د ترکيې ټاکنې، د اردوغان پرځېدا ته دغرب تلوسه!
له برلين څخه تر واشنګټنه پورې د اردوغان دماتې دنمانځنې لپاره جشن او تياری روان دی،دا عنوان دميډل ايسټ بريتانوۍ ورځپاڼې پرونی سرليک ؤ.
خو له غرب وراخو،په نيږدې تهران کې هم دایراني ملایانو نظام رسنيو داردوغان هغه کارتونونه خپاره کړي دي چې اردوغان پکې خپل عثماني قره قول په لاس کې نيولی وي،او ټيټ سر له ولسمشرۍ ماڼۍ وځي.
له ايران وراخوا يوشمير نور مهم خليجي هيوادونه هم د اردوغان ماتې ته شيبې شماري،داسې ماته چې دټول منځني ختيځ نقشه به پکې بدله شي.
ترکيه د اردوغان په واک کې شل کاله پوره کوي،خوشننونکي وايي چې دا به له ۲۰۰۳ کال را وروسته دترکيې تر ټولو سخت انتخابات وي،داسې انتخابات چې ممکن اوسنی ترک ولسمشر رجب طيب اردوغان پکې راوپرځي.
هغه شيبه چې نيږدې اروپاء،لرې امريکاء او ايراني اخوندان ورته سترګې په لار دي.
خو دا چې په ريښتيا به هم دترکيې دسياسي ميدان دغه مهم لوبغاړی راوپرځي او کنه،دا څه به نيږدې ۱۱ ورځې وروسته دمۍ په ۱۴ څرګند شي.
له نړيوال ملاتړ برخه من مخالفين،او په تش ميدان ولاړ اردوغان!
اوس مهال دترکيې په دغه ولسمشريزو ټاکنو دولسمشر اردوغان ترټولو سخت رقيب کمال کيلچدار اغلو دی،کوم چې دترکيې دسيکولار جمهوريت بنسټګر مصطفی کمال اتاترک دګوند سره تړاو لري.
هغه ويلي:ترکيه دخپل تاريخ ترټولو افراطي حالت څخه تيريږي،او که دی بريالی شي،هلته به سيکولار ارزښتونه خوندي کړي،کډوال به وشړي،د اردوغان استبداد به پای ته ورسوي او ترکيه به په اقتصادي لحاظ بسياء کړي.
له کله چې په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې په ترکيه کې په اردوغان کودتاء ناکامه شوه،نو غرب هلته يوه پياوړې تبليغاتي دستګاه فعاله کړه او دغه تبليغاتي دستګاه اردوګان ريښتيا هم په ډيره چټکۍ مهار کړ،دده محبوبيت يې راکم کړ،او مخالفينو ته يې په ترکي ټولنه کې مثبت حيثيت ورکړ.
د امريکا ولسمشر جوبايډن په ټاکنيزو منډو ترړو کې ويلي و:زه به اردوغان راوپرځوم،او دهغه مخالفين به بسپنه کړي.
خو د اردوغان ګوند هم ددغه ټاکنو لپاره نوې اقتصادي،سياسي او ديني برنامې وړاندې کړي دي،او لا هم دغه ټاکنيزه مبارزه روانه ده،خو غربي رسنيو بيا داسې حال جوړ کړی دی چې ټوله ترکي ټولنه يې حيرانه کړې ده.
بي بي سي خو لا ويلي:د مۍ څوارلسمه،د اردوغان پای!
اردوغان بيا په دغه ټاکنو کې يو شمير ضعيفه ترکي ګوندونه سره ايتلاف کړی دی چې دده خپل ګوند عدالت او پرمختګ،دترکيې ښي اړخی قومي ګوند،د الرفاه اسلامي ګوند،هغه چې دترکيې داسلامپالو پلار استاد نجم الدين اربکان تاسيس کړی ؤ،دالنظرة وطني ګوند،او دهدی بار په نامه هغه ګوند چې دکردانو څخه تشکيل شوی دی،په اوسنيو ټاکنو کې دولسمشر اردوغان متحدين دي،دغه ټول ګوندونه ديني،او قومي موخې تعقيبوي.
خو دده مخالف کمال کيلچدار اغلو بيا دترکيې ټول قوي سياسي ګوندونو سره په ايتلاف ورګډ دی،او دا ځل يې د اردوغان په وړاندې قوي جبهه پرانيستې ده.
