د حکمتيار صاحب څوارلسمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
يکشنبه د حمل ۲۰مه؛ ۱۴۰۲ھش:
د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي نن يکشنبه د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار څوارلسمه درسي حلقه د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي دائره شوه چي گڼشمېر ورونو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د خپل مخکني درس په دوام نننی درس (د حج كتاب) په ٢٣ باب او د بخاري د 1575 شمېره لرونکي روايت په تشريح سره پيل کړ چي عنوان ئې وو؛ (مکې ته د ننوتلو لار) هلته چي فرمايي:
799 - عَنِ ابْنِ عُمَرَ رضي الله عنه: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم دَخَلَ مَكَّةَ مِنْ كَدَاءٍ، مِنَ الثَّنِيَّةِ الْعُلْيَا الَّتِي بِالْبَطْحَاءِ وَخَرَجَ مِنَ الثَّنِيَّةِ السُّفْلَى. (بخاري:1575)
٧٩٩- له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي: رسول الله صلى الله عليه و سلم مکې ته له (کَدَاء: د مكې لوړي كي غر)؛ په بَطْحَاء (مسيل او خوړ) کي د پرتې پورتنۍ څنډي له لوري داخل شو او د لاندينۍ څنډي له لاري ترې ووت.
ورپسي په ٢٤ باب کي (د مکې فضيلت او جوړول ئې) تر سرليك لاندي په لاندينيو روايتونو پرلهپسي تفصيلي بحث وکړ؛ لکه چي فرمايي:
800 - عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها قَالَتْ: سَأَلْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه و سلم عَنِ الْجَدْرِ، أَمِنَ الْبَيْتِ هُوَ؟ قَالَ: «نَعَمْ». قُلْتُ: فَمَا لَهُمْ لَمْ يُدْخِلُوهُ فِي الْبَيْتِ؟ قَالَ: «إِنَّ قَوْمَكِ قَصَّرَتْ بِهِمُ النَّفَقَةُ». قُلْتُ: فَمَا شَأْنُ بَابِهِ مُرْتَفِعًا؟ قَالَ: «فَعَلَ ذَلِكَ قَوْمُكِ لِيُدْخِلُوا مَنْ شَاءُوا، وَيَمْنَعُوا مَنْ شَاءُوا، وَلَوْلا أَنَّ قَوْمَكِ حَدِيثٌ عَهْدُهُمْ بِالْجَاهِلِيَّةِ، فَأَخَافُ أَنْ تُنْكِرَ قُلُوبُهُمْ، أَنْ أُدْخِلَ الْجَدْرَ فِي الْبَيْتِ، وَأَنْ أُلْصِقَ بَابَهُ بِالأَرْضِ». (بخاري:1584)
٨٠٠- له عائشې رضي الله عنها روايت دئ چي وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي د دې دېوال (له كعبې بهر منحني دېوالگى) په اړه وپوښتل چي آيا دا هم د بيت الله برخه ده؟ وئې فرمايل: هو؛ ومي ويل: نو څه پرې شوي وو چي په کعبه کي ئې داخل نه كړ؟ وئې فرمايل: (ستا د قوم لگښت كم شوى وو) ومي ويل: دروازه ئې ولي له زمكي لوړه ده؟ وئې فرمايل: (ستا قوم د دې لپاره دا كار كړى چي هغه ننباسي چي غواړي ئې او هغه ترې منع كړي چي غواړي ئې؛ که ستا قوم داسي نه وى چي د جاهليت له دور سره ئې موده لنډه او نژدې ده؛ او دا وېره راسره نه وى چي د دوى زړونه به ئې بده وبولي؛ نو دا دېوال به مي په کعبه کي شامل كړى وو او دروازه به مې له زمكي سره شنولې وه.
نوموړی زياتوي چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 1584 - 7243 او تر منځ لاندي توپيرونه موجود دي:
دواړه د متن او ټولو راويانو له پلوه سره ورته دي.
د دې باب نوم؛ د مکې فضيلت او جوړول دئ؛ خو تاسو وليدل چي له پيل تر دې ځاى پوري؛ په شرحي كي د كعبې د فضيلت په اړه هيڅ نه دي ويل شوي. ښايي ځيني به ووايي چي ولي د باب او شرحي په اړه مطابقت او مغايرت ته مكرر اشاره كېږي؟ هغوى ته په ځواب كي وايو: دا كار د بخاري هر شارح كړى؛ چا چي واضح مطابقت نه دئ موندلى؛ ليكلي ئې دي چي مطابقت نشته او چا چي د مطابقت ثابتولو هڅه كړې؛ نو دلائل ئې ويلي. ما دلته او په نورو مواردو كي د هغو رأى راوړې چي دلائل مې صحيح موندلي.
801 - وَفِيْ رِوَايَةٍ عَنْهَا رضي الله عنها: أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه و سلم قَالَ: «لَوْلا أَنَّ قَوْمَكِ حَدِيثُ عَهْدٍ بِجَاهِلِيَّةٍ، لأَمَرْتُ بِالْبَيْتِ فَهُدِمَ، فَأَدْخَلْتُ فِيهِ مَا أُخْرِجَ مِنْهُ، وَأَلْزَقْتُهُ بِالأَرْضِ، وَجَعَلْتُ لَهُ بَابَيْنِ بَابًا شَرْقِيًّا وَبَابًا غَرْبِيًّا، فَبَلَغْتُ بِهِ أَسَاسَ إِبْرَاهِيمَ». (بخاري:1586)
٨٠١- او په يوه روايت کي له عائشې رضي الله عنها راغلي: نبي صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (که ستا قوم د جاهليت زمانې ته نژدې نه وى؛ نو د کعبې په اړه به مي امر كړى وو چي ورانه كړى شي، بيا به مي هغه څه په كي شامل كړي وو چي ترې ايستل شوي؛ او د زمكي له سطحي سره به مي (د هغې سطح) يو برابر كړي وه او دوه دروازې به مي ورکړې وې؛ يوه شرقي دروازه او بله غربي دروازه او په دې توگه به مي د ابراهيم (عليه السلام په لاس جوړ شوي) بنسټ ته رسولې وه).
نوموړي همداراز د يوي ضمني يادوني په توگه خپل يو پخواني خوب ته هم تفصيلاً اشاره وکړه او وئې ويل:
ما په ديارلس كلنۍ كي او هغه مهال چي د كعبې د جوړښت څرنگوالي په اړه هيڅ نه پوهېدم؛ نه مي له چا څه اورېدلي او نه مي څه لوستلي وو؛ په خوب كي مي كعبه داسي ليدلې چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم په دغه حديث كي ښودل شوې؛ زه له شرقي دروازې ننوځيم، د مازديگر په لمانځه ودرېږم، همدا مهال رسول الله صلى الله عليه و سلم له يو شمېر يارانو سره ئې له غربي دروازي داخل شي، ما ته وگوري او تبسم وكړي؛ زه داسي وانگېرم چي ښايي ما د قبلې لورى غلط كړى؛ زه خو د معمول مطابق د غرب په لوري ودرېدلى يم؛ اوس خو زه د كعبې منځ كي يم، قبله به مي كوم لوري ته وي، ښايي ما اشتباه كړې نو ځكه رسول الله صلى الله عليه و سلم تبسم وكړ، په لمانځه كي ښي لاس ته راتاو شم، خپلي مخي ته د حطيم منحني دېوالگى د كعبې دننه وگورم، له ځان سره ووايم: له لمانځه وروسته به له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره روغبړ كوم، په ركوع كي او د سبحان ربي العظيم ويلو كي راويښ شوم. تر ننه څلور كه پنځه ځلي كعبې ته د ننوتلو شرف راپه برخه شوى، لومړنى ئې په خوب كي او نور په ويښه. كله چي د شوروي ځواكونو خلاف د جهاد دوران كي ما د سعودي ښايسته غنم رنگي ځوانان وليدل چي په څېرو كي ئې ايمان ځلېدو؛ نو هغه خوب او په خوب كي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د څېرې رنگ راپه ياد شو؛ چي همدغو ځوانانو ته ورته وو. د حكمة البارئ لومړي جلد په پيل كي مي د دې خوب تفصيلات ليكلي. زه دا ريښتينې رؤيا؛ او عملي تحقق ئې؛ د الله تعالى دومره ستره پېرزوينه گڼم چي د شكر له اداء كولو ئې ځان عاجز بولم؛ زما د ايمان په مضبوطولو كي ئې بې انتهاء مرسته راسره كړې؛ د دې رؤيا په اړه مي دا اوس او نژدې 62 كالونه وروسته؛ احساس داسي دئ چي كله ئې په تنهائي او لمانځه كي راپه ياد كړم؛ اوښكي مي توى شي. آيا د داسي خوبونو د تفسير او تأيل لپاره له دې پرته كومه بله توجيه موندلى شو چي دا د داسي ذات له لوري انسان ته الهام كېږي چي په غيب پوه دئ؟ آيا د ماضي او مستقبل د هغو پېښو په اړه چي انسان د خپلو حواسو په مرسته هيڅكله نه شي پرې پوهېدى؛ په رؤيا كي پوهېدا؛ او د غيب له عالم پيغامونه تر لاسه كول؛ همدا نه ثابتوي؟
ښاغلي حکمتيار ورته مهال په ٢٥م باب کي بيا (د مکې د کورونو ميراث، اخيستل، پلورل...) تر عنوان لاندي لاندينی روايت هم په مفصل ډول توضیح کړ، لکه چي فرمايي:
802 - عَنْ أُسَامَةَ بْنِ زَيْدٍ رضي الله عنه أَنَّهُ قَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَيْنَ تَنْزِلُ فِي دَارِكَ بِمَكَّةَ؟ فَقَالَ: «وَهَلْ تَرَكَ عَقِيلٌ مِنْ رِبَاعٍ؛ او دُورٍ»؟ وَكَانَ عَقِيلٌ وَرِثَ أَبَا طَالِبٍ، هُوَ وَطَالِبٌ، وَلَمْ يَرِثْهُ جَعْفَرٌ وَلا عَلِيٌّ رضي الله عنهما شَيْئًا، لأَنَّهُمَا كَانَا مُسْلِمَيْنِ، وَكَانَ عَقِيلٌ وَطَالِبٌ كَافِرَيْنِ. (بخاري:1588)
٨٠٢- له اسامه بن زيد رضي الله عنهما روايت دئ چي وئې ويل: يا رسول الله! د مکې په کوم کور کي دي اړوې؟ وئې فرمايل: (آيا عقيل کومه خونه او کور پرېښى؟) د ابو طالب ميراث؛ عقيل او طالب ته رسېدلى وو؛ نه جعفر كوم څه په ميراث ترې وړى وو او نه علي رضي الله عنهما؛ دا ځکه چي دوى دواړه مسلمانان وو؛ عقيل او طالب (د ابو طالب د وفات په وخت كي) كافران ول؛ (عقيل وروسته مسلمان شو خو طالب تر مرگ كافر پاته شو)؛ عمر بن الخطاب رضي الله عنه به ويل: مؤمن له كافر ميراث نه وړي.
د نوموړي په وينا چي په دې روايت كي د مكې د فتح ورځ ته اشاره شوې؛ په همدغه ورځ اسامه بن زيد رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وويل: په مکې كي به په خپل کوم کور کي اړوې؟ د رسول الله صلى الله عليه و سلم ځواب دا وو چي جعفر او علي كور نه لري؛ ځكه چي د پلار له ميراث څه نه دي وررسېدلي او عقيل او طالب لا ايمان نه دئ راوړى نو د دوى كور ته نه شو تللى.
