د حکمتيار صاحب نهمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
دوشنبه د حمل ۱۴مه؛ ۱۴۰۲ھش:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار نن دوشنبه د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي د مخکينيو درسونو په ادامه خپله ۹مه درسي حلقه د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي وړاندي کړه چي گڼشمېر ورونو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د نن ورځي درس تر دې پوښتونکي عنوان لاندي چي؛ (آيا څوك كولى شي خپل زکات (صدقات) وپېري؟) پيل وکړ او وئې ويل:
٤١ باب: (آيا څوك كولى شي خپل زکات (صدقات) وپېري؟)
751 - عَنْ عُمَرَ رضي الله عنه قَالَ: حَمَلْتُ عَلَى فَرَسٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، فَأَضَاعَهُ الَّذِي كَانَ عِنْدَهُ، فَأَرَدْتُ أَنْ أَشْتَرِيَهُ، وَظَنَنْتُ أَنَّهُ يَبِيعُهُ بِرُخْصٍ، فَسَأَلْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه و سلم فَقَالَ: «لا تَشْتَرِهِ، وَلا تَعُدْ فِي صَدَقَتِكَ، وَإِنْ أَعْطَاكَهُ بِدِرْهَمٍ، فَإِنَّ الْعَائِدَ فِي صَدَقَتهِ كَالْعَائِدِ فِي قَيْئِهِ». (بخارى: 1490)
(له عمر رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: يوه سړي ته مي د الله په لار کي د جهاد لپاره آس وركړ، خو هغه (آس چي كله د هغه شو) نو ضائع او خوار ئې کړ؛ نو ومي غوښتل چي په بيع ئې بېرته ترې واخلم او گمان مي وكړ چي دى به ئې په ټيټه بيع وپلوري، رسول الله صلى الله عليه و سلم مي وپوښتو؛ نو وئې ويل: (مه ئې پېره، خپلي صدقې ته مه ستنېږه، که څه هم په يوه درهم ئې درکړي، خپلي صدقې ته ستنېدونكى داسي دئ لکه خپل قى ته ستنېدونكى (لكه هغه چي خپل قي بېرته تېروي).
ښاغلي حکمتيار وويل؛ دا روايت په بخاري كي څلور ځلي نور په دغو شمېرو 2623، 2636، 2970، 3003 او لاندي توپيرونو سره راغلی:
توپيرونه: په يوه كي فَأَرَدْتُ أَنْ أَشْتَرِيَهُ په بل كي فَأَرَدْتُ أَنْ أَشْتَرِيَهُ مِنْهُ په يوه كي وَظَنَنْتُ أَنَّهُ بَائِعُهُ بِرُخْصٍ په بل كي فَرَأَيْتُهُ يُبَاعُ په يوه كي لَا تَشْتَرِهِ، وَإِنْ أَعْطَاكَهُ بِدِرْهَمٍ وَاحِدٍ په بل كي لَا تَشْتَرِهِ، وَلَا تَعُدْ فِى صَدَقَتِكَ په بل كي لَا تَشْتَرِهِ وَإِنْ بِدِرْهَمٍ په يوه كي فَإِنَّ الْعَائِدَ فِى صَدَقَتِهِ كَالْعَائِدِ فِى قَيْئِهِ په بل كي فَإِنَّ الْعَائِدَ فِى هِبَتِهِ كَالْكَلْبِ يَعُودُ فِى قَيْئِهِ راغلي.
د نوموړي پر وينا؛ سره له دې ټولو توپيرونو چي په دغو رواياتو كي تر سترگو كېږي مطلب ئې يو دئ او هغه دا چي د صدقه شوي او په زكات كي وركړى شوي مال له بېرته اخيستلو بايد ډډه وشي، كه څه هم د يوه درهم بيع په بدل كي وي.
خو په دې اړه د علماءو تر منځ اختلاف دئ، ابْن بطال وايي: پورتني روايت ته په پام سره ډېرى علماء دا مكروه گڼي چي څوك د خپل زكات مال بېرته په بيع واخلي؛ او دا د امام مَالك، د كوفې علماءو او امام شافِعِيّ وينا ده، كه دا زكات وي يا خيرات او صدقه، خو كه څوك خپله صدقه وپېري نو بيع ئې نه فسخ كېږي، غوره دا ده چي له دې ډډه وشي؛ او ابن مُنْذر وايي: حسن، عِكْرِمَة، رَبِيعَة او اَوْزَاعِي د خپلي صدقې د پېرلو رخصت وركړى، وايي: كه د خپلي صدقې پېرل جائز نه وى نو رسول الله صلى الله عليه و سلم به هغه هديه هم نه قبلوله چي په اصل كي زكات او صدقه وه، بل ته د زكات په توگه وركړى شوې او ده ته د هديې په توگه (لكه چي په 725 روايت كي ورته اشاره وشوه: له ام عطيه رضي الله عنها روايت دئ چي وايي: نُسَيبه انصاريه رضي الله عنها ته يو پسه ور واستول شو، هغې د پسه څه برخه عائشې رضي الله عنها ته ور ولېږله، (عائشه رضي الله عنها وايي) بيا رسول الله صلى الله عليه و سلم راته وفرمايل: (آيا د خوړو لپاره څه درسره شته؟) ما ورته وويل: نه؛ يوازي هغه څه چي نُسَيبې رضي الله عنها له هغه پسه رالېږلې؛ نو وئې فرمايل: (رائې وړه، يقيناً چي هغه خپل اصلي ځاى ته رسېدلې) همدا راز په بل روايت كي داسي راغلي:... جَاءَت امْرَأَة إِلَى رَسُول الله صلى الله عَلَيْهِ وَسلم فَقَالَت: يَا رَسُول الله إِنِّي تَصَدَّقت على أُمِّي بِجَارِيَة وَأَنَّهَا مَاتَت، قَالَ: وَجب أجرك وردهَا على الْمِيرَاث: يوه مېرمن رسول الله صلى الله عليه و سلم ته راغله او وئې ويل: خپلي مور ته مي يوه وينزه صدقه كړه، مور مي وفات شوه، (له وينزي سره څه وكړم)، رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ستا اجر درته واجب شو او په ميراث كي ئې پرېښوده (يعني هغه اوس په ميراث كي گڼل كېږي او ستا شوه) كه په دې صورت كي د صدقې او زكات اخيستل جائز وي نو په بيع ئې پېرل به ولي جائز نه وي؟!
قدرمن مشر همداراز د زکات کتاب پر ٤٢ باب هم تفصيلي بحث او وئې ويل:
(د رسول الله صلى الله عليه و سلم د مېرمنو له لوري آزاد شوو غلامانو ته صدقه ورکول).
752 - عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنه قَالَ: وَجَدَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم شَاةً مَيِّتَةً، أُعْطِيَتْهَا مَوْلاةٌ لِمَيْمُونَةَ مِنَ الصَّدَقَةِ، فَقَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم «هَلَّا انْتَفَعْتُمْ بِجِلْدِهَا؟» قَالُوا: إِنَّهَا مَيْتَةٌ. قَالَ: «إِنَّمَا حَرُمَ أَكْلُهَا». (بخارى:1492)
(له ابن عباس رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم هغه پسه مړ وموند چي د ميمونه رضي الله عنها آزادي شوې وينځي ته په صدقه کي ورکړى شوى وو، رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (ولي مو د هغه له پوستکي گټه نه ده اخيستې؟) حاضرينو وويل: دا خو مردار دئ؟ وئې فرمايل: "د دې خو يوازي خوړل حرام شوي).
هغه زياتوي چي دا روايت په بخاري كي درې ځلي نور په دغو شمېرو 2221، 5531، 5532 او دغو توپيرونو سره راغلی:
توپيرونه: په يوه كي وَجَدَ النَّبِىُّ صلى الله عليه و سلم شَاةً مَيِّتَةً أُعْطِيَتْهَا مَوْلَاةٌ لِمَيْمُونَةَ مِنَ الصَّدَقَةِ په بل كي أَخْبَرَهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم مَرَّ بِشَاةٍ مَيِّتَةٍ په بل كي مَرَّ النَّبِىُّ صلى الله عليه و سلم بِعَنْزٍ مَيْتَةٍ په يوه كي هَلَّا انْتَفَعْتُمْ بِجِلْدِهَا په بل كي هَلَّا اسْتَمْتَعْتُمْ بِإِهَابِهَا په بل كي مَا عَلَى أَهْلِهَا لَوِ انْتَفَعُوا بِإِهَابِهَا راغلي.
ورته مهال ښاغلي حکمتيار (د زکات په حالت كي بدلون) تر سرليك لاندي د بخاري د زکات کتاب ٤٣م باب هم په تفصيلي توگه تشريح کړ او زياته ئې کړه:
753 - عَنْ أَنَسٍ رضي الله عنه: أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه و سلم أُتِيَ بِلَحْمٍ، تُصُدِّقَ بِهِ عَلَى بَرِيرَةَ، فَقَالَ: «هُوَ عَلَيْهَا صَدَقَةٌ، وَهُوَ لَنَا هَدِيَّةٌ». (بخارى: 1495)
(له انس رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته له هغي غوښي څه راوړل شوه چي بَرِيرَه رضي الله عنها ته په صدقه کي ورکړى شوې وه، وئې فرمايل: (دا هغې ته صدقه او موږ ته هديه ده).
د نوموړي پر وينا چي؛ دا روايت په بخاري كي اته ځلي نور په دغو شمېرو 2577، 5097، 1493، 2578، 5279، 5284، 5430، 6751 او لاندينيو توپيرونو سره راغلی:
توپيرونه: په يوه كي أُتِىَ بِلَحْمٍ تُصُدِّقَ بِهِ عَلَى بَرِيرَةَ په بل كي أُتِىَ النَّبِىُّ صلى الله عليه و سلم بِلَحْمٍ فَقِيلَ تُصُدِّقَ عَلَى بَرِيرَةَ په بل كي فَقِيلَ لَحْمٌ تُصُدِّقَ عَلَى بَرِيرَةَ په بل كي وَأُتِىَ النَّبِىُّ صلى الله عليه و سلم بِلَحْمٍ فَقُلْتُ هَذَا مَا تُصُدِّقَ بِهِ عَلَى بَرِيرَةَ په بل كي فَقِيلَ لِلنَّبِىِّ صلى الله عليه و سلم هَذَا تُصُدِّقَ عَلَى بَرِيرَةَ په بل كي وَلَكِنْ ذَلِكَ لَحْمٌ تُصُدِّقَ بِهِ عَلَى بَرِيرَةَ، وَأَنْتَ لَا تَأْكُلُ الصَّدَقَةَ په بل كي وَلَكِنَّهُ لَحْمٌ تُصُدِّقَ بِهِ عَلَى بَرِيرَةَ، فَأَهْدَتْهُ لَنَا په يوه كي هُوَ عَلَيْهَا صَدَقَةٌ، وَهُوَ لَنَا هَدِيَّةٌ په بل كي هُوَ لَهَا صَدَقَةٌ، وَلَنَا هَدِيَّةٌ په بل كي هُوَ صَدَقَةٌ عَلَيْهَا، وَهَدِيَّةٌ لَنَا راغلي.
نوموړی وايي چي دا روايت هم د دې رأيي تأييد كوي چي د صدقې او زكات حالت او كيفيت بدلېږي، يوه ته د زكات بڼه لري او بل ته د هديې بڼه غوره كوي، كله چي زكات د چا لاس ته ورشي د هغه مال گڼل كېږي؛ له دې وروسته د ده له نور مال سره كوم توپير نه لري.
د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير همداراز د موضوع په دوام
او تر دې عنوان لاندي چي؛ (زکات له شتمنو اخيستل كېږي او فقيرانو ته ورکول کېږي) د بخاري د زکات کتاب ٤٤م باب ته هم په تفصيلي توگه اشاره وکړه او وئې ويل:
754 - حَدِيثُ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ رضي الله عنه وبَعَثِهِ إِلَى الْيَمَنِ تَقَدَّمَ وفي هَذِهِ الرِّوَايَةِ: «وَاتَّقِ دَعْوَةَ الْمَظْلُومِ فَإِنَّهُ لَيْسَ بَيْنَهُ وَبَيْنَ اللَّهِ حِجَابٌ». (بخارى: 1496)
هغه زياتوي چي؛ يمن ته د معاذ رضي الله عنه د لېږلو حديث مخکي تېر شو او په دې روايت کي راځي: (... او د مظلوم له دعاء (ښېرا) ځان وساته ځکه چي د ده او الله تعالى تر منځ كومه پرده نشته).
خو د هغه پر وينا چي دا برخه له باب سره هيڅ مناسبت نه لري؛ باب دا دئ: زکات له شتمنو اخيستل كېږي او فقيرانو ته ورکول کېږي او دا روايت وايي: د مظلوم له دعاء (ښېرا) ځان وساته...
نوموړی د ياد روايت په اړه وايي چي؛ دا روايت په پشپړه توگه په بخاري كي څو ځلي راغلى خو دغه برخه ئې دوه ځلي نور په دغو شمېرو راغلې: 2448، 4347.
ښاغلي حکمتيار همداراز د موضوع په دوام دا عنوان (صدقه ورکوونکي لپاره د خير دعاء) ٤٥م باب هم په تفصيلي بڼه تشريح کړ؛ هلته چي فرمايي:
755 - عَنْ عَبْدِاللَّهِ بْنِ أَبِي أَوْفَى رضي الله عنه قَالَ: كَانَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم إِذَا أَتَاهُ قَوْمٌ بِصَدَقَتِهِمْ قَالَ: «اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى آلِ فُلانٍ». فَأَتَاهُ أَبِي بِصَدَقَتِهِ، فَقَالَ: «اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى آلِ أَبِي أَوْفَى». (بخارى: 1497)
(له عبدالله بن ابي اوفىٰ رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم داسي وو چي كله به کوم قوم خپله صدقه او زکات ورته راوړ؛ نو وبه ئې فرمايل: (الهي! پر آل فلان رحمت وکړه). او پلار مي خپل زکات وروړ؛ نو وئې فرمايل: (بارئ ربه! په آل ابي اوفىٰ رحم وکړه).
نوموړی په بخاري کي د ياد روايت په اړه وايي چي؛ دا روايت په بخاري كي درې ځلي نور په دغو شمېرو 4166، 6332، 6359 او لاندي توپيرونو سره راغلی:
توپيرونه: په يوه كي إِذَا أَتَاهُ قَوْمٌ بِصَدَقَتِهِمْ په بل كي إِذَا أَتَاهُ قَوْمٌ بِصَدَقَةٍ په بل كي إِذَا أَتَاهُ رَجُلٌ بِصَدَقَةٍ په بل كي كَانَ إِذَا أَتَى رَجُلٌ النَّبِىَّ صلى الله عليه و سلم بِصَدَقَتِهِ په يوه كي اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى آلِ فُلَانٍ په بل كي اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَيْهِمْ په بل كي اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَيْهِ راغلي.
قرآن په دې اړه رسول الله صلى الله عليه و سلم ته فرمايلي:
خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِمْ بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاتَكَ سَكَنٌ لَهُمْ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ 103 التوبة: 103
له مالونو ئې داسي صدقه تر لاسه كړه چي پرې پاك او تزكيه ئې كړې او دعاء ورته وكړه، يقيناً چي ستا دعاء ورته يوه ډاډېينه ده؛ او الله پوه اورېدونكى دئ.
ښاغلی حکمتيار د موضوع د لا وضاحت په دوام زياتوي چي؛ له دې معلومېږي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د ټولو دا ډول ويناوو، لارښوونو، اوامرو او قولي او فعلي سنت لپاره په قرآن كي منشأ او شاهد موندلى شو؛ كه هغه د فرائضو په ارتباط وي او د فضائلو او مسحباتو په ارتباط؛ خو په قرآن ښه پوهېدا، په قرآن او روايت كي غور؛ او لازم فهم، درايت او فراست درلودل ايجابوي.
قدرمن مشر له پورتنيو توضیحاتو وروسته د بخاري د زکات کتاب ٤٦ او ۴۷م بابونه هم په پرلهپسي او مفصل ډول توضیح کړل او زياته ئې کړه:
(څه چي له سمندر په لاس راځي).
د دې عنوان په ليدو او اورېدو سره هر څوك داسي فكر كوي چي ښايي مراد به ئې د بحر كبان او ماهيان وي او يا قيمتي تيږي او بل داسي څه چي په بحر كي موندل كېږي؛ خو كوم روايت چي تر دې عنوان لاندي راغلى؛ بل څه وايي: روايت دا دئ:
756 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم: «أَنَّ رَجُلاً مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ سَأَلَ بَعْضَ بَنِي إِسْرَائِيلَ بِأَنْ يُسْلِفَهُ أَلْفَ دِينَارٍ، فَدَفَعَهَا إِلَيْهِ، فَخَرَجَ فِي الْبَحْرِ فَلَمْ يَجِدْ مَرْكَبًا، فَأَخَذَ خَشَبَةً فَنَقَرَهَا، فَأَدْخَلَ فِيهَا أَلْفَ دِينَارٍ، فَرَمَى بِهَا فِي الْبَحْرِ، فَخَرَجَ الرَّجُلُ الَّذِي كَانَ أَسْلَفَهُ فَإِذَا بِالْخَشَبَةِ، فَأَخَذَهَا لأَهْلِهِ حَطَبًا - فَذَكَرَ الْحَدِيثَ - فَلَمَّا نَشَرَهَا وَجَدَ الْمَالَ». (بخارى:1498)
(له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (د بني اسرائيلو يوه سړي له كوم بل اسرائيلي وغوښتل چي زر دينار په پور وركړي، هغه ورکړل؛ نو پوروړى (د پور بېرته سپارلو په ورځ) د سمندر غاړي (ته ولاړ چي په كشتۍ كي سپور شي او قرض ورکوونکي ته ورشي او خپلي پيسې ورکړي)؛ خو کښتۍ ئې ونه موندله؛ نو يو لرگى ئې راواخيست، وئې كيندو او زر دينار ئې په کي داخل كړل، (سورى ئې بند كړ او لرگى ئې) په سمندر کي وغورځاوو، ناڅاپه هغه سړى چي ده ته ئې پور وركړى وو (د سمندر بلي غاړي ته) راووت؛ ناڅاپه ئې همغه لرگى (په اوبو کي) وليد؛ نو كورنۍ ته ئې د خسو په توگه راونيولو، راوي مکمل حديث بيانوي. په پاى کي ئې راځي: کله چي ئې هغه پرانيست نو هغه مال (زر دينار) ئې په کي وموندل).
ښاغلي حکمتيار وويل؛ دا روايت په بخاري كي شپږ ځلي نور په دغو شمېرو 2063، 2291، 2404، 2430، 2734، 6261 او لاندينيو توپيرو سره راغلی:
توپيرونه: په دغو روايتو كي يوازي 2291 روايت په بشپړه توگه راغلى؛ نور ئې داسي دي چي كه چا ته بشپړ روايت معلوم نه وي نو له هغوى نه يوازي خاص مطلب نه شي اخيستلى؛ بلكي احتمالاً ناسم پوهاوى او ناقص مطلب به ترې واخلي؛ لكه همدا پورتنى روايت چي په ناقصه توگه راغلى؛ او بشپړ مطلب نه شي افاده كولى. بشپړ روايت داسي دئ:
2291 - قَالَ أَبُو عَبْدِ اللَّهِ: وَقَالَ اللَّيْثُ: حَدَّثَنِي جَعْفَرُ بْنُ رَبِيعَةَ، عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ هُرْمُزَ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " أَنَّهُ ذَكَرَ رَجُلًا مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ، سَأَلَ بَعْضَ بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنْ يُسْلِفَهُ أَلْفَ دِينَارٍ، فَقَالَ: ائْتِنِي بِالشُّهَدَاءِ أُشْهِدُهُمْ، فَقَالَ: كَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا، قَالَ: فَأْتِنِي بِالكَفِيلِ، قَالَ: كَفَى بِاللَّهِ كَفِيلًا، قَالَ: صَدَقْتَ، فَدَفَعَهَا إِلَيْهِ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى، فَخَرَجَ فِي البَحْرِ فَقَضَى حَاجَتَهُ، ثُمَّ التَمَسَ مَرْكَبًا يَرْكَبُهَا يَقْدَمُ عَلَيْهِ لِلْأَجَلِ الَّذِي أَجَّلَهُ، فَلَمْ يَجِدْ مَرْكَبًا، فَأَخَذَ خَشَبَةً فَنَقَرَهَا، فَأَدْخَلَ فِيهَا أَلْفَ دِينَارٍ وَصَحِيفَةً مِنْهُ إِلَى صَاحِبِهِ، ثُمَّ زَجَّجَ مَوْضِعَهَا، ثُمَّ أَتَى بِهَا إِلَى البَحْرِ، فَقَالَ: اللَّهُمَّ إِنَّكَ تَعْلَمُ أَنِّي كُنْتُ تَسَلَّفْتُ فُلاَنًا أَلْفَ دِينَارٍ، فَسَأَلَنِي كَفِيلاَ، فَقُلْتُ: كَفَى بِاللَّهِ كَفِيلًا، فَرَضِيَ بِكَ، وَسَأَلَنِي شَهِيدًا، فَقُلْتُ: كَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا، فَرَضِيَ بِكَ، وَأَنِّي جَهَدْتُ أَنْ أَجِدَ مَرْكَبًا أَبْعَثُ إِلَيْهِ الَّذِي لَهُ فَلَمْ أَقْدِرْ، وَإِنِّي أَسْتَوْدِعُكَهَا، فَرَمَى بِهَا فِي البَحْرِ حَتَّى وَلَجَتْ فِيهِ، ثُمَّ انْصَرَفَ وَهُوَ فِي ذَلِكَ يَلْتَمِسُ مَرْكَبًا يَخْرُجُ إِلَى بَلَدِهِ، فَخَرَجَ الرَّجُلُ الَّذِي كَانَ أَسْلَفَهُ، يَنْظُرُ لَعَلَّ مَرْكَبًا قَدْ جَاءَ بِمَالِهِ، فَإِذَا بِالخَشَبَةِ الَّتِي فِيهَا المَالُ، فَأَخَذَهَا لِأَهْلِهِ حَطَبًا، فَلَمَّا نَشَرَهَا وَجَدَ المَالَ وَالصَّحِيفَةَ، ثُمَّ قَدِمَ الَّذِي كَانَ أَسْلَفَهُ، فَأَتَى بِالأَلْفِ دِينَارٍ، فَقَالَ: وَاللَّهِ مَا زِلْتُ جَاهِدًا فِي طَلَبِ مَرْكَبٍ لِآتِيَكَ بِمَالِكَ، فَمَا وَجَدْتُ مَرْكَبًا قَبْلَ الَّذِي أَتَيْتُ فِيهِ، قَالَ: هَلْ كُنْتَ بَعَثْتَ إِلَيَّ بِشَيْءٍ؟ قَالَ: أُخْبِرُكَ أَنِّي لَمْ أَجِدْ مَرْكَبًا قَبْلَ الَّذِي جِئْتُ فِيهِ، قَالَ: فَإِنَّ اللَّهَ قَدْ أَدَّى عَنْكَ الَّذِي بَعَثْتَ فِي الخَشَبَةِ، فَانْصَرِفْ بِالأَلْفِ الدِّينَارِ رَاشِدًا "
(له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (د بني اسرائيلو يوه سړي له كوم بل اسرائيلي وغوښتل چي زر دينار په پور وركړي، هغه ورته وويل: ما ته شاهدان راوله چي گواه ئې ونيسم، ده وويل: الله تعالى د شاهد په توگه كافي دئ؛ هغه ورته وويل: كوم ضامن راته راوله؛ ده ورته وويل: الله تعالى د ضامن په توگه كافي دئ؛ هغه وويل: رښتيا دي وويل؛ نو ده ته ئې تر ټاكلې نېټې ورکړل؛ نو پوروړى د سمندر له لاري ووت، خپل حاجتونه ئې تر سره كړل، بيا د سورلۍ په لټه كي شو چي په هغې سره هغي نېټي ته ځان ورسوي چي ټاكلې ئې وه، خو کښتۍ ئې ونه موندله؛ نو يو لرگى ئې راواخيست، وئې كيندو او زر دينار ئې په کي داخل كړل، سره له خپل يوه ليك خپل ملگري ته، بيا ئې دغه ځاى وپوښلو، بيا ئې دا لرگى سمندر ته يووړ؛ نو وئې ويل: الهي! ته ښه پوهېږې چي ما له فلاني زر دينار په پور واخيستل، هغه له ما كفيل وغوښتو؛ ومي ويل: الله د كفيل په توگه كافي دئ؛ پر تا (د كفيل په توگه) راضي شو؛ او له ما ئې شاهد وغوښتو؛ ومي ويل: الله د شاهد په توگه كافي دئ؛ پر تا راضي شو، ما هڅه وكړه چي كومه سورلۍ پيدا كړم چي هغه ته خپل حق ورولېږم خو ونه توانېدم؛ او زه ئې تا ته سپارم؛ نو هغه ئې په سمندر كي وغورځاوو، تر هغه چي په كي ننوت (ډوب شو)؛ بيا تر شا شو، په داسي حال كي چي دى هملته د سورلۍ په لټه كي وو چي خپل هېواد ته ولاړ شي، ناڅاپه هغه سړى چي ده ته ئې پور وركړى وو (د سمندر بلي غاړي ته) راووت چي وگوري ښايي كومه سورلۍ به د ده مال ورته راوړي، ناڅاپه ئې همغه لرگى (په اوبو کي) وليد چي د ده پيسې په كي وې؛ نو هغه ئې كورنۍ ته د خسو په توگه راونيولو؛ کله چي ئې هغه پرانيست نو هغه مال (زر دينار) او هغه پاڼه ئې وموندل؛ بيا هغه سړى راغى چي پور ئې وركړى وو، زر دينار ئې راوړل؛ او وئې ويل: قسم په خداى چي تل مي د سورلۍ لټه كوله چي ستا مال دركړم، خو تر دې وړاندي چي راشم سورلۍ مي ونه موندله، هغه ورته وويل: آيا كوم څه دي ما ته رالېږلي دي؟ وئې ويل: زه درته وايم تر دې وړاندي چي راشم سورلۍ مي ونه موندله، هغه ورته وويل: يقيناً چي الله تعالى ستا له لوري هغه څه اداء كړل چي په لرگي كي دي لېږلي وو؛ نو له زرو دينارو سره بريالى ستون شه.)
نوموړی زياتوي چي؛ دا روايت د بخاري په تعليقاتو كي شمېرل شوى؛ او د سند اتصال ئې د صحيح حديث په څېر يقيني نه دئ؛ نه يوازي د اتصال له پلوه ئې بخاري ډاډه نه دئ؛ بلكي غريب دئ؛ اما د محتوى له پلوه څو ستونزي لري:
الف: يو ځاى وايي: پوروړي زر دينار له يوه ليك سره په لرگي كي كښېښودل او لرگى ئې سيند ته غوځار كړ؛ او همدا لرگى د پور وركوونكي لاس ته ورغى؛ خو وروسته وايي: پوروړى له زر دينار سره د پور وركوونكي كور ته ورغى؛ او هغه ورته وويل: آيا كوم څه دي ما ته رالېږلي دي؟ وئې ويل: زه درته وايم تر دې وړاندي چي راشم سورلۍ مي ونه موندله، هغه ورته وويل: يقيناً چي الله تعالى ستا له لوري هغه څه اداء كړل چي په لرگي كي دي لېږلي وو؛ نو هغه ورته ويلي: له زرو دينارو سره بريالى ستون شه.
ب: لكه چي گورئ په روايت كي څرگند تناقض ليدل كېږي!
ج: د روايت مطالب داسي دي چي نه يوازي مسلمان مكلف نه دئ پرې عمل وكړي بلكي د قرض او پور په ارتباط د قرآن په هغو لارښوونو مكلف دئ چي وايي: د قرض وركولو په مهال شاهد، كاتب او د شاهد او كاتب په نه شتون كي يو څه په رهن او گرو كي له پور اخيستونكى تر لاسه كړئ؛ لكه چي فرمايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا تَدَايَنْتُمْ بِدَيْنٍ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى فَاكْتُبُوهُ وَلْيَكْتُبْ بَيْنَكُمْ كَاتِبٌ بِالْعَدْلِ وَلا يَأْبَ كَاتِبٌ أَنْ يَكْتُبَ كَمَا عَلَّمَهُ اللَّهُ فَلْيَكْتُبْ وَلْيُمْلِلِ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ وَلْيَتَّقِ اللَّهَ رَبَّهُ وَلا يَبْخَسْ مِنْهُ شَيْئًا فَإِنْ كَانَ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ سَفِيهًا أَوْ ضَعِيفًا أَوْ لا يَسْتَطِيعُ أَنْ يُمِلَّ هُوَ فَلْيُمْلِلْ وَلِيُّهُ بِالْعَدْلِ وَاسْتَشْهِدُوا شَهِيدَيْنِ مِنْ رِجَالِكُمْ فَإِنْ لَمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّنْ تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَاءِ أَنْ تَضِلَّ إِحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الأُخْرَى وَلا يَأْبَ الشُّهَدَاءُ إِذَا مَا دُعُوا وَلا تَسْأَمُوا أَنْ تَكْتُبُوهُ صَغِيرًا أَوْ كَبِيرًا إِلَى أَجَلِهِ ذَلِكُمْ أَقْسَطُ عِنْدَ اللَّهِ وَأَقْوَمُ لِلشَّهَادَةِ وَأَدْنَى أَلا تَرْتَابُوا إِلا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً حَاضِرَةً تُدِيرُونَهَا بَيْنَكُمْ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَلا تَكْتُبُوهَا وَأَشْهِدُوا إِذَا تَبَايَعْتُمْ وَلا يُضَارَّ كَاتِبٌ وَلا شَهِيدٌ وَإِنْ تَفْعَلُوا فَإِنَّهُ فُسُوقٌ بِكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَيُعَلِّمُكُمُ اللَّهُ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ 282 وَإِنْ كُنْتُمْ عَلَى سَفَرٍ وَلَمْ تَجِدُوا كَاتِبًا فَرِهَانٌ مَقْبُوضَةٌ فَإِنْ أَمِنَ بَعْضُكُمْ بَعْضًا فَلْيُؤَدِّ الَّذِي اؤْتُمِنَ أَمَانَتَهُ وَلْيَتَّقِ اللَّهَ رَبَّهُ وَلا تَكْتُمُوا الشَّهَادَةَ وَمَنْ يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ 283 البقرة 282- 283
(اې مؤمنانو! كله چي په خپلو كي تر يوې نېټې د پور راكړه وركړه كوئ، نو وئې ليكئ، كوم ليكونكى دي هغه په عدل سره ستاسو تر منځ وليكي او ليكونكى دي له ليكلو ډډه نه كوي، لكه څنگه چي الله ورښودلي همغسي ئې بايد وليكي او هغه څوك دي املاء وكړي (د ليك مطلب دي په خوله بيان كړي) چي حق (پور) ورباندي دئ او له خپل رب دي ووېرېږي او هيڅ څه دي نه ترې كموي او كه هغه څوك چي حق ورباندي دئ ناپوه يا ضعيف وو او يا ئې املاء نه شوى كولى، نو د ده ولي دي عادلانه اقرار وكړي او له خپلو نارينه وو د شهادت لپاره دوه شاهدان ونيسئ، خو كه دوه سړي نه وو نو ستاسي د خوښي له شاهدانو دي يو سړى او دوه ښځي وي چي كه له دوى دواړو يوې خبره هېره كړه؛ بله به ئې ور په ياد كړي او كله چي شاهدان (د شهادت لپاره) وبلل شي؛ ډډه دي نه كوي او په دې كي اهمال مه كوئ چي تر خپلي خاصي نېټې يو پور وليكئ، لږ وي كه ډېر؛ دا (ليكل) مو د الله په نزد كي ډېر عادلانه دئ او د شهادت مضبوطوونكى او دې ته ډېر نژدې چي په خپلو كي شك ونكړئ؛ مگر دا چي هغه حضوري او مخامخ تجارت وي چي په خپلو كي ئې لاس په لاس كوئ؛ نو بيا پر تاسو د دې گناه نشته چي وئې نه ليكئ او كله چي مو په خپلو كي بيع كوله نو شاهدان ونيسئ، نه به ليكونكي ته تاوان رسول كېږي او نه شاهد ته او كه مو داسي وكړل نو دا به ستاسو فسق او گناه شمېرلى شي او له الله ووېرېږئ او الله خو تاسو ته ښوونه كوي او الله خو په هر څه ښه پوه دئ. او كه په سفر كي وئ او كوم كاتب مو ونه موندو؛ نو بيا مقبوضه رهن (گرو تر لاسه كول) دي او كه ستاسو ځينو ځيني نور امين وگڼل (او اعتبار ئې پرې وكړ) نو امين گڼل شوى دي د هغه امانت بېرته وركړي او له خپل رب دي ووېرېږي؛ او شهادتونه مه پټوئ او چا چي پټ كړ نو بې شكه چي زړه ئې گنهگار دئ او الله په هر هغه څه ښه پوه دئ چي تاسو ئې كوئ.)
يعني الله تعالى او دين ئې دا خوښوي چي د پور په وركړه راكړه كي بايد ټول هغه ضروري تدابير مراعات شي چي د شخړو، لانجو، اختلاف، د يوه بل كړولو او د چا د حق تلف كېدو باعث كېږي، د پور مقدار او نېټه به ليكئ، املاء به د پوروړي له خوا وي، كه هغه له دې عاجز وو؛ نو وكيل او ولي به ئې دا كار كوي، كاتب به ئې په دقت، احتياط او عدالت سره ليكي، د هيچا پلوي به نه كوي، شاهدان به په منځ كي وي، غوره دا ده چي دواړه شاهدان نارينه وي، خو كه دا ممكنه نه وه نو د طرفينو په موافقه دي يو نارينه او دوه ښځي غوره شي؛ دا هم يوازي د دې لپاره چي كه يوه ښځه خبره هېره كړي بله ئې ورپه ياد كړي، كه مخامخ او لاس په لاس تجارت وو نو شاهد ونيسئ، د دغو كارونو نه كولو ته قرآن د جناح (گناه) په سترگه كتلي؛ كه د سفر حالت وو، نه كاتب وو او نه شاهد، نو رهن او گرو اخيستى شئ، خو كه يوه پر بل باور وكړ او له رهن پرته ئې پور وركړ، پوروړى دي له الله ووېرېږي او امانت دي په خپل وخت مسترد كړي.
