د حکمتيار صاحب لسمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
سهشنبه د حمل ۱۵مه؛ ۱۴۰۲ھش:
د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن مشر ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي نن د بخاري د زکات له کتاب خپله لسمه درسي مُحاضره وړاندي کړه چي گڼشمېر ورونو په کي گډون کړی وو.
نوموړي خپله نننۍ درسي محاضره د ٤٨م باب په تشريح سره پيل کړه چي عنوانونه ئې په لاندي ډول وو:
د الله تعالى دا قول: (...وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا...) التوبة 60
(او د زكات راغونډوونكو محاسبه له امام سره). لکه چي فرمايي:
758 - عَنْ أَبِي حُمَيْدٍ السَّاعِدِيِّ رضي الله عنه قَالَ: اسْتَعْمَلَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم رَجُلاً مِنَ الأَسْدِ عَلَى صَدَقَاتِ بَنِي سُلَيْمٍ، يُدْعَى ابْنَ اللُّتْبِيَّةِ، فَلَمَّا جَاءَ حَاسَبَهُ. (بخارى:1500)
(له ابو حميد ساعدي روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د اَسْد قبيلې يوه سړي ته چي نوم ئې ابن لُتْبِيَّه وو د بني سُلَيم قبيلې زکات راټولولو دنده وسپارله او کله چي ئې زکات راټول کړ او راغى نو رسول الله صلى الله عليه و سلم محاسبه ورسره وکړه.)
نوموړي زياته کړه دا روايت په بخاري كي پنځه ځلي نور هم په دغو شمېرو راغلى: 925، 2597، 6636، 6979، 7174، د اكثرو راويان ئې په دريو طبقو كي دا دي: زهْرِى، عُرْوَةَ او أَبُو حُمَيْد السَّاعِدِى؛ د إسنادو له پلوه غريب دئ او تر منځ ئې توپيرونه په دې توگه دي:
لكه چي گورئ په دې رواياتو كي ډېر توپيرونه ليدل كېږي؛ په يوه كي اسْتَعْمَلَ ابْنَ الأُتَبِيَّةِ عَلَى صَدَقَاتِ بَنِي سُلَيْمٍ په بل كي اسْتَعْمَلَ رَجُلاً مِنْ بَنِى أَسْدٍ يُقَالُ لَهُ ابْنُ الأُتَبِيَّةِ په په بل كي اسْتَعْمَلَ رَجُلًا مِنَ الأَزْدِ، يُقَالُ لَهُ ابْنُ الأُتْبِيَّةِ عَلَى الصَّدَقَةِ، په يوه كي فَهَلَّا جَلَسْتَ فِي بَيْتِ أَبِيكَ، وَبَيْتِ أُمِّكَ حَتَّى تَأْتِيَكَ هَدِيَّتُكَ إِنْ كُنْتَ صَادِقًا په بل كي فَهَلَّا جَلَسَ فِي بَيْتِ أَبِيهِ، وَبَيْتِ أُمِّهِ حَتَّى تَأْتِيَهُ هَدِيَّتُهُ إِنْ كَانَ صَادِقًا، په يوه كي ثُمَّ رَفَعَ بِيَدِهِ حَتَّى رَأَيْنَا عُفْرَةَ إِبْطَيْهِ؛ په بل كي رَفَعَ يَدَهُ، حَتَّى إِنَّا لَنَنْظُرُ إِلَى عُفْرَةِ إِبْطَيْهِ (د تخرگ سپينوالى)، په بل كي ثُمَّ رَفَعَ يَدَهُ حَتَّى رُئِيَ بَيَاضُ إِبْطِهِ، په بل كي رَفَعَ يَدَهُ حَتَّى إِنَّا لَنَنْظُرُ إِلَى عُفْرَةِ إِبْطَيْهِ، په بل كي ثُمَّ رَفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى رَأَيْنَا عُفْرَتَىْ إِبْطَيْهِ، په بل كي ثُمَّ رَفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى رَأَيْتُ بَيَاضَ إِبْطَيْهِ او دې ته ورته نور توپيرونه ليدل كېږي.
نوموړی وايي؛ په پورتني روايت كي دا برخه نه ده راغلې چي رسول الله صلى الله عليه و سلم پر منبر دا خبره كړې او په پاى كي ئې لاسونه دومره لوړ كړي چي تخرگونه ئې ليدل شوي او وئې فرمايل: أَلاَ هَلْ بَلَّغْتُ پام چي آيا خبره مي ورسوله؟ يا ئې داسي وفرمايل: اللَّهُمَّ هَلْ بَلَّغْتُ: بارئ ربه! آيا ما خبره ورسوله؟
ښاغلي حکمتيار همداراز په ورته مهال ٤٩م باب هم په تفصيلي توگه وڅېړلو چي عنوان ئې دی؛ (امام د زکات اوښان په نښه کوي).
٧٦٥- عن أنَس بنِ مَالِكٍ رَضِي الله تَعَالَى عنهُ. قَالَ غَدَوْتُ إِلَى رسولِ الله صلى الله عَلَيْهِ وَسلم بِعَبْدِ الله بنِ أبي طَلْحَة لِيُحنكِّهُ فَوَافَيْتُهُ فِي يَدِهِ المِيسَمُ يَسِمُ إبِلَ الصَّدَقَةِ. بخاري: 1502
(له انس رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: عبدالله بن ابي طلحه رضي الله عنه مي سبايي رسول الله ته يووړ چي د تبرک لپاره ئې په تالو خرما وروموښي، نو په داسي حال كي مي وليد چي په لاس کي ئې يو اوسپنيز سيخ وو او د زکات اوښان ئې پرې په نښه کول.)
نوموړی د موضوع پر دوام وايي چي دا روايت په بخاري كي همدا يو ځل راغلى. غريب دئ؛ له بخاري پرته په بل هيڅ مهم او معروف كتاب كي نه دئ راوړل شوى؛ كه څه هم شرح السنة للبغوي كي ويل شوي چي په صحيح مسلم كي هم راغلى؛ خو ما په كي ونه موندلو؛ الشامله د دې روايت هيڅ برخه په صحيح مسلم كي ونه ښودله؛ نه دا برخه چي عَبْدِ الله بنِ أبي طَلْحَة د دې لپاره په ماشومتوب كي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وړل شوى چي په تالو خرما وروموښي او نه دا چي په داغ شوي سيخ ئې د زكات اوښان په نښه كول؛ په داغ شوي سيخ د حيوان داسي داغل چي پوستكى ئې وسوزېږي او هغه درد احساس كړي د رسول الله صلى الله عليه و سلم له نورو لارښوونو سره مغايرت لري؛ اما كه داسي وي چي يوازي وړۍ ئې وسوزوي بيا مانع نه لري؛ خو په روايت كي د دې وضاحت نه دئ شوى. او زياتوي چي؛ كوم روايت چي ورپسې زموږ مخي ته راځي په تجريد الصريح كي نه دئ راوړل شوى؛ لکه چي فرمايي:
- حَدَّثَنَا مُسَدَّدٌ، حَدَّثَنَا يَحْيَى، عَنْ شُعْبَةَ، حَدَّثَنَا قَتَادَةُ، عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّ نَاسًا مِنْ عُرَيْنَةَ اجْتَوَوْا المَدِينَةَ «فَرَخَّصَ لَهُمْ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ يَأْتُوا إِبِلَ الصَّدَقَةِ، فَيَشْرَبُوا مِنْ أَلْبَانِهَا، وَأَبْوَالِهَا»، فَقَتَلُوا الرَّاعِيَ، وَاسْتَاقُوا الذَّوْدَ، فَأَرْسَلَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَأُتِيَ بِهِمْ، فَقَطَّعَ أَيْدِيَهُمْ وَأَرْجُلَهُمْ، وَسَمَرَ أَعْيُنَهُمْ، وَتَرَكَهُمْ بِالحَرَّةِ يَعَضُّونَ الحِجَارَةَ تَابَعَهُ أَبُو قِلاَبَةَ، وَحُمَيْدٌ، وَثَابِتٌ، عَنْ أَنَسٍ. بخاري: 1501
(له انس رضي الله عنه روايت دئ چي د عرينه قبيلې ځيني خلكو له دې كركه وښوده چي په مدينه كي پاته شي؛ (رسول الله صلى الله عليه و سلم اجازه وركړه چي د زكات اوښانو څړځاى ته ولاړ شي او شيدې او بولي ئې وڅښي)؛ خو هغوى شپون ووژلو او اوښان ئې په مخه كړل؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم (يو ټولگى پسي) ولېږلو او هغوى راوستل؛ نو د هغوى لاس او پښې ئې پرې كړل، سترگي ئې په سرو ميخونو وداغلې او له تودو ډبرو ډك ډاگ كي ئې داسي پرېښودل چي (له تندي ئې) په ډبرو خولې لگولې؛ بخاري وايي چي ابو قِلابه، حُمَيد او ثابت له انس هم د دغه راوي متابعت كړى.)
د هغه په وينا؛ په سنن ابن ماجه كي په دې صيغه راغلى:
2578 - حَدَّثَنَا نَصْرُ بْنُ عَلِيٍّ الْجَهْضَمِيُّ قَالَ: حَدَّثَنَا عَبْدُ الْوَهَّابِ قَالَ: حَدَّثَنَا حُمَيْدٌ، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، أَنَّ أُنَاسًا مِنْ عُرَيْنَةَ قَدِمُوا عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَاجْتَوَوْا الْمَدِينَةَ، فَقَالَ: «لَوْ خَرَجْتُمْ إِلَى ذَوْدٍ لَنَا، فَشَرِبْتُمْ مِنْ أَلْبَانِهَا وَأَبْوَالِهَا» فَفَعَلُوا. فَارْتَدُّوا عَنِ الْإِسْلَامِ، وَقَتَلُوا رَاعِيَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَاسْتَاقُوا ذَوْدَهُ، فَبَعَثَ رَسُولُ اللَّهِ فِي طَلَبِهِمْ، فَجِيءَ بِهِمْ، فَقَطَعَ أَيْدِيَهُمْ وَأَرْجُلَهُمْ وَسَمَرَ أَعْيُنَهُمْ وَتَرَكَهُمْ بِالْحَرَّةِ حَتَّى مَاتُوا
(له انس رضي الله عنه روايت دئ چي د عرينه قبيلې ځيني خلك رسول الله صلى الله عليه و سلم ته راغلل؛ نو له مدينې ئې كركه وښوده؛ وئې فرمايل: ؛ (ښه به وي كه زموږ د اوښانو خوا ته ووځئ او شيدې او بولي ئې وڅښئ)؛ نو همداسي ئې وكړل؛ نو له اسلام مرتد شول، د رسول الله صلى الله عليه و سلم شپون ئې ووژلو؛ او د هغه اوښان ئې په مخه كړل؛ رسول الله (يو ټولگى) د هغوى په موندلو او نيولو پسي ولېږو او هغوى ئې راوستل؛ نو د هغوى لاس او پښې ئې پرې كړل، سترگي ئې په سرو ميخونو وداغلې او له تودو ډبرو ډك ډاگ كي ئې تر هغه پرېښودل چي مړه شول.)
په معجم الاوسط كي دا هم په روايت كي مومو چي ويل شوي: كله چي دوى روغ شول؛ او له دې معلومېږي د عُرَينَه قبيلي دا خلك د بېمارۍ له كبله د اوښانو څړځاى ته لېږل شوي وو.
نوموړی وايي د دې روايت په اړه بايد دا مطالب په پام كي ولرو:
1- غريب دئ په دوو طبقو؛ صحابه او تابعينو كي يو يو راوي لري.
2- تجريد الصريح چي يوازي د بخاري غير مكرر روايات ئې راوړي؛ دا روايت ئې نه دئ راوړى، معلومېږي چي قصداً او ځكه ئې نه دئ راوړى چي يا ئې إسناد ورته معتبر نه دي برېښېدلي او يا ئې متن. نورو كتابونو هم ښايي له همدې كبله د راوړلو وړ نه دئ گڼلى.
3- رسول الله صلى الله عليه و سلم ته داسي څه منسوب شوي چي هم د قرآن خلاف دي او هم د رسول الله د وينا او عمل خلاف.
4- د ټولو ژوو بولي ناپاكي او حرامي دي؛ كه په جامه توى شي لمونځ ورسره نه كېږي او كه پر زمكي توى شوې وي پر هغه زمكه لمونځ صحيح نه دئ؛ خاوره ئې د تيمم لپاره هم روا نه ده. څښل ئې حرام دي؛ دا ځكه چي مضر، پليت او كركجني دي؛ د ژوو بدن ئې ځكه طرح كوي چي د انسان صحت ته تاوان لري، كه په بدن كي پاته شي او وتل ئې بند شي انسان وژني؛ قرآن تاواني شيان حرام كړي.
5- اسلام سزاگاني ښودلې؛ په دې سزاگانو كي نه سوزول شته او نه په سره ميخ او سيخ دا چا بدن او سترگي داغل شته؛ د محارب دښمن د مړو مثله كول، لاس پښې، غوږ، پزه پرې كول نشته؛ كه چا غلا كړې وي لاس ئې له بند قطع كېږي، قاتل د مقتول د ورثه په غوښتنه وژل كېږي، قطاع الطريق؛ د لارو شوكماران؛ كه يوازي مال لوټ كړي؛ لاس ئې قطع كېږي، كه ئې څوك ووژلو؛ قصاص كېږي، كه ئې د غلا تر څنگ څوك ووژلو؛ له وژلو وروسته د خلكو د عبرت لپاره پانسۍ كېږي؛ كه ئې شوكي كړې وې نو لاس او پښه ئې په خلاف د يوه بل قطع كېږي؛ كه مسلمان وو او د حكومت په خلاف ئې وسله وال بغاوت كړى وو؛ د هغوى خلاف تر هغه جنگ جائز دئ چي له بغاوت لاس واخلي؛ كه ئې لاس واخيست په مخكيني جرم نه مواخذه كېږي؛ كه د جنگ له ميدان وتښتېدو؛ نو نه به تعقيب كېږي؛ زخمي به ئې نه وژل كېږي، مړي به ئې نه مثله كېږي، مال او وسلې به ئې غنيمت نه گڼل كېږي، هر څه به ئې د كورنۍ غړو ته سپال كېږي، څوك حق نه لري د هغوى كورونو ته ننوځي؛ كه څه هم مېرمني ئې هغوى د بام له سر مجاهدين په ډبرو ولي او ښكنځلي ورته كوي!!
6- قرآن په صريح توگه او پرېكنده الفاظو فرمايي: له هغو سره وجنگېږي چي ستاسو خلاف جنگېږي؛ خو تېرى مه كوئ چي الله تعالى تېري كوونكي نه خوښوي؛ په تېري كي دغه ټول شيان شامل دي.
د ښاغلي حکمتيار پر وينا دغو مطالبو ته په پام سره ويلى شو چي دا روايت د اعتبار وړ نه دئ. خو متأسفانه ځيني كمعلمه افراد د دغسي رواياتو تر اغېز لاندي او د هدغسو رواياتو په استناد؛ هر وحشت جائز گڼي؛ پر خپلو مخكينيو ملگرو هم رحم نه كوي؛ نيسي ئې، لاس، پښې او سترگي ئې ورتړي، پر بمونو ئې كښېنوي او منفجروي ئې؛ سرونه ئې ترې غوصوي او د تيږو له پاسه ئې ږدي، په جوماتونو كي؛ د لمانځه، د قرآن تفسير، د حديث درسونو په جريان كي وحشيانه چاودني كوي، د بې گناه او غير محارب خلكو د گڼي گوڼي او حتى د جنازو لمونځونو په ځاى كي چاودني كوي.
هغه زياتوي چي موږ دوست او دښمن ته وايو: زموږ په دين كي؛ د مهربان رب له لوري رالېږل شوي دين كي؛ هغه چي پيغمبر ئې رحمة للعالمين دئ؛ داسي وحشيانه او بې رحمانه وژني نشته؛ موږ د هر انسان په نسبت په خپل زړه كي ترحم او زړه سوى لرو؛ د كافر له عمل كركه لرو نه د هغه له انساني ذات؛ زموږ پيغمبر عليه السلام وايي: د حيوان په ذبح كولو كي هم د مهربانۍ او زړه سوي طريقه غوره كړئ.
د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير د بخاري د زکات کتاب له تتمې وروسته د بخاري (د فطر صدقې کتاب) پر لومړي باب هم تفصيلي بحث وکړ او وئې ويل:
بخاري په خپل ياد کتاب (د فطر صدقې وجوب) تر عنوان لاندي روايتونه راوړي؛ لکه چي فرمايي:
عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الخُدْرِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، يَقُولُ: «كُنَّا نُخْرِجُ زَكَاةَ الفِطْرِ صَاعًا مِنْ طَعَامٍ؛ او صَاعًا مِنْ شَعِيرٍ؛ او صَاعًا مِنْ تَمْرٍ؛ او صَاعًا مِنْ أَقِطٍ؛ او صَاعًا مِنْ زَبِيبٍ»
(له ابو سعيد خدري رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: موږ به (د رسول الله صلى الله عليه و سلم په زمانه کي) د واړه اختر صدقه يوه صاع خواړه ورکول، يا يوه صاع وربشي، يا يوه صاع خرما، يا يوه صاع كورت او يا يوه صاع مميز.)
د نوموړي په خبره په دې روايت كي دا خوراكي توكي برابر گڼل شوي: طعام چي مراد ئې غنم دي؛ وربشي، خرما، كورت او مميز؛ او د ټولو صدقه يو صاع؛ اما په نورو كي بيا دا مومو چي غنم نيم صاع (نژدې دوه كيلو) او نور يو صاع دي.
ښاغلي حکمتيار همداراز د ياد کتاب پر ۲م باب هم تفصيلي وضاحت ورکړ او وئې ويل:
(د فطر صدقې وركړه د عيد تر لمانځه مخکي وي). هلته چي فرمايي:
766 - عنِ ابنِ عُمَرَ رَضِي الله تَعَالَى عَنْهُمَا. قَالَ فَرَضَ رسولُ الله صلى الله عَلَيْهِ وَسلم زَكاةَ الفِطْرِ صَاعا مِنْ تَمْرٍ أوْ صَاعا مِنْ شَعِيرٍ عَلَى العَبْدِ وَالحُرِّ وَالذَّكَرِ وَالأُنْثَى وَالصَّغِيرِ وَالكَبِيرِ مِنَ المُسْلِمِينَ وَأمَرَ بِهَا أنْ تُؤَدَّى قَبْلَ خُرُوجِ النَّاسِ إلَى الصَّلَاةِ. بخاري: 1503
(له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د فطر صدقه يوه صاع خرما، يا يوه صاع وربشي پر هر مسلمان؛ غلام او آزاد؛ نارينه او ښځي، واړه او لوى؛ فرض کړې او امر ئې کړى چي بايد د عيد لمانځه ته د خلكو تر وتلو وړاندي وركړى شي.)
نوموړي وويل: دا روايت په بخاري كي درې ځلي په دغو شمېرو راغلى: 1503 ، 1504 او 1506 او تر منځ ئې لاندي توپيرونه شتون لري:
په يوه كي داسي ويل شوي: فَرَضَ زَكَاةَ الفِطْرِ صَاعًا مِنْ تَمْرٍ؛ او صَاعًا مِنْ شَعِيرٍ عَلَى كُلِّ حُرٍّ؛ او عَبْدٍ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى مِنَ المُسْلِمِينَ؛ په بل كي د صغير او كبير يادونه نه ده شوې، په بل كي كُنَّا نُخْرِجُ زَكَاةَ الفِطْرِ صَاعًا مِنْ طَعَامٍ؛ او صَاعًا مِنْ شَعِيرٍ؛ او صَاعًا مِنْ تَمْرٍ؛ او صَاعًا مِنْ أَقِطٍ؛ او صَاعًا مِنْ زَبِيبٍ»
نوموړي د دوهم باب له تشریح وروسته (د فطر صدقې کتاب) ٣م باب تر دې سرليك لاندي چي (د فطر صدقه پر آزاد او غلام دواړو لازمه ده.) هم په تفصيلي توگه توضیح کړ؛ هلته چي فرمايي:
٧٦٨- عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: «فَرَضَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ صَدَقَةَ الفِطْرِ صَاعًا مِنْ شَعِيرٍ؛ او صَاعًا مِنْ تَمْرٍ عَلَى الصَّغِيرِ وَالكَبِيرِ، وَالحُرِّ وَالمَمْلُوكِ» بخاري: 1512
٧٦٨- له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د فطر صدقه يوه صاع وربشي يا يوه صاع خرما په هر واړه او لوى آزاد او غلام فرض کړې ده.
له پورتنيو تشريحاتو وروسته نوموړي د بخاري (د حج کتاب) پر لومړني باب او (د حج فرضيت او فضيلت) په اړه د لاندېني آيت او روايتونو په استناد تفصيلي بحث وکړ؛ هلته چي فرمايي:
وَقَوْلِ اللَّهِ: {وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ البَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا، وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ العَالَمِينَ} [آل عمران: 97]
٧٦٩- عنْ عَبْدِ الله بنِ عَبَّاسٍ رَضِي الله عَنْهُمَا. قَالَ كَانَ الفَضْلُ رَدِيفَ رسولِ الله صلى الله عَلَيْهِ وَسلم فَجاءَتْ امْرَأةٌ مِنْ خَثْعَمْ فجعَلَ الفَضْلُ يَنْظُرُ إليْهَا وتَنْظُرُ إلَيْهِ وجَعَلَ النبيُّ صلى الله عَلَيْهِ وَسلم يَصْرِفُ وَجْهَ الفَضْلِ إلَى الشِّقِّ الآخَرِ فقالَتْ يَا رسولَ الله إنَّ فَرِيضَةَ الله عَلَى عِبَادِهِ فِي الحَجِّ أدْرَكَتْ أبي شَيْخا كَبِيرا لَا يَثْبُتُ عَلَى الرَّاحِلَةِ أفأحُجُّ عَنْهُ قَالَ نَعَمْ وَذالِكَ فِي حَجَّةِ الوَدَاعِ. بخاري: 3151
(له ابن عباس رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: په داسي حال كي چي فضل بن عباس د رسول الله صلى الله عليه و سلم تر شا وو؛ د خثعم قبيلې يوه مېرمن راغله؛ فضل هغې ته كتل او هغې فضل ته؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم د فضل مخ بل لوري ته واړاوو؛ مېرمني وويل: يا رسول الله! د حج فريضه په داسي حال كي زما پلار وموند چي زيات زوړ شوى؛ نه شي كولى پر سورلۍ سم تم شي؛ آيا زه ئې پر ځاى حج وكړم؟ وئې فرمايل: هو؛ او دا د حجة الوداع په كال كي وو.)
نوموړي وویل دا روايت په بخاري كي 5 ځلي په دغو شمېرو 1513 – 1854- 1855- 4399- 6228 سره راغلی؛ چي لاندي څو اساسي مطالب تر لاسه كولى شو:
الف: د مېرمني مخ لوڅ وو؛ فضل بن عباس ورته كتل؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم د هغه مخ بل لوري ته اړولى. او دا ښيي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم په زمانه كي به حتى په حج كي هم د مېرمنو مخونه لوڅ وو؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم د مخ په پټولو نه دي گمارلې.
ب: دا پېښه هم د رسول الله صلى الله عليه و سلم د عمر په پاى او حجة الوداع كي رامنځته شوې؛ يعني داسي وخت كي چي په كوم بل روايت ئې تغيير محتمل نه دئ؛ يعني مېرمني د رسول الله صلى الله عليه و سلم په ټوله زمانه كي همداسي وې؛ له روايت معلومېږي چي مېرمنه هم له مخ پېژندل شوې او هم دا چي نوم ئې څه وو او د كومي قبيلې وه.
ج: رسول الله صلى الله عليه و سلم په اوښي سپور وو، فضل بن عباس ئې تر شا، دغي مېرمني ودرولى او دا پوښتنه ئې ترې كړې.
ح: رسول الله صلى الله عليه و سلم د پوښتني په ځواب كي هغې ته ويلي: ته كولى شې د خپل بوډا او معذور پلار په ځاى حج وكړي.
خ: پورتنى روايت چي د مُسند احمد، بخاري، مسلم، سنن أبي داؤد، سنن النسائي، سنن الترمذي، المعجم الكبير للطبراني او سنن الدارمي؛ په څېر مهمو كتابونو راوړى ښيي چي كه د مېرمنو مخ پټول ضروري وى نو رسول الله صلى الله عليه و سلم به د خلكو په وړاندي د دې مېرمني د لوڅ مخ په اړه سكوت نه كولو او حتماً به ئې هغه د مخ پر پټولو گمارلې وه؛ او كه ئې مخ پټ وو نو ابن عباس به نه وه پېژندلې چي دا ښايسته وه. دا د ابن حزم او د الباني په شمول د نورو محققينو استدلال دئ.
د: او دا روايت چي وايي: مېرمني به په حج كي مخ او لاسونه نه پټوي؛ د حديث ټولو مهمو او معروفو كتابونو لكه مسند احمد، بخاري، مسلم، سنن أبي داؤد، سنن النسائي، سنن ابن ماجه، سنن الترمذي، موطأ مالك، السنن الكبرى للبيهقي، المعجم الاوسط، الشرح السنة للبغوي، صحيح ابن خزيمه او مسند ابي عوانه راوړى؛ په څرگنده او واضح توگه ښيي چي د مېرمني مخ او لاسونه په عوراتو كي شامل نه دي.
س: دوى وايي: له دې ثابتېږي چي د مېرمنو د مخ څرگندېدا عورت (د عار او پېغور خبره) نه ده او پټول ئې لازمي نه دي؛ نه په لمانځه كي او نه له لمانځه بهر؛ او همدا د اكثر علماءو رأيه او وينا ده؛ او همدا د څلورو ائمه وو؛ أبو حنيفة، مالك، شافعي او احمد حنبل رحمهم الله مذهب دئ.
ش: بايد دې ته متوجه وو چي له مخ مراد هغه برخه ده چي په اوداسه كي مينځل كېږي؛ غوږونه، غاړه، د سر وېښتان په كي شامل نه دي؛ او له لاسونو مراد له بند لاندي تر گوتو پوري او له پښې مراد له بېډيو لاندي د گوتو تر سرونو پوري دي.
ښاغلي حکمتيار دا هم وويل؛ امام بخاري دا روايت د (وُجوبِ الحَجِّ وَفَضْلِهِ) تر عنوان لاندي راوړى؛ خو په روايت كي د حج د فرضيت او فضيلت په اړه هيڅ څه نه دي ويل شوي؛ اما قرآن په دې اړه فرمايي:
إِنَّ أَوَّلَ بَيۡتٖ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكٗا وَهُدٗى لِّلۡعَٰلَمِينَ ٩٦ فِيهِ ءَايَٰتُۢ بَيِّنَٰتٞ مَّقَامُ إِبۡرَٰهِيمَۖ وَمَن دَخَلَهُۥ كَانَ ءَامِنٗا ۗ وَلِلَّهِ عَلَى ٱلنَّاسِ حِجُّ ٱلۡبَيۡتِ مَنِ ٱسۡتَطَاعَ إِلَيۡهِ سَبِيلٗاۚ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٩٧ آل عمران: 96- 97
(يقينا لومړى كور چي د خلكو لپاره وضع شوى همغه دئ چي په مكه كي دئ؛ مبارك او د نړۍ والو لارښود. په هغه كي څرگندي نښي دي؛ د ابراهيم د ودرېدو ځاى او څوك چي ورننوځي خوندي وي او د خلكو پر هغه چا ئې د الله لپاره حج كول لازم شوي چي د لاري په موندلو وتوانېږي او چا چي كفر وكړ نو الله له نړۍ والو بې نياز دئ.)
د هغه پر وينا؛ دا مبارك آيتونه څو لارښووني زموږ مخي ته ږدي:
1- د مكې مكرمې دا كور؛ بيت الله؛ دا د ابراهيم او اسمعيل عليهما السلام په لاسونو جوړ شوى مبارك كور؛ لومړى كور دئ چي الله تعالى د خلكو لپاره غوره كړى؛ د عبادت لپاره او د قبلې په توگه؛ د الله تعالى له لوري او د هغه په حكم جوړ شوى.
2- د دې خبري د اثبات لپاره چي دا د الله له لوري وضع شوى لومړى كور دئ؛ څو دلائل وړاندي شوي:
لومړی: هلته د ابراهيم عليه السلام د اقامت ځاى دئ، هلته د ابراهيم عليه السلام او د اسمعيل عليه السلام اولاد مېشت شوي، هلته د بنو اسمعيل شتون د دې څرگنده نښه ده چي دا كور د ابراهيم او اسمعيل عليهما السلام په لاسونو جوړ شوى، ټول عرب په دې متفق دي چي دا كور د دوى په لاس جوړ شوى. ځيني مفسرين؛ (مقام ابراهيم)؛ هغه تيږه بولي چي د دوو پښو نښه په كي ليدل كېږي او دا د ابراهيم عليه السلام د پښو نښي گڼي؛ كېدى شي همداسي وي؛ خو د پښو په دې نښو سره دا ثابتول او مخالف پرې قانع كول گران كار دئ چي كعبه د زمكي پر سر لومړى الهى كور دئ. اما مخكينى تعبير او دا چي له (مقام ابراهيم)؛ د ابراهيم عليه السلام او د ده د اولاد؛ بنو اسمعيل د اقامت سيمه او مېشت ځاى مراد دئ؛ د هر هغه مخالف شك او اعتراض ته مقنع او پرېكنده ځواب وايي چي له دې پرته بله خبره كوي. يهودانو او مسيحيانو ته هم؛ تاسو پوهېږئ چي ابراهيم عليه السلام تر موسى او عيسى عليهما السلام ډېر د مخه تېر شوى. په فلسطين كي د دوى دواړو قبله (بيت المقدس) تر كعبې ډېره وروسته جوړه شوې.
دوهم: ټول عرب قبائل د دې كور احترام كوي؛ هر كال به ئې د دې حج كولو، د حج په مياشتو كي به په حجاز كي امن او امان وو؛ هومره درناوى او احترام چي كله به څوك د دې كور په حريم كي داخل شو نو هغه له هر راز نيوني او مؤاخذې مصون وو، كه به چا د خپل پلار قاتل هم هلته وموند نو د دې كور د درناوي لپاره به ئې هلته او د حج په مياشتو كي انتقام نه اخيستلو؛ او دا د كعبې له جوړېدو تر نن پوري.
درېيم: گورئ چي له پېړيو پېړيو رادې خوا خلك د الله لپاره د دې كور په خوا كي د حج مناسك تر سره كوي. دا لړۍ د ابراهيم عليه السلام له زمانې او له هغي ورځي چي كعبه د ده او د ده د زوى اسمعيل عليهما السلام په لاسونو جوړه شوه؛ په تېرو نژدې څلور نيم زرو كلونو كي د نړۍ له گوټ گوټ مؤمنان د حج لپاره دلته راتلل او د دې كور طوافونه ئې كول.
څلورم: ډېر خلك د دې كور په نسبت كافران شوي او د هغه د هتك حرمت او اعتبار ختمولو او حتى ورانولو لپاره ئې هڅي كړې، ابرهه ئې يو مثال دئ؛ خو الله تعالى په خپله د دې كور حفاظت كړى او له دې كور په دفاع او حفاظت كي ئې خپله استغنى له ټولو عالميانو په وار وار ثابته كړې. پر مكه د ابرهه يرغل د رسول الله صلى الله عليه و سلم له رسالت وړاندي شوى؛ هغه مهال عبدالمطلب د رسول الله صلى الله عليه و سلم نيكه د قريشو مشري كوله؛ تفصيلات ئې د عربانو په ټولو معتبرو تاريخونو كي راغلي. په تاريخونو، قصو، قصيدو او شعرونو كي د دې بريد د تفصيلاتو تر څنگ د أَبُو رِغَال نومي كس يادونه هم شوې چي د طائف اوسېدونكو له ابرهه سره لېږلى وو چي د كعبې لار وروښيي؛ په لار كي مړ او هملته دفن شو؛ هر عرب چي به په هغه لار تگ راتگ كولو نو د ده قبر به ئې په ډبرو ويشتلو؛ دومره ډبري پرې وورېدې چي د ډبرو غونډۍ پرې جوړه شوه.
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ موږ هم ډېر ابو رغالان لرو؛ هغه چي جرم ئې د عربو تر ابو رغال ډېر ستر او قبيح دئ؛ اشغالگرانو ته ئې پر هېواد د بريد بلنه وركړې؛ د هغوى تر فرمان لاندي د ملت خلاف جنگېدلي؛ له اشغالگرانو ئې غوښتل چي پر افغانانو غټ غټ بمونه ووروئ؛ د بي 52 بمونه ئې هم كافي نه گڼل او هغه ئې له زرگري جنگ سره تشبيه كولو؛ هغه چي د دښمن جنگي جهازونو ته به ئې كورديناتونه وركول؛ له دغو سره بايد همغه څه وشي چي د طائف له ابو رغال سره شوي.
ناويلي دې پاته نه وي چي نننۍ درسي حلقه د قدرمن مشر په دعاء پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.
