د حکمتيار صاحب يو دېرشمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
يکشنبه د ثور ۲۴مه؛ ۱۴۰۲:
د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله ۳۱مه درسي حلقه د بریا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼشمېر ورونو په کي گډون کړی وو.
نوموړي خپله نننۍ درسي حلقه د صحيح البخاري د روژې كتاب په لومړي باب او د روژې په فضيلت پيل کړه؛ هلته چي فرمايي:
919 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «الصِّيَامُ جُنَّةٌ فَلا يَرْفُثْ وَلا يَجْهَلْ وَإِنِ امْرُؤٌ قَاتَلَهُ أَوْ شَاتَمَهُ فَلْيَقُلْ: إِنِّي صَائِمٌ مَرَّتَيْنِ، وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَخُلُوفُ فَمِ الصَّائِمِ أَطْيَبُ عِنْدَ اللَّهِ تَعَالَى مِنْ رِيحِ الْمِسْكِ، يَتْرُكُ طَعَامَهُ وَشَرَابَهُ وَشَهْوَتَهُ مِنْ أَجْلِي؛ الصِّيَامُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ وَالْحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا». (بخاري: 4981)
٩١٩ – له ابو هريرة رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (روژه ډال دئ؛ نو روژتى دي نه د فحش وينا كوي (نه جماع)؛ او نه جاهلانه اعمال؛ که كوم كس ورسره جگړه وکړي او يا ئې وښکنځي؛ نو ودي وايي: زه روژه يم؛ دوه ځلي دي ووايي؛ قسم په هغه ذات چي زما نفس د هغه په لاس کي دئ د روژتي د خولې بوى د الله تعالى په نزد كي د مشکو تر بوى ښكلى او غوره دئ؛ (الله تعالى فرمايي): روژتي خپل خواړه، څښاک او شهوت زما لپاره پرېږدي؛ روژه خاص زما لپاره ده او خاص زه ئې بدله ورکوم؛ دا په داسي حال كي چي هره نېکي لس برابره ثواب لري؛ (خو د روژې ثواب به الله تعالى په خپله ټاكي).
ورپسي ئې په دوهم باب کي په دې بحث وکړ چي؛ (د ريان دروازه خاص د روژتيانو لپاره ده) لکه چي وايي:
920 - عَنْ سَهْلٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، قَالَ: " إِنَّ فِي الجَنَّةِ بَابًا يُقَالُ لَهُ الرَّيَّانُ، يَدْخُلُ مِنْهُ الصَّائِمُونَ يَوْمَ القِيَامَةِ، لاَ يَدْخُلُ مِنْهُ أَحَدٌ غَيْرُهُمْ، يُقَالُ: أَيْنَ الصَّائِمُونَ؟ فَيَقُومُونَ لاَ يَدْخُلُ مِنْهُ أَحَدٌ غَيْرُهُمْ، فَإِذَا دَخَلُوا أُغْلِقَ فَلَمْ يَدْخُلْ مِنْهُ أَحَدٌ " بخاري: 1896
٩٢٠ – له سهل رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (په جنت كي يوه دروازه ده چي رَيَّان ورته ويل كېږي؛ د قيامت په ورځ به روژتيان ترې داخلېږي او له دوى پرته به هيڅوک نه ترې ننوځي؛ وبه ويل شي: روژه نيوونكي چېري دي؟ نو هغوى به پاڅي؛ له دوى پرته به هيڅوک نه ترې ننوځي؛ او کله چي هغوى ننوځي وبه تړل شي؛ او هيڅوك به ترې داخل نه شي).
ښاغلی حکمتيار زياتوي چي (الريان) د (الرَّيُّ) مبالغې صيغه ده؛ چي د تندي ضد ده؛ او معنى ئې ښه ډېر تنده ماتوونكى ده. صائم تندي گاللې نو جنت ته له دغې دروازې ننوتل ورسره ښايي.
921 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَنْ أَنْفَقَ زَوْجَيْنِ فِي سَبِيلِ اللَّهِ نُودِيَ مِنْ أَبْوَابِ الْجَنَّةِ: يَا عَبْدَ اللَّهِ، هَذَا خَيْرٌ، فَمَنْ كَانَ مِنْ أَهْلِ الصَّلاةِ دُعِيَ مِنْ بَابِ الصَّلاةِ، وَمَنْ كَانَ مِنْ أَهْلِ الْجِهَادِ دُعِيَ مِنْ بَابِ الْجِهَادِ، وَمَنْ كَانَ مِنْ أَهْلِ الصِّيَامِ دُعِيَ مِنْ بَابِ الرَّيَّانِ، وَمَنْ كَانَ مِنْ أَهْلِ الصَّدَقَةِ دُعِيَ مِنْ بَابِ الصَّدَقَةِ» فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: بِأَبِي أَنْتَ وَأُمِّي يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَا عَلَى مَنْ دُعِيَ مِنْ تِلْكَ الأَبْوَابِ مِنْ ضَرُورَةٍ فَهَلْ يُدْعَى أَحَدٌ مِنْ تِلْكَ الأَبْوَابِ كُلِّهَا؟ قَالَ: «نَعَمْ وَأَرْجُو أَنْ تَكُونَ مِنْهُمْ». (بخاري: 1897)
٩٢١ – له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (څوک چي د الله تعالى په لار كي دوه گوني (دوه شيان؛ لکه دوه جوړه جامې، دوه درهم او دينار...)؛ انفاق کړي؛ د جنت له دروازو به غږ شي: اې د خداى بنده! دا دروازه غوره ده؛ نو څوک چي د لمونځ كوونكو له ډلي وي د لمانځه له دروازې به وبلل شي، څوك چي د مجاهدينو له ډلي وي؛ د جهاد له دروازې، روژتى به د ريان له دروازې او صدقه ورکوونکى به د صدقې له دروازې وبلل شي). ابوبکر رضي الله عنه وويل: يا رسول الله! مور او پلار مي تر تا جار؛ هغه خو څه ضرر نه كوي چي له دې ټولو دروازو وبلل شي؟ او آيا داسي څوك به هم وي چي له ټولو دروازو وبلل شي؟ وئې فرمايل: هو؛ هيله لرم چي ته له همدغو وې).
د محترم حکمتیار صاحب په وينا دا روايت په بخاري كي 3 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 1897 - 3216 - 3666
توپير: په يوه كي مَنْ أَنْفَقَ زَوْجَيْنِ فِي سَبِيلِ اللَّهِ په بل كي مَنْ أَنْفَقَ زَوْجَيْنِ مِنْ شَيْءٍ مِنَ الأَشْيَاءِ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، په يوه كي مَا عَلَى مَنْ دُعِيَ مِنْ تِلْكَ الأَبْوَابِ مِنْ ضَرُورَةٍ، فَهَلْ يُدْعَى أَحَدٌ مِنْ تِلْكَ الأَبْوَابِ كُلِّهَا؛ او په بل كي مَا عَلَى هَذَا الَّذِي يُدْعَى مِنْ تِلْكَ الأَبْوَابِ مِنْ ضَرُورَةٍ، وَقَالَ: هَلْ يُدْعَى مِنْهَا كُلِّهَا أَحَدٌ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ راغلي.
922 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِذَا جَاءَ رَمَضَانُ فُتِحَتْ أَبْوَابُ الْجَنَّةِ».
٩٢٢ – له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (د رمضان مياشت چي راشي نو د جنت دروازې پرانيستل شي).
923 - وفي رواية عنه قال: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : «إِذَا دَخَلَ شَهْرُ رَمَضَانَ فُتِّحَتْ أَبْوَابُ السَّمَاءِ وَغُلِّقَتْ أَبْوَابُ جَهَنَّمَ وَسُلْسِلَتِ الشَّيَاطِينُ». (بخاري: 1899)
923 - او په بل روايت کي ئې ويلي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (كله چي رمضان راشي د آسمان دروازې پرانيستل شي، د دوزخ دروازې بندي شي او شيطانان په زنځيرونو وتړل شي).
نوموړی د موضوع په دوام وايي چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 1899 - 3277 –
توپير: سره له دې چي د دواړو رواياتو إسناد يو شان او په اته طبقو كي يو يو راوي لري؛ خو په متن كي ئې دا توپير دئ چي په يوه كي إِذَا دَخَلَ شَهْرُ رَمَضَانَ فُتِّحَتْ أَبْوَابُ السَّمَاءِ؛ او په بل كي إِذَا دَخَلَ رَمَضَانُ فُتِّحَتْ أَبْوَابُ الجَنَّةِ؛ راغلي. په نورو كتابونو كي هم دا روايت راغلى؛ په ځينو كي إِذَا دَخَلَ رَمَضَانُ فُتِحَتْ أَبْوَابُ الرَّحْمَةِ راغلي؛ اما د ټولو لومړى راوي ابوهريره او په څلورمي طبقې كي الزهري دئ؛ له ده وروسته راويان بېل بېل دي.
هغه زياتوي چي د دې روايت په ارتباط څو پوښتني راولاړېږي چي ځواب ايجابوي:
1- له دغو دريو روايتونو به كوم يو او د كوم دليل له مخي غوره كوو؟ ناچار او دې ته اړ يو چي يو به ترې غوره كوو؛ بايد وگورو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم به كومه خبره كړې وي؛ د رمضان راتلو سره د جنت دروازې پرانيستل كېږي؛ كه د آسمان او كه د الله تعالى د رحمت؟ په دوى كي د رحمت دروازه له موضوع سره مناسبت لري؛ يعني د رمضان مياشت د الله تعالى رحمت ته د لاسرسي غوره فرصت دئ؛ كولى شو له خنډونو او موانعو تېر او د رحمن رب رحمت او پېرزوني تر لاسه كړو؛ دا ځكه چي د الله تعالى رحمت په نېكو عملونو تر لاسه كېدى شي او نېك فرصتونه او وختونه ئې ظرف شي.
2- دلته باب په حقيقي معنى راغلى كه په مجازي معنى او د يوې استعارې په توگه؟ ځواب كاملاً څرگند دئ او هغه دا چي په ټولو هغو مواردو كي چي د غير مجسم او معنوي امورو په ارتباط د مجسمو شيانو لپاره وضع شوي نومونه او الفاظ كارول كېږي؛ مجازي معنى ئې مراد وي او د استعارې په توگه راځي؛ د الله تعالى رحمت كوم مجسم شى نه دئ چي دروازه ولري او تړل كېدا او پرانيستېدا ايجابوي؛ معنى ئې فقط دا ده چي په روژې سره د الله تعالى رحمت ته د رسېدو لار راته پرانيستل كېږي.
3- آيا د شيطان د تړل كېدو معنى دا ده چي لاس پښې ئې په زنځيرونو تړل كېږي او كه دا چي د فعاليت مجال پرې تنگ شي او د خلكو د بې لاري كولو فرصت او مجال له لاسه وركړي؛ همدا دوهمه توجيه سمه او دقيقه ده؛ دا ځكه چي عملاً گورو په مليونونو انسانان د روژې له بركته د شيطان له شرارتونو خوندي پاته كېږي؛ همدا دوى خپل شيطانان مهار كړي او د هغه وسوسو ته له تسليمېدو ځان ساتي؛ اما نور د مخكي په څېر د شيطان په لار روان او د هغه تر بريدونو لاندي وي.
نوموړی وايي چي يو چا تر دې روايت لاندي په خپل تعليق كي ليكلي:
قَالَ: (أَبْوَاب السَّمَاء)، وَفِي حَدِيث قُتَيْبَة الْمَاضِي قَالَ: (أَبْوَاب الْجنَّة)، وَقَالَ ابْن بطال: المُرَاد من السَّمَاء الْجنَّة بِقَرِينَة ذكر جَهَنَّم فِي مُقَابلَة. قلت: جَاءَ فِي رِوَايَة: (أَبْوَاب الرَّحْمَة)، وَلَا تعَارض فِي ذَلِك، فأبواب السَّمَاء يصعد مِنْهَا إِلَى الْجنَّة مِنْهَا إِلَى الْجنَّة لِأَنَّهَا فَوق السَّمَاء، وَسَقْفُهَا عَرْشُ الرَّحْمَن كَمَا ثَبت فِي (الصَّحِيح).
