مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتيب کننده: هيلی افغان
✒️: د حاا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه: شنبه د حمل ۱۹مه؛ ۱۴۰۲ھش د حاا قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله ديارلسمه درسي محاضره د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي وړاندي کړه چي گڼشمېر ورونو په کي گډون کړی وو.
✒️: د حاا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه: يکشنبه د حمل ۲۰مه؛ ۱۴۰۲ھش د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي نن يکشنبه د حاا د قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار څوارلسمه درسي حلقه د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي دائره شوه چي گڼشمېر ورونو په کي گډون کړی وو.
✒️: د ا.ا لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونو د استادانو او علمي کادرونو معاشونه لوړ کړي دي.
دغه وزارت ویلي، د پوهاند معاش له ۳۹ زرو څخه ۶۰ زرو، د پوهنوال معاش له ۳۳ زرو څخه ۴۵ زرو، د پوهندوی له ۲۷ زرو څخه ۳۸ زرو، د پوهنمل معاش له ۲۱ زرو څخه ۳۰ زرو، د پوهنیار له ۱۸ زرو څخه ۲۵ زرو او د نامزاد پوهنیار بیا له ۱۳ زرو څخه شل زرو ته پورته شوی دی.
✒️: ا.ا په یوې اعلامیې کې پر الاقصی جومات د اسرایلو برید په کلکو ټکو غندلی او په مقدسو اماکنو او بې دفاع خلکو برید یې د اصولو خلاف او ظالمانه عمل بللی دی.
ا.ا په مسلمانانو غږ کړی څو د فلسطینیانو له حقونو څخه ملاتړ وکړي او اجازه ورنکړي چې هغوی له دا ډول ظلمونو سره مخ شي.
✒️: مالیې وزارت پر ټویټر لیکلي، دې وزارت په تېر هـ ش کال کې د نړیوالو سازمانونو، انجوګانو، دولتي ادارو او سفارت خونو بشردوستانه مرستو مالونو ته چې ۲۲۴،۶ مېلیارډه افغانۍ ارزښت يې درلوده، ګمرکي معافیت ورکړل شوی دی.
✒️: عبدالباري صدیقی معاون فنی اداره راهآهن افغانستان در نشست خبری ارایه فعالیتهای یک ساله این ادراه گفت که در سال ۱۴۰۱ نشستهای به هدف پیشبرد کار پروژه افغان-ترانس میان تیمهای فنی ازبیکستان، افغانستان و پاکستان انجام شده است و این تیمها ساحه را از نزدیک بررسی کردهاند.
به گفته او، قرار است مطالعه فنی و اقتصادی مسیر این پروژه توسط یک شرکت معتبر بینالمللی در سال ۱۴۰۲ انجام شود و با توجه به اهمیت ملی و منطقهای این پروژه، تکمیل آن در اولویتهای اداره راهآهن قرار دارد.
✒️: ځایي سرچینو خصوصي رسنیو ته ویلي، د ننګرهار ولایت د سپینغر ولسوالۍ د شډل بازار اړوند سیمو کې د کوکنارو د کښت د لمنځه وړلو کمپاین پر مهال د اسلامي امارت ځواکونو او عامو وګړو تر منځ نښته رامنځته شوې او د دې نښتې پر مهال ډزې هم شوې دي.
که څه هم امنیتي ځواکونو پهدې اړه څه نهدي ویلي، خو عیني شاهدانو او ځايي سرچینو رسنیو ته زیاته کړې چې دغه پېښه مرګژوبه لري.
✒️: د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ریاست په یوې اعلامیه کې لیکلي چې نن (وري ۲۱مه) د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، پروان، پنجشېر او نورستان ولایتونو کې د ورښت اټکل شوی دی.
ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت د هوا پېژندنې ریاست په حواله په یوې اعلامیه کې لیکلي، اټکل شوی چې نن (دوشنبه) د سېلابونو راوتلو او د واورې ویلې کېدو له کبله په "پنج امو او کابل" سیندیزو حوزو کې د اوبو کچه هم لوړه شي.
✒️: قرار است ظرفیت توزیع پاسپورت تا پانزده هزار جلد در روز افزایش یابد.
نورالله پتمن، سخنگوی ریاست پاسپورت میگوید که در حال حاضر، هشت تا ده هزار جلد پاسپورت در سراسر کشور توزیع میشود و تلاشها برای افزایش این رقم ادامه دارد.
✒️: د خوست د کانونو رییس صادق جان وايي، د دغه کان د استجراج چارې به په پنځو کلنو کې پای ته ورسیږي چې، په اوسط ډول به هر کال ۲۲۶۰ ټڼه ډبره استخراج شي چې، د پنځو کلونو په جریان کې به شاوخوا ۱۱ زره ۳۰۰ ټنه کرومایټ استخراج شي.
✒️: د الجزایر حکومت د حج و اوقاف وزارت هغه ملا امام وستایه چې د تراویحو پر مهال یې له پیشو سره د ښه چلند له امله خلک پر ځان مئین کړل.
✒️: ایران، حوثي یاغیان د یمن په صنعا کې له سعودي پلاوي سره مذاکراتو ته کېنول.
ریاض او تهران دې ورځو کې یو پر بل خورا خواږه راپریښي.
✒️: د سعودي عربستان حکومت، حرمین الشریفین کې د ۱۴ ژبو ښځینه ترجمانانې په دندو وګمارلې.
دوی به د نورو ژبو تر څنګ پر پښتو او فارسي ژبو هم د عمرې او حج زیارت کوونکو سره د لارښوونو مرسته کوي.
✒️: د سعودي شاه عبدالعزیز طبي پوهنتون په لومړي وار یو ۲۸ کلن ناروغ ته مصنوعي زړه (سنکارډیا) په بریالیتوب پیوند او ولګاوه.
✒️: انتونیو گوترش، دبیرکل سازمان ملل گفته است که نقش کارمندان زن سازمان ملل برای انجام کارهای این سازمان از جمله ارایه کمکهای بشردوستانه مهم است.
گوترش در تویتی نوشته است که نتایج حضور زنان و دختران در تصمیمگیریهای مربوط به کمکهای بشردوستانه برای همه مفید است.
✒️: رسانههای پاکستانی گزارش دادهاند که در نتیجه حمله افراد مهاجم ناشناس بر پولیس این کشور در شهر کویته در ایالت بلوچستان، دو افسر پولیس پاکستان کشته شده و یک افسر دیگر زخم برداشته است.
در این درگیری یک مهاجم نیز از سوی پولیس پاکستان کشته شده و تاکنون هیچ گروهی مسوولیت این حمله را به عهده نگرفته است.