کمال کيلچدار اغلو،شيعه وزمه سيکولار!
کمال اوغلو په ۱۹۴۸ م کال کې په يوه شيعه علوي کورنۍ کې په ترکيه کې زيږيدلی دی،نوموړی دترکيې دجمهوري ګوند مشر هم دی،هغه ګوند چې مصطفی کمال اتاترک يې بنسټ ايښی دی.
کمال اوغلو په ترکيه کې داتاترک دميراث په ساتلو باندې سخت ټينګار کوي،او دغه ميراث دترکيې اصلي تشخص بولي.
نوموړی په ترکي پارلمان کې داردوغان دمخالفينو مشري هم کوي،په بهرني سياست کې نوموړی دسوريې دنظام کلک ملاتړی دی،له ايران سره قوي اړيکې لري، دغرب سره د دوستانه تعامل کلک شوقي.
نوموړی له ۲۰۰۲ کال څخه په ترکي پارلمان کې غړيتوب لري.
هغه چې اصلا په يوه شيعه علوي کورنۍ کې زيږيدلی دی،په يوه وخت کې دترکيې دسيکولار ارزښتونو دفاع هم کوي،او دايران شيعه پاليسي هم دمنځني ختيځ لپاره کاميابه نسخه بولي.
بهرنی ترکي سياست،اردوغان،او کمال اغلو!
مخکې له دې چې کمال اغلو ځان رسما دترکيې انتخاباتو ته نوماند اعلان کړي،واشنټن او لندن ته يې سفرونه درلودل،او له هغې وروسته يې ځان رسما د د۲۰۲۳ کال انتخاباتو ته نوماند اعلان کړ.
نوموړی په بهرني سياست کې امريکا او غرب ته سخت ميلان لري،په اوکراين دروسيې يرغل په کلکه غندي،او په منځني ختيځ کې دايران دپاليسو کلک ملاتړی دی.
نوموړی له اسرايلو سره داړيکو په پريکولو سخت انتقاد کوي او په خليج کې دترکيې دسيکولار تشخص دتثبيت په هڅه کې دی.
خو اخوا اردوغان دترکيې لپاره مستقل سياست کوي،نوموړی په نړيوالو تعاملونو کې ديو مستقل هيواد په توګه راڅرګنديږي او تل دترکيې دملي ګټو خبره کوي.
او همدغه ځای دی چې له غرب سره هم په ټکر اوښتی دی او غرب يې اوس ماتې ته منظر دی.
کمال اغلو ويلي:که ټاکنې وګټي نو دی به ترکيه په اروپايي ټولنه کې غړي کړي،هغه څه چې اردوغان په تيرو شلو کلونو کې پرې ونه توانيده .
انګريز ليکوال ډيفيډ هيريسټ ميډل ايسټ ته په ليکلې مقاله کې وايي:کمال اغلو دغه څه يوازې دترکيې دازادۍ په بيه له اروپايي ټولنې څخه ترلاسه کولی شي او بس!
په بهرني سياست کې دترکيې لپاره دافريقاء ځای،او دغرب انديښنې!
په افریقا کې زیات شمیر هیوادونه یې داسې دي چې پخوا داروپايانو مستعمره پاتې شوي دي،دغه مستعمرې تر ډیره دفرانسې هيواد له لورې شوي دي او فرانسه اوس هم دغه هیوادونه خپل ملکیت بولي،دنیږدې وروستیو شلو کلونو راپدیخوا ترکېې دافریقايي هیوادونو سره خپلې تجارتي اوډيپلوماټيکې اړیکې ډيرې کړې دي او افريقاء ته يې خپله پاملرنه ډيره کړې ده،چې په دغه موده کې ترکیې خپل سفارتونه له ۶څخه ۴۲ ته په مختلفو افریقايي هیوادونو کې پورته کړي دي، له افریقايي هیوادونو سره یې مهم تجارتي تړونونه له شپږو څخه ۴۶ته پورته شوي دي،په همدې ډول دترکیې اوافریقايي هیوادونو ترمنځ الوتنې هم لوړې کچې ته رسیدلې دي،له دې وراخو یوازې اته سوه ترکي شرکتونه په الجزایر کې په تجارت بوخت دي،په یو شمیر هیوادونو باندې خپلې پوځي وسلې هم پلوري په ځانګړي ډول د ډرون الوتکو بازار یې ښه ګرم دی،په همدې ډول د نایجیریا او صومالیه په شمول په یو شمیر هېوادونو کې پوځي اډې هم لري.
ددې سربیره په تجارتي اړخ کې ترکي شرکتونه پدې توانیدلي دي چې اروپايي شرکتونه چې ډيری یې فرانسوي دي، مات کړي اودتجارت په ډګر یې دهغوی انحصار پای ته رسولی دی،په همدې ډول داستانبول هوايي ډګرونه اوس مهال دافریقايي هیوادونو دوصل ځای هم بلل کیږي،په داسې حال کې چې مخکې اروپايي هيوادونو نوره نړۍ له افريقاء سره وصلوله،له دې وراخوا ډير افريقاي هيوادونه دترکيې وسلې پيري،او په يو شمير هيوادونو کې ترکي عسکر هم شتون لري،هغه څه چې دغرب او په ټوله کې داروپا لپاره دمنلو ندي.
که چيرته اردوغان بيا ټاکنې ګټي نو له شک پرته چې ترکيه به دنړۍ په سترو اقتصادي هيوادونو کې راځي او په دغه مهمه وچه کې به د اروپايي هيوادونو ځای ډکوي.
ليبيا دغرب او ترکېې دټکر بل ځای!
کله چې په ۲۰۱۱م کال کې دعرب پسرلي پرمهال دلیبیا دکتاتور ولسمشر معمرالقذافي له واکه لیرې شو،نو لیبیا په کورنیو جګړه ورښکته شوه،یوه خوا یې دحکومت الوفاق هغه دولت دی چې دولس په رایه واک ته رسیدلی دی او نړیوالو هم په رسمیت پیژندلی دی،حکومت الوفاق کې هغه اسلامپال دي چې دقذافي په راپرځولو کې رول درلود،ددې ترڅنګ داخوان المسلمین اسلامي حرکت ونډه هم په دغه حکومت کې شته،ترکیه بیا ددوه لاملونو پر اساس دحکومت الوفاق ملاتړ کوي.لومړی دا چې حکومت الوفاق کې داسلامپالو برخه غوښنه ده اوغواړي چې لیبیا کې داسلامي لارښونو سره سم نظام رامنځ ته کړي.
دوهم داچې مصر،قبرص او اسرایلو په خپل منځ کې دمدیترانې سمندرګي په اوبو کې داسې تړون کړی وه چې ترکیه يې کاملا په دغه اوبو کې له تصرف څخه بې برخې کړې وه،ترکیه،دمدیترانې یوې څنډې ته او لیبیا یې بلې څنډې ته مخامخ پراته هیوادونه دي،ترکيې دلیبیا سره داسې تړون ترسره کړ،چې بیرته یې دمدیترانې په ګازو اوطبیعي شتمنیو کې ځان شامل کړ،فرانسې بیا دغه تړون باطل وباله.
په لیبیا کې دوهم لوری خلیفه حفتر نومیږي چې دمصر،متحده عرب امارات،سعودي عربستان، قبرص، روسېې او فرانسې ملاتړ له ځان سره لري،حفتر دلیبیا په شرق کې دبنغازي ښار خپله پلازمینه بولي،ددې ترڅنګ یې دسرت اوترهونه ښارونه هم تر واک لاندې دي،په ۲۰۱۹ کال کې یې یوه سخته جګړه پیل کړه تردې چې دحکومت الوفاق پلازمینې طرابلس ته راورسیده او طرابلس یې کلابند کړ.ترکیې وویل:که دلیبیا مشروع حکومت ترې مرسته وغواړي نو دوی اماده دي چې مرسته ورسره وکړي.هماغه وه چې دحکومت الوفاق لومړي وزیر فایض السراج له ترکیې نظامي مرسته وغوښته اوترکیې هم خپلې پرمختللې ډرون الوتکې اونظامي وسایل لیبیا ته ولیږل.ترکیې وکولای شول چې دخپلو پرمختللو ډرون الوتکو بیرقدار اوقینجي،کومې چې دامریکايې ډرون وروسته په نړۍ کې پرمخ تللې بلل کیږي،دلیبیا دجګړې پله دحکومت الوفاق په طرف درنه کړه اوپرمټ يې حکومت الوفاق دخلیفه حفتر ځواکونه دطرابلیس په شمول له ډیرو ښارونو وشړل،حفتر هغه څوک دی چې دفرانسې په شمول یې ډيرو غربي هیوادونو ته دلیبیا دنفتو اوګازو دچور کولو اجازه ورکړې ده.
روسيه،او راتلونکي ترکي انتخابات!
دمګړۍ دترکیې او روسیې ترمنځ په مختلفو جبهو کې سړه جګړه روانه ده،ترکیه په سوریه کې له روسیې سره مخامخ ده،دروسیې دواګنر په نامه ملیشې په سوریه کې جګړه کوي او دترکیې پوځ او دسوریې دپوځ سني پوځيان، افسران او یوشمیر جهادي ډلې اوس د ازادې سوریې دپوځ ترنامه لاندې په سوریه کې دترکیې په ملاتړ جګړه کوي،له دې وراخوا په لیبیا کې دروسیې واګنر ملیشې دجنګسلار حفتر په ملاتړ جګړه کوي او هلته يې خپلې پرمختللې وسلې لیږدولې دي،خو ترکیه بیا دلیبیا دهغه حکومت ملاتړ کوي چې داسلامپالو برخه پکې غوښنه ده او دملګرو ملتونو له لورې په رسمیت پیژندل شوی دی،دا ځکه چې له یوه لورې په کې اسلامپال دي او له بل لورې یې دلیبیا سره سمندري پوځي تړون لاسلیک کړی دی چې په سمندري برخه کې یې دترکیې ګټې خوندي کړي دي.
له دې وراخوا بیا ترکیه او روسیه دقفقاز په مهمه سیمه کې سره ښکیل دي او ترکیه غواړي بیرته هغه سیمو ته وروګرځي چې دعثماني خلافت پرمهال یې پرې څو پیړۍ واکمني کړې ده خو دسرې امپراطورۍ له ړنګیدا وروسته لا هم پکې دروسیې اغیز شته،په دا تیر نیږدې جنګ کې ترکیې دازربایجان پوره ملاتړ وکړ او له ارمنستانه یې په پوره ځواک جګړه وګټله، اصلا دا دترکیې او روسیې جګړه وه چې ترکیې روسیې ته پیغام ولیږداوه چې باید په لیبیا او سوریه کې ورته تنزل وکړي کنه دروسیې ګاونډ به نا امنه کړي،ترکیې دغه سیمه سوریاي جنګیالي هم ولیږدول هغه چې روسانو پرې په سوریه کې سخت ظلم کړی دی او اوس یې له شتون څخه په دغه سیمه کې په ډار دي.
روسیه کې پوتين هيڅکله دا نه شوه منلای چې دقفقاز په څير مهار شوې سیمې ته دې بل بهرنی لوبغاړی راننوځي،خو دا کار ترکیې په ډيرې چټکۍ وکړ او نیږدې دشپږو اونیو په جکړه کې یې بیرته دقفقاز په مهمه سیمه کې خپله پښه ټينګه کړه،په دې سره ترکیه په مستقیم ډول له ازربایجان سره وصل شوه،پخوا به ترکیه مجبور وه چې خپلې تجارتي اوپوځي هڅو کې دایران له خاورې استفاده وکړي او په دغه ډول له ډيرو ستونزو سره مخ وه خو چې ازربایجان قره باغ ونیوه نو په مستقیم ډول له ترکیې سره وصل شو،ترکیې له دې لارې وکولای شول چې دپان ترکیزم نظریې لپاره خپلې هڅې چټکې کړي او په دغه سیمه کې له هغو جمهوریتونو سره خپلې تاریخي اړیکې بیا راژوندۍ کړي چې پخوا دعثمانیانو داغیز لاندې ؤ.
په دغه جګړه کې روسیه بیخي وار خطاء شوه ځکه چې ددوۍ اټکل دا نه وه چې ترکیه به داسې کوم څه وکړي،پوتین په دغه مهمه سیمه کې خپل سیاسي شکست ومانه او دمګړۍ دترکیې له رول څخه اندیښمن دی،ځکه چې ترکیه نورو ترکانو ته دعثماني خلافت دوخت تاریخي درسونه ورکوي او روسیه بیا په خپل ګاونډ کې له دغه څه څخه په ډار کې ده.
خو ددې هرڅه سره روسيه بيا هم نه غواړي چې دترکيې په څير مهم هيواد کې دې غرب پلوه حکومت راشي،داځکه چې که ترکيه کې واک کمال اغلو ګټي نو دغرب هغه حصار او کلابندي به نوره هم راکلکيږي چې روسيه يې دماتولو هڅه کوي،او اوس يې روسيه داوکراين په جګړه کې مصروفه کړې ده.
ددې هرڅه سره که څه هم دروسيې او ترکيې سياستونه په ډيرو ځایونو کې اړخ نه سره لګوي،خو دپوتين لپاره اردوغان له کمال اغلو څخه ډيره ښه دی،ځکه چې پوتين پوهيږي چې اردوغان دترکيې دګټو متوازن سياست کوي او کمال اغلو دغرب ايښودل شوې لومه ده چې دترکيې دچټک پرمختګ مخه پکې رابندولی او روسيه هم دکلابندۍ په زندۍ لا کلکولی شي.
اردوغان،په اسلامي نړۍ کې دايراني سياست لپاره دخطر زنګ!
ایران او ترکیه داسلامي نړۍ په ډيری هیوادونو کې دنفوذ په هڅه کې دي او ددوۍ دغه جګړه له منځني ختیځه نیولې دافریقاء ترشماله پورې غزیدلې ده،دا ځکه چې دسعودي عربستان له غیاب وروسته دواړه غواړي په اسلامي نړۍ کې مشري وکړي او ځان ددغه مشرۍ حقدار بولي.
ایران په اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کې دشیعه پلو ملیشو پرمټ دنفوذ په هڅه کې دی،دبېلګې په ډول همدغه ایران دی چې په یمن کې هم دحوثیانو ملاتړ کوي،او په ۲۰۱۵ م کال کې يې په منتخب ولسمشر عبدربه منصور هادي باندې کودتا وکړه او له واکه یې لرې کړ،په همدې ډول په عراق کې يې هم دخپلو شیعه ملیشو پر مټ ،دامریکا په هماهنګۍ یو شیعه دولت رامنځ ته کړ،او ددغه ډرامې بله برخه کټ مټ په سوریه کې هم تکرایږي، په همدې ډول په لبنان کې هم دایران اغیز جوت دی ترکیه او ایران دمذهبي تفاوتونو وراخوا،په اسلامي نړۍ کې دمشرۍ په هڅه کې دي، او له دې اخوا بیا په لرې شمالي افریقاء کې دعیسویت نه وروسته دایران شیعه دعوت په اسلامي هیوادونو کې په چټکۍ خپریږي،دافریقاء په شمال کې ترکیه هم دیني،دعوتي،تجارتي او پوځي هڅې لري او دواړه دخپل اغیز دپراختیا په هڅه کې دي،په هر حال دقفقاز سیمه هم دایران او ترکیې دتقابل بل نوی ډګر دی،چې دواړه په دغه سیمه کې تاریخي اغیزې هم لري،دعثماني خلافت پرمهال شاه اسماعیل صفوي څو ځله دقفقاز سیمې ته شیعه سرتیري ننباسلي دي او په دغه سیمه کې يې په مهمو هیوادونو کې واکمني کړې ده خو عثماني ترکانو بیرته له دغو سیمو شړلي دي،خپله ایران په شیعه ازربایجان کې دسني ترکیې له اغیز څخه اندیښمن دی او دغه اغیز دمرکزي اسیاء په نورو هیوادونو کې هم په چټکۍ سره خپریږي.
دمګړۍ ايرانۍ رسنۍ په ډيرې چټکۍ د اردوغان ماته رازوم کوي.که چيرته اردوغان ماته خوري او علوي سيکولر وزمه شيعه کمال اغلو واک ته رسيږي،نو په عراق،سوريه،او ازربايجان کې به له ترکي مزاحمت څخه خلاصيږي.
وګورو چې دمۍ په څوارلسمه ترکي ملت څه کوي،څوک ټاکي او دغرب،او ايران دغه ستر ارمان به پوره شي او کنه؟دا به وخت ثابته کړي.
کاپی