(فتحت) المراد حقيقة الفتح وقيل هو كناية عن كثرة الطاعات. (أبواب السماء) المراد بالسماء الجنة لأنها يصعد منها إلى الجنة لأنها فوق السماء وسقفها عرش الرحمن. (سلست الشياطين) شدت بالسلاسل ومنعت من الوصول إلى بغيتها من إفساد المسلمين بالقدر الذي كانت تفعله في غير رمضان]؛
د دې وينا خلاصه دا ده چي د ده له نظره (فتحت) په حقيقي معنى راغلى او گواكي عملاً د آسمان او جنت دروازې پرانيستل كېږي او د دوزخ دروازې تړل كېږې!! دا د اهل ظاهر رأى او ادعاء ده؛ دوى ته وايو:
قرآن د جنت او دوزخ د دروازو په اړه وايي: دا به هغه مهال پرانيستل كېږي چي قيامت تېر شوى، نوې زمكه او نوى آسمان خلق شوي، انسانان له قبرونو راپاڅېدلي، د حشر ميدان كي جمع شوي، محاسبه تر سره شوې، هر چا ته خپله عمل پاڼه وركړى شوې، ډلي ډلي د فرشتو په معيت كي د جنت او دوزخ لوري ته خوځول شوي، جنت او دوزخ په همدغي نوې زمكي كي دوى ته رانژدې شوي، هره ډله به له خاصي لاري جنت او دوزخ ته ننوځي؛ دغه مهال به دا دروازې پرانيستل كېږي؛ قرآن فرمايي:
وَسِيقَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ زُمَرًا حَتَّى إِذَا جَاءُوهَا فُتِحَتْ أَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا أَلَمْ يَأْتِكُمْ رُسُلٌ مِنْكُمْ يَتْلُونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِ رَبِّكُمْ وَيُنْذِرُونَكُمْ لِقَاءَ يَوْمِكُمْ هَذَا قَالُوا بَلَى وَلَكِنْ حَقَّتْ كَلِمَةُ الْعَذَابِ عَلَى الْكَافِرِينَ 71 الزمر: 71
او هغه به د دوزخ په لوري ډلي ډلي وخوځول شي چي كفر ئې كړى، تر هغه چي ورشي او دروازې ئې ورته پرانيستل شي او څارونكي ئې ورته ووايي: آيا تاسو ته ستاسو له ډلي داسي پيغمبران نه وو درغلي چي ستاسو د رب آيتونه ئې درته لوستل او د خپلي دغي ورځي له مخامخېدو ئې وېرولئ، وبه وايي: ولي نه؛ خو د كافرانو په اړه د عذاب وينا تر سره شوه، وبه ويل شي: د دوزخ پر دروازو ننوځئ په هغه كي تلپاتي، نو د دغو كبرجنو مېشت ځاى څومره بد دئ!!
وَسِيقَ الَّذِينَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ إِلَى الْجَنَّةِ زُمَرًا حَتَّى إِذَا جَاءُوهَا وَفُتِحَتْ أَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا سَلامٌ عَلَيْكُمْ طِبْتُمْ فَادْخُلُوهَا خَالِدِينَ 73 الزمر: 73
او هغه به د جنت په لوري ډله ډله وخوځول شي چي له خپل رب وېرېدلي؛ تر هغه چي ورشي او دروازې ئې ورته پرانيستل شي او څارونكي ئې ورته ووايي: سلام پر تاسو، ښېراز دي وئ، نو د تلپاتو په شان ورننوځئ.
د جنت او دوزخ دروازې دغه مهال پرانيستل كېږي نه تر دې وړاندي؛ او يوازي دغه مهال ئې پرانيستل معنى لري نه تر دې وړاندي.
د قرآن دا يقيني او له شك وتلې وينا به منو كه د هغه روايت ظني ادعاء چي په څلورو طبقو؛ صحابه وو، تابعينو او اتباع تابعينو كي يو يو راوي لري؛ او امام بخاري ته له اتم نسل رسېدلي؛ او هغه هم په متعارضي بڼي كي؛ يو ئې د ابواب السماء خبره كوي او بل ئې د ابواب الجنة؟!!
قدرمن مشر د خپل وضاحت په دوام وايي چي قرآن موږ ته دا لارښوونه كړې چي د يوه مدعي ادعاء او وينا به هغه مهال معتبره گڼو چي دوه، درې او حتى څلور شاهدان ولري؛ هغه هم په عادي مسائلو كي؛ د مهمو اعتقادي مسائلو په اړه به څنگه او ولي يوه فرد ته منسوب ظني ادعاء او وينا منو؟
نوموړی همداراز زياتوي چي الله تعالى موږ ته دا لارښوونه كړې چي هر اختلاف به قرآن ته راجع كوو او وروستۍ پرېكړه به د قرآن له مخي كوو؟
كه څوك پوښتنه وكړي: د روژې په مياشت كي د آسمان، جنت او دوزخ د دروازو تړل كېدا او پرانيستېدا به مؤمن ته څه گټه رسوي او كافر ته څه تاوان؛ نه مؤمن اوس جنت ته درومي او نه كافر دوزخ ته!!؛ آيا اهل روايت د خپل منطق او اسلوب له مخي دې ته كوم معقول او د منلو وړ ځواب لري؟ د مُسند احمد روايت كي د ابواب السماء او ابواب الجنة په ځاى ابواب الرحمه راغلې چي د بخاري تر رواياتو ارجح دئ؛ ولي مو د دې په ځاى هغه روايات غوره كړي؛ د كوم دليل له مخي؟! مُسند احمد كي دا روايت په دې صيغه راغلى:
7780 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : " إِذَا دَخَلَ شَهْرُ رَمَضَانَ، فُتِّحَتْ أَبْوَابُ الرَّحْمَةِ، وَغُلِّقَتْ أَبْوَابُ جَهَنَّمَ، وَسُلْسِلَتِ الشَّيَاطِينُ"
له پورتني وضاحت وروسته ښاغلي حکمتيار په ۳ باب کي (رمضان که د رمضان مياشت) پر عنوان هم تفصيلي بحث وکړ او وئې ويل:
په بخاري کي دا باب داسي دئ: هَلْ يُقَالُ رَمَضَانُ أَوْ شَهْرُ رَمَضَانَ، وَمَنْ رَأَى كُلَّهُ وَاسِعًا: رمضان وويل شي او كه د رمضان مياشت او كه هغه چي پراخ ئې نيسي او ټول سم بولي)؛ عنوان ئې له رواياتو سره اړخ نه لگوي؛ ارتباط ئې واضح نه دئ؛ په صحيح مسلم كي ئې باب داسي دئ: (وجوب صوم رمضان لرؤية الهلال) او همدا له اړوند رواياتو سره واضح مناسبت لري. هلته چي فرمايي:
924 ـ عَنِ ابنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّه صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «إِذَا رَأَيْتُمُوهُ فَصُومُوا، وَإِذَا رَأَيْتُمُوهُ فَأَفْطِرُوا، فَإِنْ غُمَّ عَلَيْكُمْ فَاقْدُرُوا لَهُ» يعني: هِلالِ رَمَضَانَ. (بخاري: 1900)
٩٢4 – له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي وارېدل چي فرمايل ئې: (كله چي د رمضان مياشت سپوږمۍ ووينئ نو روژه ونيسئ او چي (بله نوې سپوږمۍ) ووينئ؛ ماته ئې كړئ؛ او که درباندي پټه شوه (سپوږمۍ نه ليدل کېده)؛ نو اندازه ئې ولگوئ؛ يعني د روژې مياشتي د سپوږمۍ.
د نوموړي په وينا له دې شرحي داسي معلومېږي چي كه د روژې مياشتي (سپوږمۍ) مو د ورېځو او بل سبب له كبله ونه ليدله نو د شعبان مياشت پوره كړئ او بيا روژه پيل كړئ؛ همداسي به د روژې په پاى كي كوئ.
ځينو روايت داسي تعبير كړى چي كه د روژې مياشت په پاى كي د شوال مياشتي هلال ونه گورئ نو ورته تكړه شئ (دېرشمه هم ونيسئ).
د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير زياتوي چي دا روايت هم په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 1900 - 1906
توپير: په يوه كي إِذَا رَأَيْتُمُوهُ فَصُومُوا، په بل كي لاَ تَصُومُوا حَتَّى تَرَوُا الْهِلَالَ، په يوه كي وَإِذَا رَأَيْتُمُوهُ فَأَفْطِرُوا په بل كي وَلاَ تُفْطِرُوا حَتَّى تَرَوْهُ په يوه كي فَاقْدُرُوا لَهُ (لِهِلاَلِ رَمَضَانَ) او په بل كي يوازي فَاقْدُرُوا لَهُ راغلي.
د هغه پر وينا رسول الله صلى الله عليه و سلم د قمري مياشتي د عمر په اړه څوارلس پېړۍ وړاندي فرمايلي چي قمري مياشت 29 ورځي ده؛ په داسي حال كي چي هغه مهال عام ذهنيت دا وو چي قمري مياشت دېرش ورځي ده!! دا هغه دقيقه او علمي وينا ده چي انسانان ئې اوس په حقيقت پوه شوي؛ ساينس پوهان وايي چي قمري مياشت 29 ورځي 12ساعتونه 44 دقیقې او 3 ثانيې ده؛ راشئ دې رواياتو ته لږ ځير شئ:
عَنْ أبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: ذَكَرْنَا لَيْلَةَ الْقَدْرِ عِنْدَ رَسُولِ الله صلى الله عليه وسلم فَقَالَ: "كَمْ مَضَى مِنَ الشَّهْرِ" فَقُلْنَا: مَضَى اثْنَانِ وَعِشْرُونَ يَوْماً وَبَقِي ثَمَانٍ فَقَالَ: "لا" بَلْ مَضَى اثْنَانِ وَعِشْرُونَ يَوْماً وَبَقِي سَبْعٌ؛ الشَّهْرُ تِسْعٌ وَعِشْرُونَ يَوْماً فَالْتَمِسُوهَا اللَّيْلَةَ" رواه ابن حبان
له ابو هريره روايت دئ چي وئې ويل: د رسول الله صلى الله عليه و سلم خوا ته مو د قدر شپې يادونه وكړه نو وئې فرمايل: د مياشتي څومره تېره شوې؟ ومو ويل: دوه ويشت ورځي تېري شوې او اته پاته دي. نو وئې فرمايل: نه؛ بلكي دوه ويشت ورځي تېري شوې او اوه پاته دي؛ مياشت نه ويشت ورځي ده؛ نو له مخي ئې دا شپه ولټوئ. (يعني د قدر شپه)
1080- عَنْ ابنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ: «الشَّهْرُ تِسْعٌ وَعِشْرُونَ لَيْلَةً، لَا تَصُومُوا حَتَّى تَرَوْهُ، وَلَا تُفْطِرُوا حَتَّى تَرَوْهُ، إِلَّا أَنْ يُغَمَّ عَلَيْكُمْ، فَإِنْ غُمَّ عَلَيْكُمْ فَاقْدِرُوا لَهُ» مسلم
7928 - عَنْ ابْن عُمَرَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : " الشَّهْرُ تِسْعٌ وَعِشْرُونَ لَيْلَةً، لَا تَصُومُوا حَتَّى تَرَوْهُ، وَلَا تُفْطِرُوا حَتَّى تَرَوْهُ، إِلَّا أَنْ يُغَمَّ عَلَيْكُمْ، فَإِنْ غُمَّ عَلَيْكُمْ فَاقْدُرُوا لَهُ " رَوَاهُ مُسْلِمٌ فِي الصَّحِيحِ عَنْ يَحْيَى بْنِ يَحْيَى، السنن الكبرى للبيهقي
له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: مياشت نه ويشت ورځي ده؛ نو تر هغه روژه مه نيسئ چي وئې گورئ او مه ئې ماتوئ تر هغه چي وئې گورئ او كه درباندي وپوښل شوه نو خپلي ټاکلې مودې ته ئې ورسوئ (دېرش ورځي پوره کړئ).
ښاغلی حکمتيار د خپل وضاحت په دوام وايي چي دې ته ورته روايات زيات دي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په مختلفو مواردو كي ويلي چي مياشت 29 ورځي ده؛ همدا بايد د روژې د مياشتي د روژو اصلي شمېر ونيسو او دېرشمه به ئې يوازي هغه مهال نيسو چي د سپوږمۍ ليدل تثبيت نه شي؛ د ليدني لپاره ئې هم د دوو مسلمانو شاهدانو شهادت كافي دئ؛ دې روايت ته ځير شئ:
19 - (1081) وحَدَّثَنَا عُبَيْدُ اللهِ بْنُ مُعَاذٍ، حَدَّثَنَا أَبِي، حَدَّثَنَا شُعْبَةُ، عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ زِيَادٍ، قَالَ: سَمِعْتُ أَبَا هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ، يَقُولُ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : «صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ، فَإِنْ غُمِّيَ عَلَيْكُمُ الشَّهْرُ فَعُدُّوا ثَلَاثِينَ»
20 - (1081) عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ، قَالَ: ذَكَرَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْهِلَالَ فَقَالَ: «إِذَا رَأَيْتُمُوهُ فَصُومُوا، وَإِذَا رَأَيْتُمُوهُ فَأَفْطِرُوا، فَإِنْ أُغْمِيَ عَلَيْكُمْ فَعُدُّوا ثَلَاثِينَ» صحيح مسلم
عن عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنُ زَيْدِ قَالَ أَلاَ إِنِّي قَدْ جَالَسْتُ أَصْحَابَ رَسُولِ اللهِ صَلى الله عَليه وسَلم وَسَاءَلْتُهُمْ أَلَا وَإِنَّهُمْ حَدَّثُونِي أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلى الله عَليه وسَلم قَالَ صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ وَانْسُكُوا لَهَا فَإِنْ غُمَّ عَلَيْكُمْ فَأَتِمُّوا ثَلاَثِينَ وَإِنْ شَهِدَ شَاهِدَانِ مُسْلِمَانِ فَصُومُوا وَأَفْطِرُوا. مسند احمد
له ابو هريره روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وويل: په ليدو سره ئې روژه ونيسئ او په ليدو سره ئې ماته كړئ. او كه مياشت درباندي شكمنه شوه نو دېرش ئې وگڼئ او كه دوه عادل مسلمانان ئې د ليدو شهادت وركړي نو روژه شئ او إفطار ئې كړئ.
راشئ وگورو چي قرآن په دې اړه څه لارښوونه لري؛ قرآن فرمايي:
... شَهۡرُ رَمَضَانَ ٱلَّذِيٓ أُنزِلَ فِيهِ ٱلۡقُرۡءَانُ هُدٗى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَٰتٖ مِّنَ ٱلۡهُدَىٰ وَٱلۡفُرۡقَانِۚ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ ٱلشَّهۡرَ فَلۡيَصُمۡهُۖ....
... د روژې مياشت هغه ده چي په هغې كي قرآن نازل شوى؛ د خلكو لپاره لارښود، د هدايت څرگندي نښي او فرقان (د حق او باطل د تفكيك او بېلولو لپاره معيار او ملاك)؛ نو چي څوك دا مياشت مومي هغه دي روژە ونيسي...
نوموړي دا هم وويل چي په دې مبارك آيت كي څو اساسي لارښووني مومو:
الف: د دې مياشتي روژە د دې لپاره فرض كړى شوې چي په دې كي قرآن نازل شوى، دا د خلكو لپاره لارښود كتاب، دا د څرگندو لارښوونو او د حق او باطل تر منځ د فرق كولو لپاره روڼ څراغ په كي نازل شوى، د دې ستر نعمت د شكر اداء كولو لپاره بايد روژە ونيسئ.
ب: په دې روژې سره به تاسو د الله په لويي او عظمت اعتراف كړى وي او د همدې روژې او د قرآن د درناوي له كبله به مو هدايت په برخه شي.
ج: له دې آيت دا هم په څرگنده توگه معلومېږي چي د روژې مياشتي په داخلېدو سره د نړۍ پر ټولو مسلمانانو روژە نيول فرض كېږي او د روژې مياشت هغه وخت پيل كېږي چي د دې مياشت سپوږمۍ له محاق ووځي او د نړۍ په كوم ځاى كي وليدل شي، له محاق وتل او چېري د هغې څرگندېدلو معنى دا ده چي نوې مياشت پيل شوې او په ټولو روژە نيول لازم شوي، د دې آيت له مخي د مطالعو اختلاف اعتبار نه لري، داسي نه ده چي مياشتي په هر هېواد كي بېل بېل پيل او پاى لري. د نړۍ په هر ځاى كي چي د نوې مياشت سپوږمۍ وليدل شي؛ نو نوې مياشت پيل شوې؛ د ليدو لپاره ئې د دوو عادل شاهدانو گواهي كافي ده؛ د نړۍ پر ټولو مسلمانانو ئې روژه نيول فرض كېږي.
ح: په آيت كي ويل شوي: (فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ ٱلشَّهۡرَ فَلۡيَصُمۡهُۖ: نو چي څوك دا مياشت بيامومي هغه دي روژە ونيسي)؛ (شَهِدَ) هم د ليدو په معنى ده او هم د حاضرېدو په معنى؛ په قرآن كي هم د نَظَرَ او رأى په معنى كارول شوي او هم د حَضَرَ په معنى؛ داسي نه دي ويل شوي (فمن رأى منكم القمر: څوك چي له تاسو سپوږمۍ وگوري؛ كه داسي ويل شوي وى نو مراد به ئې فقط رؤيت وو)؛ يعني د روژې نيول د روژې مياشتي په پيل پوري مربوطه ده؛ هر څوك چي دې مياشت ته ننوځي؛ نو روژه نيول پرې فرض شوه. كه په خپله ئې وگوري يا بل څوك؛ او ورته ثابته شي چي دى اوس دې مياشتي ته داخل شوى؛ نو روژه ورباندي فرض شوه؛ البته د روژې مياشتي پيل او پاى د سپوږمۍ له مخي ټاكلى شو.