همداراز په ٢٦م باب کي ئې بيا تر دې عنوان لاندي چي (په مکه کي د رسول الله صلى الله عليه و سلم اړول) لاندينيو روایاتو ته هم په تفصيلي توگه کتنه وکړه؛ هلته چي فرمايي:
803 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم حِينَ أَرَادَ قُدُومَ مَكَّةَ: «مَنْزِلُنَا غَدًا إِنْ شَاءَ اللَّهُ بِخَيْفِ بَنِي كِنَانَةَ، حَيْثُ تَقَاسَمُوا عَلَى الْكُفْرِ». يَعْنِي: ذَلِكَ الْمُحَصَّبَ، وَذَلِكَ أَنَّ قُرَيْشًا وَكِنَانَةَ، تَحَالَفَتْ عَلَى بَنِي هَاشِمٍ وَبَنِي عَبْدِالْمُطَّلِبِ؛ او بَنِي الْمُطَّلِبِ: أَنْ لا يُنَاكِحُوهُمْ وَلا يُبَايِعُوهُمْ، حَتَّى يُسْلِمُوا إِلَيْهِمُ النَّبِيَّ صلى الله عليه و سلم . (بخاري:1590)
٨٠٣- له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم چي مکې ته د تلو اراده وکړه وئې فرمايل: (سبا به مو إن شاء الله د بني کنانه په خيف كي اړول وي؛ هغه ځاى كي چي قريشو پر كفر لوړه كړې وه). يعني مراد ئې مُحَصَّبْ (شگلنه زمكه) وو؛ چېري چي قريش او بني کنانه د بني هاشم او بني عبدالمطلب يا بني المطلب په خلاف تړون کړى وو چي تر هغه به له دوى سره نه د نکاح كومه معامله كوي او نه د پېر پلور؛ چي نبي صلى الله عليه و سلم وروسپاري.
نوموړی وايي چي دا روايت په بخاري كي 4 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 1589 - 1590 - 3882 - 4285 او دغو توپيرو سره راغلی:
په يوه كي حِينَ أَرَادَ قُدُومَ مَكَّةَ په بل كي حِينَ أَرَادَ حُنَيْنًا، په يوه كي وَهُوَ بِمنٰى راغلي په نورو كي نه دي راغلي؛ لكه چي گورئ په دې رواياتو كي جدي توپيرونه تر سترگو كېږي؛ سره له دې چي د ټولو راوي ابو هريره رضي الله عنه دئ! د بخاري لوستونكى نه پوهېږي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د مكې په لوري روان وو كه د حنين لوري ته؛ هلته چي د حنين ستره جگړه رامنځته شوه.
ښاغلي حکمتيار همداراز د موضوع د لا وضاحت په اړه وويل:
د حنين پېښه د اتم هجري كال د شوال مياشتي په 13 رامنځته شوه؛ او دا د مكې له فتحي وروسته وه؛ مكه د اتم هجري كال د رمضان په لسمه فتح شوه؛ او د حنين پېښه نژدې يوه مياشت وروسته رامنځته شوې؛ پوښتنه دا ده چي په دغو متعارضو رواياتو كي چي راوي ئې يو دئ؛ يو ئې وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم له منٰى مكې ته د تگ اراده وكړه؛ د دې معنى دا ده چي دا د حجة الوداع په كال وه؛ خو بل روايت وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د حنين اراده وكړه؛ په داسي حال كي چي د حنين پېښه تر حجة الوداع وړاندي وه؛ او هغه مهال رسول الله صلى الله عليه و سلم منٰى ته نه وو تللى؛ ځكه چي په عمره كي څوك منٰى ته نه ځي؛ له دغو متعارضو رواياتو يوازي يو ئې صحيح گڼلى شو؛ امام بخاري دواړه هممهاله صحيح گڼلي!! د بخاري هيڅ شارح هم د دې تعارض رفع كولو په اړه د منلو وړ توجيه نه ده وړاندي كړې؛ عمدة القاري ويلي چي كېدى شي دا دوه بېل بېل وختونه وي؛ بېل بېل وختونه يعني څه؟ له دغو رواياتو په څرگنده توگه معلومېږي چي دا د هغه سفر مربوط روايات دي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د مكې له فتحي وروسته مكې ته داخل شو؛ او بيا په همدې سفر كي د حنين ستره او ناڅاپي جگړه رامنځته شوه؛ په دې سفر كي رسول الله صلى الله عليه و سلم منٰى ته قطعاً نه دئ تللى؛ خو په روايت كي د ثابتو تاريخي واقعيتونو خلاف ويل شوي (وَهُوَ بِمنٰى): او دى په منٰى كي وو!!
نوموړي همداراز په ٢٧م باب کي بيا (د کعبې شريفې ورانېدا) په اړه لاندي راوړل شوي روايات هم په تفصيلي توگه تشريح کړل؛ هلته چي فرمايي:
804 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم قَالَ: «يُخَرِّبُ الْكَعْبَةَ ذُو السُّوَيْقَتَيْنِ مِنَ الْحَبَشَةِ». (بخاري:1591)
٨٠٤ – له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (د نريو لنگيو درلودونکى حبشي به کعبه ورانوي).
تكرار: دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 1591 - 1596
توپير: د دواړو روايتونو متن سره ورته دئ، لومړي راويان ئې هم الزُّهْرِيِّ، سَعِيد بْن المُسَيِّب، أَبُو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ دي؛ له زهري وروسته ئې راويان بېل بېل دي.
خو نه امام بخاري ويلي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم دا وړاندوينه د وحي له مخي كړې كه د كومي رؤيا له مخي؛ او نه هم د بخاري كوم شارح؛ قرآن وايي: په زمكي او آسمانونو كي له الله تعالى پرته هيڅوك په غيب نه پوهېږي؛ په غيب د پوهېدا فقط دوه صورتونه دي: يقيني پوهه چي د الله تعالى له لوري وحي ده او ظني پوهه چي د رؤيا له لاري د انسان په برخه كېږي. آيا كولى شو يو داسي روايت ومنو چي غريب دئ او په دريو طبقو كي يو يو راوي لري، رسول الله صلى الله عليه و سلم ته په غيب پوهېدا منسوبوي؛ او دا هم د قرآن د صريحو گڼ شمېر آيتونو د قاطع حكم خلاف؛ روايت هم داسي چي د حديث هيڅ شارح نه دي ويلي او ويلي نه شي چي د كعبې د ورانولو پېښه به كله رامنځته كېږي؛ ځينو د قيامت له علائمو گڼلې، ځينو د عيسى عليه السلام تر ظهور لږ وړاندي؛ د ورانوونكي په اړه هم بېل بېل شخصي آراء وړاندي شوي؛ لومړى راوي ئې په صحابه وو كي كوم شاهد نه لري او دوهم راوي ئې په تابعينو كي؛ د روايت د متن لپاره په ټول قرآن كي هيڅ تلويحي شاهد هم نه مومو؛ هو؛ په قرآن كي دا مومو چي فرمايي:
(... وَلَوْلا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا وَلَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ 40 الحج: 40
... او كه د خلكو ځيني په ځينو نورو سره د دفع كولو الهي سنت نه وى نو حتماً به صوامع (د رهبانانو عبادت ځايونه)، بيع (د نصرانيانو معبدونه)، صلوات (د يهودو معبدونه) او مساجد (د مسلمانانو جوماتونه) چي د الله نوم په كي زيات زيات يادېږي ټول وران شوي وو؛ او الله به هرو مرو هغو ته نصرت وركوي چي د ده ملتيا كوي، يقيناً چي الله عزتمن ځواكمن دئ.
د ښاغلي حکمتيار په وينا يعني دا ثابت، دائمي او نه بدلېدونكى الهي سنت دئ چي د خلكو د يوې ډلي ظلم او تېرى د بلي په لاس دفع كوي، مظلومانو ته دا اجازه او توفيق وركوي چي د ظالمانو او تېري كوونكو طغيان د دوى په لاس دفع كړي او د ظلم ټغر ټول كړي. كه دا الهي سنت نه وئ نو حتماً به ټول هغه معبدونه وران شوي وو چي د الله تعالى نوم په كي يادېږي، كه دا له خلكو لري په غرونو او ځنگلو كي د رهبانانو عبادت ځايونه دي، كه د يهودو او نصاروو معبدونه دي او كه د مسلمانانو جوماتونه، د دې الهي لارښووني معنى دا ده چي كوم ولسونه ظالمانو ته تسليم شي، له خپلو حقوقو د دفاع لپاره د ظالمانو په خلاف د مقاومت لار غوره نه كړي، له خپلو انساني حقوقو او ديني اقدارو دفاع ونه كړي، د ظالمانو مخي ته ونه درېږي، د زور په ضد زور او د وسلې په خلاف وسله ونه كاروي؛ نو نه يوازي دا چي خپل حقوق به تر لاسه نه كړي بلكي معبدونه به ئې هم وران شي.
نوموړي دا هم وويل چي دا آيت په پرېكنده توگه اعلان كوي چي له ديني شعائرو او مقدسو ځايونو الله تعالى په دې توگه دفاع كوي چي يوه ډله په بلي ډلي دفع كوي، د خداى پالونكو په لاس هغه خلك دفع كوي چي غواړي عبادت ځايونه وران كړي، كله چي له شعائرو د دفاع لپاره خداى پالونكي ملا وتړي نو الله تعالى ئې مرسته كوي او په دين دښمنه ځواكونو برلاسي وركوي، كه دا الهي سنت نه وى نو د عبادت ټول مخكيني او اوسني ځايونه به وران شوي وو!! د دې معنى دا ده چي الله تعالى په خارق العاده توگه د خلكو له ديني مقدساتو او عبادت ځايونو دفاع نه كوي، له انسانانو پرته ئې په خپلو نورو لښكرو نه ساتي، په انسانانو ئې هم يوازي هلته ساتي چي دوى ئې ساتني ته ملا وتړي. تر هغه چي د الهي نصرت لپاره ښاېسته او وړ خلك راپيدا نه شي؛ الله تعالى خپل نصرت او تائيد نه نازلوي. كه داسي نه وى نو كعبه به په طبيعي پېښو كي نه ورانېده او په داخلي جگړو كي به تاوان نه وررسېدو؛ په دې روايت كي چي د كعبې د ورانېدا په اړه څه گورو؛ همدا مطلب افاده كوي.
نوموړي همداراز پوښتنه مطرح کړه او وئې ويل: كه كوم غير مُسلِم انسان ووايي: د مسلمانانو قرآن يو څه وايي او د هغوى حديث بل څه؛ قرآن له هر ماسوى الله په غيب پوهېدا په قاطع او مكرره توگه نفى كوي؛ خو د دوى د حديث په كتابونو كي پيغمبر ته په غيب پوهېدا منسوب شوې؛ ځواب به مو څه وي؟ دې معترض ته به څنگه قناعت وركوو چي په اسلام او په اساساتو كي ئې؛ په قرآن او حديث كي هيڅ تعارض او تناقض نشته؛ محمد عليه السلام د الله تعالى رسول دئ او فقط هغه څه ئې موږ ته ويلي چي وحي ئې ورته شوې؟!! كه څوك له همدې كبله له ايمان راوړلو ډډه وكړي؛ مسئوليت به ئې يقيناً د هغه چا پر غاړه وي چي له قرآن سره متعارض روايات د خلكو مخي ته ږدي. څوك چي له الله تعالى پرته بل چا ته په غيب پوهېدا منسوب كړي؛ كه دا فرشته وي، پېرى وي، انسان وي؛ كه پيغمبر وي، كه نجومي وي او كه فال ليدونكى وي؛ او چا دا انتساب تصديق كړ؛ په حقيقت كي ئې د قرآن له وينا انكار كړى او پرې كافر شوى؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي: چا چي د نجومي خبره تصديق كړه؛ په هغه قرآن كافر شوى چي پر محمد (عليه السلام) نازل شوى.
د روايت په ژباړي كي مي د پښتو دا لفظ راوړى؛ لنگى؛ په انگريزي كي دې ته ليگ (leg) وايي؛ په فارسي كي د لگد صيغه لرو؛ له دې معلومېږي چي د دغو الفاظو بنسټ يو دئ؛ همغسي لكه چي د برادر او (brother)، پدر او father، مادر او mother بنسټ يو دئ؛ او همغسي لكه چي د برادر، برار او ورور؛ خور او خواهر؛ او پلار او پدر بنسټ يو دئ؛ او دا ښيي چي د انسانانو ژبي مشترك بنسټ لري او ټول انسانان مشترك نژادي بنسټ او دا هر څه د قرآن هغه وينا تأييدوي چي وايي: انسانان له يوې جوړې پيدا شوي.
805 - عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم قَالَ: «كَأَنِّي بِهِ أَسْوَدَ أَفْحَجَ، يَقْلَعُهَا حَجَرًا حَجَرًا». (بخاري: 1595)
٨٠5 – له ابن عباس رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (لکه چي زه همدا اوس يو توربخون، ارت لنگى (هغه چي دواړه لنگي ئې يو له بل لري وي) گورم چي (کعبه ورانوي) او يوه يوه تيږه ئې راباسي).
هغه زياتوي چي د دې روايت په اړه دا يادوني ضروري برېښي:
1- په روايت كي د كعبې نوم نه دئ اخيستل شوى.
2- له فحوى ئې داسي معلومېږي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د كعبې ورانېدا او ورانوونكى ئې په خوب كي ليدلي.
3- روايت غريب دئ؛ په دريو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: عُبَيدِ اللهِ بنِ الأخنَسِ، ابن أبي مُلَيكَةَ او ابن عباس رضي الله عنه.
ښاغلی حکمتيار همداراز په ٢٨م باب کي؛ تر دې آيت او عنوان لاندي چي (جَعَلَ اللَّهُ الْكَعْبَةَ...) د راوړل شوي روايت په اړه وايي چي:
دا روايت په اصل كي د عاشوراء په اړه دئ؛ خو دلته تر دې باب لاندي راغلې: (دا آيت چي فرمايي: (جَعَلَ اللَّهُ الْكَعْبَةَ...)؛ په آيت كي چي څه راغلي په روايت كي په دې اړه څه نه دي ويل شوي. هلته چي فرمايي:
806 - عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها قَالَتْ: كَانُوا يَصُومُونَ عَاشُورَاءَ قَبْلَ أَنْ يُفْرَضَ رَمَضَانُ، وَكَانَ يَوْمًا تُسْتَرُ فِيهِ الْكَعْبَةُ، فَلَمَّا فَرَضَ اللَّهُ رَمَضَانَ، قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم: «مَنْ شَاءَ أَنْ يَصُومَهُ فَلْيَصُمْهُ، وَمَنْ شَاءَ أَنْ يَتْرُكَهُ فَلْيَتْرُكْهُ». (بخاري:1592)
٨٠6 – له عائشې رضي الله عنها روايت دئ چي وايي: د رمضان د روژې له فرضېدو مخکي به خلکو د عاشوراء ورځ روژه نيوله او په همدې ورځ به کعبې ته (نوى) پوښ ورکول کېدو؛ خو کله چي الله تعالی د رمضان روژه فرض کړه؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (څوك چي غواړي په هغې كي روژه ونيسي ودې نيسي او څوك چي ئې پرېښودل غواړي نو پرې دې ږدي).
نوموړی زياتوي چي دا روايت په اصل كي د عاشوراء په اړه دئ؛ خو دلته تر دې باب لاندي راغلې: (دا آيت چي فرمايي: (جَعَلَ اللَّهُ الْكَعْبَةَ...)؛ په آيت كي چي څه راغلي په روايت كي په دې اړه څه نه دي ويل شوي؛ يوازي دومره ويل شوي چي قريشو به هر كال په دې ورځ پر كعبې غلاف (پوښ) غوړولو.
د هغه پر وينا د عاشوراء په اړه روايات دومره متعارض او متضارب دي چي له منځه ئې د يوه غوراوى؛ گران او حتى مستحيل دئ. راشئ وگورو چي په رواياتو كي د عاشوراء په ارتباط څه راغلي. په دې اړہ د بخاري يو روايت دا دئ:
عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا، قَالَتْ: «كَانَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ تَصُومُهُ قُرَيْشٌ فِي الجَاهِلِيَّةِ، وَكَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَصُومُهُ فَلَمَّا قَدِمَ المَدِينَةَ صَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ، فَلَمَّا نَزَلَ رَمَضَانُ كَانَ رَمَضَانُ الفَرِيضَةَ، وَتُرِكَ عَاشُورَاءُ، فَكَانَ مَنْ شَاءَ صَامَهُ وَمَنْ شَاءَ لَمْ يَصُمْهُ». بخاري: 2002
له عائشې (رضي الله عنها) روايت دئ چي وايي: قريشو به د جاهليت په زمانه کي د عاشوراء په ورځ روژہ نيوله او رسول الله (صلى الله عليه وسلم) به هم په دې ورځ روژہ نيوله او کله چي ئې مدينې ته هجرت وکړ نو بيا ئې هم دا ورځ روژہ نيوله او نورو ته ئې د روژې نيولو امر وکړ خو کله چي د رمضان روژہ فرض شوه نو د عاشوراء د ورځي روژہ ئې پرېښوده بيا د هر چا خپله خوښه وه چي په دې ورځ ئې روژہ نيوله او که نه.
دا روايت په بخاري كي اته ځلي په دغو شمېرو راغلى: 1592، 1893، 2001، 2002، 3831، 4501، 4502، 4503، 4504؛ د دغو رواياتو تر منځ دومره جدي او ژور توپيرونه او تعارضات تر سترگو كېږي چي يو په هغه صورت كي ترې غوره كولى شو چي نور ټول رد كړو؛ په ځينو كي ويل شوي كَانَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ تَصُومُهُ قُرَيْشٌ فِى الْجَاهِلِيَّةِ، وَكَانَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم يَصُومُهُ، فَلَمَّا قَدِمَ الْمَدِينَةَ صَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ په بل كي كَانُوا يَصُومُونَ عَاشُورَاءَ قَبْلَ أَنْ يُفْرَضَ رَمَضَانُ، وَكَانَ يَوْمًا تُسْتَرُ فِيهِ الْكَعْبَةُ، په بل كي صَامَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم عَاشُورَاءَ، وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ. فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ تُرِكَ، په بل كي أَنَّ قُرَيْشًا كَانَتْ تَصُومُ يَوْمَ عَاشُورَاءَ فِى الْجَاهِلِيَّةِ، ثُمَّ أَمَرَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم بِصِيَامِهِ حَتَّى فُرِضَ رَمَضَانُ په بل كي كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم أَمَرَ بِصِيَامِ يَوْمِ عَاشُورَاءَ، فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ كَانَ مَنْ شَاءَ صَامَ، وَمَنْ شَاءَ أَفْطَرَ. په بل كي كَانَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ تَصُومُهُ قُرَيْشٌ فِى الْجَاهِلِيَّةِ، وَكَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَصُومُهُ، فَلَمَّا قَدِمَ الْمَدِينَةَ صَامَهُ، وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ، فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ تَرَكَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ، فَمَنْ شَاءَ صَامَهُ، وَمَنْ شَاءَ تَرَكَهُ. په بل كي كَانَ عَاشُورَاءُ يَوْمًا تَصُومُهُ قُرَيْشٌ فِى الْجَاهِلِيَّةِ، وَكَانَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم يَصُومُهُ، فَلَمَّا قَدِمَ الْمَدِينَةَ صَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ، فَلَمَّا نَزَلَ رَمَضَانُ كَانَ مَنْ شَاءَ صَامَهُ، وَمَنْ شَاءَ لَا يَصُومُهُ په بل كي كَانَ عَاشُورَاءُ يَصُومُهُ أَهْلُ الْجَاهِلِيَّةِ، فَلَمَّا نَزَلَ رَمَضَانُ قَالَ « مَنْ شَاءَ صَامَهُ، وَمَنْ شَاءَ لَمْ يَصُمْهُ» په بل كي كَانَ عَاشُورَاءُ يُصَامُ قَبْلَ رَمَضَانَ، فَلَمَّا نَزَلَ رَمَضَانُ قَالَ « مَنْ شَاءَ صَامَ، وَمَنْ شَاءَ أَفْطَرَ» په بل كي قَدِمَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم الْمَدِينَةَ، فَرَأَى الْيَهُودَ تَصُومُ يَوْمَ عَاشُورَاءَ، فَقَالَ «مَا هَذَا»؛ قَالُوا هَذَا يَوْمٌ صَالِحٌ، هَذَا يَوْمٌ نَجَّى اللهُ بَنِى إِسْرَائِيلَ مِنْ عَدُوِّهِمْ، فَصَامَهُ مُوسَى. قَالَ «فَأَنَا أَحَقُّ بِمُوسَى مِنْكُمْ». فَصَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ. په بل كي قَالَ كَانَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ تَعُدُّهُ الْيَهُودُ عِيدًا، قَالَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم «فَصُومُوهُ أَنْتُمْ» په بل كي لَمَّا قَدِمَ الْمَدِينَةَ وَجَدَهُمْ يَصُومُونَ يَوْمًا، يَعْنِى عَاشُورَاءَ، فَقَالُوا هَذَا يَوْمٌ عَظِيمٌ، وَهْوَ يَوْمٌ نَجَّى اللهُ فِيهِ مُوسَى، وَأَغْرَقَ آلَ فِرْعَوْنَ، فَصَامَ مُوسَى شُكْرًا لِلَّهِ. فَقَالَ «أَنَا أَوْلَى بِمُوسَى مِنْهُمْ» فَصَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ. په بل كي أَنَّ النَّبِىَّ صلى الله عليه وسلم بَعَثَ رَجُلاً يُنَادِى فِى النَّاسِ، يَوْمَ عَاشُورَاءَ « أَنْ مَنْ أَكَلَ فَلْيُتِمَّ أَوْ فَلْيَصُمْ، وَمَنْ لَمْ يَأْكُلْ فَلَا يَأْكُلْ په بل كي أَرْسَلَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم غَدَاةَ عَاشُورَاءَ إِلَى قُرَى الأَنْصَارِ «مَنْ أَصْبَحَ مُفْطِرًا فَلْيُتِمَّ بَقِيَّةَ يَوْمِهِ، وَمَنْ أَصْبَحَ صَائِمًا فَلْيَصُمْ». قَالَتْ فَكُنَّا نَصُومُهُ بَعْدُ، وَنُصَوِّمُ صِبْيَانَنَا، وَنَجْعَلُ لَهُمُ اللُّعْبَةَ مِنَ الْعِهْنِ، فَإِذَا بَكَى أَحَدُهُمْ عَلَى الطَّعَامِ أَعْطَيْنَاهُ ذَاكَ، حَتَّى يَكُونَ عِنْدَ الإِفْطَارِ. په بل كي قَالَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم يَوْمَ عَاشُورَاءَ « إِنْ شَاءَ صَامَ» په بل كي أَمَرَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم رَجُلاً مِنْ أَسْلَمَ أَنْ أَذِّنْ فِى النَّاسِ «أَنَّ مَنْ كَانَ أَكَلَ فَلْيَصُمْ بَقِيَّةَ يَوْمِهِ، وَمَنْ لَمْ يَكُنْ أَكَلَ فَلْيَصُمْ، فَإِنَّ الْيَوْمَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ» په بل كي أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ لِرَجُلٍ مِنْ أَسْلَمَ « أَذِّنْ فِى قَوْمِكَ أَوْ فِى النَّاسِ يَوْمَ عَاشُورَاءَ أَنَّ مَنْ أَكَلَ فَلْيُتِمَّ بَقِيَّةَ يَوْمِهِ، وَمَنْ لَمْ يَكُنْ أَكَلَ فَلْيَصُمْ » په ځينو كي ويل شوي: مَا رَأَيْتُ النَّبِىَّ صلى الله عليه وسلم يَتَحَرَّى صِيَامَ يَوْمٍ فَضَّلَهُ عَلَى غَيْرِهِ، إلَّا هَذَا الْيَوْمَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَهَذَا الشَّهْرَ. يَعْنِى شَهْرَ رَمَضَانَ !! په ځينو كي قَالَ دَخَلَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم الْمَدِينَةَ وَإِذَا أُنَاسٌ مِنَ الْيَهُودِ يُعَظِّمُونَ عَاشُورَاءَ وَيَصُومُونَهُ فَقَالَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم « نَحْنُ أَحَقُّ بِصَوْمِهِ ». فَأَمَرَ بِصَوْمِهِ. په بل كي قَالَ لَمَّا قَدِمَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم الْمَدِينَةَ وَجَدَ الْيَهُودَ يَصُومُونَ عَاشُورَاءَ، فَسُئِلُوا عَنْ ذَلِكَ، فَقَالُوا هَذَا الْيَوْمُ الَّذِى أَظْفَرَ اللهُ فِيهِ مُوسَى وَبَنِى إِسْرَائِيلَ عَلَى فِرْعَوْنَ، وَنَحْنُ نَصُومُهُ تَعْظِيمًا لَهُ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم « نَحْنُ أَوْلَى بِمُوسَى مِنْكُمْ ». ثُمَّ أَمَرَ بِصَوْمِهِ. په بل كي قَدِمَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم الْمَدِينَةَ وَالْيَهُودُ تَصُومُ عَاشُورَاءَ فَقَالُوا هَذَا يَوْمٌ ظَهَرَ فِيهِ مُوسَى عَلَى فِرْعَوْنَ. فَقَالَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم لأَصْحَابِهِ « أَنْتُمْ أَحَقُّ بِمُوسَى مِنْهُمْ، فَصُومُوا ». په بل كي لَمَّا قَدِمَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم الْمَدِينَةَ، وَالْيَهُودُ تَصُومُ عَاشُورَاءَ، فَسَأَلَهُمْ، فَقَالُوا هَذَا الْيَوْمُ الَّذِى ظَهَرَ فِيهِ مُوسَى عَلَى فِرْعَوْنَ، فَقَالَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم « نَحْنُ أَوْلَى بِمُوسَى مِنْهُمْ فَصُومُوهُ» په بل كي قَالَ صَامَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم عَاشُورَاءَ، وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ. فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ تُرِكَ. وَكَانَ عَبْدُ اللهِ لَا يَصُومُهُ، إلَّا أَنْ يُوَافِقَ صَوْمَهُ. په بل كي د دې خلاف ويل شوي: كَانَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ تَعُدُّهُ الْيَهُودُ عِيدًا، قَالَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم « فَصُومُوهُ أَنْتُمْ» يعني يهودانو دا ورځ د عيد په توگه لمانځله او رسول الله صلى الله عليه و سلم له هغوى سره د مخالفت ښودلو په توگه وويل چي تاسو روژہ ونيسئ؛ او دا د ټولو نورو رواياتو خلاف دئ.
نوموړي وويل كومه برخه چي په ژړ رنگ ښودل شوې؛ په دې كي يو مطلب په همدومره شمېر رواياتو كي په بېلي بېلي بڼي راغلى؛ او په آبي رنگ ښودل شوې ئې بل مطلب همداسي په بېلي بېلي بڼي كي راوړى؛ د دغو متعارضو رواياتو تر منځ تعارضات او توپيرونه دا دي:
ځيني ئې وايي چي د عاشوراء روژہ قريشو هم نيوله او رسول الله صلى الله عليه و سلم هم له همغه مهاله نيوله او گواكي قريشو به په دغي ورځ پر كعبې نوى غلاف غوړاوو!! ځيني ئې وايي كله چي رسول الله صلى الله عليه و سلم مدينې ته راغى يهودان ئې وليدل چي په دې ورځ روژہ نيسي وئې پوښتل چي ولي په دې ورځ روژہ نيسئ؟ هغوى وويل: دا يوه ستره ورځ ده، فرعون په كي غرق شوى او موسى عليه السلام ته برى ورپه برخه شوى، موږ د دغي ورځي د درناوي لپاره روژہ نيسو؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل چي موږ تر يهودانو زيات د دې وړ يو چي د دې ورځي درناوى وكړو، نو په خپله ئې هم د روژې نيول پيل كړل او نورو ته ئې هم امر وكړ، ځيني ئې وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم تر رحلت لږ وړاندي د دې روژې نيول پيل كړل، چا ورته وويل: دا خو له يهودانو سره شباهت راځي، رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: د شباهت ختمولو لپاره به راتلونكى كال يوه ورځ مخكي هم روژہ نيسم؛ خو هغه د دغي ورځي تر بيا رارسېدو وړاندي رحلت وكړ!! ځيني ئې وايي: يهودانو به دغه ورځ د عيد او خوشحالۍ د ورځي په توگه لمانځله؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم له يهودو سره د مخالفت په موخه وفرمايل: چي تاسو په دې ورځ روژہ ونيسئ!! ځيني ئې وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د عاشوراء د ورځي سحر مهال اعلان وكړ او كليو ته ئې څوك ولېږو چي خلك خبر كړي او ورته ووايي: چا چي څه نه وي خوړلي روژې ته دي دوام وركړي او چا چي څه خوړلي وي تر ماښامه دي څه نه خوري!! ځيني ئې وايي چي د روژې تر فرضېدو پوري دا روژہ نيول كېده خو د روژې له فرضېدو وروسته پرېښودل شوه او ځيني ئې د دې خبري تر څنگ دا هم علاوه كوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: د هر چا خپله خوښه چي په دې ورځ روژہ نيسي كه نه!! په يوه كي دا هم ويل شوي چي قريشو به په دغي ورځ د روژې تر څنگ د كعبې غلاف هم بدلولو!! په يوه كي راغلي چي عبد الله بن مسعود رضي الله عنه په دې ورځ روژه نه نيوله مگر دا چي د ده د روژو په ورځو كي به راغله.
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ دغو متعارضو رواياتو له منځه د يوه انتخاب محال او ناممكن دئ، امام بخاري هم نه دي ويلي چي په دغو متعارضو او متضادو رواياتو كي كوم يو ئې د متن، محتوى او إسنادو له پلوه صحيح او تر نورو غوره دئ؛ او په كوم دليل؛ د بخاري هيڅ شارح هم نه ويلي او نه ويلى شي چي كوم روايت تر نورو غوره دئ!! دا د يوه اصل په توگه په پام كي ولرئ چي كله د يوې موضوع په اړہ متعارض روايات مومو؛ داسي چي تر منځ ئې نه تلفيق ممكن وي او نه داسي دليل موندلى شو چي يوه ته پر بل ترجيح وركړو، په قرآن كي كوم شاهد ورته ونه مومو، په خپله دغو رواياتو كي هم د ترجيح وجه پيدا نه كړو نو په كار دا ده چي ټول يوې خوا ته پرېږدو، نه استناد پرې وكړو، نه ئې نورو ته ووايو او نه كوم يو د خپلي سليقې له مخي غوره كړو؛ په ځانگړې توگه چي روايت د داسي مباح امورو په اړه وي چي د مستحب نوم هم نه شو وركولى؛ لكه د عاشوراء په ورځ روژه.
ځيني د تاريخ ستري ستري پېښي دې ورځي ته منسوبوي او وايي: آدم عليه السلام په دغه ورځ پيدا شوى، له جنت له راكوزېدا وروسته دى او مېرمن ئې په دغه ورځ سره يو ځاى شوي، نوح عليه السلام په دغه ورځ ژغورل شوى، فرعون په دغه ورځ غرق شوى او موسى عليه السلام له بحر روغ تېر شوى، يونس عليه السلام په دغه ورځ د كب له گېډي سالم وتلى، ابراهيم عليه السلام په دغه ورځ له اوره روغ وتلى!!! او دا ټول د دې لپاره يادوي چي وښيي د كربلا او د حسين رضي الله عنه د شهادت پېښه په دغي ستري تاريخي ورځي كي رامنځته شوې!! دې ته هم پام نه كوي چي د هغو سترو سترو پېښو د كربلا له پېښي سره هيڅ مناسبت او مماثلت نشته، په هغوى كي الله تعالى ظالمان او د دين دښمنان هلاك كړي او پيغمبرانو عليهم السلام ته ئې بريا ورپه برخه كړې او له كړاوونو ئې ژغورلي، حال دا چي په كربلا كي د دغو ټولو تاريخي پېښو خلاف د حسين رضي الله عنه په شمول د ده د كورنۍ او پلويانو نژدې اويا غړي په شهادت رسېدلي!! دې ته نه گوري چي د عاشوراء د ورځي د سترو سترو تاريخي پېښو اړوند روايات ټول اسرائيلي روايات دي چي هيڅ وزن او ارزښت نه لري.
ځيني دې ورځي ته د يوم من ايام الله نوم وركوي!! چي دا نُومَوَنه په بشپړہ توگه غلطه ده، قرآن هغو سترو سترو ورځو ته د ايام الله نوم وركړى چي د شر، فساد، كفر او شرك ستر ستر ځواكونه په سخت الهي عذاب اخته شوي او حقپالو ته ستره او تاريخي بريا ورپه برخه شوې.
ځيني د محرم الحرام ټوله مياشت دومره سپېڅلې مياشت بولي چي له روژې پرته تر ټولو مياشتو ئې افضل گڼي، دا په داسي حال كي چي نه په قرآن كي د دې مياشتي د ځانگړي فضيلت په اړہ څه ويل شوي او نه په كوم صحيح حديث كي، د اسلام له نظره ټولي ورځي او مياشتي يو برابر دي، د اوقاتو فضيلت ذاتي نه دئ، د هغه ځانگړي عمل له مخي يو وخت پر بل فضيلت مومي چي په هغه كي تر سره شوى. د روژې مياشت د دې لپاره افضل گڼل شوې چي په دې كي قرآن نازل شوى، د قدر شپه له دې امله په دې نامه ياده شوې او تر زرو مياشتو غوره گڼل شوې چي په همدې شپه پر رسول الله صلى الله عليه و سلم د قرآن نزول پيل شوى، څلور حرام مياشتي: رجب، ذي القعده، ذي الحجه، محرم او رجب له دې امله د اشهر الحرم په نامه يادي شوې چي په دې كه به د حج او عمرې مراسم ترسره كېدل.
د درس په پای کي قدرمن مشر دعائيه وينا ولوسته او له هغې وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.
