No-IMG

تصوف یا صوفیزم

تصوف یا صوفیزم له رب سره د انسان د مستقیم تړاو، له دنیا، مادیاتو او خواهشاتو سره د پرېکون لار بلل کېږي. ممکن د اسلام له پیل راهېسې دا څانګه او پیروان یي وو، خو په اوومې او اتمې پېړۍ کې د امویانو او عباسیانو په پیرونو کې تصوف ډېر وغوړېده. د تصوف یوه معنی، سپیڅلتیا، پاک زړه، د خدای په وړاندې په لومړي صف کې درېدل بلل کېږي. ځینې یې بیا د پيغمبر د زمان د «اصحاب صفه» سره تړي چې هغوی تارک الدنیا شول او ژوند یې د رب عبادت ته وقف کړ. د نفس تزکیه هم بلل کېږي او ټول هدف یې د رب رضا ده.

تصوف د عثماني خلافت په مهال په ترکیې او د ترکیې څخه د باندې  ډېر وغوړېده. تصوف د عثماني خلافت د تشهیر یوه وسیله هم بلل کېده. پوځ به ځمکې ونیولې، مدرسو به جنګیالي روزل او صوفیانو به د خلکو روحي او فکري روزنه کوله: «پوځ مدرسه او تکیه خانه»، د عثماني خلافت د واکمنۍ مهم اساسات بلل کېدل.

په ترکیې کې د صوفیزم ډېر ډولونه وو/دي، خو د ابن عربي او مولوي [جلال الدین بلخي] طریقې په کې ډېرې مشهورې وې/دي. ابن عربي په فکري لحاظ د انسان روزنه کوي او مولوي طریقه یې له خدای سره د انسان د «مینې او عشق» تار غځوي او قوي کوي. د ارتغرل په سریال کې د ابن عربي کرکټر هم شته...

په دې کې قادریه، بکتاشیه او نورې برخې هم پیدا شوې. بکتاشیه یې جالبه وه، دوی د وجد لپاره د تصوف په غونډو کې د شراب څښلو ته هم اجازه ورکوله.

د مولوي طریقه کې صوفیان څرخي او لاسونه پورته نیسي او عبادت کوي.  د لاسونو پورته نیولو سمبولیکه مانا یې دا ده چې مینه/هرڅه له خدای څخه ترلاسه کوي او په انسانو یې وېشي. د دوی په سر د قبر شناختې ته ورته خولۍ هم وي، چې سمبولیکه مانا یې هم همدا ده. سپین لباس یې د کفن او تور چپن یې د قبر د خاورو سبمولونه دي چې هدف یې خاکساري، د دنیا او مادیاتو کم ارزښت ښودل او الله او اخرت ته رجوع کول دي.

خو کله چې عثماني خلافت ړنګ شو، ورسره د تصوف بازار هم سوړ شو. د ترکیې په نوي جمهوریت کې،‌ چې ملتپالنه یې اساس، بلل کېده، صوفیزم بند شو. ملتپالو چارواکو ویل چې په تکیه خانو کې وزګار، ډوډۍ خواره او د ټولنې درد ته نه دوا کېدونکي انسانان راټولېږي او دا کار د ملتپالنې روحیه ځپي. دوی اصلآ نه غوښتل چې د حکومت له څار او دایرې څخه د باندې خلک په یو ځای کې راټول شي. د ترکیې په جمهوریت کې ملتپالنه دومره زوروره شوه چې اذان هم په ځینو سیمو کې په ترکیې ژبه کېده. د قران عربي متن نه تلاوت کېده، بلکې ترکي ژباړه یې لوستل کېده او داسې نور.....

ترکیه «رسمي دین او مذهب نلري او په مذهب نا ولاړ نظام» لري.  اوس هم په ترکیې کې د جلال الدین بلخي مریدان او پیروان زیات دي. بلخي څو پېړۍ مخکې د افغانستان له بلخ څخه ترکیې ته تللی او همدلته وفات او ښخ شوی. هغه له شمس تبریزي سره تر ملاقات وروسته بلې مرحلې ته داخل شو او هغه ته یې «مثنوي معنوي» هم ولیکه او د هغه په مینه کې بیخي غرق شو:

پیر من مرید من، درد من دوا من

فاش بګویم این سخن، شمس من وخدای من.....

د مولوي په طریقه کې، له مذهبي، سمتي، نژادي او هر ډول توپیر برته، ټول انسانان له خدای سره په یو تار پیللي بلل کېږي....

په هر حال، که غوای چې له تصوف او صوفیزم سره نور هم ښه اشنا شئ، د داود اعظمي صیب راډیويي خپرونې واورې. هغه په دې اړه تحقیق کړی دی. یو انګلیسي کتاب یې هم پرې لیکلی. اعظمي صیب د بي بي سي پښتو څانګې ته په ترکیه کې د صوفیزم په اړه خپرونې جوړې کړې وې.  که د کتاب لوستلو لپاره وخت نلرئ، «تصوف په ترکیه کې» ګوګل کړئ، راډیويي پروګرامونه به یې پیدا  کړئ.

یادونه: زه صوفي، پیر او مرید نه یم، دا لیکنه مې د ځینو مطالعاتو او سماع غورچاڼ دی.

تصوف

مذهب

ژوند

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

Hedayatullah hakimi

ښکلي نشرات لرٸ

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک