No-IMG

د حکمتيار صاحب یوولسمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

چهارشنبه د حمل ۱۶مه؛ ۱۴۰۲ھ‌ش:

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي نن چهارشنبه خپله ۱۱مه درسي حلقه د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر ورونو په کي گډون کړی وو.

نوموړي د خپل مخکني درس په دوام وويل:

د كعبې په اړه دا بحث هم ضروري برېښي چي په 2016 ميلادي كال كي؛ دن گيبسون نومي كانادايي ليكوال؛ د The sacred city (مقدس ښار) په نامه فيلم خپور كړ؛ د فيلم محتواء ئې د يوه كتاب په بڼه كي نشر كړه چي (د قرآن جغرافيه) نوم ئې ورته غوره كړى. په مجازي رسنيو كي د فيلم انعكاس ډېر سريع او زيات وو؛ له هر څه ئې په واضح توگه جوته وه چي تر شا ئې د يوې شتمني او ستري شبكې لاس دئ؛ د دې فيلم جوړوونكى د فيلم په پيل كي راڅرگندېږي او ادعاء كوي چي دېرش كالونه ئې د مكې شاوخوا سيمو كي تېر كړي؛ څېړني  او تحقيقات ئې كړي؛ او گواكي له ژورو او اوږدمهاله تحقيقاتو وروسته دې نتيجې ته رسېدلى چي اصلي كعبه هغه نه ده چي نن د نړۍ يو مليارد مسلمانان؛ هره ورځ پنځه ځلي د توري ډبري لوري ته لمونځ كوي؛ اصلي كعبه د اردن په جنوب؛ د پيترا ښار كي وه؛ محمد عليه السلام هم د هغه ځاى اوسېدونكى وو او كعبه هم هلته وه، دن گيبسون ادعاء کوي چي د كعبې په اړه تر 800 ميلادي كال وړاندي هيڅ مستند او موثق مدرك او سند نشته!!؛ ادعاء كوي چي دا خبره هغو دوه عرب پوهانو ورته كړې چي نه ئې غوښتل نومونه ئې ياد شي!! همدا راز دا ادعاء هم كوي چي د قرآن په يوه آيت كي د لومړۍ كعبې موقعيت د بكه په نامه ياد شوى؛ او دا د مكې نه بلكي په اردن كي د يوه زوړ ښار نوم دئ!! د ځينو داسي سيمو نومونه هم اخلي چي د جوماتونو محرابونه ئې د مكې پر ځاى د همدې ښار په استقامت دي؛ داسي سيمي چي كه هلته انسان 5- 10 درجو پوري شمال ته ودرېږي نو قبله به ئې په اردن كي وي او كه جنوب ته همدومره درجې كوږ شي نو قبله به ئې په يمن كي وي!!! 

راشئ د دې مغرض او اجير تش په نامه محقق دغه كچه او بې بنسټه ادعاءگاني د قرآن د پورتنيو لارښوونو او دلائلو په رڼا كي وڅېړو چي د ده اجدادو ته ئې 1440 كاله وړاندي په همدې اړه ځوابونه وركړي. د قرآن له پورتني آيت معلومېږي چي

 

1- د ده اجدادو هم دا نه منله چي كعبه لومړى الهي كور دئ چي د ابراهيم او اسمعيل عليهما السلام په لاس جوړ شوى؛ هغوى بيت المقدس لومړنى معبد گڼلو؛ په بايبل كي د سليمان عليه السلام او موسى عليه السلام په لاس د داسي مجللو معبدونو يادونه شوې چي په سلگونو كيلو سره او سپين زر ئې يوازي په لوښو كي كارول شوي او ډېر مس، قيمتي ډبري او اعلى لرگي. يهودان هغه مهال فلسطين ته راغلي چي له مصر د موسى عليه السلام تر قيادت لاندي ووتل؛ ډېره موده په سينا كي پاته شول او وروسته فلسطين د دوى لاس ته ورغى؛ د دوى ټول معبدونه د بيت المقدس په شمول؛ د ابراهيم عليه السلام د كړوسيانو په لاس جوړ شوي؛ خو كعبه په خپله د ابراهيم او د ده د مشر زوى اسمعيل عليهما السلام په لاس جوړه شوې. نو له شك پرته لومړنى مسجد؛ مسجدالحرام دئ نه مسجد الاقصى او د يهودانو او مسيحيانو معبد په فلسطين كي

 

2- بايبل وايي چي ابراهيم عليه السلام خپله مېرمن هاجر عليها السلام؛ د خپلي مخكينۍ مېرمني سارا عليها السلام په غوښتنه؛ له كور وايستله او لري ئې د يوې چينې خوا ته له خپل ماشوم زوى اسمعيل عليه السلام سره يوازي پرېښوده؛ خو قرآن وايي چي هغه ئې له خپل تي خور زوى اسمعيل عليه السلام سره؛ د الله تعالى په حكم د مكې په وچي وادي كي پرېښوده؛ همدلته او همدغه وخت د اسمعيل عليه السلام تر پښو لاندي د زمزم چينه راوخوټېده. كله چي اسمعيل عليه السلام تنكۍ ځواني ته ورسېد؛ ابراهيم عليه السلام په خپلي مكرري رؤيا كي وليدل چي دى ذبح كوي؛ همدا لومړى زوى د الله تعالى په لار كي ذبح كول او وقف كول د جاهليت د دور مذهبي دود وو؛ الله تعالى غوښتل چي دا جاهلانه دود د تل لپاره او د ابراهيم عليه السلام په لاس له منځه يوسي؛ ابراهيم عليه السلام خپله رؤيا له زوى سره شريكه كړه او هغه ورته وويل: پلار جانه! په څه چي مأمور شوى يې هغه تر سره كړه؛ إن شاء الله ما به صابر ومومې. دواړه دې ته چمتو شول؛ يو د خپل لومړي زوى ذبح كولو ته او بل په تنكۍ ځوانۍ كي ذبح كېدو ته؛ الله تعالى ابراهيم عليه السلام ته وفرمايل: خپل خوب دي رښتينی كړ؛ د څاروي ذبح كول د زوى ذبح كولو ځاى ناستى شو؛ او همدا د حج د مناسكو يوه برخه شوه. په دې ستري آزمويني كي له بريا وروسته؛ د الله تعالى لومړنی كور؛ همدلته د دواړو په لاس جوړ شو

 

3- د زمزم دغه چينه باعث شوه چي لومړى د يمنيانو يوه قافله د هغې خوا كي مېشت او ځاى پر ځاى شي او وروسته ورو ورو دا ځاى په يوه ستر مذهبي، سياسي او تجارتي مركز بدل شي. اسمعيل عليه السلام له يمنيانو سره خپلوي كړې، د ده له اولاد د بني اسمعيل په نامه ستره قبيله جوړه شوې چي تر ننه ئې همدا نوم دئ او همدا مكه ئې اصلي او اساسي ټاټوبى

 

4-  دا هر څه دومره واضح دي چي نه يوازي د عربانو بچى بچى ترې خبر دئ؛ بلكي يو نيم مليارد مسلمانان پرې باور لري، په تواتر سره له يوه نسل بل ته انتقال شوي، د كعبې له جوړېدو بيا تر ننه په تېرو نژدې څلور نيم زره كلونو كي هر كال په سلگونو زره او اوس هر كال نژدې درې مليون حاجيان همدې مكې ته درومي او هلته هر څه په خپلو سترگو گوري او عملاً ئې تر سره كوي، د كعبې طواف، د هاجر عليها السلام د سعي او د صفا او مروه تر منځ ورو او تېز تگ؛ دقيقاً د هاجر په څېر، د اسمعيل عليه السلام د محتمل ذبحي ځاى او هلته د څاروي ذبح كول، د زمزم چينه، په مكه كي د بني اسمعيل قبيله او دا هر څه د هغه كتاب له لارښوونو سره سم مومي چي 1440 كاله وړاندي نازل شوى او تر ننه نه يوازي په بشپړه توگه له هر پلوه خوندي او محفوظ پاته شوى؛ دومره چي په زير او زبر كي ئې هم معمولي تغيير نه دئ راغلى؛ بلكي په دې كتاب كي د گڼ شمېر معروفو ځايونو او تاريخي پېښو يادونه شوې؛ مكه، مدينه؛ دا د رسول الله صلى الله عليه و سلم مهجر او د لوى اسلامي خلافت دارالخلافه، بدر، حنين، د احد او احزاب سترو جگړو يادونه، د اصحاب فيل يادونه چي سالار ئې ابرهه بن صباح غوښتل كعبه ورانه كړي، په صنعاء كي ئې ستره كنيسه جوړه كړه، غوښتل ئې ټول عرب د كعبې له حج دې لوري ته راواړوي، له دې پرته ئې بله چاره ونه موندله چي مكه فتح او كعبه ورانه كړي، له ستر لښكر سره د مكې په لور وخوځېدو؛ په لومړي ځل عرب له داسي ستر لښكر او په جگړي كي له فيلانو كار اخيستل ليدلي، سره له دې په يمن او د لاري په اوږدو كي د عربو گڼ شمېر قبائلو د هغه مقابله كړې؛ خو له ماتي سره مخامخ شوي؛ د مكې خوا ته رسېدلى او همدلته الله تعالى د ده ټول لښكر تباه كړى او د جنگياليو غوښي ئې مرغانو خوړلې. دا ټول موقعيتونه د مكې شاوخوا كي دي او دا ټولي تاريخي جگړې د مكې شاوخوا كي رامنځته شوې

