د نيوزيلينډ پر النور مسجد بريد کوونکي افراطي ته بې بښنې د عمر قيد سزا واورول شوه
عنايت الله کاکړ
د نیوزي لیند د کرائسټ چرچ په سیمه کې پر النور مسجد برید کونکي افراطي ته بې بښنې د عمر قید سزا واورول شوه، دغه مهال په محکمه کې د ۵۱ شهیدو مۇمنانو وارثین هم حاضر ول او هر یوه پر خپل وار سره جاني قاتل ته خپل زړه سپک کړ.
د شهید الحاج داۇد نبي افغان زوی عبدالاحد نبي د خپل پلار وژونکي ته داسې زورور کلمات وکارول چې په ټوله آسټریلیا قاره کې یې د خلکو خواخوږي له اسلام او مسلمانانو سره را وپاروله...!
زما نوم احد نبي دی،زما پلار شهید حاجي محمد داۇد نبي دی چې په کابل، افغانستان کې زېږېدلی وو.
هغه یو ځواکمن مشر او ستر رول ماډل وو.
(قاتل ته په شارې سره).. تا زما پلار وویشت، خو هغه دې له ما لیرې نه کړای و، زما د خبرې موخه دا ده چې تا هغه له فزیکي پلوه وویشت خو تا زما پلار ته د شهادت ستر سوغات ورکړ او هغه اوس د خپل ﷲ لورې ته ور ګرځېدلی دی.
تا یوه موخه در لودله او غوښتل دې چې هغه ترلاسه کړې. تا پر بې دفاع وګړو په داسې حال کې باړونه وچلول چې هغوي بر دې نه پوهیدل چې څه پېښ شوي، خو کله چې پوه شول نو ډېر ناوخته وو. ستا دغه عمل د یوه ډارن کس کار وو. ستا په ډزو کې د اتلولۍ هیڅ څه نشته، داسې ډزې چې خلک دې پکې د شا له لورې په نښه کړل او هغوي د ځان د دفاع فرصت هم ونه موند.
زه تا ستا د کړنو له امله نه بښم...!
او کله چې ته زندان ته لاړشې نو له دې حقیقته به خبر شې چې ته دا مهال په دوزخ کې یې او اور ستا انتظار کوي.
ستا پلار یو ډېراني وو، هغه ستا د پلارتوب له امله شرمیږي، ته د دې وړ یې چې د ټولنې د کثافت په بڼه په ډېران کې خښ کړای شې.
دا نړۍد انساني پښت له رنګونو سره پنځول شويده او ستا په څېر یو کم اصله، فاشیست انسان هیڅکله نشي کولای چې نور رنګونه ورک او یواځې یو رنګ پریږدي.
زه دلته له عزتمن قاضي نه هم دا ډاډ ترلاسه کول غواړم چې اجازه ورنکړي د انسانیت پر ټنډه داغ دغه جاني د خپل مرګ تر شیبې له بنده را ووزي او نباید چې د ده په حېر د نورو مجرمینو لپاره یو مثال شي.
.... او زه بېرته تا چینجي ته را ګرځم،
که تا زما ۷۱ کلن سپینږیری پلار د جګړې لپاره ننګولی وای، نو هغه به ته دوه ټوکه غورځولی وای, خو ته ډارن وې، ته مږ وې چې په خپل ټول ژوند ې دې یواځې د لسو دقیقو لپاره د لیوه پوست واغوست.
زه ځواکمن یم،
او تا نور هم ځواکمن کړم......
ﷲ اکبر....!
