ئې تاسو نه لرئ؛ نو تر هغه صبر وكړئ چي په دې پوهېدل درته ممكن شي. احياناً له خپل وخت مخكي د يوه څه په اړە پوښتني؛ د دې پر ځاى چي گټه وكړي انسان ته ستونزي راولاړوي؛ قرآن دغه مطلب ته په دې آيت كي داسي اشاره كوي:
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَسۡـَٔلُواْ عَنۡ أَشۡيَآءَ إِن تُبۡدَ لَكُمۡ تَسُؤۡكُمۡ وَإِن تَسَۡٔلُواْ عَنۡهَا حِينَ يُنَزَّلُ ٱلۡقُرۡءَانُ تُبۡدَ لَكُمۡ عَفَا ٱللَّهُ عَنۡهَاۗ وَٱللَّهُ غَفُورٌ حَلِيمٞ 101 المائدة:101
اې مؤمنانو! د هغو شيانو په اړە پوښتني مه كوئ چي كه درته څرگند شي نو خفه به مو كړي او كه په اړە ئې هغه وخت پوښتنه وكړئ چي قرآن نازلېږي نو درته څرگند به شي؛ الله دي د دې عفو وكړي او الله حليم بخښونكى دئ.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه چي نن انسانانو ته جوته شوې چي سپوږمۍ په 29 ورځو، 12 ساعتونو، 44 دقيقو او 3 ثانيو كي يو ځل د زمكي او لمر تر منځ داسي واقع كېږي چي تياره خوا ئې د زمكي لوري ته او رڼه خوا ئې د لمر لوري ته وي؛ دا مهال سپوږمۍ زموږ له سترگو په بشپړه توگه پټه وي؛ او كله داسي وي چي رڼه خوا ئې په بشپړه توگه د زمكي لوري ته وي؛ په دې انځور كي ئې كتلى شئ.
(د قدرمن مشر له لوري د موضوع اړوند انځور په سکرين وښودل شو.)
ورپسي ئې د موضوع په دوام زياته کړه چي د زمكي پر محور د سپوږمۍ څرخېدا بيضوي مدار كي وي؛ كله زمكي ته ډېره نژدې او كله ډېره لري وي؛ كله ۳۸۴۳۹۷ کیلومتره او كله ۴۰۶۷۳۱ کیلومتره وي؛ نو ځكه ئې كله حجم راته ستر برېښي او كله ووړ.
سپوږمۍ په 27.3 ورځو كي يو ځل هممهاله هم پر خپل محور راڅرخي او هم د زمكي پر محور او دا د دې باعث كېږي چي موږ تل د سپوږمۍ يوازي يو مخ كتلى شو او بل ئې تل له موږ بل لوري ته وي؛ كه تاسو د شپې له لوري او هغه مهال سپږمۍ ته ځير شئ چي بشپړه وي نو تور تور ځايونه به پكي وگورئ؛ دا هغه ځايونه دي چي د لمر وړانگي نه پرې لگېږي؛ يا د كومي لوړي سيورى پرې پروت وي او يا كندى وي؛ تل به سپوږمۍ همداسي ومومئ؛ او دا ښيي چي تل ئې همدا مخ موږ ته وي؛ خو د دې معنى دا نه ده چي تل د سپوږمۍ روښانه مخ زموږ لوري او تياره ئې بل لوري ته او د لمر له رڼا محروم وي؛ سپوږۍ پر خپل محور راڅرخي او په دې سره د زمكي په څېر شپه او ورځ لري؛ خو شپه ئې زموږ د دوو اونيو برابره وي او ورځ ئې هم؛ نو ځكه ئې د ورځي له لوري د حرارت درجه تر 127 درجې سانتي گراد رسي او د شپې له لوري تر منفي 173 درجې سانتي گراد. دا چي موږ تل د سپوږمۍ يو لورى گورو وجه ئې دا ده چي د زمكي پر محور د سپوږمۍ چورلېدا او پر خپل محور د هغې چورلېدا 27.3 ورځو كي وي؛ خو له يوه رؤيت تر بل رؤيت پوري ئې 29 ورځي 12 ساعتونه 44 دقيقې او 3 ثانيې وحت نيسي. يعني د زمكي او سپوږمي وضعي او انتقالي حركت داسي تنظيم شوى چي له كبله ئې د قمري مياشتو يو دقيق تقويم زموږ په وړاندي ترسيم شي.
د سپوږمۍ اړوند له تفصيلي وضاحت وروسته ښاغلي حکمتيار د روژې کتاب په
٤ باب کي د لاندېنيو روایتونو په استناد (په رمضان کي دروغ او ورباندي عمل نه پرېښودل) پر عنوان هم تفصيلي بحث وکړ او وئې ويل:
925 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : «مَنْ لَمْ يَدَعْ قَوْلَ الزُّورِ وَالْعَمَلَ بِهِ فَلَيْسَ لِلَّهِ حَاجَةٌ فِي أَنْ يَدَعَ طَعَامَهُ وَشَرَابَهُ».(بخاري: 1903)
٩٢5 – له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (څوک چي دروغ ويل او په دروغو عمل كول ترک نه کړي؛ نو الله تعالى دې ته هيڅ حاجت نه لري چي هغه خپل خوراک او څښاک پرېږدي).
تكرار: دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 1903 - 6057
توپير: په إسنادو كي ئې توپير فقط دومره دئ چي په پنځمه طبقه كي ئې راويان بېل بېل او دوه دي؛ په متن كي ئې توپير دا دئ چي په يوه كي فَلَيْسَ لِلَّهِ حَاجَةٌ فِي أَنْ يَدَعَ او په بل كي فَلَيْسَ لِلَّهِ حَاجَةٌ أَنْ يَدَعَ راغلي.
دا روايت ښيي چي د روژې موخه او هدف دا دئ چي انسان هم د خوراك څښاك په ارتباط خپله خوله سمبال كړي او هم د وينا او خبرو له پلوه؛ كه څوك په روژه كي دروغ وايي او په دروغجنو خبرو عمل كوي؛ نو روژه ئې د الله تعالى په نزد كي هيڅ ارزښت نه لري.
نوموړي همداراز په ٥ باب کي پر دې عنوان مفصل بحث وکړ او وئې ويل:
(چاته چي ښکنځلي وشي؛ نو آيا وايي به چي روژه يم؟) هلته چي فرمايي:
926 ـ حَدَّثَنَا إِبْرَاهِيمُ بْنُ مُوسَى، أَخْبَرَنَا هِشَامُ بْنُ يُوسُفَ، عَنِ ابْنِ جُرَيْجٍ، قَالَ: أَخْبَرَنِي عَطَاءٌ، عَنْ أَبِي صَالِحٍ الزَّيَّاتِ، أَنَّهُ سَمِعَ أَبَا هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، يَقُولُ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : " قَالَ اللَّهُ: كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ لَهُ، إِلَّا الصِّيَامَ، فَإِنَّهُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ، وَالصِّيَامُ جُنَّةٌ، وَإِذَا كَانَ يَوْمُ صَوْمِ أَحَدِكُمْ فَلاَ يَرْفُثْ وَلاَ يَصْخَبْ، فَإِنْ سَابَّهُ أَحَدٌ أَوْ قَاتَلَهُ، فَلْيَقُلْ إِنِّي امْرُؤٌ صَائِمٌ " «وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ، لَخُلُوفُ فَمِ الصَّائِمِ أَطْيَبُ عِنْدَ اللَّهِ مِنْ رِيحِ المِسْكِ» " لِلصَّائِمِ فَرْحَتَانِ يَفْرَحُهُمَا: إِذَا أَفْطَرَ فَرِحَ، وَإِذَا لَقِيَ رَبَّهُ فَرِحَ بِصَوْمِهِ " (بخاري: 1904)
٩٢6 – له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((الله تعالى فرمايي: « د بني آدم هر عمل په خپله د ده لپاره دئ؛ خو روژه ئې زما لپاره ده او زه به ئې بدله يا ثواب ورکوم او روژه ډال دئ؛ نو که څوک روژه وي؛ نو خوشې كچه خبري او شخړي دي نه كوي؛ او چيغي دي نه وهي؛ او که چا ښکنځلي ورته وکړې او يا ئې جگړه ورسره کوله، نو ودي وايي: زه روژه يم؛ قسم په هغه ذات چي د محمد سا ئې په واک كي ده؛ د روژتي د خولې بوی الله ته د مشکو تر بوى ډېر په زړه پوري دئ؛ او د روژتي لپاره دوې خوشحالۍ دي چي دى خوشحالوي؛ هغه مهال چي روژه ماته كړي او خوشحال شي او هغه مهال چي له خپل رب سره مخامخ شي او پر خپلي روژې (او بدله ئې) خوشحال شي)).
تكرار: دا روايت په بخاري كي 4 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 1904 - 5927 - 7492 - 7538 –
توپير: په دغو رواياتو كي دا جدي توپير مومو: په يوه كي كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ لَهُ إِلَّا الصَّوْمَ فَإِنَّهُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ په بل كي لِكُلِّ عَمَلٍ كَفَّارَةٌ وَالصَّوْمُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ راغلي.
څو پوښتني راولاړېږي چي ځواب غواړي:
په داسي حال كي چي د انسان ټول عملونه بلا استثناء داسي دي چي گټه او تاوان ئې ده ته رسي؛ هم په دنيا كي او هم په آخرت كي؛ په دې رواياتو كي ولي روژه له دې اصل مستثنى شوې؟
ښاغلی حکمتيار زياتوي چي په دغو روايتونو كي كوم يو ئې صحيح دئ؟ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته منسوب دا وينا چي وايي: (كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ لَهُ إِلَّا الصَّوْمَ فَإِنَّهُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ) او كه دا چي وايي (لِكُلِّ عَمَلٍ كَفَّارَةٌ وَالصَّوْمُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ)؛ ما د بخاري د ډېرو شارحينو توجيهات لوستلي؛ ځينو په ډېر تكلف سره هڅه كړې چي د منلو وړ توجيه وړاندي كړي؛ خو داسي څه ئې ويلي چي د زړه دړه نه ورته پرانيستل كېږي!
مسند احمد كي دا روايت په دې صيغه راغلى:
7195 - حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ جَعْفَرٍ، حَدَّثَنَا هِشَامُ بْنُ حَسَّانَ الْقُرْدُوسِيُّ، وَيَزِيدُ بْنُ هَارُونَ، قَالَ: أَخْبَرَنَا هِشَامٌ، عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ سِيرِينَ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: "الْحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا، وَالصَّوْمُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ، يَذَرُ طَعَامَهُ وَشَرَابَهُ بِجَرَّايَ - قَالَ يَزِيدُ: مِنْ أَجْلِي - الصَّوْمُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ "
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: هره نېكي لس برابره ئې بدله لري؛ روژه زما لپاره ده زه به ئې بدله وركوم؛ زما لپاره خوراك او څښاك پرېږدي؛ روژه زما لپاره ده؛ زه به ئې بدله وركوم؛
د مسند احمد بل روايت داسي دئ:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: " إِنَّ رَبَّكُمْ عَزَّ وَجَلَّ يَقُولُ: يَا ابْنَ آدَمَ، بِكُلِّ حَسَنَةٍ عَشْرُ حَسَنَاتٍ إِلَى سَبْعِ مِائَةِ ضِعْفٍ إِلَى أَضْعَافٍ كَثِيرَةٍ، وَالصَّوْمُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ، وَالصَّوْمُ جُنَّةٌ مِنَ النَّارِ "
له ابو هريره روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ستاسو رب فرمايلي: اې د آدم اولاده وو! د هري نېكي بدله كي لس ښېگڼي دي؛ تر اوو سوو زيات والي پوري او تر ډېرو ډېرو زياتوالو پوري. او روژه زما لپاره ده زه به ئې بدله وركوم؛ او روژه د دوزخ د اور په وړاندي ډال ده.
بل ئې داسي دئ:
9888 - حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ جَعْفَرٍ، قَالَ: حَدَّثَنَا شُعْبَةُ، عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ زِيَادٍ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، يَرْوِيهِ عَنْ رَبِّكُمْ عَزَّ وَجَلَّ: «كُلُّ الْعَمَلِ كَفَّارَةٌ، وَالصَّوْمُ لِي، وَأَنَا أَجْزِي بِهِ»
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ستاسو له رب روايت كوي او وايي: ټول عملونه كفاره دي او روژه زما لپاره ده؛ زه به ئې بدله وركوم.
نوموړی وايي چي كه د بخاري او مسند احمد په رواياتو كي غور وكړو نو څو خبري راته جوته كېږي:
د ټولو لومړنى راوي ابو هريره دئ.
د دې معنى دا ده چي ابوهريره ته منسوب دغو متعارضو رواياتو كي يوازي يو به ئې صحيح وي او يوازي يو ترې غوره كولى شو.
په واضح توگه معلومېږي چي د مسند احمد روايات تر بخاري غوره، واضح او له ابهاماتو عاري دي.
د بخاري په رواياتو كي ويل شوي لِكُلِّ عَمَلٍ كَفَّارَةٌ؛ هر عمل كفاره لري؛ دا مطلب مبهم دئ؛ كفاره معمولاً د گناهونو او اشتباهاتو د جبران لپاره كارول كېږي؛ نه د نېك عمل لپاره؛ د مسند احمد په روايت كي داسي راغلي: الْحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا، وَالصَّوْمُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ،: هره نېكي لس برابره ئې بدله لري؛ روژه زما لپاره ده زه به ئې بدله وركوم؛ دلته د روايت لومړۍ او ورپسې فقرو كي واضح همغږي او مناسبت شته؛ د مسند احمد بل روايت مزيد وضاحت كړى او وايي: بِكُلِّ حَسَنَةٍ عَشْرُ حَسَنَاتٍ إِلَى سَبْعِ مِائَةِ ضِعْفٍ إِلَى أَضْعَافٍ كَثِيرَةٍ، وَالصَّوْمُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ، د هري نېكي بدله كي لس ښېگڼي دي؛ تر اوو سوو زيات والي پوري او تر ډېرو ډېرو زياتوالو پوري؛ او روژه زما لپاره ده زه به ئې بدله وركوم.
همدا راز د بخاري روايت دا برخه لِكُلِّ عَمَلٍ كَفَّارَةٌ په مسند احمد كي په دې صيغه راغلې كُلُّ الْعَمَلِ كَفَّارَةٌ: هر عمل كفاره او جبيره ده؛ يعني هر عمل د يوه څه د جبران سبب شي؛ د انسان يو عيب اصلاح، يو نقص رفع، يوه غلطي تصحيح او يوه گناه جبيره كړي؛ دا فقره واضح مفهوم افاده كوي او هغه بله مبهمه ده.
ښاغلی حکمتيار د خپل وضاحت په دوام وايي چي د دې روايتونو په اړه څو پوښتونو ته بايد ځواب وويل شي:
1- په روايت كي د دې فقرې مطلب او معنى څه ده: يَرْوِيهِ عَنْ رَبِّكُمْ عَزَّ وَجَلَّ؟ آيا دا مطلب په قرآن كي راغلى او كه رسول الله صلى الله عليه و سلم مستقله وحى شوې؟ د اهل روايت ادعاء خو به حتماً دا وي چي گواكي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د بېلي او مستقلي وحي په ترڅ كي ويل شوي!!
2- همدا راز د روايت دا فقره «كُلُّ الْعَمَلِ كَفَّارَةٌ»؛ آيا دا په قرآن كي مومو كه نه؟
3- آيا دا مطلب هم په قرآن كي مومو: يَا ابْنَ آدَمَ، بِكُلِّ حَسَنَةٍ عَشْرُ حَسَنَاتٍ إِلَى سَبْعِ مِائَةِ ضِعْفٍ إِلَى أَضْعَافٍ كَثِيرَةٍ؟
ځواب دا دئ:
هو؛ دا مطالب ټول په قرآن كي راغلي؛ اړوند آيتونه ئې دا دي:
مَنْ جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا وَمَنْ جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلا يُجْزَى إِلا مِثْلَهَا وَهُمْ لا يُظْلَمُونَ 160 الأنعام
څوك چي نېكي وكړي نو ده ته ئې لس برابره بدله ده او څوك چي بد كار وكړي نو يوازي وَرته سزا به وركول كېږي او ظلم به نه پرې كېږي.
يعني له بنده سره د الله تعالى معامله په عدل او فضل ولاړه ده، چا چي نېك كار وكړ الله تعالى د خپل فضل له مخي لس برابره بدله وركوي او چا چي بد كار وكړ د خپل عدل له مخي گناه ته ورته سزا وركوي.
مَثَلُ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنْبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنْبُلَةٍ مِائَةُ حَبَّةٍ وَاللَّهُ يُضَاعِفُ لِمَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ 261 البقرة
د هغو كسانو مثال چي خپل مالونه د الله په لار كي لگوي؛ هغي دانې ته ورته دئ چي اوه وږي راوټوكوي، په هر وږي كي سل دانې او الله چي چا ته وغواړي ورته مضاعف كوي ئې او الله ښه پوه د وسعت خاوند دئ.
يعني څوك چي خپل مال د الله په لار كي لگوي، دا كار د ده پر زړه، دماغ او شخصيت ژوري اغېزې او اثرات پرېږدي، ډېر ناوړه او خراب صفات او عادات ئې په غوره صفاتو او عاداتو بدلوي، حرص، بخل، له مال سره افراطي مينه، كبر، د مال له كبله په بل د لويي احساس، بې وزله او نادار انسان ته په سپكه سترگه كتل او ډېر نور اخلاقي رذائل له منځه وړي او پر ځاى ئې ترحم، زړه سوى، ايثار، قناعت، په حلال رزق اكتفاء او ډېرو نورو انساني ارزښتونو او اخلاقو ته وده وركوي، په پورتني آيت كي د انفاق دا اثرات هومره ژور او پراخ گڼل شوي لكه يوه دانه چي اوه داسي وږي راشنه كړي چي په هر يوه كي ئې سل دانې وي او تر دې هم زيات، دا ځكه چي الله ښه پوه د وسعت خاوند دئ،
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَقُولُواْ قَوۡلٗا سَدِيدٗا ٧٠ يُصۡلِحۡ لَكُمۡ أَعۡمَٰلَكُمۡ وَيَغۡفِرۡ لَكُمۡ ذُنُوبَكُمۡۗ وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَقَدۡ فَازَ فَوۡزًا عَظِيمًا ٧١
اې هغو چي ايمان ئې راوړى! د الله پروا وكړئ او په صفا او سمي وينا سره وينا كوئ، چي په دې سره به ستاسو عملونه درته اصلاح كړي او گناهونه به مو درته وبخښي؛ او چا چي د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړ نو يقيناً چي په ستري بريا سره بريالى شو.
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَتَّقُوا اللَّهَ يَجْعَلْ لَكُمْ فُرْقَانًا وَيُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ 29 الأنفال
اې مؤمنانو! كه تقوى وكړئ؛ الله تعالى به فرقان دركړي، بدي به مو له منځه يوسي او بخښنه به درته وكړي او الله د لوى فضل خاوند دئ.
يعني د تقوى په نتيجه كي به الله تعالى څو عنايات ستاسو په برخه كړي:
الف: داسي روڼ څراغ، دقيق محك او معيار، ژور بصيرت او فراست دركوي چي كولى شئ په هغه سره په پوره آسانۍ د حق او باطل، ښه او بد، مفيد او مضر، دوست او دښمن تر منځ توپير وكړئ او په هر وخت او هر حالت كي مناسبه فيصله وكړئ او گټور تصميم ونيسئ. د ژورو حقائقو ادراك، د نظر وسعت، په پيچليو مسائلو او پداسي قضاياوو پوهېدل چي د سطحي نظر خاوندان ئې نه شي درك كولى، د تقوى نتيجه ده.
ب: ستاسو ناخوالي له به منځه يوسي، ستاسو فردي او اجتماعي وضعيت به اصلاح كړي، د سيئاتو او بديو هغه توري ورېځي به له منځه يوسي چي ستاسو پر فردي او اجتماعي ژوند ئې خپل وزر غوړولى.
ج: ستاسو گناهونه به درته وبخښي. دې ته مو بايد پام وي چي د تكفير السيئات او تغفير الذنوب تر منځ توپير شته، يو ئې د ناخوالو او بدو خصلتونو د له منځه وړلو په معنى او بل ئې د گناهونو د بخښني په معنى دئ.
لا يُؤَاخِذُكُمُ اللَّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلَكِنْ يُؤَاخِذُكُمْ بِمَا عَقَّدْتُمُ الأَيْمَانَ فَكَفَّارَتُهُ إِطْعَامُ عَشَرَةِ مَسَاكِينَ مِنْ أَوْسَطِ مَا تُطْعِمُونَ أَهْلِيكُمْ أَوْ كِسْوَتُهُمْ أَوْ تَحْرِيرُ رَقَبَةٍ فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلاثَةِ أَيَّامٍ ذَلِكَ كَفَّارَةُ أَيْمَانِكُمْ إِذَا حَلَفْتُمْ ... 89 المائدة
الله مو په لغو او خوشي قسمونو نه نيسي؛ خو په هغو قسمونو مو نيسي چي تړون مو پرې كلك كړى؛ نو كفاره ئې لسو مسكينانو ته د هغه طعام اوسط وركول دي چي خپل ټبر ته ئې وركوئ، يا جامې وركول او يا د يوه مريي آزادول؛ نو چا چي دا ونه موندل نو درې ورځي روژه نيول دي؛ چي كله هم لوړه وكړئ؛ نو دا ستاسو د لوړو كفاره ده.
ح: ستاسو له رب روايت كوي او وايي: ټول عملونه كفاره دي او روژه زما لپاره ده؛ زه به ئې بدله وركوم.
ښاغلي حکمتيار همداراز په ٦ باب کي د لاندېنيو روایتونو پر استناد بيا پر دې عنوان (څوک چي په زنا کي د واقع کيدو ويره لري، نو روژه دي نيسي) هم ځانګړی بحث وکړ او وئې ويل:
927 ـ عَنْ عَبْدِاللَّهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: كُنَّا مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: «مَنِ اسْتَطَاعَ الْبَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ». (بخاري: 1905)
٩٢7 – له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره ملگري وو چي وئې فرمايل: ((څوک چي د نکاح وس لري نکاح دې وکړي ځکه نکاح له حرام نظره د سترگو ساتونکې او په زنا کي د فرج واقع کيدو مانع ده، خو که څوک د نکاح وس نه لري، نو روژه دې نيسي ځکه روژه ئې د شهوت ماتونکې ده.
همداراز په ٧ باب کي ئې بيا تر دې عنوان لاندي (د مياشتې په ليدو روژه نيسئ او په ليدو ئې عيد کوئ) راغلي روايات هم په مفصل ډول تشريح کړل؛ هلته چي فرمايي:
928 ـ عَنْ عَبْدِاللَّهِ بنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «الشَّهْرُ تِسْعٌ وَعِشْرُونَ لَيْلَةً فَلا تَصُومُوا حَتَّى تَرَوْهُ فَإِنْ غُمَّ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا الْعِدَّةَ ثَلاثِينَ». (بخاري: 1907)
٩٢8 – عبدالله بن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: «مياشت نه ويشت شپې وي، تر هغه چي مياشت مو نه وي ليدلې روژه مه نيسئ او که مياشت د ورېځي يا غبار له امله ونشئ ليدلى، نو ديرش ورځي پوره کړئ)).
929 ـ عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ رضي الله عنها أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ آلَى مِنْ نِسَائِهِ شَهْرًا، فَلَمَّا مَضَى تِسْعَةٌ وَعِشْرُونَ يَوْمًا غَدَا أَوْ رَاحَ فَقِيلَ لَهُ: إِنَّكَ حَلَفْتَ أَنْ لا تَدْخُلَ شَهْرًا فَقَالَ: «إِنَّ الشَّهْرَ يَكُونُ تِسْعَةً وَعِشْرِينَ يَوْمًا». (بخاري: 1910)
٩٢9 – له ام سلمه رضي الله عنها روايت دئ چي: يو ځل رسول الله صلى الله عليه و سلم له خپلو ميرمنو سره يوه مياشت ايلاء وکړه، کله چي نه ويشت ورځي تېرې شوې، رسول الله صلى الله عليه و سلم سهار يا له غرمې وروسته خپلو ميرمنو ته راغى، ورته وويل شول: تاسو خو قسم خوړلى وو چي يوه مياشت به له خپلو ميرمنو سره نه يو ځاى کېږې؟ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (مياشت نه ويشت ورځي وي).
٨ باب: د عيدونو مياشتي نه کمېږي
930 ـ عَنْ أَبِي بَكْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «شَهْرَانِ لا يَنْقُصَانِ: شَهْرَا عِيدٍ رَمَضَانُ وَذُو الْحَجَّةِ». (بخاري: 1912)
930 – ابوبکرة رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه و سلم روايت كوي چي فرمايلي ئې دي: ((دوې مياشتي داسي دي چي نه کمېږي: د عيدونو دوه مياشتي: رمضان او ذوالحجه)).
د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ دلته هغو دوو مياشتو ته اشاره شوې چي له عيدونو سره تړاو لري؛ د روژې مياشت چي د فطر (كمكى) عيد ورپسې دئ او ذو الحجه چي لوى اختر په كي دئ. د دې معنى څه ده چي دا مياشتي نه كمېږي؟ آيا معنى ئې دا ده چي دا دواړه به دېرش دېرش ورځي وي؟ او كه دا چي دواړه هممهاله نه كمېږي؛ داسي چي دواړه به په يوه كال كي له دېرشو نه كمېږي؛ يعني كه يوه كمه شي بله به بشپړه وي؟ او كه معنى ئې له دې دواړو پرته بل څه ده؟ دقيقه رأى دا ده چي د مياشتو عمر برابر دئ همغه څه دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي؛ 29 ورځي او انسانان اوس پرې پوه شوي چي عمر ئې دېرش نه بلكي 29.5 ورځي دئ؛ او ټولي په بشپړه توگه سره برابري دي؛ يوه ثانيه توپير هم په كي نشته؛ د كمېدو معنى دا ده چي كه د روژې مياشتي پيل كي سپوږمۍ ونه ليدل شوه او په نتيجه كي ئې تاسو 29 ورځي روژه ونيوله؛ په روژې كي مو هيڅ كمى او نقصان نه دئ رامنځته شوى او كه د ذي الحجې سپوږمۍ د ورېځو او غبار له كبله ونه ليدل شوه او تاسو د حج په سفر ولاړئ او د همدې مياشتي په نهمه مو له عرفات د حج مناسك پيل او بشپړ كړل؛ او وروسته داسي معلومه شوه چي دا ورځ د ذي الحجې نهمه نه وه؛ نو ستاسو حج مقبول او منل شوى او كوم نقصان او كمى نه دئ په كي راغلى.
امام بخارى رحمه الله له إِسْحَاق بن رَاهْوَيْه؛ ذكره البخاري عن إسحق أنهما تامان في الأجر والثواب وإن نقصا في العدد.
د درس په پای کي په اجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.