خ: د مياشتو لپاره دوه معروف تقويمونه لرو؛ يو ئې د لمر پر محور د زمكي په حركت پوري او بل ئې د زمكي پر محور د سپوږمۍ په حركت پوري مربوط دئ، زمكه په درې سوه پنځه شپېته ورځو او څه د پاسه شپږو ساعتونو كي يو ځل د لمر پر محور څرخي، دې ته ځينو د يوه كال نوم وركړى، هغه ئې په دولسو مياشتو وېشلى، ځيني ئې دېرش او ځيني ئې يو دېرش ورځي دي. او سپوږمۍ په (29 ورځو 12ساعتونو 44 دقیقو او 3 ثانيو) کي د رؤيت پړاو بشپړوي؛ دا موده ثابته ده؛ كه څوك علمي محاسبې ته ارزښت وركړي نو د بشپړ كال ټولي قمري مياشتي داسي ټاكل كېدى شي چي كمى او زياتى به په كي نه راځي، د محاسبې له مخي دا معلومېدى شي چي سپوږمۍ كله خپل مياشتنى مدار بشپړوي، په كوم ځاى كي، په كوم ساعت، دقيقه او ثانيه له سترگو پټېږي او چېري، په كوم ساعت، دقيقه او ثانيه راڅرگندېږي او د نوې مياشتي مدار پيلوي. دا چي اسلام د مياشتي د پيل او پاى لپاره رؤيت ته اعتبار وركړى دا ډېره دقيقه او علمي وينا ده، ځكه د سپوږمۍ په ليدو سره ثابته كېږي چي هغه د نوې مياشتي مدار ته داخله شوې. څوك چي رؤيت ته اعتبار نه وركوي او د هري سيمي لپاره د مستقل او بېل رؤيت خبره كوي ډېر كم عقل او له دين او علم بې خبر دئ. اوس او د مخكي تللو وسائلو په مرسته؛ هغه ثانيه او سيمه هم په دقيقه توگه معلومولى شو چي سپوږمۍ له محاق وځي، د مخكينۍ مياشتي مدار ئې بشپړ كېږي او د نوې مياشتي مدار پيلوي. دا هم ډېره علمي خبره ده چي د رؤيت لپاره د دوه متقي انسانانو شهادت كافي گڼل شوى. ناپوهان او هغه ټگماران چي د دښمن له لوري گمارل شوي چي په امت كي اختلافات راولاړ كړي؛ له دې موضوع هم د اختلاف وسيله جوړوي، شيعه او بريلويان له سعودي او سلفيانو سره د سياسي او مذهبي اختلاف له كبله روژە او اختر يوه او حتیّٰ دوه ورځي وروسته اعلانوي!! احناف د سپوږمۍ د مطالع (راڅرگندېدو) اختلاف د اعتبار وړ نه گڼي؛ د قرآن، حديث او علم وينا همدا ده.
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ چي قرآن خپل مخاطب ته د سپوږمۍ رابره كېدو په اړه څه لارښووني لري؛ قرآن د روژې د بحث په لړ كي د سپوږمۍ د ورو ورو سترېدو په اړه فرمايي:
يَسَۡٔلُونَكَ عَنِ ٱلۡأَهِلَّةِۖ قُلۡ هِيَ مَوَٰقِيتُ لِلنَّاسِ وَٱلۡحَجِّۗ وَلَيۡسَ ٱلۡبِرُّ بِأَن تَأۡتُواْ ٱلۡبُيُوتَ مِن ظُهُورِهَا وَلَٰكِنَّ ٱلۡبِرَّ مَنِ ٱتَّقَىٰۗ وَأۡتُواْ ٱلۡبُيُوتَ مِنۡ أَبۡوَٰبِهَاۚ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ لَعَلَّكُمۡ تُفۡلِحُونَ ١٨٩ البقره: 189
د سپوږمۍ رابره كېدو په اړە تا پوښتي، ورته ووايه: دا د خلكو لپاره د وختونو او د حج د تعيين وسيله ده؛ او ښېگڼه دا نه ده چي كورونو ته له شا راشئ، بلكي ښېگڼه دا ده چي څوك ځان ساتنه وكړي؛ او كورونو ته له دروازو ننوځئ او له الله ووېرېږئ چي بريالي شئ.
خلكو به له پيغمبر عليه السلام راز راز پوښتني كولې او دا انتظار ئې درلود چي د دوى د هري پوښتني ځواب به وركوي، د سپوږمۍ په اړە ئې هم ترې پوښتنه كوله چي دا څنگه راڅرگنده شي، وړە وي، ورو ورو لويه شي، بېرته وړە شي او د مياشتي په پاى كي له سترگو غائبه شي؟
دلته د دوى په ځواب كي دوه خبري شوې:
1- الله تعالى سپوږمۍ د وخت تعيين لپاره په دې بڼه كي پيدا كړې، د وخت د تعيين لپاره داسي وسيله ده چي هر څوك، لوستى او نالوستى؛ هم د ساعتونو تعيين پرې كولى شي، هم د مياشتو او هم د كلونو؛ كه ئې كوم كال د دوبي په لومړۍ مياشت كي روژە نيولې وه او سږ كال بيا په همدې مياشت كي روژە نيسي؛ ډېر ژر كولى شي پوه شي چي په ده باندي شپږ دېرش كاله تېر شوي؛ د وخت دا محاسبه او تشخيص له بلي لاري ډېر گران دئ.
د درس په پای کي قدرمن مشر دعاء وکړه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه
