No-IMG

د حکمتيار صاحب اتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يکشنبه د حمل ۱۳مه؛ ۱۴۰۲ھ‌ش:

د حکمة البارئ درېيم جلد (د زکات کتاب) د تدريس په لړۍ کي نن ورځ د حزب اسلامی افغانستان  محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار خپله اتمه درسي حلقه د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر ورونو په کي گډون کړی وو.

نوموړي د خپل مخكيني درس او مخکيني باب په دوام وويل:

742 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم قَالَ: «وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لأَنْ يَأْخُذَ أَحَدُكُمْ حَبْلَهُ فَيَحْتَطِبَ عَلَى ظَهْرِهِ، خَيْرٌ لَهُ مِنْ أَنْ يَأْتِيَ رَجُلاً فَيَسْأَلَهُ، أَعْطَاهُ أَوْ مَنَعَهُ». (بخارى:1470)

(له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (قسم په هغه ذات چي زما ساه د هغه په واک کي ده که ستاسو کوم يو؛ خپله رسۍ واخلي او پر خپلي شا خس او بوټي راوړي؛ دا تر دې ورته غوره ده چي يوه سړي ته ورشي او څه ترې وغواړي، هغه ئې ورکړي يا ئې ورنه کړي.

 

ښاغلی حکمتيار زياتوي چي؛ دا روايت په بخاري كي درې ځلي نور په دغو شمېرو 1480، 2074، 2374 او لاندېنيو توپيرو سره راغلى:

توپير: په يوه كي وَالَّذِى نَفْسِى بِيَدِهِ راغلي په نورو كي نه دي راغلي، په يوه كي لأَنْ يَأْخُذَ أَحَدُكُمْ حَبْلَهُ فَيَحْتَطِبَ عَلَى ظَهْرِهِ په بل كي لأَنْ يَأْخُذَ أَحَدُكُمْ حَبْلَهُ، ثُمَّ يَغْدُوَ - أَحْسِبُهُ قَالَ - إِلَى الْجَبَلِ فَيَحْتَطِبَ، فَيَبِيعَ فَيَأْكُلَ وَيَتَصَدَّقَ په بل كي لأَنْ يَحْتَطِبَ أَحَدُكُمْ حُزْمَةً عَلَى ظَهْرِهِ په يوه كي خَيْرٌ لَهُ مِنْ أَنْ يَأْتِىَ رَجُلاً، فَيَسْأَلَهُ، أَعْطَاهُ أَوْ مَنَعَهُ په بل كي خَيْرٌ لَهُ مِنْ أَنْ يَسْأَلَ النَّاسَ په بل كي خَيْرٌ مِنْ أَنْ يَسْأَلَ أَحَدًا، فَيُعْطِيَهُ أَوْ يَمْنَعَهُ راغلي.

د نوموړي په وينا په دغو څلورو رواياتو كي به هم يو غوره كوو؛ زه به له هغو دريو يو غوره كوم چي د قسم الفاظ په كي نه دي راغلي؛ دا ځكه چي په داسي مواردو كي قسم كول مناسب نه برېښي او بل دا چي له څلورو په دريو كي د قسم الفاظ نه دي راغلي.

همداراز ښاغلي حکمتيار د موضوع په دوام لاندېني روايت ته هم تفصيلاً اشاره وکړه او وئې ويل:

743 - عَنِ الزُّبَيْرِ بْنِ الْعَوَّامِ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم قَالَ: «لأَنْ يَأْخُذَ أَحَدُكُمْ حَبْلَهُ، فَيَأْتِيَ بِحُزْمَةِ الْحَطَبِ عَلَى ظَهْرِهِ فَيَبِيعَهَا، فَيَكُفَّ اللَّهُ بِهَا وَجْهَهُ، خَيْرٌ لَهُ مِنْ أَنْ يَسْأَلَ النَّاسَ، أَعْطَوْهُ أَوْ مَنَعُوهُ». (بخارى: 1471)

(له زبير بن عوام رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: دا چي ستاسو يو كس خپل پړى واخلي او پر خپلي شا يوه پنډه بوټي راوړي او وئې پلوري او په دې سره الله تعالى د ده پت او عزت وساتي دا تر دې ورته غوره دئ چي له خلکو سوال وکړي او هغوى څه ورکړي يا ئې ورنه کړي.)

هغه زياتوي چي دا روايت په بخاري كي دوه ځلي نور په دغو شمېرو راغلى: 2075، 2373

توپير: په يوه كي لَأَنْ يَأْخُذَ أَحَدُكُمْ حَبْلَهُ په بل كي «لَأَنْ يَأْخُذَ أَحَدُكُمْ أَحْبُلَهُ» په بل كي لَأَنْ يَأْخُذَ أَحَدُكُمْ أَحْبُلاً په يوه كي أَعْطَوْهُ أَوْ مَنَعُوهُ په بل كي أُعْطِىَ أَمْ مُنِعَ راغلي.

نوموړي همداراز د موضوع په دوام لاندېنی روايت هم په تفصيلي توگه تشريح کړ؛ هلته چي فرمايي:

744 - عَنْ حَكِيم بنِ حِزَامٍ رضي الله عنه قَالَ: سَأَلْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم فَأَعْطَانِي، ثُمَّ سَأَلْتُهُ فَأَعْطَانِي، ثُمَّ سَأَلْتُهُ فَأَعْطَانِي، ثُمَّ قَالَ: «يَا حَكِيمُ، إِنَّ هَذَا الْمَالَ خَضِرَةٌ حُلْوَةٌ، فَمَنْ أَخَذَهُ بِسَخَاوَةِ نَفْسٍ بُورِكَ لَهُ فِيهِ، وَمَنْ أَخَذَهُ بِإِشْرَافِ نَفْسٍ لَمْ يُبَارَكْ لَهُ فِيهِ، كَالَّذِي يَأْكُلُ وَلا يَشْبَعُ، الْيَدُ الْعُلْيَا خَيْرٌ مِنَ الْيَدِ السُّفْلَى». قَالَ حَكِيمٌ: فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَالَّذِي بَعَثَكَ بِالْحَقِّ لا أَرْزَأُ أَحَدًا بَعْدَكَ شَيْئًا حَتَّى أُفَارِقَ الدُّنْيَا. فَكَانَ أَبُو بَكْرٍ رضي الله عنه يَدْعُو حَكِيمًا إِلَى الْعَطَاءِ فَيَأْبَى أَنْ يَقْبَلَهُ مِنْهُ، ثُمَّ إِنَّ عُمَرَ رضي الله عنه دَعَاهُ لِيُعْطِيَهُ فَأَبَى أَنْ يَقْبَلَ مِنْهُ شَيْئًا، فَقَالَ عُمَرُ: إِنِّي أُشْهِدُكُمْ يَا مَعْشَرَ الْمُسْلِمِينَ عَلَى حَكِيمٍ أَنِّي أَعْرِضُ عَلَيْهِ حَقَّهُ مِنْ هَذَا الْفَيْءِ فَيَأْبَى أَنْ يَأْخُذَهُ، فَلَمْ يَرْزَأْ حَكِيمٌ أَحَدًا مِنَ النَّاسِ بَعْدَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم حَتَّى تُوُفِّيَ. (بخارى: 1472)

(له حکيم بن حزام رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي مرسته وغوښته؛ نو رائې كړه، بيا مي ترې وغوښتله نو بيا ئې راكړه، بيا مي ترې وغوښتله نو بيا ئې راكړه، بيا ئې وفرمايل: (اې حکيمه! دنيوي مال ډېر زړه راښکونکى او خوږ دئ، که چا د سخاوت له احساس سره تر لاسه کړ نو ده ته به برکتي كړى شي؛ او که چا د حرص او طمعي له احساس سره لاسته راوړ نو الله تعالى به ئې ورته برکتي نه کړي او داسي به وي لکه څوک چي خواړه خوري خو نه مړېږي او پورتنى لاس تر لانديني غوره دئ). حکيم رضي الله عنه وايي: ومي ويل: يا رسول الله! قسم په هغه ذات چي ته ئې په حق رالېږلى يې تر تا وروسته به تر هغه له چا څه ونه غواړم چي له دنيا بېل شم؛ نو ابوبکر رضي الله عنه به (كله چي خليفه شو) حکيم رضي الله عنه ته بلنه وركوله چي څه وركړي خو هغه به له دې ډډه كوله چي څه ترې قبول كړي، بيا عمر رضي الله عنه (د خپل خلافت په دوران کي) بلنه وركړه چي څه وركړي (معاش ورته وټاكي)؛ خو ده به له دې ډډه كوله چي څه ترې قبول كړي؛ نو عمر رضي الله عنه وويل: اې مسلمانانو! تاسو د حکيم په اړه شاهدان نيسم چي زه په (في: وړيا غنيمت) كي د ده د حق وړانديز ورته كوم خو هغه ئې له اخيستلو ډډه كوي؛ نو حکيم له رسول الله صلى الله عليه و سلم وروسته تر هغه له هيچا څه ونه غوښتل چي وفات شو.)

تكرار: دا روايت په بخاري كي درې ځلي نور په دغو شمېرو راغلى: 2750، 3143، 6441

توپير: په يوه كي فَمَنْ أَخَذَهُ بِسَخَاوَةِ نَفْسٍ(په پتمنه توگه او له حرص او الحاح پرته واخيست) بُورِكَ لَهُ فِيهِ په بل كي فَمَنْ أَخَذَهُ بِطِيبِ نَفْسٍ (په پاكيزه نفس سره) بُورِكَ لَهُ فِيهِ په يوه كي كَالَّذِى يَأْكُلُ وَلاَ يَشْبَعُ په بل كي وَكَانَ كَالَّذِى يَأْكُلُ وَلاَ يَشْبَعُ راغلي.

د مخکيني درس او موضوع له تکميل او تشريح وروسته قدرمن مشر په پرله‌پسي توگه د بخاري د زکات کتاب په ۳۵، ۳۶، ۳۷، ۳۸ او ۳۹م باب هم تفصيلي بحث وکړ او زياته ئې کړه:

٣٥ باب: چا ته چي الله تعالى له سؤال او حرص پرته څه ورکړي

745 - عَنْ عُمَرَ رضي الله عنه قَالَ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم يُعْطِينِي الْعَطَاءَ، فَأَقُولُ: أَعْطِهِ مَنْ هُوَ أَفْقَرُ إِلَيْهِ مِنِّي، فَقَالَ: «خُذْهُ إِذَا جَاءَكَ مِنْ هَذَا المَالِ شَيْءٌ وَأَنْتَ غَيْرُ مُشْرِفٍ وَلَا سَائِلٍ، فَخُذْهُ وَمَا لَا فَلَا تُتْبِعْهُ نَفْسَكَ».(بخارى: 1473)

(له عمر رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم به کله کله څه راکول، ما به ورته ويل: داسي چا ته ئې ورکړه چي تر ما ډېر ورته اړ وي؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم راته وفرمايل: (كله چي داسي مال درته راشي نو وائې خله په داسي حال كي چي ته نه طمع كوونكى يې او نه سؤال كوونكى؛ نو وائې خله؛ او که داسي نه وي نو په طلب كي ئې مه ورپسې كېږه).

تكرار: دا روايت په بخاري كي دوه ځلي نور په دغو شمېرو راغلى: 7163، 7164

توپير: په يوه كي فَأَقُولُ أَعْطِهِ مَنْ هُوَ أَفْقَرُ إِلَيْهِ مني په بل كي فَأَقُولُ أَعْطِهِ أَفْقَرَ إِلَيْهِ مني په يوه كي خُذْهُ په بل كي خُذْهُ فَتَمَوَّلْهُ (خپل مال ئې كړه) وَتَصَدَّقْ بِهِ په يوه كي فَمَا جَاءَكَ مِنْ هَذَا الْمَالِ وَأَنْتَ غَيْرُ مُشْرِفٍ وَلَا سَائِلٍ فَخُذْهُ، وَإلَّا فَلَا تُتْبِعْهُ نَفْسَكَ په بل كي إِذَا جَاءَكَ مِنْ هَذَا الْمَالِ شَىْءٌ، وَأَنْتَ غَيْرُ مُشْرِفٍ وَلَا سَائِلٍ، فَخُذْهُ راغلي.

۳۵ باب: څوك چي ډېر سؤال كوي (د ډېرښت په موخه

746 - عَنْ عَبْدِاللَّهِ بْنِ عُمَرَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم «مَا يَزَالُ الرَّجُلُ يَسْأَلُ النَّاسَ حَتَّى يَأْتِيَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ لَيْسَ فِي وَجْهِهِ مُزْعَةُ لَحْمٍ». وَقَالَ: «إِنَّ الشَّمْسَ تَدْنُو يَوْمَ الْقِيَامَةِ حَتَّى يَبْلُغَ الْعَرَقُ نِصْفَ الأُذُنِ، فَبَيْنَا هُمْ كَذَلِكَ اسْتَغَاثُوا بِآدَمَ، ثُمَّ بِمُوسَى، ثُمَّ بِمُحَمَّدٍ صلى الله عليه و سلم». (بخارى: 1474، 1475)

(له عبد الله بن عمر رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: نبي صلى الله عليه و سلم وفرمايل: يو سړى په پر له پسې توگه له خلكو څه غواړي؛ تر هغه چي د قيامت په ورځ به په داسي حال كي راشي چي پر مخ به ئې د غوښي كومه ټوټه نه وي؛ او وئې فرمايل: يقيناً چي د قيامت په ورځ به لمر دومره رانژدې شي چي خولې به د غوږ تر نيمايي ورسېږي؛ نو په داسي حال كي چي دوى به همداسي وي د آدم عليه السلام، موسى عليه السلام او محمد صلى الله عليه و سلم له لاري به استغاثه (د مرستي غوښتنه) وكړي.)

تكرار: دا روايت دوه برخي لري چي په بخاري كي بېل بېل په دغو شمېرو راغلى: 1474، 1475

د ښاغلي حکمتيار په وينا چي دواړه روايات يو ځايي راوړل شوي خو مطالب ئې په بشپړه توگه بېل بېل دي. له بخاري پرته په بل هيڅ معروف كتاب كي د صحاح سته په شمول نه دئ راغلى؛ كه په كوم كتاب كي راغلى نو ترې لاندي ليكل شوي: دا او هغه بل راوي ئې ضعيف او متروك دي. راويان ئې دا دي: يَحْيَى بْنُ بُكَيْرٍ، اللَّيْثُ، عُبَيْدِ اللهِ بْنِ أَبِي جَعْفَرٍ، حَمْزَةَ بْنَ عَبْدِ اللهِ بْنِ عُمَرَ او عَبْدَ اللهِ بْنَ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ، د يحيى بن بكير په اړه راغلي: يو روايت چي يحيى بن بكير ئې په راويانو كي دئ ابن حزم ئې په كلكه ردوي؛ روايت دا دئ: عن يحيى بن بكير عن سوار بن مصعب ... عن البراء بن عازب أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَا أُكِلَ لَحْمُهُ فَلَا بَأْسَ بِبَوْلِهِ» قال على: هذا خبر باطل موضوع، لان سوار بن مصعب متروك عند جميع أهل النقل، متفق على ترك الرواية عنه، يروى الموضوعات. يحيى بن بكير له سوار بن مصعب روايت كوي؛ د راويانو لړۍ ئې تر براء بن عازب رضي الله عنه پوري رسېږي چي ويلي ئې دي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: هغه چي غوښه ئې خوړل كېږي په ميتيازو كي ئې هم كومه ستونزه او بدي نشته؛ چي دا باطله وينا او موضوعي او جعلي خبره ده؛ او د سوار بن مصعب په اړه ټول د حديث علم علماء متفق دي چي د ده روايات متروك او غير معتبر دي او جعلي روايات بيانوي. څوك چي د داسي كس خبره مني او نورو ته ئې وايي؛ هغه كه هر څومره ښه سړى وي؛ د خبري په منلو كي ئې بايد احتياط وشي.

يعني چي د بخاري دا ډېر غريب او ناآشنا روايت نه يوازي د إسنادو له پلوه ستونزه لري؛ دا ځكه چي راويان ئې په صحابه وو، تابعينو او اتباع تابعينو كي هيڅ شاهد نه لري؛ بلكي د درايت او فراست له پلوه هم په تله دروند او معتبر نه خېژي؛ عقل دا خبره نه مني چي په يوه ورځ كي؛ كه هر څومره اوږده او توده وي؛ دومره خولې چي تر غوږونو پوري ورسېږي ترې ووځي؛ ځكه د څو ليټره خولو په وتلو سره هم انسان ژوندى نشي پاته كېدى.

 

۳۷ باب: د غناء (شتمنۍ) اندازه

747 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم قَالَ: «لَيْسَ الْمِسْكِينُ الَّذِي يَطُوفُ عَلَى النَّاسِ، تَرُدُّهُ اللُّقْمَةُ وَاللُّقْمَتَانِ، وَالتَّمْرَةُ وَالتَّمْرَتَانِ، وَلَكِنِ الْمِسْكِينُ الَّذِي لا يَجِدُ غِنًى يُغْنِيهِ، وَلا يُفْطَنُ بِهِ فَيُتَصَدَّقُ عَلَيْهِ، وَلا يَقُومُ فَيَسْأَلُ النَّاسَ». (بخارى: 1479)

(له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (مسکين هغه نه دئ چي په خلکو گرځي، يوه گوله، دوې گولې، يوه خرما او دوې خرماوي په لاس ورشي، بلکي مسکين هغه دئ چي دومره شتمني نه لري چي شتمن او بې نياز ئې كړي؛ او څوک ئې پر حال نه پوهېږي چي صدقه او خيرات ورکړى شي؛ او نه په خپله پاڅي چي له خلکو سؤال وكړي).

تكرار: دا روايت په بخاري كي دوه ځلي نور په دغو شمېرو راغلى: 1476، 4539

توپير: په يوه كي يَطُوفُ عَلَى النَّاسِ تَرُدُّهُ اللُّقْمَةُ وَاللُّقْمَتَانِ وَالتَّمْرَةُ وَالتَّمْرَتَانِ په بل كي تَرُدُّهُ الأُكْلَةُ وَالأُكْلَتَانِ په بل كي تَرُدُّهُ التَّمْرَةُ وَالتَّمْرَتَانِ وَلَا اللُّقْمَةُ وَلَا اللُّقْمَتَانِ په يوه كي تَرُدُّهُ التَّمْرَةُ وَالتَّمْرَتَانِ وَلَا اللُّقْمَةُ وَلَا اللُّقْمَتَانِ په بل كي لَيْسَ لَهُ غِنًى وَيَسْتَحْيِى أَوْ لَا يَسْأَلُ النَّاسَ إِلْحَافًا په بل كي يَتَعَفَّفُ وَاقْرَءُوا إِنْ شِئْتُمْ يَعْنِى قَوْلَهُ (لَا يَسْأَلُونَ النَّاسَ إِلْحَافًا) راغلي.

 

نوموړی وايي؛ دا روايت كه څه هم د غناء د اندازې تر باب لاندي راوړل شوى خو د غناء د اندازې په اړه څه نه دي په كي ويل شوي؛ بلكي مسكين ئې راښودلى؛ د غناء د حد په اړه په بل روايت كي راغلي چي پنځوس درهمه دئ، ښايي هغه مهال دا مقدار شتمني د يوه سړي او د هغه د عيال لپاره كفايت كولو.

 

۳۷ باب: د خرما د اندازې تخمين

748 - عَنْ أَبِي حُمَيْدٍ السَّاعِدِيِّ رضي الله عنه قَالَ: غَزَوْنَا مَعَ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم غَزْوَةَ تَبُوكَ، فَلَمَّا جَاءَ وَادِيَ الْقُرَى، إِذَا امْرَأَةٌ فِي حَدِيقَةٍ لَهَا، فَقَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم لأصْحَابِهِ: «اخْرُصُوا». وَخَرَصَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم عَشَرَةَ أَوْسُقٍ. فَقَالَ لَهَا: «أَحْصِي مَا يَخْرُجُ مِنْهَا». فَلَمَّا أَتَيْنَا تَبُوكَ قَالَ: «أَمَا إِنَّهَا سَتَهُبُّ اللَّيْلَةَ رِيحٌ شَدِيدَةٌ، فَلا يَقُومَنَّ أَحَدٌ، وَمَنْ كَانَ مَعَهُ بَعِيرٌ فَلْيَعْقِلْهُ». فَعَقَلْنَاهَا، وَهَبَّتْ رِيحٌ شَدِيدَةٌ، فَقَامَ رَجُلٌ فَأَلْقَتْهُ بِجَبَلِ طَيِّءٍ، وَأَهْدَى مَلِكُ أَيْلَةَ لِلنَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم بَغْلَةً بَيْضَاءَ، وَكَسَاهُ بُرْدًا، وَكَتَبَ لَهُ بِبَحْرِهِمْ، فَلَمَّا أَتَى وَادِيَ الْقُرَى قَالَ لِلْمَرْأَةِ: «كَمْ جَاءَ حَدِيقَتُكِ»؟ قَالَتْ: عَشَرَةَ أَوْسُقٍ، خَرْصَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم. فَقَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم «إِنِّي مُتَعَجِّلٌ إِلَى الْمَدِينَةِ، فَمَنْ أَرَادَ مِنْكُمْ أَنْ يَتَعَجَّلَ مَعِي فَلْيَتَعَجَّلْ». فَلَمَّا - قَالَ الراوي كَلِمَةً مَعْنَاهَا- أَشْرَفَ عَلَى الْمَدِينَةِ قَالَ: «هَذِهِ طَابَةُ». فَلَمَّا رَأَى أُحُدًا قَالَ: «هَذَا جُبَيْلٌ يُحِبُّنَا وَنُحِبُّهُ، أَلا أُخْبِرُكُمْ بِخَيْرِ دُورِ الأَنْصَارِ»؟ قَالُوا: بَلَى. قَالَ: «دُورُ بَنِي النَّجَّارِ، ثُمَّ دُورُ بَنِي عَبْدِالأَشْهَلِ، ثُمَّ دُورُ بَنِي سَاعِدَةَ؛ او دُورُ بَنِي الْحَارِثِ بْنِ الْخَزْرَجِ، وَفِي كُلِّ دُورِ الأَنْصَارِ_ يَعْنِي_خَيْرًا». (بخارى: 1481

(له ابو حُمَيد ساعدي رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره مو د تبوک په غزا كي غزا وكړه، کله چي (وادي القرى) ته ورسېدو، هغه مهال يوه ښځه په خپل باغ کي وه، رسول الله صلى الله عليه و سلم خپلو يارانو ته وويل: (د خرماوو) اندازه ولگوئ؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم وانگېرل چي لس وسقه به وي، هغې ته ئې وفرمايل: (څه چي ترې راوځي اندازه ئې په ياد ساته)، كله چي تبوک ته ورسېدو وئې فرمايل: (نن شپه به سخته سيلۍ راشي، هيڅوک دي له خپل ځاى نه پاڅي؛ او چا سره چي اوښ وي هغه دي کلک وتړي) نو موږ هغوى وتړل، سخته سيلۍ راغله، يو سړى پاڅېد چي د (طئ) پر غره ئې وغورځاوو. د (ايله) پاچا رسول الله صلى الله عليه و سلم ته يوه سپينه کچره هديه كړه او (رسول الله صلى الله عليه و سلم) هغه ته يو څادر ورواغوست؛ او د هغه لپاره ئې د دوى د سمندر (سيمي) په اړه ليكنه وكړه، (سيمه ئې د دوى تر واك لاندي پرېښوده؛ دا سيمه ځكه د سمندر په نامه ياده شوې چي د سمندر په غاړه پرته وه). او کله چي رسول الله صلى الله عليه و سلم بېرته وادي القرى ته راورسېد؛ همغي ښځي ته ئې وفرمايل: (باغ دي څومره حاصل ورکړ؟) ښځي وويل: همغه لس وسقه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ئې تخمين کړى وو، بيا نبي صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (زه مدينې ته بيړه لرم که څوک په بيړه را سره ځي نو بيړه دي وکړي)، كله چي ئې پر مدينې سترگي ولگېدې (راوي داسي كلمه وويله چي معنى ئې همدا وه)، وئې فرمايل: (دا ښکلى او مبارک دئ) او کله چي ئې د احد غر وليد وئې فرمايل: (دا هغه وړوكي غر دئ چي هغه له موږ سره او موږ له هغه سره مينه لرو، آيا غواړئ د انصارو تر ټولو غوره استوگنځي دروښيم؟) يارانو ئې وويل: هو؛ ولي نه؛ وئې فرمايل: (د بني نجار استوگنځي، بيا د بني عبدالاشهل استوگنځي، بيا د بني ساعده استوگنځي يا د بني حارث بن خزرج استوگنځي او د انصارو په ټولو استوگنځيو کي خير دئ).

تكرار: دا روايت په بخاري كي څلور ځلي نور په دغو شمېرو راغلى: 1872، 3161، 3791، 4422

توپير: په اصل كي د همدې يوه روايت بېلي بېلي برخي په نورو رواياتو كي راغلې دي. خو په يوه كي دا هم راغلي فَأَدْرَكَ سَعْدٌ النَّبِىَّ - صلى الله عليه وسلم - فَقَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ، خُيِّرَ دُورُ الأَنْصَارِ فَجُعِلْنَا آخِرًا. فَقَالَ «أَوَلَيْسَ بِحَسْبِكُمْ أَنْ تَكُونُوا مِنَ الْخِيَارِ: سعد بن عباده د خزرجيانو مشر رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ورغى او وئې ويل: موږ دي د انصارو د غوره استوگنځيو په آخر كي وگڼلو، رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: آيا دا درته كافي نه دي چي په غورو كي يئ.

 

ښاغلی حکمتيار زياتوي چي دا روايت هم له بخاري پرته د حديث په هيڅ معروف كتاب كي؛ د صحاح سته په شمول نه دئ راغلى؛ يعني چي ټولو نورو كتابونو د راوړلو وړ نه دئ گڼلى؛ د إسنادو له پلوه تر غريب اوښتى او اغرب دئ؛ راويان ئې دا دي: سَهْل بْن بَكَّارٍ، وُهَيْبٌ، عَمْرِو بْنِ يَحْيَى، عَبَّاس السَّاعِدِي او أَبُو حُمَيْدٍ السَّاعِدِيِّ؛ امام بخاري ته له سَهْل بْن بَكَّار رسېدلى؛ د ده په اړه ابن حجر وايي: ثقة ربما وهم: ثقه دئ خو كله كله له خپل خيال او وهم څه وايي؛ د بل راوي وُهَيب په اړه وايي: ثقة ثبت لكنه تغير قليلا بآخرة: ثقه گڼل شوى خو د عمر په پاى كي لږ بدل شو؛ يعني چي دا روايت ډېر ډېر غريب او ناآشنا دئ او په راويانو كي ئې داسي ضعيف كسان هم ليدل كېږي. په متن كي ئې داسي څه مومو چي عقل ئې نه مني او هغه دا چي تېز باد يو كس په سر واخيست او د طئ پر غره ئې وغورځاوو. قرآن د عاد قوم د سخت تعذيب په اړه چي سركښه سيلۍ پرې مسلطه شوې وه فرمايي

وَأَمَّا عَادٞ فَأُهۡلِكُواْ بِرِيحٖ صَرۡصَرٍ عَاتِيَةٖ ٦ سَخَّرَهَا عَلَيۡهِمۡ سَبۡعَ لَيَالٖ وَثَمَٰنِيَةَ أَيَّامٍ حُسُومٗاۖ فَتَرَى ٱلۡقَوۡمَ فِيهَا صَرۡعَىٰ كَأَنَّهُمۡ أَعۡجَازُ نَخۡلٍ خَاوِيَةٖ ٧  الحاقه: 6-7

او عاديان چي په سركښ توند باد هلاك شول. 7- اُوه شپې او اته ورځي ئې دا پرېكنده (سيلۍ) پرې مسلط كړه، دا قوم به دې په دې (وخت) كي داسي موندلى وو چي پړمخي پراته دي، لكه سټي د خرما، تشي او له جرړو ايستل شوې.

 

د نوموړي پر وينا په دغو آيتونو كي د عاد د سركښ قوم د هلاكت څرنگوالى په ډېره عبرتناكه توگه انځور شوى او څو حقائق زموږ مخي ته ږدي

الف: دې عذاب اُوه شپې او اته ورځي دوام وكړ، خو ولي اُوه شپي او اته ورځي؟ ولي يوه اونۍ او يوازي اُوه شپې ورځي نه؟ آيا دا د دې لپاره چي څرگند گناهونه ئې تر پټو زيات وو؟ او يا د دې لپاره چي د ورځي په رڼا كي به ئې دومره جنايات كول چي د شپو په تياره كي به د دوى تر خيانتونو زيات ول؟ او يا له دې امله چي د اونۍ اُوه شپي ورځي به ئې په گناه، عصيان او خيانت كي تېري كړې او د راتلونكي اونۍ په سبا به ئې هم د جنايت او خيانت كلك هوډ كاوو؟ ښايي دا ټول، ځكه چي الهي عذاب تل د معذب شوو خلكو له كړنو سره متناسب او ورته وي

ب: عاديانو داسي لوړ لوړ او دنگ دنگ قدونه درلودل چي د دوى په څېر خلك په هيځ ځاى كي نه تر سترگو كېدل، د دې توندي سړې سيلۍ له كبله له داسي عبرتناك برخليك سره مخامخ شول چي د مړو اجساد ئې په هغي وراني سيمي كي د ړنگو دېوالونو او نسكور شوو چتونو شاوخوا ته خواره واره پراته وو، داسي برېښېدل لكه د خرما كاواكه سټي چي له جرړو ايستل شوې او هري خوا ته نسكوري پرتې وي، د دوى ظاهر ښايسته او ځواكمن برېښېدو خو منځ ئې تش او كاواك، ظاهر ئې د خرما د سمسورو او دنگو ونو په څېر برېښېدو او دا گمان پرې كېدو چي جرړي به ئې په زمكي كي ژوري تللې وي؛ او آسمان هم په خپلي غېږ كي نيولې او قد ئې ورلوړ كړى، خو په حقيقت كي د دې ونو منځ تش او جرړي ئې وچي وې، چي په يوې توندي سيلۍ له جرړو وايستلى شوې او پر زمكه راپرېوتې.

گورئ چي د سخت الهي عذاب دغي توندي او سركښي سيلۍ هم څوك پر كوم غره نه دئ غورځولى؛ بلكي د خرما د سټو په څېر ئې نسكور كړي!! بادونه انسانان نسكورولى او رغړولى شي خو د خس او خاشاك په څېر ئې الوزولى نشي.

 

ب: قرآن د تبوك غزوې په اړه تفصيلي بحث لري؛ د التوبه سورې څو آيتونه ئې همدې بحث ته مختص كړي؛ په دې آيتونو كي نه يوازي د دې روايت دا خبري نه مومو؛ بلكي خلاف ئې دا مومو چي قرآن وايي دا غزوه د دوبي د سختي گرمي په موسم كي وه؛ دومره گرمي چي منافقينو ويل: په دې گرمي كي د جهاد لپاره مه وځئ؛ آيت دا دئ:

فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلافَ رَسُولِ اللَّهِ وَكَرِهُوا أَنْ يُجَاهِدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَقَالُوا لا تَنْفِرُوا فِي الْحَرِّ قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرًّا لَوْ كَانُوا يَفْقَهُونَ 81   التوبة: 81

(شا ته پرېښودل شوي (وگړي) د الله د رسول په خلاف په خپلي ناستي خوشحاله شول او له دې ئې كركه وكړه چي د الله په لار كي په خپل مال او ځان سره جهاد وكړي او وئې ويل: په دې گرمي كي مه وځئ، (ورته) ووايه: د دوزخ اور تر ټولو زيات گرم دئ؛ كاش دوى پوهېدى.)

د آيت له فحوى داسي معلومېږي چي د سورې دا برخه (له 79 آيت د سورې تر پاى پوري) د تبوك له غزوې وروسته او هغه مهال نازله شوې چي رسول الله صلى الله عليه و سلم له تبوك بېرته د مدينې په لوري خوځېدلى او لا مدينې ته نه وو رسېدلى، ځكه په دې آيت كي ويل شوي چي منافقين په دې خوښ شول چي وروسته پاته شي او په دې غزوې كي برخه وانخلي، ورپسې رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ويل شوي چي كه الله تعالى هغوى ته ورستون كړې او دوى درنه وغوښتل چي په نورو غزواتو كي له تا سره برخه واخلي نو د رد ځواب وركړه.

په دې 51 آيتونو كي د تبوك د غزوې ډېر ابعاد؛ له تگ مخكي او وروسته ئې؛ په ډېر دقت او تفصيل سره څېړل شوي؛ د مخلصينو، منافقينو، شتمنو، غريبانو، مهاجرينو، انصارو، هغه چي د عذر له كبله پاته شوي، هغه چي بې له عذر او د منافقت له كبله پاته شوي، هغه چي نور ئې هم له تگ منع كول، هغه چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم او لښكر له بريالي راستنېدو وروسته د خپلي پاته كېدا لپاره دلائل او عذرونه وړاندي كول؛ هغه مخلصين چي په خپلي غلطي ئې اعتراف كړى، د دوى له ډلي هغه درې جليل القدر صحابه چي اعتراف ئې وكړ او د توبې قبلېدا ئې تر يوې نېټې وځنډول شوه، او بيا الله تعالى په قرآن كي د دوى او د توبې قبلېدا يادونه ئې وكړه، او ډېر نور مطالب؛ په دې ټولو آيتونو كي د دې روايت دا خبره نه مومو.

كه د سړې او توندي سيلۍ واقعه رامنځته شوې وى؛ دومره تونده چي يو تن ئې په هوا كړي او لري ئې پر غر غورځولى؛ نو د دې لوى لښكر ډېرو جنگياليو به دا عجيبه او حيرانوونكې پېښه نورو ته ويلې وه او د حديث ټولو كتابونو به راوړې وه؛ د دې كس نوم به اخيستل شوى وو، پلار، زوى او ورور به ئې ويلي وو چي زموږ له فلاني خپلوان سره د تبوك د غزوې په دوران كي څه وشول؛ خو دا خبري نه په بخاري كي مومو او نه د حديث او تاريخ په كتابونو كي!! دې ټولو ته په پام؛ په بشپړ يقين سره ويلى شو چي دا روايت نه د منلو دئ او نه بل ته ويلو؛ اصولاً په ډېرو پوري د اړوند پېښو روايات هغه مهال د اعتبار وړ دي چي له ډېرو په يو ډول واورېدل شي؛ خو دا روايت داسي دئ چي نه له ټول لوى لښكر يو بل راوي لري؛ او نه په صحابه وو، تابعينو او اتباع تابعينو كي تر يوه زيات راويان.

 

۳۸ باب: په هغو حاصلاتو کي چي د باران يا په جاري اوبو خړوبېږي عشر (لسمه برخه) لازمېږي

749 - عَنْ عَبْدِاللَّهِ بْنِ عُمَرَ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم قَالَ: «فِيمَا سَقَتِ السَّمَاءُ وَالْعُيُونُ؛ او كَانَ عَثَرِيًّا، الْعُشْرُ، وَمَا سُقِيَ بِالنَّضْحِ، نِصْفُ الْعُشْرِ». (بخارى: 1483)

(له عبدالله بن عمر رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (په هغه (كښت) کي چي د آسمان او چينو په اوبو خړوبېږي او هغه چي په خپله خړوبېږي لسمه برخه (د حاصل ئې زكات) راځي؛ او کوم كښت چي په راايستونكو اوبو (لكه حيواني ارهټ او...) خړوبېږي په هغوى کي د عشر نيمايي يا شلمه برخه (د حاصل ئې زكات) دئ).

 

۳۹ باب: د خرما زکات د ټولولو په مهال اخيستل کېږي

750 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم يُؤْتَى بِالتَّمْرِ عِنْدَ صِرَامِ النَّخْلِ، فَيَجِيءُ هَذَا بِتَمْرِهِ، وَهَذَا مِنْ تَمْرِهِ، حَتَّى يَصِيرَ عِنْدَهُ كَوْمًا مِنْ تَمْرٍ، فَجَعَلَ الْحَسَنُ وَالْحُسَيْنُ رضي الله عنه يَلْعَبَانِ بِذَلِكَ التَّمْرِ، فَأَخَذَ أَحَدُهُمَا تَمْرَةً فَجَعَلَهَا فِي فِيهِ، فَنَظَرَ إِلَيْهِ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم فَأَخْرَجَهَا مِنْ فِيهِ، فَقَالَ: «أَمَا عَلِمْتَ أَنَّ آلَ مُحَمَّدٍ صلى الله عليه و سلم لا يَأْكُلُونَ الصَّدَقَةَ». (بخارى: 1485)

(له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: د كجورو د راټولولو په مهال به رسول الله صلى الله عليه و سلم ته كجوري راوړل کېدلې، دې كس به خپلي كجوري ورته راوړې او هغه بل به خپلي كجوري؛ نو د ده خوا ته به د كجورو كُوَټه (ډېرۍ) جوړه شوه، حسن او حسين رضي الله عنهما به له دې كجورو سره لوبي کولې، يوه ئې يوه خرما واخيستله او په خوله ئې كړه، رسول الله صلى الله عليه و سلم ورته وكتل او د هغه له خولې ئې راوايستله؛ او وئې فرمايل: (آيا نه پوهېږې چي آل محمد -صلى الله عليه و سلم- زکات او خيرات نه خوري)؟.

تكرار: دا روايت په بخاري كي دوه ځلي نور په دغو شمېرو راغلى: 1491، 3072

توپير: په يوه كي فَأَخَذَ أَحَدُهُمَا تَمْرَةً، فَجَعَلَهَا فِى فِيهِ په بل كي أَنَّ الْحَسَنَ بْنَ عَلِىٍّ أَخَذَ تَمْرَةً مِنْ تَمْرِ الصَّدَقَةِ، فَجَعَلَهَا فِى فِيهِ په يوه كي فَقَالَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم "كِخٍ كِخٍ " لِيَطْرَحَهَا ثُمَّ قَالَ- «أَمَا شَعَرْتَ أَنَّا لَا نَأْكُلُ الصَّدَقَةَ» په بل كي فَقَالَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - بِالفَارِسِيَّةِ: «كِخْ كِخْ، أَمَا تَعْرِفُ أَنَّا لاَ نَأْكُلُ الصَّدَقَةَ» په بل كي فَقَالَ « أَمَا عَلِمْتَ أَنَّ آلَ مُحَمَّدٍ - صلى الله عليه وسلم - لَا يَأْكُلُونَ الصَّدَقَةَ » راغلي.

 

نوموړي دا هم وويل؛ د بخاري هغه روايت چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم په فارسي وفرمايل: كِخْ كِخْ أَمَا تَعْرِفُ أَنَّا لَا نَأْكُلُ الصَّدَقَةَ؛ هم غريب دئ او هم له بخاري پرته په بل هيڅ معروف كتاب كي نه دئ راغلى؛ يعني چي له امام بخاري پرته بل هيچا د اعتبار وړ نه دئ گڼلى؛ كه چا په كوم غير معروف كتاب كي راوړى نو د بخاري په حواله ئې راوړى. روايت دا دئ

3072 - حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ حَدَّثَنَا غُنْدَرٌ حَدَّثَنَا شُعْبَةُ عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ زِيَادٍ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ الْحَسَنَ بْنَ عَلِيٍّ أَخَذَ تَمْرَةً مِنْ تَمْرِ الصَّدَقَةِ فَجَعَلَهَا فِي فِيهِ فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِالْفَارِسِيَّةِ كِخْ كِخْ أَمَا تَعْرِفُ أَنَّا لَا نَأْكُلُ الصَّدَقَةَ. بخاري

دا بايد په پام كي ولرو چي امام بخاري؛ د نيشاپور په څېر په ځينو فارسي ژبو ښارونو كي پاته شوى؛ ښايي د كخ كخ الفاظو منشأ دغه وي.

ناويلې دې پاته نه وي چي نننۍ درسي حلقه د قدرمن مشر له لورې د دعائيه وينا په ويلو سره پای ته ورسېده.

د حزب اسلامی افغانستان  د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک