No-IMG

د حکمتيار صاحب ديارلسمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

شنبه د حمل ۱۹مه؛ ۱۴۰۲ھ‌ش:

 

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله ديارلسمه درسي محاضره د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر ورونو په کي گډون کړی وو.

نوموړي د خپل مخکني درس په دوام وويل:

نننی درس مو د بخاري (د حج كتاب) په ١٧م باب پيلوو؛ چي عنوان ئې دی (د تلبيې په وخت قبلې ته مخ اړول) لکه چي فرمايي:

787 - عَنِ ابْنِ عُمَرَ رضي الله عنه: أَنَّهُ كَانَ يُلَبِّي من ذِي الْحُلَيْفَةِ، ثُمَّ إِذَا بَلَغَ الْحَرَمَ يُمْسِكُ حَتَّى إِذَا جَاءَ ذَا طُوًى بَاتَ بِهِ، حَتَّى يُصْبِحَ، فَإِذَا صَلَّى الْغَدَاةَ اغْتَسَلَ، وَزَعَمَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم فَعَلَ ذَلِكَ. (بخاري: 1553)

٧٨٧- له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي هغه به له ذي الحليفې تلبيه ويله؛ بيا كله چي به حرم ته ورسېد؛ بنده به ئې کړه، تر هغه چي (ذي طوى) ته به ورسېد؛ هملته به ئې شپه کړه، تر هغه چي سبا به راويښ شو؛ كله چي به ئې د سهار لمونځ وكړ؛ نو وبه لمبېدو؛ او گمان ئې كاوو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم همداسي کول.

ښاغلي حکمتيار د پورتني روايت د تشريح په اړه وويل:

دلته د باب او شرح باب تر منځ هيڅ ارتباط نه ليدل كېږي؛ باب داسي دئ: د تلبيې په وخت قبلې ته مخ اړول؛ خو په روايت كي د قبلې لوري ته مخ اړول نشته!!

ورپسي ئې (د حج کتاب) ١٨ باب هم په تفصيلي توگه تشريح کړ؛ چي عنوان ئې وو (درې ته د کوزېدو په مهال تلبيه ويل) لکه چي فرمايي:

788 - عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ الْنَبِيُّ صلى الله عليه و سلم: «أَمَّا مُوسَى كَأَنِّي أَنْظُرُ إِلَيْهِ إِذِ انْحَدَرَ فِي الْوَادِي يُلَبِّي». (بخاري:1555)

٧٨٨- له ابن عباس رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: نبي صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (... او موسى (عليه السلام) داسي وو لکه چي زه ئې همدا اوس گورم چي درې ته کوزېږي او تلبيه وايي).

ښاغلي حکمتيار زياته کړه؛ دا د يوه روايت يوه برخه ده چي په مطلب ئې هغه مهال سم پوهېدى شو چي ټول روايت خپلي مخي ته كښېږدو؛ ځكه دا واضح نه ده چي رسول الله صلى الله عليه و سلم موسى عليه السلام څنگه د تلبيې ويلو په حالت كي ليدلى؛ په خوب كي كه په ويښه؛ بشپړ روايت داسي دئ

1555 - عَنْ مُجَاهِدٍ، قَالَ: كُنَّا عِنْدَ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، فَذَكَرُوا الدَّجَّالَ أَنَّهُ قَالَ: مَكْتُوبٌ بَيْنَ عَيْنَيْهِ كَافِرٌ، فَقَالَ ابْنُ عَبَّاسٍ: لَمْ أَسْمَعْهُ وَلَكِنَّهُ قَالَ: «أَمَّا مُوسَى كَأَنِّي أَنْظُرُ إِلَيْهِ إِذْ انْحَدَرَ فِي الوَادِي يُلَبِّي» بخاري

له مجاهد روايت دئ چي ويلي ئې دي: د ابن عباس رضي الله عنه خوا ته وو؛ حاضرينو د دجال يادونه وكړه چي د دواړو سترگو تر منځ ئې د كافر كلمه ليكل شوې؛ ابن عباس وويل: دا مي نه دي ترې اورېدلي؛ خو وئې فرمايل: (... او موسى (عليه السلام) داسي وو لکه چي زه ئې همدا اوس گورم چي درې ته کوزېږي او تلبيه وايي).

د هغه پر وينا؛ دا روايت په بخاري كي 3 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 1555- 5913- 7408 او تر منځ ئې دا توپيرونه ليدل کېږي:

په يوه كي يوازي د دجال او موسى عليه السلام يادونه شوې او په بل كي پر دوى سربېره د ابراهيم عليه السلام يادونه هم شوې؛ ځينو محدثينو دا وضاحت هم كړى چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په خوب كي ابراهيم او موسى عليهما السلام ليدلي وو.

 

نوموړی وايي دا هم ضروري برېښي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په دې خوب كي عيسى عليه السلام او دجال هم ليدلي؛ او له دې معلومېږي چي د دجال په اړه د روايت منشأ رؤيا ده؛ نه قرآن او نه وحي. د دې رؤيا اړوند روايت داسي دئ:   

7026 - عن عَبْدِ اللَّهِ بْنَ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " بَيْنَا أَنَا نَائِمٌ رَأَيْتُنِي أَطُوفُ بِالكَعْبَةِ، فَإِذَا رَجُلٌ آدَمُ، سَبْطُ الشَّعَرِ، بَيْنَ رَجُلَيْنِ، يَنْطُفُ رَأْسُهُ مَاءً، فَقُلْتُ: مَنْ هَذَا؟ قَالُوا: ابْنُ مَرْيَمَ، فَذَهَبْتُ أَلْتَفِتُ فَإِذَا رَجُلٌ أَحْمَرُ جَسِيمٌ، جَعْدُ الرَّأْسِ، أَعْوَرُ العَيْنِ اليُمْنَى، كَأَنَّ عَيْنَهُ عِنَبَةٌ طَافِيَةٌ، قُلْتُ: مَنْ هَذَا؟ قَالُوا: هَذَا الدَّجَّالُ، أَقْرَبُ النَّاسِ بِهِ شَبَهًا ابْنُ قَطَنٍ " وَابْنُ قَطَنٍ رَجُلٌ مِنْ بَنِي المُصْطَلِقِ مِنْ خُزَاعَةَ. رواه البخارى

له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (په داسي حال كي چي ويده وم ځان داسي گورم چي د كعبې طواف كوم؛ ناڅاپه يو غنم رنگى سړى چي وېښتان ئې گڼ دي؛ د دوو تنو تر منځ، له سر ئې د اوبو څاڅكي څڅېږي؛ ومي ويل: دا څوك دئ؟ وئې ويل: دا د مريمي زوى دئ؛ بيا ولاړم؛ شاوخوا مي كتل؛ ناڅاپه يو سړى گورم چي سور رنگى او پرېړ دئ، وېښتان ئې تاو شوي، په ښۍ سترگي ړوند دئ؛ سترگه ئې داسي ده لكه د انگور په يوه وږي كي غټه او جوته دانه. ومي ويل: دا څوك دئ؟ وئې ويل: دا دجال دئ؛ په خلكو كي ده ته نژدې ورته كس؛ ابْنُ قَطَن دئ). ابْنُ قَطَن د بَنِي المُصْطَلِقِ له قبيلې وو.

 

نوموړي دا هم وويل چي له دې روايت څو خبري په ډېر صراحت سره معلومېږي:

 

1- رسول الله صلى الله عليه و سلم دجال په خوب كي ليدلى.

 

2- يو انسان او د بني المصطلق قبيلې يوه تن ته ئې جسم، رنگ او وېشتان ورته وو.

 

3- په ښۍ سترگي ړوند وو. (خو د ده په اړه صحيح مسلم كي راغلى روايت وايي چي دجال په كيڼي سترگي ړوند وو؛ تفصيلات به ئې وروسته وگورئ)؛ او دا ښيي چي صحيح مسلم او صحيح بخاري په خپلو منځونو كي داسي ژور تعارضات هم لري؛ ځيني داسي گمان كوي چي دواړه به په بشپړه توگه او په ټولو رواياتو كي سره متفق وي؛ خو حقيقت دا دئ چي د دې دواړو رواياتو په څېر په ډېرو نورو كي هم ژور توپيرونه سره لري).

 

ښاغلي حکمتيار همداراز د ١٩م باب په 1559 شمېره روايت کي د رسول الله صلى الله عليه و سلم په زمانه کي د ده په څېر إهلال (د حج او عمرې نيت) ته هم په تفصيلي توگه تشريح کړ؛ هلته چي فرمايي:

789 - عَنْ أَبِي مُوسَى رضي الله عنه قَالَ: بَعَثَنِي النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم إِلَى قَوْمٍ بِالْيَمَنِ، فَجِئْتُ وَهُوَ بِالْبَطْحَاءِ، فَقَالَ: «بِمَا أَهْلَلْتَ»؟ قُلْتُ: أَهْلَلْتُ كَإِهْلالِ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم. قَالَ: «هَلْ مَعَكَ مِنْ هَدْيٍ»؟ قُلْتُ: لا. فَأَمَرَنِي فَطُفْتُ بِالْبَيْتِ وَبِالصَّفَا وَالْمَرْوَةِ، ثُمَّ أَمَرَنِي فَأَحْلَلْتُ، فَأَتَيْتُ امْرَأَةً مِنْ قَوْمِي، فَمَشَطَتْنِي؛ او غَسَلَتْ رَأْسِي. فَقَدِمَ عُمَرُ رضي الله عنه، فَقَالَ: إِنْ نَأْخُذْ بِكِتَابِ اللَّهِ فَإِنَّهُ يَأْمُرُنَا بِالتَّمَامِ، قَالَ اللَّهُ: وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ للَّه وَإِنْ نَأْخُذْ بِسُنَّةِ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم فَإِنَّهُ لَمْ يَحِلَّ حَتَّى نَحَرَ الْهَدْيَ. (بخاري:1559)

٧٨٩- ابو موسى رضي الله عنه وايي: زه رسول الله صلى الله عليه و سلم د يمن يوه قوم ته ولېږلم؛ په داسي حال كي (ترې) راغلم چي هغه په بَطْحَاء (د مكې دننه يو ځاى) کي وو؛ وئې فرمايل: د څه نيت او اراده دي كړې (د حج كه عمرې؟)؛ ومي ويل: د نبي صلى الله عليه و سلم د نيت په شان مي نيت کړى. وئې فرمايل: كومه هدي (د قربانۍ څاروي) درسره شته؟؛ ومي ويل: نه؛ بيا ئې امر راته وکړ نو ما د بيت الله او صفا او مروه طواف وكړ؛ بيا ئې امر راته وکړ او له احرام ووتلم؛ نو د خپل قوم يوې مېرمني ته ورغلم؛ نو ئې وېښتان راږمنځ کړل؛ يا ئې سر راومينځلو. بيا چي عمر رضي الله عنه راوړاندي شو؛ وئې ويل: که د الله په كتاب تمسك وكړو؛ نو هغه د اتمام امر راته كوي؛ الله تعالى فرمايلي: وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ للَّه: حج او عمره د الله لپاره بشپړه كړئ؛ او که د رسول الله صلى الله عليه و سلم په سنت تمسك كوو نو دى تر هغه له احرام ونه وتلو چي هدي ئې ذبح كړه.

 

هغه د پورتني روايت په اړه زياتوي چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو 1559، 1724 او دغو توپيرو سره راغلی:

په يوه كي يمن ته د ابو موسى رضي الله عنه د لېږلو او راستنېدلو يادونه شوې؛ په بل كي نه ده شوې؛ په يوه كي بِمَا أَهْلَلْتَ؟ په بل كي أَحَجَجْتَ؟، په يوه كي أَهْلَلْتُ كَإِهْلَالِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ او په بل كي لَبَّيْكَ بِإِهْلَالٍ كَإِهْلَالِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، په يوه كي فَأَمَرَنِي، فَطُفْتُ بِالْبَيْتِ، وَبِالصَّفَا وَالمَرْوَةِ په بل كي أَحْسَنْتَ، انْطَلِقْ، فَطُفْ بِالْبَيْتِ، وَبِالصَّفَا وَالمَرْوَةِ، په يوه كي فَأَتَيْتُ امْرَأَةً مِنْ قَوْمِي، فَمَشَطَتْنِي - أَوْ غَسَلَتْ رَأْسِي په بل كي ثُمَّ أَتَيْتُ امْرَأَةً مِنْ نِسَاءِ بَنِي قَيْسٍ، فَفَلَتْ: رَأْسِي (وېښتان مې پرانيستل)، په يوه كي ثُمَّ أَهْلَلْتُ بِالحَجِّ، فَكُنْتُ أُفْتِي بِهِ النَّاسَ، حَتَّى خِلَافَةِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ فَذَكَرْتُهُ لَهُ، په بل كي دا مطلب نه دئ راغلى او داسي ويل شوي: فَقَدِمَ عُمَرُ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ چي لازم وضاحت په كي نشته؛ په دواړو كي د عمر رضي الله عنه دا وينا راغلې: إِنْ نَأْخُذْ بِكِتَابِ اللَّهِ فَإِنَّهُ يَأْمُرُنَا بِالتَّمَامِ، قَالَ اللَّهُ: {وَأَتِمُّوا الحَجَّ وَالعُمْرَةَ لِلَّهِ} [البقرة: 196] وَإِنْ نَأْخُذْ بِسُنَّةِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَإِنَّهُ «لَمْ يَحِلَّ حَتَّى نَحَرَ الهَدْيَ»؛ نه امام بخاري دا وضاحت كړى چي د عمر رضي الله عنه د وينا مطلب څه دئ؛ او نه په دواړو روايتونو كي په دې اړه كافي وضاحت ليدل كېږي.

 

د حزب اسلامي افغانستان د محترم أمير په وينا چي د ځينو محدثينو له آراءو داسي معلومېږي چي عمر رضي الله عنه د ابو موسى له فتوى او رأى سره توافق نه دئ كړى؛ د قرآن په آيت او د رسول الله صلى الله عليه و سلم په سنت ئې استناد كړى؛ ځكه قرآن د حج بشپړولو لارښوونه كړې؛ يعني كله چي د حج لپاره احرام وتړئ او مناسك پيل كړئ نو تر بشپړېدو پوري ئې مه قطع كوئ؛ عمر رضي الله عنه د رسول الله صلى الله عليه و سلم د حج په اړه وايي: وَإِنْ نَأْخُذْ بِسُنَّةِ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم فَإِنَّهُ لَمْ يَحِلَّ حَتَّى نَحَرَ الْهَدْيَ. راشئ نسائي ته غوږ شو چي وايي

أنَّ أبا مُوسى سَأَلَ عُمرَ عن ذلِك، فقال عُمرُ: قد عَلِمْتُ أنَّ رَسولَ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ قد فَعَلَه، ولكنْ كَرِهْتُ أنْ يَظلُّوا مُعرِّسينَ بهنَّ في الأراكِ، ثمَّ يَروحوا في الحجِّ تَقطُر رُؤوسُهم، ومعْناه: كَرِهْتُ التَّمتُّعَ؛ لأنَّه يَقتضي التَّحلُّلَ ووَطْءَ النِّساءِ إلى حِينِ الخُروجِ إلى الحجِّ. النسائي

يعني ابو موسى له عمر رضي الله عنه په دې اړه وپوښتل او هغه وويل: په دې پوهېږم چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په خپله دا كار كړى؛ خو دا مي خوښ نه شو چي حاجيان عرفات ته نژدې تر اراك پوري له خپلو مېرمنو سره نژدېكت كوي او بيا سبا د حج مناسك په داسي حال كي پيلوي چي له سرونو ئې اوبه څڅېږي (غسل ئې كړى)؛ او معنى ئې دا ده چي عمر رضي الله عنه ويلي: تمتع (له عمرې وروسته له احرام وتل) مي نه خوښېږي؛ دا ځكه چي تر هغه له احرام وتل او له مېرمنو سره نژدېكت ايجابوي چي حج لپاره وځي.

 

نوموړی وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ابو موسى ته ځكه د عمرې له اداء كولو وروسته؛ له احرام د وتلو لارښوونه وكړه چي هغه نه د حج او عمرې د گډ يا بېل؛ څرگنده اراده او نيت كړى وو او نه ئې له ځان سره هدي درلوده؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم د پوښتني په ځواب كي ئې ويلي: (أَهْلَلْتُ كَإِهْلَالِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ)؛ يعني تا چي د حج او عمرې په اړه څه نيت كړى؛ زه به همغسي كوم؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم ورته ويلي: د بيت الله طواف او د صفا او مروه سعي وكړه؛ بيا له احرام ووځه. د تمتع، قران او افراد حجونو تفصيلات به په خپل ځاى كي وگورئ. وروستي حديث كي د دې وضاحت شوى.

 

ښاغلي حکمتيار همداراز د موضوع په دوام د بخاري د حج کتاب ٢٠م، ۲۱م او ۲۲م بابونه او عناوين هم په تفصيلي توگه يو په بل پسي تشريح کړل او زياته ئې کړه:

د بخاري د حج کتاب ۲۰ باب د قرآن په دي آيت پيل شوی؛ هلته چي فرمايي:

(الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَعْلُومَاتٌ ...) البقرة: 197

790 - عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها: وَحَدِيْثُهَا فِي الْحَجِّ قّدْ تَقَدَّمَ، قَالَتْ فِيْ هذِهِ الرِّوَايَةِ: خَرَجْنَا مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم فِي أَشْهُرِ الْحَجِّ، وَلَيَالِيَ الْحَجِّ وَحُرُمِ الْحَجِّ، فَنَزَلْنَا بِسَرِفَ، قَالَتْ: فَخَرَجَ إِلَى أَصْحَابِهِ فَقَالَ: «مَنْ لَمْ يَكُنْ مِنْكُمْ مَعَهُ هَدْيٌ، فَأَحَبَّ أَنْ يَجْعَلَهَا عُمْرَةً فَلْيَفْعَلْ، وَمَنْ كَانَ مَعَهُ الْهَدْيُ فَلا». قَالَتْ: فَالآخِذُ بِهَا وَالتَّارِكُ لَهَا مِنْ أَصْحَابِهِ، قَالَتْ: فَأَمَّا رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم وَرِجَالٌ مِنْ أَصْحَابِهِ فَكَانُوا أَهْلَ قُوَّةٍ، وَكَانَ مَعَهُمُ الْهَدْيُ فَلَمْ يَقْدِرُوا عَلَى الْعُمْرَةِ. وَذَكَرَتْ بَاقِيَ الْحَدِيْثِ. (بخاري: 1560)

790- د حج په اړه د عائشې رضي الله عنها روايت مخکي تېر شو او په دې روايت كي وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره د حج په مياشتو، د حج په شپو او د حج په حرماتو (محترمو مقاماتو، وختونو او حالتونو) كي له مدينې ووتو او په (سرف) كي مو واړول؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم خپلو اصحابو ته ورووت او وئې فرمايل: "له چا سره چي هدي (د قرباني هغه څاروی چي حاجي ئې د قربانۍ په ورځ او د قربانۍ په خاص ځاى كي ذبح كوي) نه وي او دا ئې خوښېږي چي عمره ئې كړي؛ نو همداسي دې وکړي، خو هغه چي هدي ورسره وي نو داسي دي نه کوي"؛ عائشې رضي الله عنها وويل: نو له يارانو ئې ځيني پرې عمل كوونكي شول او ځيني پرېښودونكي (د عمرې له نيت)؛ او وئې ويل: اما رسول الله صلى الله عليه و سلم او يو شمير ياران ئې چي توانمن ول او هدي ورسره وه؛ د عمرې په اداء كولو قادر نه شول. پاته حديث ئې هم بيان كړ.

 

نوموړي همداراز بيا په ٢١م باب کي د حج په ذکر شويو ډولونو (تمتع، قران او افراد...) تفصيلي بحث درلود؛ لکه چي فرمايي:

791 - وَعَنْهَا رضي الله عنها فِيْ رِوَايَةٍ قَالَتْ: خَرَجْنَا مَعَ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم وَلا نُرَى إلَّا أَنَّهُ الْحَجُّ، فَلَمَّا قَدِمْنَا تَطَوَّفْنَا بِالْبَيْتِ، فَأَمَرَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم مَنْ لَمْ يَكُنْ سَاقَ الْهَدْيَ أَنْ يَحِلَّ، فَحَلَّ مَنْ لَمْ يَكُنْ سَاقَ الْهَدْيَ، وَنِسَاؤُهُ لَمْ يَسُقْنَ فَأَحْلَلْنَ، قَالَتْ صَفِيَّةُ: مَا أُرَانِي إلَّا حَابِسَتُهُمْ قَالَ: «عَقْرَى حَلْقَى أَوَ مَا طُفْتِ يَوْمَ النَّحْرِ»؟ قَالَتْ: قُلْتُ: بَلَى قَالَ: «لا بَأْسَ انْفِرِي». (بخاري:1561)

٧٩۱او عائشه رضي الله عنها په بل روايت کي وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره له مدينې روان شوو او گمان مو دا وو چي حج اداء کوو، مکې ته چي ورسيدو د بيت الله طواف مو وکړ، رسول الله صلى الله عليه و سلم امر وکړ چي چا هدي (د قربانۍ څاروی) نه وي راوستلی له احرام دي ووځي، نو له چا سره چي هدي نه وه له احرام ووتل؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم مېرمنو له ځان سره هدي نه وې رواني كړې، نو له احرام ووتلې؛ صفيې رضي الله عنها وويل: فکر کوم چي زه د كاروان د تگ ايساروونكې يم؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم هغې ته دا دوه الفاظ وكارول (عَقْرَى حَلْقَى) او بيا ئې وفرمايل: آيا د لوى عيد په ورځ دي طواف نه وو كړى؟ وئې ويل: هو؛ ولي نه؛ نو وئې فرمايل: پروا ئې نشته حركت وكړه.

 

د نوموړي په وينا دا روايت په بخاري كي 4 ځلي په دغو شمېرو 1561، 1762، 1771، 6157 او دغو توپيرو سره راغلی:

په يوه كي وَحَاضَتْ صَفِيَّةُ بِنْتُ حُيَيٍّ، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «عَقْرَى حَلْقَى، إِنَّكِ لَحَابِسَتُنَا، يعني پيغمبر عليه السلام صفيې ته ويلي چي موږ له روانېدو رايساروې؛ په بل كي حَاضَتْ صَفِيَّةُ لَيْلَةَ النَّفْرِ فَقَالَتْ: مَا أُرَانِي إِلَّا حَابِسَتَكُمْ، قَالَ: النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ «عَقْرَى حَلْقَى، أَطَافَتْ يَوْمَ النَّحْرِ؟ يعني صفيې ويلي چي گمان كوم زه د روانېدو مانع يم!! او په بل كي د دواړو خلاف ويل شوي: أَرَادَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ يَنْفِرَ، فَرَأَى صَفِيَّةَ عَلَى بَابِ خِبَائِهَا كَئِيبَةً حَزِينَةً، لِأَنَّهَا حَاضَتْ، فَقَالَ: «عَقْرَى حَلْقَى - لُغَةٌ لِقُرَيْشٍ - إِنَّكِ لَحَابِسَتُنَا» يعني صفيه رضي الله عنها د رسول الله صلى الله عليه و سلم د اوسېدو ځاى ته ورغلې؛ كله چي هغه د دړي خوا ته پرېشانه او غمجنه ليدلې او پوه شوي چي له دې كبله غمجنه ده چي د وداع له طواف محرومه شوې نو رسول الله صلى الله عليه و سلم ورته هغه الفاظ ويلي. اما بخاري نه دي ويلي چي له دغو رواياتو كوم يو ئې ارجح او د اعتبار وړ دئ؛ په بشپړ يقين سره ويلى شو چي په دې پېښي كي نه يوازي هيڅ داسي څه نه مومو چي له كبله ئې رسول الله صلى الله عليه و سلم صفيې رضي الله عنها ته كوم سخت او نامناسب لفظ وكاروي؛ بر عكس د هغې پرېشانه او د زړه سوي وړ حالت ته په پام سره بايد رسول الله صلى الله عليه و سلم هغې ته داسي څه ويلي وي چي انديښنه ئې رفع او خوشحاله ئې كړي.

 

ښاغلی حکمتيار وايي د دې تكراري رواياتو په اړه څو وضاحتونه ضروري دي:

 

الف: د إسنادو له پلوه ډېر غريب دي، تر درېيمي طبقي پوري يو يو راوي لري چي دا دي: عائشه، اسود او ابراهيم رضي الله عنهم. له هغه وروسته ئې راويان بېل بېل دي؛ بخاري له شپږمي طبقې راويانو تر لاسه كړي.

 

ب: سره له دې چي درې پر له پسې راويان ئې سره ورته دي خو په الفاظو كي ئې توپيرونه راغلي

 

ج: حج په شپږم هجري كال كي فرض شوى؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم په لسم هجري كال حج كړى او همدا د ده يوازينى حج وو؛ نژدې سل زره حجاج ورسره وو؛ دا حج د حجة الوداع په نامه ياد شوى؛ خو د بخاري د رواياتو له الفاظو داسي معلومېږي لكه چي دا بېل بېل حجونه وو! ځينو داسي انگېرلې چي حج په اتم يا نهم هجري كال كي فرض شوى؛ حال دا چي د فرضيت حكم ئې له هغه آيت معلومېږي چي په شپږم هجري كال نازل شوى؛ آيت دا دئ: آيه (وللهِ عَلى النّاس حِجُّ البيتِ مَنِ استَطَاع إليه سَبِيلًا)؛ دا د  آل عمران سورې 97 آيت دئ؛ دا سوره په شپږم هجري كال او د احد له جگړي وروسته نازله شوې؛ د آيت له الفاظو داسي معلومېږي چي حج تر دې وړاندي فرض شوى؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم تر بعثت وړاندي هم حج او عمره كړې. د بخاري په 1664 روايت  کي راغلي چي جُبَيْرِ بْنِ مُطْعِمٍ ويلي: تر بعثت وړاندي مي رسول الله صلى الله عليه و سلم په عرفات كي وليد او له ځان سره مي وويل: دا خو قريشي دئ؛ دلته څه كوي؟ 

 

ح: په دې روايت كي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته دا وينا منسوب شوې چي گواكي ام المؤمنين حفصې رضي الله عنها ته ئې ويلي: عَقْرَى حَلْقَى؛ شارحينو د دې الفاظو بېلي بېلي ژباړي او تعبيرونه كړي؛ چا ويلي چي دا د قريشو مهمل تكيه كلام وو؛ چا د ښېرا په معنى نيولي؛ چا د عقرى رېښه جرح او زخم نيولې او چا د حلقى رېښه حلق او ستونى او چا د وېښتانو خرېيل؛ او ځينو ويلي چي گواكي رسول الله صلى الله عليه و سلم صفيې ته ويلي: رنځوره شې د ستوني په درد اخته شې!! نه پوهېږو څنگه څوك جرأت كوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته داسي څه منسوب كړي؟!! او د داسي ويناوو راوړلو گټه څه ده؟!! رسول الله صلى الله عليه و سلم د لوړو اخلاقو لپاره اسوه او قدوه وو؛ خپل ټول رسالت ئې په دې كي خلاصه كړى وو: بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ مَكَارِم الْأَخْلَاق: د دې لپاره مبعوث شوى يم چي اخلاقي مكارم بشپړ كړم؛ الله تعالى خو د حج په دوران كي حجاج له هر ډول شخړو، جدل، بد رد ويلو منع كړي، څنگه ومنو چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم په څېر ستر او عظيم شخصيت؛ د الله تعالى هغه رسول چي د رحمة للعلمين په نامه ئې ستايلى؛ هغه به خپلې درنې مېرمني ته داسي ښېرا كوي؟!! ولي د پنځمي او شپږمي طبقې د يوه راوي له لوري يوه تبع تابعي ته منسوب روايت (كه قبول كړو چي هغه دا خبره كړې)؛ رانقلول مهم او ضروري وگڼو؟ هغه هم داسي روايت چي په هغه كي د رسول الله صلى الله عليه و سلم په شأن كي هتك حرمت شوى؟! او ولي ئې داسي تعبير نه كړو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم صفيه رضي الله عنها ډېره غمجنه او پرېشانه ليدلې؛ نو هغې ته ئې ويلي: آيا رنځوره يې؟ ستونى دي درد كوي؟ او كله چي پوه شوى صفيه له طواف د محروميت له كبله غمجنه ده؛ هغې ته ئې ويلي: آيا د افاضې طواف دي نه وو كړى؟ وئې ويل: هو؛ ولي نه؛ نو وئې فرمايل: پروا ئې نشته؛ همغه درته كافي ده؛ حركت وكړه.

په دې روايت كي دا نه مومو چي له طواف وروسته عائشې رضي الله عنها او نورو څه كړي؛ خو په نورو رواياتو كي د دې وضاحت شوى چي ځينو عمره كړې او بيا له احرام وتلي او ځيني له احرام نه دي وتلي؛ له دې روايت معلومېږي چي عائشه او د رسول الله صلى الله عليه و سلم نورو مېرمنو عمره كړې او له احرام وتلې؛ خو عائشې رضي الله عنها ته منسوب بل روايت كي راغلي چي دې عمره نه وه كړې؛ او د حج په پاى كي له خپل ورور سره تنعيم ته د عمرې لپاره لېږل شوې.

 

د قدرمن مشر په وينا همدې ته په پام سره محققين وايي چي عائشې رضي الله عنها ته منسوب دغو روايتونو كي اضطراب او تعارض شته؛ له دواړو يوازي يو ئې صحيح كېدى شي؛ خو بخاري دواړه راوړي پرته له دې چي ووايي كوم ئې صحيح دئ!!  

792 - وَعَنْهَا رضي الله عنها فِيْ رِوَايَةٍ أُخْرَى قَالَتْ: خَرَجْنَا مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم عَامَ حَجَّةِ الْوَدَاعِ، فَمِنَّا مَنْ أَهَلَّ بِعُمْرَةٍ، وَمِنَّا مَنْ أَهَلَّ بِحَجَّةٍ وَعُمْرَةٍ، وَمِنَّا مَنْ أَهَلَّ بِالْحَجِّ، وَأَهَلَّ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم بِالْحَجِّ، فَأَمَّا مَنْ أَهَلَّ بِالْحَجِّ أَوْ جَمَعَ الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لَمْ يَحِلُّوا حَتَّى كَانَ يَوْمُ النَّحْرِ. (بخاري:1562)

٧٩٢- او له عائشې رضي الله عنها په بل روايت کي راغلي چي وئې ويل: د حجه الوداع په کال له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره روان شوو؛ نو له موږ ځينو يوازي د عمرې، ځينو د حج او عمرې او ځينو نورو يوازي د حج نيت وکړ او رسول الله صلى الله عليه و سلم په خپله د حج نيت وکړ؛ نو چا چي د حج او حج او عمرې دواړو نيت کړى وو هغوى د قربانۍ تر ورځي له احرام ونه وتل.

 

نوموړی همداراز د پورتني روايت په اړه وويل چي دا روايت په بخاري كي 4 ځلي په دغو شمېرو 1562، 4408، 2651، 400 او لاندينيو توپيرونو سره راغلی:

په ځينو كي د حَجَّةِ الوَدَاعِ يادونه شوې او په ځينو كي نه؛ له ځينو داسي معلومېږي چي چا يوازي د عمرې نيت كړى وو، چا يوازي د حج او چا د حج او عمرې، رسول الله صلى الله عليه و سلم يوازي د حج نيت كړى وو؛ نو هغه چي يوازي د حج يا د حج او عمرې يو ځايي نيت كړى وو؛ هغوى تر هغه له احرام ونه وتل چي د قربانۍ ورځ راورسېده؛ له قربانۍ وروسته له احرام ووتل.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير په وينا چي له دغو رواياتو داسي معلومېږي گواكي حج او عمره بېل بېل او په يوه سفر كي نشته؛ د عائشې رضي الله عنها د دې روايت په اړه چي د دوهمي او درېيمي طبقې راويان ئې مُحَمَّدِ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ نَوْفَلٍ او عُرْوَةَ بْنِ الزُّبَيْرِ دي؛ د ځينو رأى داسي ده: قَالَ مَالك: لَيْسَ الْعَمَل عندنَا على حَدِيث عُرْوَة عَن عَائِشَة قَدِيما وَلَا حَدِيثا، وَقَالَ أَبُو عمر: الْأَحَادِيث عَنْهَا مضطربة: مالك وايي: زموږ له نظره؛ په تېري زماني كي او اوس؛ په هغه روايت عمل كول نشته چي عروه له عائشې رضي الله عنها نقل كړى؛ ابو عمر وايي: له عائشې رضي الله عنها په دې اړه راغلي روايات مضطرب دي (ځيني ئې يو څه وايي او ځيني ئې بل څه).

793- عَنْ مَرْوَانَ بْنِ الحَكَمِ، قَالَ: شَهِدْتُ عُثْمَانَ، وَعَلِيًّا رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا وَعُثْمَانُ «يَنْهَى عَنِ المُتْعَةِ، وَأَنْ يُجْمَعَ بَيْنَهُمَا»، فَلَمَّا «رَأَى عَلِيٌّ أَهَلَّ بِهِمَا، لَبَّيْكَ بِعُمْرَةٍ وَحَجَّةٍ»، قَالَ: «مَا كُنْتُ لِأَدَعَ سُنَّةَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِقَوْلِ أَحَدٍ» (بخاري: 1563)

٧٩٣- له مروان بن الحكم روايت دئ چي وايي: عثمان او علي رضي الله عنهما مى ليدلي؛ په داسي حال كي چي عثمان د تمتع او دا چي حج او عمره په يوه سفر كي جمع كړى شي؛ ممانعت كولو؛ کله چي علي رضي الله عنه دا حالت وليد نو د يو ځايي حج او عمرې نيت ئې څرگند کړ او وئې ويل: لَبَّيْكَ بِعُمْرَةٍ وَحَجَّةٍ: د عمرې او حج لپاره تلبيه كوم؛ د هيچا په وينا به د رسول الله صلى الله عليه و سلم سنت پرېنږدم.

794 - عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنه قَالَ: كَانُوا يَرَوْنَ أَنَّ الْعُمْرَةَ فِي أَشْهُرِ الْحَجِّ مِنْ أَفْجَرِ الْفُجُورِ فِي الأَرْضِ، وَيَجْعَلُونَ الْمُحَرَّمَ صَفَرًا، وَيَقُولُونَ: إِذَا بَرَا الدَّبَرْ وَعَفَا الأَثَرْ، وَانْسَلَخَ صَفَرْ، حَلَّتِ الْعُمْرَةُ لِمَنِ اعْتَمَرْ. قَدِمَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم وَأَصْحَابُهُ صَبِيحَةَ رَابِعَةٍ مُهِلِّينَ بِالْحَجِّ، فَأَمَرَهُمْ أَنْ يَجْعَلُوهَا عُمْرَةً، فَتَعَاظَمَ ذَلِكَ عِنْدَهُمْ، فَقَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَيُّ الْحِلِّ؟ قَالَ: «حِلٌّ كُلُّهُ». (بخاري:1564)

٧٩٤- له ابن عباس رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: (خلكو داسي) انگېرل چي د حج په مياشتو کي عمره کول؛ په زمكي كي تر ټولو ستر فجور او گناه ده؛ د محرم مياشت به ئې صفر نوموله او ويل به ئې: کله چي د اوښانو شاگاني (د بار وړلو له پرهرونو) جوړي شي او د (پرهرونو) نښي ئې له منځه ولاړي شي او د صفر مياشت تېره شي؛ نو هغو ته د عمرې كول روا شي چي د عمرې كولو نيت لري. رسول الله صلى الله عليه و سلم او اصحاب ئې د ذوالحجې د څلورمي په سهار مکې ته په داسي حال کي ورسېدل چي د حج نيتونه ئې کړي وو، امر ئې ورته وکړ چي د حج نيت په عمره بدل کړي، دا ورته گران او دروند كار وبرېښېدو او وئې ويل: يا رسول الله! دا به له احرام څرنگه وتل وي؟ وئې فرمايل: په بشپړه توگه وتل.

 

نوموړي د موضوع په دوام زياته کړه چي دا روايت هم په بخاري كي 6 ځلي په دغو شمېرو 1085 – 1564 - 1651 - 1785 - 3832 سره راغلی او شپږم ځل ئې له شمېرې پرته راغلى چي تر منځ ئې لاندي توپيرونه موجود دي:

په يوه كي يُلَبُّونَ بِالحَجِّ، فَأَمَرَهُمْ أَنْ يَجْعَلُوهَا عُمْرَةً إِلَّا مَنْ مَعَهُ الهَدْيُ» په بل كي فَأَمَرَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَصْحَابَهُ أَنْ يَجْعَلُوهَا عُمْرَةً، وَيَطُوفُوا ثُمَّ يُقَصِّرُوا وَيَحِلُّوا، په بل كي وَأَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَذِنَ لِأَصْحَابِهِ أَنْ يَجْعَلُوهَا عُمْرَةً، يَطُوفُوا بِالْبَيْتِ، ثُمَّ يُقَصِّرُوا وَيَحِلُّوا، په بل كي مُهِلِّينَ بِالحَجِّ، وَأَمَرَهُمُ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ يَجْعَلُوهَا عُمْرَةً؛ په يوه كي فَقَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَيُّ الحِلِّ؟ قَالَ: «حِلٌّ كُلُّهُ» په بل كي أَلَكُمْ هَذِهِ خَاصَّةً يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «لَا، بَلْ لِلْأَبَدِ» په بل كي قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَيُّ الحِلِّ قَالَ: «الحِلُّ كُلُّهُ؛ په يوه كي كَانُوا يَرَوْنَ أَنَّ العُمْرَةَ فِي أَشْهُرِ الحَجِّ مِنْ أَفْجَرِ الفُجُورِ فِي الأَرْضِ، په بل كي فَقَالُوا: نَنْطَلِقُ إِلَى منٰى وَذَكَرُ أَحَدِنَا يَقْطُرُ په بل كي كَانُوا يَرَوْنَ أَنَّ العُمْرَةَ فِي أَشْهُرِ الحَجِّ مِنَ الفُجُورِ فِي الأَرْضِ؛ په يوه كي وَلَيْسَ مَعَ أَحَدٍ مِنْهُمْ هَدْيٌ غَيْرَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَطَلْحَةَ، وَقَدِمَ عَلِيٌّ مِنَ اليَمَنِ وَمَعَهُ هَدْيٌ؛ خو په 789 روايت كي د ابو موسى رضي الله عنه په اړه ويل شوي چي له يمن راغى: ...فَجِئْتُ (من اليمن) وَهُوَ بِالْبَطْحَاءِ، خو دلته د ابو موسى خبره د علي رضي الله عنه په ارتباط داسي راغلې: وَقَدِمَ عَلِيٌّ مِنَ اليَمَنِ وَمَعَهُ هَدْيٌ.

 

نوموړی وايي لكه چي گورئ د بخاري په دې رواياتو كي ژور توپيرونه تر سترگو كېږي؛ له بلي خوا له هغو سره تعارض او تناقض لري چي وايي: عمره او حج يو ځايي نه دي اداء شوي؛ اما بخاري نه دي ويلي چي په دوى كي كوم يو اصح دئ؛ متعارض روايات صحيح گڼل شوي؛ دا ځكه چي هغه ته ئې راويان ثقه معلوم شوي؛ په داسي حال كي چي لازمه او ضروري ده د ثقه راويانو تر منځ هم بايد هغه مهال قضاوت وشي چي ويناوي او روايات ئې مطابقت ونه لري او تر منځ ئې توپيرونه او تناقضات وي.

 

د ښاغلي حکمتيار په وينا دا روايات سره له خپلو تعارضاتو؛ د داسي موضوع په اړه دي چي په قرآن كي ئې په ډېر وضاحت او تفصيل سره يادونه شوې؛ داسي چي هيڅ مزيد شرحي ته ضرورت نه ليدل كېږي؛ او دغه روايات د دې په ځاى چي د مطلب په پوهاوي كي خاصه مرسته وكړي؛ ابهامات ئې راولاړ كړي؛ دغه ابهامات ئې د قرآن په رڼا كي رفع كولى شو او له مخي ئې په آسانۍ سره قضاوت كولى شو چي سم او ناسم روايت كوم دئ؛ قرآن فرمايي:

وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ فَإِنْ أُحْصِرْتُمْ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ وَلا تَحْلِقُوا رُءُوسَكُمْ حَتَّى يَبْلُغَ الْهَدْيُ مَحِلَّهُ فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ بِهِ أَذًى مِنْ رَأْسِهِ فَفِدْيَةٌ مِنْ صِيَامٍ أَوْ صَدَقَةٍ أَوْ نُسُكٍ فَإِذَا أَمِنْتُمْ فَمَنْ تَمَتَّعَ بِالْعُمْرَةِ إِلَى الْحَجِّ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلاثَةِ أَيَّامٍ فِي الْحَجِّ وَسَبْعَةٍ إِذَا رَجَعْتُمْ تِلْكَ عَشَرَةٌ كَامِلَةٌ ذَلِكَ لِمَنْ لَمْ يَكُنْ أَهْلُهُ حَاضِرِي الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ 196  البقرة: 196

او حج او عمره د الله لپاره تر سره كړئ، كه مو مخنيوى وشو نو بيا (ئې فديه) د قربانۍ هغه څاروى دئ چي ميسر وي او خپل سرونه تر هغه مه خرېيئ چي دا څـاروى د حـلالېدو خپـل ځاى ته ورسېږي، نـو كه ستاسو كـوم څوك بيمار وي او يا د سر له كومي برخي ځورېږي؛ نو بيا فديه ده د روژې يا صدقې يا قربانۍ او بيا كله چي په امن شئ نو كه څوك تر حج پوري له عمرې گټه واخلي نو بيا د قربانۍ هغه څاروى دئ چي ميسر وي؛ او كه چا ونه موندو نو بيا د حج په ورځو كي درې ورځي روژه او له راستنېدو وروسته اوه ورځي روژه ده؛ چي دا پوره لس ورځي كېږي، دا د هغه چا لپاره ده چي كورنۍ ئې د مسجد الحرام (د شا و خوا) اوسېدونكې نه وي؛ او له الله ووېرېږئ او په دې پوه شئ چي الله سخت عذاب وركوونكى دئ

يعني حج او عمره مو بايد د الله لپاره وي؛ كله چي د حج او عمرې اراده وكړئ؛ بايد تر سره ئې كړئ؛ كه له خنډ سره مخامخ شوئ نو له احرام تر وتلو د مخه بايد يو څاروى؛ لږ تر لږه يو پسه؛ د حرم زمكي ته د ذبحي لپاره ولېږئ؛ تر هغه به خپل سر نه خرېيئ او له احرام به نه وځئ؛ چي دا څاروى خپل ځاى ته نه وي رسېدلى، هغه بيمار ته چي د سر له وېښتانو ځورېږي او خرېيلو ته ئې اړ وي؛ دا كار كولى شي خو فديه به وركوي؛ درې ورځي روژه، يا معادل ئې شپږو مسكينانو ته خواړه وركول او يا د يوه څاروي ذبح. كه په حج كولو موفق شوئ او غوښتل مو چي تر حج د مخه عمره اداء كړئ؛ نو فديه ئې د يوه څاروي ذبح كول دي، يو پسه يا د غويي او اوښ اومه برخه؛ خو كه څوك په دې موفق نه شو؛ نو لس روژې به نيسي؛ درې ورځي د حج په دوران كي؛ د ذي الحجې له لسمي د مخه او اوه له ستنېدو وروسته. دا د تمتع اجازه هغو كسانو ته وركړى شوې چي د مكې مكرمې اوسېدونكى نه وي. د مكې اوسېدونكي به حج او عمره بېل بېل اداء كوي، له بهر راغلو حجاجو ته دا سهولت وركړى شوى چي حج او عمره يو په بل پسي په يوه احرام سره اداء كړي او يا لومړى عمره اداء كړي، له احرام ووځي او بيا د حج لپاره نوى احرام وتړي. يوه ته قِران او بل ته تمتع ويل شوي؛ د قران او تمتع په صورت كي هديه لازمه كېږي.

 

نوموړي همداراز په پوښتونکي انداز وويل:

اوس تاسو ووايئ: آيا د عمرې او حج د څرنگوالي په اړه د قرآن له دې جامع او مشرح لارښوونو سره سره؛ د هغو متعارضو رواياتو راوړل ضروري دي؟؛ او كه احياناً ضروري وي نو د همدغو لارښوونو په رڼا كي بايد يوازي هغه روايت راوړل شوى وى چي له قرآن سره مطابقت لري

د قرآن دا صريح لارښووني او اړوند آيتونه ئې؛ د بقره په سورې كي او تر دې حج څو كالونه وړاندي نازل شوي؛ ټول صحابه پرې پوهېدل؛ عجيبه ده چي موږ داسي روايتونه هم منو چي د عمر، عثمان او علي رضي الله عنهم په څېر سترو سترو او په قرآن او حديث پوه صحابه وو ته داسي څه منسوبوي چي گواكي دوى د حج او عمرې د څرنگوالي په اړه په خپلو منځونو كي اختلاف درلود!! په كار خو دا ده چي داسي روايات او راويان ئې هيڅ محدث د اعتبار وړ نه گڼلى او دوى ئې د اختلاف اچوونكو په فهرست كي نيولى

795 - عَنْ حَفْصَةَ - رضي الله عنها - زَوْجِ النَّبِيِّ - صلى الله عليه وسلم - أَنَّهَا قَالَتْ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَا شَأْنُ النَّاسِ حَلُّوا بِعُمْرَةٍ وَلَمْ تَحْلِلْ أَنْتَ مِنْ عُمْرَتِكَ؟ قَالَ: «إِنِّي لَبَّدْتُ رَأْسِي وَقَلَّدْتُ هَدْيِي، فَلا أَحِلُّ حَتَّى أَنْحَرَ». (بخاري: 1566)

٧٩٥- د رسول الله صلى الله عليه و سلم مېرمن حفصه رضي الله عنها وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته مي وويل: يا رسول الله! دا څه سبب دئ چي خلک د عمرې له اداء کولو وروسته له احرام ووتل؛ او ته له خپل احرام ونه وتلې؟ وئې فرمايل: "ما د خپل سر پر وېښتانو كنډ (هغه څه وهلي وو چي خاصه بڼه وركولو كي مرسته كوي)؛ او هدي مي په نښه کړې وه؛ نو تر هغه چي هدي ذبح نه كړم له احرام نه وځم

تكرار: دا روايت په بخاري كي 3 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 1566 - 1725 - 5916 – 

توپير: د دوي په متن كي هيڅ توپير نشته، په 4 طبقو كي ئې راويان حفصه، ورور ئې عبد الله بن عمر، نافع او مالك دي؛ او په پنځمه كي ئې عبد الله بن يوسف او اسمعيل دي. خو نه پوهېږو چي حفصه رضي الله عنها به د قرآن د هغو څرگندو آيتونو په شتون كي چي ښايي په وار وار ئې له رسول الله صلى الله عليه و سلم هم اورېدلي وي او د قرآن د تلاوت په دوران كي هم؛ ولي به ئې دا پوښتنه كوله؟!! 

796 - عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنه: أَنَّهُ سَأَلَهُ رَجُلٌ عَنِ التَّمَتُعِ وَقَالَ: نَهَانِيْ نَاسٌ عَنْهُ، فَأَمَرَهُ بِهِ، قَالَ الرَّجُلُ: فَرَأَيْتُ فِي الْمَنَامِ كَأَنَّ رَجُلاً يَقُولُ لِي: حَجٌّ مَبْرُورٌ، وَعُمْرَةٌ مُتَقَبَّلَةٌ، فَأَخْبَرْتُ ابْنَ عَبَّاسٍ، فَقَالَ: سُنَّةَ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم . (بخاري:1576)

٧٩٦- له عبد الله بن عباس رضي الله عنهما روايت دئ چي يوه سړي د تمتع حج په اړه وپوښتلو؛ او وئې ويل: ځينو خلکو ترې منع كړى يم! نو پرې وئې گمارو؛ هغه سړي (له حج وروسته) وويل: په خوب کي مي داسي څه وليدل چي يو سړى راته وايي: حج دي مبرور (غوره) او عمره دي مقبوله ده؛ نو ابن عباس مي (له خپل خوب) خبر كړ؛ هغه وويل: دا (د تمتع حج) د رسول الله صلى الله عليه و سلم سنت دئ.

د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ نه پوهېږو آيا د قرآن د څرگندي لارښووني په شتون كي دې ته څه ضرورت شته چي د چا رؤيا د تمتع د اثبات لپاره وړاندي شي؟!!

797 - عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِاللَّهِ رضي الله عنه: أَنَّهُ حَجَّ مَعَ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم يَوْمَ سَاقَ الْبُدْنَ مَعَهُ، وَقَدْ أَهَلُّوا بِالْحَجِّ مُفْرَدًا، فَقَالَ لَهُمْ: «أَحِلُّوا مِنْ إِحْرَامِكُمْ بِطَوَافِ الْبَيْتِ وَبَيْنَ الصَّفَا وَالْمَرْوَةِ، وَقَصِّرُوا، ثُمَّ أَقِيمُوا حَلالاً، حَتَّى إِذَا كَانَ يَوْمُ التَّرْوِيَةِ فَأَهِلُّوا بِالْحَجِّ، وَاجْعَلُوا الَّتِي قَدِمْتُمْ بِهَا مُتْعَةً». فَقَالُوا: كَيْفَ نَجْعَلُهَا مُتْعَةً، وَقَدْ سَمَّيْنَا الْحَجَّ؟ فَقَالَ: «افْعَلُوا مَا أَمَرْتُكُمْ، فَلَوْلا أَنِّي سُقْتُ الْهَدْيَ لَفَعَلْتُ مِثْلَ الَّذِي أَمَرْتُكُمْ، وَلَكِنْ لا يَحِلُّ مِنِّي حَرَامٌ حَتَّى يَبْلُغَ الْهَدْيُ مَحِلَّهُ». فَفَعَلُوا. (بخاري: 1568)

٧٩٧- له جابر بن عبدالله رضي الله عنه روايت دئ چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره ئې هغه ورځ حج وکړ چي د قربانۍ اوښان ئې له ځان سره روان كړي وو؛ په داسي حال كي چي خلکو په يقيني توگه د افراد (يوازي) حج نيت کړى وو. نو هغوى ته ئې وفرمايل: "د بيت الله او صفا او مروې په طواف سره له احرام ووځئ او وېښتان لنډ كړئ؛ بيا تر هغه همداسي آزاد اوسئ چي د ترويه ورځ (د ذي الحجې اتمه) راشي؛ بيا د حج نيت وکړئ او په دې سره خپل مفرد حج د تمتع په حج بدل کړئ". هغوى وويل: څنگه خپله عمره د تمتع عمره كړو په داسي حال کي چي د حج نوم مو ورکړى وو؟ نو وئې فرمايل: "همغه څه وكړئ چي امر ئې درته کوم؛ که ما هدي نه وى روان كړى نو د همغه څه په څېر به مي کولو چي تاسو ته ئې امر کوم؛ خو اوس تر هغه هيڅ حرام نه راته حلالېږي چي هدى خپل ټاکلي ځاى (مِنٰى) ته ورسېږي"؛ نو (صحابه وو) همداسي وكړل

عمدة القاري په روايت كي د قصر (وېښتانو لنډولو) په ارتباط ليكلي: دلته ځكه د قصر يادونه شوې چي حلق (خرېيل) حج ته پاته شي.

 

له پورتني تفصيلي وضاحت وروسته نوموړي په ٢٢م باب کي (د تمتع حج) په څرنگوالي هم تفصيلي بحث درلود او په همدې ارتباط ئې لاندينی روايت په تفصيلي توگه تشريح کړ ، هلته چي فرمايي:

798 - عَنْ عِمْرَانَ رضي الله عنه قَالَ: تَمَتَّعْنَا عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم فَنَزَلَ الْقُرْآنُ، قَالَ رَجُلٌ بِرَأْيِهِ مَا شَاءَ. (بخاري:1571)

٧٩٨- له عمران رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: د رسول الله صلى الله عليه و سلم په زمانه کي مو د تمتع حج وکړ؛ بيا قرآن (په دې اړه) نازل شو، ورپسي يوه سړي له خپلي رأيي هغه څه وويل چي وئې غوښتل.

 

نوموړي د خپل وضاحت په دوام زياته کړه چي؛ د روايت له فحوى داسي معلومېږي چي ښايي د راوي هدف له يوه شخص؛ عثمان يا عمر رضي الله عنهما وي؛ مخكي مو وليدل چي د عثمان رضي الله عنه په اړه راغلي: يَنْهَى عَنِ المُتْعَةِ، وَأَنْ يُجْمَعَ بَيْنَهُمَا؛ له تمتع حج او له دې ئې ممانعت كړى وو چي دواړه (حج او عمره) يو ځاى كړى شي. او عمر رضي الله عنه د قرآن په دې آيت (وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ) او رسول الله صلى الله عليه و سلم په دې سنت چي عمره ئې ونه كړه؛ استناد كړى وو. نه له عمران رضي الله عنه سره ښايي چي دا دوه ستر شخصيتونه په دې صيغه ياد كړي او نه له امام بخاري سره ښايي چي داسي روايت د راوړلو وړ وگڼي؛ مگر د روايت دا برخه (فَنَزَلَ الْقُرْآنُ) كافي نه ده چي ووايو دا روايت هيڅ اعتبار نه لري؛ ځكه د تمتع اړوند آيت تر دې حج ډېر وړاندي نازل شوى؛ خو دا روايت وايي: د رسول الله صلى الله عليه و سلم په زمانه کي مو د تمتع حج وکړ؛ بيا قرآن (په دې اړه) نازل شو!! څوك چي په قرآن پوه وي او له دې خبر وي چي دا آيت او د بقرې ټوله سوره؛ لومړۍ سوره ده چي په مدينه كي نازله شوې؛ هغه به څنگه دا روايت د اعتبار او استناد وړ گڼي؟!

دا صحيح ده چي قرآن ويلي: (... فَمَنْ تَمَتَّعَ بِالْعُمْرَةِ إِلَى الْحَجِّ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ...) البقرة: 196 خو داسي عمره كوونكى ئې په قرباني هم مكلف كړى؛ يعني افضل دا ده چي عمره او حج يو ځاى نه كړى شي؛ عمر رضي الله عنه او ورپسې عثمان رضي الله عنه همدې ته په پام سره خلك افضل كار ته تشويق كړي.

 

ناويلي دې پاته نه وي چي نننۍ درسي حلقه د قدرمن مشر له لوري د دعائيه وينا په ويلو پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

مسعود

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته روره ځه د حکمة الباري ته ډير اړتیا لرم تاسو راته لاره همواره کړي..کابل.پيښور. کي 03025781969

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک