مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د پروان روغتیایي مسولینو رسنیو ته ویلي چې د تیرې شپې د سیلابونو له امله ۷۲ تنه مړه شوي او ۹۶ ټپیان دي.
دغو سیلابونو مالیي زیان هم اړولی دی.
✒: ریاستجمهوری در یک خبرنامه گفتهاست که رییسجمهور غنی از تلفات جانی و خسارات مالی سیلابها در شهر چاریکار مرکز ولایت پروان "شدیداً متأثر" گردیدهاست و به وزارت دولت در امور رسیدگی به حوادث و سایر ادارات مربوط هدایت داد تا به آسیب دیدهگان کمک فوری برسانند.
✒: یک منبع میگوید که جنرال عباس توکلی، معاون قول اردوی ۲۰۹ شاهین با دو تن دیگر از نیروهای امنیتی شب گذشته در درگیری با طالبان در ولایت فاریاب، زخم برداشتهاست.
✒: یو شمېر سیاستوال وایي، حکومت کې ځینې کړۍ هڅه کوي د هېواد په ځینې سیمو کې سیمه ییز زورواکي په وسلو سمبال کړي.دوی ادعا کړې،دا کړۍ هڅه کوي د امنیتي میثاق په چوکاټ کې د خپلو سیاسي موخو لپاره ملېشې جوړي او له همدې سیمه ییز ځواک نه د سولې پر وړاندې د حکومت د اهدافو لپاره ګټه پورته کوي.
✒: په ایران کې د افغانستان سفارت وایي چې په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته د الکترونیکي پېژندپاڼو وېشلو لپاره لازم چمتوالی نیول شوی دی. د سفارت د معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې په ټاکل شویو حوزو کې کډوالو ته په رسمي ډول د تذکرو وېشلو بهیر پیل شي.
✒: د چارو ادارې په رسمي توګه په پارلماني چارو کې د دولت د نوي وزیر په توګه، د ګل پاچا مجیدي د ټاکل کیدو خبر ورکړی دی.
✒: د کانونو د پخوانۍ وزیرې نرګس نهان په ګډون د یادې ادارې ۱۸ پخواني او اوسني مرستیالان، سلاکاران او کارکوونکي لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
✒: د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د پروان ولایت له سیلاب ځپلو سره د خواخوږي په موخه دغه ولایت ته تللی دی. دفاع وزارت د خالد له قوله ویلي چې ملي اردو یوازې د جګړې لپاره نه دي، بلکې په هر حالت کې د خپلو خلکو خدمت ته چمتوالی لري.
✒: د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د هدفي وژنو او نظامي عملیاتو پر ډېروالي ژوره اندېښنه څرګنده کړې او په عمدي توګه یې د جګړې اور ته لمن وهل د افغانستان د سولې او امنیت د دښمنانو کار بللی دی.
✒: نخستین محموله شکر صادراتی هند به افغانستان وارد بندرچابهار ایران شد.
✒: اردوغان: کسانی که اندیشه اقدام علیه ترکیه در دلشان مانده، به هیچ وجه فرصت اقدام علیه ما را نخواهند یافت.
طرفهای مقابل را به بازنگری در رفتارشان و ممانعت از اقدامات اشتباهی که موجب زوال آنها خواهد شد دعوت میکنیم.
ترکیه حق خود را هم در دریاهای اژه و مدیترانه و هم در دریایسیاه خواهد گرفت.
ما به خاک، حاکمیت و منافع هیچ کشوری چشم ندوخته ایم، به هیچ کشوری نیز اجازه دست اندازی به منافع خود را نخواهیم داد.
ترکیه حق خود را در اژه و دریای مدیترانه در دریای سیاه خواهد گرفت.
✒: امریکا وایي ملګري ملتونه او امنیت شورا د ترهګر ایران ملاتړ کوي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې په امنیت شورا کې غوښتنه کړې چې پر ایران دې بندیزونه راوګرځول شي. د امنیت شورا ټولو غړو د نوموړې غوښتنې ته رد ځواب ورکړی دی.
✒: متقاعد امریکایي جنرال کیټ کیلوګ وایي، اوس په امریکا کې د افغانستان په نامه کمپایني شعارونه ډېر کم دي او دا د دې ښکارندویي کوي چې دا هېواد نور د امریکا د بهرني سیاست لومړیتوب نه دی.
✒: د امریکا په وسکانسن ایالت کې د پولیسو له لوري د جیکوب بلیک په نامه د یو تورپوستي تر ټپي کېدو وروسته یو ځل بیا اعتراضونو زور اخیستی دی. د یاد ایالت چارواکو ویلي چې په وسکانسن کې یې تر دوه ورځنیو خونړیو لاریونونو وروسته د اخ او ډب مخنیوي په موخه بېړنی حالت اعلان کړی دی.
✒: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا له افغان سولې بشپړ ملاتړ اعلان کړی او زیاته کړې یې ده چې دی هیله لري بین الافغاني خبرې ژر پیل او په پایله کې یې افغانستان تلپاتې سولې ته ورسېږي. نوموړي دا څرګندونې د ملي مصالحې د عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په ټلیفوني خبرو کې کړې.
✒: د وینزویلا د بهرنیو چارو وزیر خورخه اراسا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي چې د نړۍ د سولې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ امریکا ده. هغه زیاته کړې، امریکا د شریرو کړیو په ملاتړ سره له یوې پېړۍ راهیسي په نړۍ کې د خلکو د وژلو مسووله ده.
✒: سیگر یا بازرس ویژۀ امریکا برای بازسازی افغانستان در یک گزارش تازه میگوید که درحدود ۵۰ درصد از نیروهای پولیس در کندهار، زابل، هلمند و ارزگان موادمخدر استفاده میکنند.
در این گزارش همچنین آمدهاست که ۵۰ تا ۷۰ درصد از سمتهای پولیس دراین ولایتها خیالی استند.
