د حکمتيار صاحب دولسمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
پنجشنبه د حمل ۱۷مه؛ ۱۴۰۲ھش:
د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي نن پنجشنبه د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار خپله ۱۲مه درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼشمېر ورونو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د خپل مخکني درس په دوام وويل: نننۍ درسي حلقه مو (د حج كتاب) پر ٥م باب پيل کېږي؛ چي محوري موضوع ئې «ميقات» (ټاكل شوى وخت او ځاى چي دلته ترې مراد د احرام تړلو ځاى دئ). هلته چي فرمايي:
774 - عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ، قَالَ: «إِنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَقَّتَ لِأَهْلِ المَدِينَةِ ذَا الحُلَيْفَةِ، وَلِأَهْلِ الشَّأْمِ الجُحْفَةَ، وَلِأَهْلِ نَجْدٍ قَرْنَ المَنَازِلِ، وَلِأَهْلِ اليَمَنِ يَلَمْلَمَ، هُنَّ لَهُنَّ، وَلِمَنْ أَتَى عَلَيْهِنَّ مِنْ غَيْرِهِنَّ مِمَّنْ أَرَادَ الحَجَّ وَالعُمْرَةَ، وَمَنْ كَانَ دُونَ ذَلِكَ، فَمِنْ حَيْثُ أَنْشَأَ حَتَّى أَهْلُ مَكَّةَ مِنْ مَكَّةَ» بخاري: 1530
٧٧٤- (له ابن عباس رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د مدينې د اوسېدونکو لپاره ذوالحُلَيفه، د شاميانو لپاره جُحفَه، د اهل نجد لپاره قرن المنازل او د يمنيانو لپاره يلملم؛ د ميقات په توگه ټاکلي دي او فرمايلي ئې دي: دا ځايونه د دې سيمو د اوسېدونکو او هغو نورو کسانو لپاره چي د حج او عمرې لپاره له دې سيمو تېرېږي ميقاتونه دي او څوک چي له دې ميقاتونو آخوا مکې ته لنډ وي؛ د هغوى ميقات هغه ځاى دئ چي د حج نيت کوي؛ حتى چي د مکې د خلکو لپاره په خپله مکه ميقات دئ.)
ښاغلی حکمتيار زياتوي چي؛ دا روايت په بخاري كي 6 ځلي په دغو شمېرو 1524، 1526، 1529، 1530، 1845، 7344 سره راغلی او تر منځ ئې دا توپيرونه شتون لري: په يوه كي وَلِمَنْ أَتَى عَلَيْهِنَّ مِنْ غَيْرِهِنَّ مِمَّنْ أَرَادَ الحَجَّ وَالعُمْرَةَ، په بل كي وَلِمَنْ أَتَى عَلَيْهِنَّ مِنْ غَيْرِ أَهْلِهِنَّ لِمَنْ كَانَ يُرِيدُ الحَجَّ وَالعُمْرَةَ په يوه كي وَمَنْ كَانَ دُونَ ذَلِكَ په بل كي فَمَنْ كَانَ دُونَهُنَّ په يوه كي فَمِنْ حَيْثُ أَنْشَأَ حَتَّى أَهْلُ مَكَّةَ مِنْ مَكَّةَ په بل كي فَمُهَلُّهُ مِنْ أَهْلِهِ، وَكَذَاكَ حَتَّى أَهْلُ مَكَّةَ يُهِلُّونَ مِنْهَا راغلي.
نوموړي همداراز (په ذو الحُليفه كي لمونځ) تر عنوان لاندي (د حج کتاب) «٦ باب» هم په تفصيلي توگه تشريح کړ؛ لکه چي فرمايي:
775- عَنْ عَبْدِاللَّهِ بْنِ عُمَرَ رضي الله عنه ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم أَنَاخَ بِالْبَطْحَاءِ بِذِي الْحُلَيْفَةِ، فَصَلَّى بِهَا. وَكَانَ عَبْدُاللَّهِ بْنُ عُمَرَ رضي الله عنها يَفْعَلُ ذَلِكَ. (بخاري: 1532)
٧٧٥- (له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د ذوالحليفې په بَطحَاء (پراخ خوړ چي وړي تيږي پكي خورې وي) کي خپله اوښه چو کړه او لمونځ ئې وکړ؛ او عبدالله بن عمر رضي الله عنهما داسي وو چي همدا كار به ئې كولو.)
نوموړی وايي دا روايت په بخاري كي همدا يو ځل راغلى.
له پورتنيو توضیحاتو وروسته ښاغلي حکمتيار (د حج کتاب) ۷، ۸، ۹، ۱۰، ۱۱، ۱۲، ۱۳، ۱۴ او ۱۵م بابونه هم په پرلهپسي او تفصيلي توگه تشريح کړل او زياته ئې کړه:
٧ باب: (د شجره له لاري د رسول الله صلى الله عليه و سلم سفر)
776 - عَنْ عَبْدِاللَّهِ بْنِ عُمَرَ رضي الله عنه: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم كَانَ يَخْرُجُ مِنْ طَرِيقِ الشَّجَرَةِ، وَيَدْخُلُ مِنْ طَرِيقِ الْمُعَرَّسِ، وَأَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم كَانَ إِذَا خَرَجَ إِلَى مَكَّةَ يُصَلِّي فِي مسْجِدِ الشَّجَرَةِ، وَإِذَا رَجَعَ صَلَّى بِذِي الْحُلَيْفَةِ، بِبَطْنِ الْوَادِي، وَبَاتَ حَتَّى يُصْبِحَ. (بخاري:1533)
٧٧٦- (او له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم به له مدينې د (شجره) له لاري سفر کاوو او د بېرته ستنېدو په وخت کي به د مُعَرَّس له لاري مدينې ته ننوتو او رسول الله صلى الله عليه و سلم به چي مکې ته روانېدو نو د شجره په جومات کي به ئې لمونځ کاوو او چي بېرته به راستون شو نو په ذوالحليفه کي به ئې د درې منځ كي لمونځ وكړ؛ او شپه به ئې تر سهاره هملته تېره كړه.)
قدرمن مشر د پورتني روايت په اړه وويل چي دا روايت هم په بخاري كي همدا يو ځل راغلى.
٨ باب: د رسول الله صلى الله عليه و سلم دا قول چي: (عقيق مبارکه دره ده)
777 - عَنْ عُمَرَ رضي الله عنه قَالَ: سَمِعْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه و سلم بِوَادِي الْعَقِيقِ يَقُولُ: «أَتَانِي اللَّيْلَةَ آتٍ مِنْ رَبِّي، فَقَالَ: صَلِّ فِي هَذَا الْوَادِي الْمُبَارَكِ، وَقُلْ عُمْرَةً فِي حَجَّةٍ». بخاري:1534
٧٧٧- (له عمر رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: په عقيق دره کي مي له رسول الله صلى الله عليه و سلم واورېدل چي وئې فرمايل: (تېره شپه زما د رب له لوري يو راتلونكى راته راغى او وئې ويل: په دې مبارکه دره کي لمونځ وکړه او د حج او عمرې (يو ځايي تر سره کولو نيت وکړه).
د حزب اسلامي افغانستان د محترم أمير په وينا چي دا روايت په بخاري كي 3 ځلي په دغو شمېرو 1534 - 2337 - 7343 سره راغلی او د ټولو راويان دا دي: يَحْيَى، عِكْرِمَة، ابْن عَبَّاسٍ او عُمَر رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُم او تر منځ ئې دا توپيرونه موجود دي: په يوه كي أَتَانِي اللَّيْلَةَ آتٍ په بل كي اللَّيْلَةَ أَتَانِي آتٍ په يوه كي وَقُلْ: عُمْرَةً فِي حَجَّةٍ په بل كي وَقُلْ: عُمْرَةٌ فِي حَجَّةٍ او په بل كي وَقُلْ: عُمْرَةٌ وَحَجَّةٌ
778 - عَنِ ابْنِ عُمَرَ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم: أَنَّهُ رُئِيَ وَهُوَ فِي مُعَرَّسٍ بِذِي الْحُلَيْفَةِ بِبَطْنِ الْوَادِي قِيلَ لَهُ إِنَّكَ بِبَطْحَاءَ مُبَارَكَةٍ. (بخاري:1535)
٧٧٨- (له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: نبي صلى الله عليه و سلم د ذوالحليفه دمه ځاى کي وو، په خوب کي ورته وويل شول چي ته په يوه مبارک خوړ او دره کي يې).
د ښاغلي حکمتيار پر وينا چي دا روايت د مخكيني شرح ده او دا مطلب ئې واضح كړى چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته په خوب كي ويل شوي وو چي ته په مباركي وادي كي يې او د يو ځايي حج او عمرې نيت وكړه. د بخاري په دغو څلورو روايتونو كي دا مطلب تكراري راغلى: 1533، 1534، 1535 او 1799.
٩ باب: (معطره جامې درې واري مينځل)
779 – عن يَعْلَى بْنِ أُمَيَّةَ رضي الله عنه قَالَ لِعُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَرِنِي النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حِينَ يُوحَى إِلَيْهِ، قَالَ: " فَبَيْنَمَا النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِالْجِعْرَانَةِ، وَمَعَهُ نَفَرٌ مِنْ أَصْحَابِهِ، جَاءَهُ رَجُلٌ فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، كَيْفَ تَرَى فِي رَجُلٍ أَحْرَمَ بِعُمْرَةٍ، وَهُوَ مُتَضَمِّخٌ بِطِيبٍ، فَسَكَتَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سَاعَةً، فَجَاءَهُ الوَحْيُ، فَأَشَارَ عُمَرُ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ إِلَى يَعْلَى، فَجَاءَ يَعْلَى وَعَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ثَوْبٌ قَدْ أُظِلَّ بِهِ، فَأَدْخَلَ رَأْسَهُ، فَإِذَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مُحْمَرُّ الوَجْهِ، وَهُوَ يَغِطُّ، ثُمَّ سُرِّيَ عَنْهُ، فَقَالَ: «أَيْنَ الَّذِي سَأَلَ عَنِ العُمْرَةِ؟» فَأُتِيَ بِرَجُلٍ، فَقَالَ: «اغْسِلِ الطِّيبَ الَّذِي بِكَ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، وَانْزِعْ عَنْكَ الجُبَّةَ، وَاصْنَعْ فِي عُمْرَتِكَ كَمَا تَصْنَعُ فِي حَجَّتِكَ» قُلْتُ لِعَطَاءٍ: أَرَادَ الإِنْقَاءَ حِينَ أَمَرَهُ أَنْ يَغْسِلَ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ؟ قَالَ: «نَعَمْ» بخاري: 1536
٧٧٩- (له يَعْلَى بن اميه رضي الله عنه روايت دئ چي عمر رضي الله عنه ته ئې وويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم په داسي حال کي راوښيه چي وحي پرې نازلېږي، يعلى وايي: کله چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په جعرانه کي وو؛ او يو شمېر اصحاب ئې ورسره ول؛ يو سړى ورته راغى او وئې ويل: يا رسول الله! د هغه سړي په اړه څه رأى لرې چي د عمرې لپاره د احرام تړلو په وخت كي ئې عطر وهلي وي؟ رسول الله صلى الله عليه و سلم څه شېبه سکوت وکړ، بيا وحي ورته راغله، عمر رضي الله عنه يعلى ته اشاره وکړه؛ يعلى په داسي حال كي راغى چي پر رسول الله صلى الله عليه و سلم يو څادر وو چي په هغه سره ئې پر ځان سيورى كړى وو، سر ئې ور دننه کړ او وئې ليدل چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم مخ سور شوى او له ځوږ سره سا وهي، بيا دا حالت ترې لري شو؛ او وئې فرمايل: "هغه سړى څه شو چي د عمرې په اړه ئې پوښتلي وو؟" نو هغه راوستى شو نو وئې فرمايل: هغه عطر درې ځلي ومينځه چي ستا پر جامه ده؛ چپنه دي وباسه او په عمره كي هغه څه وكړه چي په حج كي ئې كوې. عطاء ته مي وويل: آيا كله چي ئې ورته امر وكړ: درې ځلي ئې ومينځه؛ په دې سره ئې ښه پاكول غوښتل؟ وئې ويل: «هو؛»)
هغه وايي چي دا روايت په بخاري كي دوه ځلي په دغو شمېرو 1536، 4985 سره راغلی او تر منځ ئې دا توپيرونه موجود دي: په يوه كي دا راغلي أَنَّ يَعْلَى، كَانَ يَقُولُ: لَيْتَنِي أَرَى رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حِينَ يُنْزَلُ عَلَيْهِ الوَحْيُ، په بل كي نه دي راغلي، په يوه كي فِي رَجُلٍ أَحْرَمَ بِعُمْرَةٍ، وَهُوَ مُتَضَمِّخٌ بِطِيبٍ، په بل كي فِي رَجُلٍ أَحْرَمَ فِي جُبَّةٍ، بَعْدَ مَا تَضَمَّخَ بِطِيبٍ په يوه كي وَهُوَ يَغِطُّ، ثُمَّ سُرِّيَ عَنْهُ په بل كي يَغِطُّ كَذَلِكَ سَاعَةً، ثُمَّ سُرِّيَ عَنْهُ، راغلي.
نوموړي همداراز د موضوع په دوام لانديني روايتونه هم يو په بل پسي تشريح کړل؛ لکه چي فرمايي:
780 - عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها ، زَوْجِ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم ، قَالَتْ: كُنْتُ أُطَيِّبُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم لإِحْرَامِهِ حِينَ يُحْرِمُ، وَلِحِلِّهِ قَبْلَ أَنْ يَطُوفَ بِالْبَيْتِ. (بخاري: 1539)
۷۸۰ – (د رسول الله صلى الله عليه و سلم له مېرمني؛ عائشې رضي الله عنها روايت دئ چي وايي: پر رسول الله صلى الله عليه و سلم به مي د احرام تړلو له كبله هغه مهال هم عطر وهل چي احرام به ئې تړلو او له احرام د وتلو لپاره هم؛ تر دې وړاندي چي د بيت الله طواف وكړي.)
هغه زياتوي چي دا روايت په بخاري كي دوه ځلي په دغو شمېرو 267، 1539 او دغو توپيرو سره راغلی:
په يوه كي كُنْتُ أُطَيِّبُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَيَطُوفُ عَلَى نِسَائِهِ، راغلي خو په بل كي دا برخه (فَيَطُوفُ عَلَى نِسَائِهِ) نه ده راغلې، په يوه كي (ثُمَّ يُصْبِحُ مُحْرِمًا يَنْضَخُ طِيبًا) راغلي؛ په بل كي نه دي راغلي.
د ښاغلي حکمتيار په وينا كه څوك له 267 روايت خبر نه وي نو د 1539 روايت په مطلب سم نه شي پوهېدى؛ حتى په دې مغالطه كي پرېوځي چي ښايي د احرام په وخت كي عطر وهل جائز دي؛ حال دا چي 267 روايت وضاحت كوي چي دا عطر وهل تر احرام وړاندي وو او د احرام تړلو په وخت كي به ئې د عطر آثار له منځه وړل (ثُمَّ يُصْبِحُ مُحْرِمًا يَنْضَخُ طِيبًا).
١١ باب: (د احرام په وخت په وېښتانو څه وهل)
781- عَنِ ابْنِ عُمَرَ رضي الله عنه قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم يُهِلُّ مُلَبِّدًا. بخاري: 1540
٧٨۱ – (له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي وئې ويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم مي واورېدو چي په جگ غږ ئې الله يادولو (لبيك اللهم لبيك) ئې ويلو؛ په داسي حال كي چي په وېښتانو ئې كنډ وهلي (مُلَبِّدًا) وو).
د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير وايي چي؛ تلبيد په وېښتانو كنډ ته ورته څه وهل دي چي په تنظيمولو او پاك ساتلو كي ئې مرسته كوي؛ دا جائز دي او رسول الله صلى الله عليه و سلم همدا كار كړى وو؛ اما له دې پرته پر وېښتانو داسي څه وهل چي معطر او غوړ ئې كړي ممنوع دي. او زياتوي چي دا روايت په بخاري كي 3 ځلي په دغو شمېرو (١٥٤٠)، (٥٩١٤) (٥٩١٥) او توپيرو سره راغلی:
په يوه كي «لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ، لَبَّيْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ، إِنَّ الحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالمُلْكَ، لَا شَرِيكَ لَكَ» راغلي په نورو كي نه دي راغلي)؛ په يوه كي راغلي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم (مُلَبِّدًا) وو؛ او په بل كي راغلي:
5914 - عن عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ يَقُولُ: «مَنْ ضَفَّرَ فَلْيَحْلِقْ، وَلاَ تَشَبَّهُوا بِالتَّلْبِيدِ»: عمر رضي الله عنه ويلي: چا چي خپل وېښتان سره تاو كړي او كوڅۍ ئې ترې جوړي كړې وي نو هغه دې وخريي او له تلبيد سره مشابهت مه كوئ)؛ يعني له دې ډډه وكړئ چي(مُلَبِّدًا) ته ورته شئ؛ امام بخاري د دې تعارض په اړه څه نه دي ويلي؛ خو دا روايت ئې هم راوړى:
5916 - حَدَّثَنِي إِسْمَاعِيلُ، قَالَ: حَدَّثَنِي مَالِكٌ، عَنْ نَافِعٍ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ، عَنْ حَفْصَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا زَوْجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَتْ: قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَا شَأْنُ النَّاسِ حَلُّوا بِعُمْرَةٍ وَلَمْ تَحْلِلْ أَنْتَ مِنْ عُمْرَتِكَ؟ قَالَ: «إِنِّي لَبَّدْتُ رَأْسِي، وَقَلَّدْتُ هَدْيِي فَلَا أَحِلُّ حَتَّى أَنْحَرَ».
(د رسول الله صلى الله عليه و سلم له مېرمني حفصې رضي الله عنها روايت دئ چي ومي ويل: يا رسول الله! خلك د عمرې له احرام ووتل او ته لا د خپلي عمرې له احرام نه ئې وتلى؟ وئې فرمايل: ما پر خپلو وېښتانو كنډ وهلي وو او د هدي (څاروى) مي له ځان سره راوړى؛ تر هغه چي څاروى ذبح نه كړم له احرام نه وځم).
قدرمن مشر وويل؛ د روايت الفاظ داسي دي چي ښيي رسول الله صلى الله عليه و سلم د سر وېښتان په داسي څه تلبيد كړي وو چي پر عمره كوونكي دم (د څاروي ذبح كول) لازموي. خو خبره داسي نه وه؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم يا يوازي د حج نيت كړى وو او يا د حج او عمرې يو ځايي نيت؛ هدي ئې درلوده او تر هغه له احرام نه شو وتلى چي هدي ذبح كړي.
نوموړي د پورتني روايت په ارتباط دا هم وويل چي؛ دا روايت په بخاري كي 3 ځلي په دغو شمېرو 1566- 1725 - 5916 سره راغلی.
نوموړي د موضوع د لا وضاحت په اړه زياته کړه چي 1540 روايت وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د احرام حالت كي داسي ليدل شوى چي مُلَبِّدًا وو؛ خو د بخاري پورتنى روايت چي درې ځلي ئې راوړى داسي ښيي چي په احرام كي دا كار ممنوع دئ؛ الفاظ ئې دا دي: مَنْ ضَفَّرَ فَلْيَحْلِقْ، وَلَا تَشَبَّهُوا بِالتَّلْبِيدِ: چا چي خپل وېښتان سره تاو كړي او كوڅۍ ترې جوړي كړې وي نو هغه دې وخريي او له تلبيد سره مشابهت مه كوئ)؛ يعني چي تلبيد او حتى له تلبيد سره مشابهت ممنوع دئ؛ نو له دغو دواړو به كوم يو منو:
1- رسول الله صلى الله عليه و سلم مُلَبَّدْ ليدل شوى.
2- له تلبيد سره مشابهت ممنوع دئ؟
د ښاغلي حکمتيار په وينا د بخاري مبتدئ طالب العلم نه شي كولى دا تعارض رفع او د دې ټولو 6 رواياتو له منځ؛ اصح او ارجح غوره كړي؛ د ټولو رواياتو اصلي موضوع يوه ده او هغه دا چي آيا د احرام حالت كي پر وېښتانو كنډ وهل جائز دي كه نه؛ او كه څوك دا كار وكړي؛ قرباني (دم) پرې لازمېږي كه نه؛ د دې موضوع لپاره يو روايت كافي وو؛ كه احياناً دا ومنو او ووايو: خير دئ ټول؛ صحيح او غير صحيح؛ مكمل او ناقص روايات دي راوړل شي؛ نو د محدث دنده دا ده چي دا ټول روايات يو د بل خوا ته كښېږدي او وليكي چي كوم يو صحيح او بشپړ دئ.
كه رواياتو ته ځير شو نو داسي معلومېږي چي تلبيد (كنډ په وېښتانو وهل) جائز دي؛ خو كه نارينه له خپلو وېښتانو كوڅۍ جوړي كړې او يا ئې پر كوڅيو كنډ وهلي وي؛ وېښتان به خرېيي؛ او پر وېښتانو داسي څه وهل چي كنډو ته ورته وي خو يا معطر وي او يا د غوړو او تېلو په څېر وي جائز نه دي. ځكه په روايت كي داسي راغلي: مَنْ ضَفَّرَ فَلْيَحْلِقْ، وَلَا تَشَبَّهُوا بِالتَّلْبِيدِ؛ له تلبيد سره د مشابهت ممانعت؛ د كوڅيو د خرېيلو له امر سره يو ځاى راغلى او همدا پورتنى مطلب افاده كوي.
نوموړي دا هم وويل؛ چي نن موږ له دې ستونزي سره مخامخ يو چي د بخاري په رواياتو استناد كوونكي او حتى ډېرى مدرسين ئې داسي دي چي له كوم شيخ به ئې بخاري په لويه دوره كي يو ځلي او هغه هم سر سري اورېدلې وي او په همدې سره به له هغه شيخ الحديث، لوى مدرس او مفتي اعظم جوړ شوى وي!! د مسلمان د وژلو او په جوماتونو كي د چاودنو فتوى به وركوي؛ يقيناً چي د نن زمانې د تكفيري ډلو فتنه له همدې راټوكېدلې؛ نيمچه ملايان ئې؛ چي قرآن له مخي سم نه شي لوستلى او د بخاري له سم او صحيح لوستلو عاجز دي؛ د غير يقيني سنت، مستحب او حتى فضائلو له مخي به د خپل مسلك مخالفين تكفيروي، واجب القتل به ئې گڼي او د خداى په سپېڅلي كور؛ جومات كي به د لمانځه په وخت كي چاودني نه يوازي جائز بولي؛ بلكي داسي انتحاري چاودنو ته به د استشهادي عملياتو نوم وركوي!!
د هغه پر ټکو؛ دا هم بايد واضح شي چي د تلبيد معنى هغه څه په وېښتانو وهلو ته وايي چي له خورېدو او نامنظمه كېدو ئې مخنيوى كوي؛ او په خاصه بڼه او شكل كي ئې تنظيموي؛ د وېښتانو په حفاظت او د حشراتو د نفوذ په مخنيوي كه مرسته كوي؛ نه د عطر په څېر خوږ بوى لري او د غوړو او تېلو په څېر وېښتانو ته ځلا وركوي.
نوموړی د موضوع په دوام زياتوي چي په مخكنيو درسونو كي همداسي يو روايت مخي ته راغى چي له بخاري پرته په بل هيڅ كتاب كي نه دئ راغلى؛ هغه روايت چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم په فارسي وفرمايل: كِخْ كِخْ أَمَا تَعْرِفُ أَنَّا لَا نَأْكُلُ الصَّدَقَةَ؛ يعني چي رسول الله صلى الله عليه و سلم حسن رضي الله عنه ته چي ماشوم وو او د صدقې خرما ئې په خوله كړې وه؛ په دغو فارسي الفاظو سره وويل: دا مه خوره او وئې غورځوه؛ ځكه موږ صدقه نه خورو؛ ومو ويل چي دا روايت هم غريب دئ او هم له امام بخاري پرته بل هيچا د اعتبار وړ نه دئ گڼلى؛ دا بايد په پام كي ولرو چي امام بخاري؛ د نيشاپور په څېر په ځينو فارسي ژبو ښارونو كي پاته شوى؛ ښايي د كخ كخ الفاظو منشأ دغه وي؛ يعني چي ښايي امام بخاري به همدلته له داسي راوي اورېدلى وي چي په فارسي پوهېدو او هغه د عربي الفاظو په ځاى د فارسي دا الفاظ كارولي. ما د دې روايت د راويانو په اړه لنډه څېړنه وكړه؛ يو شمېر راويان مي له نظره تېر كړل؛ لا مي د نيشاپور او نورو فارسى ژبو سيمو كوم راوي نه دئ موندلى؛ خو د بصرې راوي مي په كي موندلى؛ بصره له ايران سره په پوله پرته ده؛ ځيني اوسېدونكي ئې له فرهنگي او مذهبي پلوه له ايرانيانو سره ورته دي؛ ښايي د فارسي دا الفاظ له ايران هلته انتقال شوي او كوم راوي كارولي وي.
١٢ باب: د ذوالحليفه له جومات احرام تړل
782 - عَنِ ابْن عُمَرَ رضي الله عنه قَالَ: مَا أَهَلَّ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم إلَّا مِنْ عِنْدِ الْمَسْجِدِ. يَعْنِي: مَسْجِدَ ذِي الْحُلَيْفَةِ. (بخاري:1541)
٧٨٢- (له ابن عمر رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د ذوالحليفه له جومات پرته له بل ځاى احرام نه دئ تړلى.)
هغه زياتوي چي د دې روايت مكمله بڼه داسي ده:
1771 - عَنْ سَالِمِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ، عَنْ أَبِيهِ، قَالَ: بَيْدَاؤُكُمْ هَذِهِ الَّتِي تَكْذِبُونَ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِيهَا «مَا أَهَلَّ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، إِلَّا مِنْ عِنْدِ الْمَسْجِدِ يَعْنِي مَسْجِدَ ذِي الْحُلَيْفَةِ» سنن أبي داؤد
سالم بن عبد الله له خپل پلار (إبن عمر رضي الله عنهما) روايت كوي چي له خپل پلار ئې اورېدلي چي وئې ويل: ستاسو دا بېديا چي په اړه ئې د رسول الله صلى الله عليه و سلم په ارتباط دروغ وايئ؛ (چي گواكي له دې ځاى ئې احرام تړلى او تلبيه ئې پيل كړې)؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم د ذي الحليفه له مسجد پرته له بل ځاى تلبيه نه ده كړې.
په عربي كي بيداء د پښتو له بېديا سره هممعنى ده؛ دا پر ذي الحليفه مشرفه بېديا ده چي ځينو له دې ځاى د رسول الله صلى الله عليه و سلم د تلبيې ويلو ادعاء كوله؛ ابن عمر رضي الله عنه دا ادعاء رد كړې.
١٣ باب: (د حج په دوران کي په يوه سورلۍ د دوو نفرو سورېدل.)
783 - عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنه: أَنَّ أُسَامَةَ رضي الله عنه كَانَ رِدْفَ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم مِنْ عَرَفَةَ إِلَى الْمزْدَلِفَةِ، ثُمَّ أَرْدَفَ الْفَضْلَ مِنَ الْمزْدَلِفَةِ إِلَى منٰى، فَكِلاهُمَا قَالَ: لَمْ يَزَلِ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم يُلَبِّي حَتَّى رَمَى جَمْرَةَ الْعَقَبَةِ. (بخاري: 1544)
٧٨٣- (له ابن عباس رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: اسامه رضي الله عنه له عرفات تر مزدلفې پوري پر يوې سورلۍ د رسول الله صلى الله عليه و سلم تر شا سپور وو؛ بيا ئې فضل بن عباس رضي الله عنه له مزدلفې تر منٰى پوري تر شا سپور كړ؛ دوى دواړو ويلي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د شاتنۍ جمرې تر ويشتلو پوري تلبيه ويله.)
د قدرمن مشر په وينا؛ دا روايت 2 ځلي په بخاري كي په دغو شمېرو 1544 او 1686 او له هيڅ توپير پرته راغلی.
١٤ باب: (د محرم لباس)
784 - عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنه قَالَ: انْطَلَقَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم مِنَ الْمَدِينَةِ، بَعْدَ مَا تَرَجَّلَ وَادَّهَنَ، وَلَبِسَ إِزَارَهُ وَرِدَاءَهُ، هُوَ وَأَصْحَابُهُ، فَلَمْ يَنْهَ عَنْ شَيْءٍ مِنَ الأَرْدِيَةِ وَالأُزُرِ تُلْبَسُ، إلَّا الْمُزَعْفَرَةَ الَّتِي تَرْدَعُ عَلَى الْجِلْدِ، فَأَصْبَحَ بِذِي الْحُلَيْفَةِ، رَكِبَ رَاحِلَتَهُ، حَتَّى اسْتَوَى عَلَى الْبَيْدَاءِ أَهَلَّ هُوَ وَأَصْحَابُهُ وَقَلَّدَ بَدَنَتَهُ، وَذَلِكَ لِخَمْسٍ بَقِينَ مِنْ ذِي الْقَعْدَةِ، فَقَدِمَ مَكَّةَ لأَرْبَعِ لَيَالٍ خَلَوْنَ مِنْ ذِي الْحَجَّةِ، فَطَافَ بِالْبَيْتِ وَسَعَى بَيْنَ الصَّفَا وَالْمَرْوَةِ، وَلَمْ يَحِلَّ مِنْ أَجْلِ بُدْنِهِ، لأَنَّهُ قَلَّدَهَا، ثُمَّ نَزَلَ بِأَعْلَى مَكَّةَ عِنْدَ الْحَجُونِ، وَهُوَ مُهِلٌّ بِالْحَجِّ، وَلَمْ يَقْرَبِ الْكَعْبَةَ بَعْدَ طَوَافِهِ بِهَا حَتَّى رَجَعَ مِنْ عَرَفَةَ، وَأَمَرَ أَصْحَابَهُ أَنْ يَطَّوَّفُوا بِالْبَيْتِ وَبَيْنَ الصَّفَا وَالْمَرْوَةِ، ثُمَّ يُقَصِّرُوا مِنْ رُءُوسِهِمْ، ثُمَّ يَحِلُّوا، وَذَلِكَ لِمَنْ لَمْ يَكُنْ مَعَهُ بَدَنَةٌ قَلَّدَهَا، وَمَنْ كَانَتْ مَعَهُ امْرَأَتُهُ فَهِيَ لَهُ حَلالٌ، وَالطِّيبُ وَالثِّيَابُ. (بخاري:1545)
٧٨٤- (له ابن عباس رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم او اصحاب ئې رضي الله عنهم له سر غوړولو او ږمنځولو او د لونگ او څادر له اغوستلو وروسته؛ له مدينې روان شو او د هيڅ ډول څادر او لونگ له اغوستلو ئې ممانعت ونه كړ؛ مگر هغه چي په زعفرانو داسي معطر شوى وي چي اثر ئې پر پوستكي پاته كېږي؛ شپه ئې په ذوالحليفه کي تېره کړه، سهار پر خپلي سورلۍ سپور او روان شو؛ تر هغه چي بيداء (بېديا) ته ورسېدو؛ نو ده او يارانو ئې د تلبيې ويل پيل کړل او د هغو څارويو غاړو كي ئې (غاړه كۍ) واچولې چي د قربانۍ لپاره ئې راوستي وو؛ او دا هغه وخت وو چي د ذي القعدې مياشتي پنځه ورځي پاته وې. كله چي مکې ته ورسېد؛ د ذي الحجې څلور ورځي تېري شوې وې؛ د بيت الله طواف ئې وكړ او د صفا او مروه تر منځ ئې سعي وکړه؛ او له دې امله له احرام ونه وتلو چي د قربانۍ لپاره ئې د خپلو څارويو په غاړو كي غاړه كۍاچولې وې؛ بيا ئې د مکې په پورتنۍ برخه كي له حجون سره واړول؛ په داسي حال کي چي د حج نيت ئې كړى وو؛ له طواف وروسته؛ تر هغه کعبې ته نژدې نه شو چي له عرفات راستون شو؛ او خپلو يارانو ته ئې امر وکړ چي د بيت الله او صفا او مروه تر منځ طواف وکړي؛ بيا خپل وېښتان کم کړي او ورپسي له احرام ووځي؛ او دا د هغو لپاره چي د قربانۍ داسي څاروي ورسره نه وو چي په غاړو كي ئې غاړه كۍ اچولو سره په نښه كړى وي؛ او له چا سره چي خپله مېرمن وي نو هغه، عطر وهل او جامې اغوستل ورته جائز دي.)
قدرمن مشر د پورتني روايت په اړه وايي؛ چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو 1545، 1625 او دغو
توپيرو سره راغلی:
په يوه كي فقط دومره راغلي: قَدِمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَكَّةَ، فَطَافَ وَسَعَى بَيْنَ الصَّفَا، وَالمَرْوَةِ وَلَمْ يَقْرَبِ الكَعْبَةَ بَعْدَ طَوَافِهِ بِهَا، حَتَّى رَجَعَ مِنْ عَرَفَةَ»
د نوموړي په وينا په دې دواړو رواياتو كي د تعارض شاهد يو؛ سالم بن عبد الله له خپل پلار اورېدلي چي وئې ويل: ستاسو دا بېديا چي په اړه ئې د رسول الله صلى الله عليه و سلم په ارتباط دروغ وايئ؛ (چي گواكي له دې ځاى ئې اللهم لبيك ويل پيل كړي)؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم د ذي الحليفه له مسجد پرته له بل ځاى تلبيه نه ده كړې. اما دا روايت وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم شپه په ذوالحليفه کي تېره کړه، سهار پر خپلي سورلۍ سپور او روان شو؛ تر هغه چي بيداء (بېديا) ته ورسېدو؛ نو ده او يارانو ئې د تلبيې ويل پيل کړل. امام بخاري دا وضاحت نه دئ كړى چي په دغو دواړو كي كومه خبره صحيح ده؛ عمدة القاري د توجيه هڅه كړي خو توجيه ئې ډېره كمزورې ده؛ تعارضات دا دي: په يوه كي راغلي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم شپه په ذي الحليفه كي تېره او سبا ئې د ذي الحليفه له مسجد د تلبيې ويل پيل كړي؛ دا د ابن عمر روايت دئ؛ په بل كي ويل شوي رسول الله صلى الله عليه و سلم د ماسپښين لمونځ مدينه كي او د مازديگر دوه ركعته لمونځ په ذي الحليفه كي كړى؛ دا د انس رضي الله عنه روايت دئ؛ په بل كي ويل شوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د ماسپښين لمونځ په ذي الحليفه كي اداء كړ؛ بيا پر خپلي سورلۍ سپور او روان شو؛ كله چي بيداء ته ورسېدو د حج تلبيه ويل ئې پيل كړي؛ ابن عمر رضي الله عنه دا ردوي او دروغ ئې گڼي او وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم له ذي الحليفه پرته په بل ځاى كي د تلبيې ويل نه دي پيل كړي.
هغه زياتوي چي كه په دغو كي هر روايت ومنل شي؛ هيڅ ستونزه نه رامنځته كېږي؛ ستونزه فقط دا ده چي په يوه كتاب كي متعارضي ويناوي د لوستونكو مخي ته ايښودل شوې او دا د هغوى ذهن مغشوشوي او د رواياتو په اړه ئې باور كمزورى كوي. نه مناسبه ده او نه د توجيه وړ چي په يوه كتاب كي داسي متعارض روايات راوړل شي او لوستونكو ته ونه ويل شي چي كوم يو ئې تر بل اصح دئ.
١٥ باب: تلبيه
785 - عَنْ عَبْدِاللَّهِ بْنِ عُمَرَ رضي الله عنها: أَنَّ تَلْبِيَةَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم: «لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ، لَبَّيْكَ لا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ، إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ، لا شَرِيكَ لَكَ». (بخاري:1549)
٧٨٥- (له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: د رسول الله صلى الله عليه و سلم تلبيه داسي وه: «لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ، لَبَّيْكَ لا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ، إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ، لا شَرِيكَ لَكَ»: حاضر او تيار يم ستا امر منلو ته اې زما مولا! چمتو يم منلو ته! چمتو يم؛ هيڅ شريك دي نشته؛ چمتو يم؛ يقيناً چي ستايني او نعمتونه تا ته مختص دي؛ او واكمني هم؛ هيڅ شريك دي نشته.)
١٦ باب: تر تلبيې وړاندي حمد، تسبيح او تکبير
786 - عَنْ أَنَسٍ رضي الله عنه قَالَ: صَلَّى رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم وَنَحْنُ مَعَهُ بِالْمَدِينَةِ الظُّهْرَ أَرْبَعًا، وَالْعَصْرَ بِذِي الْحُلَيْفَةِ رَكْعَتَيْنِ، ثُمَّ بَاتَ بِهَا حَتَّى أَصْبَحَ، ثُمَّ رَكِبَ حَتَّى اسْتَوَتْ بِهِ عَلَى الْبَيْدَاءِ، حَمِدَ اللَّهَ، وَسَبَّحَ، وَكَبَّرَ، ثُمَّ أَهَلَّ بِحَجٍّ وَعُمْرَةٍ، وَأَهَلَّ النَّاسُ بِهِمَا، فَلَمَّا قَدِمْنَا أَمَرَ النَّاسَ، فَحَلُّوا حَتَّى كَانَ يَوْمُ التَّرْوِيَةِ، أَهَلُّوا بِالْحَجِّ، قَالَ: وَنَحَرَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم بَدَنَاتٍ بِيَدِهِ قِيَامًا، وَذَبَحَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم بِالْمَدِينَةِ كَبْشَيْنِ أَمْلَحَيْنِ. (بخاري: 1551)
٧٨٦- (له انس رضي الله عنه روايت دئ چي وئې ويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم؛ په مدينه كي؛ چي موږ ورسره وو؛ د ماسپښين لمونځ څلور رکعته وكړ او د مازديگر لمونځ ئې په ذي الحليفه کي دوه رکعته وکړ؛ بيا ئې هملته شپه وکړه تر هغه چي شپه پرې سبا شوه، بيا سپور او روان شو تر هغه چي سورلۍ ئې برابر هغي بېديا ته ورسولو؛ د الله تعالى حمد، تسبيح او تکبير ئې وويلو؛ بيا ئې د حج او عمرې اداء كولو غږ وكړ؛ او خلكو هم په تلبيې سره د دواړو نيت څرگند کړ؛ كله چي مكې ته ورسېدو؛ خلكو ته ئې امر وكړ نو له احرام ووتل؛ تر هغه چي د ترويه ورځ (د ذي الحجې اتمه) شوه؛ د حج لپاره ئې تلبيه وكړه؛ راوي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم په خپل لاس؛ څو اوښان په ولاړه حلال کړل؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم دوه برگ دوه كلن پسونه په مدينه كي حلال كړل.)
ښاغلي حکمتيار وويل دا روايت په بخاري كي 3 ځلي په دغو شمېرو 1551، 1712؛ 1714 او توپيرونو سره راغلی:
په يوه كي حَمِدَ اللَّهَ وَسَبَّحَ وَكَبَّرَ په بل كي فَجَعَلَ يُهَلِّلُ وَيُسَبِّحُ، په يوه كي حَتَّى اسْتَوَتْ بِهِ عَلَى البَيْدَاءِ په بل كي فَلَمَّا عَلَا عَلَى البَيْدَاءِ، په يوه كي ثُمَّ أَهَلَّ بِحَجٍّ وَعُمْرَةٍ په بل كي لَبَّى بِهِمَا جَمِيعًا، په يوه كي وَنَحَرَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَدَنَاتٍ بِيَدِهِ قِيَامًا، په بل كي «وَنَحَرَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِيَدِهِ سَبْعَ بُدْنٍ قِيَامًا، په يوه كي كَبْشَيْنِ أَمْلَحَيْنِ په بل كي كَبْشَيْنِ أَمْلَحَيْنِ أَقْرَنَيْنِ (ښكرور) راغلي.
لكه چي مخكي مو وويل د بخاري دا روايت له 1541 روايت سره ئې چي مخكي تېر شو جدي تعارض لري؛ په هغه كي ويل شوي: له ابن عمر رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د ذوالحليفه له جومات پرته له بل ځاى تلبيه نه ده كړې؛ او حتى له بيداء (پر ذي الحليفه مشرفه بېديا)؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم د تلبيې پيلېدو ادعاء دروغ او كذب بولي او وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فقط د ذي الحليفه له جومات تلبيه پيل كړه: بَيْدَاؤُكُمْ هَذِهِ الَّتِي تَكْذِبُونَ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِيهَا «مَا أَهَلَّ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، إِلَّا مِنْ عِنْدِ الْمَسْجِدِ يَعْنِي مَسْجِدَ ذِي الْحُلَيْفَةِ.
د درس په پای کي قدرمن مشر دعاء وکړه او له هغې وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.