نوموړی همداراز وايي چي؛ دلته د رهن صورت بيان شوى، كه په سفر كي، د كاتب د نشتوالي په صورت كي چا ته د پور وركولو ضرورت احساس شو؛ كه غواړئ قرض وركړئ، له پوروړي كوم څه په امانت واخلئ؛ د تضمين لپاره، كله چي ئې پور اداء كړ؛ امانت ئې مسترد كړئ. دا د مالي معاملاتو په اړه يوه جامع الهي لارښوونه ده چي بايد مراعات شي؛ عدم مراعات ئې هم له الهي لارښوونو مخالف عمل او سر غړاوى دئ او هم د ډېرو لانجو، شخړو او زړه بداوي باعث؛ دومره چي انسان په خپلو ښېگڼو او احسان پښېمان كړي.
متأسفانه نن له دې جواز هم سود خورو د سود لپاره حيله جوړه كړې؛ په داسي حال كي چي رهن يو امانت دئ او له هغه گټه اخيستل جائز نه دي، له هغه گټه اخيستل سود ته ورته كار دئ، سود خور له دې همغه گټه تر لاسه كوي چي د نقدو پيسو په وركولو ئې تر لاسه كوي؛ اوس په ډېرو هېوادونو كي بډايان زمكي اخلي، كورونه پرې جوړوي، په رهن ئې وركوي، د كور تر اصلي قيمت په كمه بيع ئې هغه چا ته په رهن وركړي چي په دې كور كي به اوسېږي او له كرايي به خلاص وي، د كور مالك دا د رهن په نامه تر لاسه كړى مبلغ د گټي په نورو مواردو كي په كار واچوي، دوه كورونه په رهن وركړي او د رهن په پيسو ئې درېيم كور جوړ كړي او په دې سره هومره گټه تر لاسه كړي چي د سود له بلي معاملې ئې نه شي تر لاسه كولى. ډېر خلك له بانكونو په سود پيسې اخلي او بيا كورونه پرې جوړوي او په رهن ئې وركوي، په ايران كي د كورونو مالكان اكثراً د كرايه پر ځاى خپل كورونه په رهن وركوي؛ او داسي رهن په حقيقت كي حرام كار ته د حلال بڼه وركول دي.
تاسو گورئ چي اسلام د قضاياوو په اړه څومره دقت كړى او څنگه ئې د هري معاملې ټول جوانب په پام كي نيولي او دقيقي لارښووني ئې كړې، دا لارښووني بايد د مسلمانانو د ټولو فردي او اجتماعي مسائلو لپاره بنسټ وي او د همدې په رڼا كي خپل اجتماعي ژوند تنظيم كړي، كه د پور او مخامخ بيع او تجارت په اړه د اسلام تأكيد او دقت دومره وي نو د نورو سترو اجتماعي مسائلو په اړه به ئې غوښتني او لارښووني څنگه وي؟!
ښاغلی حکمتيار وايي چي؛ دا الهي لارښووني مؤمنانو ته شوې، هر مؤمن ئې بايد د قرض، تجارت او رهن په اړه مراعات كړي؛ كه ئې مراعات نه كړي؛ نو هم ئې له الهي لارښوونو مخالفت كړى او هم به ئې دا عدم مراعات ده او نورو ته ستونزي زېږوي؛ قرآن همدا د عدالت او قسط لپاره ضروري گڼي؛ او هم د دې لپاره چي په پور، تجارت او رهن كي د دوى تر منځ لانجې راولاړي نه شي؛ يوازي هغه مهال د شاهدانو، ليكلو، تضمين او رهن شرط منتفي گڼل شوى چي نه كاتب وي، نه شاهد او نه داسي څه چي له پور اخيستونكي د تضمين لپاره تر لاسه شي.
٤٧ باب: (د گنج او زېرمي زكات پنځمه برخه ده).
757 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم قَالَ: «الْعَجْمَاءُ جُبَارٌ، وَالْبِئْرُ جُبَارٌ، وَالْمَعْدِنُ جُبَارٌ، وَفِي الرِّكَازِ الْخُمُسُ». (بخارى: 1499)
(له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: بوده (څاروي) هدر دي (د څاروي په كړنو خاوند ئې نه نيول كېږي)، څاه هدر دئ (كه څوك په هغه كي ولوېږي خاوند ئې نه مجازات كېږي)، كان هدر دئ (كه څوك په هغه كي ولوېږي خاوند ئې نه مجازات كېږي)؛ او په گنج كي خمس (پنځمه ئې زكات) دئ.)
قدرمن مشر د پورتني روايت د تکرار په اړه وايي؛ دا روايت په بخاري كي درې ځلي نور په دغو شمېرو راغلى: 2355، 6912، 6913 او توپيرونه په دې ډول دي:
په يوه كي الْعَجْمَاءُ جُبَارٌ، وَالْبِئْرُ جُبَارٌ، وَالْمَعْدِنُ جُبَارٌ، وَفِى الرِّكَازِ الْخُمُسُ په بل كي الْعَجْمَاءُ جُرْحُهَا جُبَارٌ، وَالْبِئْرُ جُبَارٌ، وَالْمَعْدِنُ جُبَارٌ، وَفِى الرِّكَازِ الْخُمُسُ په بل كي الْعَجْمَاءُ عَقْلُهَا (ديت ئې) جُبَارٌ، وَالْبِئْرُ جُبَارٌ، وَالْمَعْدِنُ جُبَارٌ، وَفِى الرِّكَازِ الْخُمُسُ راغلي.
د ښاغلي حکمتيار پر وينا له دې توپيرونو معلومېږي چي پورتنى روايت په بشپړه توگه نه دئ راغلى او ځيني الفاظ ترې پاته شوي، په اوسنۍ بڼي كي واضح مطلب نه افاده كوي، د روايت مطلب دا دئ: كه د چا څاروى بل ته تاوان ورسوي، د چا په كوهي كي څوك ولوېږي يا د كيندلو پر مهال څوك په كي مړ يا ژوبل شي او يا د چا په كان كي څوك مړ يا ژوبل شي؛ خاوند ئې مجرم نه گڼل كېږي او د ديت او تاوان په وركولو نه گمارل كېږي. دا مطلب په هغه صورت كي تر لاسه كولى شو چي په دوهمي او درېيمي فقرو كي هم د لومړۍ فقرې په څېر جُرْحُه مقدر وگڼو.
د روايت د وروستۍ فقرې په اړه د فقهاءو تر منځ د اختلاف شاهد يو. په هغه گنج او خزانه كي چي د چا په كور او زمكي كي وموندل شي؛ ځيني ئې زكات خمس (پنځمه) بولي او ځيني ئې د زمكي د خاوند مال بولي او زكات ئې 2.5 %.
په دې اړه امام بخاري او استادانو ئې پر امام ابو حنيفه او احنافو سختي نيوكي كړې؛ نيوكي ئې هم داسي نه دي لكه د اختلاف رأى په صورت كي يو د بل رأى او نظر په دلائلو او برهان و حجت سره ردوي؛ د امام بخاري يو استاد او مرجع؛ د امام ابو حنيفه په ارتباط داسي الفاظ كارولي چي نه يوازي له يوه عالم سره نه ښايي؛ بلكي هر مسلمان او شريف انسان بايد ترې ډډه وكړي. كله ئې هغه د حديث منكر گڼلى، كله ئې رأى ته پر حديث ترجيح وركوونكى؛ او دې ته ورته تورونه؛ حتى په دوى كي داسي هم شته چي هغه ئې تكفير كړى!!
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ له امام ابو حنيفه رحمه الله سره د ځينو اختلاف دوه اساسي وجوهات لري؛ د ډېرو پر ثانوي اختلافاتو سربېره؛ لكه د عرب او عجم نژادي تعصبات؛ اساسي ئې دا دوه دي:
1- امام ابو حنيفه د رواياتو د صحت لپاره سخت شرائط وضع كړي؛ يوازي د راويانو ثقه والى ئې كافي نه دئ گڼلى؛ غريب او احاد روايات په هغه صورت كي د منلو وړ گڼي چي په قرآن كي شاهد ولري؛ دا اصولي او پر احتياط مبتني تگلاره هغه ناپوهان نه خوښوي چي قرآن ته د روايت راجع كول ضروري نه گڼي او هر هغه روايت مني چي د خپلو خاصو معيارونو له مخي ئې راويان ثقه او معتبر گڼلي؛ او دوى ته منسوب شوى هر روايت صحيح او معتبر گڼي؛ كه څه هم په قرآن كي هيڅ شاهد ونه لري او له نورو صحيح راوياتو سره هم تعارض ولري؛ بخاري له داسي رواياتو ډك دئ؛ اكثر مكرر روايات ئې همداسي دي. موږ او تاسو د دې درسونو په دوران كي په لسگونو همداسي روايات وليدل.
2- د ځينو نورو مخالفت له دې كبله وو چي دى د اموي او عباسي دور د ظالمو او جابرو حكامو مخالف او د هغوى تر ستم لاندي وو او د هغو ملاتړ او حمايت ئې كولو او خپلو پلويانو او شاگردانو ته ئې سپارښتنه كوله چي د هغوى مرسته او ملگرتيا وكړي چي د دغو ظالمو امراءو او سلاطينو خلاف په جهاد بوخت ول؛ د امام ابو حنيفه مخالفين د دربارونو مدافعين او مفتيان ول؛ له ده سره ئې مخالفت سياسي وو نه علمي او مذهبي؛ إن شاء الله په مناسب وخت كي به په دې اړه تفصيلي بحث كوو.
نوموړي دا هم وويل: موږ په افغانستان كي هم د دې شاهد يو چي په عربي هيوادو پوري تړلې ډلي؛ د هغوى په وينا كله له يوه سره يو ځاى شوي او كله له بل سره؛ يو مهال د كابل له هغه ائتلافي حكومت سره ودرېدل چي د كمونستانو د حكومت له نسكورېدو وروسته؛ د هغي ائتلافي جبهې له لوري جوړ شو چي سي آى اې او كي جي بي له كمونستانو، غربپالو، منافقينو او په عربي هېوادو پوري تړلو ډلو رامنځته كړه؛ امريكا او روسيې ئې مرسته كوله، وسلې او نظامي تجهيزات ئې ورته رالېږي، افغانۍ ئې ورته چاپولې او د افغانستان سفارتونه ئې د دوى په واك كي پرېښي وو؛ كله چي همدغو عربي هېوادونو د طالبانو حكومت تأييدولو؛ دا ډلي له دوى سره ودرېدل؛ خو له هغه وروسته چي امارت اسلامي د اسامه بن لادن له سپارلو ډډه وكړه؛ نو د نظام له مخالفينو سره يو ځاى شول؛ او بيا د اشغال په دوران كي د امريكايي حكومتونو په خوا كي ولاړ او په حكومت كي شريك ول.
ناويلي دې پاته نه وي چي نننۍ درسي حلقه د حزب اسلامي افغانستان د محترم أمير په دعاء پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