 

5- قريشو له رسول الله صلى الله عليه و سلم او د ده په مشرۍ له مسلمانانو سره درې ستري جگړي درلودې: بدر، احد او الاحزاب؛ دا جگړي هم په قرآن كي په ډېر تفصيل سره راغلې او هم د عربو په تاريخ كي؛ ځايونه او موقعيتونه ئې څرگند دي، د دواړو لوريو د جنگياليو او د مړو، شهيدانو او زخميانو شمېر ئې معلوم دئ، د سترو سترو شخصيتونو مرگ ژوبله ئې معلومه ده؛ د احد په جگړي كي رسول الله صلى الله عليه و سلم په خپله ټپي شو او تره ئې حمزه رضي الله عنه شهيد شو. په حديبيه كي د رسول الله صلى الله عليه و سلم او قريشو تر منځ يوه تاريخي معاهده لاسليك شوه؛ له مخي ئې د لسو كلونو لپاره اوربند وشو او جگړي متوقف شوې، دې معاهدې ته قرآن د فتح مبين نوم وركړ، په پاى كي مكه له جنگ پرته د رسول الله صلى الله عليه و سلم له لوري فتح شوه او له خپل لوى لس زره كسيز لښكر سره د فاتح په توگه مكې ته داخل شو او قريشو ته ئې عفو وكړه، له عمرې وروسته د مدينې په لور د ستنېدو په دوران كي د حنين قبائلو په ناڅاپي توگه د ده پر لښكر بريد وكړ، ستر لښكر ئې دې ناڅاپي بريد داسي پرېشان كړ چي دى ئې يوازي پرېښود؛ قرآن دا پېښه هم په ډېري اغېزمني بڼي كي څېړلې ده. له دن گيبسون پوښتنه كوو: آيا په حجاز كي د دېرش كلن اقامت او تحقيق په دوران كي؛ له دې ټولو څرگندو حقائقو بې خبره پاته شوى يې؟!! نه دي له چا دا نومونه اورېدلي، نه د دې سترو سترو جگړو قصې او نتائج ئې چا درسره شريك كړې؟ له دې هم نه يې خبر شوى چي دا هر څه د مكې او مدينې شاوخوا مشهورو سيمو كي رامنځته شوي؟! آيا دا هر څه او ژوندى تاريخ ئې؛ له دې سيمي د يوې جعلي ويډيو پر مټ؛ اردن ته انتقالول ممكن دي؟ داسي سفيه او ساده انسان به هم پيدا شي چي له تا سره ئې ومني

 

6- د رسول الله صلى الله عليه و سلم د پيدايښت نېټه او ځاى هم معلوم دئ او قبر ئې هم، د پلار نوم ئې هم معلوم دئ (عبدالله) او د مور او قبيلې ئې هم، نيكه او جد ئې هم؛ عبدالمطلب او هاشم، حتى د رضاعي مور نوم او د هغې قبيله هم معلومه او په تاريخ كي ثبت، د مېرمنو نومونه او قبرونه ئې هم معلوم دي. دا ټول په مكه او مدينه كي دي؛ نه د اردن په جنوب او د پيترا ښار كي!! هيڅ داسي مورد نشو موندلي چي وښيي محمد عليه السلام يا د كورنۍ او قبيلې كوم غړى ئې هلته اوسېدلى او هلته په دغو مشهورو نومونو كوم ځاى او كلى چا ليدلى. آيا له دن گيبسون پرته به داسي انسان پيدا شي چي دا ټول حقائق له پامه وغورځوي او ترې انكار وكړي؟!! د ده مأموريت او هڅه دا وه او دا دېرش كلونه ئې د دې لپاره په سعودي او اردن كي تېر كړي چي وكولى شي داسي مدارك تر لاسه كړې چي د اسلام او مسلمانانو په ضد د يوې اغېزمني تبليغاتي وسيلې په توگه ترې استفاده وكړي او له حقائقو بې خبر مسلمانان او غير مسلمانان په شك كي واچوي او وئې غولوي؛ خو د ټولو شيطاني هڅو نتيجه ئې همدا مسخره ويډيو وه. دى د نورو مستشرقينو په څېر د صليبيانو او صهيونستانو له لوري استخدام شوى؛ په دې موخه دغو عربى هېوادو ته لېږل شوى چي د اسلام خلاف تبليغاتي مواد پيدا كړي؛ بل څه ئې يا نه دي موندلي او يا د ده مخكينيو ملگرو پرې كار كړى؛ دا عنوان او موضوع ورته جالبه معلومه شوې چي ثابته كړي؛ مسلمانانو د كعبې په اړه هم اشتباه كړې او د ابراهيم عليه السلام په لاس د جوړي شوې اصلې كعبې پر ځاى ئې غير اصلي كعبه غوره كړې!! دا نه د مكارو دښمنانو نوې هڅه ده او نه وروستۍ؛ تر ده وړاندي حتى د رسول الله صلى الله عليه و سلم په زمانه كي همدغو يهودانو او صليبيانو د لومړۍ قبلې په اړه دې ته ورته غلط او بې بنسټه تبليغات او ادعاءگاني درلودې؛ چي قرآن د دوى د غلطو ادعاءگانو د ترديد لپاره د مخكينيو دلائلو تر څنگ دا دلائل هم وړاندي كوي

 

7- د دن گيبسون دا ادعاء هم ډېره مسخره او مضحكه ده؛ د يوه محقق نه بلكي د يوه متعنت او مغرض انسان ادعاء ته ورته؛ چي وايي: د مكې په شرق كي ئې داسي زاړه مساجد ليدلي چي محراب ئې د مكې پر ځاى د اردن جنوب ته مخامخ وو!! دې جناب ته بايد ووايو: هغه زاړه مساجد او د هغوى د محرابونو استقامت قطعاً او له علمي پلوه د اعتبار وړ نه دي چي د سمت معلومولو له اوسنيو مخكي تللو وسائلو (قطب نما) پرته جوړ شوي؛ د ټولو دغو محرابونو استقامت د تخمين له مخي ټاكل شوى؛ څوك چي د ايران، افغانستان، پاكستان او هند په څېر لري پرتو هېوادو كي زاړه جوماتونه له نژدې وگوري او له همدغو وسائلو په استفادې سره ئې د محرابونو استقامت وڅېړي نو ورته معلومه به شي چي شمال او جنوب ته په 5 - 10 درجې تفاوت سره به ئې سمت يا اردن ته وي او يا يمن ته؛ داسي زوړ جومات به قطعاً ونه مومئ چي سل په سلو كي مستقيماً د كعبې په استقامت وي. د كابل او مكې تر منځ نژدې 3000 كيلومتر واټن دئ، كه په كابل كي د يوه جومات محراب 10 درجې شمال يا جنوب ته كوږ جوړ شوى وي؛ نو استقامت به ئې له كعبې نژدې 500 كيلومتر شمال يا جنوب ته وي؛ او په هند كي درې - څلور درجې شمال او جنوب ته كږېدل؛ زموږ استقامت له كعبې همدومره شمال او جنوب ته كږوي

 

8- دن گيبسون ټول زاړه جوماتونه او د محرابونو استقامتونه ئې په دريو ډولو وېشلى؛ دې ته ئې سياسي رنگ وركړى او د عباسيانو او امويانو اختلاف ئې د هغه اصلي سبب گڼلى:

الف- كعبې ته مخامخ.

ب- پيترا ته مخامخ.

ج- د پيترا او مكې تر منځ د مكې شمال ته مخامخ!! يعني د امويانو، عباسيانو او بې طرف مسلمانانو جوماتونه!!! خو كه دا ښاغلى افغانستان ته راشي نو په يوې وړې سيمي كي به داسي جوماتونه همدا اوس او په 21 مي پېړۍ كي وگوري چي له دغو دريو لوريو علاوه؛ د مكې جنوب يمن كي او د صنعاء او مكې تر منځ يوه لوري ته به مخامخ وي؛ او وجه ئې هم سياسي نه بلكي د تخمين له مخي د محرابونو د جوړولو ستونزه ده؛ قرآن دغه حقيقت ته په پام سره ويلي چي هر ځاى وئ په لمانځه كي مو مخ د كعبې لوري ته واړوئ؛ هر لوري ته چي مخ واړوئ الله تعالى په همغه لوري كي دئ؛ الله تعالى هيڅوك تر خپل توان په زيات څه نه گماري، ستا تخميني قبله هم مني، د اسلام له نظره كه څوك داسي ځاى كي وي چي د قبلې لورى ورته معلوم نه وي؛ د تخمين له مخي يوه لوري ته لمونځ وكړي؛ نو كه وروسته ورته معلومه شي چي بل لوري ته ئې لمونځ كړى؛ لمونځ ئې صحيح شوى او اعاده ئې پرې لازمه نه ده

 

9- د دن گيبسون دا ادعاء هم په بشپړه توگه او كاملاً دروغ ده چي تر اتمي ميلادي پېړۍ وړاندي؛ د كعبې په اړه هيڅ ليکلي موثق معلومات نه شو موندلى!! داسي ادعاء يوازي هغه څوك كولى شي چي په دروغ ويلو كي ډېر جرئ او جسور وي. ده او د ده همفكرانو ته وايو

1- يو موثق مدرك خو قرآن دئ چي تاسو وليدل په څومره دقيقه توگه ئې د مكې او كعبې په اړه بحث كړى او حقائق ئې بيان كړي. دا قرآن په شپږمي ميلادي پېړۍ كي نازل او خلكو ته رسېدلى.

2- د عربو هر تاريخ ليكونكي د مكې د څرنگوالي او تاريخ په اړه تفصيلي بحثونه كړي.

3- عرب شعراءو او ليكوالو خپل شعرونه او ليكنې پرې ښايسته كړې.

4- د كعبې د جوړېدو له ورځي تر نن پوري په ملياردونو عرب او غير عرب مسلمانانو د كعبې اړوند مسائل په شفوي توگه نورو ته بيان كړي او تر موږ پوري رارسېدلي.

5- د دن گيبسون جعلي او مسخره خبره له ده پرته بل ويونكى او مدعي په ټول تاريخ كي نه لري!!! تاريخي شواهد او د قرآن محكم او مقنع دلائل ښيي چي كعبه د زمكي پر سر د الله تعالى له لوري لومړى غوره شوى مبارك كور دئ.

 

ښاغلی حکمتيار وايي؛ دن گيبسون د دې ادعاء جسارت هم كړى چي ووايي: اصلي مكه به حتماً په داسي ځاى كي وه چي هلته به لوى ښار وو، مهم تجارتي مركز، كاروان سرايونه، باغونه، زراعتي زمكي، د ښار چاپېر امنيتي دېوال او د مهمو ښارونو د هغه مهال ټول نور ضروري مشخصات؛ خو په اوسنۍ مكه كي نه د زمكي پر سر د داسي ښار هيڅ آثار او نښي ليدل شوې او نه د كيندنو په ترڅ كي موندل شوې؛ نه د تعميرونو او دېوالونو آثار او نه د زراعت او زراعتي زمكو او باغونو!! خو د پيترا په ښار كي دا ټول آثار هم د زمكي پر سر شته او هم تر خاورو لاندي موندل شوې!! دې جناب ته بايد ووايو

قرآن وايي چي كعبه په داسي ځاى كي د ابراهيم عليه السلام په لاس جوړه شوې چي غير ذي زرع وادي وه؛ بِوَادٍ غَيۡرِ ذِي زَرۡعٍ، نه په كي اوبه وې، نه بوټي او وني او نه انسان او آثار ئې؛ قرآن له ابراهيم عليه السلام داسي نقل قول كوي؛ هلته چي فرمايي:

رَّبَّنَآ إِنِّيٓ أَسۡكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيۡرِ ذِي زَرۡعٍ عِندَ بَيۡتِكَ ٱلۡمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَ فَٱجۡعَلۡ أَفۡ‍ِٔدَةٗ مِّنَ ٱلنَّاسِ تَهۡوِيٓ إِلَيۡهِمۡ وَٱرۡزُقۡهُم مِّنَ ٱلثَّمَرَٰتِ لَعَلَّهُمۡ يَشۡكُرُونَ ٣٧ ابراهيم: 37

(اې زموږ ربه! ما خو د خپل اولاد ځيني؛ ستا د محترم كور خوا ته په داسي بېديا كي مېشت كړل چي بې بوټي (بېديا) ده؛ اې زموږ ربه! د دې لپاره چي لمونځ اقامه كړى شي؛ د خلكو زړونه د دوى لوري ته رامات كړه او له مېوو روزي وركړه چي شكر پر ځاى كړي.)

 

د نوموړي پر وينا؛ د قرآن له دغو آيتونو چي د ابراهيم عليه السلام دعاء ئې په ډېري اغېزمني او زړه راښكونكې بڼي كي انځور كړې؛ څو خبري په صراحت سره معلومېږي

 

1- ابراهيم عليه السلام خپله مېرمن هاجر او زوى ئې اسمعيل عليهما السلام د مكې په بېديا كي هغه مهال پرېښودل چي هغه ناو سپېره ډاگ وو او هېڅ بوټى په كي نه راټوكېدو؛ نه په كي بل انسان وو او نه هيڅ حيوان.

 

2- دا كار ئې د الله تعالى په امر او په دې موخه كړى وو چي دلته به څو كاله وروسته د الله تعالى محترم كور (بيت الله) جوړوي. په دې سره د بايبل هغه ادعاء تكذيب شوې چي وايي: سارا د ابراهيم عليه السلام بلي مېرمني؛ له ده وغوښتل چي هاجر او زوى ئې له كوره وشړي او ده هم دا كار وكړ!! تفصيل ئې په (بايبل د قرآن په رڼا كي) ولولئ.

 

3- د دوى لپاره ئې د رزق او د دوى په لوري د خلكو د زړونو د راماتېدو دعاء ئې وكړه. دا ځكه چي په هغي وچي بېديا كي نه بل انسان اوسېدو او نه بوټي، وني او اوبه وې

 

4- مطمئن وو چي الله تعالى به دا دعاء داسي قبلوي لكه ده ته چي ئې په زړښت كي اولاد وركړ

 

5- د دعاء له الفاظو معلومېږي چي اسمعيل عليه السلام تر اسحق عليه السلام مشر وو، لومړى ئې د اسمعيل او ورپسې د اسحاق نوم اخيستى؛ او په دې سره ئې د بايبل هغه ادعاء رد كړې چي وايي: اسحاق د ابراهيم يوازينى مشر زوى وو. د بايبل دا ادعاء هم په خپله د بايبل خلاف ده او هم د قرآن.

 

6- د دعاء په الفاظو كي د ده قوي عاطفه او د مېرمني، زوى او ټولو مؤمنانو په اړه د ده ژور زړه سوى او قوي مينه د څپاند سيند په څېر انځور شوې. د دې دعاء په اورېدو سره به د هر مهربان پلار او هر زړه سواند داعي له سترگو اوښكي بهېږي؛ ابراهيم عليه السلام هغه څوك د خپلي ډلي غړى او د خپل كاروان همسفر بولي چي د ده متابعت كوي، له ده سره په فكري او اخلاقي لحاظ ورته والى لري، د نسبي اړيكو پر ځاى فكري او اخلاقي اړيكي د اعتبار وړ گڼي، هغه چا ته د مهربان بخښونكي رب بخښنه او مغفرت غواړي چي د الله په لوري تگ كي د ده ملگرتيا نه كوي.

 

د حزب اسلامي افغانستان د محترم أمير پر وينا؛ دغو حقائقو ته په پام سره آيا كولى شو ومنو چي دن گيبسون په رښتيا دېرش كاله تحقيقات كړي؟ په همدې اوږدې مودې كي له دې هم نه دئ خبر شوى چي قرآن د دې وچي (غَيۡرِ ذِي زَرۡعٍ) بې بوټي وادي په اړه څه ويلي؟ څنگه او كله دا بېديا په يوه آباد ښار او ام القراء بدله شوې، د حجاز ستر تجارتي مركز او د نړۍ ستر مذهبي محور ترې جوړ شوى؟! هغه دې ته هم نه دئ متوجه شوى چي په ناپوهۍ سره په داسي څه اعتراف كوي چي نه يوازي د ده ادعاء تكذيبوي بلكي د قرآن حقانيت هم ثابتوي!! هلته چي وايي: په اوسنۍ مكه كي نه د زمكي پر سر د كوم لوى ښار آثار او نښي ليدل شوې او نه د كيندونو په ترڅ كي موندل شوې؛ نه د تعميرونو او دېوالونو آثار او نه د زراعت او زراعتي زمكو او باغونو! ښاغليه! نو دا خو همغه خبري دي چي قرآن كړې؛ دا څېړني او كيندني او نتائج ئې د قرآن د وينا تأييد كوي نه ترديد؛ د دغو څېړنو د نتائجو په اورېدو سره خو هر حقپال انسان بايد د قرآن په وړاندي د تسليمۍ لاسونه لوړ كړي؛ دا خو د قرآن يو علمي إعجاز دئ نه د اعتراض وړ كوم مطلب!! د كعبې د موقعيت په اړه خو يوازي د عرب ولس او د دوى مذهبي او تاريخي كتابونه د مرجع او مأخذ په توگه د اعتبار وړ دي؛ نه ستا په څېر له بهر راغلى مأمور چي هدف او غرض ئې بل ورته ټاكلى؛ هغه چي دى ئې استخدام كړى؛ ستا ادعاء نه علمي ارزښت لري او نه تحقيقي؛ فقط يوه بې بنسټه ادعاء ده؛ د خپلي حق الزحمې د روا كولو لپاره جعلي ادعاء او د ثابتولو ناكامه هڅه!! 

 

ښاغلی حکمتيار زياتوي چي؛ حقيقت دا دئ چي د اسلام په ضد د دښمنانو ټول تبليغات؛ همداسي د دن گيبسون د دې ويډيو او كتاب په څېر دروغجن، مسخره او له عقدې او كينې راټوكېدلي دي.

 

له پورتنيو هر اړخيزو او تفصيلي تشريحاتو وروسته نوموړي د حج د فضيلت او فرضيت اړوند پر يو بل آيت هم تفصيلي بحث وکړ، هلته چي فرمايي:

وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ فَإِنْ أُحْصِرْتُمْ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ... 

(او حج او عمره د الله لپاره تر سره كړئ، كه مو مخنيوى وشو نو بيا (ئې فديه) د قربانۍ هغه څاروى دئ چي ميسر وي....)

يعني ستاسو حج او عمره بايد د الله لپاره وي، كله چي د حج او عمرې اراده وكړئ؛ بايد تر سره ئې كړئ؛ كه له مانع او خنډ سره مخامخ شوئ نو له احرام تر وتلو د مخه بايد يو څاروى؛ لږ تر لږه يو پسه؛ د حرم زمكي ته د ذبحي لپاره ولېږئ.

 

نوموړي همداراز د موضوع په دوام د بخاري د حج کتاب ٢م باب د لانديني آيت او روايت په استناد په تفصيلي توگه تشريح کړ؛ هلته چي فرمايي:

(يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ ... ) الحج: 28

770 - عنِ ابنِ عُمَرَ رَضِي الله تَعَالَى عَنْهُمَا، قَالَ رَأيْتُ رَسولَ الله صلى الله عَلَيْهِ وَسلم يَرْكَبُ رَحِلَتَهُ بِذِي الحُلَيْفَةِ ثُمَّ يُهِلُّ حَتَّى تَسْتَوِيَ بِهِ قائِمَةً. بخاري: 1514

(له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم مي وليد چي په ذوالحليفه کي پر خپله اوښه سپور شو او هغه مهال ئې تلبيه (لبيك اللهم لبيك... ويل) پيل كړل چي اوښه تر ده لاندي او برابره ودرېده.)

 

هغه زياتوي چي دا روايت له هغه آيت سره چي په ترجمة الباب كي راوړل شوى؛ واضح مناسبت نه لري؛ آيت دا دئ

وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ 27 لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَعْلُومَاتٍ... 78 الحج: 27-28 

(او په خلكو كي د حج اعلان وكړه، چي پلي او پر ډنگرو ډنگرو اوښو سپاره به له لري لري لارو درته راځي. د دې لپاره چي ځان ته د گټو شاهد وي او په څو معلومو ورځو كي د الله نوم ياد كړي...)

يعني ابراهيم عليه السلام ته دا لارښوونه شوې وه چي د كعبې له جوړولو وروسته په خلكو كي د حج اعلان وكړي، دا اطمئنان وركړى شوى وو چي د همدې بلني په طفيل به د الله تعالى مخلص بندگان د دې كور لوري ته پلي او پر داسي سورليو سپاره له لرو لرو سيمو رادرومي چي د اوږدو مزلونو له كبله به ډنگر شوي وي، دلته به د ډېرو مادي او معنوي گټو او بركاتو شاهد وي. په روايت كي فقط دومره راغلي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په ذوالحليفه کي پر خپلي اوښي سپور شو او هغه مهال ئې تلبيه (لبيك اللهم لبيك... ويل) پيل كړله چي اوښه تر ده لاندي برابره ودرېده.

 

د حج کتاب د ۲م باب له تشريح وروسته نوموړي د حج کتاب ۳م باب (په بار وړونکي اوښ سره حج اداء کول) تر عنوان لاندي په مفصل ډول تشريح کړ؛ هلته چي فرمايي:

٧٧١عن أنس بن مالك رضي الله عنه: أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حَجَّ عَلَى رَحْلٍ وَكَانَتْ زَامِلَتَهُ. بخاري: 1517

(له انس رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم په داسي يوه اوښ حج ته سفر وکړ چي فقط همدا ئې سورلۍ وه؛ (د لاري توښه ئې هم پرې بار وه).

772 - عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا: «أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَعَثَ مَعَهَا أَخَاهَا عَبْدَ الرَّحْمَنِ، فَأَعْمَرَهَا مِنَ التَّنْعِيمِ، وَحَمَلَهَا عَلَى قَتَبٍ» بخاري: 1516

له عائشې رضي الله عنها روايت دئ چي (رسول الله صلى الله عليه و سلم له دې سره ورور ئې عبد الرحمن ولېږو او له تنعيم ئې عمره پرې وكړه؛ او په كجاوه كي ئې سپره كړه.

ښاغلي حکمتيار همداراز (د مبرور حج فضيلت) تر سرليك لاندي لانديني روايتونه په پرله‌پسي توگه وڅېړل او زياته ئې کړه:

٧٧٢- عنْ عائِشَةَ أُمِّ المؤْمِنِينَ رَضِي الله تَعَالَى عَنْهَا أنَّها قالَتْ يَا رسولَ الله نَرَي الجِهَادَ أفْضَلَ العمَلَ أفَلَا نُجَاهِدُ قَالَ لَا لاكِنْ أفْضلَ الجِهادِ حَجٌّ مَبرُورٌ. بخاري: 1520

(له ام المؤمنين عائشه رضي الله عنها روايت دئ چي وئې وويل: يا رسول الله! فکر کوو چي جهاد تر ټولو غوره عمل دئ؛ نو آيا موږ (ښځي) جهاد ونه کړو؟ وئې فرمايل: نه؛ ستاسو لپاره غوره جهاد مبرور حج دئ).

773 - عن أَبي هُرَيْرَةَ رَضِي الله تَعَالَى عنهُ؛ قَالَ سَمِعْتُ النبيّ صلى الله عَلَيْهِ وَسلم يقُولُ مَنْ حَجَّ لله فلَمْ يَرْفُثْ ولَمْ يَفْسُقْ رجَعَ كَيَوْمِ ولَدَتْهُ أمُّهُ. بخاري: 1521

(له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي اورېدلي چي فرمايل ئې: "چا چي خاص د الله تعالى لپاره حج وکړ او له فحشاء او بد کارۍ ئې ځان وساتو؛ داسي بېرته ستنېږي لکه چي مور نوى زېږولى وي).

 

نوموړی وايي؛ دې ته بايد متوجه وو چي يقيناً الله تعالى غفور دئ؛ هره گناه بخښي او خپلو بندگانو ته ئې ويلي

قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ 53 الزمر: 53

زما هغو بندگانو ته چي پر خپل ځان ئې تېرى كړى؛ ووايه: د الله له رحمت مه مأيوسه كېږئ؛ الله ټول گناهونه بخښي؛ يقيناً چي هغه مهربان بخښونكى دئ.

خو ځيني گناهونه داسي دي چي بخښنه ئې په خاصو شرائطو پوري مربوطه ده؛ له هغه پرته ئې الله تعالى نه بخښي؛ څوك چي د بل په حق كي تېرى وكړي؛ كه دا د بل به پر پت او عزت تېرى وي او كه پر ځان او مال ئې؛ تر هغه چي ئې مظلوم او هغه چي تېرى پرې شوى؛ ونه بخښي؛ الله تعالى ئې نه بخښي؛ نه په توبه، نه حج، روژه او زكات؛ او نه د بل نېك عمل له امله؛ په داسي مواردو كي توبه، د عدم تكرار كلك عهد، د ظلم او تېري جبران او د مظلوم رضايت او بخښنه؛ ضروري او د الله تعالى له لوري بخښنه ورپوري مشروط ده.  

همدا حج داسي دئ چي كله ځيني ترې راستانه شي؛ تر وړاندي لا زيات په گناه او فساد كي غرق شي؛ د (حاجي صاحب) له روستاړي د خلكو د غولولو لپاره استفاده كوي؛ په داسي حال كي چي له حج راستنېدل ئې بايد داسي وى لكه ماشوم چي له مور دنيا ته راځي؛ له پاك زړه او نېك عزائمو سره او له مخكينيو گناهونو او فسادونو پاك شوى. يقيناً د چا حج چي ريښتنى حج وي؛ د الله تعالى كور ته تگ وي، د هغه د كور دړي ته ودرېدل وي، طواف ئې واقعاً د بيت الله طواف وي، د ابراهيم، اسمعيل او هاجر پر گامونو گام ايښودل وي؛ د حجر الاسود مسح كول او ښكولول ئې له الله تعالى سره د بندگۍ او اطاعت صادقانه تعهد او تړون وي؛ له حج به حتماً همداسي راستنېږي لكه ماشوم چي له خپلي مور نوې دنيا ته راځي

د هجرت په دوران كي يو كس چي له نوم ئې زبير او د (قاري صاحب) په نامه مشهور شوى وو؛ له خلكو به ئې په دې نامه پيسې اخيستلې چي په كار ئې اچوي او په زړه پوري گټه به وركوي؛ څو مياشتي به ئې ډېره گټه وركړه؛ همدا به هم د دې باعث شوه چي هم دى مزيد مقدار قاري صاحب ته وسپاري او هم به ئې نور تشويق كړل چي دې گټه وري معاملې ته راوړاندي شي او د خپلي شتمنيو ډېره برخه قاري صاحب ته وسپاري؛ ځينو ته به ئې ويل: زه به استخاره وكړم چي ستا پيسې په امانت او د تجارت لپاره واخلم كه نه؛ د دې استخارې ځواب به حتماً مثبت وو او د ده اعتبار به ئې څو برابره زيات كړ؛ ډېر ئې لوټ كړل او څه موده وروسته له نظرونو پټ شو. ما په څو كلونو كي دوه همداسي د زبير په نامه قاري صاحبان ليدلي؛ وېرېږم چي اوس دواړو په كوم گمرك كي رياست او مديريت نه وي موندلى؛ نو كله كله حاجى كېدل او قاري كېدل داسي وي.

ناويلي دې پاته نه وي چي نننۍ درسي حلقه د قدرمن مشر په دعاء ويلو پای ته ورسېده.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک